۱۳۹۵ دی ۲۱, سه‌شنبه

په منځنیو پیړیو کې د اروپا د تورتمونو تاریخ ( لومړی برخه )



په منځنیو پیړیو کې د اروپا د تورتمونو  تاریخ ( لومړی برخه )

د کوبرنیکس او ګالیله محاکمه 

د اروپا  تاریخ د منځنیو پیړیو په مهال  ( له ۴۵۰ میلادی څخه تر ۱۴۵۰) میلادي پوري د اروپایانو په وینا د تورتمونو تاریخ دی ،دا هغه مهال ؤ  چې  د کلیسا  پاپانو د واکمنو پاچاهانو   سره لاس یو کړی ؤ او د اروپا خلک یې د ظلم او و حشت په تور پیځول کې رنغښتي  ؤ ،په دي ټوله دوره کې  یو علمي کتاب هم  په اروپا کې ندی لیکل شوی چې موږ ته راپاته وي ،  د کلیسا واکمنو په ټول توان هڅه کوله  خپله واکمني په اروپایانو وتپي  دې موخې ته د رسیدو په نیت  یی  د هغو علمي څیړنو مخه هم  نیولې وه ، کوم چې علمي آنګیرني ریښتیا ته رسوي ،او یا د کلیسا له تعلیماتو سره په ټکر کې وي ، پاپانو تر دي چې د انجیل تفسیر او ترجمه هم له بل چا څخه نه منله ،  دا په موخه تر څو وکولای شي یوه اوږده موده ، د اروپایانو په عقلونو واک ولری او  ددوی د مالونو او امکاناتو  د لوټلو په نتیجه کې عیش او عشرت وکړی او خپلې واکمنی ته دوام ورکړي ،  تر دي چې د جنت او دوزخ د ټکټونو پلورل او خرڅول یې هم  پیل کړي ؤ .
دا ۤپه داسې حال کې چې اروپا ته داسلام د تمدن وړانګې له اندلس ( اسپانیا او پرتګال )  او بالقان څخه رسیدلی وي ،  دوی لیدل چې څنګه مسلمانان د علم او تمدن په لور ګړندې ګامونه اخلی ، هلته ازادي ده ، هلته علمی پوهنتونونه دی ، ژباړي دی ، د علماؤ تر منځ سیالی روانی دی دوی د اندلس پوهنتونونه لیدل او هلته به یې زده کړې پکښې کولې ،  د این سینا ، ابن رشد ، البیرونی ، فارابی ، ابن خلدون ،  الماوردی ، غزالی او نورو ګڼ شمیر علماؤ لیکنې د ژباړو په بڼه تر اورپا ور رسیدلې وي ،  دوی نور نه غوښتل د کلیسا په تیارو کې خپل ژوند ته دوام ورکړي له همدي امله په اروپا کې  د علم او تحریف شوی (مسیحیت) ترمنځ جګړه ونښته ، چې د جګړي په لوخړو کې واکمنې کلیسا په ۱۶ میلادي پیړي کې د علمي پرمختک ټول حرکت په شا وتنباوه ، او را ډپ یې کړ ،دا حالت تر هغه همداسې پاته ؤ تر څو چې د کلیسا د پاپانو په خلاف په اروپا کې لوی انقلاب پیل شو او اروپا د انقلابونو او وینو  په زور د تحریف شوي مسیحیت  د کلیسا  واکمنی ماته کړه .
تاریخ ددې جکړي په ډګر کې د  کاتولیکي کلیسا په وړاندې د ډیرو علماؤؤ او پوهانو خواشینونکې حکایتونه ثبت کړی دي  ددوی د تفتیش په محاکمو کې د علماؤ وژل کیدل ، او صلیب کیدل ...،او دا همغه خلک  ؤ چې ځینې نظریات یې د مسلمانانو او اسلامی نړی څخه په الهام اخیستلو کشف کړي ؤ ، ځکه چې د مسیحیت په تحریف شوو انجیلونو کې دوی د هغو علمی حقیقتونو  په خلاف نظریات لیدل کوم چې دوی ورته لاس رسی درلود
ددی مثالونو څخه لومړی مثال د یوه اروپایی عالم (کوپرنیکس ) دی نوموړي په (۱۵۴۳) میلادی کال د ځمکي د حرکت نظریه رامنځ ته کړه ، نوموړی نظر ورکړ چي ځمکه په (۲۴) ساعتونو کې یو ځل په ځپل محور را څرخي، او په کال کې یو خل د لمر په شا او خوا را څرخي  ...
دی نظریی  په (۱۶) میلادی پیړی کې په اروپا کې غوغا راپورته کړه ، کلیسا هغه مهال ورسره د جګړې اعلان وکړ چي کله یې دا نظریه د خپلو انجلونو په ترازو کې وتلله او ویې لیدل ، چې دا نظریه د انجیلونو له متن سره په ټکر کې ده ، نو کلیسا د نوموړی په هکله د کفر فتوا صادره کړه ، او د نوموړی د فتل فیصله وشوه ، نوموړی په ډیره بی رحمی ووژل شو ،  د نوموړي د وژنی تر څنګ یې د هغه د کتابونو د سوځولو فیصله هم وکړه ...

دوهم مثال یې ګالیله ؤ ، هغه د کوپر نیکس نظریات تأیید کړل ، او نظر یې ورکړ چي لمر د شمسی نظام مرکز دی ، او دا یې هم وویل چې سپوږمي یو مستوی جسم ندی ، نو پاپ   نوموړی  ته سره ددې چې ډیرسپین ږیری هم ؤ د احضار امر ورکړ ، تر څو تری ددی (کفریاتو) ؟؟  پوښتنه او پلټنه وکړي ، نو یې په هغه په کور کې تر مرګه د بندي کیدو فیصله وکړه ....
 دوام لری ...

۱ نظر: