د سلیمانی مړینه ،
د امریکا او ایران دسیاست ترینګلی دوام او که نوی باب
سره ددی چې
سلیمانی د ایران د واکمن رژیم یو مهم چارواکی ؤ چي د امریکا او ایران د ګډو ګتو د
سیاست په ترینګلتیا کي د امریکایی غصی ښکار
شو ، سلیمانی د کلونو را پدی خوا د هغو
ایرانی پلو اجیرو ځواکونو مشر ؤ چي له ایران بهر په هیوادونو کي د ایران او اهل تشیع د ګټو ساتنه او
پالنه کوي ، هغه وتوانید په سیمه کي په
مختلفو نومونو د ایرانی ګټو لپاره د مذهب او تشیع په جوکاټ کي ګڼی ملیشی را منځ ته کړی ،چي تر ټولو لويی ډلي یې په عراق کي
الحشد الشعبی ،په سوریه کی افغانی الفاطمیون ، په پاکستان کي زینبیون په لبنان کي حزب الله او نوری لسګونه ډلې دي تړلی دی چی د ایران د (سپاه قدس ) تر نوم لاندی د
سلیمانی په لارښوونه په عراق ، سوریه ، لبنان، افغانستان او یمن کي په جګړو بوخت
او ښکیل دي.
په ښکاره خو په
سیمه او منځنی ختیځ کي دایران او امریکا تر منځ یوه ناندریزه دښمنی جریان لری چی کله خو د نړیوالو رسنیو د سر ټکی شی خو د پردی تر شا
بیا دواړه هیوادونه د خپلو ملی ګټو په موخه چي د یو او بل په وجود کي یې ګوری یو
ډول پټه دوستی او ملګرتیا پالی ..
په تیروڅو لسیزو
کي عراق د دواړو هیوادونو د همغږی او ګډو
ګټو د ویش ښه بیلګه وه امریکایی ۵۲ B ډوله الوتکو
او پلو فوځونو، د عراقی شیعیه ملیشو( چي ایرانی د قدس سپاه یې روزنه کوله ) په
پوره ملتیا سره د ایرانی امپراتوی لوی دښمن صدام حسین په ګوڼډو کړ ، وروسته هلته د امریکا په خلاف د
سنیانو مبارزه شیعیه
ځواکونه او ملیشو د امریکایی فوځونو سره اوږه په اوږه ماته کړه ، تر دی چې د داعش په وړاندې یرغلونو کي
همدې ملیشو او خپله سلیمانی اوږه
په اوږه له امریکایانو سره داسی جګړه وکړه چي هوایی ځواک د امریکا او ځمکه د
سلیمانی د ملیشو په برخه رسیدلی ؤ
اختلاف ولی رامنځ ته شو:
په عراق کي د داعش ماته د ایران او امریکا لپاره د مومن خان
ښامار ؤ چي هر یوه یی د اتلولی تسمی ه جیب کي ګرځولي ،ددی
اتلولی په اجره کی هر یوه د ځان لپاره د
عراق په سرمایه و شتمنی خیټه اچول غواړی هر یو هڅه کوی د فاسدو چارواکو په ګمارلو د عراق په تیلو او سرمایو کي ځان ته غوښنه ونډه برابره کړي .په دی لړ کي ایران تر امریکا
یو ګام وړاندې شو ، عراقی حکومت او خاوره یې
دهمدی شیعیه ملیشو په مټو تر پښو لاندی او د تیلو نیلکي یې د تهران په لور
ورماتې کړي ..
دی کار امریکا ( ایران ) د خپلو ګتلو شتمنیو په ویش کي
یو رقیب ولید نو یې د رقیب د ایستلو په
ټیله تمبه کي خپلو ملاتړو ته د ایران خلاف مظاهرو سترګه ووهله ، ایران چي عراق یې
په ویش کي خپل حق ګڼی د امریکا ددی اقدام په وړاندي د سلګونو عراقی مظاهره کوونکو په تابوتونو ځواب ورکړ ..ورسره یې ځینو اربکي
ملیشو (حزب الله) ته په امریکایی ګټو د
غلچیو بریدونو ایشاره وکړه ،چي خبره دامریکا د سفارت تر کلابندی او په پای کي د
سلیمانی او د حشد شعبی د چارواکو په مړینه تمامه شوه .
اوس به څه کیږي :
د سلیمانی وژنه په اوس کی د ایرانی پلوو لپاره یو تازه ټپ
دی چي لا وینی یې وچی نه دي ،او د امریکا تر چتر لاندی په ایرانی شیعیه ترانو مستی
ملیشی به د انتقام ډیری ناری وکړی، کیدای شی ځیني کوچنی پیښې هم رامنځ ته شی ، خو
ایران په دی پوهیږي چي په هر صورت دوی ته د اوس لپاره د امریکا سره دا استراتیژیکه
ګډه ملګرتیا په سیمه کي ډیره مهمه ده
، د امریکا سره په دی انډوالی کي ایران ډیری ګټی تر لاسه کړي ، ایران د
عربی نړی د ځلورو هیوادونو د تیلو او ګټو زیرمی ترواک لاندی لری په افغانستان او پاکستان کي ښه واک لری او په
نړی کي یو دلوی ځواک په نوم پیژندل شوی نو ایران نه غواړی چي دا ګټی یی په خطر کی ولویږي .
او په دی هم پوهیږي چي په سیمه کي کوم دوست هم نه لری ،
او د جګړي او اتقام پالیسی به په لوړه بیه ورته تمامه شی او کیدای شی د ایرانی نظام د نسکوریدو لامل شی نو داسی نه ښکاری چي ایران به اوس د امریکا سره
جکړې ته زړه ښه کړی ،
له بلی خوا دی کی
شک نشته چي عراق د دواړو د ویش اصلی نقطه ده ، که د عراق شتمنی د دواړو ترمنځ سمه وویشل شی او امریکایی پلوه پکښې د ایرانی پلو
سره په ښه انډول حکومت وکولای شی ، نو دا دوه اړخیزه انډیوالی به دوام وکړی او د سلیمانی مړینه به د څو مظاهرو وروسته د یوه زیارت په جوړولو پای ومومي
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر