کمونزم څه ته وایی: او کمونست څوک دي?
د کمونیسم اصطلاح
د لاتيني د ( Communis) څخه اخیستل شوي چې معنی یې
مشترک والی او اشتراکيت دی
په اصطلاح کې هغې فکری ، سیاسي ، علمي او اقتصادي خوځښت او
نظریی ته ويل کيږي چې په نولسمه ميلادی
پیړی کي د کارل مارکس د نظریو په اساس ،
دانګلس ،هيګل او داروين د نظریاتو په ملاتړ ، را منځ ته شوی او په روسيه کې
عملا د لینن په واسطه تطبیق شو .
کارل مارکس خپلې نظریې ته د کارګرو د غورځنګ نوم ورکړ ، او په دي عقيده ؤ چې دا یوه ايډیو لوژی نه ده ،
بلکه دا یو عمومي اوښتون دی چې د کارګرو د
طبقو واک ته رسول به یې موخه وي..
کارل مارکس څوک ؤ
او ولی یې دا نظریه رامنځ ته کړه ؟ کارل مارکس په خټه یهودی ؤ چې په ۱۸۱۸ میلادي کال په آلمان کې تولد شو او
په ۱۸۸۳ کال په انګلستان کي مړ شو،نوموړي خپل کمونستي نظریات په ۱۸۴۷ کال ښکاره او
د يوه فکر او ايديولوژی په بڼه یې ټولني ته وړاندې کړل .
دا چې څه لامل ؤ تر
څو کمونیستي فلسفه رامنځ ته کړي ؟ تر ډیره د نوموړي تر شخصي ژوند پوري تړاو درلوده
، مارکس په خپل ژوند کي د دامپریالیزم یا سرمایه
داری نظام د واکمنو (سرمایه داران) له لاسه ډیري ستونزي وليدي ،هغه د یوه سرمایه
داري خاندان له یوې نجلی سره کوزده وکړه ،
کله چې هغوی پوه شول چې مارکس له غریبي کورنی څخه دی، نو یي دا واده فسخ کړ ، همدا شان نوموړي د شمشیر زني په یوه سیالی کې د یوه سرمایه دار
څخه ماته وخوړه او تندی یې ټپی شو ،د تندي
دې ټپ یې په زړه داغ جوړ کړ او عقده یې ورسره زیاته شو ، له بل لوري ،کارل مارکس په يوه بی وزله کورني کي لوی شو
چې ډیرې ستونزي یې له سرمایه داران ولیدي ،د لویديخ سرمایه داری نظام چې هر څه به د خان ، او سرمایه
دار په لاس کې ؤ له پیړيو پیړيو همدي خانانو په خوارانو او مزدورانو حکومت درلود ،
خوار او کارګر د پیړیو را پدې خوا محکوم
او مظلوم ؤ ،د خپل واک او حق څخه محروم ؤ
، دي حالت هم په مارکس منفې اغيزه وکړه تر څو د کمونزم مفکوره رامنځ ته کړي
، همدا شان د اروپایی کلیسا کړني هم د دين
او مذهب څخه د مارکس د تیښتې لامل شوی ، د هغې زمانې کلیسا چې د قیصر او پاچا په
خدمت کې وه ،خلکو ته یې دا تلقین کاوه چې دا قیاصره د خدای له لوری د خلکو نمایندګان دی ،دوی چې هر څه کوي او هر څه وایی
باید په پټو سترګو ومنل شي ، د کلیسا پاپ ، او د سلطنت تخت د عوامو او غرییو په
خلاف لاس سره یو کړی ؤ ، هر څه یې چې زړه غوښتل هغه یې د قانون په توګه په خلکو
منل ، ځکه کلیسا هم داسی کوم دیني قانون نه درلود چې د الله تعالی له لوری نازل شوی وي ، بس ددوی د ګيډې قوانين د الله
قوانيين بلل کيدل او په خلکو د توری او متروکي په زور منل کيدل .. همدا لاملونه ؤ
چې مارکس او ورسره وروسته ملکری یې انګلس ، هيګل .. داسی یوه نظام ته وهڅول چې د سرمایه داری ، او دین
په سر یې پریکنده ګزار وکړ نو موږ ویلای شو چې د مارکس نظریه د امپریالیزم په
وړاندې یو تغيری عکس العمل ؤ .
ددي غورځنګ موخې :
سره ددې چې د کارل
مارکس نظریات په تاریخ ، فرهنګ ،
ټولنپوهنه ، فلسفه ،اقتصاد کې ډیر پراخه بحثونه راپارولی او ځینې خو داسې کلیات دي چې خپله کمونستان یې
هم په تفسیر کې سره ویشلي او هره ډله تري خپل تعبیر لری ،خو کوم چې په نړی کې د
کمونزم د نظامونو اساسي نبسټونه جوړ شول ، او وروسته عملا کمونیستي نظامونو عمل
پری وکړموږ به په هغو رڼا واچوو :
۱- د خصوصی
ملکیتونو له منځه وړل: د مارکس د نظریاتو
له مخي ثروت او مال د ټولو خلکو مشترک مال دی ، هيڅوک به شخصي ملکيت ونه لری ، له
همدې امله ددې غورځنک اساسي موخه او هدف د
خصوصي ملکيتونو له منځه وړل ، له سرمایه دارانو د مال او جايدادونو ضبط کول او عملا د حکومت تر واک لاندی راوستل ؤ ، او د کارګري انقلاب په واسطه د ټولو ټولنیزو
طبقو مساوات ؤ ، هغوی غوښتل ټولي ټولنيزی طبقی له منځه ویسي او ددوی
په آند ټول خلک سره مساوي او برابر کړي چې عملا په پخواني شوروي اتحاد او چين کي یې ټول ملکيتونه ضبط او د خلکوترمنځ وویشل
،ټولی طبقی یې له منځه یوړي ،
البته دا د مارکس
تصور او تفکر ؤ چې د هغه په ژوند کي تطبیق نه شو
د مارکس په آند
کله چې یوه ټولنه د سرمایه داری نظام څخه کمونیزم ته را اوړي ،دا کار یوې اوږدې
پروسې ته اړتیا لري او دې پروسی ته یې د
پرولتاریا د دکتاتوری او یا د کارګرو انقلاب ووایه ..
سره ددي چې له مارکس وروسته دا نظریه په پخوانی
شوروي اتحاد ، چين ، کيوبا او ځينو نورو هیوادونو کي د کودتاګانو ، عسکری انقلابونو او یا چريکي جګړو په ترڅ کې تطبیق شوي ، خو دوی هیڅکله هغه موخه چي مارکس
درلوده عملی نه کړه ، بلکه له دیکتاتوری څخه یې هغه دکتاتوری عملی کړه چي د مطلق
ازادی حق یې هم له خلکو واخیست ..او داسی
استخباراتی شبکه یي رامنځ ته کړه چې د
انسانانو خولی ، او عقلونه یی هم وروتړل ،
چې د ستالیني دوران (۱۰) ميلیونه انسانانو وژنه او په چين کې د مائؤ د څو ميلیونه
انسانانو وژل یې ښه بیلګه ده تردې چې
داستالين له قوله حکایت شوي او هغه وایی ( د نړی د نفوسو دوه په دری برخه خلک د
همدي نظریی لپاره له منځه ولاړ شي هم پروا یې نشته ). دا نظریه چي په لومړی سر کي
څومره د کارګرو د انقلاب او کارګرو د واکمني په نوم رامنځ ته شوه په عمل کي کارګر یوازی د یوی خدمتګاری وسیلی په توګه چې
پرته له کار څخه یې هيڅ ارزښت نه درلود و کارول شوه ، نه کوم کارګر واک ته پکښې ورسید
او نه هم د هغوی نظر اوریدل کيده او هر څه د کمونستي ملګرو په لاس کې ؤ .
۲- دوهم اصل د
اجری یا مزد له منځه تلل: ددي ايدیولوژی دوهم تصور د کارګري اجری یا مزد له منځه تلل ؤ،ددوی په اند
،د کمونستي ټولني خلک او کارګر چې څومره
توان لری باید هغومره کار وکړي ، او د هغه
د کار په اندازه باید په لومړي قدم کې اجره ورکول شي ، او په دوهمه مرحله کي باید
هر څوک د توان په اندازه کار وکړي او د ضرورت په اندازه مزد واخلی ،خو دا تصور هم
په عملی کمونیستي نظامونو کي د کارګرو د مطلق بردګئ او د ددوی د ټنبلی او کسالت
باعث شو، ځکه کله چې یو چاته ددوی د کار په اندازه معاش ورنه کړل شي ، نو د کسالت
خواته ميلان پیدا کوي ، عملا په کمونیستي نظامونو کي کاریګر د کمونستو واکمنو له
لوری تر شکنجو لاندی ؤ ، او دوی به د کار په جبری کمپونو کې مړه کيدل .
دریم اصل : د
کمونزم دریم اصل ماتریالیزم او ديالکتيک دی ،د کارل مارکس په فلسفه کې د منطقی ماديت او د ديالکتيک نظریی را منځ ته شوي دا نظریی د
هيګل او انګلس له نظریو سره یو ځای شوي او د کمونزم اساس یې کیښود ددې
نظریو په اساس ،هر څه په دنیا کې ماده ده او له مادې څخه سرچينه اخلی اوپرته له مادې بل څه نشته ، اودوهم دا چې هر څه په تغيراو
تحول کې دي ، په نړی کې هیڅ شي ثابت
نشته ، تل ماده تحول او تغیر کوي . او دا نظریه انسان
له خدای او آخرت څخه انکارته هڅوي او دوی هم په زغرده د خدی له وجود څخه انکار وکړ
، ،او دا چې د دوی په عقيده هیڅ شی ثابت
نشته او هر څه تغير کيدونکی دی ، نو ددوی په اند کومه ثابته عقیده او تصور نشته ،
او هر څه مادي بڼه لری ، ټول موجودات او شته شیان ماده ده ، او ماده تغير کوي او
ماده هغه شی ده چې په پنځو حواسو محسوس کیدای شي ، مارکس وایی نعوذ بالله ( خدای نشته او ژوند
یوه ماده ده ) بل ځای وایی : ( دین د ملتونو مخدر دی )
د همدې نظریی په
اساس لينن په (۱۹۱۳) کال په خپل بیان کي وويل : دا سمه نده چې نړي د خدای له خوا
رامنځ ته شوې ، بلکه سمه داده چې د خدای د وجود عقیده یوه خرافی عقیده ده چې خپله
انسان رامنځ ته کړي، له همدي امله هر څوک چې د خدای د فکر څخه دفاع کوي هغه یو
جاهل انسان دی .
همدا شان لینن په
(۱۹۲۰) کال د ځوانانو غونډې ته وويل : لازمه ده چې زموږ ځوانان په کمونستي اخلاقو
سنبال شي ، او دا هم باید واوری چې دا اخلاق له
کومو الهې سرچينو ندی ترلاسه شوي ځکه موږ په خدای باور نه لرو .
د پرودا ورځپاڼې
په (۱۹۵۴) کال ولیکل : د خدای د وجود تصور یو پخوانی جاهلی تصور دی. دا او داسي
نوړ ډیر دلاېل شته چې دا په ګوته کوي چې د کمونزم مفکوره یوه الحادي او په خدای
تعالی د نه باور مفکوره ده .
سره ددې چې نوی
کمونستان د مارکس دا خبری په ملایمو ټکو توجه کوي او هڅه کوي چې په نورو بڼو کې
تفسیر کړي ، خو عملا په کمونستي هيوادونو کې همدي ګوندونو د مذهب او دين په خلاف
هغه جنایات تر سره کړل چې انساني وجدان یې د اوریدو ندی.
له همدي امله کله چې په شوروي اتحاد او چين کې
کمونستي انقلابونه را منځ ته شول ، د سرمایه داران څخه وروسته یې دوهم یرغل په دين
اوديني مراکزو ؤ ، دوی د منځنی اسیا ، شرقی ترکستان
، او غربی ترکستان ټول جوماتونه او په
روسیه کې ټولي کلیساګانې وتړل ، مذهبی کتابونو ته یې اور واچاوه او دینې مراسم یې
ممنوع اعلان کړ، د دين په جرم یې ميلیونونه انسانان ژوندی تر خاورو لاندي کړل ،چې
د ستالین په روسیه کي ، ماؤؤ په چين کي د وژنو داستانونه تاریخ نشي هيرولای .
څلورم اصل د ثابتو
اخلاقو نه شتون: کمونزم هیڅ نوع ثابتو
اخلاقو ته ژمن ندی ، دوی ته اخلاق د اقتصاد برخه ده ، کله چې په کوم کار کي
اقتصادي او یا حزبی ګټه وي هغه اخلاق دي او کله چې تاوان وي ، همغه شي بیا بیرته
عدم اخلاق کيږي ..
پنځم اصل: د کمونزم
سیاست په یو حزبی سیستم : په کمونستي ټولنو کې یوازي یوه ګوند د حکومت کولو اجازه
او فعالیت درلود چې هغه عبارت له کمونست ګوند څخه ؤ ،سره ددي چې مارکس خو دې ته د
کارګرانو پرولتاریا وويله خو عملا ، نه پرولتاریا وه او نه هم کارګر هلته دا توان
درلود چې حکومت وکړي بلکه هر څه د کمونست
ګوند په واک کې ؤ .
ددوی په آند تر ټولو عالی او پیاوړی انسان هغه
دی چې کمونست ګوند ته وفادار او د کمونزم لپاره ښه کار او خدمت وکړي ، مال او
سرمایه هلته د افتخار وسیله نه وه ، نو له همدي امله کمونستانو به د مال پیدا کولو په ځای ګوند ته په خدمت کولو ترجیح
ورکوله تر څو یې اعتبار زیاد او په واک کې
لوړ پوړ ته ورسیږي ..ددوی په تر واک لاندي نظامونو کي دوهم ګوند ، ډله حزب او هيڅ
مذهب په هغې ټولني کي د فعاليت اجازه نه درلوده
پنځم اصل : د
کمونستانو ځينې ډلې د انسان د پیدایښت او تطور به برخه کي د داروین د نظریی ملاتړ
کړی ، دوی ته د داروين هغه نظریه هم د منلو
ده چې ګواکي انسان د بیزو د نسل یو پرمختللی او تطوری نسل دی .
د کمونستي نظامونو
اختلافات:
سره ددې چې
کمونستان ځانونه د مارکس د نظریاتو پابند بولي او عملا هغه ته د خپل (پیغمبر) په
سترګه ګوری ، خو د هغه د تصوراتو په تفسیر او د عملي تطبیقي نظریاتو په پایله کې
په دوو لویو او بیا په څو شاخونو سره ويشل شوي .چې یوه ډله یې ځان لينيني کمونستان
بولی چې د ځینو نورو کمونستانو لکه ساتلیني او خروسچوفی تروتسکي کمونستان هم ورته وایی چې مرکز یې عملا پخوانی
شوروي ؤ.
دوهمه
لويه ډله د مائو ايستي کمونستانو ډله ده چې مرکز یې په چين کې دی ،دریمه ډله بیا
په البانیا کې د انورخواجه په نوم د کمونستانو ګروپ دی چې د جنوبی امریکا کمونستان
یې ملاتړ کوي
د همدي اختلافاتو
په نتیجه کې د چين او روسي لښکری څو ځله یو د بل په وړانډي سره مخاخ شوي او په ویتنام کې خو په ښکاره سره وجنګيدي ، له
همدي امله ډیر وخت به روسي کمونستانو د چيني کمونستانو په وړاندي مرګونی دريڅ نيوه
او برعکس چيني کمونستانو به د روسانو په وړاندي د همداسي دريځ څخه برخمن ؤ
زموږ په هيواد کې
هم د دواړو کمونستي بلاکونو پیروانو فعاليت درلود او اوس هم په مختلفو ګروپونو کې
فعاليت لری چې په دوهمه برخه کې به په دي هکله دا موضوع وڅيړو
د کمونزم اوسنی
حالت :
د
افغانستان په جګړه کې د پخوانی شوروي اتحاد د ښکیل کيدو او دلته له ماتي
وروسته پخوانی شوروي اتحاد له منځه ولاړ
او دا امپراتوری ټوټې شوه ، ورسره په شوروي بلاک کې چې د ختیځې اروپا هيوادونه هم
پکښې ؤ کمونیستي مفکوره د یوې حاکمي مفکروي په اساس له منځه
ولاړه ، هلته د لينن مجسمه نسکوره او عملا دا هيواد په کاپتلیزم کې شامل شو ، په
چين کې هم کمونستي شديد شرائط کمزوري شوي او دا هيواد د کمونزم او کپیتلیزم ترمنځ
په يوه دوه لاری ولاړ دی . نو کمونیستي ډلي د پخوا په شان ډیري کمزوری شويدي ، خو
بیا هم په ډیرو هيوادونو له هغې افغانستان کې فعالیت لری ، هماغه لينيني او
مارکسستي مفکروه تعقیبوي او د بیا رامنځ ته کړي
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر