لیکنه : محمدشفیق صادق
د هلمند د سیند د
اوبو د ویش په سر د ایران ناندرئ د لسیزو کلونو خبره ده چې تل ایراني لوري په داسې
وخت کې پیل کړې چې موږ ته نورې مهمې مسئلې را د غاړې وي ، دا چې په ۱۳۵۱ کال د یوه
تړون په اساس دا لانجه تر یوه بریده حل
شوه ، خو د تړون سره مل ډیري داسې مسئلې شته
چې لا هم پرې لانجې رامنځ ته کیدای شي ، او اوس خو ترې یوه حقوقي مسئله جوړه
شوې چې تل پرې حقوق پوهان خپلې تبصري کوي ،
او ټول پوهیږي چې ایراني لوري په تیر کې د اوبو غوښنه برخه په خپله ګټه داسې
کارولې چې زموږ د نیمروز ولایت اوسیدونکو ته یې هم بیرته په پیسو ورکړې ، نه یوازي
دا چې د هلمند د اوبو ویش کې زموږ سره بدماشي کوي ، بلکه په تیر تاریخ کې یې زموږ
د خاورې ډیرې برخې چې ځینې یې د همدې سیستان په سیمه کې موقعیت لری د انګریزانو په مکاری تر ګونډو لاندې کړې ، چې
هغه د اوس خبره نه ده .
تر کومه چې د اوبو خبره ده ،افغاني لوري تل ورسره د ښه ګاونډيتوب له امله ، د خپل ځان اوبه دوی ته ورکړيدي ، اوس یې هم ورکوي ،خو دا چې ولي د ایران ولسمشر رئیسي په دې وخت کې دومره تیزه او د بدماشئ ژبه وکاروله ؟ دا د تأمل خبره ده . او پوښتنه داده چې ایران په څه نازیږی چې افغاني لورې ته اخطارونه ورکوی ؟ او ایا ددې توان لری چې د زور له لارې په سیند کې اوبه پورته تیرې کړي ؟ که نه لری نو کومې بدلې لارې لری؟
ایرنیانو په تیر کې تل موږ تر خوږ ګوته نیولی
یو، داسي مهال به دوی زموږ خاوري او ګریوان ته لاس را اوږد کړ چې موږ به د بهرنیو یرغلګرو سره
لاس او ګریوان ؤ ، یا به په داخلی لانجو اخته ؤ ،او زموږ له مجبوریته به یې
استفاده کوله ، اوس هم د ایراني لورې ژبه په داسی حالت کې تیزه شوې چې له افغانستان څخه
امریکایان وتلي او افغان حکومت تر لا اوسه په بین المللي ډګر کې په رسمیت ندی
پیژندل شوي ، دوی فکر کوی چې افغان حکومت نه په بین المللی سطحه کوم ملاتړ لری او
نه له کوم هیواد سره استراتیژیک تړون لری چې له افغان لوری ننګه وکړی ، په فوځې
برخه کې هم هغه وسلې نه لري چې دوی یې په واک کې لري . له بل لوري د افغانستان نوی
حکومت په اقتصادی برخه کې هم ګڼې ستونزې لري ، کینه کښ ، بخیل ، او په دسیسو کې
ماهر ګاونډیان هم ور چاپیره دي چې هر یو په خپل نوبت سره د افغانانو په ګډوډی کې
خپله روزي او ګټه ګوري ، د تیر نظام تښتیدلي مقاومت کوونکي هم د پولو آغاړې ته د
یرغلونو ډنډورې غږوي ، نو ایرانیان فکر
کوي چې افغان لوری تر بل هر وخت ډیر په کمزوري موقف کې دی ، که ایران خپلې ترانزیت لارې پرې وتړي او یا
هلته مهاجر افغانان راوشړي ستونزې به یې نورې هم زیاتې شي .نو فکر کوی چې همداسې سخت وخت کې به دوی یو ځل بیا تر خوږ ګوته ونیسو او خپلې ناروا
غوښتنې به پرې وتپو. موږ منو چې افغان
لوری له ګڼو ننګونو سره مخ دی ، او هڅه کوي چې په سیمه او نړیواله سطحه له نورو هیوادونو سره نیکي اړیکي ولری ، او نه
غواړي په دې سخت وخت کې د ایران غوندي بدماش ګاونډې سره په شخړو کې راګیر شۍ.خو افغان
لوری مجبور دی چې په هره بیه تمامیږي دداسې
ننګینو تړونونه مخه به نیسې چې په بدماشی
په هیواد تپل کیږي او یا یې ملي سرمایی څوک په زور تر ګونډو لاندې کوي ،نو خامخا به د خپلو ملي ګټو او د هیواد ساتنه
کوي .
خو د ایراني حکومت په مغزو کوم ډول پیریان ناست دي چې افغان لوری ته اخطارونه ورکوي او د زور لهجه کاروي ؟
ایراني
أخندان فکر کوی چې د خپل څلويښت کلن
انقلاب په مسیر کې یې په هیواد د ننه او سیمه کې ډيرې ننګوني او چلنجونه په زور او
بدماشي له منځه وړي ، د سوريی ، یمن او
عراق جګړې چې دوی پیل کړې ، ددوی په ګټه
تمامې شوې ،هلته سني حکومتونه په شیعه بدل شوي ، په دي ټولو هیوادونو کې یې مقابل لوری (سني عربان) او
ورسره لویدیځوال ملاتړي په ظاهر مات کړي
،د همدې ماتو په پایله کې یې له سعودي او
اماراتو سره هم د اړیکو په اور اوبه تویی کړي ، تر ډیره بریده یې له دي اړخه ځان
ډاډه کړی . په فوځې برخه کې یې هم ډیر پرمختګونه کړي ، ددوی بي پیلوټه الوتکو د
یمن د جګړې لوری بدل کړ ، او هلته یې سعودی او امارات دي ته اړ کړل چې د هوسیانو
غوښتنې ومني .
بل پلو ته د اوکراین او سوريی په جګړو کې هم
ایران او روسانو یو بل کلک په غیږ کې نیولي او یود بل ملاتړ کوي ، او
دا ملاتړ لا روان دی ، په سیمه کې هم د چین او هند غوندې لویو هیوادونو سره
استراتیژیک تړونونه لری ، نو فکر کوي چې په دي مرحله کې چې غرب، له یوه لوری له افغانانو ښه خاطره او اړیکې نه
لری ، او هم په اوکراین کې په جګړو لګیا دی ،او افغان لوری بل خواخوږی هم نه لري ،
د دې وخت دی چې خپلې نامشروع غوښتنې د زور او اخطار په ورکولو په افغانانو وتپي .
ایران له څه ویره لری ؟
ایران په دی هم پوهیږي چې افغانان که هر څومره په ستونزو کې راګیر دي ، خو اسانه به ددوی غوښتنې و نه مني ، د امارت په تیر نظام
کي هم ایرانیانو په ډیره بدماشي یو میلیون فوځونه
افغان پولي ته راټول کړل ، تر څو
طالبان د شمال او بامیانو له نیولو را وګرځوی ، خو ددوی نمایش هیڅ ګټه ونه کړه ،
نه یې طالبان د شمال له نیولو را وګرځول او نه دوی وتوانیدل چې یرغل وکړی ..
بل پلو ته
ایرانیان په دي هم پوهیږي چې په ایران د ننه ډیر ایرانی سنی مذهبه له طالبانو سره
خواخوږي لری ، تیرو مظاهرو وښوده چې نور
ایراني اولس هم د دوی د نظام سره خواخوږي نه لري
، دوی یې د نیزې په څوکه کرار
کښینولی ، که هغوی ته لږ فرصت په لاس ورشي نو ددوی نظام به د داخل څخه نسکور شي .
لویدیځوالو چې
پخوا دایران سره د ګډې ګټې په اساس د درواغو دښمني پیل کړې وه ، تر څو لویدیځوال
له عربانو خپل باج واخلي او ایرانیان د لویدیځ په مرسته خپل شیعه ایزم خپور کړي تر
ډیر نور دا لوبه د اوکراین په جګړه کې په ریښتنې دښمنی بدلیږی ، او که د ایران
مرسته د روسېې سره همداسې روانه وي نو لویدیځ مجبور دی چې ایران هم وڅنډي او پخواني خوږې شيدي یې چې د
امریکا او اسرائيلو سره په ملګرتیا کې رودلې دي پري استفراق کړي ، نو دوی پرته له
تورو ترپو ، هیڅکله نه غواړي له افغانانو سره په مخامخ جګړه کې ښکیل شي .
دوی کومي بديلې لارې لري ؟
کیدای شي د خپلو
موخو د تر لاسه کولو لپاره د مخامخ جګړې په ځای د نورو لارو څخه کار واخلي :
دوی ډیر هغه افغانان په لاس کې لري چې په څلویښتو کلونو کې یې روزلي ، او پاللي ،هغوی ته اوس د افغانانو تر ګټو د ایرانیانو ګټې مهمې ښکاري ، موږ د جمهوریت په مهال دا ډول خلک ډیر ولیدل چې د هیوا د ننه او بهر یې خپلې وینې د ایرانیانو څخه ونه سپمولې او اوس هم په رسنیو کې د ایرانیانو سره خواخوږي ښکاروي .دوی کولای شي د کجکي يا کمال خان بندونو کې د تخریبکاری کوم عمل تر سره کړی،همدا شان دوی کولای شي د هغوی په ګمارلو افغاني حکومت ته ستونزې جوړې کړي ، یا دا چې خپله ترانزیت لاره چې د افغانانو لپاره اوس ډیره مهمه ده پرې وتړي ،او افغانستان یو ځل بیا بل مکار ګاونډې ته محتاج کړي .
دریم کار چې دوی
کولای شي افغان حکومت ته سرخوږی جوړ کړي،هلته میلیونه افغان مهاجر دي چې په را
شړلو به یې په افغانی لوري فشار ډیر کړي ، خو دا کار هم د خپلو ګټو په خاطر نه کوي
.
والله اعلم
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر