د قرون وسطی د زماني مشهور مسلمان طبیب او ډاکتر ( ابن نفیس)
ابن نفیس یو متبحر عالم ؤ چې
پراخه معلومات ، هڅانده طبیعت ، او ژوره پوهه د نوموړې ډاکتر
ځانګرتیاوي وې . نوموړی د خپل عصر د طبیبانو لارښوود ګڼل کیږي .
هغه دخپلو څیړنو او پلټنو په نتیجه
کې توانید چې نوي معلومات چې تر دې دمه
چاته معلوم نه ؤ کشف او رامنځ ته کړي ،
ددې تر څنګ هغه په یوازي سر وتوانید چې په
انسانی تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یو طبی دائرة المعارف ولیکي او په نړي کې د طب
په برخه کې یو لوی تحول رامنځ ته کړي .
د نوموړي بشپړ نوم ( أبو الحسن علاء الدين علي بن أبي الحزم القَرشي الدمشقي) دی چې په ابن نفیس سره شهرت لری.
د هغه ژوند او لویدل ..
نوموړي د سوريی
په دمشق کې په (۶۰۷) هجري قمري کال زږیدلی
، هملته یې د علماؤ او پوهانو څخه زده کړې وکړې ، د دمشق د النور په بیمارستان (
روغتون) کې یې زده کړي او عملي تجربي تر سره کړې ، داسي هم ویل کیږي چي نوموړي د
یوه بل مشهور طبیب د (عيون الأنباء في طبقات الأطباء)
کتاب د لیکونکي (ابن ابی اصیبعه) هم عصره ؤ او دواړو د طب په برخه کې له علی ابن الدخوار
څخه زده کړې کولې ، نوموړي ددې تر څنګ چې په طب کې زده کړې کولې د شافعي مذهب د
فقهې ښه لوی عالم او د فلسفی په علم کې ښه لیکوال ؤ ، د تفسیر په علم کې یې د وحې په عقلاني اړخ
ډیر اهتمام درلود ، د هغه دعصر او زماني د علماؤ په خلاف ، د تفسیر په څانکه کې یې
د قرآن کریم او احادیثو په تفسیر کې له عقل څخه ډیر کار اخیست . همدا رنګه نوموړي
په عربی ژبه او ادب ، او منطق کې هم ښې لیکنې درلودې .
ویل کیږي چي نوموړي له څه مودي
وروسته د (۱۲۳۶ او ۱۲۳۹) میلادي کلونو
ترمنځ قاهری ته تللی او هلته یې د الناصری
په روغتون ، وروسته د المنصري په روغتون کې چې سلطان قلاون جوړ کړي ؤ کار وکړ او د مصر د ټولو طبیبانو سر طبیب و ټاکل شو ،
همدا رنګه نوموړی ( ۱۲۶۰ او ۱۲۷۷) میلادي
کلونو تر منځ د سلطان بیبرس خاص ډاکتر ؤ
ابن نفیس به په خپل هستوګنځې کې د طبی علومو د څیړنې
مجلس او مرکز درلود چی د قاهری امیران ، د نظر خاوندان او داکتران به پکښې
راټولیدل ، نوموړي په قاهره کې یو ښکلي کور په خپله جوړ کړ چې د رخام په ډیرو کې
فرش کړی ؤ ، هغه ډنګر ، او جګ قده سړی ؤ چې شهرت یې یوازي په طب
کې نه ؤ . ابن نفیس د وینې د کوچنې دوران کشف کوونکی دی
په تیرو زمانو
کې په نړیواله سطحه دا خبره خپره وه چې د ویني د کوچنې دوران لومړي مکتشف
انګلیسی عالم ( کې ویلیم هرفی )په (۱۶۲۸)
کال کې دی ، نوړي په خپل تألیف کړي کتاب (په حیوان کې د ویني او زړه د حرکت تحلیلی او
تشریحي څیړنه ) کې د وینې د مکمل دوران (کبری اوصغری) تشریح کړیده ، همدا غلط تصور
په خلکو کې تر هغه مهاله خپور ؤ چې مصری ډاکتر (محې الدین التطاوي) د جرمني د (فرایبورګ) په پوهنتون په (۱۹۲۴)
میلادي کال د خپلي دکتورا د لیکنې په تشریح
خلک په خپل نوي نوښت حیران
کړل او دا یې ثابته کړه چي د وینې د صغری
دوران لومړي مکتشف (ابن نفیس ) دی . نوموړي دا ادعا هغه مهال وکړه چي کله یې د ابن
نفیس د (شرح تشریح القانون) مخطوط کتاب د
برلین په یوه کتابتون کي وموند په دې کتاب کې ابن نفیس د ( ولیم هارفی ) له لیکني ډیر مخکې د وینې د
دوران علمي تشریح او څرنګوالی شرحه کړیدی ،(التطاوي) په دې نوي نظریی سره خپل ټول
استاذان حیران کړل ، او په دې برخه کې یې د پوهانو او څیړونکو توجه راواړوله ، په
تیره بیا د آلماني مستشرق (مایرهوف) چې خپله هم ډاکتر ؤ او په عربي ژبه پوهیده
،هغه په مصر کې اوسیده ، نو هغه په (۱۹۳۱)
میلادي کال یوه مفصله څیړنه خپره کړه او دا حقیقت یې په ډاګه کړ چې اصلی کاشف ابن
نفیس دی . په دې سره یې ورسته له (۷) پیړیو د ابن نفیس حق په ځای او علمي لاسته
راوړنه یې د هغه په نوم ثبت کړه .
د طب په برخه کي د ابن نفیس نوری لاسته راوړنې
د طب په برخه کي د ابن نفیس نوری لاسته راوړنې
د طب په برخه کې د ابن نفیس د وینې د صغری دوران اکتشاف
یوه مهمه لاسته راوړنه ده چې تر ده مخکې بل چا نه
درلوده ،، ددې تر څنګ نوموړي د لومړی ځل لپاره د هغو شریانونو څخه هم پرده
پورته کړه چې د زړه عضلات تغذیه کوي ، دا هم د هغو آوازو په خلاف خبره ده چې وایی دا اکتشاف (ستاکیو ) کړیدي .
همدا ډول ددې څخه هم سترګې نشو پټولای چې نوموړي د هغو غړو هم دقیقه تشریح کړیده چې د هغو په واسطه د
شریانونو او وریدونو تر منځ تبادله لامنخ ته کیږي
چې اوس ایطالوي عالم (ریالدوا کولومبو) ته منسوب دي خو ابن نفیس تري دری
پیړي مخکي دی .
د ابن نفیس لیکنې د ابن نفیس شهرت یوازې په طبی برخه کې ندي پاته ، بلکه هغه د خپل عصر د یو له مشهورو علماؤ څخه شمیرل کیږي . هغه د خپل عصر د ژبي او ادب ، فلسفې ، فقهې او احادیثو په علومو کې هم ګڼې لیکنې او لاسته راوړنې درلودې ،دبیلګې په توګه :
د ابن نفیس لیکنې د ابن نفیس شهرت یوازې په طبی برخه کې ندي پاته ، بلکه هغه د خپل عصر د یو له مشهورو علماؤ څخه شمیرل کیږي . هغه د خپل عصر د ژبي او ادب ، فلسفې ، فقهې او احادیثو په علومو کې هم ګڼې لیکنې او لاسته راوړنې درلودې ،دبیلګې په توګه :
۱-"الرسالة
الكاملية فى السيرة النبوية".
۲- د "فاضل
بن ناطق" په نوم كتاب چې "حى بن يقظان " په بڼه او اساس لیکل شوی
۳-"المختصر في أصول علم الحديث"
۴- "طريق الفصاحة" فى النحو
۳-"المختصر في أصول علم الحديث"
۴- "طريق الفصاحة" فى النحو
په طب کې یې ګڼې لیکنې درلودې :
۱-"شرح فصول أبقراط"
۲-"المهذب فى الكحل المجرب"
۳-"الموجز في الطب"
۴-"شرح تشريح القانون"
۵-"الشامل في الصناعة الطبية" چې دا کتاب یې له لویو لیکنو شمیرل کیږي او په یوازي توګه تر ټولو لوی طبي دائرة المعارف ګڼل کیږي
۱-"شرح فصول أبقراط"
۲-"المهذب فى الكحل المجرب"
۳-"الموجز في الطب"
۴-"شرح تشريح القانون"
۵-"الشامل في الصناعة الطبية" چې دا کتاب یې له لویو لیکنو شمیرل کیږي او په یوازي توګه تر ټولو لوی طبي دائرة المعارف ګڼل کیږي
د هغه وفات
ابن نفیس د خپل ژوند په وروستیو کې وروسته له (۸۰) کلونو د عمر سخت ناروغه شو ، تر دې چې پوره شپږ ورځې په خپل بستر کې پریوت ، ځینو علماؤ
ورته د شرابو د یوه ډول د خوړلو پشنهاد
وکړ ، ګمان یې درلود چي په دي کې به د هغه د مرض د ښه کیدو ځینې څیزونه وي ، خو ابن نفیس د یوه څاڅکې د خوړلو نه هم انکار وکړ او ویی ویل :زه نه غواړم د خپل
خدای سره په داسې حال کې مخامخ شم چې په ګیډه کې مې شراب پراته وي بیا د جمعې په ورځ د ۶۸۷ هجري
کال د ذی القعدي د میاشتې په (۲۱) نیټه چې د (۱۲۸۸) میلادي کال سره سمون لری وفات
شو ، خو له وفات مخکې یې د المنصوري بیمارستان ( روغتون ) ته د خپلو ټولو ګټلو
مالونو ، ملکیتونو ، کور او کتابتون د وقف اعلان
وکړ.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر