ای افغانانو د کوزي پښتونخوا له پښتنو سره مو څه
وکړل ؟ او بیا هم تمه لرو؟ لیکنه : محمد شفیق صادق
کوزه
پښتونخوا د افغانستان د لوی وجود یوه نه
بیلیدونکې برخه وه ، زموږ دین ، زموږ فرهنګ ، زموږ وینه ، زموږ ژبه او زموږ وطن سره شریک ؤ
، هلته تل د افغان په نوم د خوشهال خان سندرې ویل کیدي ، او د برود لښکرو په لومړیو قطارونو کې به د خیبر او بولان ځوانانو خپل ځانونه قرباني
کول د احمد خان ، تیمورشاه او شاه زمان د لښکرو دوه په دی برخه به همدي خوانانو
جوړوله ، خو د زمانې او تاریخ نادودو ، او
زموږ د مشرانو بی پرواییو دا یو تن او یو وجود داسي دوه ټوټې کړ ، چې اوس یې پیوند کول د تاریخ
یوه معجزه ده ، خو آیا دوی له موږ سره جفا
کړې او که موږ له دوی سره ؟
دا د یوه ویرجن تاریخ د پښتنو په وینو لیکل شوي یو اوږد داستان دی چي ځان خبرونه تري د هر افغان دنده ده چې دلته یې
تفصیل له توانه لوړ دی خو په لنډو کې به ترخو تاریخي جفاؤؤ ته ایشاره وکړم ..
کله چې شاه شجاع د هیواد د تخت خوبونه ولیدل
، نو هغه لومړی څوک ؤ چې د کوزو پښتنو په
غاړه یې د رنجیت سنګ په ګټه چاړه ورتیره کړه ، او
کوز پشتانه یې د خپل واک غوښتني له
شهوته په داسي حال کې قربانې کړل چې پښتانه د سکانو د لښکر د تورو او نیزو تر
ګوزارونو لاندی ؤ او د آزادی لپاره یې خپل سرونه قرباني کول .
دوهم ځل چې کله د انګریزانو له ماتې وروسته
امیر دوست محمد خان واک ته ورسید ، او لښکر یې د کوزي پښتونخوا د راټلولو لپاره
واستاوه ، کوزو پشتنو د دوست محمد خان دا لښکر د خوشهالي په بدرګه تر ملتان ورساوه ، خو کله چې د انګریزانو د
غوښتنې خبره مطرح شوه ، همدا پشتانه یې په
ډاګ انګریزانو ته پریښودل او دوست محمد
خان په ځغاسته کابل ته راورسید ..
کله چې عبدالرحمن خان دیورند امضاء کړ ، د
کوزي پښتونخوا ، وزیر ، مسید او نور قومونه په زړا او زاریو کابل ته راغلل ، چې د
خدای لپاره موږ ولی انګریزانو ته سپارې ، او په کابل کې عبدالرحمن خان پرته له دې چې د هغوی سره ووینې
دروازي یې پسې بندې او په دی تور چې تاسو تل له انګریزانو سره جګړې کوي او ماته
ستونزي جوړوي ، په ډیره بی عزتي وشړل ..
کله چې امان الله خان د استقلال جګړه پیل کړه
، همدا د کوزې پښتونخوا اولسونه ؤ چې په وزیرستان او کورمه کې یې د انګریزانو چوڼې
یو په بل پسې ونیوي او افغاني لښکر ته یې د ورکوزیدو لاره هواره کړه ، دوی په دي تمه چې افغانی واکمن
به مو د انګریز له غلامی خلاص کړي ،هری قربانۍ ته تیار شول ، خو موږ څه ورسره وکړل
؟ کله چې د جګړې خبره سړه او متارکه اعلان شوه ، امان الله خان پرته له دي چې د
هغوی سرنوشت معلوم کړي همداسی یې انګریزانو ته پریښدول او د استقلال لپاره د مذاکراتو په خبرو کې یې د دوی خبره را یاده
هم نه کړه ،
د کوزي پشتونخوا پښتنو اماني لوري ته خواستونه کول چې زموږ برخلیک معلوم کړی خو هغه د تقدیر په ځای ،
انګریزانو ته وسپارل ..
د
پښتونخوا مسلمان اولس د استعمار په ټوله
یوه پیړې کې د دیني علماؤ او قومې مشرانو
په لارښوونه د انګریزي استعمار سره په جګړه او ډغرو بوخت ؤ. او انګریزانو هم له ۱۸۵۰ میلادي کال څخه تر ۱۹۴۵ کال پوري په
کوزه پښتونخوا (۱۰۰) لویی حملي وکړي ، اودا اولس یی د آزادئ او افغاني لوری سره د مرستي او تماس په
تور داسي وځپه چې له هر یرغل وروسته به تر ډیره بیا پکښې د راپورته کیدو توان نه ؤ
..انګریزانو به دا پښتانه د آزادي په تور د
غلامی په ځنځیرونو تړل خو د برو پشتنو واکمنو به د ښخو په ګنجونو کې د عیش او عشرت شرابونه په سر
اړول ..
د پاکستان له جوړیدو مخکې او وروسته پښتانه
مشران په بره پشتونخوا کې کور په کور د مرستې په تمه ګرځیدل ، خو یوازي له سردار محمد داؤد خان پرته چې ( هغه هم په
شاهي دربار کې په لیوني مشهور ؤ او
د همدي خواخوږي له امله په شاهي دربار کې له حکومت کولو منع شو)د هغوی خبره ته یې
غوږ نیوه ، نورو پری یوازی د پشتونستان په نوم د سندرو بیتونه جوړل .
افغاني کمونستي واکمنو ددې په ځای چې د پښتنو د حقونو او آزادي
مسئله ورسره مطرح وي ، د کمونزم د پراختیا
په تمه یې د کمونستی مفکوري د خپلولو په
شرط پښتانه مشران په تمه کول چې نه یوازي پشتنو ته یې کومه ګټه ونه کړه ، بلکه دپشتنو د حقونوهمدا کمونست مشره غوښتونکې یې نور هم په ملت کې سپک او بي اهمیته
کړل ...
نو اوس څوک ملامت دي؟ موږ ، زموږ مشران ، او که
ملایان ؟
نو ایا اوس بیا موږ ددې توان لرو د هغوی د حقونو څخه په عملي
ډول ملاتړ وکړو ؟
او که یو ځل بیا به دوی د پخوا په شان دا
ځل د پنجاب لښکرو ته لکه چې پریښې مو دي ،
پریږدو تر څو پري هغه څه وکړي چي ددوی اسلافو کړي ؤ ...
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر