۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

موږ ولې خپل ښوونځي سوځوو ..( پنځمه برخه ) زموږ په تعلیمي او کلتوري حالت د بلوچستان د ایالت (سوبې) اغیزې

 

پاکستان چې په څلورو ایالتونو ویشل شوی ، هر ایالت یې بیل حکومت او نظام لری ، د هر ایالت واکمنې ډلې او ګوندونه د خپل ایالت لپاره د پرمختک او ترقی  پرګرامونه او تګلارې لری نو بلوچستان ایالت چې زموږ د جنوبی غرب د حوزې زیاتره خلک ور مهاجر شول ،خپل خصوصیات درلودل .


دا ایالت چې د نورو ایالتونو په نسبت ، په اقتصادي ، عمراني او ترقیاتي برخو کې ، له نوروایالتونو چې  څومره وروسته پاته دی  ، همغه اندازه په تعلیمي ډګر کې هم وروسته پاته دی ، کله چې د پاکستان دری نور ( سند +پنجاب +سرحد) ایالتونه د بلوچستان سره پرتله کړي نو mداسی فکر کیږي چې  بلوچستان کوم بیل هیواد دی ، او په تأسف سره لکه نورو ایالتونو چې زموږ په خلکو اغیزې درلودې  ، دې ایالت هم  زموږ په مهاجرو او ټولنه هم خپلې اغیزې درلودې .


دا چې د دې ایالت د اصلي اوسیدونکو ( پښتنو او بلوڅانو) قومي او، توکمیزه سیالي چې دوی ته د انګریز له وخته په میراث پاته ده ، ددې لامل شوی چې واکمنې ډلې د ایالت د پرمختګ په ځای ، یوازې د واک په سرسیالي سره  وکړي ،او هره قومي ډله خپل ټول قوت د مخالفې ډلې په راپرځولو مصرفوي ، همدې اختلاف مرکزي حکومت ته هم موقع ورکړې چې دا اولس تل همداسې په خپلو کې اخته ، ویده او وروسته پاته وساتی .

همدا اقتصادي او عمراني وروسته والی ددې لامل شوي چې خلک د یوې ګولې ډوډی د پیدا کولو په فکر کې شي او له تعلیم سره یې لیوالتیا  کمه شي ، ددې سیمې زیاتره خلک اوس هم بی سواده او له تعلیم څخه  لیري پاته دي چې شل کاله مخکي (زموږ د هجرت په مهال ) خو یې حالت تر اوس هم بد تره ؤ په داسې حال کې چې نورو ایالتونو کې حالت بل ډول دی، هلته ښوونځي او پوهنتونونه د ګوتو په شمار ؤ ،عصري  تعلیم پکښي تر ډیره د پنجاب  او سند ایالتونو څخه راغلو خلکو ته پاته ؤ چې د پښتنو او بلوڅو ونډه ددوی د نفوسو په نظر کې نیولو سره ډیره کمه وه ، د نجونو تعلیم خو یوازي  د نورو سوبو څخه راغلو میلمنو ته ورپاته ؤ ، پښتون او بلوڅ خپله لور ښوونځی ته نه استوله. چې اوس کیدای شی دا حالت تر پخوا ښه شوی وي.


 د پښتنو تعلیم تر ډیره  یوازي په همغه پخوانیو کلیوالو کوچنیو دیني مدرسو کې محدود پاته ؤ  چې په کلیوالي بڼه جوړې وې ، له دې مدرسو خو حکومت مالي ملاتړ نه کاوه ،  خو خلکو هم د اقتصادی کمزورتیا له امله  (د نورو سوبو په پرتله) له دې مدرسو چندان اقتصادي ملاتړ نه کاوه ، یوازي کم شمیر مهاجر توانیدل چې په دي دیني مدرسو کې شامل شي ، سره ددې چې د مهاجرو په کمپونو کې  وروسته ،محلي مدرسي او د جوماتونو تدریس پیل شو خو ،دا تدریس په ټیټه سویه او محلی بڼه ترسره کیده .

د خواشیني خبره داده چې  په دې سیمه کې د مدرسو فضا تر ډیره د عصري تعليم په خلاف جوړه وه ، هلته هم  زموږ د پخواني ( جمهوري او خلقي نظامونو د وخت) د تصور په شان  تصور جوړ ؤ چې  ښوونځي  د کفر مرکز او معلم بد  ګڼل کیده.

هلته دا تصور په لویه کې د انګریزي استعمار د بی دینه سیاست او بیا  د دوو لویو  پښتني تنظیمي او فکري ډلو د سیاست زیږنده وه چې د بلوچستان په پښتنو یې واک درلود ، چې یوه ډله ملت پاله نشنلست پښتانه ؤ چې  دیني زده کړې او علماء  یې د پرمختګ په لار کې خنډ ګڼل ، د دوی په خلاف به یې غونډې جوړولې او د پردې ترشا یې علماء غندل .همدې  نشنلستو پارټیو عصری تعلیم  ته د بی دینه سیاست په فضاء کې د پرمختګ هلی ځلې کولې ، له همدې امله د خپلې رقیبې ډلې د تبلیغاتو په لړ کې ښوونځیو ته زیان رسیده .، بله لویه ډله چې په دې سوبه واکمنه وه ، د جمیعت علماء اسلام ډله ده چې د نشنلستو سیکولر ډلو په مقابل کې یې د واک سیالي روانه وه ، دوی بیا د نشنلستانو په خلاف عصري تعليم ته د شک په سترګه کتل ،  ښوونځي یې د سیکولرزم ځالې ګڼلې .او مطلق د دیني عنعنوي تعليم او مدرسو په جوړولو او پاللو یې خپل خلک تر خپل واک لاندې ساتل ، تر دې چې  د عصري تعلیم سره یې د نارینه ؤ لپاره هم دلچسپې نه درلوده  .همدې تضادونو زموږ په مهاجرو اغیزي درلودې ،دا چې زموږ خلک د کمونزم له یرغل څخه هلته کډه شوې ؤ او دلته یې هم ښوونځي په دې اساس سوځولې وو چې د کمونزم د خپریدو مرکزونه دي ، د پاکستاني تنظیمونو ترمنځ یې  په طبعي ډول د جمیعت علماء اسلام  پیروي کوله ،نو دوی هم همغه څه زده کول او اوریدل چې ، د جمعیت علماء په مدرسو کې به تدریس او خپریدل  ..

همدا علت ؤ چې بلوچستان ته مهاجر هیوادوال ، د عصري تعليم په برخه کې  وروسته پاته شول ، او همغه پخوانی د ښوونځی  په خلاف د کرکې  تصور ورسره پاته شول .

بل لوری افغاني جهادي ډلو هم په دې برخه کې  بې پروايی وکړه ،هغوی  باید د پیښور په څیر راوړاندې شوي وای ،او د افغاني کلتور او اسلامیت په چوکاټ کې یې تعلیمي ادارې  داسې جوړې کړې وای چې پخوانی کرکه په مینه بدله شوې وای ،خو دوی د خپلو تنظیمي او شخصي ګټو د ساتلو په خاطر دا خلک طبعي حالت ته پریښودل .

 د هجرت په لومړیو کلونو کې  د پاکستان د حکومت له خوا د سرحد د سوبې په شان د افغان کمشنری له لورې په کمپونو کې ځینې ابتدایه ښوونځي پرانستل شول  خو اغیزه یې د کلتوري ستونزه له امله کمه وه، وروسته چې په پیښور کې تنظیمونو د تعلیم په برخه کې کار پیل کړ ،په  کویټه  کې د حکمتیار حزب اسلامي  هم دمولوی حبیب الرحمن په نوم یوه لیسه د ګڼو تبیلغاتو په منځ کې پرانیسته ، چې وروسته بیا استاذ سیاف هم د شهید غلام محمد نیازي په نوم یوه لیسه جوړه کړه ، او د معهدالانصار په نوم یو معهد د عربی مؤسساتو په مالي ملاتړ جوړ شو ، او ځینې بین المللی مؤسساتو هم د ابتدایه ښوونځيو په سطحه تعلمي فعالیت پیل کړ ، خو دا  څو ښوونځي ،د لوی بلوچستان او د ټول جنوب غرب د اولس لپاره په هیڅ صورت کافی نه ؤ ،خو بیا هم یو نیک اقدام ؤ ،چې  د همدغو لیسو فارغان نن د کندهار ، هلمند ، زابل .. د شفاخانو ډاکتران او د پوهنتون استاذان دي ، نورو تنظیمونو چې د سیمې په اولس یې  پراخ نفوذ درلود ،په دې برخه کې کوم لازم کار ونه کړ، د استاذ برهان الدین ریانی ، پیرصاحب ګیلاني ، حضرت صاحب مجددي او مولوی صاحب محمد نبي تنظیمونو چې په دې سیمه  کې یې په خلکو  تر نورو زیات نفوذ درلود ،  نه کومه مدرسه یا لیسه جوړه نه کړه ، او نه یې د کورنی کوم بچی مدرسې ته وقف کړ ، برعکس  خپل  نارینه او ښځینه اولادونه یې د نړی په پرمختللو پوهنتونو کې روزل . او دلته یې د بزرګی تر څادر لاندې خلک همداسی له تعلیم څخه پټ وساتل .خو هغوی چې د عصری تعلیم په برخه کې کار کول غوښتل تر نن پورې ټکول کیدل او موقع نه ورکول کیده چې خلک د علم په ډیوه سنبال کړي .

همدا شان په دې ټوله سیمه کې هیچا هم جرئت ونه کړ چې د نجونو لپاره د تعلیم ضمینه برابره کړي ،د کوچنیو  نجونو تعلیم یوازې تر مسجد پورې منحصر پاته شو ،د یوه استاذ له قوله چې یو ځل یوه  چا غوښتل د نجونو ابتدایه ښوونځي جوړه کړي ، د کمپونو ټول خلک پري راپاڅیدل او هغو هم له ویرې خبره درواغ اعلان کړه . 

سره ددې چې په وروستیو کلونو کې د لیسو په سطحه عصری تعلیم د کوټې د ښار او چارپیره سیمې په سطحه وده وکړه ، خصوصي نهادونو او اشخاصو او د مؤسساتو له لوري ښوونځې جوړ شول چې زیاتره ښارې خلکو پکښې خپل اولادونه شامل کړی ؤ  خو په عام اولس یې اغیزې کمې وي .کله چې مهاجرین له پاکستان څخه هیواد ته راستانه شول ،نو همدغه د مکتب او ښوونځي خلاف تصور ورسره بیرته ناسم کور ته راغی ،  چې  نن هم په جنوب غرب حوزه کې ښوونځي ته خلک په درنه سترګه نه ګوري او اوس هم په هغه ملا پسې چې د معلم په نوم پیژندل شوی ، د لمانځه اقتدا هم نه کوی .په تیر څو کلونو کې چې د جمهوریت کلونه او بیا امارت ته د اوښتون کلونه ؤ ، ګڼ ښوونځي په دې سیمه کې چور ، یا وسوځول شول .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر