۱۳۹۴ دی ۸, سه‌شنبه

لمرنیولو (کسوف) او سپوږمۍ نیولو(خسوف) د لمانځه حکمت


لمرنیولو (کسوف) او سپوږمۍ نیولو(خسوف) د لمانځه حکمت

لیکنه: دوکتور یوسف قرضاوي
ژباړه: محمدشفیق صادق

پوښتنه:
پخوانیو خلکو داسې انګیرله چې لمر او سپوږمۍ نیول د انسانانو په خلاف د الله تعالی د قهر او غوسې ښکارول دي، الله تعالی د هغوی د کفر اوګناه په بدل کې خپل قهر او خفکان انسانانو ته په دې ډول ښکاروي، خو د اوسني علمي پرمختګ په نتیجه کې دا ښکاره شوه چې خسوف او کسوف دوه طبيعې پېښې دي چې د ځینو ځانګړو طبيعې پیښو له امله رامنځ ته کېږي . له همدې امله دا پوښتنه رامنځ ته کېږي چې په اسلام کې د خسوف او کسوف د لمانځه حکمت څه دی؟ ځینې ملحدین او د اسلام دښمنان همدا موضوع د اسلام په خلاف استعمالوي او وایي، چې په دې هکله لمونځ کول د پخوانیو خرافاتو یوه سلسله ده، ځکه پخوانیو خلکو هم داسې عقیده درلوده چې لمونځ د ځمکې د خلکو څخه د آسمان د غوسې د پورته کېدو وسیله ده .
اوهم دا چې اوسني علماء د کسوف له پېښیدو وړاندې په دې پوهېږي چې کسوف به چیرته ؟ څه وخت پېښېږي او څومره وخت به دوام کوي؟ نو د همدې پوښتنو په رڼا کې هیله ده چې ځواب راکړئ؟

ځواب : دکتور يوسف قرضاوي:
بسم الله، والحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله، وبعد
په قرآنکریم کې د خسوف او کسوف د لمانځه یادونه نده راغلې، دا لمونځ د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د قول او فعل په اساس ثابت دی، د هجرت په لسم کال چې کله لمر نیول شوی ؤ، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د لمر تر روښانه کېدو د صحابه کرامو سره لمونځ وکړ.
د هغو صحیحو روایتونو له مخې چې اتفاق پرې راغلی دی، داسې کوم حدیت نشته چې ګواکې د لمر او سپوږمۍ نیول دې د الله تعالی د غضب نښه وګڼل شي، او کوم کسوف چې ر سول الله (صلی الله علیه وسلم) لمونځ پرې اداء کړ، د هجرت څخه وروسته هغه مهال اداء شو چې مکه فتح شوې وه، خلک ډلې ډلې په اسلام کې شاملېدل. نو که کسوف د الله تعالی د غضب نښه وای هغه مهال به پیښ شوی ؤ چې مکه د بتانو څخه ډکه وه، د مکې خلکو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) او اصحابو ته ډول ډول تعذیبونه ورکول، له کومې ګناه پرته یې له کورونو وشړل …
په نبوي عصر کې هم ځینو خلکو فکر وکړ چې دا حالت د ځمکې په مخ د کوم ښه او بهترین انسان د مرګ له امله منځ ته راځي، او عجیبه پېښه خو لا داوه، چې کله کسوف واقع شو، په همغه ورځ د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) زوی ( ابراهیم ) هم وفات شوی ؤ نو خلکو ویل چې نن لمر د ابراهیم د وفات له امله تور شویدی، او لمر د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره خپله غمشریکي ښیې سره ددې چې دا خبره د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د نبوت او د هغه د فضیلت د خپرولو لپاره ښه وسیله وه، خو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په دې آوازه چوپ پاته نه شو، او نه یې په دې خرافاتو خوله پټه کړه، د حضرت سمره بن جندب د روایت په اساس چې امام احمد اوطبراني یې روایت کړی، رسول الله(صلی الله علیه وسلم) د همدې کسوف په ورځ خلک راټول او داسې وینا یې ورته وکړه (… ځینې خلک ګمان کوي چې د لمر او سپوږمۍ نیول، او د خپل ختیځ څخه د ستوري زوال د ځینو ښو خلکو د مرګ له امله رامنځ ته کېږي دا خلک درواغ وایي، دا د الله تعالی د عظمت او قدرت د نښو نښانو څخه یوه نښه ده ..…)(مجمع الزوائد ج2 ص210) رواه الحاكم وقال: صحيح على شرطهما(ووافقه الذهبي كما في المستدرك وتلخيصه ج1
همدا شان بخاري له مغیرة بن شعبة څخه روایت کړی چې فرمایي: هغه ورځ چې ابراهیم مړ شو، لمرهم ونیول شو، نو خلکو ویل چې لمر د ابراهیم د مرګ له امله نیول شویدی، نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: په تحقیق سره لمر او سپوږمۍ د الله تعالی د قدرت او نښو څخه یوه د قدرت نښه ده، د چا په مرګ او ژوند نه نیول کېږي کله مو چې دا حالت ( توروالی ) ولید نو الله ته دعاګانې کوئ او لمونځونه کوئ.ص 329،231
په ځینو نورو روایتونو کې چې بخاري له أبي بکره څخه مرفوعاً روایت کړی په یوه برخه کې داسې فرمایی: د هېچا په مرګ نه تورېږي ( کسوف نه کوي ) او وایي (ولکن الله تعالی پرې خپل بنده ګان بېروي)، ددې جملې د زیاتوالي د ثبوت په هکله ځینې نظریات شته چې امام بخاري په خپله اشاره ورته کړېده او فرمایي: د جملې دا زیاتوالی چې …د أبې بکره څخه روایت شوی حدیث کې لېدل کېږي، د ډېرو ثقه راویانو په روایت کې دا زیادت نشته همدا ډول د حدیثو علماء هم هغه زیات نه مني چې د یوه تن په روایت کې د نورو تر هغه ثقه راویانو او اکثرو راویانو په روایتونو کې وجود ونه لری، نو دا زیادت یې په شذوذ باندې نومولی نو په دې سره حدیث د صحت له بریده وتلی دی.
له همدي امله مشکوک انسانان بیا همدا عبارت او په مثل یې ( الله تعالی پري خپل بندګان بېروي) … مثال راوړي او خلکو ته شکونه پیدا کوي چې ولي بېره ولرو؟ د چا څخه ؟ ولې دعاګانې کوو؟ ولې لمونځ کوو؟ په داسې حال کې چې کسوف خو یوه طبيعې پېښه ده؟
هو زه هم وایم چې طبيعې پېښه ده، په ټاکلي وخت او ځای کې رامنځ ته کېږي، د الله تعالی د ارادې په اساس په دې کې کوم تغیير نه راځي، خو په دې خبره هم ځان پوهول په کار دي چې د طبیعت هېڅ پېښه د الله تعالی د ارادې او قدرت څخه د باندې نده، هر څه چې په کائناتو کې پېښیږې، د الله تعالی په قدرت او ارادې سره دي دا چې دی لوی او عظیم جسم ته یوه پېښه متوجه کېږي نو خامخا باید انساني زړونه د الله تعالی د لوی قدرت او واکمنۍ لور ته متوجه شي، د هغه لوی حکمت ته، ښکلي تدبیر ته، نو زړونه ورته د تعظیم له امله، متوجه کېږي، او ژبه په دعا ورته مشغولېږي، د زاریو لاسونه اوچتېږي، او د عاجزۍ سجده لګېږي.
د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه ډېر داسې روایتونه راغلي چې موږ ته د طبیعت په مختلفو حالاتو کې په دعا کولو اوذکر توصیه کوي د بېلګې په توګه:
۱- د سهار او ماښام د راتلو په مهال: امام ترمذي له ابو هریره (رضی الله عنه) روایت کړی چې نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) به خپلو صحابه کرامو ته ورښودل او ویل چې:( کله درباندې سهار شو نو وایئ: اللهم بك أصبحنا، وبك أمسينا، وبك نحيا، وبك نموت، وإليك النشور، او کله چې درباندې ماښام شو نو وایئ(اللهم بك أمسينا وبك أصبحنا… الحديث) وقال الترمذي: حسن صحيح
همدا شان امام مسلم له ابن مسعود (رضی الله عنه )روایت کړی چې کله به ماښام شو نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به ویل: (أمسينا وأمسى الملك لله والحمد لله، لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شيء قدير، رب أسألك خير ما في هذه الليلة، وخير ما بعدها، وأعوذ من شر هذه الليلة، وشر ما بعدها، رب أعوذ بك من الكسل وسوء الكبر، رب أعوذ بك من عذاب في النار، وعذاب في القبر)
د ورېځو او بادونو په لیدو سره

امام مسلم له بي بي عایشې (رضی الله عنه) څخه روایت کړی چې هغې فرمایلي: (کله به چې باد راوالوت نو رسول الله (صلی الله علیه) به ویل: (اللهم أسألك خيرها وخير ما فيها، وخير ما أرسلت به، وأعوذ بك من شرها، وشر ما فيها وشر ما أرسلت به).
همداشان همدا بي بي فرمایي کله به چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په آسمان کې وریځ ولیده نو کار به یې پرېښود ، او کله به یې چې لمونځ کاوه نو دا دعا به یې کوله ((اللهم إني أعوذ بك من شرها).خدایه ما ددې (باد) له شر څخه وساتې . او کله به چې باران اورېده نو ویل به یې: اللهم صيبا هنيئا) دا روایت ابوداؤد، نسايي او ابن ماجه کړیدی.
د میاشتې د لیدو په مهال به یې ویل: ابن عمر (رضی الله عنه) فرمایي( رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به چې کله میاشت ولیده ، نو داسې به یې ویل: (الله أكبر، اللهم أهله علينا بالأمن والإيمان، والسلامة والإسلام والتوفيق لما تحب وترضى، ربنا وربك الله) أخرجه الدارمي، وأخرجه الترمذي.
ددې دعاګانو څخه موخه داده چې د انسان زړه باید تل له الله تعالی سره تړلی وي، او هر څه د الله له لوري وګڼې، د هر نوي شي په لیدو په خلاصه سینه، لوړ احساس، ژوندي شعور سره مخامخ شي، نو دا هر څه ته په داسې سترګو ګوري چې د الله تعالی د قدرت نښې په کې وینې.
ډېر انسانان دا پیښې او تغیيرات یوازې د سر په سترګو ویني، کله چې څو پلا ورته تکرار شي نو یوعادي خبره شي، خو مؤمن یې د زړه په سترګو او بصیرت سره ویني، او د دې هرې پېښې تر شا د الله تعالی قدرت او نښې وینې، او په دې سره الله تعالی یاد کړي، الله تعالی په پاکۍ یادوي، دعا او زاري ورته کوي، لکه چې امام بخاري په ادب المفرد کې له عبدالله بن زبیر روایت کوي چې هغه به کله د وریځو برېښنا (رعد او برق) ولیدل نو نورې خبرې به یې پرېښودې او دا به یې ویل: ((سبحان الذي يسبح الرعد بحمده، والملائكة من خيفته).
نو کله چې د یوه مسلمان مؤمن په ورځینو عادي حالاتو کې دا عادت وي، نو د لویو داسې پېښو په هکله به څه کوي چې په کال کې یو یا دوه ځله صورت مومي لکه کسوف او خسوف؟
مؤمن انسان په دې پېښو همداسې بېهوده نه تېرېږي، بلکې دا د الله تعالی د قدرت نښې ګڼي، هغوی د نورو غافلو انسانانو غوندې نه دي، چې هر څه ته په مادي سترګو ګوري، کله چې د ورځینو طبیعي پېښو په هکله چې هره ورځ او یا هره میاشت پېښېږي، دعا او ذکر کول کفایت کوي، نو دا ډول مهمې پېښې بیا له دعا او ذکر لوړ کار ته اړتیا لري چې هغه لمونځ دی، بیا خو د ژوندیو زړونو په څښتنانو د الله تعالی څخه وېره غالبه وي، دوی چې کله د الله د قدرت نښې په مخلوق کې وویني، نو په دې ډاډه نه وي چې ددې پېښو تر شا دې کومه بله لویه پېښه نه وي، داسې چې الله تعالی به پرې پوهېږي او هغه انسان به نه پرې پوهېږې، او کله چې الله تعالی یوه شي ته اراده وکړي، نو ورته وایي چې ( داسې شه، نو همغسې کېږي).
د همدې کسوف په هکله یوه مهمه خبره چې که غیر مؤمن ورته متوجه هم نشي خو مؤمن ورته متوجه کېږي دا ده، چې په دې پېښه کې د قیامت د یادولو او د دې نړۍ د پای ته رسېدلو نښې دي، د یقیني وحې له مختلفو روایتونو داسې ثابت دي چې په دې نړۍ به یوه ورځ داسې هم راځې چې اوسنی حالت به تغیير کوي، دا نظام چې اوس په کائناتو حاکم دی دا به سره پاشل کېږي دا آسمان به څېري شي، ستوري به سره وپاشل شي، او لمر به تور شي، غرونه به یې روان شي، او په ځمکه به لویه زلزله راشي، چې ټول درانه څیزونه به راپورته کړي ….او دا ټول مخلوق به دالله تعالی حضور ته را ټول شي…
نو لمر او سپوږمۍ د نورومخلوقاتو غوندې ابدي ندي، دوی هم لکه چې الله تعالی یې په هکله فرمایي: تر یوې معینې نېټې په دې کائناتو کې حرکت کوي ، هو کې! د الله په وړاندې یې نېټه معلومه ده، خو د انسانانو په وړاندې پټه ده، خو مؤمن ورته متوجه دی، ترې غافل ندی، کله چې د کسوف او خسوف حالت وویني نو د نن له حالته د سبا ورځې ته یې فکر ولاړ شي په تېره بیا چې کله دا آیت د قرآن ورته په یاد شي چې فرمایي: (وما أمر الساعة إلا كلمح البصر أو هو أقرب)النحل:77
ښایي د کسوف په هکله د ځینو صحابه کرامو په روایتونو کې همدا راز نغښتی وي چې د کسوف په حالت کې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په وارخطا حالت ولاړ شو او له دې ووېرېده چې قیامت واقع نشي، سره ددې چې قیامت خو نښې نښانې، مقدمات او شروط لري چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یې په خپله موږ ته خبر راکړی دی، له همدې امله، دی روایت علماؤ ته پوښتنې راولاړې کړېدي، خو کیدای شي دا روایت داسې تحلیل شی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دا کار د امت د تعلیم او لارښوونې په بڼه تر سره کړی وي، تر څو د قیامت په هکله هر وخت متوجه او آماده وي ، په تېره بیا په اوسني عصر کې چې آخري زمانه ده، او د قیامت د شرائطو او نښو څخه ډېرې څرګندې شوې هم دي.
د حضرت عثمان (رضی الله عنه) په زمانه کې کسوف واقع شو، نو عثمان خلکو ته لمونځ ورکړ، بیا ولاړ شو او خپل کور ته ولاړ، عبدالله بن مسعود (رضی الله عنه) د بي بي عایشې (رضی الله عنها) د حجرې سره کښېناست، او ځینې صحابه ورټول ؤ هغوی ته یې وویل: کله به چې کسوف او یا خسوف واقع شو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به خلکو ته په لمانځه کولو امرکاوه، نو چې دا دواړه (لمر-سپوږۍ) مو په داسې حال کې ولیدل، نو لمانځه ته بېړه وکړئ، که چېرې دا حالت هغه د (قیامت د راتلو) حالت وي، نو تاسو به ورته تیار او غافل نه یاست ، او که دا د (قیامت) حالت نه وي، نو تاسو به ثواب ګټلی وي، رواه أحمد وأبو يعلى والطبراني ورجاله موثوقون كما في مجمع الزوائد (جـ2: 206-207)(وقال الشيخ أحمد شاكر في تخريج المسند ج6 رقم4387:إسناده صحيح
د همدې دلائلو په رڼا کې موږ ته معلومه شوه چې اسلام کله هم د کسوف او خسوف په حالت کې د لمانځه، ‌ذکر، او دعا غوښتنه کوي ددې څخه هدف دا ندی چې الله تعالی خلکو ته په غوسه او قهر دی، سره ددې چې ځینو علماؤ به ددې حالت څخه همدا مطلب اخیستی وي، دا د دوی د زمانې سره سم، پوهې ته رسیدل ؤ، خو د علماؤ پوهه او نظریات په تېره بیا په داسې پیښو او خبرو کې د دین لپاره دلیل نشې کیدای، دین هغه دی چې په کتاب الله کې راغلی، او یا د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په صحیحو احادیثو کې بیان شوی، او پرته له دې دواړو، د نورو خلکو خبرې د صحت په حالت کې اخیستل کېږي او د عدم صحت په حالت کې رد کیدای شي.
د هغو کسانو په هکله چې په همدې ساینسي، او ریاضیکي علومو کې ښه لاس رسئ نه لري امام غزالي غوندې علماء ډېره ښه خبره کوي، دوی خپلو اشتباه ګانو ته متوجه کوی، هغه په خپل کتاب( المنقذ من الضلال) کې وروسته له دې چې د فلاسفه ؤ او د علومو ډولونه بیانوی، چې له هغو څخه یو هم د ریاضیاتو علم دی او هغه علوم چې له همدې ریاضیاتو څخه سرچینه اخلی … ( پخوانیو علماؤ د ریاضي علم د فلسفی یوه برخه ګڼله، همدا ډول د طبیعت پورې اړوند علوم او داسې نور ..) نو په دې هکله لیکي:
د اسلام لپاره دوهم آفت د اسلام جاهل دوستان دي، دوی ګمان کوي چې دین د ټولو هغو څیزونو څخه انکار کول دي چې همدې علم (فلسفې) ته منسوب وي، نو دوی د ټولو علومو څخه انکار وکړ، تر دې چې د کسوف او خسوف څخه هم انکار کوي، دوی ګمان کوی چې پدې هکله د علماؤ وینا د شریعت په خلاف خبره ده، خو کله چې د دوی دا نظریات هغه کسان اوري چې د پېښو په هکله د کره دلائلوپه لرلو حقیقت ته رسېږي او په دلائلو کې هېڅ شک ورته پاته نه وي، نو بیا ګمان کوي چې اسلام د دلائلو په جهل او انکار سره ولاړ دی، په دې سره یې له فلسفې سره مینه او له اسلام سره دښمني زیاته شي.
همدا ډول هغه وایي: تر ټولو لوی جنایت دا دی چې څوک ګمان کوي، اسلام د علومو (ساینس- فلسفې) په انکار سره ګټل کېږي، په داسې حال کې چې شریعت ددې علومو سره په نفې او اثبات کې کوم ټکر نه لری، او نه دا علوم د دین سره کوم ټکر لری.
کله چې پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) فرمایي: لمر او سپوږمۍ د الله تعالی د قدرت نښې دي، نه د چا په مرګ خسوف کوي او نه د چا په ژوند، کله مو چې دا حالت ولید نو لمانځه او د الله تعالی ذکر ته مخه کړئ) نو په دې حدیث کې د لمر او سپوږمۍ د ورځو په شمېر سره د حساب د علم څخه کوم انکار نشته چې په څومره ورځو کې نژدې کېږي او یا سره لېرې کېږي….

۱۳۹۴ دی ۷, دوشنبه

حسن بیک ! بې ماشومانو کلی د جدی د شپږمی په مناسبت

د جدی د شپږمی په مناسبت


حسن بیک ! بې ماشومانو کلی
 د1362کال دجدی دمیاشتې (20)نیټه وه ،روسانو د وردګو ولایت د سیدآباد د ولسوالۍ په کلیو د پټو سترګو سختې بمبارۍ روانې وې، پر هر کلي به څو څرخې او جیت الوتکو بمبارد کاوه،او دکلي اولسي وګړي به یې په خپلو وینو کې ولمبول. دا ځل دحسن بیک د کلي وار راغلی ؤ، غلام حسن خان د سید حسن خان زوی د حسن بیک دکلي دلوېې کلا اوسیدونکی داسې وايې:دجدی دمیاشتې سړې هوا او واورې دځمکې مخ پټ کړی ؤ،دکلي جومات ښه ګرم ؤ،سپین ږیري او مشران د سهار له لمانځه ...وروسته د جومات په تبۍ ناست ؤ،هر چا دخپل کور اود ‌‌‌‌‌ژمي د سختې یخنۍ خبرې کولې ، د لمر څرک سره دکلي ماشومان په لړزیدو او یخو پښو جومات ته ورسیدل ،ملا صاحب هم د خلکو خبرې غوڅې کړې او د ماشومانو سبق یې پیل کړ ،چې ددوه هلیکوپترو ټیټ پرواز د جومات ښیښې و ښورولې، په دې سره ویره او چپتیا خپره شوه ، د یاوزیرله سیمې نه یې فیرونه پیل کړل ،او په کلي یې دراکټونو په فیر کولو سره جیټ الوتکو ته هدف وروښود ،داچې ځمکه په واورو پوښلې وه ،ټول حیران شول چې چیرته وتښتي.سره لدې چې ماشومانو د تیښتې هڅې و کړې خو روسانو موقع ورنکړه او دکلي په جومات يې بمونه و اورول.دوهم ځل يې دوه بمونه په زړه کلا واچول ،دریم ځل چې راغلې بیا يې په کلي بمونه واچول . دالوتکو له تللو وروسته دکلي جومات دخاورو سره خاورې شو ،دلوټو او خاورو څخه دوینو ویالې روانې وې،جسدونه ټول ټوټې ټوټې ؤ. په کلی کې ویر او واویلا جوړه شوه ، د کلي څخه له آسمانه د بمبارد دودونه او دوړې لا ورکې نه وې چې د ماشومانو میندو په لوڅو پښو د جومات لورته منډې را وهلې ، دوی تمه درلوده ترڅو خپل بچیان ژوندي له خاورو را وباسي ، هرې یوې ملا تړلې په یخ وهلو پنجو د جومات لوټې او خاورې لیرې کولې ، خو د ټوټې غوښو پرته نور څه لاس ته نه ورتلل ، د کلي له منځه د ژړاګانو او فریادونو آوازونو په دره کې انګازې کولې ، له لږ ځنډ وروسته د اونخې درې د نورو کلیو خلک هم را ورسیدل ، د شهیدانو په را ایستلو بیړنی کار پیل شو ، لاکن هیڅ څوک مو ژوندي تر لاسه نه کړل ، زیاتره شهیدان دومر خراب ؤ چې پیژندل یې ګران ؤ ، همداشان د ډیرو شهیدانو غوښې سره ګډې شوې وې ، تر دې چې د ځینو جسدونه پیدا نه شول ، بیا مو داټول شهیدان په یوه ځای کې د یوې غونډ ۍ د پاسه خاورو ته وسپارل ، نو موړی زیاتوي : موږ په دې پوه نه شوو چې ولې زموږ په کلي دې ظالمو انسانانو دا ډول ظلم وکړ ، دا خو ټول ماشومان ؤ ددوی ګناه څه وه ؟ له دې وروسته په کلي کې ماشوم نه موندل کیده او دا کلی د بې ماشومانو په کلي و نومول شو په دې بمبادر کې د دې کلي د مشرانو په وینا لاندې کسان شهیدان شول : خو متآسفانه ونه توانیدم تر څو ددې ماشومانو ټاکلی عمر پیدا کړم خو ددوی ټولو عمر له اوو کالو تر پنځو کالو پورې ؤ:

که دا جوړ شي نو څه ژوند به یې وي ؟ د ثور د انقلاب په مناسبت

 که دا جوړ شي نو څه ژوند به یې وي ؟


 محمدشفیق صادق

زه چې د بمبارد څخه را تښتیدلی وم، په خپله کوچنی خور او ورور پسې روان  روان وم، تر څو هغوی ولټوم  مړی ژوندی  یې معلوم کړم ،  هغوی تر اوسه لا نه ؤ معلوم   لومړي د ټپيانو او شهیدانو جنازو ته چې خلکو راوړي و ورغلم ، خبر شوم ، ظابط قاسم خان شهید شوی ، او جنازه یې کورته یوړه ، له هلکانو مې پوشتنه وکړه ،‎زما خور او ورور چې هلته یې غواګانې د څرولو لپاره بیولې وي ومو نه لیدي؟ چا راته ځواب نه راکاوه ، یوه هلک راته وویل : ستاسو هغه توره غوا د فلاني په پټې کې ګرځیده ، نور مو په ورور او خور خبر نه یم .. ځان ته مې ښکنځل کول ، خو تا ورته وویل چې نن غواګانې  خندق ته بوزی ، دا دواړه ستا له لاسه ... کوم هلک راته وویل ، را ځه دلته یې هم یو څوک راوړي دا وګوره بیا پسې ګرځه .. ورغلم ...د هغه ګټ د نورو جنازو سره په کمکې رود کې تر ونو لاندې ایښې ؤ ، خلک پرې راټول ؤ ، زه هم سره ددي چې لا  هلک وم ، ورغلم ،  مخ مې یې پرې وکوت و خو زما ...نه ؤ نو زما خپل ورور او خور هیر شول ، همدې ټپې ته حیران ودریدم ، هریوه حیران کتل ، هرچا به د راتلو سره د مخ وکوت او دهوسیلي په اوښکلو به روان شو ، پلار یې هم  د فکرونو په ټال کې د کټ خواته ناست ؤ ، نه پوهیده څه پرې وکړي ، نه ډاکتر ؤ او نه یې چاته د علاج درک معلومیده ، شهیدان خو یې خپلو کورنو ته یوړل ، خو اوس په دې ټپې څه وکړي؟  هغه په لاس ایشاره وکړه  ، کوم بل چا ناري کړي ،اوبه غواړي ،خو اوبه څه ډول ورکړي ،د عبدالعلیم د خولې کوزنۍ  زامه د بم ټوټې ورسره وړې وه ، ژبه یې په ستونې کې کښته پرته وه ، د کوزې څښکوری یې د هغه په ستونې کې د ننه کړ ، او اوبه یې ورکړي!! چا ویل ډاکتر پیدا کړئ ، هغه مهال د جنګونو له امله ډاکتر هم نه  ؤ ، ځینو مجاهدینو به له پاکستان څخه د ټپونو د تړلو لپاره طبې دواوې راوړلې  ، او د ټپیانو ټپونه به یې پرې تړل ،  ،خوارکي د مظلومیت خړې خړې سترګې اړولې ، چا د وهم و بیرې نه ورته کتل ... مرحوم محمدناصر چې هغه مهال به یې څه بندراجونه او دیتول ورسره ګرځول ، راغی ، عبدالعلیم یې وکوت ، په وحشت کې ودرید،  چا ورته غږ کړ، او ناصره ! ورشه له تاسره خو به دوا وي لږ راوړه چې .... ناصر د خلکو له منځه  را په شا شو ،  زموږ هلکانو خواته ودرید ، له ځانه سره وبونګیده ، ( ددې په کوم ځای دوا وکړو ، دا چې جوړ شي ، څه به شي .... یره ! زه خو وایم خدای یې دې زر مړ کړي ... له همدي سره یې خلکو ته د هو کې سر وخوزاوه ، د کور په لور روان شو ...

زما رایاد شول چې خور او ورور مې ..د بمبارد ځای ته چې زه هم ترې تښتیدلی وم ، ورغلم ، ډیر خلک هلته د بمونو د لویو کندو سره ګرځیدل ، و بمونو لویو کندو وویرولم ، د باروتو بوی نا طاقته کړم ،  خلکو له یو بله پوښتل چې دا ځای یې ولې بمبارد کړ، دلته خو نن ټول خلک د غنمو د ریبدلو لپاره راغلي ، چا د شولو خوي کول ، ولې یې دا خلک په وینو کې ولمبول ..اي خوا دي خوا مې ډیر وکتل نه مې خپلې غواکانې ولیدي او خور او ورور ، په ځغاسته بیرته راوګرځیدم ، ګورم چې خور او ورور مې ویریدلي په یوه لښتې کې پټ ناست دي ، زه یې چې ولیدم ... نو د ژړا غږونه یې اوچت کړل  ، پوه شوم چې په بدن سم دی ، یوازي سخت بیربدلی ،له هر څه مخکې  ورسره د غواګانو غم ؤ ، لا لا زموږ غواګانې وتښتیدي ، اوس به مړې وي... ما ترې وپوښتل تاسو دلته څه کوئ؟ موږ  په هغه خندق کې (چې بمونه پرې واوریدل)  غواګانې څرولې ، نا څاپه یوه غوا راوتښتیده ، موږ چې دلته پسې راغلو نو طیاري راغلې ډیر بمونه یې واچول ، غواګانې مو وتښتیدې ، موږ دلته پت شو ، اوس بیا طیاري راځې ...زړه مې ډاډه شو .. ځه چې تاسو ښه یاست غواګانې د هسې مړې شي ... خو ددوي هرې خوا په غواګانو پسې سترګې اړولې ..له ما یې وپوښتل ته خو هم همدلته وي ، ته چیرته ولاړی ؟ ما  غوښتل په شولو کې خوی  وکړم ، خو چې جټ  طیارې راغلې او لومړي دوره یې ووهله پوه شوم چې  بمبارد کوي  ، په ځغاسته رود غاړې ته ولاړم ، هلته تر یوې ونې لاندې مې په یوه ژور کې ځان پټ کړ ، ټول بمبارد هلته راباندې تیر شو ، چې کله بمبارد خلاص شو ، لومړي مې د کور پوښتنه وکړه ، هغوی ښه ؤ ستاسو پوښتنه ټولو کوله ، اوس په تاسو پسې ګرځیدم .. خدای خیر پیښ کړ ، چې غوا مو له هغه ځایه راتښتیدلې که نه تاسو به اوس هم ...  دا د ۱۳۶۲ کال د اسد د میاشتې اتمه وه ... زما د کلي د ناورین داستان



  زموږ د ویرجن تاریخ په ناکامه لاره  یوه بله  ناولده  ډله  هم آزمون ته راووته !

لیکنه :  تنګیوال

په افغانستان  د کمونست رژیم له واکمن کیدو  او بیا د شوري اتحاد  له اشغال وروسته  له موږ ډیر په لویدیځ  او پاکستان د ویرې پیریان کښیناستل  او ژبه یې داسې وچه شوه  چې   د تم کولو په موخه  یې هر مټې رانغښتې  ته (ماما جان )ویل  او د مرستې سینه یې ورته ډبوله،    ،    د افغاني  او اسلامي احساس د راپارولو په نیت یې  (له کلیساګانو ) هم د حی علی الجهاد ناري وهل پیل کړل  ، خو دافغاني اسلامي جزبي په لیدو  دوی ته  د مکناټن  مړی او د ډاکتر برایډن نیم ژواندی عسکر هم ښه وریاد ؤ چې داسې نه دا افغانان بیا د بریا وروسته د کابو ن وي !  له امریکا زیات پاکستان ته دا تاریخ ښه معلوم ؤ  ، نو یې له همغه پیله  د وسلوالو مجاهدینو تر منځ د قیادت اورهبری درځ  جوړ کړ ، دوی یې  په داسې فکري ، ژبنیو او ایډیولوژیکې ډلو وویشل  چې په یوه خبره راټولیدل یې    د اخري زماني معجزه جوړه شي ، په دې سره یې د هغوی څخه د خلاصون او د دوی د ماتې پلان هم جوړ کړ .
افغانان چې اوبو اخیستي ، او د یوه لوی یرغل سره مخ شول ، د زړه له پاسه  یې ( ځینې له خلاصه ) دا ومنله  او په دې هم پوهیدل چې د دوی د لاس وسله  د امریکا سوغات دی ، خو مجبور ؤ دا سوغات   د یوه لوی فوځ د مقابلې او د وطن آزادي په بدل کې ومني  . له بل پلوه  دوی په دې باور ؤ چې  راغلی لښکر (ددوی  او مرسته کوونکو )ګډ دښمن دی نو زړه ته یې نه لویده چې ددې جګړې په دپای  کې به   (دوست هیوادونه)  ورسره  دومره لویه دوکه کوي ، مجاهدین  وتوانیدل  د شوروی اتحاد د لوی لښکر چې  د سپینې ماڼۍ د ننه   (ریګن ) ته خوب نه ورته ، په ګونډوکړي .
امریکا پرته له دې چې د افغانانو وینو او قربانیو ته درناوی وکړي ، دا ورځ له دوی سره په ګډه ولمانځې ،  هغه ښامار چې  د افغانانو په تورو مړ شو (امریکا ) یې د  ځان په ګټه د برې د ورځې د لمانځلو ناوي جوړه کړه  او دماتې امپراتوری په پاته شونو  یې د خپلې امپراتوری د جوړولو سوچونه پیل کړل  ، نو ،   نور  د امریکا په آند ، د مجاهدینو  دنده پای ته رسیدلې وه ، او ډیری ریښتنو مجاهدینو د امریکا سره په نویو سوچونو کې همکاري نه کوله   ، نو  امریکا د سیمې  د ( مشارکینو)هیوادونو  په مرسته  د  سرکشه  مجاهدینو د ختمولو پلان جوړ کړ ،  د مجاهدینو (مغروره)  او ( وعده شوی )قیادت او رهبری اوله( سیاسي لوبو او پوهې لیري)  قماندانان چې هر یوه د مومن خان د ښامار د وژلو  په وینو لړلې توره په اوږه ګرځوله  ، یو هم دې ته تیارنه ؤ چې د بلې ډلې حکومت ومني ، او یا په اقل شي راضي شي  ، امریکا او پاکستان  خپلو موخو ته د رسیدو په نیت لومړی  دا ډلې او تنظیمونه   د لوبي په دګر کې پاینل ته د راوتونکي ډلې د ملاتړ په وعده  ، په خپلو کې داسې سره وجنګول چې ( نن هم وروسته له (۲۴) کلونو یو بل ته ګوت څنډنې کوي او ( د لومړی درجه او دوهمه درجه ) دښمنان یې حسابوي.  ،  او د ډیرو مجاهدینو (غرور) ورسره داسې مات شو چې ځینو خو بیرته د همدې امریکا او پاکستان په لمن کې د پنا لټولو په نیت دامریکا هر امر ته لاسونه اوچت کړل  .او ځینو د پاینل ته د وتلو په نیت خپل ټول (اصول) تر پښو لاندې کړل.
  د لوبي په لومړی پایله کې : امن ، سوله او ډاډ کډه وکړه ، د یوې ډلې په نورو د بریا تمه هم وشکیده  ، وژني ، غلاوي ، لوټل  د وسلوالو ورځنی کار شو ، همدې ناورین  هیوادوال دې ته په تمه کړي ؤ چې یو څوک یې مرستې او خلاصون ته راودانګي ، او (بین المللی دوستانو) د خپلې نوی امپراتوری د بنسټ اوښودلو په موخه  باید پاته وسله او ډلې چې د راتلونکي خطر وریره ترې کیده   پاکې راټلولې کړې وای ،   چې ناڅاپه ، پرته له کومې لويی مقدمي ،  د ۱۳۷۳ کال د میزان په میاشت کې  د تنظیمي قماندانانو په وړاندي د طالبانو په نوم یوه ډله را ښکاره  شوه ، د طالب په سپینه جامه کې یې  په سپین بولدک کې د ټوبکیانو ( مجاهدینو ) د (مفسدو )  ډلو په خلاف جګړه پیل کړه ، دا ډیر مناسب وخت ؤ ، هر څوک د هیواد او هیوادوالو د نجات په تمه ؤ او په راتګ سره یې په ښکاره د ټولو افغانانو  تنده ماته شوه او دا لښکر یې د ګلو په ګیډیو بدرګه ګړ ، دی جنګیالیو  هم تر یوه نوی خوندور  شعار  لاندي ( اسلامي امارت) په  ډیره مینه ، او خوښۍ د (روان فساد د له منځه وړلو په نیت ) مقابله پیل کړه  او( خپل برحق توب یې د پټ سترګو علماءو د شوراکانو په فتواګانو) په خلکو داسې تحمیل کاوه چې سرغړونکي ته له مرګ پرته بله لاره نه پاتې کیده .
دا چې د طالبانو ډله څه ډول جوړه شوه ؟ چا یې په جوړلو کې رول درلود؟ راتلونکی تاریخ به یې ښه وشني   خو  دکار  پوهانو په   آند    د هیواد  په داسې شرائطو کې  پرته له بهرني ملاتړ څخه یوه داسې منظمه ، فوځې او سیاسې ډله جوړول او په تصادفی ډول   منظم فوځې او سیاسې فعالیت پیل کول نا ممکن کار ښکاری.

  د دوی د فعالیت په نتیجه کې افغانستان له وسلو پاک ، د امریکا خلاف  جنګي ډلې او تنظیمونه بي وسلې او کمزوري شوي  او  افغانستان راتلونکي امریکایی پلان ته  ښه آماده شو  ، په دې  هکله زما د  حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د هغه مهال دا خبره  را یاده شوه ، هغه  له یوې رسنی سره په خبرو کې ویل :( طالبان زموږ د له منځه وړلو په موخه تنظیم شوي ، هغه مهال به ددوی د ماتي ورځې پیل کیږي چې دوی په هیواد بشپړ واک ټینګ  کړي) د هغه دا خبري هغه مهال ماته هسې تبلیغات   ښکاره شول ، ځکه دا  مهال طالبان نیژدې د هیواد په (۹۰) سلنه خاوره واکمن ؤ ، نو ماته دا تعجب ښکاریده چې څه ډول به  له واک موندلو وروسته د طالبانو د ماتې ورځې پیل کیږي . خو همداسې وشول ، د طالبانو د ماتې ورځې هغه مهال پیل شوي چې د هیواد سیاسي فضا  د امریکا د یرغل لپاره مناسبه شوه ، او هغه شرائط یې ورته برابر شول  چې د امریکا د یرغل لپاره بهانه کول ، طالبانو هم د هیواد د ژغورلو په ځای له احساساتو کار واخیست  (ځان ) او هیواد یې د نوی تاریخ په داسې یوه ګردله کې وردننه کړل چې د راوتلو لپاره یې اوس له دوی هم لار ورکه ده .
د امریکایانو له یرغل وروسته په ښکاره خو د امریکا دعوه دا وه چې هیواد له طالبانو پاک او په هیواد کې د دیموکراسي په اساس نوی نظام  واکمن کړی ، هیواد ته سوله او امن راولی او خلک سوکاله ژوند وکړي ، خو رواني دیارلس کلنې جګړې او د امریکا سیاسي کارواییو داسې ښودله چې امریکا  په راتلونکي کې یو بل پلان هم  لری  ، دوی د جګړي په دې کلونو کې   نه یوازې د خپلو وسلوالو مخالفینو په ځپلو کې له هیڅ ډول ترحم  او زړه سوي کار وانه خیست ، بلکه په لوی لاس یې د پاکستان په مرسته د روانې جګړې په دوام کې هم رول لوباوه ،  د هغه هیواد په شمالي سیمو کې   یی افغان او ځینې نورې د منځنی آسیا وسلوالې ډلې ژوندی او فعالې ساتلی ، تر څو د خپل راتلونکي  دوهم پلان لپاره تري په مناسب وخت کې کار واخلي ،
دوی دادې د خپلې نوې پروژي لومړی پړاو پیل کړی ، او د داعش په نوم یې  نوی او تازه دم ځواکونه  ۰ د پخوانیو په جزبه او ډیر کلک اسلامي تصور)صحنې ته را دننه شول ، دا چې په راتلونکې  به دا ډله  بیا هم په همغو پلونو او لارو را ورنه شي چې پخوانۍ یې  اوس هم  د راتلو په پلونو د افسوس او ندامت اوښکي تویوي  او ددوی  راتګ به زموږ هیواد او خلکو ته په کومه بیه تمام شي  ، دا به راتلونکی  تاریخ په خپلو پاڼو کې ولیکي خو  خو یوه خبره کره او ثابته ده ، هغه دا چې نور د طالبانو تحریک د پاکستان او( امریکا ) لپاره تر وخت تیره ډله ده  ، لکه څنګه چې مجاهدین ددوی لپاره تر وخت تیرې ډلې وي ،   او هغه څه له طالبانو نشي تر لاسه کولای کوم چې په راتلونکي کې دوی ورته اړتیا لری ،   دا ډله  د خپل راتلونکي پلان په وړاندې یوه مزاحمه او د وخت ضایع ده  ، نو په هر صورت باید ددې ډلې حساب یوه اړخ ته شي او په داسې چا عوض او وځپل شي چې د افغانستان او سیمې په کچه په مسلمانانو کې په ښه او د اعتبار وړ آدرس (  اسلامي خلافت)   را ولاړ  شوي  ، ( په خپل تصور او ایديولوژي کې تر بل هر مسلمان ځان ته هوښیار او خدای پرست وایی )او کولای شي ، په ټوله سیمه (خراسان) کې د امریکا د ګټو لپاره (اوبه خړي ) تر څو پکښې امریکا یان خپل ماهیان ونیسي.
په نتیجه کې ویلای شو:
·         استعمار تل زموږ د بی وسئ او احتیاج څخه په خپله ګټه کار اخیستی
·         افغانانو وینې تویی کړي خو د احساساتي  ، مغروره او په ځان مین قیادت له امله یې ثمره استعمار ته پاته شوې.
·         موږ داسې یو مدرک سیاسي قیادت ندی موندلی چې د استعماري لوبو په منځ کې  له خپل ګوندي او شخصی ګټو تیر شي او د خپل هیواد د نجات په موخه قرباني ورکړي،  
·         هر څوک چې غواړي په پردیو وسلو او پیسو د دښمن  مقابله وکړي ،  نو په بدله کې به مرسته کوونکي ته تر مرستې سل چنده زیات تاوان ورکوي.
·         هر څوک چې د خپل د ښمن د مقابلی لپاره له بل دښمن څخه مرسته غواړي  ، نو خپله خپلواکي نشي ساتلای..
·         موږ په ریښتیا هم (احمدخان او میرویس خان) غوندي په ازادی مین ،  ویښ قیادت  ته اړتیا لرو چې د لویو استعماري امپراتوریو په منځ کې خپل ملت ته د ژوند کولو مسیر وتاکي او په خپلو خلکو او ملت باور ولری  ، هیڅکله هم بل ته طامع ، پردې پال ، او وارداتي  قیادتونه زموږ د ملت سرنوشت نشي تاکلی