لمرنیولو (کسوف) او سپوږمۍ نیولو(خسوف) د لمانځه حکمت
پوښتنه:
پخوانیو خلکو داسې انګیرله چې لمر او سپوږمۍ نیول د انسانانو په خلاف د الله تعالی د قهر او غوسې ښکارول دي، الله تعالی د هغوی د کفر اوګناه په بدل کې خپل قهر او خفکان انسانانو ته په دې ډول ښکاروي، خو د اوسني علمي پرمختګ په نتیجه کې دا ښکاره شوه چې خسوف او کسوف دوه طبيعې پېښې دي چې د ځینو ځانګړو طبيعې پیښو له امله رامنځ ته کېږي . له همدې امله دا پوښتنه رامنځ ته کېږي چې په اسلام کې د خسوف او کسوف د لمانځه حکمت څه دی؟ ځینې ملحدین او د اسلام دښمنان همدا موضوع د اسلام په خلاف استعمالوي او وایي، چې په دې هکله لمونځ کول د پخوانیو خرافاتو یوه سلسله ده، ځکه پخوانیو خلکو هم داسې عقیده درلوده چې لمونځ د ځمکې د خلکو څخه د آسمان د غوسې د پورته کېدو وسیله ده .
اوهم دا چې اوسني علماء د کسوف له پېښیدو وړاندې په دې پوهېږي چې کسوف به چیرته ؟ څه وخت پېښېږي او څومره وخت به دوام کوي؟ نو د همدې پوښتنو په رڼا کې هیله ده چې ځواب راکړئ؟
پخوانیو خلکو داسې انګیرله چې لمر او سپوږمۍ نیول د انسانانو په خلاف د الله تعالی د قهر او غوسې ښکارول دي، الله تعالی د هغوی د کفر اوګناه په بدل کې خپل قهر او خفکان انسانانو ته په دې ډول ښکاروي، خو د اوسني علمي پرمختګ په نتیجه کې دا ښکاره شوه چې خسوف او کسوف دوه طبيعې پېښې دي چې د ځینو ځانګړو طبيعې پیښو له امله رامنځ ته کېږي . له همدې امله دا پوښتنه رامنځ ته کېږي چې په اسلام کې د خسوف او کسوف د لمانځه حکمت څه دی؟ ځینې ملحدین او د اسلام دښمنان همدا موضوع د اسلام په خلاف استعمالوي او وایي، چې په دې هکله لمونځ کول د پخوانیو خرافاتو یوه سلسله ده، ځکه پخوانیو خلکو هم داسې عقیده درلوده چې لمونځ د ځمکې د خلکو څخه د آسمان د غوسې د پورته کېدو وسیله ده .
اوهم دا چې اوسني علماء د کسوف له پېښیدو وړاندې په دې پوهېږي چې کسوف به چیرته ؟ څه وخت پېښېږي او څومره وخت به دوام کوي؟ نو د همدې پوښتنو په رڼا کې هیله ده چې ځواب راکړئ؟
ځواب : دکتور يوسف قرضاوي:
بسم
الله، والحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله، وبعد
په
قرآنکریم کې د خسوف او کسوف د لمانځه یادونه نده راغلې، دا لمونځ د رسول الله (صلی
الله علیه وسلم) د قول او فعل په اساس ثابت دی، د هجرت په لسم کال چې کله لمر نیول
شوی ؤ، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د لمر تر روښانه کېدو د صحابه کرامو سره
لمونځ وکړ.
د
هغو صحیحو روایتونو له مخې چې اتفاق پرې راغلی دی، داسې کوم حدیت نشته چې ګواکې د
لمر او سپوږمۍ نیول دې د الله تعالی د غضب نښه وګڼل شي، او کوم کسوف چې ر سول الله
(صلی الله علیه وسلم) لمونځ پرې اداء کړ، د هجرت څخه وروسته هغه مهال اداء شو چې
مکه فتح شوې وه، خلک ډلې ډلې په اسلام کې شاملېدل. نو که کسوف د الله تعالی د غضب
نښه وای هغه مهال به پیښ شوی ؤ چې مکه د بتانو څخه ډکه وه، د مکې خلکو رسول الله
(صلی الله علیه وسلم) او اصحابو ته ډول ډول تعذیبونه ورکول، له کومې ګناه پرته یې
له کورونو وشړل …
په
نبوي عصر کې هم ځینو خلکو فکر وکړ چې دا حالت د ځمکې په مخ د کوم ښه او بهترین
انسان د مرګ له امله منځ ته راځي، او عجیبه پېښه خو لا داوه، چې کله کسوف واقع شو،
په همغه ورځ د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) زوی ( ابراهیم ) هم وفات شوی ؤ نو
خلکو ویل چې نن لمر د ابراهیم د وفات له امله تور شویدی، او لمر د رسول الله (صلی
الله علیه وسلم) سره خپله غمشریکي ښیې سره ددې چې دا خبره د رسول الله (صلی الله
علیه وسلم) د نبوت او د هغه د فضیلت د خپرولو لپاره ښه وسیله وه، خو رسول الله
(صلی الله علیه وسلم) په دې آوازه چوپ پاته نه شو، او نه یې په دې خرافاتو خوله
پټه کړه، د حضرت سمره بن جندب د روایت په اساس چې امام احمد اوطبراني یې روایت
کړی، رسول الله(صلی الله علیه وسلم) د همدې کسوف په ورځ خلک راټول او داسې وینا یې
ورته وکړه (… ځینې خلک ګمان کوي چې د لمر او سپوږمۍ نیول، او د خپل ختیځ څخه د
ستوري زوال د ځینو ښو خلکو د مرګ له امله رامنځ ته کېږي دا خلک درواغ وایي، دا د
الله تعالی د عظمت او قدرت د نښو نښانو څخه یوه نښه ده ..…)(مجمع الزوائد ج2 ص210)
رواه الحاكم وقال: صحيح على شرطهما(ووافقه الذهبي كما في المستدرك وتلخيصه ج1
همدا
شان بخاري له مغیرة بن شعبة څخه روایت کړی چې فرمایي: هغه ورځ چې ابراهیم مړ شو،
لمرهم ونیول شو، نو خلکو ویل چې لمر د ابراهیم د مرګ له امله نیول شویدی، نو رسول
الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: په تحقیق سره لمر او سپوږمۍ د الله تعالی د
قدرت او نښو څخه یوه د قدرت نښه ده، د چا په مرګ او ژوند نه نیول کېږي کله مو چې
دا حالت ( توروالی ) ولید نو الله ته دعاګانې کوئ او لمونځونه کوئ.ص 329،231
په
ځینو نورو روایتونو کې چې بخاري له أبي بکره څخه مرفوعاً روایت کړی په یوه برخه کې
داسې فرمایی: د هېچا په مرګ نه تورېږي ( کسوف نه کوي ) او وایي (ولکن الله تعالی
پرې خپل بنده ګان بېروي)، ددې جملې د زیاتوالي د ثبوت په هکله ځینې نظریات شته چې
امام بخاري په خپله اشاره ورته کړېده او فرمایي: د جملې دا زیاتوالی چې …د أبې
بکره څخه روایت شوی حدیث کې لېدل کېږي، د ډېرو ثقه راویانو په روایت کې دا زیادت
نشته همدا ډول د حدیثو علماء هم هغه زیات نه مني چې د یوه تن په روایت کې د نورو
تر هغه ثقه راویانو او اکثرو راویانو په روایتونو کې وجود ونه لری، نو دا زیادت یې
په شذوذ باندې نومولی نو په دې سره حدیث د صحت له بریده وتلی دی.
له
همدي امله مشکوک انسانان بیا همدا عبارت او په مثل یې ( الله تعالی پري خپل بندګان
بېروي) … مثال راوړي او خلکو ته شکونه پیدا کوي چې ولي بېره ولرو؟ د چا څخه ؟ ولې
دعاګانې کوو؟ ولې لمونځ کوو؟ په داسې حال کې چې کسوف خو یوه طبيعې پېښه ده؟
هو
زه هم وایم چې طبيعې پېښه ده، په ټاکلي وخت او ځای کې رامنځ ته کېږي، د الله تعالی
د ارادې په اساس په دې کې کوم تغیير نه راځي، خو په دې خبره هم ځان پوهول په کار
دي چې د طبیعت هېڅ پېښه د الله تعالی د ارادې او قدرت څخه د باندې نده، هر څه چې
په کائناتو کې پېښیږې، د الله تعالی په قدرت او ارادې سره دي دا چې دی لوی او عظیم
جسم ته یوه پېښه متوجه کېږي نو خامخا باید انساني زړونه د الله تعالی د لوی قدرت
او واکمنۍ لور ته متوجه شي، د هغه لوی حکمت ته، ښکلي تدبیر ته، نو زړونه ورته د
تعظیم له امله، متوجه کېږي، او ژبه په دعا ورته مشغولېږي، د زاریو لاسونه اوچتېږي،
او د عاجزۍ سجده لګېږي.
د
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه ډېر داسې روایتونه راغلي چې موږ ته د طبیعت په
مختلفو حالاتو کې په دعا کولو اوذکر توصیه کوي د بېلګې په توګه:
۱- د سهار او ماښام د راتلو په مهال: امام ترمذي له ابو هریره (رضی الله عنه) روایت کړی چې نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) به خپلو صحابه کرامو ته ورښودل او ویل چې:( کله درباندې سهار شو نو وایئ: اللهم بك أصبحنا، وبك أمسينا، وبك نحيا، وبك نموت، وإليك النشور، او کله چې درباندې ماښام شو نو وایئ(اللهم بك أمسينا وبك أصبحنا… الحديث) وقال الترمذي: حسن صحيح
همدا شان امام مسلم له ابن مسعود (رضی الله عنه )روایت کړی چې کله به ماښام شو نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به ویل: (أمسينا وأمسى الملك لله والحمد لله، لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شيء قدير، رب أسألك خير ما في هذه الليلة، وخير ما بعدها، وأعوذ من شر هذه الليلة، وشر ما بعدها، رب أعوذ بك من الكسل وسوء الكبر، رب أعوذ بك من عذاب في النار، وعذاب في القبر)
د ورېځو او بادونو په لیدو سره
۱- د سهار او ماښام د راتلو په مهال: امام ترمذي له ابو هریره (رضی الله عنه) روایت کړی چې نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) به خپلو صحابه کرامو ته ورښودل او ویل چې:( کله درباندې سهار شو نو وایئ: اللهم بك أصبحنا، وبك أمسينا، وبك نحيا، وبك نموت، وإليك النشور، او کله چې درباندې ماښام شو نو وایئ(اللهم بك أمسينا وبك أصبحنا… الحديث) وقال الترمذي: حسن صحيح
همدا شان امام مسلم له ابن مسعود (رضی الله عنه )روایت کړی چې کله به ماښام شو نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به ویل: (أمسينا وأمسى الملك لله والحمد لله، لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شيء قدير، رب أسألك خير ما في هذه الليلة، وخير ما بعدها، وأعوذ من شر هذه الليلة، وشر ما بعدها، رب أعوذ بك من الكسل وسوء الكبر، رب أعوذ بك من عذاب في النار، وعذاب في القبر)
د ورېځو او بادونو په لیدو سره
امام
مسلم له بي بي عایشې (رضی الله عنه) څخه روایت کړی چې هغې فرمایلي: (کله به چې باد
راوالوت نو رسول الله (صلی الله علیه) به ویل: (اللهم أسألك خيرها وخير ما فيها،
وخير ما أرسلت به، وأعوذ بك من شرها، وشر ما فيها وشر ما أرسلت به).
همداشان
همدا بي بي فرمایي کله به چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په آسمان کې وریځ
ولیده نو کار به یې پرېښود ، او کله به یې چې لمونځ کاوه نو دا دعا به یې کوله
((اللهم إني أعوذ بك من شرها).خدایه ما ددې (باد) له شر څخه وساتې . او کله به چې
باران اورېده نو ویل به یې: اللهم صيبا هنيئا) دا روایت ابوداؤد، نسايي او ابن
ماجه کړیدی.
د میاشتې د لیدو په مهال به یې ویل: ابن عمر (رضی الله عنه) فرمایي( رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به چې کله میاشت ولیده ، نو داسې به یې ویل: (الله أكبر، اللهم أهله علينا بالأمن والإيمان، والسلامة والإسلام والتوفيق لما تحب وترضى، ربنا وربك الله) أخرجه الدارمي، وأخرجه الترمذي.
ددې دعاګانو څخه موخه داده چې د انسان زړه باید تل له الله تعالی سره تړلی وي، او هر څه د الله له لوري وګڼې، د هر نوي شي په لیدو په خلاصه سینه، لوړ احساس، ژوندي شعور سره مخامخ شي، نو دا هر څه ته په داسې سترګو ګوري چې د الله تعالی د قدرت نښې په کې وینې.
د میاشتې د لیدو په مهال به یې ویل: ابن عمر (رضی الله عنه) فرمایي( رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به چې کله میاشت ولیده ، نو داسې به یې ویل: (الله أكبر، اللهم أهله علينا بالأمن والإيمان، والسلامة والإسلام والتوفيق لما تحب وترضى، ربنا وربك الله) أخرجه الدارمي، وأخرجه الترمذي.
ددې دعاګانو څخه موخه داده چې د انسان زړه باید تل له الله تعالی سره تړلی وي، او هر څه د الله له لوري وګڼې، د هر نوي شي په لیدو په خلاصه سینه، لوړ احساس، ژوندي شعور سره مخامخ شي، نو دا هر څه ته په داسې سترګو ګوري چې د الله تعالی د قدرت نښې په کې وینې.
ډېر
انسانان دا پیښې او تغیيرات یوازې د سر په سترګو ویني، کله چې څو پلا ورته تکرار
شي نو یوعادي خبره شي، خو مؤمن یې د زړه په سترګو او بصیرت سره ویني، او د دې هرې
پېښې تر شا د الله تعالی قدرت او نښې وینې، او په دې سره الله تعالی یاد کړي، الله
تعالی په پاکۍ یادوي، دعا او زاري ورته کوي، لکه چې امام بخاري په ادب المفرد کې
له عبدالله بن زبیر روایت کوي چې هغه به کله د وریځو برېښنا (رعد او برق) ولیدل نو
نورې خبرې به یې پرېښودې او دا به یې ویل: ((سبحان الذي يسبح الرعد بحمده،
والملائكة من خيفته).
نو
کله چې د یوه مسلمان مؤمن په ورځینو عادي حالاتو کې دا عادت وي، نو د لویو داسې
پېښو په هکله به څه کوي چې په کال کې یو یا دوه ځله صورت مومي لکه کسوف او خسوف؟
مؤمن
انسان په دې پېښو همداسې بېهوده نه تېرېږي، بلکې دا د الله تعالی د قدرت نښې ګڼي،
هغوی د نورو غافلو انسانانو غوندې نه دي، چې هر څه ته په مادي سترګو ګوري، کله چې
د ورځینو طبیعي پېښو په هکله چې هره ورځ او یا هره میاشت پېښېږي، دعا او ذکر کول
کفایت کوي، نو دا ډول مهمې پېښې بیا له دعا او ذکر لوړ کار ته اړتیا لري چې هغه
لمونځ دی، بیا خو د ژوندیو زړونو په څښتنانو د الله تعالی څخه وېره غالبه وي، دوی
چې کله د الله د قدرت نښې په مخلوق کې وویني، نو په دې ډاډه نه وي چې ددې پېښو تر
شا دې کومه بله لویه پېښه نه وي، داسې چې الله تعالی به پرې پوهېږي او هغه انسان
به نه پرې پوهېږې، او کله چې الله تعالی یوه شي ته اراده وکړي، نو ورته وایي چې (
داسې شه، نو همغسې کېږي).
د
همدې کسوف په هکله یوه مهمه خبره چې که غیر مؤمن ورته متوجه هم نشي خو مؤمن ورته
متوجه کېږي دا ده، چې په دې پېښه کې د قیامت د یادولو او د دې نړۍ د پای ته رسېدلو
نښې دي، د یقیني وحې له مختلفو روایتونو داسې ثابت دي چې په دې نړۍ به یوه ورځ
داسې هم راځې چې اوسنی حالت به تغیير کوي، دا نظام چې اوس په کائناتو حاکم دی دا
به سره پاشل کېږي دا آسمان به څېري شي، ستوري به سره وپاشل شي، او لمر به تور شي،
غرونه به یې روان شي، او په ځمکه به لویه زلزله راشي، چې ټول درانه څیزونه به
راپورته کړي ….او دا ټول مخلوق به دالله تعالی حضور ته را ټول شي…
نو
لمر او سپوږمۍ د نورومخلوقاتو غوندې ابدي ندي، دوی هم لکه چې الله تعالی یې په
هکله فرمایي: تر یوې معینې نېټې په دې کائناتو کې حرکت کوي ، هو کې! د الله په
وړاندې یې نېټه معلومه ده، خو د انسانانو په وړاندې پټه ده، خو مؤمن ورته متوجه
دی، ترې غافل ندی، کله چې د کسوف او خسوف حالت وویني نو د نن له حالته د سبا ورځې
ته یې فکر ولاړ شي په تېره بیا چې کله دا آیت د قرآن ورته په یاد شي چې فرمایي:
(وما أمر الساعة إلا كلمح البصر أو هو أقرب)النحل:77
ښایي
د کسوف په هکله د ځینو صحابه کرامو په روایتونو کې همدا راز نغښتی وي چې د کسوف په
حالت کې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په وارخطا حالت ولاړ شو او له دې ووېرېده
چې قیامت واقع نشي، سره ددې چې قیامت خو نښې نښانې، مقدمات او شروط لري چې رسول
الله (صلی الله علیه وسلم) یې په خپله موږ ته خبر راکړی دی، له همدې امله، دی
روایت علماؤ ته پوښتنې راولاړې کړېدي، خو کیدای شي دا روایت داسې تحلیل شی چې رسول
الله (صلی الله علیه وسلم) دا کار د امت د تعلیم او لارښوونې په بڼه تر سره کړی
وي، تر څو د قیامت په هکله هر وخت متوجه او آماده وي ، په تېره بیا په اوسني عصر
کې چې آخري زمانه ده، او د قیامت د شرائطو او نښو څخه ډېرې څرګندې شوې هم دي.
د
حضرت عثمان (رضی الله عنه) په زمانه کې کسوف واقع شو، نو عثمان خلکو ته لمونځ
ورکړ، بیا ولاړ شو او خپل کور ته ولاړ، عبدالله بن مسعود (رضی الله عنه) د بي بي
عایشې (رضی الله عنها) د حجرې سره کښېناست، او ځینې صحابه ورټول ؤ هغوی ته یې
وویل: کله به چې کسوف او یا خسوف واقع شو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به خلکو
ته په لمانځه کولو امرکاوه، نو چې دا دواړه (لمر-سپوږۍ) مو په داسې حال کې ولیدل،
نو لمانځه ته بېړه وکړئ، که چېرې دا حالت هغه د (قیامت د راتلو) حالت وي، نو تاسو
به ورته تیار او غافل نه یاست ، او که دا د (قیامت) حالت نه وي، نو تاسو به ثواب
ګټلی وي، رواه أحمد وأبو يعلى والطبراني ورجاله موثوقون كما في مجمع الزوائد (جـ2:
206-207)(وقال الشيخ أحمد شاكر في تخريج المسند ج6 رقم4387:إسناده صحيح
د
همدې دلائلو په رڼا کې موږ ته معلومه شوه چې اسلام کله هم د کسوف او خسوف په حالت
کې د لمانځه، ذکر، او دعا غوښتنه کوي ددې څخه هدف دا ندی چې الله تعالی خلکو ته
په غوسه او قهر دی، سره ددې چې ځینو علماؤ به ددې حالت څخه همدا مطلب اخیستی وي،
دا د دوی د زمانې سره سم، پوهې ته رسیدل ؤ، خو د علماؤ پوهه او نظریات په تېره بیا
په داسې پیښو او خبرو کې د دین لپاره دلیل نشې کیدای، دین هغه دی چې په کتاب الله
کې راغلی، او یا د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په صحیحو احادیثو کې بیان شوی،
او پرته له دې دواړو، د نورو خلکو خبرې د صحت په حالت کې اخیستل کېږي او د عدم صحت
په حالت کې رد کیدای شي.
د
هغو کسانو په هکله چې په همدې ساینسي، او ریاضیکي علومو کې ښه لاس رسئ نه لري امام
غزالي غوندې علماء ډېره ښه خبره کوي، دوی خپلو اشتباه ګانو ته متوجه کوی، هغه په
خپل کتاب( المنقذ من الضلال) کې وروسته له دې چې د فلاسفه ؤ او د علومو ډولونه
بیانوی، چې له هغو څخه یو هم د ریاضیاتو علم دی او هغه علوم چې له همدې ریاضیاتو
څخه سرچینه اخلی … ( پخوانیو علماؤ د ریاضي علم د فلسفی یوه برخه ګڼله، همدا ډول د
طبیعت پورې اړوند علوم او داسې نور ..) نو په دې هکله لیکي:
د
اسلام لپاره دوهم آفت د اسلام جاهل دوستان دي، دوی ګمان کوي چې دین د ټولو هغو
څیزونو څخه انکار کول دي چې همدې علم (فلسفې) ته منسوب وي، نو دوی د ټولو علومو
څخه انکار وکړ، تر دې چې د کسوف او خسوف څخه هم انکار کوي، دوی ګمان کوی چې پدې
هکله د علماؤ وینا د شریعت په خلاف خبره ده، خو کله چې د دوی دا نظریات هغه کسان
اوري چې د پېښو په هکله د کره دلائلوپه لرلو حقیقت ته رسېږي او په دلائلو کې هېڅ
شک ورته پاته نه وي، نو بیا ګمان کوي چې اسلام د دلائلو په جهل او انکار سره ولاړ
دی، په دې سره یې له فلسفې سره مینه او له اسلام سره دښمني زیاته شي.
همدا
ډول هغه وایي: تر ټولو لوی جنایت دا دی چې څوک ګمان کوي، اسلام د علومو (ساینس-
فلسفې) په انکار سره ګټل کېږي، په داسې حال کې چې شریعت ددې علومو سره په نفې او
اثبات کې کوم ټکر نه لری، او نه دا علوم د دین سره کوم ټکر لری.
کله
چې پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) فرمایي: لمر او سپوږمۍ د الله تعالی د قدرت نښې
دي، نه د چا په مرګ خسوف کوي او نه د چا په ژوند، کله مو چې دا حالت ولید نو
لمانځه او د الله تعالی ذکر ته مخه کړئ) نو په دې حدیث کې د لمر او سپوږمۍ د ورځو
په شمېر سره د حساب د علم څخه کوم انکار نشته چې په څومره ورځو کې نژدې کېږي او یا
سره لېرې کېږي….
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر