لیکنه : محمد شفیق صادق
څارنوال هغه څوک دی چې د حکومت په نمایندګی او د
عامه مصلحت په اساس د تورنو په وړاندې اسناد راټولوي او دعوا پرې اقامه کوي
ډ څارنوال دندې
:
۱-د جرمونو تحقیق
( څیړل) جزایی دعوه اقامه کول او په محکمو کې د تورن په خلاف دعوه په مخ بیول .
۲-د محکمو د قطعي
پریکړو او حکمونو د تنفیذ د بهیر او آزادی د سلب د ځایونو څارنه .
۳- د جزا د تطبیق
او جزایی اجرائاتو د بهیر څارنه او په محبسونو کې د بنیدانو د خلاصون اجرائات .
د څارنوال له خوا
د لازم الاجراء کارونو تطبیق
څارنوال باید لاندي قواعد په نظر کې ونیسي :
۱-د څارنوال
استقلالیت
څارنوال باید په خپلو کړو کې استقلالیت ولری ، د
چا تر اغیزی او اثر لاندی را نه شي ، خپل کار په مستقل ډول د قوانینو په رڼا کې او
د اسنادو په نظر کې نیولو سره تر سره کړي .
۲-د څارنوال بی
طرفی
څارنوال باید د
متخاصمو تر منځ د یوې خوا پلوي ونه کړي ، بلکه خپله بي طرفی وساتي ، د مجنی و مجنی علیه او حکومت سره د تعامل په
صورت کې خپله بی طرفی په ټولو برخو کې حفظ کړي
۳- په اجرائاتو کې
د څارنوال د کار سرعت
څارنوال باید خپل
اجرائات په سرعت سره تر سره کړي ، له بی ځایه وخت ضایع کولو ،او د دوسیی له خنډولو
ډډه وکړي ،. بی خایه ځنډ کول د عدالت په
تطبیق کي خنډ راولی
نو کله چې د
پولیسو له لوري څارنوال ته دوسیه وسپارل شي ، هغه بیله ځنډه تصمیم پري نیسی او کار
به پري پیل کوي چې د جزایی اجرائاتو قانون د (۴۹) مادی په اساس باید په لاندی ډول
خبل کار تکميل کوي
۱- په قباحت کي تر (۱۰) ورځو پوري ، ۲- په جنحه کې تر (۲۷) ورځو پوري . ۳- په جنایت کې تر (۷۵) ورځو پوري
د څارنوال اجراءت
:
په څارنوالی کې
کار په دوو برخو ویشل کيدای شي
۱- د تحقیق برخه ۲- د تعقیب برخه
۱- د تحقیق برخه : په دی برخه کې ټاکلی څارنوال جرمی قضیه په دقت او د ژوره
توګه څيړی د تورن سره به خبری او تحقیق کوي ،،د پیښې ځای ته به ځې ،له خلکو به
پوښتنې کوی ، د پولیسو په لاس کې اسناد او مدارک په څیړی .او خپل ټول توان به په
کار اچوی چې د پيښې اړوند ټول اسناد مکمل کړی ، وروسته که چیری نوموړی د تورن به هکله پوره اسناد ونه موندل نو د جزایی اجراءتو د (۱۶۹) مادی له مخې د هغه
په بی ګناهی او د دعوا د نه اقامی قرار
صادر کړی او دوسیه به حفظ شی ،خو که یې د جرم په هکله کره او پوره شواهد او اسناد
تر لاسه کړل ، نو دوسیه کې به خپل نظر ولیکی او د تعقيب څارنوال چې د څارنوالی له
لوري ټاکل کيږي وسپاري .
۲- د تعقیب برخه :د
تعقیب څارنوال به دوسیه په دقیق ډول مطالعه کړي که نیمګړتیا په کې ولیدل شی
بیرته به یی لومړی څارنوال ته او که ستونزه ونه لری د تعقیب څانوال به اتهام نامه
یا صورت دعوا تر تيب کړي او دوسیه به رسما
محکمی په د مکتوب په اساس وسپاری ،
کله چې دوسیه وسپارل شوه ، لاندی حقوقی نتایج رامنځ ته کوی :
۱- د عوا د مخه د
تحقیق مرحله ختمه او د دعوا د پیل مرحله پیل کیږي
۲-د ظنون او تورن
نوم په متهم باندی بدلیږی\
۳- د دعوا د تعقیب
مسؤلیت د پولیسو او د تحقیق له څارنوال څخه د تعقیب څارنوال ته اوړی او دعوه به په
مخ وړي .
د صورت دعوا ترتيب
لومړی برخه :د صورت دعوا په لومړی برخه کې په قضیه کې د شاملو اشخاصو لکه ( متهم
، مجنی علیه ، څارنوال ) شهرت او د متهم د نیول کیدو او حبس نیټه ، د محکي ځای ...
لیکل کيږی
دوهمه برخه : په دی برخه کې د جرم ډول او د پیښې څرنګوالی
، مشدده او مخففه حالات ، لیکل کيږي ، همدا ډول د متهم په ګټه او د هغه د جرم د
کمیدو په اړه که کوم دلایل موجود وی هم لیکل کيږي .
دریمه برخه : په دی برخه کې ټول هغه دلایل لیکل کيږی چې د
متهم جرم پری ثابت کيدای شی چې دا دلایل عبارت دی له : د تورن اقرار ، د شاهدانو
شهادت . سندونه ، د مضنون مخامخ پیژندل ، قراین ، د جرم اثار ، دجرم مدارک ، او داسی نور .
څلورمه برخه : په دی برخه کې څارنوال د موجوده دلایلو په
اساس او د قانونی موادو په بنست متهم ته د
جزا غوښتنه کوي .
ملاحظه : د تحقیق او څیړني په ټوله موده
چې څوک حق مخ لری ، تورن د وهلو ، ډبولو ، توهین ، تهدید ، تطمیع ، نیشي او دوکي
له لاری په څه ویلو او اقرا کولو
مجبور کړی ، او هغه کولای شي کاملا په خپله خوښه اقرار وکوي او یا یې رد کړي .
د محکمي د پریګړې په اړوند د څارنوال اجراءت :
کله چې دوسیه د
ابتدایی محکمي د قاضیانو له لوری چې بیا به وروسته بحث پری وشي وکتل شي ، نو محکمه
دائره کيږي د دواړو خواوو ، څارنوال او مدافع وکيل خبرې اوري د متهم خبری هم اوری
وروسته محکمه د دوسیې په هکله پریکړه کوي
د محکمي د پریګړي
منل:
په لاندی حالاتو
کې څانوال د محکمي پریکړي ومني :
۱-کله چې ډاډ حاصل
شی چې د محکمی پریکړې د قانون د حکمونو سره سمي تر سره شوي دي.
۲-کله چې د محکمي
پریکړه د څارنوال د غوښتني مطابق تر سره شوې وي .
۳-کله چې د جرم او
جزا تر منځ تناسب موجود وي ،
په هغه صورت کي چې
څارنوال په پریګړه اعتراض کولای شی:
۱-چې پریکړه د
قانون د حکمونو سره سمه نه وی تر سره شوی ، جرمی وصف تغیر موندلی وي او یا په جرمی
وصف کې تغیر راغلی وي .
۲-کله چې بریکړه
له جرم او جزا سره تناسب ونه لری
۳-کله چې د قانون
په تأويل او تفسیر کې تیروتنه راغلی وی
۴-کله چې د قضیی
له حالت او حقیقت څخه نا ریښتینی ارزونې
او پایلې رامنخ ته شوې وي.
۵- کله چې له موجب
او د لیل برته د قضایی استرحام اورافت له حالتونو بی خایه استفاده شوي وي .
۶- کله چې د قانون
په تطبیق کې اشتباه وی لکه :د جرم لپاره یوه ماده ټاکل شوی وي خو قاضي د همدي قانون
بله ماده تطبیق کړې وي
۷- د جرم په وصف
کې اشتباه : چې جرم یو شی وی او جزا د بل شی ورکول شوي وي
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر