۱۴۰۱ خرداد ۱۶, دوشنبه

د علماؤ ترمنځ د روانو بحثونو په هکله څو خبری ..

 


مخکي تر دي چې اصلی موضوع ته راشم یوه خاطره راپه یاد شوه غواړم هغه درسره شریکه کړم :


یوه ورځ دشرعیاتو د پوهنځيو  د استاذانو ترمنځ په یوه مسئله ډیر تود بحث روان ؤ هر یوه خپل استدلال کاوه ، او مقابل لوری یې ځواب ورکاوه ،بحث اوږد شو ، اخر یوه استاذ  خبره پریښوده او یوه ټوکه یې پکښې وکړه ، ويل یې : په جنت کې به الله تعالی خپل ټول نعمتونه خپلو نیکو بندګانو ته ورکړي ،او الله تعالی به ورته ووايی چي نور څه غواړی ، نو ملایان به ورته ووایی چې يا الله تا خپل ټول نعمتونه موږ ته راکړی خو صرف یو خواهش لرو او هغه دا چي زموږ ملایانو ترمنځ یوه مناظره رامنځ ته کړه ...

دا می تر دی را یاده شوه چې علمي استدلال ، څیړنې ، نیوکې او نقدونه زموږ د دين او شریعت یوه ښکلا ده ،  د همدی بحثونو، استدلالونو او نقدونو له برکته ننی اسلامی نړی یو غني ، ګټور او په ځان بسیا دومره لوی کتابتون لری چې بشر په خپل ټول تاریخ کي ورته لاس رسی نه دی موندلی . تر دی چې مجتهد ته دوه اجرونه ټاکلی شوی ، یو د اجتهاد او بل صواب ته د رسیدلو ، او په خطا سره یې کومه ملامتی هم نشته، ځکه مجتهد یا د نن زماني لیکوال د خپل نیک نیت په اساس ثواب تر لاسه کوی ، او خطا خو د انساني جهد سره تړلی کار دی ، خامخا به مجتهد او لیکوال خطا کیږي ، سهوه کیږی ، خو بیا همدی شریعت نورو علماؤ ته د نقد او نیوکې واک ورکړی تر څو د لومړی لیکوال خطاګاني اصلاح کړي او هغه خپلي سهوی ته یی متوجه کړي ،ځکه په اسلامی شریعت کی( د اهل سنت والجماعت د عقيدی په اساس) یوازی د الله عزوجل  کلام او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سنت له نقد کولو منع دی ، په انسانانو کې یوازی پیغمبران دي چې معصوم دي او څوک پری د نقد حق نه لری ، ځکه هغوی د الله تعالی له لوری رهبری کيدل ، نو الله تعالی خپله هغوی انساني کړنو ته متوجه کول ..په انسانانو کې نور څوک معصوم نشته چې له سهوی او خطا پاک وي ، هرڅوک د خطاء او سهوی سره مخ کیدونکی دی ،  عالم ، مجتهد او لیکوال د خپل علم په اساس لیکنه کوي ، هغه ته وحی نه ده راغلی ، خو په همدی کار هم الله تعالی ورته ثواب ټاکلی دی .


 زما د لیکنې  اصلی موضوع  دا ده چې د څو ورځو راهيسې په رسنیو کې د علمي کدرونو ، او علماؤ ترمنځ په ځینو موضوعاتو ، لکه د نجونو تعلیم ،د حجاب څرنګوالی ، په دین کې د عصری تعلیم مقام ..او داسی نورو موضوعاتو تاوده بحثونه روان دی ، زه چې کله دا بحثونه ګورم ، نو ددې احساس کوم چې اوس زموږ علماء خپلی اصلی دندې او مسؤلیت ته راوګرځیدل، ددی بحثونو په لړ کې به نه یوازی علماء مجبور شی چې څیړني وکړي ، مطالعې وکړي ، او حقیقت ته ځان ورسوی ، بل خوا به په ټولنه کې د لوستو کسانو لپاره په دین باندي د پوهاوي ضمینه برابره شی ،  له څو ورځو را په دی خوا چې دا بحثونه راپورته شوی ، هغو کسانو چي له دینې مطالعی سره یی هیڅ علاقه نه درلوده  ، په دینې مطالعه پیل کړی ، اقلا همدا متضادي لیکنې لولی  ..او دا یوه ښه پیلامه وه ، خو ستونزه داده چي  زموږ د ځینو هیوادوالو علمی ظرفیت دومره ټيټ دی چې دي بحثونو ته د تربګنی ، پارت بازی او مقابلي په سترګه ګوری ، او دا نشي درک کولای چې دا ډول بحثونه زموږ د شریعت یوه برخه ده ، زموږ د مذهب دستر مشر او امام ( امام ابوحنیفه )رحمة الله علیه  سره یې خپلو شاګردانو استدلال کړی د هغه په نظرونو یې نقد کړی نو موږ خو د هغه پښو ته هم نه رسیږو ، دوهمه خبره داده چې په دی بحثونو په هکله  ډیر کم علمه ، او له شرعی علم څخه ناخبره کسان هم خپل نظرونه ورکړی ، چي دا کارله حق څخه تجاوز دی  ، دریمه ستونزه دا ده چې زموږ ځینې علمي کدرونه  ددی توان نه لری چې د مقابل لوری نقد او استدلال  وزغمی ، او قبول یې کړی ، هغه ته د خصومت په سترګه ګوری ، ځکه ځينو ته ځان له نقد څخه لوړ ښکاری او د ځان سپکاوی یی ګڼې ، خو د ټولو ستونزو سره سره زه بیا هم علمي بحثونو ، مناقشو او استدلال ته په نیک پال ګورم چې له یوې خوا به مو علماء مطالعي او څیړنې ته اړ شی ، علمي پانګه به مو زیاته شی ،  کیدای شی دا علمي بحثونه د رسنیو څخه د کتابونو منځ ته داخل شی ، او تر ټولو مهمه دا چې د پښتو ادب او پښتو ژبی د پیاوړتیا سبب به شی ، په ننی عصر کي د انترنټ د ننه تر ټولو لږ علمي مواد په پښتو ژبه داخل شوي ، کاش دا لیکني د فس بک په ځای په ویپ پاټو کې خپریدلی تر څو د اوږدي مودي لپاره د خلکو د لاس رسی وړ واي .  او هغوی چې په پښتو ژبه دین زده کول غواړی په اسانی به دین تر لاسه کړی

خو د اسلامی امارت چارواکو ته ښایی چې  د علماؤ ترمنځ د پلو نیولو په ځای هغوی ته د لا علمي بحثونو ضمینه برابره کړی ، هغوی وهڅوی چې په قوت استدلال وکړي او بیا  د هر عالم د ساتلو هڅه وکړی .


سلطام محمود غزنوی چې کله په غزني کې خپل واک ټینګ کړ نو لومړی کار یې چې وکړ هغه د علماؤ لپاره د علمي څیړنو د یوه لوی مرکز پرانیستل ؤ ، او امر یې وکړ چې په خراسان او ماوراء النهر کي چې څومره علماء دي ټول باید غزنی ته راشی او خپل علمي تحقیقات پیل کړی ، هغه په دی کار غزنی د علم په یوه لوی مرکز بدل کړ ، په دی لړ کي له هغو کسانو چي غزنی کې یې کار پیل کړ  یو هم  ابو ریحان البیرونی ؤ چي د همدی تحقیقاتی مرکز له برکته نن د نړی په سطحه یو دیني ، ساینسی او فضایی عالم پیژندل کیږي . بدبختانه چي ابن سینا تری وتښتید خو ټول فارس او خراسان یې پسې وکتل ، او پیدا یی نه کړ .

 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر