۱۳۹۶ آبان ۱۸, پنجشنبه

وردګ ځوانان د افراط او تفریط په دوه لاره !



 

 وردګ ځوانان د افراط او تفریط په  دوه لاره !


لیکنه :  عبد الله تنګیوال

وردګ  ولایت چي د روسانو د یرغل او د کمونستي انقلاب په ټول څورلس کلن دوران کي د مرکزی حکومت چې د کمونستانو په ولکه کې ؤ د مقابلي او جنګ جګړو لوی ډګر ؤ ، د حکومت واک یوازې تر میدانښار او د کابل کندهار په لویه لاره  تر سترګو کیده ، نوره سیمه د مجاهیدنو تر واک لاندې او کله به د روسانو د مجاهیدنو ترمنځ  لاس په لاس کیده  ، تر دي چي روسانو ماته وخوړه او د وتلو وروسته ټول ولایت د مجاهدینو په ولکه کي پاته شو.

  د کمونیستی انقلاب له راتلو  د مخه او بیا  د انقلاب په سیوري کې  ځینې وردګ ځوانان په  مفکوروي ډول د کمونستي رژیم تر اغیزو لاندي راغلل  چې ځینو کمونیستي الحادي مفکوره  واخیسته او د اسلام  څخه په (تفریطي ) ډول بیل شول چې دځینو کړنو او تصوراتو په وردګو ولایت کې هم د خلکو تر منځ بی باوری ،  فکری ، عقیدوي اختلافات رامنځ ته کړل.دا خلک ،  او ځينې نور بیا د مجبوریت له مخي د هغه نظام تر  سیوري لاندې پاته شول

د روسانو له وتلو وروسته او په کابل د فشارونو سره سم او بیا د  کابل د حکومت د را پرځیدو  او هلته د مجاهیدنو د ډلو تر منځ د جنګ جګړو په پیل کیدو سره په کابل کې د هغه وخت د حکومت تر واک لاندې سیمو څخه سلګونه وردګ  کورنئ مجبورې شوې چي د ځان ژغورلو په موخه  د وردګو هغو پلرنیو سیمو ته راکډه شي چې په تیرو څورلسو کلونو کي د سختو ناخوالو او روسانو + افغانی کمونستانو د ظلمونو ښکار وې،   دلته زرګونه کسان شهیدان شوي ؤ ، هر څه وران ؤ  اوس نو د مجاهیدنو د مختلفو ډلو په واک کې وه .

 په دي وخت کې چي په کابل او نورو ښارونو کي د مجاهیدنو دډلو  تر منځ سختې  کورنئ جګړې روانې وي ،  په وردګو کي نسبې آرامي وه ، ډیر شمیر  ښوونځې د مجاهیدنو د ځینو قماندانانو او د سیمې د ځینو با احساسه ځوانانو له لوری فعال کړل شوي ؤ،  کرنه ،  تجارت او کار اوبار هم ښه ؤ ، نورو ولایتونو ته هم د تجارت لاری خلاصې وې.

کابل میشتو مهاجرو چې خپل متمدن ژوند  له لاسه ورکړي ؤ د حکومتي معاشونو څخه بی برخې شوی ؤ  ، د روسانو او کمونستانو د څورلس کلن ظلم څخه ناخبره او لیرې پاته ؤ ، حکومت یې ماته خوړلې وه ،دلته هم خلکو  ښه رویه نه  ورسره کوله ، ځکه هغه خلک او کورنی یې لیدلې چي ددوی د حکومت له لاسه یې خلک شهیدان شوی ؤ له یوې خوا سخت ځوریدل او له بلې خوا یې حسدونه او عقدي راپاریدلې . چي دې کار د زړونو حساسیتونه او عقدې همداسی پټې  پاته کړې ..

دا مهال چي په وردګو کې ښوونځې فعال ؤ  ښوونځیو هم  په ډیره لوړ کیفیت  زده کوونکي فارغ کول ..تر دي چي هغه وخت د هیواد په پوهنتونونو کې د وردګ محصلینو شمیر تر بل هر چا زیات ؤ ..دا ځوانان په ښه معتدل اسلام سره روزل کیدل ، اسلامی عقیده ، ملی احساس او لوړه پوهه د هر ځوان شخصیت جوړاوه ،  د وردګو په لر او بر کي د افراط او تفریط هیڅ تصور نه لیدل کیده ، ځوانانو په اعتدال او دودیز چارپیریال کي زده کړې کولې ، د هغو کورنیو  ځوانانو چي په جهاد کې یې  ونډه درلوده ، هم له افراط څخه کار نه اخیست ، او هغه ځوانان چي کورنی یې د کمونستی رژیمونو تر واک لاندي سیمو څخه را کډه شوې وي ، هڅه کوله چې پخوانئ  کمونستي تصورات په دی (مجاهد ه ) ټولنه کي له یاده وباسی او یا یی اقلا پټ وساتی .. ځکه تفریط ( اسلام ضد) تصورات هلته د منلو نه ؤ او ممکنه وه چي د مرګ لامل یې وګرځې .. خو ځینې کابل میشتي کورنئ  چې مشران او ځوانان یې په همدی کمونستی   مفکروه روزل شوي ؤ په ښکاره خو به يې څه نه ویل خو په پټه یې د مجاهیدنو په کړنو نیوکې کولې او خپل نوی ځوانان به یې  د مجاهدینو په خلاف تصور پالل .

د طالبانو په راتلو او د وردګو د ولایت په تصرف سره د کابل میشتو لپاره فضا لږ آرامه شوه ، ځکه طالبانو   له مجاهیدنو  وسلې راټولې کړې ، خو بیا هم د کلیو او بانډو خبري پای ته ونه رسیدې ...

د طالبانو د حکومت په را پرځیدو ، د وردګو سیمه کې د نوی ادارې واک ټینګ شو او محلی طالبان څوک ګوښه ، ځینې په کورونو کي پاته او ځینې د امریکایانو له لوری تعقیب او یا ونیول شول ..خو عامه فضا د طالبانو سره د همدردی فضا وه . کرار کرار امنیتی حالات د خرابیدو په لور شول ، پخوانیو طالبانو ته د بیا فعالیت ضمینه مساعده شوه ، د حکومت واک په کلیو او بانډو کي کمزوری او په نشت حساب شو ..له دی سره  د وردګو  ځینې ځوانان دوه ډلې شول :

۱- هغه ځوانان چې لوستي او پوهنتوني ځوانان بلل کیدل  او یا هغه خلک چي په کمونیستي نظام کې یې دندې درلودې   ،هغوی زیاتره په نوي حکومت کي په لوړو چوکیو وګمارل شول ، په دولتی او غیر دولتي مؤسسو کي په کارونو بوخت شول ..او کرار کرار د  پیسو او دالرو سره روږدي او د ښاری فضا  او ژوند سره بلد شول .

۲- دوهمه ډله هغه ځوانان ؤ چي د طالبانو له پخواني تحریک سره ملګرې ؤ یا  یې خواخوږي درلوده  ورسره ځینې پخواني مجاهدین ، او هغه چي د حکومت تغیر او د بهرنیانو راتګ یې اشغال باله  او د حکومت څخه ناهیلی او ناخوښه ؤ .  د حکومت په خلاف د طالبانو د نویو ګروپونو سره یوځای کیدل ....

د لومړني ډلې لپاره د وردګو سیمه نوره د اوسیدو نه وه ، د طالبانو له لوری تر تعقیب او څارنې لاندې ؤ ځینو ته خو د ژوند په بیه تمام شو . دا ډله خلک مجبور شول ښارونو ته په کډه بار شي ..او هلته د ژوند تابیا وکړي...

په دي ډله کې هغه کورني  هم د کابل او نور ښارونو په لور روانې شوې  چي وردګو ته یې مهاجرت راکړي ؤ  او له پخوا څخه په کابل کې میشت ؤ .

دوهمې ډلې د ټوپک او راکټ لاره غوره کړه، ، هر یوه هڅه کوله چې ټوپک ترلاسه او  امریکایی ځواکونو ته په ګزار ورکولو سره په همفکرو کي ځان ته مډال تر لاسه کړي ..

له ۱۳۸۵ کال وروسته وردګ ولایت بیا د جنګ جګړو ډګر شو په ټولو پښتون میشته سیمو کې جګړو زور واخیست .. ورسره د امریکایی ځواکونو له لوری د شپې چاپې ،هوایی بریدونه او داسی نور عملیات هم چټک شول .. د جګړې اور بیا وردګ ولایت په خپلو لمبو کې ونغښت ..هره ورځ به د امریکایی ځواکونو لپاره  د اکمالاتو  د سوځیدلو موټرو  دودونو د سیدآباد ولسوالی له شیخ اباد څخه تر شش کلا پوښتلي وه ، او هره شپه به د امریکایی ځواکونو د چاپو او ښپنیو عملیاتو په لړ کي د ځوانانو جنازې روانې وې .

 په نتیجه کې ګڼو خلکو ځانونه له لاسه ورکړل ..په دې سره د کابل میشتو حکومتی کارکوونکو او د وردګو د نوی مقاومت د ډلو تر منځ تنفر او بیلوالی د فتواګانو او تورونو تر سرحده ورسید ..

ددي بیلوالي په نتیجه کې :

د هغو کسانو له منځه  چي په حکومتي چوکاټ کې دندې درلودې او هلته اوسیدل ، ځینې  د وخت په تیریدو سره د دیموکراسی او بی جلبه آزادي په جال کې د عیاشی ، فحاشی او بی دیني به ډنډ کي لویدل  اود بی جلبه  مؤسساتي سیستم  او د مخالفینو سره د تنفر له وجې د اسلامي ایدیولوژی د کمزوری حالت سره روژدي شول ،کرار کرار ورسره د اسلامي تصور او اسلامی نظام  د حاکمیت عقیدې خپل ځای  سیکولرزم ، عیاشی او بی دیني ته پریښود ..  د هغو کورنیو ځوانان چي له پخوا په کمونیستي ماحول کي اوسیدلي ؤ د نوی دیموکراسی سره په خوندونو کي د خپلو اولادونو له روزنې او اسلامي تربیی هم بی غوره او نوی ځوانان یې د سیکولر ، او بی دینه ډلو د ښکار او خوږو وعدو په ورکولو سره له  دینداری بی برخي شول او ډیری له دي کسان د نوی کمونزم ، نوی سیکولرزم او تر دي چي  ځینو خو لا د ماسونیانو ، اتیکیانو او (بی خدایانو) په کتار کي نومونه ثبت کړل ، شمیری داسې ښیی چي همدا اوس د پاسنیو عقیدو پالونکي  وردګ ځوانان د هیواد په سطحه تر بل هر چا زیات دی ، او ځینو خو د رسنیو اوفس بک له لاری په ښکاره د اسلام په خلاف او د بی دیني په ملاتړ تبلیغات پیل کړي چی ګڼ ځوانان یې ځان ته جلب کړي .

بلی خوا په وردګو کې پاته شوو  خلکو ته له تبلیغاتي دیموکراسی او میلیاردونو ډالرو یوازی امریکایی بمباردونه او د وطن ورانیدل په نصیب ورسیدل ، په ژوند کي یې کوم بدلون رامنځ ته نشو ، او د ځینو ځوانانو چې د امریکایی ځواکونو د ظلمونو له امله یې خپلوان ووژل شول د نظام سره په مخالفت کې دومره وړاندې (افراطی )  ولاړل چي ټول هغه خلک یې کافر وګڼل  ،کوم چي د حکومت سره مرسته او یا کار ورسره کوي ...ددوی مرګ او وژل یې روا او مباح کار وباله ، په دې لړ کې ځینې بی ګناه ځوانان یوازي په مؤسساتو کې د کار کولو په تور هم وځوریدل او یا ووژل شول ..چې دا لړی تر اوسه هم روانه ده .. له دي ځوانانو څخه ځینو لا د طالبانو له ډلې هم ډیر مخکې ولاړل او د حقاني او نورو ډلو سره یې اړیکې پیدا کړې ، تر دي چي د داعش غوندې افراطې ډلې سره هم په پټه خواخوږي موجوده ده ، خو دا چي د دطالبانو ځواک او ځار ډیر پیاوړی دی ، د داعش ډلی تر اوسه لا هلته سر ندی راپورته کړی ، خو کیدای شي  څه وخت وروسته لاره ورته حواره شي .

کوم ځوانان چې تر اوسه په وردګو کې  د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې په زده کړه بوخت دی ، د هغې سیمې د فضا څخه په تأثر په  طبعي ډول طالباني تصورات او افکار لری ، د هغو خبری ، کردار ، ځان جوړونه هر څه د طالبانو په ډول دی ..دوی اسلام په  مطالعاتي ډول نه ، بلکه په موروثي او احساساتي ډول پیژنې او ننګه ترې کوي ، طالبان هم  نه دومره توان لری او نه دومره وخت چي خلکو ته دین او اسلام په ریښتنی ، معتدل او حقیقي ډول معرفی کړی ، ددی په خای هغوی یوازی د غربیانو او امریکایی ځواکونو د ظلمونو او نادونو ، اسلام ضد فعالیتونو په چوکاټ کې خلک او ځوانان ځان ته رابولی او خپله ډله پری پیاوړې کوي .. خو کله چي دا ځوانان ښاري سیمو ته ولاړ شي ، په پوهنتونونو کې زده کړې پیل کړي په لومړیو کلونو کې د طالباني تصوراتو د لرلو له امله د حکومتي څارګرو له لوری له ځورونو او تعقیب سره مخ وي  ، خو کرار کرار د ښاری محیط څخه په اغیزو او د بی جلبه دیموکراسی څخه په استفادي ، د اسلام څخه د ریښتنی ناخبری له امله  له دي کسانو هم ځینې د سیکولر دلو ښکار شي ،،

په نتیجه کې ویلای شو چي وردګ ځوانان د دي حالاتو په موجودیت کې په دوه لاری ولاړ دي  :ځینو د لویدیځ فرهنګ څخه د تأثر له امله  په تفریطي ډول دومره ژور  تللی چي د الحاد کچې ته رسیدلي ، او ځنې بیا د عکس العملونو په نتیجه کې دوره د افراط خواته روان دي چي د داعش غوندې ډلو سره یې اړیکې نیولې او کیدای شي دا ډله هم په وردګو کي هم ځپلي ځالې جوړې کړي .

البته دا خبره باید په زغرده وکوم چي د وردګو لوی اکثریت خلک له افراط او تفریط دواړو کرکه کوی ، او  د یوه معتدل اسلام او دیني ماحول طرفدار دی .په دودیز ډول ټول معتدل مسلمانان دي او د خپل هیواد په ابادولو او وطنوالو ته په مرسته رسولو کې تر بل هر چا یو قدم وړاندې دي .په هره دنده کې ښه په اخلاص او صداقت کار کوي او په هیڅ ډګر کې تر نورو وروسته پاته ندي .




 

۱۳۹۶ مهر ۲۴, دوشنبه

حمد بن سهل البلخي (رح)


أحمد بن سهل البلخي  (235 - 322 هـ / 849 - 934 م)

یو له هغو علماؤ ، مفکرینو او فلاسفه، څخه دی چې تاریخ هیر کړی ، او تاریخ لیکونکو د نوموړي د ژوند په برخه کې هغه معلومات ندي وړاندې کړي کوم چې ددې عالم له شان سره ښایی

أبو زيد البلخي   د بلخ د ښار په  څنډو کې په (۲۳۵) هجری  زږیدلی دی ، وایی چې نوموړی اصلا د سیستان اوسیدونکی ؤ ، نوموړي لومړی له زده کړې وروسته د ماشومانو په روزنه پیل وکړ ، وروسته د نورو زده کړو د تر لاسه کولو لپاره د حاجیانو له ډلې سره په پښو بغداد ته و خوځید ، بغداد ته له رسیدو سره سم یې د هغه ښار له مشهورو علماؤ زده کړې پیل کړې ، په دې لړ کې لومړی له ابویوسف یعقوب بن اسحاق الکندی سره دیره شو او له هغه یې د طب ، فلسفی او طبیعت په علم کي ډیر څه زده کړل ، د فلسفی په علم کې یې ژوره مطالعه وکړه او د طب په برخه کي ښه متبحر شو ، د علم د تر لاسه کولو په موخه په ډیرو ښارونو او علماؤ وګرځيد ، خو وروسته له اته کاله سفر او ځیړنې  بیرته د بلخ په لور وخوځید ، د هرات له لارې بلخ ته ورسید ، هلته له دیره کیدو وروسته د علم او تمدن بل مرکز (ثمرقند) ته ولاړ او هلته یې د علم په خپراوي ،او په لیکنو پیل وکړ . ابو زید لکه څنګه چي د هغه شاګرد  الوزیری یې معرفی کوي ، ډنګر توربخوند سړی ؤ سترګې یې سره راټولې او کوچنی وي ، په مخ کې یې له ورایه د جدیت او هیبت ، وقار او عزت نښې لیدل کیدې ، کلک مذهبی شخص او د پیاوړې عقیدې څښتن ؤ ،ډیر علماء او دانشمندان پری راټول ؤ ټول عمر یې په تألیف ، تدریس او تعلیم کي تیر کړ  ، په معجم الادباء د یاقوتی کې لیکل شوی چي هغه ډیر فاضل او عالم شخصیت ؤ د ټولو پخوانیو او اوسنیو علومو احتواکوونکی ؤ په لیکنو کې یې د فلاسفه ؤ له طریقې کار اخیست  خو د ادب د څښتنانو سره یې مشابهت درلود ، ابو حیان توحیدی په خپل کتاب النظائر کې د هغه په هکله ډیر مواصفات لیکلی دی ، هغه لیکی چي په بغداد کې به ابو زید بلخي ته د حاجز البغداد نوم ورکول کیده ، داسې علم به نه ؤ چې هغه به پکښې پوره مهارت نه درلود ...

د نوموړي په لاس ګڼ شمیر علماء ، ادیبان او فلاسفه روزل شویدی ،چې ددې علماؤ له ډلې له نوموړي وروسته
۱- ابوبکر  محمد بن زکریا الرازی  فیلسوف یادولای شو ، نوموړي مشهور طبیب ، الرازی په خپله هم لیکلی چي فلسفه یې له علی البلخي زده کړیده
۲-أبو الحسن محمد بن يوسف العامري  چې په خراسان کې مشهور فیلسوف ؤ .
۳-أبو محمد الحسن بن محمد الوزيري چې د هغه په هکله یې ډیر څه لیکلی دی.
د بلخي لیکنې
بلخي ګڼ شمیر کتابونه په مختلفو علومو  لکه فلسفه ، طبعی علوم ، طب ، فلک او نجوم ، شعر او ادب ، تاریخ او سیاست او دین کې  ولیکل  چې مشهور یې په لاندې ډول دي
  • الصورة والمصدر
  • كتاب صناعة الشعر
  • الأسماء والكني والالقاب
  • أسماء الاشياء
  • النحو والتصريف
  • أسماء الله صفاته
  • فضل صناعة الكتابة
  • السياسة الكبير
  • السياسة الصغير
  • كتاب القرابين والذبائح
  • كتاب مايصح من احكام النجوم
  • اجوبة أهل فارس
  • المختصر في اللغة
  • كتاب اخلاق الامم
  • رسوم الكتب
  • صولجان الكتبة
    بلآخره نوموړی په (۳۲۲) هجری او (۹۳۴) میلادي کال له دي نړی سترګې پټې کړي

۱۳۹۶ مهر ۲۰, پنجشنبه

شمس الائمه ابوبکر محمد سرخسی


 

  شمس الائمه ابوبکر محمد سرخسی



امام علامه د حنفی فقهې شیخ ، د بخاری مفتی  ، شمس الائمه ابوالفضل بکر بن محمد بن علی ، بن الفضل الانصاری الخزری ، البخاری  الرزنجری  چې د مذهب د مسائیلو په حفظ کې به پری مثال ورکول کیده .

د هغه زوکړه او ژوند :


نوموړی په (۴۲۷) هجری کال تولد شوی ، له شمس الامام عبدالعزیز بن احمد حلوانی څخه یې فقه زده کړه ،   د سرخس اوسیدونکی دی ، او دا ښار د مروی او نیشاپور تر منځ  پروت دی چې اوس د  نرکمنستان په هیواد پوري اړه لری
  دا ښار د عبدالله بن حازم السلمی په مشری
 د عبدالله بن عامر په امر د عثمان بن عفان (رض) د خلافت په مهال فتح شوی .

له نوموړی یو حکایت رانقل شوی چې یوه ورځ په یوه درسی حلقه کي ناست ؤ نو یو چا ورته وویل چی له امام شافعي (رح) څخه خلک روایتونه کوی چي هغه (۳۰۰) کتابچي لیکني په حافظه کې درلودې ، نوموړی ورته وویل : د شافعي د حافظی لیکنې زما د لیکنو په زکات کي هم نه راځې ، نو د هغو کتابچو شمیر یې پیل کړ چي دده په حافظه کې وي ، له شمیر وروسته معلومه شوه چي د هغه سره (۱۲۰۰۰) کتابچې ډکې وي او ورسره ګڼ تألیف شوی کتابونه هم پراته ؤ .

له نوموړی روایت شوی چي  کله له زندانه آزاد شو ، په دې وخت کې د همدې ښار امیر  خپلې مینځې (امهات الاولاد) خپلو غلامانو ته په نکاح ورکړې وي ، (سره ددی چي دې غلامانو نورې زوجې هم درلودې) نو امیر په دي برخه کي له علماؤ د جواز پوښتنه کړې وه ، هغوی ټولو ورته د جواز هوکي کړی وه ، خو یوازی سرخسي (رح) ورته ویلی ؤ چي خطا شوي یی ، ځکه دي خادمانو تر مخه له آزادو ښځو سره ودونه کړي دی ، نو دا ازدواج د آزادې د پاسه د غلامي ازدواج دی . امیر حکم وکړ چي دا ټولې واده شوې مینځې دې آزادې شي ،بیا یې ورسره د سره نکاح وتړله ، ټولو علماؤ ورته د هوکې سر وښوراوه ، خو سرخسي بیا ورته وویل چي خطا شوي یی ، ځکه په دي هره واده شوې  او بیا آزاده شوې مینځه لازمه وه چي عدت تیر کړې ، او تا پرته له عدته نکاح کړې نو د معتدې ښځې ازدواج روا ندی .. .. نو الله تعالی په دې دواړو مسئلوکې د سرخسي فضیلت په نورو علماؤ ښکاره کړ او دوی یی ورته پړه ګڼل .

د سرخسي (رح) سختی او زحمتونه
 د یوې داسي خبري له مخې چي د یوه نصیحت کوونکې په شان او د الله تعالی د دین د حق ویلو په جرم په (۴۶۶) هجری کال زندان ته ورټیل وهل شو ، ځکه نوموړی د هغه خاقان ( پاچا) په خلاف  د حرمت فتوا ورکړې وه چي له خپلې آزادې کړې مینځې سره یې پرته د عدت له تیرولو ازدواج کړی ؤ ،  نو یې په همدې جرم (۱۵) کاله په زندان کې تیر کړل  ، خو هغه موقع غنیمت وګڼله او د خپل علم  څخه یې د کتابونو په لیکلو پیل وکړ .په دې لړ کې یې د حنفی فقهې تر ټولو مشهور او معتمد کتاب  (المبسوط) پرته له علمی مراجعو له خپل ذهن څخه په (۱۵) جلده کي ولیکه  . وروسته یې د امام شیبانی د السیر الکبیر په نوم کتاب شرحه په دووجلدونو کې  ولیکه خو  کله چې د کتاب الشروط لیکلو ته یې پیل وکړ  په (۴۸۰) هجری کال له زندانه ازاد شو او له ازادیدو وروسته مرغینان  او یا فرغانې ته ولاړ هلته یې  بیا نور کتاب تکمیل کړ

په المبسوط کې یې د عباداتو د شرحې په آخر کې لیکلی (په څرګندو معانیوو او لنډ و عبارتونو کې دا د عباداتو وروستی شرحه ده ، د جمعې او جماعت څخه د بندي شوې لیکنه .

همدا ډول یې د طلاق د کتاب په وروستیو کې لیکلی دا د دقیقو معانیو څخه وروسته یوه آزمیل شوی  بندې د فراق په وحشتونو کې لیکلې ده د طلاق مؤثر وروستی کتاب دی. همدا ډول دا کلمات یې په ډیر عمیق بلاغت سره تر پایه  په یوه لنډه مقاله کې استعمال کړیدی .

د نوموړی لیکنې


۱- المبسوط په فقه کې په (۱۵) جلدونو کي چي ټول یې له خپل یاد څخه پرته له دی چې کتابونو ته مراجعه وکړي لیکلی دی

۲- په اصول الفقه کې یو کتاب په دوه لویو  جلدونو کې چاپ شوی هم دی.

۳- د السیر الکبیر شرحه ، په دوو لویو جلدونو کې دا یې هم په زندان کې ولیکه

۴- د طحاوی مختصره شرحه

۵- د امام محمد د الجامع الصغیر شرحه

  • ۶- د امام محمد د الجامع الکبیرشرحه

  • ۷- د الزیادات له شرحه
  • ۸- د زیادات الزیادات له شرحه
  • ۹- د الخصاف د کتاب النفقات شرحه
  • ۱۰- د الخصاف د ادب القاضی شرحه
  • ۱۱- د قیامت علامی
  • ۱۲- فوائد الفقهیه
  • ۱۳- کتاب الحیض

د نوموړی وفات


 نوموړي په (۴۹۰) هجری کال کې او ځینې وایی چي په (۴۸۳) هجری کي  وفات شوی



۱۳۹۶ مهر ۱۶, یکشنبه

شقیق بلخی (رح) څوک ؤ


 د هارون الرشید سره د شقیق بلخی ملاقات : ژباړه : محمدشفیق صادق

  شقیق بلخی (رح) څوک ؤ


نوم یې    أبو علي شقيق بن إبراهيم الأزدي البلخي دی  د دوهمي هجري پیړۍ د اهل سنت او جماعت له علماؤ څخه او د تصوف له مخکښانو څخه ؤ ، نوموړی  زموږ د هیواد  په بلخ کې اوسیده ،  دحاتم الأصم استاذ ،   او د إبراهيم بن أدهم  سره یې ملګرتیا  وکړه ، او له هغه څخه یې  د تصوف زده کړي وکړي     له  كثير بن عبد الله الأبلي اوإسرائيل بن يونس اوعباد ابن كثير څخه یې روایتونه هم کړیدی     له نوموړي څخه عبد الصمد بن يزيد مرذويه اومحمد بن أبان المستملي اوحاتم الأصم اوالحسين بن داود البلخي روایتونه کړیدی   په  194 هـ کال د کولان په غزا کي په شهادت ورسید

د نوموړي د افکارو او خبرو بیلګي:

هغه وایی: زه په لومړي سر کې  شاعر وم ، او  الله تعالی مې توبه ترې قبوله کړه ، له دری لکه درهمو مې هم ځان خلاص کړ ، شل کاله مې وړینې جامي واغوستي ، خو کله چې د عبدالعزیز بن رواد سره مخامخ شوم ،  هغه راته وویل : موخه (د تصوف) څخه دا نده چي اوربشینه ډوډۍ وخورې او یا وړیني جامې واغوندې ، بلکه د تصوف څخه موخه او هدف دادی چې ته الله تعالی د زړه له تله وپیژنی ( الله ستا په زړه کې ځای ولری) او د هغه سره هیڅ شریک ونه نیسې  ، الله تعالی در څخه راضي وي ،د الله تعالی سره چې کوم څه دي په هغو ډیر ډاډه اوسئ تر هغو چې له خلکو سره دي .

- که یو څوک دوه سوه کاله عمر ولري ، خو چې دا لاندې څلور شیان ونه پیژنی ، نجات نشی موندلای.

۱- د الله تعالی پیژندنه ۲- د نفس پیژندنه ۳- د الله تعالی د اوامرو او نواهیو پیژندنه ۴- د الله تعالی د دښمن او د هغو د خواهشاتو پیژندنه .

- توکل دې ته وایی چې ته د الله تعالی په وعده پوره ډاډه او مطمئن وې

- څوک چې غواړي ځان ته معلومه کړي چې د الله تعالی معرفت څومره ورته حاصل دی ،نو ودې ګوري چې کوم څه چې الله تعالی ورته وعده کړې ، او کوم  څه چې خلک وعده ورکوي ، په کوم یوه یې زړه تړلی دی؟

ـ الله تعالی نیکان او بزرګان په مرګ هم ژوندي کړي ، خو ګنهګاران او سرکشان په ژوند هم مړه دي.

- زاهد خپل زهد په عمل کي ښیی ، او زهد ښکاره کوونکی خپل زهد په ژبه ښیی

- شقیق بلخی وایی چې زهد ( تقوی) او ویره یو د بل سره تړلی دي او همیشه سره پیوسته دي ،  زهد او ویره سره وروڼه دی چي یو له بل پرته نشي تکمیل کیدای ...

د هارون الرشید سره د شقیق بلخی ملاقات :

هارون ورته وویل: ته زاهد یی؟ ځواب یې ورکړ  نه ! زه شقیق یم

هارون الرشید ورته وویل : ماته نصیحت وکړه :

شقیق ورته وویل: ای امیر المؤمنینه ! ته الله تعالی  د ابوبکر په ځای ټاکلی یی او الله تعالی له تا څخه د ابوبکر صداقت غواړی  ، الله تعالی ته د عمر فاروق په ځای ټاکلی یی ، او له تا څخه د حق او باطل بیلول غواړي . الله تعالی ته د عثمان غنی په ځای ټاکلی یی او له تا څخه  د هغه حیا غواړي . الله تعالی ته د علی بن ابی طالب په ځای ټاکلی یی ، او له تا څخه د هغه حلم او علم غواړي.

هارون رشید ورته وویل:د صدیق په لاره څه ډول ولاړ شم ؟

هغه ځواب ورکړ . پوه شه چي ته امیر نه بلکه اجیر او مزدور یی ، او پو شه چي ته غنی نه بلکه فقیر یی ، او پوه شه چي ته آزاد نه بلکه غلام یی .

رشید ورته ویل :د حق او باطل ترمنځ څه ډول فرق وکړم ؟

ویی ویل:  خلک په دریو ډلو وویشه : یوه ډله له ځانه مشران ، بله له ځان نه کشران او دریمه همزولی

د مشرانو سره د پلرونو ، د کشرانو سره د زامنو ، او د همزولو سره د وروڼو ، نو د پلار احترام کوه او د وروڼو سره انصاف کوه او د کشرانو سره شفقت .

هارون الرشید لږ شیبه په فکر کی ډوب ؤ بیا یې ورته وویل څه ډول په حیا عمل وکړم ؟

شقیق ورته وویل: دا چي ته د خپلو همسایه ؤ څخه حیا وکړی ، او خپل ځان  په هغه مال کي چي ستا په واک کې دی د ټولو خلکو وکیل جوړ کړې .

بیا هارون یوه شیبه په فکر کې ؤ ، وروسته یې ورته وویل :په علم او حلم څه ډول عمل وکړم ؟

هغه ځواب ورکړ . د مولا( بادار)   دي اطاعت کوه او د نفس دې سرغړونه .

بیا هارون ورته وویل : نور راته ووایه ..

شقیق ورته وویل: الله تعالی اور پیدا کړی خو نوم یې پری جهنم ایښی دی ،او ته یې په دروازه کي ولاړ یی ، او تاته یې دری څیزونه درکړی چي د الله تعالی بندګان پری را سم کړی:

تاته یې بیت المال ، دوره (سوط) او توره (سیف) درکړی ، تاته یې امر کړی چي ته د الله تعالی بنده ګان د جنهم له اور څخه راوګرځوي ، کله چي کوم فقیر او مهتاج درته راغی نو په بیت المال کې یې له خپل حق څخه مه محروموه ، تر څو غلا او قتل ته اړ نشی ...   چاچي د الله تعالی ددین مخالفت  وکړ او د الله تعالی له حدودو او پولو یې تجاوز وکړ ، هغوی په سوط ( دوره) سره تأدیب کړه ، او چاچي یو څوک پرته له حقه مړ کړ ، هغه په توره (سیف) سره  د هغو د ولی په اجازه سره قصاص کړه ، که دې د الله تعالی د امر مطابق دا کارونه ونه کړل ، نو ته د دوزخیانو  ملګری یی او د بدبختانو مخکښ .

نو هارون الرشید ورته وویل: ( ای شقیقه ! زه خو د وسوځولم ، نور هم راته ووایه ..

شقیق ورته وویل: ای امیر المؤمنینه ! پوه شه ته یوه چینه یی او کار دي سیندونه ، که چینه وچه شوه ، نو سیند هم وچیږی . که چینه وبهیږي ، سیند هم ورسره بهیږي ، که دا خبری درته کافی نشی ، نو زه هم له تا کومه طمه ن لرم ، ...نو هارون الرشید په ژړا شو ..او امر یې وکړ چي مال ورته ورکړئ ، هغه مال تری وانه خیست ، هارون الرشید یې پریښود او تری ولاړ ...