دوهمه برخه : لیکنه محمدشفیق صادق
لکه مخکې مو چې
وويل کمونستي تصور د مارکس د نظریاتو په اساس رامنځ ته شو او د کمونزم په نوم ېي
یوه مفکوره وړاندې کړه او په دې لاندې اصولو ولاړ دي :
۱- د خصوصې
ملکيتونو له منځه وړل
۲-د مزد او اجري
ټاکلي اندازه له منځه وړل
۳-د ماتریالیزم او
ديالکتيکي نظریاتو په اساس یوازی ماده منل ، او له ثابتو عقايدو انکار
۴- د کارګرانو د
کتاتوری او يوګونديز نظام
۵- د دارويني نظریاتو په اساس انساني نسل د بیزو له
نسل څخه منل
اوس به په دې بحث
وکړو چې افغانستان کې کمونستي جریانونه او ډلي له کومه وخته راپیل شويدي اوسني
حالت یې څه دول دی:
افغانستان کې هم د
نورو هيوادونوغوندي د ۱۳۲۰-۱۳۳۰ کلونو ترمنځ
د کمونست ګوند نظریی خپری شوي ، دا نظریات په پټه او یوازی د نظریو په سطحه
په پوهنتوني او اکاډیمیکو مراکزو کي مطرح
ؤ ، ځینې کسانو چې له کمونیستي هيوادونو
سره یې تړاو درلود ، یا یې هلته زده کړې ا لوړ تحصیلات کړي ؤ عملا یې دی نظریی ته کار کاوه ، کتابونه او
لیکني به یې سره تبادله کولي او دعوت یې کاوه . بلاخره شوروي پلوه کمونستي ډلې په
۱۳۴۳ کال د جدی په (۱۱) نيټه ( حزب
دیموکراتيک خلق افغانستان) د نور محمد ترکي په کور کي د هغه په مشری تأسیس کړ ..په دی ډله کې نورمحمد ترکی ، ببرک
کارمل ، حفیظ الله امین ، طاهر بدخشی ، ميرغلام محمد غبار ،او داسی نور شامل ؤ چي
غبار له همدی وخت څخه ورڅخه جلا شو . د عبدالکریم میثاق په خبره ، حزب د تشکیل په
مهال په ښکاره د کمونستي افکاروله بیانولو
ډډه کوله ، خو د غړو تر منځ دا نظریه واکمنه ،او عملا ددوی تر منځ همغه کمونستي اصطلاحات او افکار تبادله کيدل .
د خلق او پرچم د
ډلو رامنځ ته کيدل
د حزب له تشکیل څه وخت لا نه ؤ تير شوي چې د غړو
ترمنځ د واک ، ژبی او تصوراتو په اساس اختلافات راپورته شول ، اوحزب د خلق او پرچم
په برخو وویشل شو
۱- خلق : لومړی
ډله د خلق په نوم دنورمحمد ترکي تر مشری لاندی چې د حفیظ الله امين په ګډون زیاتره کلیوال او پښتانه ورسره ؤ رامنځ ته شوه چې د انقلاب تر آخره په همدي نوم
مشهوره وه
۲- پرچم : دوهمه ډله د پرچم تر نوم لاندی د ببرک کارمل په
مشری چې زیاتره ښاری او فارسی ژبی پکښې راټول ؤ په کار پیل وکړ ،
۳-د طاهر بدخشي ستم ملی ډله
دریمه ډله بیا په ۱۳۴۷ کال د طاهر بدخشي په مشری
له ګونده د نشنلستي تصوراتو په اساس د
پښتنو سره د سخت مخالفت له امله بیله شوه چې (سازمان انقلابی زحمتکشان افغانستان )(سازا)
یې تأ سیس کړ ،او په نورو کمونستانو کي په
(ستم ملی) مشهوره شوه .. دا ډله هم د کمونستي افکارو په اساس داسي تشکیل شوه چې غوښتل یې د
پښتنو له واک او سلطي پرته افغانستان کې نوی نظام ولری ،ددي ډلي غړي زیاتره
له تاجکو سیمو او تاجکان ؤ چې له بدخشان تر
پنجشیر او قطغن پوری یې ملګری درلودل .دا
ډله هم بیا په دوو برخو وویشل شوه چې یوه ډله د طاهر بدخشي په مشری د "سازمان
زحمتکشان افغانستان" په نوم اوبله ډله د
باعث بدخشي په نوم په "سازمان
فدایی زحمت کشان افغانستان" په نوم
رامنځ ته شوې .
طاهر بدخشي لومړي د سردار داؤد خان په حکومت کي د
نظام سره د مخالفت په اساس بندی شو، خو کله چې په (۱۳۵۷) کال کمونستي کودتا رامنخ ته شو له بنده خوشي شو ، نوموړی يو څه
وخت آزاد ؤ وروسته د خلقیانو له خوا ، نظام ته د توطيي په تور ونيول شو او په زندان کي
اعدام شو . ددې ډ لي پیروان د مجاهدينو تر یرغل لاندی راغلل چې ځینې یې د صمد پاچا
د ملیشو غوندي د کمونستي حکومت سره یو ځای او ځینو په ډیر مهارت ځانونه د جمعیت
ګوند ته ورداخل کړل .چې په دی ګوند کي د پښتون ضد احساساتو لامل شول او تر اوسه هم
پکښې فعال دي
د خلق او پرچم د ډلو فعالیتونه :
د ديموکراسی د
لسېزي په وروستيو کې دواړو خلق او پرچم ډلو خپلی جریدی درلودي او خپل افکار یې
پکښې خپرول تر دی چې په (۱۳۴۹) کال د پرچم جريدی د (لینن) د زوکړې سل کلنه کلیزه په ډیر شور سره ولمانځله
، او هغه یې په داسې کلماتو وستایه چې عملا یې مسلمانان محمد (ص) ته کاروي په دې
سره دا جریده د حکومت له لوری اسلام ته د
سپکاوی په تور وتړل شوه .
همدا شان کله چې
په ۱۳۴۳ کال ببرک کارمل د ملی شورا غړی شو
، نو په لوړ اواز یې په لينن درود ووایه چې د مسلمانو نماینده ګانو له خوا
د سخت عکس العمل سره مخ شو
دواړو ګوندونو د
اختلاف سره سره په خورا بیړه د ځوانانو په
منځ کې ملاتړی پیدا کول او خپل کمونستي مارکسیستي افکار یې خپرول ، او هڅې یې پیل
کړی چې په فوځ ، پولیسو او نورو موسسو کې
خپل ملاتړی ومومي ، له همدی امله د خلق ډلې له لوری حفیظ الله امين ، او د پرچم ډلې له لوری ميراکبر خيبر په فوځ کې د نفوذ او تنظیم لپاره وګمارل شول ( دا وخت زیاتره
فوځې افسران په شوروي اتحاد او نورو
کمونستي هیوادونو ته د زده کړو او تحصیل لپاره استول کيدل چې له هغي خوا به په
کمونستي نظریه سنبال راتلل) دوی وتوانیدل
د سردار داؤد خان د کودتا تر مهاله (۱۳۵۲)
کال پوري په نوموړو مؤسسو کې پوره ملاتړی
ومومي او د داؤد خان خان سره په کودتا کې پوره همکاری وکړي ، د داود خان د کودتا
وروسته کمونستان وتوانيدل د حسن شرق او
فیض محمد غوندی مهم غړي د حکومت لوړو پوړو
څوکيو ته ورسوي ، په دي سره دوی په خلاص لاس په فوځ
، پولیسو، او نورو دولتی مؤسسو کې
د خپلو افرادو په ګمارلو کار پیل کړ
، ورسره یې د اسلامي نهضت د غړو په
اړوند چې هغه مهال په اخوانيانو مشهور ؤ او د کمونستانو سرسخته رقیبه ډله وه غلط
تصورات ورکول او هغه یې دي ته وهڅاوه چې د
نهضت په غړو ناتار پیل کړي ، لسګونه کسان
یې زندانونو ته ټیل وهل ، ځينې اعدام او
نور مجبور شول غرونو ته پورته او جګړه پیل کړی .. په دی خدمن کي کمونستانو د داؤد خان سره خپل موقف نور هم
پیاوړی کړ ..
خو سردار داؤد خان
په( ۱۳۶۵)کال د پرچم ډلې په شراشرتونو پوه شو نو
د هغوی د اخراج په موخه لاس په کار
شو ،په د دادؤد خان په دي عمل سره
کمونستانو ځانونه په خطر کي ولیدل نو
دواړو ډلو ( خلق + پرچم) بیا په ۱۳۵۶ کال
کي د یوه تړون په اساس اتحاد سره وکړاو سره یو خای شول .
کله چې سر دارمحمد
داؤد خان له حکومت څخه د پرچم ډلي غړي شړل
نو په ځای به یې لوړ پوړو کمونستانو د د
خلق ډلې غړي ځای په ځای کول ،تر دي چې د همدي کال تر پایه دوی دومره ځواک پیدا کړ
چې حفیظ الله امين رسما ترکي ته د کودتا د آمادګي خبر ورکړ ،،
د ۱۳۵۷ کال په
لومړیو کې محمد داؤد خان د کمونستانو له
شراشرت څخه سخت په تنګ شو نو ددوی د شر څخه د خلاصون په موخه یې د هغوی د مشرانو د نيولو حکم وکړ ، په دي لړ کې نورمحمد ترکی او ګڼ نور مشران
ونيول شول ، خو حفیظ الله امین تر نیول
کيدو مخکي په فوځ کې خپلو ملګرو ته د کودتا امر وکړی ؤ د ۱۳۵۷ کال د
ثور د میاشتې په ( ۷) ورخ چې حکومت باید د کمونستانود مشرانو په اړوند غونډه کړي
وای ، کمونستو افسرانو ټانګونه را وایستل او کودتا یې پیل کړه ، د کودتا په ترڅ کې
کمونستان ارګ ته ننوتل سردارد داؤد خان یې د خپلي ټولی کورني ( ماشومانو او ښځو) او د کابیني له اکثریت غړو سره په شهادت
ورسول او کودتاچيان بریالی شول چې حکومت تر لاسه کړي نو یې نورمحمد ترکی له بنده خلاص او جمهور ريس کړ.
واک ته له رسیدو
سره سم ددوی ترمنځ بیا د قدرت په سر سیالي پیل شوه ، د ببرک کارمل او حفیظ الله
امين ترمنځ ناندری ناورین ته ورسیدي ، تر دي چې شوروي اتحاد مداخله وکړه او ددوی
ترمنځ یې د قدرت ویش داسي وکړ چي حکومت به خلقیان کوي او بهرنی سفارتونه به د
پرچم ډلې په لاس کي وي ،په دی کار د پرچم
ډله ناراضه شوه او د یوې کودتا هڅه یې وکړه ، امین ته موقع برابره شوه ، د پرچم
ډیر غړي یې له دندو ګوښه کړل ، دا په داسی
حال کي چې په هيواد کي د کمونستي انقلاب په وړاندي پاڅونونه پیل ؤ چې تر ټولو لوی
پاڅون په ۱۳۵۷ کال د حوت په ۲۳ نيټه د
هرات د خلکو پاڅون ؤ چې هلته میشت فوځي
قوتونه هم له پاڅون کوونکو سره ملګری شول
، د روسی جنرال ګروموف په وینا دي
پاڅون حکومت او په شوروي اتحاد کې
حکومتي چاروا کې وارخطا کړی ؤ شوروي سفارت او په هرات کي میشتو روسی سلاکارانو د هری ورځې او ساعت راپور میکو ه
استاوه نورمحمد ترکي په بار بار له روسانو
د ملاتړ او مداخلی غوښتنه وکړه ،[1]
خو روسانو د عسکرو د استولو په ځای د الوتکو په مرسته د هرات ښار بمبمارد کړ چې په
ترڅ کي د تاریخ لیکونکو په وينا (۲۵) زره هيوادوال ووژل شول
او پاڅون خاموش شو .
د خلق او پرچم د
ډلو د داخلی اختلافاتو په ترڅ کې د ارګ د ننه د حفیظ الله امين د ترور یوه ناکامه هڅه هم وشوه ،چې امين یې دي ته وهڅاوه تر څو ،په ۱۳۵۸ کال نورمحمد ترکي د وخت جمهور ريس دبالښت په واسطه
په قتل ورسوی او ځان په ټولو فوځې ، حزبی
او نورو ادارو واکن کړي ..
له يوې خوا
کمونستي ډلو ترمنځ اختلافات له بل لوری د دوی د سخت جبروت په وړاندي د خلکو
پاڅونونو ، د ګوند غړي وهڅول چې ټول مخالفتونه په سختو کارواییو سرکوب کړي ، نو د
لکونو انسانانو په وژلو ، زندانی کولو او تر دی چې ژوندی خښولو یې لاس پوری کړ ، دي کار د امين د حکومت تر پایه همداسی دوام
وموند ، تر څو پرچم ډله وتوانيده د روسانو د لویو فوځونو په ملاتړ او راتلو په ۱۳۵۸ کال د
جدی په (۶) نيټه د افغانستان په عملی اشغال سره حفیظ الله امين د روسانو په لاس مړ
او ببرک کارمل واک ته ورسوي ..د روسانو او کمونستانو دوستي غبرګه شوه ، په ګډه یې
د هیواد په لر او برکي د اولسونو په بمبارد ، ډله ايزو وژلو ،او عمومي شړلو لاس
پوری کړ ،روسانو پوره لس کاله د کمونستانو په ملاتړ د هيواد ګوټ ګوټ په خپلو ټانګونواو الوتکو له خاورو سره خاوری ،
او یو نيم میلیون افغانان یې په قتل ورسول ، پنځه لکه تری پاکستان او ایران ته
وتښتيدل د جګړو په لړ کې تقريبا (۵۰) زره
روسي فوځیان ټپیان او ووژل شول ، زرګونه
تانګونه یې وسوځیدل ، سلګونه الوتکې یې را نسکوری شوي ، داسی حالت ته ورسیدل چې له
يوې خوا په افغانستان کې د تګ راتګ لاری پری وتړل شوي له بل لوری په شوروي اتحاد
کي د مړو تابوتونو خلک سخت وارخطا کړل اقتصاد یې له منځه ولاړ او په نړی کې یې
حیثیت ته لوی تاوان ورسید .. بلاخره مجبور شول د و تلو لاره ولټوی .. دا وخت په شوروي اتحاد کې
میخايل ګرباچوف جمهور ريس ؤ ، هغه غوښتل د
لوی ناورین د مخنوي په موخه په بیړه خپل
فوځونه له افغانستان څخه وباسي ، ځکه ټول شوروي اتحاد د ورانيدو په پوله ولاړ ؤ نو یې تصميم ونيو چې د حالاتو د بدلون به موخه د افغانستان په حکومت کي تغیر راولی او خان ته و
وتلو لاره برابره کړي ، خپل لوړ پوړی
مشاور ویکتور پتروویچ پلیچکا ته یې
دنده وسپارله تر څو ببرک کارمل له دندي ګوښه او استعفاء پری ولیکي ،هغه هم استعفاء ولیکله او خپله مسکو ته ولاړ په
ځای یې ډاکتر نجيب چې پخوانی د کمونستي نظام
د استخباراتی شبکي (خاد) ريس ؤ جمهور ريس وټاکه او عملا د روسانو په مرسته
واک ته ورسید
ډاکتر نجيب الله د
روسانو د وتلو سره سم د زور لاره پريښوده او ملی مصالحې اعلان یې وکړ ، ورسره يې
پخواني (حزب دیموکراتيک خلق
افغانستان) ګوند په (وطن) ګوند سره په
داسي حال کي بدل کړ چې عملا یې هماغه د کمونستي مفکوري په اساس تشکیلات درلودل ،
یوه لویه جرګه یې د خپل تر نفوذ لاندې سیمو څخه راوغوښته او نوی قانون اساسي یې هم
جوړ کړ ، ددي تر څنګ یې د افغانستان بیرغ هم بدل کړ او د ملی فوځ د پیاوړي کولو په
ځای ېي د قومي کنډکونو په جوړولو پیل وکړ ،زرګونه ملیشي یې په قومي کنډکونو کي
تنظیم کړي ، او د هيواد په لر او برکې یې بی جلبه واک ورکړ ، چې بلاخره له دوه
کاله حکومت وروسته د همدي ملیشو په لاس یې حکومت نسکور شو .او خپله بیا د طالبانو
په دوران کي اعدام شو.
آیا افغانی کمونستان وتوانيدل کمونیستي مفکوره پلي
کړي ؟
کمونستانو د واک
په لومړیو میاشتو کې د ځینو فرمانونو په صادرولو ځینې کمونیستي کړنو ته لاره هواره
کړه ، دوی عملا د کمونست ګوند د اصولو په اساس حکومتي نظام تأسیس کړ انقلابی شورا
یې جوړه کړه چي یوازی کمونستي غړي پکښې
فعال ؤ ، د هیواد په ټولو مؤسیسو کې د کمونست ګوند غړي واکمن شول ،او په هره موسسه
کې د کمونست ګوند (حزبی) دفترونه جوړ شول چې د کمونستي افکارو د ترویج تر څنک یې د
مخالفینو څارل هم دنده وه . په اقتصادي برخه کې یې په ډیرو ولايتونو کې د لویو ځمکه
والو ځمکي په بزګرانو وویشلي ، ولورونه یې (۳۰۰) افغانی وټاکل ، سود او ګروي یې باطلي کړي ، ورسره یې په
محکمو کي هم تغیرات راوستل ، فوځې او انقلابي محکمي یې جوړې کړي چې د انقلاب
مخالفین به پکښې په ډیره آسانی ، پرته له ټولو بشری او قانوني حقوقو محاکمه کيدل ،
ددې محاکمو واک یوازی د کمونست ګوند غړو سره ؤ ، مدافع وکيل او مرافعي پکښې نه وي
، همدي محاکمو په (۱۳۵۷-۱۳۵۸) کلونو کې تر (۵۰) زره ډیر خلک په یوازی یوه تور سره
اعدام او یا ژوندي تر خاورو لاندې کړل ..
دا چې ددي کودتا
او ډلي په وړاندي ډیر زر د اولس عکس العملونه راپورته شول نود کمونستي پلانونو د
پلي کولو په ځای یې په ملت کې د مخالفینو په سرکوبولو ، او په ښارونو کې د خلکو د
خوشهاله ساتلو پالیسي بدله کړه ، دا چې دوی له یوې خوا د قدرت په سر په خپلو کې سره اوښتي ؤ له بل لوری د
هیوادوالو د لوی پاڅون سره مخ شول ،ونه توانيدل خپلي اساسي موخي پلې کړي ، په عوض
کې یې د خپلو اصلي څیرو په بدلولو ، د شعارونو په نوي کولو په ملت کي خان ساته ،
دوی د ببرک کارمل د راتګ سره سور انقلابی بیرغ هم په تورسور زرغون بدل کړ ،او د
لومړیو ورځو په خلاف یې چې د دين په علماؤ ، او مذهبی مشرانو یې ناتار جوړ کړی ؤ
،د دوی سره د تعاطف لاره غوړه کړه .
له بلی خوا دوی د
ګوند د ننه کومه معینه فکری تګلاره هم نه درلوده ، ځینې به پکښې دومره تند ؤ چې هر
څه یې په یوه ورځ بدلول غوښتل او ځینې بیا پکښې لږ ارام ؤ چې همدي پالیسیو ددوی
ترمنخ اختلافاتو ته لاره هواره وله ، همدا شان دوی د خپلو افکارو د پخولو او عملی
کولو لپاره خپل افغاني لیکلی اثارچې د هیواد په سطحه لیکل شوي وي او افغانی رنګ
ولری ، هم نه درلود ، یوازی هماغه د مارکس
، لینن او ستالین لیکني او افکار مطالعه او ژباړل .. ددوی د یوه مشر څخه هم کومه
داسې لیکنه چې ددوی لپاره خط مشي ترسیم کړي هم نده پاته ، تر دی چې د نورمحمد ترکي څخه چې ددوی لوی رهبر ؤ یوازی د کونډی زوی دکتاب
په شان چې ادبی پڼه لری پاته دی .
نو له همدي امله دوی مجبور ؤ هغه تصورات
چي په روسیه او چين کي پلی کيدل کټ مټ په افغانستان کي هم پلي کړي ، له همدي امله
د اولس د سخت غبرګون او مخالفت سره مخ شول او بلاخره یې د فکری ثقافت زوال راورسید .
د سپتامبر د
يوولسمي نيټې د پیښې وروسته د پخواني وطن
ګوند غړو ، پخوانيو خلقبانو ، پرچميانو د ديموکراسی څخه په ګټه اخیستنه ، په نوی
سیکولرستي ايډیولوژی فعالیت پیل کړ ،چې په دې لړ کي یې ګڼ ګوندونه
رامنځ ته کړل .
البته دا ګوندونه
په ښکاره د کمونستي تصور په اړوند څه نه وایی ، په اساس نامو کي یې هم تری یادونه
نه ده کړي ، خو په خپل منځیو کړیو کې هماغه
کمونستي ادبیات کاروي ،او اوس هم يو بل ته د ملګری او رفیق نوم کاروي ، له بل لوری یوازیني شی چې
اوس پری سنبال دي او له پخوا ورته پاته دی ، الحادی تصورات دي چې د سیکولرم په
جامه کې یې خپروي ، او د ملت لپاره د نوي تصور په لړ کې د ديموکراسی سندرې وایی .
زه به د دې لیکنې په پای کې د هغو کمونست نظره ګوندونو نومونه یاد کړم چې د افتاب انترنيتي
جریدي معرفی کړي
۴- د افغانستان
کمونست (مائوست) ګوند
دا ګوند هم په
افغانستان کې د ديموکراسی په لسیزه کې را څرګند شو ،ددي ګوند غړي هم د مارکس او لینن د افکارو څخه پیروي کوي
، دوی له لوړی سره د افغانستان د ديموکراتيک ګوند څخه بیل شول ، د دي ګوند د ځينو لیکوالو په اند ، کله چې د
خلق دیموکراتيک ګوند د خروسچوف په لارښوونه په ۱۳۴۳ کال تأسیس شو، نو قدرت ته د
رسیدلو لاره یي د پارلمان لاره اختیار کړه او عملا ځینې کسان پارلمان ته داخل شول
، خو ځینې کسان چې د چيني کمونست ګوند څخه متأثره ؤ د خلقیانو دا عمل یې وغنده او
دا یې د کمونست ګوند د لارښوونو خلاف کار وګاڼه ، ځکه چينې کمونزم په قهری انقلاب
باور درلود نه په مسالیمیت امیز پالماني ډول ،دوی نه یوازی د خلقیانو دا کار محکوم
کړ و بلکه خروسچوف ( د هغه مهال د اتحادجماهير شوروي) کړني یې هم وغندلي او هغه یې
هم د کمونزم د اصلی تګلاری څخه بی لاري وګاڼه ، له همدې امله د کمونستانو ترمنځ
لوی درځ رامنځ ته شو چې مختلفی ډلې رامڼځ ته شوي چې د محمودي ، ياری ، او باختری
ډلی یې بیلګه ده دي ډلو په (۱۳۴۴) کال
(سازمان جوانان مترقی افغانستان) رامنځ ته کړ ،چې مشری یې اکرم یاری په غاړه
واخیسته ، ددوی په وینا په هغه مهال کي ددي ګوند موخه په افغانستان کي د یوه قهری
انقلاب چې مسلحانه پرګرام یې هم درلود
راوستل ؤ ، دي ډلې په (۱۳۴۷) کال د (شعله جاويد ) په نوم یوه نشریه
راوایسته ،چې له یوولسوجریدو وروسته د تندو او حکومت ضد خپرونو له امله وتړل شوه ،
په (۱۳۴۹) کال دا ډله د حکومت له لوری تر تعقیب لاندی شوه ، ورسره پکښې انشعابونه
لامنځ ته شول ، لومړی انجنير عثمان تری بیل ،
بیا په (۱۳۵۱) کال کله چې په پوهنتون
کي د اخوانیانو سره لاس ګريوان شول ، او سیدال سخندان ووژل شو نوی اختلافات رامنځ
ته شول چې ځينې نوري ډلي په یوه نوی نوم (ګروه انقلابی خلقهای افغانستان) د ډاکتر فیض احمد په مشری کي را ټولې شوي ،چې د
جوانان مترقی د ډلي په خلاف یې خپل تبلیغات پیل کړل ،
په ۱۳۵۴) کال له
همدي انقلای ډلي يوه بله ډله د انجنير توريالی په مشری بیله شوه او د (سازمان
تدارک ومبازره برای ایجاد حزب کمونست) په نوم یې نوی ډله جوړه کړه چې د هغو
پخوانیو په مقابل کي ودریده او د اخګر په نوم چې جریده خپروله ، دا جریده وروسته د
مآؤستي فکر څخه واوښته د انورخوجه د کمونستانو لاره یې تعقیب کړه .چې توریالی بیا
په (۱۳۶۲) کال په کنر کي ووژل شو .
په دوی کې نوري
ډلي هم رامنځ ته شوي ، مجید کلکاني په شمالی کې د(محفل شمالي) په نومډله جوړه ،او
صادق یاری په (۱۳۵۶) کال د (سازمان رزمنده خلقهای افغانستان) یا (سرخا) په نوم بله
ګروه جوړه کړه ، چې دي ډلی د ثور د اوومي د کودتا په خلاف لومړی بیانيه خپره او دا کودتا یې وغندله ، چې څه موده وروسته ددي
ډلي یوه غړي د خلقیانو د حکومت (اګسا) ته دا ډله افشاء کړه ، خلقیانو هم ددي ډلي
دمشر اکرم یاری په شمول ګڼ نور غړي اعدام
کړل .
همدا شان مجيد
کلکاني هم په (۱۳۵۸) کال خاد ونیوه او ډیر
زر یې اعدام کړ ، د مجيد له اعدام وروسته دا ډله بیا په څو برخو وویشل شوه چې
مشران یې بیا خلقیانو په (۱۳۶۰) کال اعدام کړل
۵- (سازمان رهایی
افغانستان)(الو)
دا سازمان د ډاکتر فیض محمد په نوم یوه پیاوړي او فکری
شعله یی په مشری جوړه شوه ،او د هیواد دننه او بهر کې یې فکری او تبلیغاتي کار پیل
کړ دا ډله تر نورو په پاکستان کي ډیره پیاوړي وه ، ګمان کيږي چي نوموړي د کندهار
اوسیدونکی ؤ او د پاکستان کوټه ښار یې د فعالیت مرکز جوړ کړي ؤ ، دي ډلي یوه بله څانګه
د خپلي ميرمني ( مينا) په لاس د (جمعيت زنان انقلابی افغانستان) ( راوا) په نوم
جوړه کړه ،راوا په مستقل ډول خپل فعالیتونه پرمخ وړل تر دی چې په (۱۳۶۵) کال
[2]د
(رهایی) مشر داکتر فیض محمد په پیښور
کي (ددوي په وینا) د حزب اسلامي په لاس له
څو نورو ملګر سره یې اعدام شو ، او داسی ويل کيږي چې چا دا سړي حزب اسلامی ته په
لاس ورکړی ؤ انجنير خان محمد د فضل حق مجاهد ملګری ؤ چې (ګمان کيږي) دا دواړه بیا
په حيات آباد کي د شعله یانو په لاس ترور شول
دا چې دا ډله اوس په څه نوم فعالیت لری په اړوند مي کره معلومات نه موندل .
دا ډله ځان مستقله
ګڼې او ادعا لری چې دا ډله په ۱۳۵۶ کال د دوي د رهبرې (مينا) له لوری جوړه
شوې دو خپل تړاو له شعله یانو سره نه مني
، دوی د اوس لپاره د خپل شعارونه د ښځې حقوق ، ديموکراسی او سیکولرزم ته را مختصر
کړي ددوی مبارزه د اوس لپاره د جهادي ډلو
، تنظیمونو او اسلامپالو په خلاف روانه ده ، ددي تر ځنګ د پخوانيو خلق او پرچم ډلو
په کړنو هم سختي نيوکې کوي ،تل دا ډلی په دیرو سختو الفاظو لکه جنايت کاران ،
ترورستان ،او داسی نورو کلمو سره نوموي . خو د شعله جاويد ځینې نور غړي چې اوس په
نورو دلو کې تنظیم دي ددوی دا ادعا یوازی د ځان پټونه بولی او دوی وایی چې د ډاکترفیض محمد له اعدام روسته د هغه لور
مينا چې په (کشور کمال ) هم مشهوره
وه ،خپل فعالیت ته د (راوا )په سازمان دوام ور کړ ، هغه وتوانيده چې د ډیرو بهرنيو
هيوادونو توجه ځان ته راجلب کړي ، هغې هڅه وکړه د لویديځ په خلاف له تبلیغاتو ډډه
وکړي او ټوله توجه اسلام پالو ، جهادیانو او خلقي کمونستانو په خلاف راوګرځوي
.خو نوموړي په (۱۳۶۶) کال
په کوټه کي ددی سازمان په قول دخلقیانو د خاد د سازمان او يا حزب اسلامي په لاس ، خو د ( دریا ) مجلي په وینا د داخلی اختلافاتو له امله ووژل شوه ، دا چې ددې ډلې رهبری هڅه وکړه تر څو له
کمونستي مائوستي افکارو ځان ګوښه ،د لویديځ په خلاف له تندو شعارونو تیر شي او د
مبارز موخه اسلام پالو او پخوانیو خلق+پرچم ډلو ته راوګرځوي ، له همدي امله اوس
ددوی په رسمي پاڼو او جریدو کې د مائوستي افکارو څخه څه نه لیدل کيږي ، دا ډله
د پیام زن په نوم یوه مجله هم لری چې لومړی ګنه یې په (۱۳۶۰) کي خپره شوي
او تر اوسه روانه ده خو ددي ډلي د نشریی (
پیام زن) مضامين تر ډیره د شعله یانو سره د همدردی او د هغوی سره د خواخوږي څخه
لیکني خپروي ، دي مجلی د شعله یانو د یوې بلي ډلې (ساما) د مشر ( قیوم رهبر) لوی تصوير په خپله مجله کي
خپور کړ او قاتلین یې جنایت کاران وبلل ، له بلي خوا د مجلی ډیر مضامين او اشعار
هماغه د شعله جاويد د مشرانو لیکنې دي لکه
:عبدالله رستاخيز(داؤد سرمد) ،سیدال
سخندان ،انیس اذر(بشیر بهمن) سعيد سلطانپور، سیداحمد رهزاد(جولیوس واتل روزنبرګ)،
اتونه کاستيلو او داسي نور.[3]
ددې دلی د فعاليت
مرکز په لومړي سر کې په کابل کې ؤ خو وروسته د کمونستي انقلاب څخه دوی هم مجبورشول
پاکستان ته پنا یوسی ، او خپل لوی مرکز یې
د پاکستان د کوټې ښار وټاکه ،هلته به یې فعالیت کاوه او کله نا کله به یې مظاهری
هم را ایستلی ،
د ۲۰۰۱ کال د
دسامبر پیښه دي ډلي ته خوښنه تمامه شوه ، نو د امریکا له لوری زلمي خلیل زاد او د
هغي میرمن ، له نوموړي ډلی سره اړيکې ټینګې کړي [4]،
او دا ډله یې د خپلو موخو لپاره په غیږ کي ونيوه ، لودیځوالو ، دي ډلي ته په ګڼو
هيوادونو کي د فعالیت اجازه ورکړه تر څو مالی او معنوي منابع ومومي ، تر دي چې د
خلیل زاد د ښځې په واسطه یې مشرانو ته د پاسپورت سهولونه هم برابر شول ،دا ډله اوس
هغه کمونستي شعارونه نه ورکوي په ځای يې ټوله توجه د اسلام پالو په خلاف را اړولې
.
دا ډله ګڼي مالی
سرچيني لری ، د مهدي نيک آین یوه لیکونکي په وينا ، دا پیسې د خلکو سره د مرستو،
ښونځيو، کلینیکونو ..لپاره راټولوي خو دا پوښتنه او حساب چاته نه ورکوی چې دا پیسې
په کومو لارو په مصرف رسیږي او له چا سره دي ؟ دا ډله اوس هم په ټول هيواد کي
فعالیت لری ، تر دي چې په لومړی ملې شورا کي یې هم خپل غړي درلودل ، او ویل کيږي
چې ملالی جویا هم د همدي ډلي غړي وه .
له امریکایانو او
نورو اروپایی هیوادونو سره نيژدي اړيکې لری او د هغوی له لوری یې ملاتړ کيږي .تردي
چې پنتاګون چې کومي ويدیو ګاني چې ددوی څخه یې ترلاسه کړي وي کله خپری کړي نو دي
ډلي سخت احتجاج پری وکړ .[5]
د راوا لاسته راوړنې
:
دا چې د راوا ډله د نړی په لر او بر کي د غری
هيوادونو په ښارونو کي د پیسو د راټولولو
په لړ کې کن تبلیغاتي پرګامونه هم
لری ،ورسره د هيواد په داخل کې هم خپل پرګرامونه د د (ان جې او )ګانو له لاری او د
ځیني بین المللی مؤسسو په همکار ی په مخ وړي
، ګڼې پروژي د ښخو د پرمختګ او بشری حقوقو په نوم له دونرانو
اخلی .همدا شان د څینو نورو مؤسسو له هغو څخه د بشری حقوقو د سازمان او نورو
سازمانونو سره په همکاری د ښځو په ټولنو ، د بیان د ازادی او نورو اړونده مسئلو کي
کار کوي ، له همدې امله په نړیواله سطحه تر پاملرنې او پالني لاندی ده او تر اوسه یې (۱۶) لویی
نړیوالې جائزی تر لاسه کړيدي چې په لاندي ډول به یې څو نموني یاي کړو :
۱-په ۲۰۰۱ کال کي
د بشر د حقوقو شپژمه اسایی جائزه
۲-په ۲۰۰۰ کال کې
د فرانسی د برابری او ورورلی جاېزه
۳-په ۲۰۰۱ کال د ايمی ايمشایز جاېزه
۴-د امریکا د جان
ايمبکن پوهنتون د ژورنالیزم نړيواله جاېزه
۵-په ۲۰۰۱ کال کې
د کلمر مجلی له خوا د (کال د ښځې ) جائزه
۶-په ۲۰۰۴ کال د
امریکا د سنا د مجلس له لوری مخصوصه افتخاری تقدير نامه
۷- د بلژیک د
انتورب پوهنتون له لوری افتخاری دکتورا
۸- او داسي نوري [6]
دا ډله سره ددي چې په رسمي ډول یې فعالیت ممنوع دي
خو د ځینو بین المللي مړسسو او ارکانونو په مرسته په ښ:اره فعالیت لری ، غونډې
جوړوي او کله نا کله مظاهری هم را باسی ، له دي امله په ټولو ډلو کي فعاله ډله ده
تګلاره : داسی ښکاری چې ددې دلی تګلاره د حالاتو په بدلون
سره تغيرمومي ،، د اوس لپاره دوید لودیخ
په لمن کي لوديدلي سیکولر تصور ته په ډیر
انقلابي تند حرکت سره د دین پالني په کلک مخالفت کي د دیموکراسی تر شعار لاندی کار
کوي .
۶-(سازمان ازادي
بخش افغانستان) (ساما) دا ډله د مجيد
کلکاني له مرګ وروسته د هغه ورور (قیوم
رهبر) ته په ميراث ورسیده هغه له څه مودي وروسته اروپا ته ولاړ او په اروپا
کي فعالیت کاوه ، د نوموړې دلي فعالین په پاکستان کي هم فعال ؤ خو د فکری او مادي
اختلافاتو په نتیجه کي ، ددي ډلي څخه یوه بله ډله د (حزب کمونست مائوست
افغانستان ) په نوم جلا شوه چې (او اوس
هم فعاله او د (شعله جاويد ) په نوم
انترنيتي مجله خپروي) ، رهبر ددي ستونزی د
حل په موخه پيښور ته ولاړ ، خو هلته بیا ترور شو ، او آوازه دا خپره شوه چې دا
ترور هم حزب اسلامي کړيدي .
د ساما او د رهایی
سازمانونه ، داسی دوه خفیه سازمانونه ؤ چې
د کمونستي انقلاب په ډول دوران کي په داخل او بهر کي فعال ؤ او خپل وسلوال ګروپونه
یې درلول چې تل به له حزب اسلامی او جمعیت اسلامي سره په جګړو کي ښکيل ؤ .
د داکتر فیض محمد
له مرګ وروسته د (رهایی) سازمان هم په وړو ډلو وویشل شو چې وروستي دله یې په
(۱۳۸۵) کال د (سازمان انقلابی افغانستان) په نوم رامنخ ته شوه .
اوس چې کومي دلی
په بهر او داخل کي د همغه پخوانی (شعله جاوید) په لاره د حرکت او کار په حالت کي دي
لاندي ډلی یادولای شو ( حزب کمونست ماؤست افغانستان ، تشکيلات مائوستهای افغانستان
، سازمان کارګران افغانستان (م.ل.م) ، جنبش انقلابی جوانان افغانستان ، هسته
کارګری مبارز افغانستان ، سازمان رهایی افغانستان ،او داسی نوری وړی ډلی چې په پټه
په فعالیت بوختې دي .
د افغانستان د
ماؤستي ډلو په هکله لنډه تبصره :
د دې ډلو تاریخي سیر
ته که څوک ځير شي و نو په ښکاره به وویني چې دې ډلو کومه ثابته ايډیولوژي نه
درلوده او نه یې کومه ثابته خط مشي درلوده ، ډیری پکښې احساساتي ځوانان ؤ چې د
واکمن نظام د مامورینو له لاسه یې نادودې ليدلي وي ، له همدي امله به دوی زر زر
تجزیه کيدل او په وړو ډلو به ویشل کيدل ، همدا شان دا ډلي دي ته هم متوجه نه وي چې
ددوی انقلابی افکار چي په الحادی تصور
ولاړ ؤ څه ډول د افغانستان په سنتي اسلامي ټولنه کي ومنل شي ،زما په اند دوی له
اسلام سره هم اشنای نه درلوده ،او اسلام ته یې هم د پخوانی کلیسا په سترګه کتل ،
نو ځکه به تل له اولس ، خلکو او حکومت سره لاس او ګريوان ؤ ،اوسني شعله یان هم ددي
په ځای چي د افغانستان واقعيتونه په نظر کي ونیسي د ځینو خود خواه او افراطی
اشخاصو ښکار دي چي نه د ټولني ترکيب ورته
معلوم دی او نه د هیواد حالات درک کولای شي .. او دا چې دوی د حالاتو په بدلیدو
خپل تصورات او بڼې ته بدلون ورکوي ، دا هم ددوی د کمزوری مفکوری ښه بیلګه ده . زما په آند دا ډلی به تل همداسی ویشلي او بی
اساسه وي او تل به د نورو هيوادونو په بازارونو
کي د مظلوميت چندې ټولوي ترڅو پری خپلی
خيټې د ډکي کړي ،او دا ملت به کله د یوه ښامار او کله د بل ښامار په خوله کي
وراچوي ..
په اوسني نظام
کي رسمي کمونستي بنسټه ډلې او ګوندونه :
دا لاندې ډلی
عملا په حکومت کي رسميت لری او فعالیت کوي ،د آفتاب د انترنيتي ورځپاني څخه
ما را کاپی کړي ، او هغوی ورته پخوانی او اوسني تمايلات لیکی ،سره ددي چې د لاندي ګوندونو ځيني غړي له دي تشریح شوو اساسونو سره موافق ندی خو بیا هم زه
د همدي مجلی په استناد سره لاندي جدول کي ترتيب کوم :
|
د ګوند نوم
|
د رهبر نوم
|
د ګوندپالیسي او پخوانی اساس
|
۱
|
حزبجمهوریخواهانافغانستان
|
سبغت الله
سنجر
|
سابقه ی
وابستگی فکری و سیاسی به حزب کمونیستی دموکراتیک خلق (حزب وطن) ، فعلآ سکولار و
طرفدارغرب.
|
۲
|
حزب وحدت ملی
افغانستان
|
عبدالرشید
جلیلی
|
سابقه ی
کمونیستی و وابستگی به حزب دموکراتیک خلق افغانستان.
|
۳
|
نهضت آزادی و
دموکراسی افغانستان
|
عبدالرقیب
جاوید کوهستانی
|
سابقه گرایش
کمونیستی و عضو سازمان خاد در زمان رژیم کمونیستی.
|
۴
|
حزب سعادت
مردم افغانستان
|
محمدزبیر
پیروز
|
سابقه فکری
کمونیستی و روابط با رژیم کمونیستی سابق.
|
۵
|
حزب
افغانستان واحد
|
محمدواصل
رحیمی
|
سابقه گرایش
به رژیم کمونیستی.
|
۶
|
حزب حرکت ملی
وحدت افغانستان
|
محمدنادر آتش
|
دارای سابقه
گرایش کمونیستی و در حال حاضر طرفدار دموکراسی غربی .
|
۷
|
حزب ملی
افغانستان
|
عبدالرشید
آرین
|
دارای سابقه
فکری کمونیستی و عضویت در حزب دموکراتیک خلق ( جناح پرچم) و ازکارمندان امنیتی
رژیم کمونیستی سابق.
|
۸
|
حزب کنگره ملی
افغانستان
|
عبدالطیف
پدرام
|
سکولارِ طرفدار
غرب، و دارای سابقه همکاری با رژیم کمونیستی سایق و شورای نظار.
|
۹
|
د افغانستان
دسولی غورزنگ گوند
|
شهنواز تنی
|
دارای سابقه
کمونیستی و از اعضای بلند پایه حزب دموکراتیک خلق( جناح خلق) و وزیر دفاع
رژیم کمونیستی در زمان دکتر نجیب.
|
۱۰
|
حزب رسالت
مردم افغانستان
|
نور اقاروئینی
|
گرایش
سکولاریستی و سابقه گرایش کمونیستی.
|
۱۱
|
حزب رفاه
مردم افغانستان
|
میا گل وثیق
|
گرایش
سکولاریستی و سابقه روابط با رژیم کمونیستی.
|
۱۲
|
حزب تفاهم
ودموکراسی افغانستان
|
احمد شاهین
|
گرایش
کمونیستی و سابقه همکاری با رژیم کمونیستی.
|
۱۳
|
حزب همبستگی
افغانستان
|
عبدالخالق
نعمت
|
گرایش فکری
کمونیستی و سابقه گروهی مائوئیستی، مربوط به جریان شعله ی جاوید.
|
۱۴
|
حزب
آرمان مردم افغانستان
|
سراج الدین
ظفری
|
گرایش
سکولاریستی و سابقه گرایش کمونیستی.
|
۱۵
|
حزب آزادی
خواهان مردم افغانستان
|
فدا محمد
احساس
|
گرایش فکری
کمونیستی و سابقه گروهی مائوئیستی.
|
۱۶
|
حزب آزادی
افغانستان
|
عبدالملک
|
گرایش
سکولاریستی و قومی ازبک و دارای سابقه همکاری با رژیم کمونیستی.
|
۱۷
|
حزب
رستاخیزمردم افغانستان
|
سید ظاهر
قائید
ام البلادی |
گرایش
سکولاریستی و کمونیستی وسابقه همکاری با رژیم کمونیستی سابق.
|
۱۸
|
مجمع ملی
فعالین صلح افغانستان
|
شمس الحق
نورشمس
|
گرایش
کمونیستی و وابسته به یکی از شاخه های حزب دموکراتیک خلق افغانستان.
|
۱۹
|
حزب همبستگی
ملی اقوام افغانستان
|
محمد ظریف
ناصری
|
گرایش
سکولاریستی، سابقه کمونیستی.
|
۲۰
|
حزب ترقی ملی
افغانستان
|
دکتر آصف
بکتاش
|
گرایش
سکولاریستی و سابقه کمونیستی در رابطه با مائوئیستها.
|
۲۱
|
حزب جنبش ملی
اسلامی افغانستان
|
سیدنورالله (رهبر
اصلیژنرالدوستم)
|
گرایش
سکولاریستی و قومی ازبک وسابقه ی عضویت و خدمت در حزب دموکراتیک خلق و دولت
کمونیستی.
|
۲۲
|
حزب ملی هیواد
|
غلام محمد
|
گرایش کمونیستی
و سابقه عضویت در جناح خلق از حزب دموکراتیک خلق و عضویت در رژیم کمونیستی سابق.
|
۲۳
|
حزب متحد ملی
افغانستان
|
نورالحق علومی
|
گرایش کمونیستی
و از رهبران مهم نظامی حزب دموکراتیک خلق.
|
۲۴
|
حزب مردم
افغانستان
|
احمد شاه اثر
|
گرایش به
لیبرال دموکراسی غربی و دارای سابقه کمونیستی.
|
۲۵
|
د افغانستان
دملی مبارزینوگوند
|
امانت
ننگرهاری
|
دارای گرایش
کمونیستی و سابقه عضویت در گروه مائوئیستی بنام حزب عدالت دهقانان، و همکاری با
رژیم کمونیستی.
|
۲۶
|
حزب دموکرات
افغانستان
|
عبدالکبیررنجبر
|
گرایش
کمونیستی و از شخصیت های مهم حزب دموکراتیک خلق.
|
۲۷
|
حزب ملی دریز
|
حبیب الله
جانبداد
|
گرایش
کمونیستی و از فعالین حزب دموکراتیک خلق، جناح پرچم.
|
۲۸
|
حزب دموکراسی
افغانستان
|
محمد طاووس
عرب
|
گرایش
سکولاریستی و سابقه ی فعالیت در گروه های مائوئیستی.
|
۲۹
|
حزب نهضت
فراگیر دموکراسی وترقی افغانستان
|
شیرمحمد بزگر
|
گرایش
کمونیستی و از فعالین حزب دموکراتیک خلق.
|
اخذلیکونه:
۴-http://www.bbc.com/persian/Afghanistan پیشینه اندیشه چپ در افغانستان
۵=https://fa.wikipedia. کمونیسم
۶-http://www.bbc.com/Persian پیشینه حزب دمکراتیک خلق
افغانستان
۹- http://www.startimes.com/?t=30867871 النظام الشيوعي
۱۰- https://www.sholajawid.org/update/index_farsi.htmlجریده شعله جاويد ،حزب کمونست مائوئست افغانستان
https://fa.wikipedia.org/wiki/%D8%B4%D8 شعله جاويد ۱
۱۲-http://www.rawa.org/rawa-f.htm RAWA.ORG: معرفی مختصر
«جمعیت انقلابی زنان افغانستان»
۱۳-جمعیت انقلابی زنان افغانستان (راوا)
http://database-aryana-encyclopaedia.blogspot.com/2009/01/blog-post_8181.html
۱۴-https://fa.wikipedia.org/wiki جمعیت انقلابی زنان
افغانستان
۱۵-BBC News | SOUTH ASIA | Afghan activist's killers
hanged
۱۷-https://www.sholajawid.org/update/index_farsi.html جريده شعله جاويد ارګان مرکزی حزب کمونست
مائوست افغانستان
۱۸- https://www.rahrawan.com/aahinger/ ” شعله ای ”
کیست ؟
[3] - جمعیت
انقلابی زنان افغانستان (راوا) ز ویکیپدیا، دانشنامهٔ آزاد -https://fa.wikipedia.org/wiki/
[6] - جمعیت انقلابی
زنان افغانستان (راوا) ز ویکیپدیا، دانشنامهٔ آزاد -https://fa.wikipedia.org/wiki/
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر