۱۳۹۷ خرداد ۷, دوشنبه

رسول الله (ص) به له خپلې کورنی سره څه ډول چلند کاوه .

رسول الله (ص) به له خپلې کورنی سره څه ډول چلند کاوه .


د رسول الله (ص) تعامل له خپلې کورني سره ډیر نیک او خوښوونکی ؤ ،  هیڅ داسې روایت نشته چې هغه (ص) به  د خپلو ښځو او اولادونو سره د تاوتریخوالی  له لاری تآدیبي چلند کړی وي  .قالت عائشة - رضي الله عنها -: "كان رسول الله - صلى الله عليه وسلم - إذا خَلا في بيتِه أليَنَ الناس بسَّامًا ضَحاكًا، وقالت: ما ضرَب رسول الله - صلى الله عليه وسلم - امرأة له ولا خادِمًا قط"؛ رواه النسائي . عایشه (رض) فرمایی: رسول الله  (ص) به چې کله کور ته راغی ، نو تر ټولو به نرم ؤ ، مسکي او خندونکی ، او هیڅ کله یې هم له کومه ښځه او نه کوم خادم وهلی  ،تر دي چې له خادمانو سره به یې هم ډیر نیګ چلند کاوه ،  حضرت انس (رض) فرمایی : ما د رسول الله (ص) لس کاله خدمت وکړ ، قسم په الله چې ماته یې د اف قدری هم ندی ویلی ،او نه یې دا راته ویلی چې دا کار د ولی وکړ او دا کار د ولی ونه کړ .دا حدیث مسلم شریف روایت کړیدی
 نوموړی په دې هکله یو مثال او نمونه ؤ هغه (ص) به چې کله هم له کومې میرمنې غلطی ولیده نو پرته له دې چې له ترخه چلنده کار واخلی ، هغه به یې په ډیره پسته خبره متوجه کوله ،په یوه حدیث کې راځې چې عایشه (رض) یې روایت کوی چې  : صفیه (رض) په طعام پخولو کې ډیره ماهره وه ، یوه ورځ یې رسول الله (ص) ته ډوډی پخه کړه ، په داسي حال کې چې هغه زما کره ؤ ، نو زه یې ورسره کرم چې دوډی وخورو ..نو له غیرته  لاسونه وریږدیدل ،او لوښی راڅخه مات شو، خو پری پښیمانه شوم ، رسول الله (ص) ته مې وویل : ای د الله رسوله : ددي کار کفاره راباندې څه ده ؟ هغه (ص) راته وویل : د هغه لوښې په شان بل لوښی او د هغه طعام په شان بل طعام
قالت عائشة"ما رأيتُ صانعة طعام مثل صفية، صنعَت لرسول الله - صلى الله عليه وسلم - طعامًا وهو في بيتي فأخَذني أَفْكَل - بوزن أحمد: الرعدة والقُشَعْريرة - فارتعدتُ مِن شدَّة الغيرة، فكسرتُ الإناء ثم ندمتُ، فقلت: يا رسول الله ما كفارة ما صنعتُ؟ قال: ((إناء مثل إناء، وطعام مثل طعام))؛ رواه أبو داود والنسائي،  
هغه (ص) به له خپلو ازواجو سره ټوکې او خوش طبعي کوله ،داسې هم پیښه شوې چې د خپلې بی بی عایشې (رض) سره یې د منډې سیالی کوله ، او دا سیالی دوه ځله تر سره شوې . قد كان رسول الله - صلى الله عليه وسلم - يَمزح معهنَّ ويَنزِل إلى درجات عقولهنَّ في الأعمال والأخلاق، حتى روى أبو داود والنسائي من السنن الكبرى، وابن ماجة في حديث عائشة بسند صحيح أنه - صلى الله عليه وسلم - كان يُسابِق عائشة في العدْو، فسبَقتْه يومًا وسبَقها في بعض الأيام، فقال - عليه السلام -: ((هذه بتلك))
 یوه ورځ  د اختر په ورځو کې د حبشي څخه ځینې خلک راغلی ؤ او لوبي یې کولې چې خلک پرې راټول ؤ نو هغه (ص) بی بی عایشې  هم ددې لوبو تماشې ته تر خپل شا ودروله تر څو د لوبې تماشه وکړي، وفي الصحيحَين وغيرهما عن عائشة - رضي الله عنها - قالت: "رأيت رسول الله - صلى الله عليه وسلم - يَستُرني برِدائه وأنا أنظر إلى الحبَشة يَلعبون في المسجد، حتى أكون أنا الذي أسأمه"، ولأحمَد عنها أن الحبَشة كانوا يلعبون عند رسول الله - صلى الله عليه وسلم - في يوم عيدٍ، قالت: فاطَّلعتُ مِن فوق عاتقِه فطأطأ لي منكبَيه، فجعلتُ أنظر إليهم مِن فوق عاتقِه حتى شَبعتُ وانصَرفتُ.
هغه (ص) به له خپلو ازواجو سره مشوره کوله ، کله چې د حدیبیې په  صلحه کې مسلمانان د رسول الله (ص) په پریکړه ناخوښې شول  او د رسول الله (ص) د امر په خلاف یې نه غوښتل چې  ځانونه له احرام څخه وباسې ،  ویښتان کم کړي ، او قربانی حلالې کړي ، نو رسول الله (ص) ته د هغه میرمني ام سلمه (رض) مشوره ورکړه چې ولاړ شه د خلکو په مخکې  خپل سر کل کړه ، او ځان له احرام څخه وبا سه ، بیا دوی هم خپله دا کار کوي ، چې همداسی وشول او هغه ستونزه پای ته ورسیده
هغه (ص) به هڅه کوله چې د له خپلو ازواجو سره د کور په  کارونو کې مرسته وکړي ،له  بي بي عایشه (رض)  څخه چې کله د هغه (ص) د کورني ژوند په هکله پوښتنه وشوه ، نو هغې  (رض)  وفرمایل : هغه به د خپلي کورني په کارونو کې تر هغه وخته اخته ؤ تر څو به چې د لمانځه وخت نه ؤ را رسیدلی ، کله به چې د لمانځه وخت شو نو جومات ته به ولاړ. وسُئلت عما كان النبيُّ - صلى الله عليه وسلم - يصنَع في أهلِه، قالت: "كان في مِهنَة أهلِه فإذا حضَرت الصلاة قام إلى الصلاة"؛ رواه البخاري.
 هغه (ص) به د ټولو ازواجو سره په ډیر دقیق ډول د مساوات  او عدالت په  اساس  تعامل کاوه او د ټولو خوښې او سعادت به یې غوښت ،هره یوه به یې هڅوله چې خپل عبادت او دیانت کې هڅه وکوي ، د ستونزو په مهال به یې د صبر او تحمل درس ورکاوه ، د خوښې لاری به یې ورته برابرولې  ، د ژوند او آخرت به کارونو کې به یې ورسره شریکولې ،
داسې نده پیښه شوې چې د یوې حق یې بلې ته ورکړي وي او د یوې څخه بلې ته یې ډیر وخت ورکړي وي ، سره ددې چې شمیر به یې  زیات ؤ خو هرې یوې به د خوښي احساس کاوه ، او هره یوه به په دې خوښه وه چې رسول الله (ص) دې د هغې سره تل پاته ژوند ولری ،داسی نده پیښه چې  کومه یوه دې چاته شکایت  ترې وکړی او یا دې ناراضه وي .
رسول الله (ص) به دوی په هغو نومونو یاودلې چې دوی ته به هغه نومونه ډیر ګران او خوښ ؤ ، داسې روایتوه هم شته چې رسول الله (ص) به خپلو ازواجو ته په خپل لاس  طعام ورکاوه ، له همدې امله د یو سړي طعام ورکول خپلې ښځې ته په خپل لاس سره عبادت ګڼل شوي ،. همدا شان هغه به د خپل ځان سره ډیر پام کاوه ، تل به یې ځان په ښه عطرونو معطر ساته تر ځو یې زوجې د خوښي احساس وکړي او د بدن بوی ته به یې دیر پام ؤ ،او نور هغه نظافت چې د ښځې او خاوند ترمنځ د محبت او خوښی لامل کړځې هغه (ص) به د ټولو ازواجو سره په ډیر دقیق ډول د مساوات  او عدالت په  اساس  تعامل کاوه او د ټولو خوښې او سعادت به یې غوښت ،هره یوه به یې هځوله چې خپل عبادت او دیانت کې هڅه وکوي ، د ستونزو په مهال به یې د صبر او تحمل درس ورکاوه ، د خوښې لاری به یې ورښودلې ، د ژوند او آخرت به کارونو کې به یې ورسره شریکولې ،
داسې نده پیښه شوې چې د یوې حق یې بلې ته ورکړي وي او د یوې څخه بلې ته یې ډیر وخت ورکړي وي ، سره ددې چې شمیر به یې  زیات ؤ خو هرې یوې به د خوښي احساس کاوه ، او هره یوه به په دې خوښه وه چې رسول الله (ص) دې د هغې سره تل پاته ژوند ولری ،داسی نده پیښه چې  کومه یوه دې چاته تری شکایت وکړی او یا دې ناراضه وي ،
رسول الله (ص) به دوی په هغو نومونو یاودلې چې دوی ته به هغه نومونه ډیر ګران او خوښ ؤ ، داسې روایتوه هم شته چې رسول الله (ص) به خپلو ازواجو ته په خپل لاس  طعام ورکاوه ، له همدې امله د یو سړي طعام ورکول خپلې ښځې ته په خپل لاس سره عبادت ګڼل شوي ،. همدا شان هغه به د خپل ځان سره ډیر پام کاوه ، تل به یې ځان په ښه عطرونو معطر ساته تر ځو یې زوجې د خوښي احساس وکړي او د بدن بوی ته به یې دیر پام ؤ ،او نور هغه نظافت چې د ښځې او خاوند ترمنځ د محبت او خوښی لامل کړځې .
رسول الله (ص) به مسلمانان هم د ښځو سره نیکی ته هڅول ، او ویل به یې: په تاسو کې بهتره هغه څوک دی چې د خپل اهل ( ښځو) سره بهتره وي ، او زه په تاسو کې له خپل اهل( ښځو) سره  په چلند کې تر ټولو بهتره یم
عنها  ( عایشه)- رضي الله عنه - قالت: قال رسول الله - صلى الله عليه وسلم – ((خيركم خيركم لأهله، وأنا خيركم لأهلي، ما أكرمَ النساء إلا كريم، ولا أهانَهنَّ إلا لئيم))؛ رواه ابن عساكر بهذه الزيادة، ورواه ابن حبان في صحيحِه بحَذفِها
همدا شان هغه به د خپل ځان سره ډیر پام کاوه ، تل به یې ځان په ښه عطرونو معطر ساته تر ځو یې زوجې د خوښي احساس وکړي او د بدن بوی ته به یې دیر پام ؤ ،او هغه نظافت چې د ښځې او خاوند ترمنځ د محبت او خوښی لامل کړځې  له ټولو هغو کارونو به ډیر لیرې ګرځیده چې د کورني ژوند د خرابی لامل کیږی ، مینه او محبت له منځه وړي ، هغه به د ښځو خاص زیورات هیڅکله هم نه اغوستل ، هغه (ص) به له خپلو ازواجو سره مینه کوله او د مینې کارونه به یې کول ،  د ښځو لپاره به یې حلال مال مصرفاوه ، ددوی سره به یې خندل او ټوکې به یې ورسره کولې  ، دا چې نوموړی د ازواجو تر منځ داسې نوبت اچولی ؤ چې هره ورځ به یې د یوې زوجې په خونه کې تیره وله ، خو هره ورځ به یې  ټولې زوجې د هغې بي بي خونې ته را غوښتې  په کومه کې به چې د هغه (ص) نوبت ؤ ، او په شریکه به یې ډوډئ سره خوړله  ، کله به یې  دماخوستن له لمانځه وروسته   ټولې ښځې هغې خونې ته راغوښتې چې هلته به یې نوبت ؤ ، نو به یې د تربیت تر څنګ ورسره د خوښی او خوشهالی پرګرام جوړاوه ، رسول الله (ص) به تر ټولو نارینه ؤ  خپلو ازواجو ته ډیر وفاداره ؤ ، په تیره بیا کومه وفا  یې چې د خپلي لومړنې بی بی خدیجې (رض) سره درلوده ، بی بی عایشه یې په احساساتو راوسته چې د هغې مړې ښځې ولې دومره صفت کوي

د رسول الله (ص) سره هم د خپلو زوجاتو بی کچې مینه : أم حبيبة رملة بنت أبى سفيان ـ رضي الله عنها ـ.د مکې د سردار ( ابو سفیان ) لور وه ، هغه د شرک په وخت کې د  خپلې لور کره چې د رسول الله (ص) ښځه وه ورغې ، په خونه کې د رسول الله (ص) توشکه پرته وه ، هغه غوښتل چې په دې توشکه کښینې ، خو مخکې له کښیناستلو ام حبیبې هغه توشکه ورڅخه پورته کړه او ابو سفیان په غولي کښیناستلو ته اړ شو ، د خپلې لور له دې کاره یې پوښتنه وکړه چې ولې دې دا کار وکړ ، هغې ورته وویل : دا د رسول الله (ص) توشکه ده ، او ته یو مشرک ، نو زه نه غواړم چې یو مشرک د رسول الله (ص) په توشکه کښینې .

عدل :هغه د خپلو زوجاتو ترمنځ داسې عدالت قایم کړي ؤ چې د سختې ناروغتیا په حالت کې به یې هم ددوی ترمنځ د نوبت خبره نه هیروله ،د هغې  کونډې ښځې سره به یې دری ورځې ددې لپاره تیرولې تر څو یې غم او خفګان په خوښی بدل شي . دا چې هغه (ص) به  عدالت باندې دومره تینګار کاوه چې الله تعالی به باربار وته فرمایل چې الله تعالی مو په هغو اعمالو نه نیسې چې عدل کول پکښې تاسو ته ممکن نه وي ، لکه د یوې تنې سره زیات مینه کول ، او یوې ته تر نورو زیات میلان درلودل ، او هغه (ص) به تل له الله تعالی غوښتنه کوله چې  د عدل په تر سره کولو کې توفیق ورکړې ،
رسول الله (ص) به تل د خپلو زوجاتو مثبتو ټکو ته ، ددوي نیکیو او ښکلا ته  پام کاوه ، او د هغوی په سهوؤ ، او خطاګانو به یې سترګې پټولې ، کله به چې کومې زوجې ورسره مباحثه کوله او یا به یې خبره ورسره تیزه کړه ، نو هغه (ص) به صبر پرې کاوه او په وړاندې به یې له احسان او نیکې څخه کار اخیست ، هغه (ص) به د زوجاتو سره دومره مینه کوله چې کله به کومې یوې د کاسې د کوم ځای څخه ډوډئ خوړله ، هغه (ص) به هم ترې خوړله ، تر څو یې د زوجې په زړه کې نوموړې ته مینه پیدا شي ،  د هغوې خفګان به یې نه شوای تحمل کولای ، په یوا روایت کې راځې چې صفیه (رض)  یې په یوه سفر  ملګرې وه او هغه یې  په داسې حال کې ولیده چې ژاړي ، نو رسول الله (ص) ورغې او د ژړا پوښتنه یې ورڅخه وکړه ، نو هغې ورته ددې شکایت وکړ چې په یوه اوښ سپره کړې چې ډیر کرار او ورو ورو ځې ، نو رسول الله (ص) هغه دلاسا کوله او د هغې سره یې مینه کوله تر دې چې د مخ اوښکې يې په خپل لاس وروچې کولې ،
په یوه بل روایت کې راځې چې انس (رض) روایت کړی .وایی: موږ مدینې ته له خیبر څخه بیرته راروان ؤ رسول الله (ص) مې ولید چې د خپل اوښ څنګ ته ناست ؤ رسول الله ( ص) یې خپل زنګون ایښی ؤ او صفیی (رض) یې خپله پښه د هغه په زنګانه ایښې وه  تر څو اوښ ته پورته شي ..هغه (ص) دا عمل د ټول لښکر په مخکې کاوه او په دي یې کوم عیب نه ګانه . فعن أنس قال: "خرجنا إلى المدينة -قادمين من خيبر- فرأيت النبي صلى الله عليه وآله وسلم يجلس عند بعيره، فيضع ركبته وتضع صفية رجلها على ركبتيه حتى تركب البعير"، فلم يخجل الحبيب صلى الله عليه وآله وسلم من أن يرى جنوده هذا المشهد وهو يظهر الحب والمودة لزوجته السيدة صفيه. دا چې هغه (ص) به  عدالت باندې دومره تینګار کاوه چې الله تعالی به باربار وته فرمایل چې الله تعالی مو په هغو اعمالو نه نیسې چې عدل کول پکښې تاسو ته ممکن نه وي ، لکه د یوې تنې سره زیات مینه کول ، او یوې ته تر نورو زیات میلان درلودل ، او هغه (ص) به تل له الله تعالی غوښتنه کوله چې  د عدل په تر سره کولو کې توفیق ورکړې ،
رسول الله (ص) به تل د خپلو زوجاتو مثبتو ټکو ته ، ددوي نیکیو او ښکلا ته  پام کاوه ، او د هغوی په سهوؤ ، او خطاګانو به یې سترګې پټولې ، کله به چې کومې زوجې ورسره مباحثه کوله او یا به یې خبره ورسره تیزه کړه ، نو هغه (ص) به صبر پرې کاوه او په وړاندې به یې له احسان او نیکې څخه کار اخیست ، هغه (ص) به د زوجاتو سره دومره مینه کوله چې کله به کومې یوې د کاسې د کوم ځای څخه ډوډئ خوړله ، هغه (ص) به هم ترې خوړله ، تر څو یې د زوجې په زړه کې نوموړې ته مینه پیدا شي ،  د هغوې خفګان به یې نه شوای تحمل کولای ، په یوا روایت کې راځې چې صفیه (رض)  یې په یوه سفر  ملګرې وه او هغه یې  په داسې حال کې ولیده چې ژاړي ، نو رسول الله (ص) ورغې او د ژړا پوښتنه یې ورڅخه وکړه ، نو هغې ورته ددې شکایت وکړ چې په یوه اوښ سپره کړې چې ډیر کرار او ورو ورو ځې ، نو رسول الله (ص) هغه دلاسا کوله او د هغې سره یې مینه کوله تر دې چې د مخ اوښکې يې په خپل لاس وروچې کولې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر