۱۳۹۸ دی ۸, یکشنبه

د اسلام د تاریخ پاڼه :


 د اسلام د تاریخ پاڼه :
 دعقبى لومړى او دوهم  تړون

 له سختو ستونزو کړاوونو ،او نا امیدیو وروسته چي پوره لس کاله مسلمانانو او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د مکي له مشرکینو وګالل ، او ټولی لاری پری را بندی وې ،  ناڅاپه د الله تعالی مدد او مرسته را ښکاره شوه او الله تعالی  د خپل پیغمبر  او دین د نصرت  لپاره د یثرب خلک وټاکل او د اسلام ډیوه په غوړیدو شوه .
دنبوت په يوولسم کال دحج په موده کى حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم )دشپږو تنو خزرجى يثربيانو سره دمينا په عقبه نومي  یوه ګوښه ځآی کې وليدل يثربيانو ته يى داسلام بلنه ورکړه او هغوی ته یې اسلام تشریح کړ ، هغوي له خبرو وروسته  دابلنه  ومنله اودا ژمنه يي هم وکړه چي  راتلونکی کال  به بيا دحج په موده کي ورسره ګوري، نوموړو شپږوتنو مديني ته له بيرته ستنيدوسره سم اسلامي بلنه هم پيل کړه او دین ته یې خلک رابل پیل کړل . دنبوت په (۱۲)  کال  د مدیني منوری څخه بیا  خلک راغلل  چې دا پلا ټول دوولس کسان ؤ   چې پنځه یې د تیر کال بیعت کوونکي او اووه نور ورسره ملګری ؤ ، په دی ډله کي  ټول د خزرج د قبلیې غړی ؤ چي یوازی دوه تنه یې د اوس  د قبیلی څخه ؤ ،  دوی عقبی ته نیژدی په منی کی  له حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم)سره وکتل ،اوپه يولړ بنسټيزو موضوعاتو يي دالله تعالی (عز وجل ) له رسول(صلی الله علیه وسلم)سره  بیعت او تړون  وکړ،  چي دی بیعت ته د عقبى لومړي تړون  وایی : دهغه تړون مادي په دی ډول وي : دالله تعالی (عز وجل ) سره به هيڅوک نه شريکوو،غلابه نه کوو،بدلمني به نه کوو،خپل اولادونه به نه وژنو، بهتان به نه وایو ، ودحضرت محمد(صلی الله علیه وسلم)نافرماني به نه کوو ،
له دي تعهدنه وروسته حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم)وفرمايل که په وعده مو وفاوکړه ځاى به مو جنت وي.کله چی د حج ورځې تیرې شوې نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورسره خپل لومړی سفیر (مصعب بن عمیر عبدری رضی الله عنه واستاوه تر څو هلته د دین دعوت وکړی او خلک په اسلام پوه کړی .
دعقبې دويم تړون:دبعثت په ديارلسم کال له اویاؤ زیات مسلمانان د خپل قوم له نورو خلکو سره مکی ته د حج په موخه راغلل ،دوی مکی ته له را رسیدو مخکی له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره په پته تماس ونیو چي د ذی الحجې په (۱۲) شپه به منی او د جمره عقه کی سره غونډیږي کله چې شپه ښه پخه شوه نو   ٧٣تنه نارينه او٢ ښځود دريم ځل لپاره دحضرت محمد(صلی الله علیه وسلم)سره په ټاکلی ځای  کي وکتل او ددوی تر منځ له ډیرو خبرو وروسته  پدي ډول  تړون ولیکل شو چي :
۱-  په هر حالت کي کی به زما خبره اوری او  منی به یی یعنی اطاعت به می کوئ .
۲- په فقر او شتنمی کی به مالي مصارف په غاړه اخلی
۳- په نیکې به امر کوئ او له بدی به منع کوئ
۴- د خدای د دین د نصرت په موخه را پورته شئ او په دئ لاره کي د هیچا پروا به نه ساتئ .
۵- او کله چي زه يثرب ته درغلم  نو ملاتړ به می کوئ او داسي ساتنه به می کوئ  لکه دخپلو  ځانونو ،ښځو او اولادونو په شان  دفاع به می کوئ  اوددې ټولو خدمتونوپه بدل کي به د جنتوعده درکوم ٠
کله چې د نړون د بندونو په هر بند خبری وشوی بیا د بیعت سلسله په لاس ورکولو سره پیل شوه ټولو مسلمانانو په لاس بیعت وکړ ، یوازی دوو ښځو په ژبه بیعت وکړ او لاس یې ورنه کړ .
وروسته دوولس کسان د قوم د مشری لپاره وټاکل شول چې (۹) تنه د خزرج او دری تنه د اوس څخه ؤ .

دغه بيعت اوتړون په حقيقت کي داسلامي حکومت بنسټ وچي کېښودل شو اوله همدې بيعت وروسته مسلمانانويثرب ته هجرت پيل کړ٠



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر