لیکنه : محمدشفیق صادق
۱-د
پولیسو ډولونه :
د
اداري حقوقو په اساس پولیس دوه ډوله دي : ۱- ادري پولیس ۲-قضایی پولیس
اداري پولیس : د جرم د رامنځ ته کیدو مخکي دنده لری تر څو ، د
خلکو امنیت تأمین کړی ، د جرمونو د ارتکاب مخه ونیسی ،د بی نظمی مخنیوی وکړی
،
قضایی پولیس : د جرم له پیښیدو وروسته دنده
لری چې د جرم د پیښیدو لاملونه ، اسناد ،
شواهد مدارک را پیدا کړي ،مجرم ونیسی ،له مجرم څخه د پیښې اړوند پوښتني وکړی ،او بیا یې دوسيه ځارنوال ته
وسپاري .
۲-اعتراف
او اقرار: د پولیسو د پلټڼې په مهال دوه اصطلاح ګانې
ډیرې کارول کیږي . یو اعتراف دی او بل هم اقرار
۱-اعتراف دی ته وایی چې مضنون یا تورن شخص د
پولیسو ، ملی امنیت او یا څارنوال په وړاندي په خپل جرم اعتراف وکړي دي حالت ته ، اعتراف وایی ،چې د دوسی او جرم په
تثبیت او د جزا په ټاکلو کي مهم رول لوبوی ،اوس شرایطو کې زیاتره
وخت ځارنوالان ، قاضیان په همدی اعتراف بسنه کوی او تورن د مجرم په توګه
محاکمه کوي ، چې په مصر کې تیره میاشت د څو تنو اعدام هم د همدي اعتراف په اساس تر
سره شو خو دا قانونی او اصولی لاره نده ، ځکه قاضی باید په ځپله هم دا اقرار واوری
او بیا فیصله وکړي .
۲- اقرار.: دا د محکمي په محضر او د قاضي په
وړاندې د مضنون او تورن له خوا د جرم په تر سره کولو قایل کيدل دی چې پرته له زور
او تهدید څخه به وي ، دا اصلی او قانونی لاره ده چې قاضی بیا کولای شي په همدی
اقرار سره مجرم ته جزا وټاکي :
۳-ضیط
او مصادره :
کله کله داسی پیښيږي چې ځینې مواد ، اجناس ،
سامانونه ، عقارات ، د اصلی مالک له ملکيت
څخه بهر شي او ددولت په کنترول کي ولویږي .چې دا په دوو لارو صورت مومي : ۱- ضبط ،
دا هغه حکم دی چې اجناس ورسره د پولیسو
، څارنوال او یا نورو امنیتي ارګانونو له لوری د اصلی مالک له واک څخه بهر
کیږي ، خو دا حکم کیدی شی موقت وی
او یا دایمي او بیرته له ټاکلی وخت
او موخې وروسته ورکول شي
مصادره بیا هغه حکم دی چې داجناسو په حق کې د
محکمي له خوا په دایمې دول د دولت په اختیار کي ورکولو ته وایی ، چې دا حکم بیرته
نه ګرځې او نه هم اجناس بیرته د مالک لاس ته ورځې ..
۴-د پولیسو د توقیف په مرحله کې د مظنون او تورن حقوق :
کله
چې یو څوک د پولیسو له خوا د جرم په تور ونیول شي ، نو په دی مرحله کې د افغانستان
قوانینو نوموړي تورن ته دا لاندې حقوق ورکړی :
۱-د سکوت حق : تورن حق لری چې سکوت اختیار کړي ، يا خپله خبری وکړی
او ځواب ووایی او یا مدافع وکیل ونیسي او هغه یې به ځای خبری وکړی.
۲-د مدافع نیولو حق: تورن حق لری د ځان لپاره مدافع وکيل ونیسي او
هغه د تورن په ځای پولیسو ته ځوابونه ووایی
۳-د نورو خلکو له تیری او حملی د تورن د حفاظت حق
۴- د مظنون د برائت الزمه حق : تر هغه وخته چې مظنون په قطعي ډول د
محکمي له خوا مجرم نه وي پیژندل شوي ، نوموړی شخص د مظنون یا تورن په نوم پیژندل
کيږي او د مجرم خطاب نه ورته کیږي او د د هغه حق دی.
۵-د نیولو او ګرفتاری په مهال ، هغه ته د نیولو د دليل او سبب اعلانول
..
۶-د مظنون د کور د تالاشي په مهال د مظنون او د هغه د مدافع وکيل د
حضور حق
۷-د نیول کيدو ورسته د (۷۲) ساعتونو په موده کې د نوموړي د
نسبتي دوسیی استول څارنوالی ته
۸-داچې جرم یو شخصی عمل دی یوازی تر مجرم پوری اړه لری ، نو جزا هم
یوازی مجرم ته ورکول شي او د کورنی نور غړی ،او دوستان یې باید د هغه په تړاو ونه
ځورول شي .
۹- یوازی هغه عمل جرم ګڼل کيږي چې به اسلامی شریعت او یا قانون کي
ورته جرم ویل شوی وی ، او هغه جزا مجرم ته ورکول کیدای شي چې اسلامی شریعت او
قانون ورته منلی وي ،پرته له دی نه جرم شته او نه جزا ، نو دا د هر چا حق دی چې
باید رعایت شي.
۱۰- د پلټڼې ، تحقیق ،او تالاشي په مهال چې هر څه تر لاسه کيږي باید د محضر په پاڼو کې ثبت او په تورن امضاء شي پرته له دی هیڅ اسناد اوخبری اعتبار نه لری
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر