۱۳۹۷ فروردین ۳, جمعه

ای افغانانو د کوزي پښتونخوا له پښتنو سره مو څه وکړل ؟ او بیا هم تمه لرو؟




 ای افغانانو د کوزي پښتونخوا له پښتنو سره مو څه وکړل ؟ او بیا هم تمه لرو؟   لیکنه : محمد شفیق صادق
 کوزه پښتونخوا د افغانستان  د لوی وجود یوه نه بیلیدونکې برخه وه ، زموږ دین ، زموږ فرهنګ  ، زموږ وینه ، زموږ ژبه او زموږ وطن سره شریک ؤ ، هلته تل د افغان په نوم د خوشهال خان سندرې ویل کیدي ، او د  برود لښکرو په لومړیو قطارونو  کې به د خیبر او بولان ځوانانو خپل ځانونه قرباني کول د احمد خان ، تیمورشاه او شاه زمان د لښکرو دوه په دی برخه به همدي خوانانو جوړوله  ، خو د زمانې او تاریخ نادودو ، او زموږ د مشرانو بی پرواییو دا یو تن او یو وجود  داسي دوه ټوټې کړ ، چې اوس یې پیوند کول د تاریخ یوه معجزه ده ، خو آیا دوی له  موږ سره جفا کړې او که موږ  له دوی سره ؟
دا د  یوه ویرجن  تاریخ د پښتنو په وینو لیکل شوي  یو اوږد داستان دی چي  ځان خبرونه تري د هر افغان دنده ده چې دلته یې تفصیل له توانه لوړ دی خو په لنډو کې به ترخو تاریخي جفاؤؤ ته ایشاره وکړم ..
کله چې شاه شجاع د هیواد د تخت خوبونه ولیدل ، نو هغه لومړی څوک ؤ چې د کوزو  پښتنو په غاړه یې د رنجیت سنګ په ګټه چاړه ورتیره کړه ، او  کوز پشتانه یې د خپل واک غوښتني  له شهوته په داسي حال کې قربانې کړل چې پښتانه د سکانو د لښکر د تورو او نیزو تر ګوزارونو لاندی ؤ او د آزادی لپاره یې خپل سرونه قرباني کول .
دوهم ځل چې کله د انګریزانو له ماتې وروسته امیر دوست محمد خان واک ته ورسید ، او لښکر یې د کوزي پښتونخوا د راټلولو لپاره واستاوه ،  کوزو پشتنو  د دوست محمد خان دا لښکر د خوشهالي په بدرګه  تر ملتان ورساوه ، خو کله چې د انګریزانو د غوښتنې خبره  مطرح شوه ، همدا پشتانه یې په ډاګ  انګریزانو ته پریښودل او دوست محمد خان په ځغاسته کابل ته راورسید ..
کله چې عبدالرحمن خان دیورند امضاء کړ ، د کوزي پښتونخوا ، وزیر ، مسید او نور قومونه په زړا او زاریو کابل ته راغلل ، چې د خدای لپاره موږ ولی انګریزانو ته سپارې ، او په کابل کې  عبدالرحمن خان پرته له دې چې د هغوی سره ووینې دروازي یې پسې بندې او په دی تور چې تاسو تل له انګریزانو سره جګړې کوي او ماته ستونزي جوړوي ، په ډیره بی عزتي وشړل ..
کله چې امان الله خان د استقلال جګړه پیل کړه ، همدا د کوزې پښتونخوا اولسونه ؤ چې په وزیرستان او کورمه کې یې د انګریزانو چوڼې یو په بل پسې ونیوي او افغاني لښکر ته یې د ورکوزیدو  لاره هواره کړه ، دوی په دي تمه چې افغانی واکمن به مو د انګریز له غلامی خلاص کړي ،هری قربانۍ ته تیار شول ، خو موږ څه ورسره وکړل ؟ کله چې د جګړې خبره سړه او متارکه اعلان شوه ، امان الله خان پرته له دي چې د هغوی سرنوشت معلوم کړي همداسی یې انګریزانو ته پریښدول او د استقلال لپاره د مذاکراتو  په خبرو کې یې د دوی خبره   را یاده  هم  نه کړه  ، د کوزي پشتونخوا پښتنو اماني لوري ته خواستونه کول چې  زموږ برخلیک معلوم کړی خو هغه د تقدیر په ځای ،  انګریزانو ته وسپارل ..
 د پښتونخوا مسلمان اولس  د استعمار په ټوله یوه پیړې کې  د دیني علماؤ او قومې مشرانو په لارښوونه د انګریزي استعمار سره په جګړه او ډغرو بوخت ؤ. او انګریزانو  هم له ۱۸۵۰ میلادي کال څخه تر ۱۹۴۵ کال پوري په کوزه پښتونخوا (۱۰۰) لویی حملي وکړي ، اودا اولس یی  د آزادئ او افغاني لوری سره د مرستي او تماس په تور داسي وځپه  چې  له هر یرغل وروسته به تر ډیره  بیا پکښې د راپورته کیدو توان نه ؤ
..انګریزانو به دا پښتانه د آزادي په تور د غلامی په ځنځیرونو تړل خو د برو پشتنو واکمنو به  د ښخو په ګنجونو کې د عیش او عشرت شرابونه په سر اړول ..
د پاکستان له جوړیدو مخکې او وروسته پښتانه مشران په بره پشتونخوا کې کور په کور د مرستې په تمه  ګرځیدل  ، خو یوازي له سردار محمد داؤد خان پرته  چې ( هغه هم په  شاهي دربار کې په لیوني مشهور ؤ  او د همدي خواخوږي له امله په شاهي دربار کې له حکومت کولو منع شو)د هغوی خبره ته یې غوږ نیوه  ، نورو پری یوازی  د پشتونستان په نوم د سندرو بیتونه جوړل .
افغاني کمونستي  واکمنو ددې په ځای چې د پښتنو د حقونو او آزادي  مسئله ورسره مطرح وي ، د کمونزم د پراختیا په تمه یې د کمونستی مفکوري د خپلولو په  شرط  پښتانه مشران په تمه کول چې  نه یوازي پشتنو ته  یې کومه ګټه ونه کړه ، بلکه  دپشتنو د حقونوهمدا کمونست مشره  غوښتونکې یې نور هم په ملت کې سپک او بي اهمیته کړل ...
نو اوس څوک ملامت دي؟ موږ ، زموږ مشران ، او که ملایان ؟
نو ایا  اوس بیا  موږ ددې توان لرو د هغوی د حقونو څخه په عملي ډول ملاتړ وکړو ؟
او که یو ځل بیا به دوی د پخوا په شان دا ځل  د پنجاب لښکرو ته لکه چې پریښې مو دي ، پریږدو تر څو پري هغه څه وکړي چي ددوی اسلافو کړي ؤ ...


۱۳۹۶ اسفند ۱۶, چهارشنبه

په افغانستان د تبشیری یرغل څو محورونه


په افغانستان  کې د تبشیری یرغل څو محورونه


تبشیري پالیسي د اسلامي نړۍ د مسیحي کولو او یا له اسلام څخه د بېلولو هغه پالیسي ده چې اروپایانو له (۱۵) مې پېړۍ راپدې خوا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کار پرې کوي، خو په (۱۹) او (۲۰) میلادي پېړۍ کې تبشیر د اسلام  د دښمنۍ یوه ښه وسیله جوړه  شوه چې د لویدیځ د کلیسا واکمنو د نورو اسلام دښمنه کړیو په ملګرتیا د اسلام سره د مقابلې او له منځه وړلو په موخه، په مختلفو بڼو  روانه ساتلې وه، د دې پالیسۍ موخه دا وه چې مسلمانان په لومړۍ مرحله کې د اسلام ددین د حقانیت په برخه کې شکمن او متردد کړي بیا ترې داسې څوک جوړ کړي چې له اسلام سره یې تړاو وشلېږي.
د کار څرنګوالی
په تېرو پیړیو کې دا کار د عیسوي مبشرینو لپاره ډېر ستونزمن ؤ، دوی به لومړی ځانونه د مسلمانانو په بڼه جوړول، د هغوی ژبه به یې زده کوله، د دین ډېر مسائل به یې زده کول، او تر ټولو دا چې په پښو به کلي په کلي، ښار په ښار، او مدرسه په مدرسه ګرځېدل، له همدې امله دوی  به له ستونزو سره مخ وو، خو په مستعمرو سیمو  کې یې بیا کار ښه پرمختګ کاوه.
د همدې تبشیر په مټو، د افریقا لویه وچه، هندوستان، جنوبي آسیا، تر دې چې تر فلیپین او کوریا پورې عیسویت خپور شو، او په اسلامي هېوادونو کې یې ارتداد ګڼې لاسته راوړنې درلودې.
په افغانستان کې د مبشرینو فعالیتونه دانګریزي استعمار د راتګ سره سم پیل شول، داچې متأسفانه افغانستان په تېرو دوو پېړیو کې د کورنیو اغتشاشونو او د انګریزي استعمار سره لاس او ګرېوان ؤ حکومتونه او لیکوالان ندي توانیدلي په دې اړوند کره لیکنې ولري، خو موږ ته ډېر داسې حکایتونه را روایت شوي چې ځینو انګریزانو ( مبشرینو ) به د ملایانو، پیرانو او مجاورانو په جامو کې په ځینو سیمو کې د خلکو تر منځ کار او ژوند کاوه
نوی تبشیر
خو د علمي پرمختګونو او د وسائلو د آسانتیاوو په برکت د تبشیر کار آسانه شو، او مبشرین پرته له دې چې د پخوا په شان په کلیو او مدرسو وګرځي د مؤسساتو، پروژو، سیمینارونو او ورکشاپونو له لاري . په تېره بیا د فیسبوک، ټویټر، انټرنټ او رسنیو په واسطه یې فعالیت پیل کړی دی .
دوی په لومړي سر کې هغو کسانو ته د اسلام په هکله شکونه پیدا کوي چې د اسلام څخه کافي معلومات نه لري، هغوی ته له یوې مرحلې وروسته په همدې برخه کې روزنه ورکوي، تر څو دوی په خپله د افغانانو تر منځ دا کار په غاړه واخلي ..چې همدا اوس په مختلفو بڼو دا فعالیتونه د ځینو مؤسساتو او ټولنو له لوري په مخ روان دي ..
په افغانستان کې د تبشیریانو د جګړې ډګرونه
د تېرو او روانو بې ثباتیو او جګړو څخه په ګټه اخیستنه په افغانستان کې د کلیسا تبشیري لویې ډلې د خپلو لویدیځوالو فوځونو او پراخو مؤسسو په مټو توانیدلي چې ګڼ کسان د خپلو موخو ښکار کړي، چې ځینې خو یې په تېرو کلونو کې د مسیحیت تر اعلان پورې هم ورسېدل، چې اوس بیا همدا افغاني مینځل شوي مفکرین د پیسو په مقابل کې د انجمنونو، مدني ټولنو، او نورو خیریه مؤسسو په نوم همغه کار کوي چې تبشیري مؤسسې او ډلې ورته لارښوونه کوي.
په افغانستان کې مبشرین په لاندې ډګرونو کې زموږ په خلاف خپله جګړه په مخ بیاییي:
۱ د حجاب په خلاف جګړه،
دوی دا جګړه له چادري راپیل کړې، او د افغاني ښځې تر پوره  بربنډولو به یې پرمخ بیایي چې تېرو دوو کلونو  کې د چادري په سر کولو، او د نقابونو په مسخره کولو کوڅو او بازارونو ته راووتل .تر څو د حجاب اهمیت راکم او افغاني ښځې له خپل کلتور څخه را وباسي ..
۲ په دیني مدرسو او دیني مرکزونو بریدونه
ددې لپاره چې دینې مراکز، مدرسې او دار الحفاظونه له منځه ویسي، او یا یې په ټولنه کې رول راکم کړي، نو دا مرکزونه د ترورزم په نوم، د بد اخلاقۍ په نوم او داسې نورو نومونو تورن کوي، تر څو یې اهمیت راکم، په خلکو کې منفور او بیا یې له منځه یوسي.
۳ د دیني علماؤ بدنامول
د دین علماء د دیني پوهې له امله په ټولنه کې د دین د رسولو، بیانولو او خلک پرې پوهولو اساسي مراجع دي، دوی دیني علوم لوستي او دنده لري تر څو همدا دیني علوم خلکو ته ورسوي، او خلک ددین په احکامو اوامرو او نواهیو پوه کړي، خو ددې لپاره چې د عام اولس له دین سره فاصله پیدا شي، له دین څخه ناخبره واوسي، دوی هڅه کوي دیني او مذهبي مشران د خلکو په وړاندي بدنام، او ناوړه معرفی کړي، خبرې یې دروغ او وینا یې بي ګټې وښېې.
دیني او مذهبي مشران او علماء د ترورزم په ملاتړ بدنام کړي، داسې یې خلکو ته معرفي کوي چې همدا علماء د ترورزم په ترویج کې لاس لری.
۴ دیني مقدسات او مذهبي ورځې بي اهمیته ښول
ددوی جګړه په پاسنیو ډګرونو کې نه تم کېږي، دوی په دیني مراسمو، لکه: حج کول، روژه نیول، زکات ورکول، د اخترونو قربانیو هم نیوکې کوي، او خلکو ته داسې فکر ورکوي چې ګواکې دا ملایانو د خپلو ګټو په موخه رامنځ ته کړي او کومه ګټه نه لري، له همدې امله هڅه کوی خلک د حج او عمرې له اداء کولو را وګرځوي، د روژې نیول ورته بي اهمیته کړي، د اختر ‌‌ذبحه ورته ظلم معرفی کوي.
۵ افغانان  له اسلامي امت او اسلامي تاریخ څخه بېلول
تبشیري ډلې د خپلو سیکولر ډلو په ملاتړ غواړي افغانان له نور اسلامي امت څخه را بېل کړي تر څو کمزوري او د اسلام سره یې تړاو وشلېږي، بیا یې په خپلو منځونو کې په قومي او ژبنیو اختلافاتو کې راګیر کړي د اسلام سره تړاو ورته یو بهرنی تړاو معرفی کوي، هڅه کوي چې دوی ته دا وښیي چې اسلام خو عربو راوړی او دا یو پردی او د عربو دین او کلتور دی، اسلامي تاریخ ورته بهرنی کلتور معرفی کوي له همدې امله کله ورته د آریایانو جشنونه جوړوي، او کله هم د زردشتیانو ..
۶ د اسلام په ځینو لارښوونو ملنډې وهل
ددې لپاره چې اسلام د خلکو په اذهانو کې بد او کمزوری معرفی کړي، د اسلام په ځینو احکامو او قوانیو نیوکې کوي او ملنډې پرې وهي، له دې جملي څخه د جهاد په هکله ناوړه تبلیغات کوي، او جهاد یو ناروا، د وینو تویولو، او ورانۍ عمل معرفی کوي تر څو په دې ډول د جهاد موضوع د خلکو په وړاندې بي اهمیته، او استعمارګران وکولای شي په آسانۍ په افغانانو خپل واک ټینګ او د تل لپاره مستعمره کړي، همدا شان د قصاص، او حدودو په اړوند هم خلکو ته شکونه پیدا کوي.
۷ د متشابهاتو او عقیدوي مساېلو راوړاندې کول
په قرآنکریم کې ځینې آیتونه صریح بیان لري او په آسانۍ یې مطلب اخیستل کېدای شي خو ځینې بیا داسې آیتونه شته چې د معنی په هکله یې مفسرین یوه خوله ندي، چې دې ته متشابهات وایي، دوی دا آیتونه د عامو مسلمانانو په وړاندې چې اصلا له اسلام څخه کامل معلومات نه لري د بحث لپاره وړاندې کوي بیا پکې خپل د خوښې تعبیرونه او تفسیرونه کوي چې کله هم د اسلام احکام خلکو ته غلط معرفي کوي، همدا شان ځینې عقیدوي مسائل چې په پنځو حواسو نه لمس کېږي، د شک اچولو په موخه د بحث لپاره راوړاندي کوي لکه د جنت او دوزخ، د قبر عذاب .. ملائکې او داسې نور بیا پکې خپل تأویلات کوي ..
دا او داسې نور فعالیتونه همدا اوس د تبشیري ډلو له لوري روان دي، کېدای شي، افغانان ددې خلکو اصلي څېرو او موخو ته متوجه او ددوی په اصلي موخو پوه شي.