۱۳۹۵ بهمن ۸, جمعه

هغه مهال چې په اروپا کې تیاره وه .. (د بغداد بیت الحکمة علمي پوهنتون)



هغه مهال چې په اروپا کې تیاره وه ..

 د بغداد  بیت الحکمة  علمي پوهنتون، او په  انساني تمدن یې اغیزی



 لومړی برخه

بیت الحکمة ..د حکمتونو کور ، د تمدن داستان او پرمختګ ډیوه ..هغه داستان چې نن تري یادونه نه کیږي ...زموږ د پرمختګونو داستان نن ورځ د استعماری افسانو په پوښ کې نغښل شوی او څوک نشته چې د استعمار به ډیرانونو یې راپوته کړي ...

زه به تاسو ته ددې داستان یوه برخه تقدیم کړم تر څو په خپل تمدن باور ومومي . په خپلو مټو ، په خپلو ځانونو او دا تصور مو بدل شي چي موږ نه څه درلود او نه یې لرو ...

په نړي کې  تمدونونه او علمي مراکز شته  چي د انساني تمدن په پراختیا او وده کې یې ښکاره او لوی اثر درلود ..،یو له دي علمي مرکزونو څخه د بغداد د (بیت الحکمة)  علمي پوهنتون دی ... دا د خپل وخت تر ټولو لوی پوهنتون او علمي مرکز ؤ چې نن ورځ له خلکو هیر دي  او څوک یې یادونه نه کوي ..هغه  علمي خزانه  چي په پخوا زمانو کې د اسلامي فکر ،  تصور او هڅو  په نتیجه کې لاس ته راغلی ..

ددې ځلانده لمر رڼا پنځه پیړي د نړي په مخ وځلیده ، تر دی چي تاتاریانو (چنګیزیان) ددې لمر رڼا د نړي له مخ څخ ډوب کړه ..

 د اعلمی مرکز په دوهمه هجری پیړي کې چې د اتمي میلادي پیړي سره سمون لری د عباسی خلیفه هارون الرشید په لاس  تأسیس شو .. هغه په لومړي کې دا کار هغه مهال بیل کړ چې  کله د خلافت د  کتابتون ځای د کتابونو د زیاتوالی له امله را تنګ شو ، نو یې د خلکو د هوساینې او ښې مطالعي په موخه  او د لازیاتو کتابونو د ځایولو په موخه د قصر  د باندې یو ځای د نوی او لوی کتابتون لپاره وټاکه  ، دې کتابتون ته یې  څو  سالونونه ورکړل ، یو سالون یې د مطالعي لپاره ؤ ، دوهم یې د مناقشو او بحثونو په موخه ، دریم یې د کتابونو د تجلید او لیکلو ، دریم یې د استراحت او دمې کولو ، همدا شان د لمانځه لپاره یو جومات ، او د مسافرو لپاره د اوسیدني ځای .


 وروسته دا کتابتون په لوی علمی مرکز او د اوس په اصتلاح پوهنتون بدل کړل شو ، او د ژوند په ټولو ضروریاتو لکه  خوراک او څښاک  ، وسایلو  او لوازمو مجهز شو  . د پوهنتون  کتابتون ېي داسې ترتیب کړ چي د هر فن او علم کتابونه یې په خاصو الماریو کې برابر کړل  ،  بیا یې د هر فن د مربوطه کتابونو یو فهرست ولیکه چې په هغه کې به د کتاب او د کتاب د مؤلف شهرت ، د کتاب د اجزاؤ او مخونو شمیر ، او د لیکلو ژبه یې ، او دا چې آیا اجزاء یې تکمیل دی او که ورک شوي اونور ضروری معلومات لیکل شوی ؤ .

  دا مرکز په ټولو  لوازمو او ضروریاتو مجهز شو د  مرکز د ا دارې او څارنې په موخه یې مسؤلین او د کتونکو او څیړونکو لپاره یې خدمتګاران وګمارل ورسره یی ، د مختلفو علومو څیړونکې علماء او پوهان ، عرب ، اوعجم ، مسلمان او غیر مسلمان راوغوښتل او په دندو یې وګارل ، هلته یې د پرانیستو مناقشو ، علمي مناظرو ضمینه برابره  کړه ،همدا شان د کتابونو د تصنیف او د مختلفو سیمو څخه زده کوونکې او طالبان د زده کړې او تحقیق په موخه را دعوت کول ، مکافات او سوغاتونه یې ورته برابرول .

په هر هیواد کې به چې د کوم کتاب نوم اوریدل کیده  ،دې علمي مرکز ته به راوړل کیده ، تر دې چې تجاران به یې هم هڅول چې د فارس ، روم ، هند او نورو سیمو څخه  چې هر ډول کتابونه لاس ته ورځې  ورسره راوړی . او نور خلک به یې هم دي کار ته تشویق کول ...ورسره یی د نړی د ګوت ګوټ څخه سلګونه ژباړونکې، شرحه کوونکي او لیکونکي ، راټول کړل  ، تر څو یې له اصلي ژبو څخه  عربي ژبې ته وژباړي ..

له هارون الرشید  وروسته یې زوی (مآمون) د دې علمي مرکز څارنه او  پالنه پیل کړه ، تر دې چې د نړی تر ټولو لوی علمی پوهنتون  شو ،.لوی تلسکوفونه ، او مراصد یې ورسره ودرول ، تر څو په علمي ډول د فلکیاتو علم وڅیړي ، او محصلین عملا هلته څیړنې وکړي ، ورسره یی یوروغتون  او طبی پوهنځي هم ورسره جوړه کړه ، تر څو په عملی ډول  طبی څیړنې تر سره کړي .

د روم له پاچا څخه یې  په   یوه لیک کې وغوښتل تر څو د هغو کتابونوانتقال ته اجازه ورکړي کوم چې د پخواني یونان څخه راپاته او د روم په ډیپو ګانو کې پراته ؤ  ، ځکه دا مهال ، په روم کې د هغو کتابونو لوستل منع اعلان شوي ؤ ، لومړی هغه ونه منله ، خو وروسته یې مثبت ځواب ورکړ ، او مآمون هلته یو علمي هیئت د ژباړونکو سره یو ځای واستاوه ، هیئت د ټولو هغو سیمو څخه لیدنه وکړه کوم چي ګمان کیده چې هلته به علمي کتابونه ډیپو شوی وي ، نو یې ګڼ شمیر هیرانونکي کتابونه په فلکیاتو  ، نجوم ، هندسه ، فلسفه ، موسیقی او طب کی له ځان سره راوړل .همدا رنګه مأمون د ټولو هیوادونواو سیمو  مشرانو او پاچاهانو ته لیکونه واستول تر څو ددوی علمی هیئتونو ته اجازه ورکړی تر څو ددوی په ډیپو ګانو او نورو سیمو کې کتابونه ولټوی د بغداد ته یې انتقال کړي ..

له دې هیئتونو څخه یو هیئت  وتوانید د پخواني فارس په یوه زړه کلا کې تر خاورو لاندی  داسي صندوقونه پیدا کړي چي د زړو کتابونو ډک او او کتابونو د خرابی له امله  یې بوی کړی ؤ ، نو دوی هغه کتابونه راوړل ، تر دې ترمیم او جوړ شول بیا یې د څیړني او ژباړې کار پیل کړ ...

په دې ډول مأمون د کتابونو لویه سرمایه تر لاسه کړه ، نو یې تجربه لرونکي ژباړونکي ، شرحه کوونکي ، جلد کوونکي مؤظف کړل تر څو دا زاړه کتابونه  عربی ته ترجمه او ترمیم کړی ، د هری ژبی لپاره یې بیل بیل مسؤلین او ژباړونکي وګمارل ، دی کسانو ته یې ډیر لوړ معاشونه وټاکل ، تر دی چي د ځینو معاشونه د هغه وخت  د میاشتې (۵۰۰) دیناره ؤ چې د اوسنې زماني د ( ۲ کیلو ګرامو سروزو ) سره برابره دی ،  تر دې چې د ځینې کتابونو ژباړونکو ته به یې کتاب له سروزو سره وزن کاوه ..او دا سره زر به یې ورکول ..

ابن ندیم په خپل کتاب کې چې د الفهرست په نوم یاد شوي ، د لسګونو هغو ژباړونکو نومونه یاد کړی کوم چې له هندی ، یونانی ، فارسی ، سریانی ، قبطی او نورو ژبو څخه به یې کتابونه ژباړل ..دا کسان یوازی په دي مکلف نه ؤ چې یوازی عربی ژبې ته ژباړې وکړی ، بلکه په دې هم مکلف ؤ چې د اسلامی نړی په سیمه کې مروجو نورو ژبو ته هم دا کتابونه وژباړي  ، تر څو د اسلامی نړی ټول اوسیدونکی تري مستفید شي ،.ځینو ژباړونکو به لومړی  اصلي کتاب خپلې ژبې ته ژباړه او بیا به له هغې ژبي څخه عربي ته ژباړه ، لکه چي یو ددی کسانو څخه یوحنا بن ماسویه ؤ هغه به لومړی کتاب سریاني ژبي ته ژباړه بیا به نورو ژباړونکو له سریاني څخه عربي ته ژباړه ...

له ژباړې وروسته به یې اصلی کتاب ښه جلد او منظم کړ په کتابتون کې به یې وساته ..څوک چې هغه کتابونه لولي چې د همدي کتابتون څخه د فهرستونو په ډول لیکل شوی  دا په ګوته کوی چې لومړی ځل کتاب په فارسی ، سریانی ، قبطی ، یونانی ..ژبو لیکل شوی او بیا نور ژبو را ژباړل شویدي

په دې ډول مسلمان علماء وتوانیدل چې ټول بشر ته لوی خدمت وکړ،او هغه علوم له ورکیدو وژغوری کوم چي د ورکیدو په حالت کې و، ځکه  دا مهال په دي ټولو سیمو کې د نوموړو کتابونو لوستل ممنوع اعلان شوي ؤ او که به وموندل شول نو د سوځیدو سره به مخ ؤ  ..که دا علماء نه وای نو زرګونه  دا پخوانی کتابونه  به نن ورځ نه وای او نه به یې چاته ګټه رسیدلې وای ..

نور بیا




 

هغه مهال رومي امپراتوری ټول پخواني یوناني کتابونه ممنوع او ډیر یې وسوځول ، لکه څنګه چې د (ارشمیدس) له کتابونو سره وشول د هغه یې (۱۵) بارونه کتابونه وسوځول ځکه دا کتابونه د مروجو عیسوي مفاهیمو او تعلیماتو سره برابر او موافق نه ؤ نولوستل او کیکل ممنوع اعلان  کړي ؤ  ...


دی لیکونکو ، ژباړونکو او شرحه کوونکو لوی کار تر سره کړ ، تر دې چې دا کتابونه یې د تطبیق تر مرحلې ورسول ، ناقص یې ورتکمیل کړل ، غلط یې صحیح کړل ، او پیچلې یی واضح ، تفسیر او تحلیل  کړل ، چې د اوس په اصتلاح یې تحقیقات او څیړنې وکړې

کله چې د مأمون حکومت پاي ته ورسید ، نو ټول ، یوناني ، هندي ، او فارسي کتابونه عربی ته ژباړل شوی ؤ او د راتلونکو څیړونو په موخه کار پرې روان ؤ ، لکه چې (ولت دیورانت) د تمدن کیسه ، کتاب لیکونکی وایې : مسلمانانو په لومړی سر کې د یونان پخواني هیر شوي کتابونه را دبره کړل او په دوهم قدم کې د هند کتابونه ؤ. د قلقشندي په وینا په دې علمي مرکز کې بي شمیره کتابونه راټول کړل شوي ؤ .

دا د اسلامي نړئ یوازیني علمي مرکز نه ؤ ،بلکه د اسلامي نړئ په ګوټ ګوټ کې داسې علمې مراکز  جوړ شوي ؤ ، د اسلامي نړي په لر او بر کې د علماؤ او ځایی واکمنو تر منځ سیالي پیل وه ، د اندلس امیر خلک مؤظف کړل چې په ختیځ کې  کتابونه راټول او په بیه را ونیسي .. په مصر کې فاطمې خلیفه (العزیز) به چې کله د کوم کتاب نوم واورید نو سمدستي به یې قاهرې ته د راوړلو امر وکړ ، همدا حالت په پخواني خراسان او اوسنې افغانستان کې هم روان ؤ ، سلطان محمود غزنوي په غزني کې یو علمي مرکز ایجاد کړ چې کڼ شمیر علما‌ء پکښې را ټول ؤ ، شهاب الدین غوري هم دا کار کاوه ، تر دې چې په نني بلخ ،  بست (هلمند) هرات ، نیشاپور ، مروه ، بخاری ، او نورو سیمو کې دا ډول لوی مرکزونه جوړ شول او تر منځ یې سیالي په شدت روانه وه ..په دې مراکزو کي لومړنیو علماؤ لوی خدمتونه تر سره کړل ورسره پکښې د روزني لوی کار روان ؤ چې زرګونه علماء او پوهان پکښې روزل کیدل ..دا په داسې حال کې چې د یوه اروپایی عالم ( سارتون) په وینا ، دا مهال اروپا په تیارو کې غوټې وهلې ، هلته نه علم ؤ او ته پرمختګ ..یوازی بدوي او صحرایی ژوند ؤ ...

په دې دوره کې ګڼ شمیر علماء د نبوغ او پوهې لوړو پوړونو ته ورسیدل د بیلګې په توګه به زه د څو تنو علماؤ  مختصره یادونه وکړم :

۱- محمد بن موسي الخوارزمي :نوموړی د همدي عصر او همدي پوهنتون یو څیړونکي ؤ چې  نن ورځ د الجبر او معادلو د علم مبتکر او بنسټ ایښودونکي ګڼل کیږي  ،هغه الجبر له حساب څخه بیل کړ ، په الجبر کې یې د لومړی درجه او دوهمه درجه معادلو لپاره فورمولونه وټاکل ..د الجبر په برخه کې یې لوی ابتکارات وکړل ، تر دې چي نن هم موږ په لسمو ټولګیو کې د محمد بن موسي د فورمول په مټو په الجبر کې کار کوو ، هغه په دي برخه کې ډیرې څیړنې وکړې ،نوموړی لومړی انسان ؤ چي په مجهول کمیت یې د الجزر نوم کیښود ..دا نوم یې د نبات له ریښو را اخیستی ، ځکه د نبات ریښې د جزر په نوم موجودې دی خو تر خاورو لاندې او مجهولې ..همدې عالم د صفر د استعمال نظام جوړ کړ ، (ول دیورانټ) وایی :دوی به د رقم په ځای کې کوچنی داېره کښله همدې دائرې ته به یې صفرا  یعنې ( خالي ) نوم ورکاوه ، چې له همدې څخه د انګلیسي (eipher) کلمه مشتق شویده ، او په لاتین کې د (sifr) کلمه (zephyrum) ته واوښته چې وروسته په (zero) اختصار شوه .


۲- دوهم شخصیت ابوبکر محمد بن زکریا (الرازی) دی .هغه د همدی مرکز علمي شخصیت دی چې په طبی پوهنه کې لړ پوړ ته ورسید ،هغه (۱۳۱) علمي کتابونه ولیکل چې نیمایی یې د طب په علم کې ؤ د نوموړی مشهور کتاب الحاوي ؤ چې په (۲۰) جلدونو کې لیکل شوي  دا کتاب چې کله لاتینې ته وژباړل شو نو نوم یې ورباندې (liber entinens) کیښود ،چې څو پیړئ په اروپا کې د طب په برخه کې تر ټولو مهم کتاب شمیرل کیده ، او یو له هغو  نهو کتابونو څخه ؤ چې په (۱۴) میلادی پیړئ کې د اروپا په طبی پوهنتون کې تدریس کیده .همدا شان د نوموړی د (الجدری والحصبه) رساله څلویښت ځلي د (۱۴۹۸-تر ۱۸۶۶) پوري په انګلیسي ژبه چاپ شویده ، او د المنصوري کتاب یې تر (۱۶) میلادي پوري په اروپا کې لاس په لاس ګرځیده ..

د نوموړي د فضایلو په برخه کې ابن ندیم ډیر څه لیکلی چې د ټولو یادونه ضروري نده ، خو د تعجب خبره داده چې دا علماء له مرګ وروسته اروپایانو تقدیر کړی او د هغوي مننه یې کړې په داسې حال کې چې موږ تری خبر هم نه یو . تردې چې د امریکا د بریستون پوهنتون د طب د څانګې یو تعمیر یې د همدي سړي په نوم نومولی ؤ ،همدا ډول دیورانت عالم وایی د پاریس په پوهنتون کې به د طب د پوهنځي په دیوالونو د همدي دواړو ( الرازی او ابن سینا ) تصویرونه ځړیدل ..همدا ډول د برلین د پوهنتون د طب د څانګې مدیر په یوه کانفرانس کې زیاته کړه : ای عربی محصلینو !اوس باید په دي اعتراف وکړم او ستاسو تر غوږونو ورسم چې موږ ستاسو له پلرونو ډیر څه اخیستی ، او ستاسو له پلرونو مو ډیر څه زده کړي ..، او د آلمان د صحت وزیر ( د-شواهرت) په قارهره کې په یو بین المللی کانفرانس کې په زغرده وویل چې لویدیځ دا نه هیروي چې دوی د طب په برخه کې د عربو پوروړي دي ، او د ابن سینا او الرازی کتابونه یوازیني کتابونه ؤ چي د بالرمو د پوهنتون په طبي پوهنځې کې به تدریس کیدل ...

۳-  ابن سینا ( ابو علی بن الحسین ) : نوموړی هم ددي عصر نامتو عالم ؤ

نور بیا  











      

۱۳۹۵ دی ۲۵, شنبه

ولی اروپایانو د کلیسا په خلاف پاڅون وکړ ؟) ( دریمه برخه )


(

ولی  اروپایانو د کلیسا په خلاف پاڅون وکړ ؟) ( دریمه برخه )



د مسیحیت په دین باندې د (۳۰۰) کلنی غمیزی په لړ کې ګڼ انجیلونه را ووتل ،ځینو یې عیسی (ع) ته د یوه نبي او پیغمبر او انسان په سترګه کتل ، خو ځینې نورو بیا له عیسی (ع)  یو خارق العاده شي ، وروسته د خدای زوی او ورپسې د خدای تعالی سره په هر څه کې شریک جوړ کړ .

د نقیقه په غونډه کې هغه انجیلونه په رسمي ډول ومنل شول چې د عیسي (ع)  د خدایی تصور یې وړاندې کاوه ، ځکه همدا نظر د قسطنطنیی واکمنو ته د منلو وړ ؤ دا ددې امله چې ددوی پخوانی عقیده د (متراس) د عقیدی په اساس بنا وه او متراس اوسنې عیسویت ته ورته تصور درلود .

په نتیجه کې (۴) انجلونه چې عبارت دی له :

۱-  متی  انجیل چې متی لیکلی دی

۲- د مرقس انجیل چې لیکونکی یی هم مرقس دی

۳- د لوقا انجیل چې لیکونکی یې هم لوقا دی

۴- د یوحینا انجیل چې لیکونکی یې هم یوحینا دی

 رسما د کلیسا د مشرانو له خوا ومنل شول او نور ټول هغه انجیلونه چې د عیسی(ع) د نبوت ادعا یی کوله او هغه یې خدا نه باله باطل او ممنوع اعلان شول ..

دا انجیلونه تر ډیره بریده یوازی د عیسی (ع) اقوال او کړني  د پخوانیو امتونو ځینې کیسي او نوري لارښووني دی ې موږ ته را روایت  آو د الله تعالی کوم پیغام نه پکښې لیدل کیږي

په دي سره د پولس(شاول) یهودی پیروان بریالی شول ریښتنی عیسویان له صحني وباسي او خپله واکمني په کلیسا ټینګه کړي.


له دی وروسته په را وروسته کلونو کې نوري رسالی او لیکني هم د انجیل په برخو ورزیاتي شوي چي له دي رسالو څخه (۱۲) یوازی بولس لیکي دی ، او بولس پکښې په صراحت سره د عیسي (ع) د خدایی عقیده خلکو ته وړاندي کړيده ....په دی تر تیب کرار کرار د انجیلونو او رسالو شمیر (۲۳) ته ورسید ...

نو اوس عیسویان (۲۳) مختلف انجیلونه لری چې دا یې په یوه کتاب کې را ټول کړی او نوم یې بري ایښی (انجیل مقدس) ؟؟؟

نو آیا دا به ممکنه وای چې اروپایانو دا ډول یو کتاب د مقدس کتاب په نوم پیژندلای وای ..

دا چې په دي کتابونو کې څه ډول ناوړه عقاید لیکل شوی او بالآخره یې له عیسویت څه شي جوړ کړل تر څو اروپایانو یې په خلاف پاڅون وکړ دا به په نورو برخو کې ولولو
دوام لری...

۱۳۹۵ دی ۲۲, چهارشنبه

په منځنیو پیړیو کې د اروپا د تورتمونو تاریخ ( دوهمه برخه )



په منځنیو پیړیو کې د اروپا د تورتمونو  تاریخ ( دوهمه برخه  )

اروپایانو ولی د مسیحیت په وړاندي بغاوت وکړ ؟



اروپا ته هغه تحریف شوی مسیحیت ورسید چې د عیسوی ، یهودی او بت پرستی څخه را ترکیب شوی معجون ؤ ، دوی هیڅکله هم د ریښتنی او توحیدی عیسویت خوند ونه څاکه ، دا ځکه چې عیسویت مخکې تر دي چې په اروپا کې خپور کې خپل اصلیت له لاسه ورکړی ؤ ، دا دین د عیسی (ع) د دعوت په لومړیو کې له چلنجونو سره مخ شو ، له تکمیل کیدو مخکې عیسی (ع) د رومیانو څخه د ژغورني په نتیجه کې الله تعالی اسمان ته پورته کړ،او عیسویان فکر کوي چې هغه د رومیانو په واسطه د یهودیانو په لمسون ووژل شو ، د هغه (ع) له پورته کیدو وروسته ، په عیسوي پیروانو، دینې کتابونو د رومیانو له لوری ناتار پیل شو ، سلګونه عیسویان په خپلو وینو کې ولمبیدل ، څوک د زندانونو تورتمونو ته ورټیل وهل شول او چا بیا د غرونو غارونو ته پناه یوړه ،  عیسوي دین د روم په امپراتوری کې رسما ممنوع او جرم اعلان شو ، ددی سره سره هم په پټه د مسیحیت دعوت روان ، تر ټولو زیاتی ځورونی د نیرون او دقلدیانوس پاچاهانو په حکومتونو کې پري راغلی  ، دا لړی څه د پاسه دری سوه کاله روانه وه ، .... په دی بحرانی دوره کې هغه انجیل چې په عیسي (ع) نازل ؤ هم له منځه ولاړ ، عیسوي مبلیغینو د دین د پاته کیدو په پلمه د انجلونو لیکنو ته پیل وکړ ، له (۵۰) میلادی کال څخه تر (۳۰۰) میلادی کله پوری سلګونه ټوکه مختلف النوعه انجلونه ولیکل شول ، دا انجلونه ، یوازی د عیسی (ع) د ژوند او دعوت داستانونه ؤ په دي لړ کې ځینو یهودانو هڅه وکړه تر څو عیسویت له منځ څخه منفجر کړي ، نو یې په جعلی توګه د عیسي (ع) د دین دعوت پیل کړ ،په ښکاره خو عیسویان ؤ خو په باطن کې همغه یهودان چې لوی مشریی (شاول یا بولس ) ؤ ، دی ډلي هم د انجلیونو تحریف شوي نسخې بازار ته را وایستی ،ځینې نور چې تازه عیسویان شوي ؤ خو د بت پرستی عقیده یې په مغزو کې پاته وه د بت پرستی په پوښ کې د عیسوي دین انجلونه را وایستل ....کرار کرار له خلکو ریښتیې او تحریف شوي عقیدی ورکي شوی ..
په (۳۰۳)  میلادی کال کې د ختیځ روم مشر (قسطنطین ) عیسویت ومانه ، هغه ته د مختلفو عقیدو د عیسوي دین انځورونه  وړاندی کړل شول  ، هغه حیران شو چې کوم دین او عقیده ومني ، دلته ځینې توحیدي ډلي چې د عیسوي دین اصلی پیروان ؤ هم پاته او ځینې بیا د تحریف شوي دین استاذي او تثلیثیان ؤ ، قسطنطین چې لا د بت پرستی عقیده له مغزو نه وه وتلی او یوازی د خپلې امپراتوری د بقا فکر ورسره ؤ د تثلیثیانو عقایدو ته تمایل درلود ، د عیسوي مشران لویه غونډه یې  په (۳۲۵) میلادی کال په نیقیه  کې جوړه کړه ، چې څه د پاسه دوه زره مشران پکښې را ټول ؤ ، ډیر بحثونه وشول د موحدینو چې مشر یې (اریوس ) ؤ  او تثلیثیانو تر منځ سختی مباحثی وشوي خو په نتیجه کې پایله د تثلیثی دین په ګټه اعلان شوه ، توحیدی دین چي  د عیسویت اصلی بڼه وه ، ممنوع اعلان شو  اریوس او پیروانو یې د کفر فتوا صاده شوه
،او همدا د بت پستی او تثلیث څخه ګډ معجون رسمی دین شو ، ځکه قسطنطین تر ډیره بریده له همدی عقیدی سره اشنا او اروپایانو ته هم د پخوانی دین په رڼا کې آشنا وه ، نو اعلان وشو چې  یوازی (۴) انجلونه چې د همدی عقیدی پیروي کوی رسما قبول او د نورو ټولو انجلونو د سوځولو پریکړه وشوه .....او په (۳۸۱ -۳۹۱) پوري د تئودوسیوس په زمانه کې همدا تحریف شوی دین د روم د امپراتوری رسمی دین وګڼل شو او نه منونکې یې کافر او د مجازات وړ اعلان کړل ..
نور بیا ....
ودی کتل شي ...

۱- محاضرات فی النصرانیه (ابوزهره)
۲-( مسیحیت له توحیده تر تثلیثه ) د محمدشفیق صادق لیکنه

۱۳۹۵ دی ۲۱, سه‌شنبه

په منځنیو پیړیو کې د اروپا د تورتمونو تاریخ ( لومړی برخه )



په منځنیو پیړیو کې د اروپا د تورتمونو  تاریخ ( لومړی برخه )

د کوبرنیکس او ګالیله محاکمه 

د اروپا  تاریخ د منځنیو پیړیو په مهال  ( له ۴۵۰ میلادی څخه تر ۱۴۵۰) میلادي پوري د اروپایانو په وینا د تورتمونو تاریخ دی ،دا هغه مهال ؤ  چې  د کلیسا  پاپانو د واکمنو پاچاهانو   سره لاس یو کړی ؤ او د اروپا خلک یې د ظلم او و حشت په تور پیځول کې رنغښتي  ؤ ،په دي ټوله دوره کې  یو علمي کتاب هم  په اروپا کې ندی لیکل شوی چې موږ ته راپاته وي ،  د کلیسا واکمنو په ټول توان هڅه کوله  خپله واکمني په اروپایانو وتپي  دې موخې ته د رسیدو په نیت  یی  د هغو علمي څیړنو مخه هم  نیولې وه ، کوم چې علمي آنګیرني ریښتیا ته رسوي ،او یا د کلیسا له تعلیماتو سره په ټکر کې وي ، پاپانو تر دي چې د انجیل تفسیر او ترجمه هم له بل چا څخه نه منله ،  دا په موخه تر څو وکولای شي یوه اوږده موده ، د اروپایانو په عقلونو واک ولری او  ددوی د مالونو او امکاناتو  د لوټلو په نتیجه کې عیش او عشرت وکړی او خپلې واکمنی ته دوام ورکړي ،  تر دي چې د جنت او دوزخ د ټکټونو پلورل او خرڅول یې هم  پیل کړي ؤ .
دا ۤپه داسې حال کې چې اروپا ته داسلام د تمدن وړانګې له اندلس ( اسپانیا او پرتګال )  او بالقان څخه رسیدلی وي ،  دوی لیدل چې څنګه مسلمانان د علم او تمدن په لور ګړندې ګامونه اخلی ، هلته ازادي ده ، هلته علمی پوهنتونونه دی ، ژباړي دی ، د علماؤ تر منځ سیالی روانی دی دوی د اندلس پوهنتونونه لیدل او هلته به یې زده کړې پکښې کولې ،  د این سینا ، ابن رشد ، البیرونی ، فارابی ، ابن خلدون ،  الماوردی ، غزالی او نورو ګڼ شمیر علماؤ لیکنې د ژباړو په بڼه تر اورپا ور رسیدلې وي ،  دوی نور نه غوښتل د کلیسا په تیارو کې خپل ژوند ته دوام ورکړي له همدي امله په اروپا کې  د علم او تحریف شوی (مسیحیت) ترمنځ جګړه ونښته ، چې د جګړي په لوخړو کې واکمنې کلیسا په ۱۶ میلادي پیړي کې د علمي پرمختک ټول حرکت په شا وتنباوه ، او را ډپ یې کړ ،دا حالت تر هغه همداسې پاته ؤ تر څو چې د کلیسا د پاپانو په خلاف په اروپا کې لوی انقلاب پیل شو او اروپا د انقلابونو او وینو  په زور د تحریف شوي مسیحیت  د کلیسا  واکمنی ماته کړه .
تاریخ ددې جکړي په ډګر کې د  کاتولیکي کلیسا په وړاندې د ډیرو علماؤؤ او پوهانو خواشینونکې حکایتونه ثبت کړی دي  ددوی د تفتیش په محاکمو کې د علماؤ وژل کیدل ، او صلیب کیدل ...،او دا همغه خلک  ؤ چې ځینې نظریات یې د مسلمانانو او اسلامی نړی څخه په الهام اخیستلو کشف کړي ؤ ، ځکه چې د مسیحیت په تحریف شوو انجیلونو کې دوی د هغو علمی حقیقتونو  په خلاف نظریات لیدل کوم چې دوی ورته لاس رسی درلود
ددی مثالونو څخه لومړی مثال د یوه اروپایی عالم (کوپرنیکس ) دی نوموړي په (۱۵۴۳) میلادی کال د ځمکي د حرکت نظریه رامنځ ته کړه ، نوموړی نظر ورکړ چي ځمکه په (۲۴) ساعتونو کې یو ځل په ځپل محور را څرخي، او په کال کې یو خل د لمر په شا او خوا را څرخي  ...
دی نظریی  په (۱۶) میلادی پیړی کې په اروپا کې غوغا راپورته کړه ، کلیسا هغه مهال ورسره د جګړې اعلان وکړ چي کله یې دا نظریه د خپلو انجلونو په ترازو کې وتلله او ویې لیدل ، چې دا نظریه د انجیلونو له متن سره په ټکر کې ده ، نو کلیسا د نوموړی په هکله د کفر فتوا صادره کړه ، او د نوموړی د فتل فیصله وشوه ، نوموړی په ډیره بی رحمی ووژل شو ،  د نوموړي د وژنی تر څنګ یې د هغه د کتابونو د سوځولو فیصله هم وکړه ...

دوهم مثال یې ګالیله ؤ ، هغه د کوپر نیکس نظریات تأیید کړل ، او نظر یې ورکړ چي لمر د شمسی نظام مرکز دی ، او دا یې هم وویل چې سپوږمي یو مستوی جسم ندی ، نو پاپ   نوموړی  ته سره ددې چې ډیرسپین ږیری هم ؤ د احضار امر ورکړ ، تر څو تری ددی (کفریاتو) ؟؟  پوښتنه او پلټنه وکړي ، نو یې په هغه په کور کې تر مرګه د بندي کیدو فیصله وکړه ....
 دوام لری ...