هغه مهال چې په اروپا کې تیاره وه ..
د بغداد بیت الحکمة علمي پوهنتون، او په انساني تمدن یې اغیزی
لومړی برخه
بیت الحکمة ..د
حکمتونو کور ، د تمدن داستان او پرمختګ ډیوه ..هغه داستان چې نن تري یادونه نه
کیږي ...زموږ د پرمختګونو داستان نن ورځ د استعماری افسانو په پوښ کې نغښل شوی او
څوک نشته چې د استعمار به ډیرانونو یې راپوته کړي ...
زه به تاسو ته ددې
داستان یوه برخه تقدیم کړم تر څو په خپل تمدن باور ومومي . په خپلو مټو ، په خپلو
ځانونو او دا تصور مو بدل شي چي موږ نه څه درلود او نه یې لرو ...
په نړي کې تمدونونه او علمي مراکز شته چي د انساني تمدن په پراختیا او وده کې یې ښکاره
او لوی اثر درلود ..،یو له دي علمي مرکزونو څخه د بغداد د (بیت الحکمة) علمي پوهنتون دی ... دا د خپل وخت تر ټولو لوی
پوهنتون او علمي مرکز ؤ چې نن ورځ له خلکو هیر دي او څوک یې یادونه نه کوي ..هغه علمي خزانه چي په پخوا زمانو کې د اسلامي فکر ، تصور او هڅو په نتیجه کې لاس ته راغلی ..
ددې ځلانده لمر
رڼا پنځه پیړي د نړي په مخ وځلیده ، تر دی چي تاتاریانو (چنګیزیان) ددې لمر رڼا د
نړي له مخ څخ ډوب کړه ..
د اعلمی مرکز په دوهمه هجری پیړي کې چې د اتمي
میلادي پیړي سره سمون لری د عباسی خلیفه هارون الرشید په لاس تأسیس شو .. هغه په لومړي کې دا کار هغه مهال
بیل کړ چې کله د خلافت د کتابتون ځای د کتابونو د زیاتوالی له امله را
تنګ شو ، نو یې د خلکو د هوساینې او ښې مطالعي په موخه او د لازیاتو کتابونو د ځایولو په موخه د قصر د باندې یو ځای د نوی او لوی کتابتون لپاره
وټاکه ، دې کتابتون ته یې څو سالونونه ورکړل ، یو سالون یې د مطالعي لپاره ؤ
، دوهم یې د مناقشو او بحثونو په موخه ، دریم یې د کتابونو د تجلید او لیکلو ،
دریم یې د استراحت او دمې کولو ، همدا شان د لمانځه لپاره یو جومات ، او د مسافرو
لپاره د اوسیدني ځای .
وروسته دا کتابتون په لوی علمی مرکز او د اوس په
اصتلاح پوهنتون بدل کړل شو ، او د ژوند په ټولو ضروریاتو لکه خوراک او څښاک ، وسایلو او لوازمو مجهز شو . د پوهنتون
کتابتون ېي داسې ترتیب کړ چي د هر فن او علم کتابونه یې په خاصو الماریو کې
برابر کړل ، بیا یې د هر فن د مربوطه کتابونو یو فهرست
ولیکه چې په هغه کې به د کتاب او د کتاب د مؤلف شهرت ، د کتاب د اجزاؤ او مخونو
شمیر ، او د لیکلو ژبه یې ، او دا چې آیا اجزاء یې تکمیل دی او که ورک شوي اونور
ضروری معلومات لیکل شوی ؤ .
دا مرکز په ټولو لوازمو او ضروریاتو مجهز شو د مرکز د ا دارې او څارنې په موخه یې مسؤلین او د
کتونکو او څیړونکو لپاره یې خدمتګاران وګمارل ورسره یی ، د مختلفو علومو څیړونکې
علماء او پوهان ، عرب ، اوعجم ، مسلمان او غیر مسلمان راوغوښتل او په دندو یې
وګارل ، هلته یې د پرانیستو مناقشو ، علمي مناظرو ضمینه برابره کړه ،همدا شان د کتابونو د تصنیف او د مختلفو
سیمو څخه زده کوونکې او طالبان د زده کړې او تحقیق په موخه را دعوت کول ، مکافات
او سوغاتونه یې ورته برابرول .
په هر هیواد کې به
چې د کوم کتاب نوم اوریدل کیده ،دې علمي
مرکز ته به راوړل کیده ، تر دې چې تجاران به یې هم هڅول چې د فارس ، روم ، هند او
نورو سیمو څخه چې هر ډول کتابونه لاس ته
ورځې ورسره راوړی . او نور خلک به یې هم
دي کار ته تشویق کول ...ورسره یی د نړی د ګوت ګوټ څخه سلګونه ژباړونکې، شرحه
کوونکي او لیکونکي ، راټول کړل ، تر څو یې
له اصلي ژبو څخه عربي ژبې ته وژباړي ..
له هارون الرشید وروسته یې زوی (مآمون) د دې علمي مرکز څارنه او پالنه پیل کړه ، تر دې چې د نړی تر ټولو لوی
علمی پوهنتون شو ،.لوی تلسکوفونه ، او
مراصد یې ورسره ودرول ، تر څو په علمي ډول د فلکیاتو علم وڅیړي ، او محصلین عملا
هلته څیړنې وکړي ، ورسره یی یوروغتون او
طبی پوهنځي هم ورسره جوړه کړه ، تر څو په عملی ډول طبی څیړنې تر سره کړي .
د روم له پاچا څخه
یې په
یوه لیک کې وغوښتل تر څو د هغو کتابونوانتقال ته اجازه ورکړي کوم چې د
پخواني یونان څخه راپاته او د روم په ډیپو ګانو کې پراته ؤ ، ځکه دا مهال ، په روم کې د هغو کتابونو لوستل
منع اعلان شوي ؤ ، لومړی هغه ونه منله ، خو وروسته یې مثبت ځواب ورکړ ، او مآمون
هلته یو علمي هیئت د ژباړونکو سره یو ځای واستاوه ، هیئت د ټولو هغو سیمو څخه
لیدنه وکړه کوم چي ګمان کیده چې هلته به علمي کتابونه ډیپو شوی وي ، نو یې ګڼ شمیر
هیرانونکي کتابونه په فلکیاتو ، نجوم ،
هندسه ، فلسفه ، موسیقی او طب کی له ځان سره راوړل .همدا رنګه مأمون د ټولو
هیوادونواو سیمو مشرانو او پاچاهانو ته
لیکونه واستول تر څو ددوی علمی هیئتونو ته اجازه ورکړی تر څو ددوی په ډیپو ګانو او
نورو سیمو کې کتابونه ولټوی د بغداد ته یې انتقال کړي ..
له دې هیئتونو څخه
یو هیئت وتوانید د پخواني فارس په یوه زړه
کلا کې تر خاورو لاندی داسي صندوقونه پیدا
کړي چي د زړو کتابونو ډک او او کتابونو د خرابی له امله یې بوی کړی ؤ ، نو دوی هغه کتابونه راوړل ، تر
دې ترمیم او جوړ شول بیا یې د څیړني او ژباړې کار پیل کړ ...
په دې ډول مأمون د
کتابونو لویه سرمایه تر لاسه کړه ، نو یې تجربه لرونکي ژباړونکي ، شرحه کوونکي ،
جلد کوونکي مؤظف کړل تر څو دا زاړه کتابونه
عربی ته ترجمه او ترمیم کړی ، د هری ژبی لپاره یې بیل بیل مسؤلین او
ژباړونکي وګمارل ، دی کسانو ته یې ډیر لوړ معاشونه وټاکل ، تر دی چي د ځینو
معاشونه د هغه وخت د میاشتې (۵۰۰) دیناره
ؤ چې د اوسنې زماني د ( ۲ کیلو ګرامو سروزو ) سره برابره دی ، تر دې چې د ځینې کتابونو ژباړونکو ته به یې
کتاب له سروزو سره وزن کاوه ..او دا سره زر به یې ورکول ..
ابن ندیم په خپل
کتاب کې چې د الفهرست په نوم یاد شوي ، د لسګونو هغو ژباړونکو نومونه یاد کړی کوم
چې له هندی ، یونانی ، فارسی ، سریانی ، قبطی او نورو ژبو څخه به یې کتابونه ژباړل
..دا کسان یوازی په دي مکلف نه ؤ چې یوازی عربی ژبې ته ژباړې وکړی ، بلکه په دې هم
مکلف ؤ چې د اسلامی نړی په سیمه کې مروجو نورو ژبو ته هم دا کتابونه وژباړي ، تر څو د اسلامی نړی ټول اوسیدونکی تري مستفید
شي ،.ځینو ژباړونکو به لومړی اصلي کتاب
خپلې ژبې ته ژباړه او بیا به له هغې ژبي څخه عربي ته ژباړه ، لکه چي یو ددی کسانو
څخه یوحنا بن ماسویه ؤ هغه به لومړی کتاب سریاني ژبي ته ژباړه بیا به نورو
ژباړونکو له سریاني څخه عربي ته ژباړه ...
له ژباړې وروسته به
یې اصلی کتاب ښه جلد او منظم کړ په کتابتون کې به یې وساته ..څوک چې هغه کتابونه
لولي چې د همدي کتابتون څخه د فهرستونو په ډول لیکل شوی دا په ګوته کوی چې لومړی ځل کتاب په فارسی ،
سریانی ، قبطی ، یونانی ..ژبو لیکل شوی او بیا نور ژبو را ژباړل شویدي
په دې ډول مسلمان
علماء وتوانیدل چې ټول بشر ته لوی خدمت وکړ،او هغه علوم له ورکیدو وژغوری کوم چي د
ورکیدو په حالت کې و، ځکه دا مهال په دي
ټولو سیمو کې د نوموړو کتابونو لوستل ممنوع اعلان شوي ؤ او که به وموندل شول نو د
سوځیدو سره به مخ ؤ ..که دا علماء نه وای
نو زرګونه دا پخوانی کتابونه به نن ورځ نه وای او نه به یې چاته ګټه رسیدلې
وای ..
نور بیا
هغه مهال رومي
امپراتوری ټول پخواني یوناني کتابونه ممنوع او ډیر یې وسوځول ، لکه څنګه چې د
(ارشمیدس) له کتابونو سره وشول د هغه یې (۱۵) بارونه کتابونه وسوځول ځکه دا
کتابونه د مروجو عیسوي مفاهیمو او تعلیماتو سره برابر او موافق نه ؤ نولوستل او
کیکل ممنوع اعلان کړي ؤ ...
دی لیکونکو ،
ژباړونکو او شرحه کوونکو لوی کار تر سره کړ ، تر دې چې دا کتابونه یې د تطبیق تر
مرحلې ورسول ، ناقص یې ورتکمیل کړل ، غلط یې صحیح کړل ، او پیچلې یی واضح ، تفسیر
او تحلیل کړل ، چې د اوس په اصتلاح یې
تحقیقات او څیړنې وکړې
کله چې د مأمون
حکومت پاي ته ورسید ، نو ټول ، یوناني ، هندي ، او فارسي کتابونه عربی ته ژباړل
شوی ؤ او د راتلونکو څیړونو په موخه کار پرې روان ؤ ، لکه چې (ولت دیورانت) د تمدن
کیسه ، کتاب لیکونکی وایې : مسلمانانو په لومړی سر کې د یونان پخواني هیر شوي
کتابونه را دبره کړل او په دوهم قدم کې د هند کتابونه ؤ. د قلقشندي په وینا په دې
علمي مرکز کې بي شمیره کتابونه راټول کړل شوي ؤ .
دا د اسلامي نړئ
یوازیني علمي مرکز نه ؤ ،بلکه د اسلامي نړئ په ګوټ ګوټ کې داسې علمې مراکز جوړ شوي ؤ ، د اسلامي نړي په لر او بر کې د
علماؤ او ځایی واکمنو تر منځ سیالي پیل وه ، د اندلس امیر خلک مؤظف کړل چې په ختیځ
کې کتابونه راټول او په بیه را ونیسي ..
په مصر کې فاطمې خلیفه (العزیز) به چې کله د کوم کتاب نوم واورید نو سمدستي به یې
قاهرې ته د راوړلو امر وکړ ، همدا حالت په پخواني خراسان او اوسنې افغانستان کې هم
روان ؤ ، سلطان محمود غزنوي په غزني کې یو علمي مرکز ایجاد کړ چې کڼ شمیر علماء
پکښې را ټول ؤ ، شهاب الدین غوري هم دا کار کاوه ، تر دې چې په نني بلخ ، بست (هلمند) هرات ، نیشاپور ، مروه ، بخاری ،
او نورو سیمو کې دا ډول لوی مرکزونه جوړ شول او تر منځ یې سیالي په شدت روانه وه
..په دې مراکزو کي لومړنیو علماؤ لوی خدمتونه تر سره کړل ورسره پکښې د روزني لوی
کار روان ؤ چې زرګونه علماء او پوهان پکښې روزل کیدل ..دا په داسې حال کې چې د یوه
اروپایی عالم ( سارتون) په وینا ، دا مهال اروپا په تیارو کې غوټې وهلې ، هلته نه
علم ؤ او ته پرمختګ ..یوازی بدوي او صحرایی ژوند ؤ ...
په دې دوره کې ګڼ
شمیر علماء د نبوغ او پوهې لوړو پوړونو ته ورسیدل د بیلګې په توګه به زه د څو تنو
علماؤ مختصره یادونه وکړم :
۱- محمد بن موسي
الخوارزمي :نوموړی د همدي عصر او همدي پوهنتون یو څیړونکي ؤ چې نن ورځ د الجبر او معادلو د علم مبتکر او بنسټ
ایښودونکي ګڼل کیږي ،هغه الجبر له حساب
څخه بیل کړ ، په الجبر کې یې د لومړی درجه او دوهمه درجه معادلو لپاره فورمولونه
وټاکل ..د الجبر په برخه کې یې لوی ابتکارات وکړل ، تر دې چي نن هم موږ په لسمو
ټولګیو کې د محمد بن موسي د فورمول په مټو په الجبر کې کار کوو ، هغه په دي برخه
کې ډیرې څیړنې وکړې ،نوموړی لومړی انسان ؤ چي په مجهول کمیت یې د الجزر نوم کیښود
..دا نوم یې د نبات له ریښو را اخیستی ، ځکه د نبات ریښې د جزر په نوم موجودې دی
خو تر خاورو لاندې او مجهولې ..همدې عالم د صفر د استعمال نظام جوړ کړ ، (ول دیورانټ)
وایی :دوی به د رقم په ځای کې کوچنی داېره کښله همدې دائرې ته به یې صفرا یعنې ( خالي ) نوم ورکاوه ، چې له همدې څخه د
انګلیسي (eipher)
کلمه مشتق شویده ، او په لاتین کې د (sifr) کلمه (zephyrum) ته واوښته
چې وروسته په (zero)
اختصار شوه .
۲- دوهم شخصیت ابوبکر محمد بن زکریا (الرازی) دی .هغه د
همدی مرکز علمي شخصیت دی چې په طبی پوهنه کې لړ پوړ ته ورسید ،هغه (۱۳۱) علمي
کتابونه ولیکل چې نیمایی یې د طب په علم کې ؤ د نوموړی مشهور کتاب الحاوي ؤ چې په
(۲۰) جلدونو کې لیکل شوي دا کتاب چې کله
لاتینې ته وژباړل شو نو نوم یې ورباندې (liber entinens) کیښود ،چې څو پیړئ په اروپا کې د طب په برخه کې
تر ټولو مهم کتاب شمیرل کیده ، او یو له هغو
نهو کتابونو څخه ؤ چې په (۱۴) میلادی پیړئ کې د اروپا په طبی پوهنتون کې
تدریس کیده .همدا شان د نوموړی د (الجدری والحصبه) رساله څلویښت ځلي د (۱۴۹۸-تر
۱۸۶۶) پوري په انګلیسي ژبه چاپ شویده ، او د المنصوري کتاب یې تر (۱۶) میلادي پوري
په اروپا کې لاس په لاس ګرځیده ..
د نوموړي د فضایلو په برخه کې ابن ندیم ډیر څه لیکلی چې
د ټولو یادونه ضروري نده ، خو د تعجب خبره داده چې دا علماء له مرګ وروسته
اروپایانو تقدیر کړی او د هغوي مننه یې کړې په داسې حال کې چې موږ تری خبر هم نه
یو . تردې چې د امریکا د بریستون پوهنتون د طب د څانګې یو تعمیر یې د همدي سړي په
نوم نومولی ؤ ،همدا ډول دیورانت عالم وایی د پاریس په پوهنتون کې به د طب د پوهنځي
په دیوالونو د همدي دواړو ( الرازی او ابن سینا ) تصویرونه ځړیدل ..همدا ډول د
برلین د پوهنتون د طب د څانګې مدیر په یوه کانفرانس کې زیاته کړه : ای عربی
محصلینو !اوس باید په دي اعتراف وکړم او ستاسو تر غوږونو ورسم چې موږ ستاسو له
پلرونو ډیر څه اخیستی ، او ستاسو له پلرونو مو ډیر څه زده کړي ..، او د آلمان د
صحت وزیر ( د-شواهرت) په قارهره کې په یو بین المللی کانفرانس کې په زغرده وویل چې
لویدیځ دا نه هیروي چې دوی د طب په برخه کې د عربو پوروړي دي ، او د ابن سینا او
الرازی کتابونه یوازیني کتابونه ؤ چي د بالرمو د پوهنتون په طبي پوهنځې کې به
تدریس کیدل ...
۳- ابن سینا (
ابو علی بن الحسین ) : نوموړی هم ددي عصر نامتو عالم ؤ
نور بیا
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر