د جمال الدین د ځانګرو لیکونو څخه
ژباړه : محمدشفیق صادق
۱- کابل- ۱۸۶۸ د اکتوبر ۳۰ نیټه
(ان الله علیم بذات الصدور)
ددې لپاره ( دا
لیکنه کوم ) ترڅو هغه کسان چې ماته تر خپل ځان هم ګران او محترم دي ( زما په حالت
) پوه شي چې څه راتلونکی دی ..
انګرایزان می د
روسانو ملګری ګڼې ،مسلمانان فکر کوي چې زه عیسوي یم، سني مسلمانان راته د شیعه په
سترګه ګوري ،ځینې د لویو څلورو خلیفه ګانو پیروان را باندې د وهابی ګمان کوی ،ځینې
امامیه مذهب والا را ته د بابي ( بهایی) په سترګه ګوري ،موحدین مې د مادیګراؤ په
ډله کې شماري ، بنسټ پاله مې د منحرفانو په منځ کې ،علماء می د تیاره فکرو جهالو
په ډله کې شماري ،او مخلص مؤمنان می د سخت دریځو ملحدانو څخه ګڼي .
نه می کوم بت پرست
ځان ته ورنیژدې کوي ،او نه مي مسلمان له خپلو همقطارانو څخه شماري ،مسجد بی اهمیته کړم ، او معبد راوشړلم ..
په یوه دایمي حیرانتیا کې روان یم ،زه خو
نه پوهیږم چې د چا پلوی یم او د چا په
خلاف جګړه کوم ؟..که د یوې ډلې پلوي پریږدي ،نو په بلې مخالفې ډلې تورن کول دې
حتمي دي ، د انسانانو د یوې طایفي سره نیژیوالی ، د بلې مخالفی ډلې سره مخالفت
درباندې لازموي ، د وتلو لاره ورکه ده او خلاصون مې نشته ،ملګري راباندي دریدلی او
مقاومت راباندې سخت شوی .
د کابل په بالای
حصار کې ناست یم ،لاسونه مي تړلي او پښې مي بندې دي ،دې ته په تمه یم چې یو څوک
راشي او د غیبو پردې مي له سترګو لیرې کړي ، تر څو هغه مصیر ووینم چې دا شریر عالم
یې راته په پلان کې لری ..
دا لیکنه په ۱۳ د رجب ۱۲۸۵ هه چې د ۳۰ اکتوبر
۱۸۶۸ م سره سمون لری د هیوادونو څخه د شړل شوي او په
ښارونو کي د ناشناس جمال الدین الحسینی الاستانبولي په قلم ولیکل شوه .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر