۱۳۹۹ شهریور ۲۴, دوشنبه

رفتار پیامبر(صلی الله علیه و سلم) با کودکان

 

رفتار پیامبر(صلی الله علیه و سلم) با کودکان



فرزندان روح و روان و مایه زندگانی ما هستند، آن زمان که بر روی زمین راه می‌روند، یکی از نعمت‌های خداوند بزرگ هستند که به ما ارزانی داشته تا از خوشی‌هایش بهره‌مند شویم. با وجود این همه مشکلات و گرفتاری‌هایی که در این زمان بوجود آمده، باز هم برای یک مادر مصیبت دیده، مایه شادی و آرامش می‌باشند، چون فرزندان یکی از عوامل اصلی شادی زندگی هستند.

اهمیت فرزندان از نظر اسلام

اسلام اهمیت زیادی به فرزند داده و برای زندگیش حامی و پشتیبان قرار داده است، از همان روزی که در بطن مادر بوده، به وجودش اهمیت داده شده است‌. برای همین به پدر و مادر هشدار داده شده که هرگز در حق تربیت فرزندان سهولت به خرج ندهند و به اندازه چشم برهم زدنی از آنها غافل نباشند.

برای همین پیامبر اکرم(ص) ارث زیادی، از جمله: پند و اندرز و داستان‌های آموزنده برایمان به جا گذاشته و یاد داده که چگونه با فرزندانمان رفتار کنیم. چون هیچ کس به مانند پیامبر اکرم(ص) با کودکان مهربان نبوده است، برای همین پیامبر(ص) می فرمود: «وقتی مشغول نماز خواندن می شوم، دوست دارم که نمازم به درازا بکشد، ولی وقتی صدای گریه ی بچه ها را می شنوم، نمازم را زود تمام می کنم، به مانند مادری که صدای گریه بچه اش را می شنود.» (رواه مسلم)

در اینجا به قسمتی از پند و اندرزهای پیامبر اکرم(ص) می‌پردازیم که می فرمود:

بر پدر و مادر واجب است که به فرزندانشان آداب مجالست و رفتار با دیگران را یاد بدهند، تا اینکه در حضور بزرگان، پایشان را دراز نکنند و قبل از بزرگترها حرف نزنند. همانگونه که از (سمره بن جندب) بازگو می‌کنند که می‌فرمود: ‌«لقد کنت على عهد رسول الله صلى الله علیه وسلم غلاماً، فکنت أحفظ عنه فما یمنعنی من القول إلا أن ها هنا رجالاً هم أسن منی» (رواه مسلم). یعنی: «من در زمان پیامبر(ص)‌ بچه بودم که با ایشان معاشرت می کردم و از ایشان چیزهایی را یاد می‌گرفتم، ایشان مانع صحبت کردنم نمی‌شد، فقط زمانی این کار را می‌کرد که چند نفر بزرگتر از من در آنجا حضور داشتند

همچنین داستانهایی از زندگی ایشان وجود دارد که حاکی از اهمیت زیاد ایشان به بچه‌ها می‌باشد. این فرموده را بخاری از ابن عباس(رض) روایت می‌کند و می‌فرماید: عمر بن خطاب(خدا از او راضی باشد) من را به میان مردان پیر و مسن بدر می‌برد و عده ای از آنها می‌گفتند: ما هم که بچه ی این سنی داریم، برای چی این بچه را به میان ما آورده‌ای؟ او هم می‌فرمود: این از بچه هایی هست که آموزش دیده است.

همچنین می‌گوید: یکبار من را در میان بزرگ مردان تنها گذاشت! من را تنها برای این میان آنها تنها گذاشت تا به من نگاه کنند. می‌گوید: عمر فرمود: در مورد این آیه چه می‌گویید: «إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ وَرَأَیْتَ النَّاسَ یَدْخُلُونَ فِی دِینِ اللَّهِ أَفْوَاجًا فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ کَانَ تَوَّابًا»؟ (سوره نصر)

عده ای از آنها گفتند: در این آیه به ما فرمان داده شده که چون یاری خدا و پیروزی فرا رسد، می بینی که مردم دسته دسته به دین خدا در آیند، پس به ستایش پروردگارت نیایشگر باش و از او آمرزش خواه که وی همواره توبه پذیر است. عده ای هم گفتند:‌ نمی ‌دانیم و چیزی نگفتند‌. این بار به ابن عباس رو می کند و می گوید: تو هم این را می گویی؟ گفت: خیر. فرمود: پس چه می گویی؟ گفت:‌ معنی این آیه عبارت از خبر نزدیک شدن وفات پیامبر(صلی‌الله علیه و سلم). خداوند به پیامبر چنان فهمانده که آنگاه پیروزی و نصرت خداوند به وقوع پیوست که فتح مکه را در برمی‌گیرد، این نشانه ی نزدیک شدن وفات توست. پس اگر اینطور است، تو هم پروردگار خود را ستایش کن و از او آمرزش بخواه، چون تنها خداوند توبه‌پذیر است. در اینجا عمر می فرماید: آنچه من هم می دانم، همانی است که تو می گویی.

پس خیلی مهم است که با بچه ها گفتگو کرده و با توجه به مرحله‌ی رشدی که در آن قرار دارد، رأی و نظر آنها پرسیده شود.

دوم: یاد دادن و فهماندن بعضی مسایل به فرزندان از طریق شوخی و بازی کردن با آنها، که همچون مدرسه‌ای برای آنها مفید است و سود زیادی برای یادگیری و پرورش بچه ها دارد، چرا که یاد دادن به این روش تو را به عمق سایکلوژی او می‌رساند.

برای همین بسیاری از فرموده ها بر این روش تأکید دارند. در داستانهایی که امام بخاری و مسلم از انس پسر مالک(خدا از آنها راضی باشد) روایت کرده‌اند که می فرمود: «کان النبی صلى الله علیه وسلم أحسن الناس خلقاً، وکان لی أخ یقال له أبو عمیر، وکان إذا جاء قال: ” یا أبا عمیر ما فعل النغیر» یعنی: پیامبر اکرم(ص) دارای بهترین و مناسب‌ترین راه و روش بوده است، برادری به اسم ابوعمیر داشتم، زمانی که پیامبر اکرم(ص) می‌آمد، می فرمود: ای ابوعمیر چه بر سر نغیر آمده؟ (نُغیر از کلمه نغر آمده که اسم پرنده ای بود که ابو عمیر با او بازی می کرده است)

همچنین می گوید: پیامبر(ص) به خانه مان می آمد و زیر اندازی را که روی آن می نشست طلب می‌کرد، ما هم برایش می آوردیم و خود آن را گردگیری می کرد، بعد بلند می شد روی آن نماز می خواند و ما هم به دنبال او نماز می خواندیم. در اینجا درس بزرگی در مورد تربیت فرزندان می آموزیم، محبت و دوست داشتن را با انجام دادن کارهای مشارکتی با آنها و کمک و تشویق برای به انجام رساندن تکالیف دینی به آنها آموزش دهیم، تا زمانیکه بزرگ شدند برای انجام دادن فرایض دینی محکم و پایدار باشند.

سوم: با نرمی و آرامی و مهر و محبت با آنها برخورد شود.

همانطور که گفته می‌شود روزی پیامبر(ص) در بازار راه می رفت، ابوعمیر را می بیند که گریه می کند، از او می پرسد که برای چه گریه می کنی؟ او هم می گوید: آخه پدرم (نغیر) مرده ای پیامبر خدا(ص)، پیامبر خدا(ص) هم او را دلجویی می‌کند و با او بازی می کند تا او را آرام می کند و لبخند را بر لبانش می نشاند. در این هنگام عده‌ای از یاران پیامبر(ص) از آنجا گذر می‌کنند که می بینند پیامبر(ص) ‌با ابوعمیر نشسته است. از ایشان می‌پرسند که چکار می کنید ای پیامبر خدا؟ پیامبر هم می فرماید: نغیر فوت کرده، آمدم تا به ابوعمیر تسلیت بگویم. این فرموده، به صراحت مهر و محبت پیامبر(ص) نسبت به کودکان را نشان می دهد.

چهارم: از راه کادو دادن به کودکان به آنها نزدیک شویم.

همانند فرموده ی مسلم که از ابوهریره(رض) روایت می کنند مشخص می شود، که می فرماید: «کان الناس إذا رأوا أول الثمر جاءوا به رسول الله صلى الله علیه وسلم، فإذا أخذه قال: ” اللهم بارک لنا فی ثمرنا وبارک لنا فی مدینتنا ” ثم یدعو أصغر ولید یراه فیعطیه ذلک الثمر» یعنی: مردم وقتی می دیدند که میوه ی درختانشان رسیده است، از آنها می چیدند و برای پیامبر(ص) می آوردند، ایشان هم میوه را می گرفت و روی آن دعا می خواند و می فرمود:‌ خدایا به میوه هایمان برکت بفرما، خدایا به شهرمان برکت عطا بفرما، بعد کوچکترین بچه ای را که می دید، او را صدا می کرد و به او می داد.

پنجم: نباید با کودکان با دوز و دروغ بر انجام کاری پافشاری و اصرار کرد.

از عبدالله پسر عامر(خدا از او راضی باشد) نقل شده که می‌فرماید: با پیامبر(ص) نشسته بودیم که مادرم مرا صدا زد و گفت: بیا چیزی بهت بدهم. پیامبر(ص) به مادرم فرمود: نمی‌خواهی چیزی به او بدهید؟ مادرش هم گفت: می‌خواهم یک دانه خرما به او بدهم، پیامبرخدا(ص) هم به او گفت: اگر چیزی به او ندهید، یک دروغ برای شما نوشته می‌شود.

پس دروغ گفتن با فرزند، او را طوری بار می‌آورد که هیچ اعتمادی به پدر و مادرش نداشته باشد و دروغ گفتن را بیاموزد و در آینده هم دروغگو ‌شود.

ششم: ادب و تنبیه کردن فرزند به همراه روشن کردن دلیل تنبیه.

از ابی هریره(رض) روایت می‌کنند که در یکی از روزها حسن پسر علی(ع) یک دانه خرما از صدقه بر می‌دارد و به طرف دهانش می‌برد که پیامبر(ص) می‌فرماید: کخ کخ دورش بینداز، آیا نمی‌دانستی که ما صدقه قبول نمی‌کنیم.

در اینجا برایمان روشن می‌شود که چگونه آموزش‌ها و دانسته‌هایمان را با نرمی و آرامی به فرزندانمان منتقل کنیم، که اگر این کار سازگار نبود، از روش دیگری برای یادگیری فرزندان استفاده کنیم.

بچه‌ها به مانند گِل هستند، یعنی هر طور که بخواهی، می‌توانی آنان را شکل دهی، ولی اگر این گِل خشک و سفت شد، دیگر نمی‌توانی این کار را بکنی و هر کاری بکنی می‌شکند! به همین خاطر آنقدر مهم است که در همه کارها و رفتارهایمان از راه و روش پیامبر(ص) پیروی کنیم و به مانند رفتار او با فرزندان رفتار کنیم.

http://sozimihrab.org/%

 

۱۳۹۹ شهریور ۱۳, پنجشنبه

څارنوال څوک دی ؟

 

 


لیکنه : محمد شفیق صادق

 څارنوال هغه څوک دی چې د حکومت په نمایندګی او د عامه مصلحت په اساس د تورنو په وړاندې اسناد راټولوي او دعوا پرې اقامه کوي
ډ څارنوال دندې :

۱-د جرمونو تحقیق ( څیړل) جزایی دعوه اقامه کول او په محکمو کې د تورن په خلاف دعوه په مخ بیول .

۲-د محکمو د قطعي پریکړو او حکمونو د تنفیذ د بهیر او آزادی د سلب د ځایونو څارنه .

۳- د جزا د تطبیق او جزایی اجرائاتو د بهیر څارنه او په محبسونو کې د بنیدانو د خلاصون اجرائات .

د څارنوال له خوا د لازم الاجراء کارونو تطبیق

څارنوال باید لاندي قواعد په نظر کې ونیسي :

۱-د څارنوال استقلالیت

 څارنوال باید په خپلو کړو کې استقلالیت ولری ، د چا تر اغیزی او اثر لاندی را نه شي ، خپل کار په مستقل ډول د قوانینو په رڼا کې او د اسنادو په نظر کې نیولو سره تر سره کړي .

۲-د څارنوال بی طرفی

څارنوال باید د متخاصمو تر منځ د یوې خوا پلوي ونه کړي ، بلکه خپله بي طرفی وساتي  ، د مجنی و مجنی علیه او حکومت سره د تعامل په صورت کې خپله بی طرفی په ټولو برخو کې حفظ کړي

۳- په اجرائاتو کې د څارنوال د کار سرعت

څارنوال باید خپل اجرائات په سرعت سره تر سره کړي ، له بی ځایه وخت ضایع کولو ،او د دوسیی له خنډولو ډډه وکړي  ،. بی خایه ځنډ کول د عدالت په تطبیق کي خنډ راولی

نو کله چې د پولیسو له لوري څارنوال ته دوسیه وسپارل شي ، هغه بیله ځنډه تصمیم پري نیسی او کار به پري پیل کوي چې د جزایی اجرائاتو قانون د (۴۹) مادی په اساس باید په لاندی ډول خبل کار تکميل کوي

۱- په قباحت کي تر (۱۰) ورځو پوري ، ۲- په جنحه کې تر (۲۷) ورځو پوري . ۳- په جنایت کې تر (۷۵) ورځو پوري


د څارنوال اجراءت :

په څارنوالی کې کار په دوو برخو ویشل کيدای شي

۱-  د تحقیق برخه ۲- د تعقیب برخه

۱- د تحقیق برخه : په دی برخه  کې ټاکلی څارنوال جرمی قضیه په دقت او د ژوره توګه څيړی د تورن سره به خبری او تحقیق کوي ،،د پیښې ځای ته به ځې ،له خلکو به پوښتنې کوی ، د پولیسو په لاس کې اسناد او مدارک په څیړی .او خپل ټول توان به په کار اچوی چې د پيښې اړوند ټول اسناد مکمل کړی ، وروسته که چیری نوموړی  د تورن به هکله پوره اسناد ونه موندل  نو د جزایی اجراءتو د (۱۶۹) مادی له مخې د هغه په بی ګناهی او د دعوا د نه اقامی  قرار صادر کړی او دوسیه به حفظ شی ،خو که یې د جرم په هکله کره او پوره شواهد او اسناد تر لاسه کړل ، نو دوسیه کې به خپل نظر ولیکی او د تعقيب څارنوال چې د څارنوالی له لوري ټاکل کيږي وسپاري .

۲- د تعقیب برخه   تعقیب څارنوال به دوسیه په دقیق ډول مطالعه کړي که نیمګړتیا په کې ولیدل شی بیرته به یی لومړی څارنوال ته او که ستونزه ونه لری د تعقیب څانوال به اتهام نامه یا صورت دعوا تر تيب کړي او دوسیه به رسما  محکمی په د مکتوب په اساس وسپاری  ، کله چې دوسیه وسپارل شوه ، لاندی حقوقی نتایج رامنځ ته کوی :

۱- د عوا د مخه د تحقیق مرحله ختمه او د دعوا د پیل مرحله پیل کیږي

۲-د ظنون او تورن نوم په متهم باندی بدلیږی\

۳- د دعوا د تعقیب مسؤلیت د پولیسو او د تحقیق له څارنوال څخه د تعقیب څارنوال ته اوړی او دعوه به په مخ وړي .

د صورت دعوا ترتيب

لومړی برخه :د صورت دعوا په لومړی  برخه کې په قضیه کې د شاملو اشخاصو لکه ( متهم ، مجنی علیه ، څارنوال ) شهرت او د متهم د نیول کیدو او حبس نیټه ، د محکي ځای ... لیکل کيږی

دوهمه برخه : په دی برخه کې د جرم ډول او د پیښې څرنګوالی ، مشدده او مخففه حالات ،  لیکل کيږي  ، همدا ډول د متهم په ګټه او د هغه د جرم د کمیدو په اړه که کوم دلایل موجود وی هم لیکل کيږي .

دریمه برخه : په دی برخه کې ټول هغه دلایل لیکل کيږی چې د متهم جرم پری ثابت کيدای شی چې دا دلایل عبارت دی له : د تورن اقرار ، د شاهدانو شهادت . سندونه ، د مضنون مخامخ پیژندل ، قراین ، د جرم اثار  ، دجرم مدارک ، او داسی نور .

څلورمه برخه : په دی برخه کې څارنوال د موجوده دلایلو په اساس او د قانونی موادو په بنست متهم ته د  جزا غوښتنه کوي .

  ملاحظه : د تحقیق او څیړني په ټوله موده چې څوک حق مخ لری ، تورن د وهلو ، ډبولو ، توهین ، تهدید ، تطمیع ، نیشي  او دوکي  له لاری په څه ویلو او اقرا  کولو مجبور کړی ، او هغه کولای شي کاملا په خپله خوښه اقرار وکوي او یا  یې رد کړي .

د محکمي د پریګړې په اړوند د څارنوال اجراءت :

کله چې دوسیه د ابتدایی محکمي د قاضیانو له لوری چې بیا به وروسته بحث پری وشي وکتل شي ، نو محکمه دائره کيږي د دواړو خواوو ، څارنوال او مدافع وکيل خبرې اوري د متهم خبری هم اوری وروسته محکمه د دوسیې په هکله پریکړه کوي

د محکمي د پریګړي منل:

په لاندی حالاتو کې څانوال د محکمي پریکړي ومني :

۱-کله چې ډاډ حاصل شی چې د محکمی پریکړې د قانون د حکمونو سره سمي تر سره شوي دي.

۲-کله چې د محکمي پریکړه د څارنوال د غوښتني مطابق تر سره شوې وي .

۳-کله چې د جرم او جزا تر منځ تناسب  موجود وي ،

په هغه صورت کي چې څارنوال په پریګړه اعتراض کولای شی:

۱-چې پریکړه د قانون د حکمونو سره سمه نه وی تر سره شوی ، جرمی وصف تغیر موندلی وي او یا په جرمی وصف کې تغیر راغلی وي .

۲-کله چې بریکړه له جرم او جزا سره تناسب ونه لری

۳-کله چې د قانون په تأويل او تفسیر کې تیروتنه راغلی وی

۴-کله چې د قضیی له حالت او حقیقت  څخه نا ریښتینی ارزونې او پایلې رامنخ ته شوې وي.

۵- کله چې له موجب او د لیل برته د قضایی استرحام اورافت له حالتونو بی خایه استفاده شوي وي .

۶- کله چې د قانون په تطبیق کې اشتباه وی لکه :د جرم لپاره یوه ماده ټاکل شوی وي خو قاضي د همدي قانون بله ماده تطبیق کړې وي

۷- د جرم په وصف کې اشتباه : چې جرم یو شی وی او جزا د بل شی ورکول شوي وي

 

 

 

 

۱۳۹۹ مرداد ۱۸, شنبه

د بهایت دین څه ډول رامنځ ته شو ؟

لیکنه :محمدشفیق صادق

د بهایت دین څه ډول رامنځ ته شو ؟

افزودن شرح

د بهایت دین په (۱۹) میلادی پیړی کې د انګریزانو تر چتر لاندی په ایران کي د میرزا حسین علی نوری چې لقب یې (بهاء الله ) (۱۸۱۷–۱۸۹۲) دی تأسیس شو ، لومړی د شیعه ګانو د امامیه مذهب په چوکاټ کي د مهدی په شکل د شیخیه او بابیه به بڼه را د بره شوی ؤ  ،وروسته یې  په (۱۸۶۳) کال ځان وروستی پیامبر اعلان کړ ، چې اوس مهال په ایران او نوره نړی کې (۸) میلیونه پیروان لری. د هغه  سند له مخې چې  په ایران کي د تیری میلادی په لومړیو کې خپور شو،  عقیده پر دی ده چې دا دین او ډله لومړی ځل  په ایران کی د روسیی د لوی سفیر( شاهزاده دیمیتری ایوانوویچ دالگوروکف  چې په (کنیاز دالگورکی سره مشهور ؤ رامنځ ته شوي، او نوموړی شهزاده بابیت یا بهایت د مسلمانانو د کمزوری کولو په موخه رامنځ ته کړی ، خو وروسته انګریزانو لاس ته لویدلی او دي ډلې ته یی  نمو ورکړی ، له بل لوری دا چې ددې ډلی مرکز د اسرائیلو د (حیفا) په ښار کې دی نو خلک دا ډله د صهیونستانو د لاس اله ګڼې نه یو دینې مذهب او ځینې خو یې د فاراماسونیانو سره تړلی دله ګڼې

    مقبره باب در اسرائيل

ددې ډلی د جوړښت تاریخچه :

د شیعه ګانو د امامیه مذهب پیروان په دی عقیده دي چې ددوی دوولسم امام محمد بن الحسن العسكري چې ددوی په عقیده په غار کې ننوتلی ،اوس هم ژوندی دی او یوه ورځ به راوزی ، همدغه امام (مهدی )  دی کوم چې په ځینو روایتونو کي تری یادونه شویده ، خو دا چې ایا ریښتیا هم دی سړی وجود درلود او یو حقیقی شخص دی او که یوازی نوم دی  او ایا ریښتیا هم تر اوسه ژوندی دی ؟ او ایا ریښتیا هم دا سړی همغه  مهدی دی چې په ځینو احادیثو کې تری یادونه شوی  دا ټول داسی سوالونه دی چې ځوابول یې نه یوازی ټولو مسلمانانو ته بلکه همدی شیعه مذهب پیروانو ته  ګران کار دی ،خو دې عقیدی د شیعه مذهب په تاریخ کي کڼی ستونزی راولاړی کړیدی ، ډیر ځله داسی خلک را ولاړ شوی چې لومړی یې ځانونه د مهدی سره په اړیکه کي بللی وروسته یې ځان خپله مهدی اعلان کړی او دا اوسنی د بهایه دین ډله هم همداسی یوه ډله ده ،چې موږ به پری خبری وکړو .

د(۱۹) پیړی په لومړیو کې شیخ احمد احسائى او سید کاظم رشتى، چې دواړه د شیعه مذهب پوهان  ؤ دعوه وکړه چې د شیعیه یانو  د دولسم امام زمان  (مهدی) سره مستقیمه اړیکه لری  او له هغه څخه پیغامونه تر لاسه کوي ( له بده مرغه دغه دعوه په شیعه ګانو کی نور خلک هم کوی او دوی هم باور پری لری) او دوی د مهدی او خلکو ترمنځ یوه اړیکه دی .له همدی امله ځینو یې په خبرو ځکه  باور وکړچې پخوا هم   دشیعیه مذهب ځینو کسانو دا ډول دعوه درلوده او نورو باور پری درلود  ، دا دواړه دوی یې شیخان ( پیران)  ونیول او ( د پیری  سلسه په سنی مذهب کي هم رواج لری ..) شیخ ملاحسین بشرویه،  له سید کاظم رشتى وروسته ددی ډلی مشری په غاړه واخیسته  چې وروسته تری سيد علي محمد رضا الشيرازي دا دعوه نوره هم لوړه کړه ، ځان یې لومړی د مهدی نائب ، وروسته خپله مهدی اعلان کړ

سيد علي محمد رضا الشيرازي – دا سړی چې وروسته په (باب) مشهور شو په ۲۰- اکتوبر ۱۸۱۹ کال    په شيرازکی زږیدلی ، نوموړي  د شیخ احمداحسايی په مدرسه کې زده کړې کړې  ، د شیعیه مذهب له مشهورو علماؤ او د تصوف له شیخانو څخه شو نوموړی  د استعمار له خوا په دی مکلف شو تر څو ځان ( امام زمان) یا مهدی چې شیعه ګان یې خپل وروستی امام ګڼې اعلان کړي هغه  خپل  ملګری ملا حسین ته وویل چې د خپلو دوواستاذنو وروسته نوموړی  د امام زمان  (باب) دی، له (۵) میاشتو دعوت ورسته د سیدکاظم له پیروانو (۱۷) تنو هم ومنله چې نوموړی باب دی ، دوی عقیده څرګنده کړه چې همدا سړی  د مهدی لپاره تمهید اومبشر دی ، نوموړی وتوانید په لومړی سر کي د( شیخ توب)  د سلسلی ډیر کسان په ایران او عراق کي د ځان ملګری کړي او دی (۱۸) تنو د همدی حرکت د (رسائل حیات )  په نوم ځینې رسالی هم ولیکلی چې د بابیونو په نوم ونومول شول ، په لومړی سر کې دوی  یوازی همدی  دعوی ته خلک رابلل چې نوموړی باب دی او دا  دعوه  یې روانه ساتله ، خو وروسته یې خبره بلی خوا کړه  او د شیخانو د حرکت او تعلیماتو په خلاف یې ، ځان   د امام زمان  ( مهدی) نائب وروسته  خپله امام  (مهدی)  له څه مودی وروسته نوی رسول (پیغمبر) او بلاخره یې د الوهیت دعوه وکړه چې خدای تعالی یې په وجود کی حلول کړی،او ورسته یې ځان خدای او خالق وباله ... په دی سره په سیمه کي د مسلمانو علماؤ ورته پام شو او ددوی سره یې مناقشی پیل کړې ، دی ستونزو په ایران کي د شیراز والي دی ته اړ کړ چې (باب) بندي کړي ،هغه سره ددې چې بندي ؤ خو خپل دعوت ته یی دوام ورکاوه ( پاته د نه وی چې په همدی وخت کي په ایران کي د قاجاریانو واکمنی وه او قاجار د روسانو او انګریزانو په وړاندی سر نه شوای اوچت کولای نو استعماری هیوادونو په حکومت زور راوړه چي د سړی مخه ډپ نه کړی ،خو له یوی خوا د اولس زور ؤ بل خوا د استعمار نو یې حکومت په لوی چلنج کی اچولی ؤ ) په (۱۸۴۶) کال له یو کال بند وروسته خوشی شو او خپل دعوت ته یې په اصفهان کي دوام ورکړ له څه مودی وروسته د خلکو د شکایتونوله امله حکومت بیا  مجبور شو نوموړی بیا نظر بند کړی ، هغه یې تبریز ته واستاوه ، سره ددی چې نوموړی د حکومت په څاراو کنترول کي ؤخو پیروان او ډله یې ورځ تر بله په ټول ایران کی زیاتیده او همدلته یې خپل مشهور کتاب( بیان فارس)  هم ولیکه ، د نوموړی په خلاف د خلکو غبرګونونه زیاتیدل نو  په (۱۸۵۰) کال لومړی وزیر بدل شو او امر یې وکړ چې (باب) باید د کفر ویلو په تور اعدام شی ( دا په داسی حال کي چې پیروان یې زیات شوی ؤ او لویه بلوا یې جوړه کړې وه  ) باب د اعدام لپاره تبریز ته را وستل شو ،له یو لړ مبهمو واقعو وروسته  چې د نوموړی د اعدام په برخه کی راغلی وایی چې له خپل ملګری سره یو ځای د خلکو په مخ کي په ډزو وویشل شو او مړی يي ددوی په وینا  ( په بیدیاکي وغورځول شول تر څو یې ځناور وخوری) (د څه لپاره ؟ د راتلونکی پلان لپاره)  خو  د نوموړی   هډونه د باب پیروانو له دی ځایه پورته کړل او د کرمانشاه له لاری بغداد ،دمشق ، بیروت ته ورسول شول او له هغه ځایه د بحر له لاری اسرائيل ته ورسول شول او په (۱۸۹۹ کال د کارمل غره ) سره خوا کی دفن شول ..( د څه لپاره دا هډوکی تر اسرائیل پوری ورسول شول ؟) معلومه نه ده . وروسته د بهایانو د یوه مشر ( عبدالبهاء) په لارښوونه په (۱۹۰۹) میلادی کال د همدی غره د پاسه د بهایانو په مقدسه هدیره کی په شانداره مراسمو دفن شو او دا ځای ېی د بهایانو لپاره د حج کولو مکان وټاکله اوس بهایان هر کال  همدی ځای ته د حج لپاره ورځي .

باب دا دعوه کړی وه چې هغه نوی پیغبر دی او د خدای تعالی له لوری وحې پری نازلیږي ، .له نوموړی وروسته به نور پیغمبران هم راشي   دده دا ویناوي زیاتره د (بیان فارس ) نومی کتاب کي دی چې نوموړی په تبریز کي د حکومت تر حمایی لاندی (بندی خانه) کی لیکلی دی.

·         د نوموړی له مرګ وروسته دده له پیروانو څخه (۲۵) تنو دا دعوه وکړه چې له باب وروسته  دهغه ځای ناستي دي ، چې مشهور یې دا لاندی کسان ؤ

·         شیخ اسماعیل

·         سید بصیر هندي

·         ميرزا أسد الله خويي الملقب بـ(الديان)

·         ميرزا يحيى نوري الملقب بـ(صبح أزل)

·         ملا محمد نبيل زرندي

·         ميرزا حسين علي نوري الملقب بـ(بهاء الله)

·         ملا شیخ علي الملقب بـ(عظیم)

·         میرزا عبد الله

·         میرزا حسین قطب نیریزی

·         حاجی میرزا موسی قمی

·         حاجی ملا هاشم کاشی

·         حسین میلانی

خو خپله باب  ميرزا يحيى نوري الملقب بـ(صبح أزل) ته وصیت کړی ؤ ،هغه په خپل کتاب کي دا ډول لیکي : «يا اسم الأزل فاشهد على أن لا إله إلا أنا العزيز المحبوب... » ( نعوذ بالله)

ددې کسانو ترمنځ اختلاف را ولاړ شو ، هر یوه خپله ډله جوړه کړه ، ډ ډلو ترمنځ اختلاف رامنځ ته شو  هری ډلې نورې دلې ګمراه بللې ،خو کرار کرار نورې ډلې  له منځه ولاړې  او یوازې  دری راتلونکې  ډلې  په میدان پاته شوې :

البابية الأزلية  د يحيى صبح أزل پیروان ،  البهائية د حسين علي بهاء الله پیروان ، اوالأسدية د ميرزا أسد الله خويي پیروان  . چې  وروسته یوازي دوه ډلې یې  په میدان پاته شوي یوه د میرزا یحیى نورى (صبح ازل)  ډله بله د میرزا حسینعلى نورى (بهاءالله)  ډله چې دواړه سره  وروڼه هم ؤ .

میرزا حسینعلى نورى  (بهاءالله) 

نوموړی چې په بهاء الله سره مشهور دی  په رسمي ډول ددې ډلی مشر ګڼل کيږي هغه په ۱۸۱۷م کال په تهران یا (مازندران ) کی زږیدلی د ۱۸۱۷ څخه تر۱۸۹۲ پوری یې ژوند کړی نوموړی په (۱۸۴۴) کال د باب دعوت قبول کړ او په هغه یې ایمان راوړ ،او  ددی دعوت تر ټولو پیاوړی او بارز داعي جوړ شو ،هغه وتوانید د (دشت ) په کانفرانس کې چې ډیر شمیر پیروان او نور خلک یې را غوښتی ؤ د پټ دعوت په ځای خپل دعوت په جهر کړي او په ښکاره اعلان کړي چې نور ددوی  دین له اسلام څخه بیل نوی دین  دی او ځان ته د بهاء الله لقب غوره کړي   ترڅو خلکو ته ښیی چې نوموړي د باب وروسته ددی دین رهبر دی .، د باب له مرګ وروسته نوموړي خپل دعوت ته دوام ورکړ ،او په دې دعوت کې یې قیادي رول ولوباوه ، خو حکومت نوموړی د ایران  پاچا ( ناصرالدین شاه) په ترور متهم کړ ،اوه  د هغه د نیولو امر یی صادر کړ ، خو ویل کیږی چې نوموړی د روسی سفارت ته وتښتید او سفارت تر هغه حکومت ته په لاس ورنه کړ تر څو یې د نوموړی د سلامتی ضمانت تری واخیست ،نوموړی وروسته  په (۱۸۵۲) میلادی کال زنداني شو ، له(۴) کاله زندان وروسته آزاد شو ، بهایان وایی چې په نوموړی په همدی محبس کي وحې نازله شوه ..خو هغه په رسمي ډول لس کاله وروسته په بغداد کي خپل نبوت اعلان کړ ...

کله چې له زندان څخه خلاص شو نو حکومت  ( د روسانو په فشار)  دواړه  وروڼه بغداد ته تبعید کړل ،  د دواړو ډلو ترمنځ اختلاف را پورته شو هر یوه هغه بل دروغجن ګاڼه ، دواړو بغداد کې همدا سیالی  روانه وه  ، د بهایانو په قول نوموړی په بغداد کي ددجلی د سیند په غاړه خپلو پیروانو ته ځان نوی پیغمبر اعلان کړ چې دې ځای ته اوس دوی (حدیقه رضوان) وایی ، او دا وخت بغداد د عثمانی خلافت تر واک لاندی ؤ عثمانی خلافت اړ شو( د انګلیس اویا د ایران د حکومت په غوښتنه)  دوی دواړه  لومړی استانبول ته واستوي  او له هغه ځایه یې دواړه  په ترکیه کې د (ادرنه )سیمي ته تبعید کړل ، خو  هلته  فتنه لویه شوه  له یوې خوا د دواړو ترمنځ اختلاف زور واخیست  او  دواړو ډلو یو په بل د ترور او زهر ورکولو تورونه پوري کړل  له بل لوری عثمانی خلافت ددوی فتنې ته متوجه شو   او  اړ شو چې صبح ازل د قبرس ټاپو ته او بهاء الله فلسطین کی عکا ته  په ( ۱۸۶۹) کال تبعید کړي په دی سره   بهاء الله  وتوانید د انګریزانو په مټ په خپل ورور بریالی شي ، او د صبح ازل هلته مړ شو  او پیروانو یې د نوموړی دعوت ته دوام ورکړ چې وروسته په ازلیانو باندې مشهوره شوه .. 

 بهاء الله   سره ددې چي په فلسطین کي بندي ؤ وتوانید ډیر کتابونه  لیکونه او رسالې خپلو پیروانو ته ولیکي چې مشهور  کتاب یی کتاب الاقدس دی چې د نوی دین احکام پکښې راغلی دي .دا چې ولی نوموړی فلسطین ته تبعید شو ؟ دده د تبعید او د باب د قبر ترمنځ څه اړیکه ده چې هغه هم دلته خښ شو ؟  معلومه نه ده ، خو داسی ویل کيږي چې د انګریزی استعمار تر چتر او پوره حمایی لاندی دلته دا هرڅه تر سره شوې   تر څو په پوره ارامی سره د خپل دین لپاره د دوی په مشوره نوی احکام او قوانین ولیکي او دلته په راتلونکي (اسرائیل) کي ددی دین لپاره یو دایمې مرکز جوړ کړي ..

ځکه د ژوند په وروستیو کي هغه ته ددی ضمینه برابره شوه چې په عکا کي په یوه مجلل او پراخ  قصر   کې چې ښکاره خو یې زوی عباس افندی (عبدالبهاء) رانیولی ؤ (کیدای شی انګریزانو ورکړی وي) په پوره ډاډ سره خپلو پیروانو سره اړیکي ولری او خپلې رسالې ولیکي .او دی ځای ته یې د "قصر البهجة". نوم ورکړ .

نوموړی په (۱۸۹۲) میلادي کال همدته مړ شو ،او ددی قصر په خوا کي په یوه کوټه کي دفن شو  چې دا قبر د بهایانو لپاره  یو مقدس ځای دی او دوی همدی ځای ته د قبلي په شان لمونځ کوي .

عبد البهاء

بهایان وایی  بهاء الله  له مرګ وروسته خپل مشر زوی عبدالبهاء ( عباس افندي) خپل ځای ناستی وټاکه تر څو وکولای شي د نوموړي پیروان رهبری کړي نوموړی ته یې حق ورکړ چي یوازی هغه کولای شي د دین په چارو کي تفسیر او تحلیل وکړی او د بهایانو پوښتنو ته ځواب ووایی ، نوموړی خپل ځان ته د (عبدالبهاء) لقب ورکړ ځو ځينې لیکني بیا لیکي چې د  بهاء الله له مړینې وروسته  د هغه د دوو زامنو عباس افندى او محمد على ترمنځ هم د واک سیالی رامنځ ته شوه ،او هره یوه غوښتل چې ددې ډلی مشري په غاړه واخلی چې دا ډله بیا په دوو ډلو وویشل شوه یوه یې  بابیه بهائیه عباسیه (د عبدالبهاء عباس افندى په مشری) او دوهمه یې د ناقضون په نوم د  میرزا محمد على  د هغه د ورور په نوم رامنځ ته شوي  (المدخل الى دراسة الادیان والمذاهب، ج ۳، ص ۳۱۲، العمید عبدالرزاق محمد اسود )  خو عباس افندي ددې ډلې مشر وتوانید دا ډله خپله کړي او د ژوند تر پایه  د خپل دین په دعوت بوخت ؤ  په همدی فلسطین کي اوسیده  ،کله به یې اروپا ، امریکا او نوری نړی ته  هم سفرونه کول . بلاخره په (۱۹۲۱) کال په فلسطین کي مړ شو او ددوی  په همدی مقدس ځای جبل کرمل ( کارمل غره ) کي دفن شو .

شوقی افندي ربانی

د عبدالبهاء له مړینې وروسته د هغه لمسې  شوقی افندی ربانی د نوموړی د وصیت په اساس ددې دلی مشری په غاړه واخیسته ، په ۱۹۲۱ کال د خپل نیکه د وصیت په اساس ددی ډلی ریاست ته وټاکل شو نوموړی سره ددی چې دا وخت د اکسفورد په پوهنتون کې محصل ؤ چې د خپل نیکه له لوري په دی منصب وټاکل شو ، او د بهایی ډلې مشري یی په غاړه واخبسمته ،د نوموړی  مسؤلبت دا ؤ چې د بهایی دین څخه دفاع  وکړې او ددي ډلی یوالی وساتي  ، نوموړی ګڼ کتابونه ولیکل او ډیر بهایی کتابونه یې انګریزی ته وژباړل  ، نوموړي په نړی کې ګڼ تعمیرونه او عبادت ځې جوړ کړل او د باب په قبر یې لویه بنګله جوړه کړه

هغه  ددي دین  لپاره د یوه پارلمان پشنهاد وکړ چې د هری سیمي څخه به په انتخابی ډول کسان ورته ټاکل کیږی او هره سیمه کی به ددي ډلی یو مرکز وي جې هغی ته به بهایی محافل وایی او یو تنظیمی شکل یې غوره کړ .خو نوموړی په (۱۹۵۷) کال  په داسي حال کې مړ شو له مرک وروسته یې نه چاته وصیت وکړ او ته یې تر شا زوی پاته شو ، ځينی لیکني وایی چې بهایی ټولنو په قصدی دول داسي حالت رامنځ ته کړ او د هغه اولاده یې له بهایت څخه وشړله ..تر څو واک ددي کورنی څخه نور انتقال او یو سازمانی سیستم رامنځ ته کړی ، د لیکوالو په اند   دا ډله اوس د صهیونستانو او ماسونیانو په لاس کې یوه اله ده  هر ډول چې غواړي هسی ګټه تری اخلي ، نو دا لیری نه ګڼې چي دوی  به په لوی لاس ددي کورني دنده ختمه کړې وي او دا ډله یې د خپل لاس آله جوړه کړه .

بیت العدل

دا د بهایی ټولني د اداری او کنترول لپاره په نړیواله سطحه  د یوې منتخبې او انتصابې شوری دی  چې  د اسرائیلو  د حیفا په ښار د کرمل د غره په څنډه  کي موقعیت لری ،دوی وایی چې دوی دا نظام د هغه امر په اساس جوړ کړی چې بهاء الله ورته ارښوونه کړي وه او وروسته نورو مشرانو تفصیل کړي وه ،خو د بهاء الله لارښونې مجملی دی هر ډول چې دوی غواړی هسی یې د ځان په برخه کي تفسیر کوي . بیت العدل د نړیوال فاراماسون په شان تشکیلات لری او د فراماسون په شان اداره کیږي ،چې ددې ډلي د دوام او پیاوړتیا تر ټولو مهمه او اساسي علت شمیرل کیږي

دا تشکیلات او شوراګاني په دوه ډوله دي یو یې انتخابی او دوهم انتصابي ،انتخابی یې د هر هیواد او سیمي څخه په انتخابی ډول  غړې  ټاکل کیږي او انتصابی یې بیا هغه کسان دي چې په اسراېئلو کی د (بیت العدل) له خوا معرفی کیږي چې ددي ډلی مرکز دی

 

بهایان د خپل (۵) میلیونی نفوس د ځینو احصایو په اساس(۸) میلیونه او د (۱۷۰) کلن کار په لرلو سره تر اوسه هم اقلیت دی خو دا په دی معنی نه دی چې دوی کار نه کوي

 

د بهایانو  مقدس کتابونه :

بهایان ګڼ مقدش کتابونه او رسالی لری چې تر ټولو مشهور کتابونه یې دادي :  ایقان ،هفت وادى، هیکل، اقدس ، مبین ، کلمات مکنونه ، ایام تسعه

په کتاب اقدس  کې میرزا حسینعلی (بهاء الله ) ادعا کوی چې الله تعالی د نړی د حلقت او تدبیر چاری هغه ته سپارلی دي  ، په کتاب مبین کي وایی ،( پرته له ما زندانی او یوازی څخه بل خدای نشته )

 دا ډله داسی ګمراه کوونکی عقیدی لری چې له هیڅ اسمانی دین سره سرنه لګوی .

اوس مهال بهایان  (۸) لوی نړیوال معبدونه لری چی له دی جملی یی په استرالیا ،ساموآ  ،اوګاندا ،چیلی ،المان، هندوستان ،پانامه ،او امریکا متحده ایالاتو کي دی ،په دی هر یوه معبد کي له خاصو معماریو کار اخیستل شوي ،له ځانګړنو څخه یې دادي چې دا ټول معبدونه دایروي (۹) ضلعي او نه دروازی لری چې په سر یې ګنبده ده چارپیره تری ښکلی باغ دی چې هر څوک کولای شی دی معبد ته ورشی

د بهایانو ځینې مهم عقاید ؛

1.     دوی عقیده لری چې سید علی محمد باب همغه امام زمان ؤ چې ظهور یې وکړ او د هغه په ظهور سره د اسلام دین پای ته ورسید او نور باید ټول خلک بهایان شی  ( متأسفانه دا عقیده د اهل تشیع له عقیدي راخیستل شوي چې د امام زمان په راتګ به پخوانی اسلام پای ته رسیږي) .

2.     دوی په تناسخ د ارواح باندی عقیده لری او فکر کوي چې مکافات او مجازات یوازی روح ته ورکول کيږي

3.     دا چې الله تعالی د ځینو خلکو په وجود او جسم کي حلول کوي او الله تعالی د باب او بهاء الله په جسم کي حلول کړیدی .

4.     عقیده لری چې ټول ادیان په حقه دی ،تر دی چې بودا ، کنفوشیوس ،زردشت ،برهاما ټول پرحقه  پیغمبران دي ، تورات او انجیل نه دی تحریف شوی ، خو ددي ضرورت دی چې دا ټول دینونه په یوه دین بهایی کې راسره راټول شي

5.     د عیسي (ع) په صلیب کیدو عقیده لری

6.     جهاد ،د وسلی ګرځول او د کفارو خلاف عقیده لرل باطل دي.

7.     بهایان د خپل دین د پټولو لپاره تقیه لازه ګڼی  او د دین اصلی لارښووني چاته نه ښيی .

8.     دوی (۱۹) ورځې روژه نیسې چې د نوروز له پیل مخکي پیل کیږي او د نوروزڅخه یو ورځ مخکي پای ته رسیږي  .

9.     د جماعت لمونځ یوازی د  جنازی لمونځ جایز ګڼي

10.                        د دوی قبله د بهاء الله قبر دی جې د عکا په ښار کي موقعیت لري

11.                        د کعبی شریفی حج باطل ګڼي او حج چې د باب قبر دی یوازی په نارینه ؤ واجب او ښځې ورڅخه معافی دي

12.                        ددوی اخترونه :د محرم لومړی نیټه چې د باب د زوکړې  ورځ ده ،د بهاء د ولادت ورځ د محرم دوهمه  ده ،د باب د دعوت د اعلان ورځ د جمادی اولی پنځمه  همدا شان د نو روز ورځ

13.                        د محارمو سره ازدواج له هغو څخه د میری سره ، خور سره ، لور سره ، عمه  او خاله سره روا ګڼې

14.                         د سود معاملات ازادي دي کومه منع نه لری

15.                        د ښځو حجاب منع او ملغی دی او بی حجابی جایزه ده

16.                        په سیات کي دخالت ممنوع دی

دا او داسې نور عقاید لری چې له اسلام سره هیڅ اړخ نه لګوي خو دوی اوس مهال تر ټولو وړاندی خلکو ته دا دعوت ورکوي چې انسانیت مشترک دی ، د انسانانو ترمنځ باید تبعیض نه وی . ټول سره مساوي دي ، ښځه او نارینه په هر څه کي مساوي دي ،د هر دین پیرو کولای شي بهایت کې شامل شي ..

خلاصه : د نړی اسلام دښمنه کړی او استعماری ځواکونه وتوانیدل د ځینو غلطو عقایدو په مټ چې په ځینو مسلمانو ډلو کي رامنځ  ته شوي دا ډول لویه ډله د مسلمانانو د کمزوری کولو ، او په خپلو کې د اخته کولو په موخه رامنځ ته کړي او د مسلمانانو په منځ کي لوی درځ واچوي ، دا ډله چې په اصل کي مسلمانان ؤ د ځینو ګمراه او قدرت غوښتونکو په مټ رامنځ ته شوه ، له یوې خوا یی ګڼ مسلمانان بی لاری ، مسلمانانو ته یې لوی سرخوږی پیدا کړ ،له بلی خوا استعمار وتوانید چې یوه لویه ډله د ځان په ګټه وکاروی او خپلو موخو ته پری لاس رسي پیدا کړي .

د بهایانو په خلاف دفتواګانې : په مصر کي د ازهر علماؤ فتوا صادره کړې چې دا ډله مرتده او له دین وتلی ډله ده چې هیڅ ډول اړیکې ورسره روا نه دی ، همدا شان د سعودی عربستان  علماؤ هم ددې ډلي په خلاف فتوا صادره کړي

دوی ددې ایت په خلاف د نبوت دعوه کړیده . لقوله تعالى:{ ما كان محمد أبا أحد من رجالكم ولكن رسول الله وخاتم النبيين } همدا شان ډیر احادیث شته چې رسول الله (ص) ځان وروشتی پیغمبر بللی

منابع او مراجع :

1-(شخصیت و اندیشه هاى کاشف الغطاء کتاب (الایات البینات) به کوشش دکتر احمد بهشتى، ص ۱۰۹، کانون نشر اندیشه اسلامى)

https://fa.wikipedia.org/wiki/  بهایت

https://www.porseman.com/article/اعتقادات-بهائيان-فرقه-بهائيت

http://intjz.net/maqalat/sh-aqaed-bahaiyat.htm

https://www.yasa.co/blog/the-founder-of-the-bahai-faith-and-the-bahai-faith/

https://ar.wikipedia.org/wiki/  تاریخ البهایئه

https://ar.wikipedia.org/wiki/  الحجفی البهایه

https://www.islamweb.net/ar/article/74897/%  لبهائية-تاريخها-وأفكارها