۱۴۰۳ فروردین ۲۷, دوشنبه

امریکا او انګلیس ولي د اسرائیلو د یهودي دولت دفاع او ننګه خپله وجیبه ګڼي ؟

 


لومړی برخه : مسیحیت ته لنډه کتنه

له هر څه د مخه باید د مسیحیت لنډ تاریخ ته راوګرځو تر څو پوه شو چې اصلی خبره چیرې ده ؟

عیسي (ع) الله تعالی د بنی اسرائیلو د اصلاح لپاره ددې لپاره راواستاوه او نوی کتاب انجیل یې پرې نازل کړ تر څو له یوې خوا د پخواني تحریف شوې تورات جبران شوي وي ، او کومه لاسوهنه او ګډوډی چې یهودانو پکښې راوستلې وه هغه اصلاح کړي او یهودان دخدای د دین اصلي لارې ته راوګرځي ، الله تعالی عیسي (ع) د معجزې په شکل د بي بي مریم له ګیډې په داسي حال کې وزیږاوه چې لا واده شوې نه وه ، چي حکایت کې په قران کریم کې په تفصیل سره بیان شوې دی .کله چې عیسي (ع) په اوسني فلسطین کې خاص بنی اسرائیلو ته په پیغمبری مبعوث شو ،او یهودان یې د حق دین او توحید ته راوبلل ، د تورات تحریف یې اعلان او انجیل یې د الله تعالی نوی کتاب ورته اعلان کړ ، نو دوی یې مخالفت ته په دې ملا وتړله چې په تحریف شوې دین کې ددوی ګټې نغښتې وي اود عیسې (ع) په خلاف یې تبیغات پیل کړل سره ددې چې دوی ته په تورات کې د عیسي د راتګ خبر ورکړل شوی ؤ او اوس هم ورته منتظر دي خو دوی پیغمبر ونه مانه.

دا تصویر دوی عیسي (ع) ته جوړ کړیدی

ځینو یهودانو په عیسي (ع) ایمان راوړ او د هغه ملاتړ یې کاوه چې مهم ملګري یې حواریون ؤ خو اکثریت ونه مانه ، دا وخت فلسطین او ټول منځنی ختیځ د روم د امپراتوری برخه وه او رومي لښکر پرې واکمن ؤ  چې د مترا د بت پرست دین پیروان ؤ  ، یهودانو رومي واکمنو ته د حضرت عیسي (ع) څخه ډیر شکایتونه کول چې دې سړي زموږ په منځ کې اختلاف راوستی او باید منع شي .په لومړي سر کې رومیانو د یهودانو اختلاف ته اهمیت نه ورکاوه ،وروسته یهودانو رومي واکمن په دې قانع کړل چې عیسي (ع) ددوی واکمنی  او دین ته خطر دی نو رومیانو هم د هغه لټون پیل کړ ، او د یهودا اسخریوطي په نوم یوه کس  رومي عسکرو ته وروښود ، خو عیسي (ع)د رومي عسکرو څخه الله تعالی اسمان ته اوچت کړ او دوی خپل کس د هغه په شباهت صلیب او مړ کړ ، خو دوی پوه نه شول چې عیسی (ع) اسمانونو ته اوچت کړل شو ،ټولو داسې فکر وکړ چې هغه صلیب (اعدام) کړل شو  ، بیا کله چې الله تعالی قران کریم کې وضاحت وکړ چې عیسي (ع) وژل شوي نه دی ، بلکه هغه الله ساتلی  او اخر زمان کې به را کوزیږي ، نو یې داعقیده وراضافه کړه چې له صلیب کیدو وروسته ،له قبر څخه اسمان ته پورته او بیا به آخره زمانه کې راځي او د یهودانو لوی حکومت به جوړوي .  له همدې امله نن ورځ عیسویان صلیب ته د مقدسې نښې په سترګه ګوري  او درناوی یې کوي .

  اسمان ته د عیسې (ع) له اوچت کیدو وروسته د هغه په پیروانو څه راغلل ؟

کله چې عیسي (ع) اسمانونو ته اوچت کړل شو ،نو رومي عسکرو د یهودانو په مرسته د عیسي (ع) په پیروانو ناتار پیل کړ ، کوم انجیل چې په عیسي (ع) نازل ؤ هغه له منځه ولاړ . ډیر زیات نوی عیسويان یهودانو او رومیانو اعدام ، صلیب او ووژل ..څوک چې پاته ؤ هغه غرونو او د رومي امپراتوري لیرې سیمو ته چې د حکومت نظارت پري کم ؤ وتښتیدل ..

شاول یا بولس

تښتیدلو عیسویانو او حواریونو په پټه د عیسي (ع) دین خپراوه ، په لومړې سر کې دوی  د خدای وحدانیت او د عیسي (ع) نبوت ته خلک رابلل ، خو کله به چې حکومت پري خبر شو نو تر ناتار لاندی به راغلل ، تر (۶۰) میلادي کال پوري تقریبا ټول حواریون وژل شویدي .

یهودیان سره ددې چې د عیسویانو په ټکولو کې له رومیانو سره همکار ؤ خو د دوی سخت مقاومت او د یني دعوت وارخطاء کړل ،ځکه ډیر یهودیان عیسویت قبول کاوه ..همغه ؤ چې شو یوه سرسخته یهودي  شاول طرسوسي چې وروسته په بولس مشهور چي د عیسویانو په وژلو کې شپه ورځ اخته ؤ ناڅاپه پرته له دې چې د عیسویانو دین مطالعه یا یې څوک وروښيی د عیسویت په دین کې یې ځان نوی رسول اعلان کړ ،نوموړي ددې اوښتون خپل قصه د اوسني انجیل د (کتاب اعمال رسول ) او د (  غلاطیانو)  په رسالو کې بیانوي چې څه ډول عیسوي شو ..( دا دوه رسالي نوموړی لیکلي دي چې د انجیل لویه برخه جوړوي او اوس د انجیل برخه دي)

نوموړي چې ډیر ژبور او هوښیار یهودي ؤ د خلکو په راجلب کولو کې یې خاص مهارت درلود  ، د نورو عیسویانو څخه پټ یې خپل دعوت په دي نوم پیل کړ چې عیسي (ع) د خدای زوی ؤ (نعوذ بالله) ..

نوموړي په غیر یهودي ټولنو کې دعوت پیل کړ ، ګڼ کتابونه او رسالې یې ولیکلي چې د نوموړی له رسالو څخه چې د اوسني انجیل برخه دي ( ۱۴) د همده لیکنې ګڼل کیږي او په دریو نورو هم شک دی چې د هغه لیکني به وي  چې تر ټولو مهمه یې د (اعمال رسول ) رساله ده چې د اوسني عیسویت شریعت یې جوړ کړی نوموړی په زغرده وایی چې زه له ځانه څه نه لیکم بلکه ماته الهام کیږي او خدای راته وحی کوی .

نوموړی وتوانید په غیر یهودي ټولنو او د روم په ټوله امپراتوری کې ګڼ خلک خپل دین ته د عیسویت په نوم راوبولي او د موحدینو په وړاندې یوه پراخه جبهه په نوې عقیده پرانیسي .

نوموړی د عیسي د الوهیت څخه علاوه (۹) نور داسی عقاید چې د عیسویت دین یې په تثلیث بدل کړ په دې دین کې شامل کړل چې د ټولو یادول لازم نه دي .

د انجلینونو د لیکلو سیالي :

دا چې هغه انجیل چې په حضرت عیسي (ع) نازل ؤ او په اوسنیو انجلونو کې هم ترې یادونه شویده له منځه ولاړ ، نو هر عیسوي ، حواري او دین ته منسوبو خلکو د انجلونو په لیکلو پیل وکړ ،دا انجلونه چې په مختلفو کلونو ، او مختلفو سیمو کې په پټه لیکل کیدل او د لیکوالانو تر منځ یې کومه اړیکه هم نه وه په دې مخفي  پټه دوره کې چې (۳۱۳) کاله یې دوام وکړ سلګونو انجلونه ولیکل شول چې د هرې سیمي د لیکوال انجیل به له نورو سره په عقیده ، شریعت او بڼه کې لوی توپیر درلود ..ددې انجلونو یوالی په دې ممکن نه ؤ چې د روم په پراخه امپراتوری کې په پټه لیکل کیدل چې نه یې د لیکوال هویت معلومیده او نه هم د عقیدی اصلیت

عیسویت د رومي امپراتوری رسمي او منل شوي دین جوړ شو .

له ۲۴۵ کال وروسته چې رومي امپراتوري د مقتدرو رقیبانو په وړاندې له کړاوونو سره مخ وه ،نو رومي امپراتورانو حڅه پیل کړه چې داسې خدای ومومي څو یې په جګړو کې مرسته وکړي ، دکلتیانوس امپراتور د مترا دین چې د رومیانو پخوانی دین ؤ رسمي دین اعلان کړ خو دا چې هغه ګټه ورته ونه رسوله ، بل خوا یې چې د عیسویانو کلکه عقیده ، په دین باندی باور او د واکمنو په مقابل کې مقاومت لیده نو یې دې دین ته میلان پیدا شو ، همغه ؤ چې کله قسطنطین یا کنستانتین امپراتور چې روم ته د جګړې لپاره روان ؤ د عیسویانو دین ددې لپاره ومانه تر څو په جګړه کې بریالی شي .

هغه په ۳۱۳ کال دا دین د روم د ټولې امپراتوری دین اعلان کړ  ، کله چې عیسویت رسمي دین شو نو ویره له منځه ولاړه ، سلګونه اسقوفان راپورته او ګڼ عقاید راووتل ،په دې ډلو کې دوي ډیرې مهمي ډلې وي چې یوه د (اریوس) ډله وه چې عیسي (ع) یې د خدای بنده او پیغمبر باله ، بله د اسکندريی د اسقف ( لومړی الکسندروس) ډله وه چې د بولس په عقیده یې عیسي (ع) د خدای زوی او خدای ګاڼه .. او لسګونه انجلونه رامیدان ته شول ..کله چې د روم امپراتور دا حالت ولد نو اعلان یې وکړ چې ټول اسقوفان دې نیقیه ښار ته راټول شي او خپل اختلافونه دې له منځه یوسې

په (۳۲۵) کال سلګونه اسقوفان چې څینې یې (۲۰۴۸) او ځینې یې کم او زیات ګڼې را ټول شول لویه لانجه د پاسنیو اسقوفانو تر منځ وه چې یو یې موحد او بل یې نه ؤ ..کله چې د موحدینو زور زیات شو او د موحدینو عقیده د قسطنطین د پخوانی عقیدي سره په ټکر کې راتله او د نورو ورسره نیژدې وه ، نو یې د هغې ډلې نظر تایید کړ چې عیسي یې د خدای زوی باله ، نو یې په ټولو په زور دا پریکړه امضاء کړه یوازي څو نورو امضاء نه کړه و هغوی یې بندیان او تبعید کړل

قسطنطین

دوهمه پریکړه یې دا وه چې له سلګونو انجلونو څخه یې څلور انجلونه چې څلورو کسانو لیکلي ؤ تایید او نور وسوځول چې دا انجلونه عبارت دي له

د متی انجیل . د لوقا انجیل ، د مرقس انجیل او د یوحینا انجیل

خو د توحید عقیده له منځه ولاړه نه ، بلکه څو پیړی یې دوام وکړ .

پاته د نه وي چې په دې غونډه کې یوازی د عیسي (ع) په زوی توب پریکړه وشوه او دریم خدای  روح القدوس معرفی نه شو چې هغه وروسته کلونو کي همداسي غوانډو کې خدای وګڼل شو

نور بیا ....


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر