لیکنه : محمدشفیق صادق
کورونه د انسانانو
د اوسیدني او ژوند کولو ځایونه دي ، خلک هلته آرام ژوند پکښې کوي، د ستړیا په مهال دمه پکښې
کوي ،اطمنان او راحت پکښې کوي ، یوازینی ځای کور دی چې خلک پکښې د ارامي ، ازادئ او خوندي توب احساس کوي ، په خپل عورت او حرمت ډاډه وي ، هر هغه څه کولای شي چې بل ځای یې نشي کولای ، خو کور هغه
مهال همداسې ډاډمن حالت غوره کوي ، چې محرم او ممنوع الدخول وی ، هیڅوک ددې حق ونه
لري چې د کور د خاوند له اجازې پرته ، هلته ورشي ، د کور څښتن د خپل کور په هکله
پوره واک ولری ، دا حق ولری چې څه وخت وغواړي د چا سره وګوري او د چا سره ونه ګوري
، له همدې امله الله تعالی موږ ته امر کوي چې د چا کورته ورتلاست نو اجازه وغواړئ ،
او خلک یې له اجازې پرته د بل چا کور ته له ننوتلو منع کړي دي ،هغه وخت موږ کولای
شو چې د یو چا کور ته ورشو ، چې اجازه وغواړو ..
الله تعالی فرمایی
: قال تعالى: ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ
حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ
لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ * فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلَا
تَدْخُلُوهَا حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمْ وَإِنْ قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا
هُوَ أَزْكَى لَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ * لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَدْخُلُوا
بُيُوتًا غَيْرَ مَسْكُونَةٍ فِيهَا مَتَاعٌ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا
تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ ﴾ [النور: 27،28، 29].
یعني : ای هغو
کسانو چې ایمان مو راوړئ ،هغو کورونو ته مه ننوزئ چې ستاسو نه دی ،تر هغه وخته چې(
اجازه وغواړئ ) خبرې ورسره وکړئ او ددې کور په اهل سلام واچوئ ( دغه اجازه غوښتل ) تاسو ته بهتره
دي تر (بی اجازې ننوتلو ) ښايی چې تاسو پند واخلئ .
خو که څوک مو په
کور کې ونه موندل ( چې اجازه درکړي ) بیا هم مه ننوزئ ، تر هغه وخته چې اجازه درکول شی ، خو
که درته وویل شول چې بیرته ولاړ شي ( د راتلو وخت نه لرم ) نو بیا بیرته راوګرځئ ،
او دغه بیرته راګرځيدل ډیر غوره دي تاسو ته ، او الله تعالی په هغو کارونو چې تاسو
یې کوئ ښه عالم دی .
خو په تاسو ګناه نشته که تاسو هغو کورونو ته ننوتلی چې له
اوسیدونکو خالي وي ، ستاسو هلته کوم منفعت( ضرورت) وي ، او الله تعالی په ټولو هغو
کارونو ښه عالم دی چې تاسو یې ښکاره کوئ یا یې پټ کوئ .
ولي الله تعالی په اجازه غوښتلو ټینګار کړی ؟
دا چې کور د امن
ځای دی او هر څوک پکښې په ډاډه زړه ژوند کوي ، نو کیدای شي یو څوک په کور کې په داسي حالت وي چې بل ځای نه وي . نو که څوک له اجازې پرته د
چا کورته ورشی ، په داسي څیزونو به یې سترګې ولګیږي چې د کور د څښتن لپاره شرم وي
، د میلمه لپاره هم کیدای شي د بې لارئ لامل شي ، د بی اعتمادې لامل شي ، د تصادف
په ځای قصدي کتنې پیل شي . او د کور امنیت له منځه ځې، د مینې او محبت فضا په
خفګان او دښمني بدلیدالی شي ، له همدې امله الله تعالی مؤمنانو ته په دې ادب د
مراعات کولو امر کوي ، او د ننوتلو په مهال ورته نور آداب ښيي .
ولي باید سلام پري
واچوي ؟
کله چې یو څوک د
چا کور ته ورځي او په هغوی سلام اچوي ،نابدیا ، وحشت ، او خفګان له منځه ځي ، مینه
محبت ، ډاډ او سکون رامنځ ته کیږي .
کور کې یوازې د
بدن عورت خبره نه ده چې خلک نه غواړي هغه بې پردې وویني . بلکه دلته د طعام ، لباس
، لوښو ،جامو عورت او عزت هم شامل دی ، ډیر ځله یو څوک نه غواړي ،ددوی کور ، لوښې ، جامې ..د بل څوک په
ناوړه حالت کې ووینی ...
همدا ډول د احساس
، رغبت ، خفګان او پریشانی عورت ..ډیر خلک نه غواړي یو څوک د هغه د ژړا ، خفګان ،
غصې ،..په حالت کي وویني .. دا هغه مهم اجتماعي اداب او بنسټونه دي چې کورنی ژوند
پرې ولاړ دی او الله تعالی موږ ته دهغو په
مراعات کولو امر کوي ..
د اسلام په لومړي
سر کې به مسلمانانو د رسول اکرم (ص) ټولو خبرو او کړنو ته په غور سره کتل ،او هغه
به بې عملي کول چې د بیلګي په توګه به زه څو نمونې ولیکم :
له قیس بن سعد څخه
چې هغه د عباده زوی دی روایت شوی چې فرمایی : یوه ورځ رسول الله (ص) زموږ د کور د
لیدنې لپاره راغی ،نو یې وفرمایل : اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ، سعد د هغه
ځواب په ټیټ آواز ورکړ ، ( قیس وایی) ما ورته وویل : ایا رسول الله ته اجازه نه
ورکوي ؟ هغه راته وویل : پریږده چې رسول الله دری ځلې په موږ سلام ووايی ....دا
عمل دری ځلی تکرار شوی ..له دریم ځل سلام ورسته رسول الله بیرته روان شو ، سعد
ورپسې ورغئ او ورته ویی ویل : یا رسول الله موږ ستا سلام اوریده ، موږ په ټیټ آواز ځواب درواوه ،.موږ غوښتل ته
ډیر ځله په موږ سلام ووایی .. رسول الله ورسره راوګرځيد ...
حدیث ابوداؤد او نساېې روایت کړی دی .
ایا د اجازې
غوښتلو لپاره حتما باید سلام واچول شي ؟
د سلام کلمه ښکلي
د مینې محبت او ثواث ګټلو وسیله ده ، که ممکنه وي چې د سلام کلمه استعمال کړل شي
دا تر ټولو ښه ده ځکه رسول الله (ص) به
همدا کلمه استعمالوله ، خو کولای شي یو څوک د الله اکبر ، لااله الا الله ، سبحان
الله ... کلمي ووایی ، همدا شان دروازه
ټکول ، د یوچا نوم اخیستل ( فلانیه ) ..غاړه تازه کول ..دا ټولې د اجازې غوښتلو
وسائل دي ، خو سلام تر ټولو بهتره دی .
د دروازې سره به
څه ډول دریږي ؟
کله چې یو څوک د
چا دروازې ته ورځي نو ادب دادی چې مخامخ به دروازې ته نه دریږي .بلکه د دروازې ښې
یا کیڼ اړخ ته به دریږي ..
ابوداؤد په یوه بل
حدیث کې له عبدالله بن بشر (رض) څخه روایت کړی چې :
رسول الله (ص) به
چې د کوم قوم دروازې ته ورغی ، نو مخامخ به دروازې ته نه دریده ،د دروازې ښې او یا
کیڼ اړخ ته به ودرید او دا به یې ویل : السلام علیکم ..اسلام علیکم ..ځکه هغه وخت
به په کورونو ( دروازو) پردې پرتې وي .
بل حدیث شریف کې
چې مسلم شریف روایت کړی ،فرمایی :
چاچې د د کوم قوم د کور څخه د هغه کور د څښتن له اجازې پرته اطلاع
حاصلوله نو د (کور څښتن ته ) جایز دی چې سترګې یې راوباسي .
ایا یو څوک به خپل
کورته ننوتلو کې هم اجازه غواړي ؟
یوازې د بل چا کورته ننوتلو په مهال اجازه غوښتل نه ، بلکه کله چې څوک غواړې خپل کورته ننوزي هم
اجازه به غواړي . په دې هکله عطاء بن یسار (رض) نه روایت شوی :
رُوي أن رجلاً قال للنبي صلى الله
عليه وسلم: أأستأذنُ على أمِّي؟ قال: ((نعم))، قال: إنها ليس لها خادمٌ غيري،
أفأستأذن عليها كلما دخلتُ؟ قال: ((أتحب أن تراها عُريانة))؟ قال الرجل: لا، قال:
((فاستأذِن عليها))
یوه سړي رسول الله
(ص) ته وویل : کله چې مې د مور ( کور، خوني ) ته ورځم هم اجازه وغواړم ؟ رسول الله
ورته وویل . هو .بیا سړي ورته وویل : هغه پرته له ما بل خدمت کوونکی نه لری ،نو
آیا هر ځل چې ورتلم اجازه ترې غواړم ؟ هغه
ورته وویل : ایا دا خوښوي چې هغه (مور ) دې بربنډه وویني ؟سړي وویل نه . بیا رسول الله ورته وویل :
نو اجازه غواړه .
عطاء بن رباح (رض)
له ابن عباس (رض) څخه روایت کوی چې : ما رسول الله ته وویل : ایا زه د خپلو یتیمو
خویندو څخه چې زما سره په یوه کور کې ژوند کوی هم ( کورته د ننوتلو په مهال) اجازه
غواړم ؟ هغه راته وویل : هو . ...
بیا یې راته وویل
: ایا ته خوښووي چې هغه لوڅې وویني ؟ ماورته وویل نه ، بیا یې راته وویل . نو
اجازه غواړه ،هغه وایی ، ما بیا رسول الله ته مراجعه وکړه چې ( ما معاف کړی ) نو
یې بیا راته وویل : ایا ته خوښوي چې د الله تعالی اطاعت وکړي ؟ وایی ماورته وویل :
هو ، نو راته ویې ویل : اجازه واخله
کله چې کوربه
میلمه ته وایی بیرته ولاړ شه نو میلمه باید همدا کار وکړي .
کله چې یو څوک ونه غواړي چې اجازه درکړي نو بیرته راوګرځه ، دا درته بهتره دی ،او په دي خبره باید انسان خوابدی نه شي ،ځکه
دا کار د اسلامي آدابو څخه یو ادب دی ،او پابندي پری لازمي ده ،خو ننی مسلمانان
بیا دا ادآب نه مراعات کوي ، ډیر خلک به ګورې نه شپه کوري نه ورځ پرته له اجازه د
خلکو کورته ورځي ،دروازې ورټکوي ،که هغه هر څومره په قصد چپ پاته وی بیا هم شل ځلي
دروازي ورټکوي ..تر څو د مجبوریت څخه دوازه ورته خلاصه کړي ،په داسې حال کې چې زړه
یې نه وی دا ملیمه یې کور ته ورشي .. ظروف یې ددي نه وی چې د چا سره وګوري .
میلمه خو د ځان
سپکاوی ګڼې چې بیرته وګرځي ..او دا کار د ځان په حق کې شرم ګڼې . میلمه په دی نه پوهیږی چې دا وخت ددی دی چې زه هلته
ورشم ،دا چې د ډوډی خوړلو په وخت کې سلام اچول په چا لازم نه دی ، خو په دې وخت کې
بیا دروازه ټکول به څه ډول مناسب وي ، که کور ته اجازه ورکړې بیا ډوډی نه ورکوي ،
نو زړه کې یې د دښمنئ لمبې بلې شي ، یا د شپې لپاره پاته کیدو سات ورته ونه کړې نو
سم د دښمنی فکر ورسره پیدا شي ،نه ددې کور شرائط په نظر کې نیسي او نه ، د کوربه
حالت .دا ځکه چې موږ یوازې د غلط عرف او ړانده تقلید بنده ګان یو ، نه د شریعت
تابعدار .
ایا د کور د ننه
اجازه غوښتل لازم دي ؟
تر اوسه مو په دې
خبره وکړه چې کوم کور ته له بهر څخه څوک راځې نو څه دول چلند به کوي ، اوس به راشو
دې ته چې د کور د ننه ، به زموږ د ژوند لاره څه ډول وي ، ایا هر څوک به هرې کوټې
ته ننوزي او که کوم اداب شته ؟
الله تعالی موږ
دلته هم خپل سر ته نه یو پریښې ، په سورة
النور کې الله تعالی فرمایی :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا
لِيَسْتَأْذِنكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا
الْحُلُمَ مِنكُمْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ ۚ مِّن قَبْلِ صَلَاةِ الْفَجْرِ وَحِينَ
تَضَعُونَ ثِيَابَكُم مِّنَ الظَّهِيرَةِ وَمِن بَعْدِ صَلَاةِ الْعِشَاءِ ۚ
ثَلَاثُ عَوْرَاتٍ لَّكُمْ ۚ لَيْسَ عَلَيْكُمْ وَلَا عَلَيْهِمْ جُنَاحٌ
بَعْدَهُنَّ ۚ طَوَّافُونَ عَلَيْكُم بَعْضُكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ كَذَٰلِكَ
يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ (58)
یعني :ای هغو
کسانو چې ایمان یې راوړي ،لازمه ده چې له تاسو اجازه وغواړي هغه وخت چې ( تاسو ته درځي ) (
کوم چې تاسو یې مالکان یاست )(لکه وینځي ، غلامان ، خادمان) او هغوی چې تر اوسه لا د بلوغ حد ته ندي رسیدلي ، ( دا اجازه به ) دری کرته (
وختونو کې ) غواړي ،د سهار له لمانځه د مخه ، او هغه وخت چې تاسو خپلې جامي له تن
څخه لیری کوي ،د غرمې په مهال ، او د ماخوستن له لمانځه وروسته ، دغه ( دری وختونه
) تاسو د اخلال او ځورنې دی ، له دی دریو وختونو پرته په نورو وختونو کې په تاسو
او (یادو خلکو) کومه ګناه نشته (چې ستاسو اطاقونو ) ته درشي (ځکه ) دوی د تاسو
ترمنځ ګرځیدونکي دي ... الله تعالی تاسو ته خپل ایتونه په ښکاره بیانوي ،او الله
تعالی ښه عالم او د حکمت څښتن دی .
إِذَا
بَلَغَ ٱلْأَطْفَٰلُ مِنكُمُ ٱلْحُلُمَ فَلْيَسْتَـْٔذِنُواْ كَمَا ٱسْتَـْٔذَنَ
ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ ءَايَٰتِهِۦ ۗ
وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
خو کله چې واړه ماشومان
( اصیلان) د بلوغ حد ته ورسیدل ،نو دوی به هم ( خونو ته د ننوتلو په مهال) اجازه
غواړي ،داسې اجازه لکه له دي ماشومانو مخکې چې لویانو اجازه غوښته ..الله تعالی همداسې ښکاره بیانوي تاسو ته خپل
ایتونه ، او الله تعالی ښه عالم او د حکمت څښتن دی .
ددي ایت له تفصیل
څخه داسې ښکاري چې وینځې ، او غلامان او هغه ماشومان چې د بلوغ مرحلې ته نه وي
رسیدلي ، کولای شي پرته له اجازې غوښټلو په کور کې وګرځي ،خو په دریو وختونو کې
ورته د ازاد ګرځيدو اجازه نشته ،او دوی باید اجازه وغواړي دا وختونه دری دی :
۱- د سهار له
لمانځه د مخه چې خلک عادتا د خوب په جامو کې او د استراحت په حالت کې وي
۲- د غرمي وروسته
چې خلک عادتا د په ګرمئ کې بیده کیږي ،او د خوب جامي اغوندي .
۳- د مازخوتن د
لمانځه ورسته چې خلک د خوب جامي اغوندي، او استراحت کوي ، دا دری وختونه له دې
امله په عوراتو ونومول شول چې عورتونه پکښې ښکاره کیدای شي ،همدا وختونه دی چې
نومول شوي کسان د کور د ننه کوټې ته په ننوتلو کې اجازه وغواړي .
دا داسې یو ادب دی
چې ډیرې کورني ورڅخه غافلې دي ، خلک فکر کوي چې دا خو ماشومان دی او یا دا چې دا
خو خادمان دي ، په حالاتو نه پوهیږي ، خو د
روانشناسی د علم علماء وایی ، چې کله ماشومان په ماشومتوب کې د ادابو خلاف حالات
وویني ، په ټول ژوند یې ناوړه اغیزي اچوي
، له همدې ماشومتوب څخه یې فکر په همدې ناوړه کارونو کې مصروف کیږي . نو
باید ماشومان له داسې صحنو ، لیدنو او اوریدنو لیرې وساتل شي .
خو کله چې همدا ماشومان ، د بلوغ عمر ته ورسیږی
، نو دوی هم د لویانو حکم غوره کوی ، داسي اجازه به غواړي لکه لویان او پردي خلک
..
دا چې اسلام د کور دننه د ماشومانو لپاره داسي احکام لازم کړي ، نو په کور د ننه د لویانو ، ګڼو کورنیو . څو
فامیلونو لپاره به څه ډول وي .
متأسفانه ډیرې
کورنی ،د کور د ننه د دې آدابو له مراعات کولو عاجز دي ، یا د اهمیت په سترګه نه
ورته ګوري ، محرم او غیرمحرم ګډ ژوند سره کوي ، ستر او پردې له منځه تللې وي ،
اجازه غوښتل خو د کور د ننه د کاکا زوی ، او ماما زوی ته شرم وي ، لیورونه او
وریندارې په یوه کور او کوټه کې ګډ
ژوندونه کوي ..همدا کارونه د عرف او رواج
په نوم جاېز بولې ، که د الله احکام ورته بیان شي ، بیا پښتني غیرت راوړاندې کړي ،
ځانونو ته د ملاېیکو فکر کوی ..خو د همدې ادابو د نه مراعات په صورت کې کورنی په
لویو ستونزو او دښمنیو کې راګیر شي او د وژنو او قتلونو لامل ګرځي ...