لیکنه محمدشفیق صادق
دا کلا د سیداباد ولسوالي د تنګي د دوآب د لوی کلي دجنوب لور ته د غره د پاسه ودانه ده ، تیرو تاریخې او طبعې پیښو ددې کلا جوړښت ته بدلون ورکړی له هغو لویواو پیاوړو دیوالونو څخه یې چې د احاطې بڼه لری یوازی یو لوی دیوال د جنوب لورته په لوړه ودان پاته دی ، د کلا د اوسیندې خونې ، معبدونه او نور ملحقات ځینې له منځه تللې او ځينې د خاورو تر انبارونو لاندې پاته دي ، د کلا اصلي خونې په دوو طبقو کې جوړې وي چې یوه یې لاندې او بله یې لږ لوړه ده ،زموږ مشران وایی چې په شاهي او د سردار داؤد خان په واکمنیو کې ځیني سیلانیان راتلل له دي سیمي یې لیدنه کوله ، خو هغه مهال چا جرئت نه درلود چې کیندني پکښې وکړې ، خو د هیواد په څلویښت کلن ناورین کې ځینو هڅه کړې چې ددې کلا خونو ته ور دننه شی او ځینې کیندنې هم پکښې شویدي ، ویل کیږي ځينو په غلا اثار هم تری وړي دي ، خو دا کلا دومره پیاوړې ده چې په اسانی څوک نشی کولای په بیل او کولنګ سره ورداخل شی ..
ددې کلا ځانګړتیا دا هم ده چې د
کلا د ننه چینه وجود لری چې اوبه یې اوس لاندې د غره په ډډه کې راوزی ، که یې سمه
پلټنه وشی نو کیدای شی معلومه شی چې دا اوبه له کومی بلې سیمې په پیپ کې را روانې
دي ، یوه روځ دی کلا ته د اوسنئ چینې له خوا مخامخ په همدی سخته لاره ورختلم ، هغه
مهال پسرلی ؤ او هری خواته د اوبو چینې روانې وي ، په همدي بغل کې می د اوبو شرار
اوریده چې ځمکې لاندي لکه کوم پیب کې چې
راځې روانې وی..
دا چې زموږ د کلی د
مشرانو او سپین ږیرو تر منځ ددې کلا د پخواني تاریخ په اړه مختلف روایتونه شته
ځینې یې داسی ښار ګڼې چې د یوې سپئ د لوږي له امله غرق شوی ، او ځینې خو دلته د
یوه ښامار د اوسیدلو خبری هم کوی ، دا کیسې په خپل ځای کې مهمې دي او باید ولیکل
شی ، خو کوم تاریخې شواهد او اثار چې له نیژدی یې لیدلی شو دا ښیی چې دا د پخوانی
بودایی او برهمی دین او دهغه وخت د مدنیت یو پاته شوی اثر او د اسلام د مخه زموږ د
هیواد د هغه وخت د واکمنو د پاچاهی یو دیني او فوځې مرکز دی.
دا چې ددې کلا څخه داسي اثار نه دی تر لاسه شوی
چې د کلا تاریخ او د جوړښت وخت تری معلوم شي ، خو ددې کلا د جوړښت څرنګوالی د لوګر د سجاوند د تاریخي کلا او معبد سره تړاو لري، داسې ښکاري چې
دا او هغه به د یوې زمانې او یوې پاچاهئ
کلا ګانې وي ، ما څو کلونه وړاندې د سجاوند له
لویی کلا څخه لیدنه وکړه ،د کلا په ټولو
لوړو ژورو وګرځيدم ، د دواړو کلاګانو جوړښت او د معماری ډول کټ مټ یوډول دی ، کومه معماري ، کومی خښتې او ډبری چې په کوم
ډول په توره کلا کې کارول شویدي په همغه
ډول د سجاوند په کلا کي هم کارول شويدي ، (د یادولو وړ ده چې د توری کلا خښتې ډیري لویی
جوړې شوې چې هره یوه یې زموږ له یو من څخه کمه نه ده ، طبعي خبره ده چې دا لويي
خښتې لاندې په آباده ځمکه جوړې شویدې ، خو دا چې څه ډول هلته پورته شوی ، او تر
اوسه څنګه کلکی پاته دی ، دا بله خبره ده ) ،هغه مهال د سجاوند د کلا ځینې سیمي
لوټمارو کیندلې وي ، خونی یې په کمان ډول تر اوسه هم روغې وي او د یوې خونې اسمانې
شین رنګ خو زه ډیر حیران کړم ،دا چې د سجاوند کلا په تاریخې اثارو کې ډیره ستایل
شوي او ډیرې لرغوني لیکنې پري شوي ،ویل کیږي چې هغه کلا د بودایی، یا هندویی دین د
پیروانو یو لوی معبد ؤ ، او ځينې خو یې اتش کده بولی چې د اوسني پاکستان او هند
څخه به زیارت کوونکي ورته راتلل ،
کوم څه چې د سجاوند د کلا په خاورو کې هري
خواته ډیر تر سترګو کیږی سکاره او د خاورینو لوښو کودي دې چې هری خواته ښکاري ، د
توری کلا هم همدا ډول داستان دی ، نو د اتش کدی خبره به درواغ نه وي،د توری کلا د موقعیت په هکله داسی تصور کیدای شی چې دا
کلا د هغې زماني د واکدارانو له لوری یوه دفاعي چوڼې په ډول وانه شوې و چې د لوګر او پکتیا په سیمه کې د اسلام له راتګ وړاندې او وروسته یې د دې سیمې ساتنه کوله ، د افغانستان او نړی
تاریخ لیکونکي لیکي چې افغانستان ته د
اسلام له راتګ ډیر کلونه وروسته هم د کابل شاهانو بودایی حکومت په لوګر او پکتیا
واکمن ؤ چې اصلی د عبادت ځای یې همدا سجاوند معبد ؤ ،چې د تاریخې لیکنو په اساس دامعبد د دريمې هجري پيړۍ تردوهم نيمايې پورې هم ودان ؤ چې د اسلامی لښکر د عمرو ليث صفارى د کورنۍ له خوا د استول شوى قوماندان "فردعان" په لاس
وران او بت خانه یی د زابلستان
ترفتحه کولو وروسته ونړوله ، نو کیدای شی توره کلا هم هغه مهال د همدی قماندان د
لښکرو په واسطه ورانه شوی وي چې خپل ټول تاریخ یې په ګيډه کې د خاورو تر انبارونو
لاندي پت ساتلی چې یوه ورځ به یې له سپړلو وروسته اصلی تاریخ معلوم شی .
دا چې دا کلا په اوسني عصر کې زموږ د سیمې خلکو ته څه
ارزښت لری ، دومره لیکلی شم چې که زموږ خلک ددي کلا ساتلو ، او ورسه څیرمه غره ونو او
غوړښتیو ته ښه پاملرنه وکړي او په یوه کم مصرف سره دې کلا ته د موټر لاره جوړه شی
نو ليری نه ده چې دا غر او کلا به زموږ د خلکو لپاره د عایداتو لویه منبع شی او د سیمي څه چې د
نړی سیلانیان به یې هم کتو ته راځې ، ددې غره د غوړښتیو ونې پخوا د نذر په شان
خلکو ساتلې خو..په تاسف سره باید ووایم چې د غره دواړو خواوو ونې او غوړښتې د ځينو
خلکو له خوا په ډیره بی پروایی د سون لپاره غلا کیږي ..
د پاکستان د سوات سیمه چې د پاکستان د سیاحت تر ټولو
مهمه سیمه ده ، او د سیمي خلک د ټول کال عایدات د دوبی په څو میاشتو کې له
سیلانیانو تر لاسه کوی ، یو وخت زموږ د
توری کلا له غره څخه ښکلې نه وه ، هلته اوس کټ مټ د توری کلا د غره په شان ، غره
کي پاخه کورونه جوړی کړی ، او سیلانیان پکښې د رخصتی او میلی شپی ورځې تیروی ..
د همداسی ورځې په هیله چې د دواب نوم د سیاحت په کتاب کې
ثبت شی
د تاریخ پوهانو ځینې لیکني دلته را اخلم ..
مسعودی سجاوند را از مربوطات تسوکویوتا یا غزنی میداند و یک از محلات
ارزشمند تاریخی لوکرنا (لوگر) محسوب میګردد . بنابر گفته محمد عوفى يکى از
دانشمندان دوره غورى این معبد را از قرن ششم تا قرن نهم میلادی با عظمت و جلال؛
پیروان خودرا داشته است و کابل شاهیان و رایان کابلی وبعدا یفتلی ها از پشتیبانان
سرسخت این معبد بودند چنانچه در سکه های یفتلی نام سکاوند دیده میشود این سکه در
حقیقت میرساند که شاهان یفتلی آتش پرست بوده و معبد زونا یا شونا را مورد تقدیس
خویش قرار میدادند .محمد عوفى موقعيت لوگر را در لباب الالباب چنين مى نويسد:
لهوکر موضعى به غزنين وسجاوند از مضافات لهوکر غزنين است.( 7)
بنابر نوشته های مرحوم احمدعلی کهزاد معبد شونا سجاوند و معابد
گندهارا به هم ارتباط نزدیک داشت و برهمنان هندویی این معبد را مورد احترام و
نیایش خویش قرار میدادند . ناگزیز باید بنویسیم که آتش پرستان هندویی کشورمان ،
روابط با آریایی هایی قلب افغانستان که سوریا و مهر و رودرا ، سوتری ومیترا را
پرستش مینمودند و از آنها متاثر گردید ه بودند ؛ داشتند .
بقرار ترتبیب البیرونی سومین پادشاه برهمن شاهی « کملـو» نام داشت که
آنرا « کـلمو» هم تلفظ میکنند. از روی یکی از حکایات دلچسپ محمد عوفی در جوامع
الحکایات معلوم میشود که مشارالیه معاصر زمان عمرو لیث صفاری (265-287 هجری) مساوی
(879- 900 میلادی) میزیست و سلطنت میکرد. اگرچه مولف جوامع الحکایات او را درین
وقت بصفت رای هندوستان یاد کرده ولی هنوز علاقه های ننگرهار و لغمان و تگو و نجرو
پختیا (سمت جنوبی) تا حوالی نزدیک کابل جزء قلمرو او بود. این مساله از روی فتح «
سکاوند» (لوگر) معلوم میشود زیرا محمد عوفی شرح میدهد که عمرولیث صفاری شخصی را
بنام «فردعان» شحنهء زابلستان مقرر کرد و او با چهار هزار سوار آمده و سکاوند را
گرفت و بتکدهء معروف آنرا که در اقصأ هند شهرت داشت ویران کرد. ( 8)
سعید نفیسی در تعلیقات بر لباب الالباب می گوید: « سجاوند یا سگاوند
اینک آبادی کوچکیست در ناحیۀ لوگر در خاک غزنین و در مشرق افغانستان ( 9)
این معبد ، نیایش گران هندویی شونا را که به پرستش آفتاب معتقد
بودند، به خود می کشاند . نکته ای دیگریکه این محل را مورد توجه جهانیان قرار داد
کشف سکه های است که مربوط دوره کوشانی ویفتلی بوده که دربین دانشمندان به نام (
نگین شاهی یا تجین شاهی) شناخته شده است .واین عبارت از هیکل نیم تنه ای است که
اسمای محلات افغانستان که به آن سکاوند گفته شده است اهمیت این معبد را برجسته
میسازد.
ابوريحان البيرونی از سلسله برهمن شاهان کابل ياد کرده، و برهمن
شاهان از روی عقيده برهمن يا هندو بودند و از هنددوان بومی و محلی کابل به شمار می
رفتند. معابد زيادی در کابل و ماحول داشتند و معبد سکاوند يا سجاوند در لوگر يکی
از آن معابد معروف آنها بود. آنان در اثر فتوحات غزنويان از کابل و لوگر و گرديز
عقب نشستند و بالاخره در مجاورت اتک خود را استحکام بخشيده و مرکز جديدی به ميان
آوردند. ( 10)
.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر