دوهمه برخه لیکنه محمدشفیق صادق
۶-استبدادي محیط
زده کړه او تعلیم هغه مهال مفید او ګټور وي
چې د متعلم ، محصل لپاره ډاډه ، په زړه پوري ، مینه ناک او د متقابل احترام فضا
موجوده وي ، استاذ د یوه مهربان پلار په شان له خپلو محصلینو او زده کوونکو سره
چلند ولری ، استاذ د چراغ غوندي وسوزی ، نورو ته رڼا او علم ورکړي ، د استاذ مهرباني
او اخلاص محصل علم ،او هڅې ته تشويق کړي ،
خو دلته بیا د ډیرو استاذانو او محصلینو داستان بل ډول دی ، استاذ ځان ته د استاذی د مقام په ځای د قاضي ، او څارنوال
مقام ټاکلی ، دکتاتوري ، تنده رویه ،غورو او تکبر د ډیرو
استاذانو ورځنی تعامل دی ،دلته نه هغه مینه
شته ، او نه هغه اخلاص چې محصل ورته اړتیا
لری، استاذ په دی لټه کې دی چې څنګه محصل د
ځان تابع کړي ، محصل بیا په دی لټه کې دی
چې څه ډول وکولای شی په مصنوعي احترام او جاپلوسی سره د استاذ مهرباني تر لاسه کړي
تر څو وکولای شی په امتحان کې تري د بریالیتوب نمره واخلی ،په ښکاره خو یی لاس
ورښکلوي ، خو په حقیقت کې بل حالت وي . د استاذ او محصل ترمنځ د پهلواني مسابقه
ده. زیاتره محصلین د پوهنتون له فراغت وروسته یوازی د استاذانو د سخت چلند او
چانسونو خاطری له ځان سره وړی ، داسی استاذان هم شته چې عیب ګڼې خپل محصل ته سلام
واچوي او یا یی سلام علیک کړی ، په ټولګې کي
له استاذ څخه پوښتې کول ، مناقشه
کول ، او د استاذ غلطی راګرځول خو خامخا محصل ته په چانس تمامیږي ، نو زیاتره
محصلین بیا له دې کړنو ډډه کوي . په داسی حال کې چې په نوره نړی کې بیا تعامل بل
ډول دي ، هلته استاذ دی چې محصلین تری د زامنو په شان چاپیره وي ، همدا علت دی چې
زموږ کدورنه علمي وده نه کوي .د همدی دکتاتوری نظام له امله ، د
محصلینو سره ډیری پوښتنې لاینحله او بی ځوابه پاته وي ، تر دې چې د ځينو لوړتیا هم
همدلته خاموشه کړي او د لوړو زده کړو څخه څه چې د پوهنتون له دروازې یې ښه نه راځې
...
۷- میخانیکې زده کړې
د پوهنتون دوره د عملی کارونو ،تجاربو ،
نوښتونو او اختراعګانو دوره ده ، په نوره
نړی کې په همدی دوره کې اختراعات تر سره کیږي او نوی اکتشافات کيږي ، د ځینو
پوهنځیو زیات درسی بهیر باید په لابراتوار
، مزرعه ،عملی ساحه ، شفاخانه او فابریکه کي سرته ورسیږي ، دوی باید عملی زده کړې وکړی ، خو په تأسف سره دلته بیا تر هر څه په میخانکي زده کړو ټینګار
کیږي ، کتاب او د استاذ چوپتر د استاذ او محصل ترمنځ د اړیکې یوازیني وسیله ده . ځېنې پوهنتونونه د عملی
کارونو لپاره ، د کار ساحه نه لری او ځینې
بیا د کمزوری اداری سیستم له امله یوازی په ټولګي بسنه کوي ، ډیری پوهنځي چې باید
په ورکشاپ او لابراتوار کي کار وکړي ، نه لابراتوار لری او نه ورکشاپ ، که یې لری
د کمزوری منجمنت له امله یې دروازی د محصلینو په مخ تړلې وي ، او یا استاذ خپله د عملی کار وړتیا نه لری
،د تعلیم تربیي د پوهنځيو ډیر داسی محصلین مي ولیدل چې د کیمیا او فزیک له څانکو
فارغ شوی و، خو په څلورو کلونو کي یې یوه روځ هم نه لابراتوار لیدلی ؤ او نه
ورکشاپ ، د زراعت د پوهنځیو فارغین ، د
هیواد ډیر مشهور زراعتې بوټې نه پیژنی .کیدای شی د غنمو او اوربشو توپیر ونه شي کولای
، ځکه دوی زراعت یوازی په ټولګې کې زده کړي، د انجنیری څخه فارغ محصلین په عملی ساحه کې د یوې نقشي د کښلو توان نه
لری ، نو څنکه به زموږ تخنیک او عملی وړتیا
لوړه شی ؟
همدا حالت د اجتماعي پوهنځیو هم دی ، د پښتو اودري له ادبیاتو فارغین د یوې کوچنی
مقالی د لیکلو توان نه لری ، باور وکړی د جغرافیی د پوهنځي د فارغینو څخه می د
استاذی لپاره امتحان اخیست د نقشي د څلورو خواوو په ښودولو قادر نه ؤ ، د ډیرو
مشهورو هیوادونو موقعیت یې نه شوای ښودلای .. دې ځوانانو ته د هیواد راتلونکي په
تمه دی.
۸- کمزوری لیکنې او مونوګرافونه :
د پوهنتون څخه د فراغت سند د یوې لیکنې ،
مونوګراف ، پروژی په تکمیل چې د لارښود
استاذ تر څار لاندې باید کار پري وکړي ،ورکول کیږي . د پوهنتون نصاب باید د نظری زده کړو پرځای په عملی زده کړو متمرکز وي
، پروژې ، ليکنې ،عملي کارونه باید د لومړي ټولګې څخه محصلینو ته ورکول شی ، محصل
د څلورکلنې دورې تر پایه د اړوند مسلک د ټول کتابتون سره آشنا شي ،د څیړنې ، لیکنې
او مقالي لاره یې ښه وهلې وي ، د فراغت په مهال وکولای شی خپله پروژه یا مونوګراف
په موفقانه ډول پرته له ستونزو ، د پوهنتون په سویه ترتيب کړای شی ، البته دا هر
څه هغه وخت ممکن دي چې د پوهنتون ، پوهنځې او دیپارتنمت اداري ورته منظم پلان ولری
او استاذان د همدی کارونو په عملی کولو مکلف کړی ، که اداره دا کار ونه کړي ،
زیاتره استاذان بیا ځانونه نه تکلیف کوی ،یوازی د چوپترونو د ورقو په اړولو ځانونه
مکلف ګڼې ..نو ډیر له پوهنتون څخه فارغین د فراغت په مهال د مونوګراف او رسالي د
لیکلو توان نه لری ، په څو وروستیو کلونو کې خو د مونوګراف په بیه اخیستل ، کاپي
کول او استعاره په لوی کاربار بدل شوي ؤ ،
هغه کسان چې د اخیستلو توان لری ، ښه دی په پیسو یې اخلی خو نور چې دا توان
نه لری ، کلونه یې مونوګرافونه پاته وي .
کوم کسان چې د مونوګراف د لیکلو توان ولری
،هغوی ته له یوې خوا د رهنما استاذ له خوا سمه رهنمایی نه کیږي ، محصل بیچاره
لارښود استاذ په عذرونو او زاریو هم نشي موندلای ،که یی ومومي سمه لارښوونه نه ورته کوی ، دلته بیا همغه
دکتاتورانه تصور ورته پیدا شی چې زه باید همدلته له محصل کوچ وباسم ، په نتیجه کې
محصل کمزوری موګراف ،یا رساله ولیکي چې په هیڅ صورت د یوه پوهنتوني فارغ لپاره د مونوګراف نوم نشو ورکولای .
په داسی حال کې چي په نورو ډیرو هیوادونو کې
دا رساله یو علمي منل شوی اثر وي چې کتابتونونه ورڅخه ګټه اخلی ، او فارغ ته د
نورو لیکنو دروازي پرانیستل شی .
همدا علت دی چې موږ د کتاب لیکلو په برخه کې
دومره وروسته پاته یو چې له مجبوریت څخه خپله علمي تشه د ایراني ، عربي ، انګلیسی
یا اردو څخه په ژباړو ډکوو ...
نور
بیا ...
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر