زموږ د ویرجن
تاریخ په ناکامه لاره یوه بله ناولده ډله
هم آزمون ته راووته !
لیکنه : تنګیوال
په
افغانستان د کمونست رژیم له واکمن کیدو او بیا د شوري اتحاد له اشغال وروسته له موږ ډیر په لویدیځ او پاکستان د ویرې پیریان کښیناستل او ژبه یې داسې وچه شوه چې د
تم کولو په موخه یې هر مټې رانغښتې ته (ماما جان )ویل او د مرستې سینه یې ورته ډبوله، ، د
افغاني او اسلامي احساس د راپارولو په نیت
یې (له کلیساګانو ) هم د حی علی الجهاد
ناري وهل پیل کړل ، خو دافغاني اسلامي
جزبي په لیدو دوی ته د مکناټن
مړی او د ډاکتر برایډن نیم ژواندی عسکر هم ښه وریاد ؤ چې داسې نه دا
افغانان بیا د بریا وروسته د کابو ن وي !
له امریکا زیات پاکستان ته دا تاریخ ښه معلوم ؤ ، نو یې له همغه پیله د وسلوالو مجاهدینو تر منځ د قیادت اورهبری
درځ جوړ کړ ، دوی یې په داسې فکري ، ژبنیو او ایډیولوژیکې ډلو وویشل چې په یوه خبره راټولیدل یې د اخري زماني معجزه جوړه شي ، په دې سره یې د
هغوی څخه د خلاصون او د دوی د ماتې پلان هم جوړ کړ .
افغانان چې اوبو
اخیستي ، او د یوه لوی یرغل سره مخ شول ، د زړه له پاسه یې ( ځینې له خلاصه ) دا ومنله او په دې هم پوهیدل چې د دوی د لاس وسله د امریکا سوغات دی ، خو مجبور ؤ دا سوغات د یوه لوی فوځ د مقابلې او د وطن آزادي په بدل
کې ومني . له بل پلوه دوی په دې باور ؤ چې راغلی لښکر (ددوی او مرسته کوونکو )ګډ دښمن دی نو زړه ته یې نه
لویده چې ددې جګړې په دپای کې به (دوست هیوادونه) ورسره دومره
لویه دوکه کوي ، مجاهدین وتوانیدل د شوروی اتحاد د لوی لښکر چې د سپینې ماڼۍ د ننه (ریګن
) ته خوب نه ورته ، په ګونډوکړي .
امریکا پرته له
دې چې د افغانانو وینو او قربانیو ته درناوی وکړي ، دا ورځ له دوی سره په ګډه
ولمانځې ، هغه ښامار چې د افغانانو په تورو مړ شو (امریکا ) یې د ځان په ګټه د برې د ورځې د لمانځلو ناوي جوړه
کړه او دماتې امپراتوری په پاته شونو یې د خپلې امپراتوری د جوړولو سوچونه پیل
کړل ، نو ، نور د امریکا په آند ، د مجاهدینو دنده پای ته رسیدلې وه ، او ډیری ریښتنو
مجاهدینو د امریکا سره په نویو سوچونو کې همکاري نه کوله ، نو امریکا د سیمې د ( مشارکینو)هیوادونو په مرسته د سرکشه
مجاهدینو د ختمولو پلان جوړ کړ ، د
مجاهدینو (مغروره) او ( وعده شوی )قیادت
او رهبری اوله( سیاسي لوبو او پوهې لیري) قماندانان چې هر یوه د مومن خان د ښامار د وژلو په وینو لړلې توره په اوږه ګرځوله ، یو هم دې ته تیارنه ؤ چې د بلې ډلې حکومت ومني
، او یا په اقل شي راضي شي ، امریکا او
پاکستان خپلو موخو ته د رسیدو په نیت
لومړی دا ډلې او تنظیمونه د لوبي
په دګر کې پاینل ته د راوتونکي ډلې د ملاتړ په وعده ، په خپلو کې داسې سره وجنګول چې ( نن هم
وروسته له (۲۴) کلونو یو بل ته ګوت څنډنې کوي او ( د لومړی درجه او دوهمه درجه )
دښمنان یې حسابوي. ، او د ډیرو مجاهدینو (غرور) ورسره داسې مات شو چې
ځینو خو بیرته د همدې امریکا او پاکستان په لمن کې د پنا لټولو په نیت دامریکا هر
امر ته لاسونه اوچت کړل .او ځینو د پاینل
ته د وتلو په نیت خپل ټول (اصول) تر پښو لاندې کړل.
د لوبي
په لومړی پایله کې : امن ، سوله او ډاډ کډه وکړه ، د یوې ډلې په نورو د بریا تمه
هم وشکیده ، وژني ، غلاوي ، لوټل د وسلوالو ورځنی کار شو ، همدې ناورین هیوادوال دې ته په تمه کړي ؤ چې یو څوک یې
مرستې او خلاصون ته راودانګي ، او (بین المللی دوستانو) د خپلې نوی امپراتوری د
بنسټ اوښودلو په موخه باید پاته وسله او
ډلې چې د راتلونکي خطر وریره ترې کیده
پاکې راټلولې کړې وای ، چې ناڅاپه ، پرته له کومې لويی مقدمي ، د ۱۳۷۳ کال د میزان په میاشت کې د تنظیمي قماندانانو په وړاندي د طالبانو په
نوم یوه ډله را ښکاره شوه ، د طالب په
سپینه جامه کې یې په سپین بولدک کې د
ټوبکیانو ( مجاهدینو ) د (مفسدو ) ډلو په
خلاف جګړه پیل کړه ، دا ډیر مناسب وخت ؤ ، هر څوک د هیواد او هیوادوالو د نجات په
تمه ؤ او په راتګ سره یې په ښکاره د ټولو افغانانو تنده ماته شوه او دا لښکر یې د ګلو په ګیډیو
بدرګه ګړ ، دی جنګیالیو هم تر یوه نوی
خوندور شعار لاندي ( اسلامي امارت) په ډیره مینه ، او خوښۍ د (روان فساد د له منځه
وړلو په نیت ) مقابله پیل کړه او( خپل
برحق توب یې د پټ سترګو علماءو د شوراکانو په فتواګانو) په خلکو داسې تحمیل کاوه
چې سرغړونکي ته له مرګ پرته بله لاره نه پاتې کیده .
دا چې د طالبانو
ډله څه ډول جوړه شوه ؟ چا یې په جوړلو کې رول درلود؟ راتلونکی تاریخ به یې ښه
وشني خو دکار
پوهانو په آند د هیواد په داسې شرائطو کې پرته له بهرني ملاتړ څخه یوه داسې منظمه ، فوځې
او سیاسې ډله جوړول او په تصادفی ډول منظم فوځې او سیاسې فعالیت پیل کول نا ممکن کار
ښکاری.
د دوی د فعالیت په نتیجه کې افغانستان له وسلو
پاک ، د امریکا خلاف جنګي ډلې او تنظیمونه
بي وسلې او کمزوري شوي او افغانستان راتلونکي امریکایی پلان ته ښه آماده شو ، په دې
هکله زما د حزب اسلامي د مشر ګلبدین
حکمتیار د هغه مهال دا خبره را یاده شوه ،
هغه له یوې رسنی سره په خبرو کې ویل :(
طالبان زموږ د له منځه وړلو په موخه تنظیم شوي ، هغه مهال به ددوی د ماتي ورځې پیل
کیږي چې دوی په هیواد بشپړ واک ټینګ کړي)
د هغه دا خبري هغه مهال ماته هسې تبلیغات ښکاره شول ، ځکه دا مهال طالبان نیژدې د هیواد په (۹۰) سلنه خاوره واکمن
ؤ ، نو ماته دا تعجب ښکاریده چې څه ډول به له واک موندلو وروسته د طالبانو د ماتې ورځې پیل
کیږي . خو همداسې وشول ، د طالبانو د ماتې ورځې هغه مهال پیل شوي چې د هیواد سیاسي
فضا د امریکا د یرغل لپاره مناسبه شوه ،
او هغه شرائط یې ورته برابر شول چې د
امریکا د یرغل لپاره بهانه کول ، طالبانو هم د هیواد د ژغورلو په ځای له احساساتو
کار واخیست (ځان ) او هیواد یې د نوی
تاریخ په داسې یوه ګردله کې وردننه کړل چې د راوتلو لپاره یې اوس له دوی هم لار
ورکه ده .
د امریکایانو له
یرغل وروسته په ښکاره خو د امریکا دعوه دا وه چې هیواد له طالبانو پاک او په هیواد
کې د دیموکراسي په اساس نوی نظام واکمن
کړی ، هیواد ته سوله او امن راولی او خلک سوکاله ژوند وکړي ، خو رواني دیارلس کلنې
جګړې او د امریکا سیاسي کارواییو داسې ښودله چې امریکا په راتلونکي کې یو بل پلان هم لری ،
دوی د جګړي په دې کلونو کې نه یوازې د خپلو وسلوالو مخالفینو په ځپلو کې له
هیڅ ډول ترحم او زړه سوي کار وانه خیست ،
بلکه په لوی لاس یې د پاکستان په مرسته د روانې جګړې په دوام کې هم رول لوباوه ، د هغه هیواد په شمالي سیمو کې یی افغان او ځینې نورې د منځنی آسیا وسلوالې
ډلې ژوندی او فعالې ساتلی ، تر څو د خپل راتلونکي دوهم پلان لپاره تري په مناسب وخت کې کار واخلي
،
دوی دادې د خپلې
نوې پروژي لومړی پړاو پیل کړی ، او د داعش په نوم یې نوی او تازه دم ځواکونه ۰ د پخوانیو په جزبه او ډیر کلک اسلامي
تصور)صحنې ته را دننه شول ، دا چې په راتلونکې به دا ډله
بیا هم په همغو پلونو او لارو را ورنه شي چې پخوانۍ یې اوس هم
د راتلو په پلونو د افسوس او ندامت اوښکي تویوي او ددوی
راتګ به زموږ هیواد او خلکو ته په کومه بیه تمام شي ، دا به راتلونکی تاریخ په خپلو پاڼو کې ولیکي خو خو یوه خبره کره او ثابته ده ، هغه دا چې نور د
طالبانو تحریک د پاکستان او( امریکا ) لپاره تر وخت تیره ډله ده ، لکه څنګه چې مجاهدین ددوی لپاره تر وخت تیرې
ډلې وي ، او هغه څه له طالبانو نشي تر لاسه کولای کوم چې
په راتلونکي کې دوی ورته اړتیا لری ، دا ډله د
خپل راتلونکي پلان په وړاندې یوه مزاحمه او د وخت ضایع ده ، نو په هر صورت باید ددې ډلې حساب یوه اړخ ته
شي او په داسې چا عوض او وځپل شي چې د افغانستان او سیمې په کچه په مسلمانانو کې
په ښه او د اعتبار وړ آدرس ( اسلامي خلافت)
را ولاړ
شوي ، ( په خپل تصور او ایديولوژي
کې تر بل هر مسلمان ځان ته هوښیار او خدای پرست وایی )او کولای شي ، په ټوله سیمه
(خراسان) کې د امریکا د ګټو لپاره (اوبه خړي ) تر څو پکښې امریکا یان خپل ماهیان
ونیسي.
په نتیجه کې
ویلای شو:
·
استعمار تل زموږ د بی وسئ
او احتیاج څخه په خپله ګټه کار اخیستی
·
افغانانو وینې تویی کړي
خو د احساساتي ، مغروره او په ځان مین قیادت
له امله یې ثمره استعمار ته پاته شوې.
·
موږ داسې یو مدرک سیاسي
قیادت ندی موندلی چې د استعماري لوبو په منځ کې له خپل ګوندي او شخصی ګټو تیر شي او د خپل هیواد
د نجات په موخه قرباني ورکړي،
·
هر څوک چې غواړي په پردیو
وسلو او پیسو د دښمن مقابله وکړي ، نو په بدله کې به مرسته کوونکي ته تر مرستې سل
چنده زیات تاوان ورکوي.
·
هر څوک چې د خپل د ښمن د
مقابلی لپاره له بل دښمن څخه مرسته غواړي
، نو خپله خپلواکي نشي ساتلای..
·
موږ په ریښتیا هم
(احمدخان او میرویس خان) غوندي په ازادی مین ،
ویښ قیادت ته اړتیا لرو چې د لویو
استعماري امپراتوریو په منځ کې خپل ملت ته د ژوند کولو مسیر وتاکي او په خپلو خلکو
او ملت باور ولری ، هیڅکله هم بل ته طامع
، پردې پال ، او وارداتي قیادتونه زموږ د
ملت سرنوشت نشي تاکلی
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر