۱۳۹۵ دی ۲۲, چهارشنبه

په منځنیو پیړیو کې د اروپا د تورتمونو تاریخ ( دوهمه برخه )



په منځنیو پیړیو کې د اروپا د تورتمونو  تاریخ ( دوهمه برخه  )

اروپایانو ولی د مسیحیت په وړاندي بغاوت وکړ ؟



اروپا ته هغه تحریف شوی مسیحیت ورسید چې د عیسوی ، یهودی او بت پرستی څخه را ترکیب شوی معجون ؤ ، دوی هیڅکله هم د ریښتنی او توحیدی عیسویت خوند ونه څاکه ، دا ځکه چې عیسویت مخکې تر دي چې په اروپا کې خپور کې خپل اصلیت له لاسه ورکړی ؤ ، دا دین د عیسی (ع) د دعوت په لومړیو کې له چلنجونو سره مخ شو ، له تکمیل کیدو مخکې عیسی (ع) د رومیانو څخه د ژغورني په نتیجه کې الله تعالی اسمان ته پورته کړ،او عیسویان فکر کوي چې هغه د رومیانو په واسطه د یهودیانو په لمسون ووژل شو ، د هغه (ع) له پورته کیدو وروسته ، په عیسوي پیروانو، دینې کتابونو د رومیانو له لوری ناتار پیل شو ، سلګونه عیسویان په خپلو وینو کې ولمبیدل ، څوک د زندانونو تورتمونو ته ورټیل وهل شول او چا بیا د غرونو غارونو ته پناه یوړه ،  عیسوي دین د روم په امپراتوری کې رسما ممنوع او جرم اعلان شو ، ددی سره سره هم په پټه د مسیحیت دعوت روان ، تر ټولو زیاتی ځورونی د نیرون او دقلدیانوس پاچاهانو په حکومتونو کې پري راغلی  ، دا لړی څه د پاسه دری سوه کاله روانه وه ، .... په دی بحرانی دوره کې هغه انجیل چې په عیسي (ع) نازل ؤ هم له منځه ولاړ ، عیسوي مبلیغینو د دین د پاته کیدو په پلمه د انجلونو لیکنو ته پیل وکړ ، له (۵۰) میلادی کال څخه تر (۳۰۰) میلادی کله پوری سلګونه ټوکه مختلف النوعه انجلونه ولیکل شول ، دا انجلونه ، یوازی د عیسی (ع) د ژوند او دعوت داستانونه ؤ په دي لړ کې ځینو یهودانو هڅه وکړه تر څو عیسویت له منځ څخه منفجر کړي ، نو یې په جعلی توګه د عیسي (ع) د دین دعوت پیل کړ ،په ښکاره خو عیسویان ؤ خو په باطن کې همغه یهودان چې لوی مشریی (شاول یا بولس ) ؤ ، دی ډلي هم د انجلیونو تحریف شوي نسخې بازار ته را وایستی ،ځینې نور چې تازه عیسویان شوي ؤ خو د بت پرستی عقیده یې په مغزو کې پاته وه د بت پرستی په پوښ کې د عیسوي دین انجلونه را وایستل ....کرار کرار له خلکو ریښتیې او تحریف شوي عقیدی ورکي شوی ..
په (۳۰۳)  میلادی کال کې د ختیځ روم مشر (قسطنطین ) عیسویت ومانه ، هغه ته د مختلفو عقیدو د عیسوي دین انځورونه  وړاندی کړل شول  ، هغه حیران شو چې کوم دین او عقیده ومني ، دلته ځینې توحیدي ډلي چې د عیسوي دین اصلی پیروان ؤ هم پاته او ځینې بیا د تحریف شوي دین استاذي او تثلیثیان ؤ ، قسطنطین چې لا د بت پرستی عقیده له مغزو نه وه وتلی او یوازی د خپلې امپراتوری د بقا فکر ورسره ؤ د تثلیثیانو عقایدو ته تمایل درلود ، د عیسوي مشران لویه غونډه یې  په (۳۲۵) میلادی کال په نیقیه  کې جوړه کړه ، چې څه د پاسه دوه زره مشران پکښې را ټول ؤ ، ډیر بحثونه وشول د موحدینو چې مشر یې (اریوس ) ؤ  او تثلیثیانو تر منځ سختی مباحثی وشوي خو په نتیجه کې پایله د تثلیثی دین په ګټه اعلان شوه ، توحیدی دین چي  د عیسویت اصلی بڼه وه ، ممنوع اعلان شو  اریوس او پیروانو یې د کفر فتوا صاده شوه
،او همدا د بت پستی او تثلیث څخه ګډ معجون رسمی دین شو ، ځکه قسطنطین تر ډیره بریده له همدی عقیدی سره اشنا او اروپایانو ته هم د پخوانی دین په رڼا کې آشنا وه ، نو اعلان وشو چې  یوازی (۴) انجلونه چې د همدی عقیدی پیروي کوی رسما قبول او د نورو ټولو انجلونو د سوځولو پریکړه وشوه .....او په (۳۸۱ -۳۹۱) پوري د تئودوسیوس په زمانه کې همدا تحریف شوی دین د روم د امپراتوری رسمی دین وګڼل شو او نه منونکې یې کافر او د مجازات وړ اعلان کړل ..
نور بیا ....
ودی کتل شي ...

۱- محاضرات فی النصرانیه (ابوزهره)
۲-( مسیحیت له توحیده تر تثلیثه ) د محمدشفیق صادق لیکنه

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر