۱-
فرانسه : د الجزیرې د ویپ پاڼې د راپور په اساس د تیرې جمعې په ورځ یو (۳۰۰) کسیزې ډلې کسانو د
فرانسی د هیواد اړوند د کورسیکا د جزیرې د أګاکسیو په سیمه کې د مسلمانانو په یوه
کوچني جومات برید وکړ ، چې له امله یی دا جومات وران او مصاحف وسوځول شول ... چې دا
کار د فرانسې د چارواکو له لوری غندل شوی ، دا کار په داسې ورځو کي کیږي چې له یوې
خوا مسلمانان د مولود شریف په مناسبت او عیسویان د نوی میلادي کال په غونډی
او جشنونه تر سره کوی ..
۲- صومالیا: د صومالیا د هیواد چار واکو د
مولود شریف او د نوی میلادی کال د رارسیدو په مناسبت ټولي لمانځغونډې بندې کړیدي ،
د دا په داسې حال کي چې د صومالیا د هیواد وګړي مسلمانان دی چي ځينې بهرنی عیسویان
هم ژوند پکښې کوي ، چارواکو ددي بندیزلامل د الشباپ ډلی له لوری د بریدونو د
احتمال ویره او د ټولنی د عنعتاتو خلاف کار ګڼلی دی ، دا په داسې حال کي چي تر دي د مخه د برونای
هیواد چارواکو هم په خپل هیواد کې د نوی میلادی کال او د میلاد النبی (ص) په مناسبت ټول جشنونه منع
کړل
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر