محمدشفیق صادق
لومړی برخه
تر
هر څه مخکې باید دا ومنو چې بی سوادي ، بی علمي او کم علمي نه د پرمختګ لاره
ده او نه د نورو د غلامی او احتیاج څخه د
خلاصون ، بی علمه ، بی سواده ، او کم علمه انسانان په ننی نړی کې له
غلامی ، احتیاج اوذلت ځان نشی ژغورلای ،
څوک چې څه درکوي ، نو څو برابره به درڅخه غواړي ،له همدې امله په علم او تخنیک
سنبال ملتونه نن د بی علمه او کم علمه ملتونو په اوږو سپاره دي ، چې پرته له علمي
پرمختګونو به یې له اوږو راکوز نه کړی ، که له یوې اوږي یې را کوز کړي ، مجبور دي
په بله اوږه یې بیرته په خپله سپاره کړي .. همدا د بی علمه ټولنو ورځنی ژوند دی ..
بل خوا لوړې او پوهنتونې زده کړې د هیوادونو د علمي پرمختګونو او لاسته راوړنو بنسټ جوړوي ، د نړی نني پرمختګونه ، اختراعات ، علمي ، ساینسي او کلتوری لاسته راوړنې د همدي پوهنتوني زده کړو او تخصصې هڅو نتیجه ده ، که نن څوک په هوا ګرځې ، یا په ځمکه زور لری ، د همدي لوړو زده کړو او علمي پرمختګونو نتیجه ده ، له همدې امله نړیوال ورته خاصه پاملرنه کوي ، تر دې چې د تخصصې کدرونو او علمې ککریو په راجلب کولو او غلاکولو ، د مخالف لوری په ترور کولو کې د تجارت تر ډګره رسیدلی .د نړی پوهنتوني زده کړي نن ورځ له وړکتونه او ابتدایی دورې د عباقره ، ځیرکو ،بااستعداده زده کوونکو په انتخاب ، پیل کیږي ،چې دا زده کوونکې د ابتدایی او لیسې په دورو کې تر خاص اهتمام لاندې روزل کیږي تر څو تری نابغه او مخترعین جوړ کړي . په نني نړی کې د لیسانس زده کړو ته د لوړو زده کړو د پیلامې په بڼه کڼل کیږي ، چې محصلین ورته د ابتدایه زده کړو په څیر ګوری ، تر څو د پاته لوړو زده کړو بنسټ پری جوړ کړي .
زموږ هیواد کې پوهنتونې زده کړې د ظاهرشاه د
حکومت په مهال د کابل د پوهنتون په پیل سره راپیل شوي ،چې په ابتدا کې یې ښې
علمي لاسته راوړنې درلودي ، د څلويښت کلن روان ناورین په
لوړو ژورو کې د شاتګونو تر څنګ مو
ځینې لاسته راوړنې هم درلودې ،د پوهنتونونو د شمیر تر څنګ د پوهنځيو زیاتوالی ، د
علمي کدرونو تخصصې وده ،د ځوان نسل پراخه
لوالتیا او د کتاب د بازار تودوالی د همدي لاسته راوړنو نمونه ده ، دا باید ومنو
چې په تیرو شلو کلونو کې د زده کړو د کیفتي او کمیتي بډاینې لپاره ډیرې هڅې وشوي ، خو متأسفانه چې دا
هڅې د ځینو شخصې ، سلیقوي ، ایدیولوژیکې غوښتنو او اداری کمزورتیاؤ له امله د خنډونو او ننګونو سره مخ وې چې د
تمې سره سم یې وده ونه کړه ، برعکس په
ځینو مواردو کې یې د ځوان نسل د غلطې روزني لامل شوي.
دا خبره هم باید ومنو چې د هیواد په اکاډیمیک
سنګر کې ډیرو په هیواد او دین مینو استاذانو خپله دنده په ښه شان تر سره کړي ، او داسی کدرونه هم لرو چې ، ددوی
هڅې ، مینه او احساس ددې وطن د بچیانو لپاره د لاری مشالونه دي ، خو ددي تر څنګ دې
ډګر د ځینو ننګونو ، مداخلو ،مغزمینځلو پرګرامونو او نورو کمزورتیاؤ له امله د ډیرو ستونزو په درلودلو مطلوب پړاونه
ونه وهل او په ډیرو ځایونو کې خو د شاتګ لامل هم شول ،چې زه به ددې ننګونو څو
مثالونه په لاندې ډول ذکر کړم :
۱- د ښوونځې (ابتدایه،لیسه) دورې د پوهنتونې
زده کړو لپاره اساسی بنسټونه دي ، دا زده کړې هغه ځوانان په ښه شان تر سره کولای
شي چې په ښوونځې کې یې اساس پوخ کړی وي ، د
ثانوي (لیسې) دورې نصاب یې په مکمل ډول اخیستی او عملي کړی وي ، خو زموږ د
هیواد (۷۰) فیصده د (۱۲) ټولګېو فارغینو د
ښوونځې د دورې د کمزوری تعلیم ، تربیی ،او
منجمنټ له امله هغه وړتیا نه درلوده چې د یوه محصل څخه په پوهنتوني دوره کې تمه
کیږي . ددی لامل دا ؤ چې :
۱- دتیرې دورې په لومړيو (۱۵) کلونو کې د کانکور د کیمټې د
لوی فساد په نتیجه کې ، د پیسو او رشوت په ورکولو ګڼ کمزوری او بی علمه ځوانان
داسې پوهنځيو ته بریالي کیدل چې وړتیا یې نه درلوده ،دي کسانو چې زیاتره د حکومتې چارواکو او بډایه کورنیو څخه
ؤ د پیسو په ورکولو ځانونه مهمو پوهنځیو ته رسول ،هلته به هم د روابطو ،پیسو او
نورو لارو په واسطه د پوهنتون څخه د فراغت
سندونه تر لاسه کول ، برعکس ،بااستعداده او وړ زده کوونکې به له دی
چانس څخه محروم پاته ، خو کیمټې ته د استاذ خموش په راتلو تر ډیره ددې فساد مخه ونیول شوه .
۲- قومې او سیمه ایزو تعصباتو هم د ناپوهه
محصلینو په بریالیتوب کې هم مهم رول درلود
،په ځینو ولایتونو کې خو د کانکور کمیټې
او د اړوند پوهنتون ادارې په لوی لاس نقل او بی نظمی ته لاره هواروله تر څو د هغې سیمې ، ولایت او ژبی ځوانان په ګڼ شمیر کې
پوهنتونونو ته لار ومومي او له نورو قومونو يی انډول کم رانشی . زه خپله دداسې صحنو شاهد یم چې د پوهنتون له ریاست څخه بیا د کانکور تر
څارونکو ټول په دې لټه کې ؤ چې د امتحان صحنه کې درغلې وکړي .داسی ښوونځې هم ؤ چې
د کانکور په امتحان کې به یې اتیا سلنه زده کوونکي طب ته بریالی شوی ؤ په داسی حال
کې چې د همدې ښوونځي د تیر کال نتایج به شل فیصده هم بریا نه درلوده .
ب :د پوهنتون د ننه تدریسې او ادارې ستونزی :
۱-د کمزورو استاذانو ګمارنه :
۱-په تأسف سره په هیواد کې د فساد پراخه څپه
اکاډیمیک مرکزونه هم تر چتر لاندې راوستل ، پوهنتونونو ته د ځینو کمزورو استاذانو په راتلو هیواد د
اکاډیمیک ناورین سره مخ کړ ، د قومي ، لسانی ، سمتي او قرابتي فساد په نتیجه کې ډیر وړ استاذان چې د تقرر حق یې درلود ، له خپل
حق څخه محروم ، په ځای به یې داسی کسان دی مقام ته رسیدل چې د ثانوی دوری
داستاذی اهلیت یی هم نه درلود ،زه داسی ډیر کسان پیژنم چې د همدی فساد قربانی شوی په
ځای ېې د قوم او سیمې په اساس کمزوری کسان
ټاکل شوې چې د کمزورو محصلینو په فراغت کې یې مستقیم اثر درلود .
۲ - همدی کمزور استاذانو محصلین هم ځان غوندې ټنبل او بی مسؤلیته روزل ،
ددوی سره په یوه خوله خندا به یې وړیا نمری ورکولی او ځینو به چې خندا نه ورسره کوله
په دوهم او دریم چانس کې به هم ناکام ؤ ، داسی استاذان هم پیژنم چې یوازی د سیمي
په اساس یې محصلینو ته نمری ورکولی .
۳- د استعماری افکارو د ترویج لپاره ځینو
بی مفکوري استاذانو ته د سیمینارونو ،بورسونو او چکرونو په ورکولو مختلف
افکار ورکول کیدل ، تر څو استاذان بیا همغه افکار د تمدن ، پرمختګ ، او ترقی په
نوم کټ مټ په محصلینو عملی کړی .، ددې استاذانو هر مثال به د لویدیځ د قرون وسطی په څو محدودو فلاسفه ؤ ارسطو ،
سقراط ، افلاطون ..او د فرانسی په
انقلاب راڅرخیده ، اروپا ورته جنت او اسلامی نړی ورته جهنم
ښکاریده ، چې په ښکاره به یې اسلام تر نیوکي لاندې نیوه ، د مسلمانو فلاسفه ؤ لکه
البیرونی ، ابن سینا ، فارابی ، ابن خلدون
..څخه به خبر هم نه ؤ .
۴- اختلاط
پوهنتونې دوره د ځوانې د جوش او مستی دوره ده
، په دې دوره کې ځوانان او پیغلې د خپل مخالف جنس په لټولو او نیژدې کولو کې هڅې
کوي .لازمه خو دا وه چې دواړه جنسونه د اسلامی
او افغانی کلتور په اساس سره پیل او هر جنس ته د زده کړو لازم محیط برابر
شوی وای ، تر څو یې فکر په مقابل جنس کې د پاته کیدو په ځای په زده کړه منحصر شوي وای ، خو متأسفانه
، بی جلبه اختلاط ددي لامل ؤ چې ډیري نجوني د بی لاری ځوانانو له خوا د ځوروني سره
مخ وي او ډیرو کورنیو خو نه غوښتل په داسی بی حیا ماحول کې خپل اولاد ووینې .
۵-نصاب
د هر هیواد د پوهنتون او معارف نصاب د هغه
هیواد د کلتور ،دین او عنعناتو تر څنګ په منل شوو علمي پانګو ولاړ وي ، هر هیواد
هڅه کوي داسی نصاب جوړ کړي چې د خپل منل
شوی کلتور په مراعات ،د هیواد د غوښتنو او
اړتیاؤ په پوره کولو د نړی له لوړو علمې معیارونو سره برابر وي .
په دې برخه کې هم زموږ د هیواد اکاډیمیک سیستم د نورو له افکارو متأثره ؤ ، د
خپل کلتور د منلو په ځای هڅه کیده چې د
نړی له کلچر سره ځان برابر کړی ، د پتلون او دریشی اغوستل د یونیفارم په نوم په ډیرو پوهنتونونو کې جبری او لازمي خبره وه ،
په ځینو کې خو لا د ګیری او ملی جامو خبره
د تمسخر تر بریده رسیده ، د نجونو لپاره
ټاکلی لباس اعلان شوي نه ؤ ، هڅه داسی وه چې نجونې په داسی لباس کې راشی چې
وطنی او اسلامی رنګ او بوی ونه لری ، تر څو وکولای شی افغانه محصله د خپل کلتور
څخه راوباسی ، البته دې حالت د هیواد په سطحه
توپیر درلود ، په پښتون میشته سیمو کې چې لږ نجوني پوهنتون ته تللې هڅه کیده د حجاب په مراعات کولو نجونی تشویق کړي
تر څو پوهنتون ته ورشی .البته په دی مبارزه کې د اسلامی فکر لرونکي استاذان او
مسلمان متدین ځوانان د ستایلو وړ دی ، ددوی هڅې وي چې په پوهنتونې فضا د سیکولرستی افکارو څادر خور نه
شو .
۲-تر ډیرو کلونو خو په زیاتره پوهنځيو کې
ټاکل شوی درسی کتابونو شتون نه درلود ، ځینو استاذانو به د پخوانیو استاذانو له
زړو چوپترو استفاده کوله او ځینو به خپل لیکلي مواد په محصلینو زده کول ، په
وروستیو کې بیا ځینې کتابونه چې ځینو استاذانو د خپلې رتبې د ترلاسه کولو لپاره لیکلي ؤ په محصلینو لازمی شول ، محصلین به مجبور ؤ ټاکلی
کتابونه له ټاکلو کتابتونونو په بیه واخلی ، دی کتابونو محصلینوسره د
معلوماتو په برخه کې مرسته وکړه ،خو په تأسف سره چې په پښتو ژبه لیکل شوي کتابونه د غلطی ژباړې او غلطې لیکنې له امله
دومره په محصلینو درانه ؤ چې مجبور ؤ هغه پخوانی چوپترونه او یا ددې کتابونو اصلي
مراجع را پیدا کړی ،زیاتره وخت به خپله استاذ هم نه پوهیدوه چې د کتاب د متن مطلب
څه دی؟
۳- په
وروستیو کې دا دود شو چې د هرې علمي
لیکنې تاریخي سیر او تاریخي ریښې
راوباسی ، تر څو معلومه شی په پخوا زمانو کې په دی اړوند کوم چا څه لیکلي یا ویلي
او که نه ؟ دا موضوع په خپله ځای کې په زړه پوري ده ، خو تر شا معما دا وه چې کوم تاریخې اسناد د
اعتبار او لاسته راوړڼې وړ کڼل کیږي ؟ تر کومه تاریخه او تر کومه لیکواله باید دا
لیکنه رسیدلی وي ؟ نو ښه لیکنه هغه وه چې تاریخي سیر یې اروپا او قبل المیلاد د
یونان فلاسفه ؤ ته ورسیږي ،د اسلامی تمدن
، فکر او فلاسفه ؤ کردار په دې برخه نه د توجه وړ ؤ او نه یې د لیکنې ارزښت زیاتولی شوای ، برعکس داسی
لیکنی چې په اسلامی تاریخي سیر ولاړې وي ،
کم اهمیته او ځینې استاذانو ته خو د منلو
هم نه وي ،ددې تصور په پلي کولو هڅه دا وه چې زموږ محصل ، باید ومني چې پخوا هم اروپا وه ،
چې تمدن یې رامنځ ته کړی ، اوس هم اروپا ده چې موږ ورته اړ یو، او راتلونکي کي هم
باید اروپا ومنو ، حال دا چې دا تصور د ستعمار یو تپل شوي تصور دي چې په اسلامی او
دوهمه نړی په پټو سترګو منل شوی .
نور بیا ..
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر