لیکنه : محمدشفیق
صادق
۲/۴/۲۰۲۳
د ځمکي د جوی تغیراتو
او بدلونونو په هکله پوهان ډیر نظرونه لری ، ددوی په اند د ځمکې تودوخه د پخوا
پنځوسو کلونو په پرتله زیاته شوې ، همدا لامل دی چې د هوا حالاتو هم ورسره بدلون
موندلی . افغانستان کې دا بدلون شايد ډیرې اغیزې ولري ، د افغانستان خلکو د طبعي هوا حالاتو په دوام خپل ژوند برابر کړي ؤ ، په
ژمي به په لوړو سیمو کې ډیرې واورې اوریدي ، په دوبي به هر لور ته د اوبو ډک
سیندونه بهیدل ، خلکو به د کال په اوږدو
کي تری ګټه اخیسته ، په ځينو سیمو کې چي سیندونه نه ؤ د چینو له اوبو او د
کاریزونو په کیندلو به خلکو خپلی ځمکې
خړوبولې ، خو څو کاله وشول چې اقلیمي
بدلونونه رامنځ ته شوي او دا بدلون کیدای
شی نور هم ګړندی شي ، اوس په ژمي نه هغسې
واوري اوریږي لکه پخوا او نه هغسی زخیره کيږي . نو د سیندونو څخه هم هغه تمه باید ونه لرو کوم
چې پخوا مو درلوده ، اورښتونه هم منظم نه دي ، کله له تالندي سره مل توند بارانونه او کله هم لویه وچکالی ، دا حالت
یوازی زموږ په هیواد نه دی راغلی ، ډیر هیوادونه ددي سرنوشت سره مخ دی ، د فرات او
دجلی غوندي سیندونه وچیږي ، د اورال او کسپین سمندرګي وچیږي ، خو نور هیوادونه له
پخوا ورته متوجه دي ، تر دې چې څو کاله مخکي مې ولوستل چې را تلونکو کلونو کې به د هیوادونو تر منځ د اوبو په سر جګړې رامنځ
ته کیږي او موږ ددې ستونزو په منځ کې قرار لرو .
زموږ خلک چې خپله
لاس رابډ نه وهي ، حکومتونه دومره مالی توان نه لری چې ټولو سیمو ته رسیدګي وکړي
او نه نړیوال راسره مرسته کوي ، زموږ خلکو پخوا هم خپلي ستونزې په خپله حل کولی ،
د حشرونو په واسطه به لوی لوی کارونه تر سره کیدی ، چې متأسفانه چې موقتو مرستو زموږ هغه کلیوالي رواجونه له
منځه یوړل او موږ یې سره وویشلو .
نو دا حالات ،دا ایجابوي چې خلک او مسؤلین راتلونکي ته جدي پاملرنه وکړي ، زما په اند په راتلونکي کي به یو څاڅکی باران او یوه لمن واوره هم ډیر ارزښت ولری ، نو که غواړو چې راتلونکي کې د همدی بدلونونو سره ځان برابر کړو ، لازمه ده چې په هره سیمه او ولایت کې خلک لاس په کار شی ، په کوچنیو شیلو ، خوړونو ، او تنګیو کې د خپل توان سره برابر بندونه جوړ کړی ، هغه سیمي چې بیدیاوي او دشتي لری هم په خپلو سینو کي خوړونه، مانده ، او شیلي لری ، نو په هغو کي دې د بندونو په جوړولو اوبه را تم کړی ، په دی سره به دوی د ځمکي اوبه زخیره کړي له بلي خوا به د بارانونو د اوبو د بی ځایه تللو او ضایع کیدو مخنیوی وکړي .
ځکه موسمي
بارانونه د سیلابونو په ډول د ځمکي په مخ تیریږي او خلک تري ډیره ګټه نشي اخیستلای
، زیان یې ډیر او ګټه یې لږه وي .
بله تر
ټولو لویه ستونزه چې زموږ راتلونکي نسلونه له ګواښ سره مخ کوي هغه په خپل سر برمي
دی چې ډیر ولایتونه یې له سخت ګواښ سره مخ کړي ، مثلا په کندهار ، هلمند او فراه
کې د اورښت د کچې په تناسب لس برابره زیاتی اوبه له ځمکي را ایستل کیږي ، په داسی
حال کي چې ددې اوبو د زخیري لپاره خلک هیڅ اقدام نه کوي .نو که حالات همداسی روان
وي کیدای شی ددې ولایتونو خلک په راتونکي کي له سختو ګواښونو او د اوبو له سخت کمي
سره مخ شی .
په ځینو هیوادونو
کې حکومتونږ په برمو او د اوبو په استمعال محدودیتونه لګولی ، مثلا هر څوک چې برمه
کیندي نو باید د حکومت څخه اجازه لیک ولری ، یا دا چې پخوانی برمی نشی کولای له
اتو ، لسو ساعتونو زیاتي اوبه مصرف کړي
نو ددې مشکلاتو د مخنیوي
لپاره لازمه ده چې اولس ، خلک او مسؤلین لاس
په کار شی او خپل راتلونکی په خپله وژغوری ..
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر