په پخوانی کمونزم او کپیتلزم ( سرمایه داری)
نظامونو کي د فضیلت معیارونه څه دي؟
سره ددي چې دواړه نظامونه خپل اصول ، او
بنسټونه لری ،چې دواړه نظامونه پری له یو بل څخه جلا کوی چې مخکي مو پری مفصل بحث
کړیدی ،خو په دی نظامونو کي ځیني مهم عناصر دی چې یو انسان پکښې تلل کیږي او هغه
عنصر د یو چا د فضیلت معیار دی
۱-سرمایه داری نظام : سره ددې چې دیموکراسی ،
سیکولرزم ،ازاد بازارونه او تولید ددی نظام اساسی بنسټونه جوړوی خو هغه څه چي د فضیلت معیار جوړوي هغه سرمایه او
(پیسې ) دی ، همدا سرمایه ده چې له یوه انسان څخه واکمن ، د خبری سړی ، او داسی څوک جوړوی چې ټول پوهان او د عقل
خاوندان به یې درناوی کوی او همدا خلک د هیوادونو
دسیاست اصلی لوبغاړی دي ، همدوی سیاسی خلک پورته او کښته کوي .رهبران ټاکی او ځینی له
منځه وړي
۲- کمونزم : د دي نظام اصول او بنست چې په دکتاتوری ، الحاد ،
د خصوصی ملکیت په لغوه او کمونست ګوند ته په وفاداری ایښودل شوی ، سرمایه پکښې د
فضیلت معیار نه ده ، بلکه سرمایه ددي نظام
سره د ټکر او مقابلی سنبول ؤ ځکه ریښتنی
کمونست خپل شخصی ملکیت نه درلود له همدی
امله کمونستانو به د فضیلت د له لاسه تللو
له ویری د شخصی سرمایی له ښکاره کولو او راټولو ډډه کوله
..خو هلته بیا د فضیلت معیار کمونست ګوند ته بی قیده وفاداری وه ، په دی نظام کي
هغه څوک لوړ پوړ ته ختل ، او د قدرت او واک ګدی ته رسیدل چي په پټو سترګو به یی د
ګوند ټول اوامر په ځای کول او په عملی کولو کي یې هیڅ ډول ملاحظه په نظر کی نه
نیوه ، نو دوی ته د ګوند اصول او لارښوونی
تر بل هر تړواو ، قوم ، دین ، خپلوی ...مهمی وی.
خو
کله چي کمونستی نظامونه په کپیتلستی واوښتل ..ټولو کمونستانو د سرمایی
په راټولو پیل وکړ او کیدای شی تر پخوانیو سرمایه دارانو هم وړاندی شی
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر