۱۳۹۵ اسفند ۲۸, شنبه

مشهور طبیب . فیلسوف اومتبحر عالم ابن سينا (بوعلی سینا)


ابن سينا: مشهور طبیب . فیلسوف اومتبحر عالم   
(370-428هـ/980-1036م)


ابن سینا : د قرآنکریم حافظ ، د قرآن کریم مفسر ، محدث ، فقهي ، ادیب او شاعر ، ریاضی دان ، موسیقی شناس ، فیلسوف ، ستوري پیژندونکی ، انجنیر ، بیولوژیست ، جیولوژیست ، او لوی ډاکتر، ټولنپوه ، سیکولوژست او روان شناس  او بالآخره ، سیاست وال ...


‏ ابوعلی حسین بن عبد الله بن سینا چې په الشیخ  الرئیس سره هم مشهور دی  د  صفر  میاشت  (370هـ 980م) کې  د بخارا څیرمه په یوه کلی کې وزږيد ، پلار یې عبدالله د اوسنی افغانستان د بلخ اوسیدونکی ؤ ، مور یې ستاره نومیده جې د افشنه د کلی وه ، پلار یې عبدالله په ځوانۍ کې له خپل وطن څخه د ساسانیانو  پایتخت بخارا ته کډه شو ، کله چې ابن سینا لا د پنځو کلونو ؤ له خپل پلار څخه یې چې یو عالم او فاضل شخص ؤ قرآنکریم ، صرف او نحو ، حساب  زده کول  پیل کړل ، وروسته  په مدرسه کې شامل شو ، په دوولس کلني کې یې  قرآنکریم حفظ کړ ، د ادبیاتو، هندسي ، صرف اونحو او نورو فقهې کتابونو زده کړه  یې پیل کړه، هغه د طبیعت ، نباتاتو ، او حیواناتو سره خاصه مینه درلوده ، له همغه ځوانی یې په دي مینه کې هڅه کوله تر څو په صحراګانو او غرونو کې ډول ډول نباتات وپیژنی او درملیز خواص یې معلوم کړي ،نوموړي له همدي وخته له طبابت سره هم مینه پیدا شوه ،کله چې هغه په همدي نوی ځواني کې په بخارا کې ژوند کاوه ، پلار یې د حکومت په منصبداری مشغول ؤ نو ده ته د تعلیم او تحصیل ښه ضمینه مساعده وه ، .ویل کیږي چې پلار او وروڼو یې د اسماعیلی مذهب سره علاقه درلوده ، خو هغه دا مذهب ونه مانه  ، هغه لیکي (زه ددوی خبری اورم او پری پوهیږم خو زما زړه یې نه منی)


ابن سینا لومړی فقه له اسماعیل څخه تر لاسه کړه ، وروسته د فلسفی او منطقی  علومو د زده کړي لپاره  لپاره د عبدالله ناتلی سره دیره شو  چې په المتفلسف سره مشهور ؤ ،هغه دومره ذکي  او هوښیار ؤ چې ډیر ځله به یې په خپلو ابتکارانه پلټنو خپل استاذ هم حیران کړ ، خو د هغه څخه ولاړ  ، بیا یې له ځانه د هغه علم  مطالعه یې پیل کړه او ډیري  ستونزی یې پکښې ولیدی ، هغه وایی ( ددي علم په مطالعه کې به ډیري شپی ویښ وم او ډیرې ورځی به مي پکښې مطالعه کوله )  هر کتاب به یې چې مونده هغه به مطالعه او څیړنه پرې کوله . یوه ورځ د ارسطو د ما بعد الطبیعه کتاب لاس ته روغی  ، هغه کتاب یې ولوست خو په مطلب یې پوه نه شو  کتاب یې بیا بیا لوسته تر شلو ځلو پورې یې مطالعه کړځینې خو لیکلی چې تر (۴۰) ځلو یې ولوست  خو بیا هم پري پوه نه شو ،  نو یوه ورځ د بخارا په ښار کې ګرځیده چې د کتابونو یو پلورونکی یې ولید ، د هغه سره یو زوړ کتاب ؤ، هغه یې ورڅخه واخیست ، کله یې چې په مطالعه پیل وکړ ، متوجه شو چې هغه د ابونصر فارابی  لیکنه ، د ارسطو د مابعد الطبیعه د کتاب شرحه ده .نو دي کتاب یې ستونزې ورته حل کړي .

 ابن سینا به چې کله په کومه مسئله کې  متحیر شو او د حل لاره به ترې ورکه شوه ، نو  هغه وایی : ( جومات ته به تلم راتلم ، لمونځ به مي کولو ، او دعا به مي کوله ، تر دي چې پیچلی به راته اسانه شو ، او بندي دروازی به راته خلاصې شوي )  بل ځای وایی چې( شپې او ورځې به مي په ویښه تیرولي کله به راباندی دومره فشار راغی چې نور به می توان نه ؤ ، هر څومره به چې خوب راباندی غلبه کوله ، بیا به مي هڅه کوله تر څو ستونزی حل او بیرته به مي په لوستنه پیل وکړ)


نوموړي په داسي عصر کې ژوند کاوه چې په سیمه کې د مختلفو حکومتونو واکمني وي ، عباسی خلافت هم د خپل کمزورتیا په وروستی پړاو کې ؤ ، هره خوا سیاسي هرج او مرج ؤ ، تر دي چې د خلافت مرکز بغداد هم تري په امان نه شو ، یو ځل خلافت د آل بویه د وکمنو تر نفوذ لاندی شو وروسته سلجوقیانو دا تسلط خپل کړ . له همدی امله د هغه ژوند هم د سیاسي ستونزو سره مخ ؤ او ډیر ځله به له یوه ځابه بل ته تښتیده ، کله به بندی او کله به وزیر ؤ .

  کله چې ابو علی سینا (۱۸) کلن ؤ په بخارا دوهم نوح واکمن ؤ  ، یوه ورځ د امیر سپایان ابوعلی ته راغلل او هغه یې د امیر د معالجې لپاره وغوښت .. ابوعلی د امیر په ناروغتیا پوه شو او د هغه درملنه یې پیل کړه ، خو د درملني په مهال یې له امیر غوښتنه وکړه چې د بخارا د سلطنتی کتابتون څخه د استفادي اجازه ورکړي .نوح بن منصور هم اجازه ورکړه

دا مهال د بخارا کتابتون یو لوی او په کتابونو ډک کتابتون ؤ چې ډیر نا یابه کتابونه به پکښې ساتل کیدل ، ابن سینا د کتابتون په لیدلو ډیر خوښ شو، او خپل ټول وخت یې د همدې کتابتون څخه استفادې ته ورکړ ، د هغه یو شاګرد وایی ، د نوموړي لپاره  دری کاله په دې کتابتون کې یوه طلای دوره وه ، هغه د فقهې په برخه کې خپله څیړنه ډیره پیاوړې وکړه ،د موسیقی ، ادبیاتو او نورو علومو په برخه کې یې ډیرې څیړنې وکړې ، همدا شان یې د نجومیانو په نقشو کار وکړ .

نوموړی د څیړنو تر څنګ په (۲۱) کلنی کې په لیکنه پیل وکړ ،هغه لومړی په (۱۰) جلده کې د (حاصل و محصول ) تر نوم لاندي یو کتاب ولیکه ، بیا یې د اخلاقو په هکله د (البر والاثم) یعني نیکې او ګناه تر نوم لاندي بل کتاب ولیکه ، وروسته یې د فلسفې په علم کې د ( عروضی حکمت) په نوم په (۲۱) جلدونو کې دریم کتاب تألیف کړ .


کله چې لا ابوعلی (۲۱) کلن ؤ د بخاری په همدی کتابتون کې اور ولګید ، د اور وژني هڅو کومه فایده ونه کړه ، او ډیر کتابونه وسوځیدل ، په ښار کې د هغه مخالفینو آوازه خپره کړه چې دا کار ابن سینا کړیدی ،دي آوازی په امیر هم اغیزه وکړه ، او نوموړی یې له کتابتون او روغتون څخه منع کړ ، هغه په دي ډیر خوابدی شو او دخپل یوه ملګری ابو سهل مسیحي سره   په یوه نامعلوم لوری روان شو ، له یوې میاشتې سفر وروسته د یوه سړي (منصور بن عراق) سره مخامخ شو ، هغه د خوارزم د پاچاهي  یو نامتو شخص ؤ ، هغه ته یې  خوارزم ته د تللو دعوت ورکړ .هغه مهال خوارزم  دربار ته  د اسلامی نړی د هرې سیمې څخه  علماء او پوهان بلل کیدل ، ځکه هلته یو عالم وزیر ؤ هغه دا کار کاوه ، ابن سینا هم هلته ولاړ او  د وزیر ابن مأمون د ښه راغلاست سره مخ شو ، د خوارزمشاهانو د هغه مهال پایتخت د آمو( جیحون) د سیند په غاړه د ګرکامج ښار ؤ  . ابن سینا نیژدې (۱۳) کاله په همدې ښار کې تیر کړل ، په دي وخت کې یې ډیر کتابونه ولیکل ، همدا شان دلته په تدریس و تداوي او لیکنه مشغول شو.


یوه ورځ  ابن سینا خبر شو چې سلطان محمود غزنوي د خوارزم  حکومت ته لیک استولی چې ټول پوهان او علماء باید غزني ته را واستوي   ، په دي سره نور علماء غزني  ته ولاړل خو ابن سینا  قبول نه کړ ،او له دي ځایه له خپل ملګري سهیل مسیحې سره  وتښتید ، سلطان محمود د هغه له دې کاره ډیر په قهر شو د هغه د نیولو لپاره یې د هغه ګڼ تصویرونه خپاره او د نیولو امر یې   د سوغاتونو په اعلانولو  وکړ .

ابن سینا لومړی د خپلې مور د لیدو لپاره خراسان او د بخارا ښار ته ولاړ ، خو د دولت مامورین د هغه په راګرځیدو خبر شول او هغه بیا مجبور شو چې وتښتی ، دا ځل یې تصمیم ونیو چې د خپل ملګری سره   اوسني ایران کې سلطان قابوس بن وشمګیر ته ورشی ، ، په لاره کې یې ملګری هم  مړ شو، او هغه له ډیرو سختیو رورسته  ګرګان ته ورسید ، کله چې هلته ورسید خبر شو چې قابوس وژل شوی ، خو بیا هم کله چې ښار ته ننوت د هغه  د لور( زرین ګیس )له لوری چې هغه هم یوه عالمه او فاضله ښځه وه ورته ښه راغلاست ووایه .

ابن سینا  ګرګان (ایران) ته ورسید  او د ابومحمد شیرازی سره دیره شو ،په همدې وخت کې د یوه بل عالم ابو عبید الله جوزجاني سره اشنا شو او د عمر تر پایه  یې هغه شاګرد او ورسره ملګری ؤ ، په همدي ځای کې هغه جوزجاني ته ځینې مطالب ویل او هغه به لیکل ، په دي لړ کې یې د (زړه د ناروغیو دواء) تر نوم لاندي رساله ولیکله ، او هغه ته د طب په برخه کې د یوه لوی کتاب  دلیکلو فکر پیدا شو ، نو یې د طب په برخه کې د (القانون) په نوم کتاب لیکنه پیل کړه  ، وروسته د( ری )ښار ته   د آل بویه د پادشاه  د زوی د تداوی لپاره  ولاړ ، هلته  د یوه روغتون  ریاست وروسپارل  شو ،   ورپسې  د شمس الدوله په خدمت کې شامل شو د هغه خاص ډاکتر شو او وروسته یې د وزارت په پوست وګماره ، هغه ډیر کالونه په همدان کې تیر کړل ، او همدلته یې  د قانون کتاب تکمیل کړ او ګڼ شمیر نور کتابونه یې هم ولیکل ، د وزارت په څلورم کال یې  پاچا ته  د عسکرو د ځیرې د کمولو یو قانون ولیکه چې  عسکرو  ددې قانون په اساس شورش وکړ ، شمس الدوله هغه یوه بل ځای ته واستاوه او د عسکرو د آرامولو لپاره یې د هغه قانون وسیځه ، ابن سینا  په همدي تبعید کې خپل مشهور کتاب (شفا) په فلسفه کې ولیکه ، چې د ارسطو د کتاب مثبت ټکې پکښې راټول کړي ؤ ،بیا بیرته د وزارت چوکې ته ورغی ، په همدي وخت کې یې د ابورحیان البیروني یو لیک تر لاسه کړ ، چې لس سوالونه و چې د دي په ځواب کې یې د الاجوبه په نوم کتاب ولیکه


وروسته له ځینو نورو سیاسي پیښو او سفرونو سره مخ شو ، په آخر کې یې یوکتاب د شرقی فلسفی  په نوم ولیکه چې د الله تعالی د وجود اثبات یې پکښې ثابت کړی ؤ ، دا کتاب د یوه وصیت نامی شکل درلود ، خو څه موده وروسته  نوموړي ناروغ شو ، او ناروغی یې ډیره شوه  تر دي چې په (۴۲۸) هجری کال په همدان کې وفات شو ..

هغه ماته نه مننونکی شخص ؤ د هر چا سره به چې په مباحثه کې پاته راغی نو د هغه علم په لور به یې مخه کړه ، تر هغه به نه تری را ګرځیده تر څو به یې پکښې پوره علم نه ؤ حاصل کړی  ، یوه ورځ یې د (ابومنصور الجبایی) سره د عربی ژبی په قوانینوکې مباحثه وکړه تر دي وروسته یې په دي علم کې پوره دری کاله مطالعه او پلټنه وکړه تر دي چې په ژبه کې لوړ مهارت ته ورسید ، او په عربی ادب کې یې دری داسي قصیدې ولیکلي چې ناآشنا عربی قوانین او لغتونه یې پکښې کارولی ؤ .

د المرصاد( تلسکوف ) او دوربینونو  په علم یې پوره اته کاله مطالعه او څیړنه وکړه ، تر دي چې د رصاد په علم کې  یې د الانصاف په نوم کتاب ولیکه .

د طب په برخه کې هغه د انسان د بدن اناتومي ولیکله د امراضو ډولونه او دواګانې یې ورته ولیکلي د طب په ډګر کې هغه اکتشافات وکول چې تر نن پوري پري د نړي  طبي پوهان او علماء روان دي او د هغه په پله پلونه ږدي ، د وینی دوران ، د وینې سره او سپین کرویات .. او ډیر داسی څیړني یې لیکلي چې دلته یې شرحه کول ممکن ندي  .



 هغه شاګرد ابو عبید جوزجانی وایی:

: این بود آنچه استادم از سرگذشت خود برایم حکایت کرد. چون من به خدمت او پیوستم تا پایان حیات با او بودم. بسیار چیزها از او فرا گرفتم و بسیاری از کتابهای او را تحریر کردم استادم پس از مدتی به ری رفت و به خدمت مجدالدوله از فرمانروایان دیلمی درآمد و وی را که به بیماری سودا دچار شده بود درمان کرد و از آنجا به قزوین و از قزوین به همدان رفت و مدتی دراز در این شهر ماند و در همین شهر بود که استادم به وزارت شمس‌الدوله دیلمی فرمانروای همدان رسید. در همین اوقات استادم کتاب قانون را نوشت و تالیف کتاب عظیم شفا را به خواهش من آغاز کرد. چون شمس الدوله از جهان رفت و پسرش جانشین وی گردید استاد وزارت او را نپذیرفت و چندی بعد به او اتهام بستند که با فرمانروای اصفهان مکاتبه دارد و به همین دلیل به زندان گرفتار آمد ۴ ماه در زندان بسر برد و در زندان ۳ کتاب به رشته تحریر درآورد. پس از رهایی از زندان مدتی در همدان بود تا با جامه درویشان پنهانی از همدان بیرون رفت و به سوی اصفهان رهسپار گردید. من و برادرش و دو تن دیگر با وی همراه بودیم. پس از آنکه سختیهای بسیار کشیدیم به اصفهان در آمدیم. علاءالدوله فرمانروای اصفهان استادم را به گرمی پذیرفت و مقدم او را بسیار گرامی داشت و در سفر و حضر و به هنگام جنگ و صلح استاد را همراه و همنشین خود ساخت. استاد در این شهر کتاب شفاء را تکمیل کرد و به سال ۴۲۸ در سفری که به همراهی علاءالدوله به همدان می‌رفت، بیمار شد و در آن شهر در گذشت و به خاک سپرده شد.او با روش‌های متفکرانه بیماران را درمان می کرد


د ابن سینا لیکنې:

دا چې هغه مهال د لیکني او علم ژبه عربی ژبه وه ، نو نوموړي زیاتره علمي لیکني په عربي ژبه لیکلي دی ، چې وروسته دا لیکنې نورو ژبو ته هم ژباړل شویدي ، له نوموړي لسګونه کتابونه پاته دي و چې شمیر یي د هغه د لیکنو په فهرست کې راغلی ، په دي فهرست کې (۱۳۱) حقیقی د هغه کتابونه راغلی او (۱۱۱) نور هغه ته منسوب کتابونه راغلی دي  د هغه له لیکنو څخه ځینې دادي:

كتاب المجموع  په یوه جلد کې، كتاب الحاصل و المحصول  په شل  جلده کې ، كتاب البرّ و الاثم، په دوو جلدونو کې، كتاب الشفاء، په (۱۸) ‏جلده کې، كتاب القانون  په طب کې په (۱۸)  جلده کې ، كتاب الارصاد الكلیه، په یوه جلد کې، كتاب الانصاف، په شل  جلده کې ، كتاب النجاه، په دری جلده کې ، كتاب الهدایه، په یوه  جلد کې ، كتاب الاشارات،په یوه  جلد کې، كتاب المختصر الاوسط، په یوه  جلد کې، كتاب العلائى، په یوه ‏جلد کې، كتاب القولنج په یوه  جلد کې، كتاب لسان العرب د ژبي په برخه کې په (۱۰)  جلده کې ، كتاب الادویة القلبیه،په یوه  جلد کې ، كتاب الموجز، په یوه  جلد کې، كتاب بعض الحكمة المشرقیه په یوه جلد کې ،  كتاب بیان ذوات الجهه، په یوه جلد کې، كتاب المعاد، په یوه جلد کې، كتاب المبدأ ‏و المعاد، په یوه  جلد کې .‏

همدا شان د هغه رسالی :


رسالة القضاء و القدر، رسالة فى الآلة الرصدیه، رسالة عرض قاطیغوریاس، رسالة المنطق بالشعر، قصائد فى العظة و ‏الحكمه، رسالة فى نعوت المواضع الجدلیه، رسالة فى اختصار اقلیدس، رسالة فى مختصر النبض په فارسی ژبه، رسالة فى ‏الحدود، رسالة فى الاجرام السماویة، كتاب الاشاره فى علم المنطق، كتاب اقسام الحكمه، كتاب النهایه، كتاب عهد  چې ځان ته یې لیکلی دی ، كتاب حىّ بن یقطان، كتاب فى انّ ابعاد الجسم ذاتیة له، كتاب خطب، كتاب عیون الحكمه، كتاب  په دي چې  روا نده چې یو شي دي جوهری او عرضی وي  ، كتاب  په دي کې چې د زید علم د عمر علم نشی کیدای ، رسائل اخوانیه و سلطانیه او نور هغه رسایل چې د هغه او نورو علماؤ تر منځ تبادله شویدی 


د هغه ځینې کتابونه د مسلک په  توپیر سره :

فلسفه• شفا ‏• نجات ‏• الاشارات والتنبیهات ‏• حی بن یقظان ‏

ریاضیات• زاویه ‏• اقلیدس ‏• الارتماطیقی ‏• علم هیئت ‏• المجسطی ‏• جامع البدایع ‏

طبعیت  ابطال احکام النجوم ‏• الاجرام العلویة واسباب البرق والرعد ‏• فضا ‏• النبات والحیوان ‏

طب • قانون • الادویة القلبیه ‏• دفع المضار الکلیه عن الابدان الانسانیه ‏• قولنج ‏• سیاسة البدن وفضائل الشراب • تشریح الاعضا • الفصد


 د موسیقی په علم کې د هغه لیکني :• جوامع علم موسیقی ‏• المدخل الی صناعة الموسیقی • لواحق • دانشنامه علایی • نجات ‏• اقسام العلوم ‏• الاغذیه والادویه
















۱۳۹۵ اسفند ۲۶, پنجشنبه

محمد بن موسی الخوارزمی


 محمد بن موسی الخوارزمی


 لیکنه : محمدشفیق صادق


نوم یې ابو عبدالله محمد بن موسی الخوارزمي دی ، چې په ابو جعفر سره هم مسمی شویدی ، نوموړی په ۱۶۴ هج  یا ۷۸۱ میلادی تولد شوی ، ویل کیږي چې ۲۳۲ هه او یا ۸۷۴ میلادی کې وفات شویدی ، ځینې لیکونکي لیکي  چې د نوموړی کورني د اوسني ازبکستان د خیوا له ښار څخه چې هغه مهال د خوارزم په نوم یادیده  بغداد ته کډه شوه  او هلته یې په زده کړه او تعلیم لاس پوري کړ ، خو  نوموړی هغه مهال  د علم او پوهې لوړ مقام تر لاسه کړ ، کله چې د ۸۱۳ کال څخه تر  ۸۳۳ میلادی کال پوري د بغداد په   دار الحکمه  پوهنتون  وګمارل شو  کوم چې د خلیفه مأمون په لاس ودانه شوه ، مأمون نوموړی په یوه مرحله کې د همدي کتابتون مشر وټاکه ، او هغه یې  د نورو ملتونو او هیوادونو د کتابونو په راټولو مکلف کړ ، خوارزمی  دا کتابونه راټول اوبیا یې وسپړل او په خپله یې په دي علومو کې زیات ابتکارات تر سره کړل ،  هغه  د ریاضیاتو ، فلکیاتو، تاریخ او نورو علومو په څیړنو  پیل وکړ ، او ډیر ګټور معلومات یې ولیکل ،  د ریاضیاتو په برخه کې لومړنی انسان دی چې لاسته راوړني یې اوس هم د نړی د خلکو لپاره ستونزی حلوي  .

طبری د نوموړی په هکله داسې لیکي :


محمد بن موسی الخوارزمی القطرابلی (هغه سیمه چې په بغداد کې پرته ده ).

نوموړی خپل کتاب (الجبر والمقابله ) په بسم الله سره پیل کوي ، ډیري نړیوال مطبوعات بیا هغه یو عرب معرفی کوي ، او ځینو بیا فارسی معرفی کړی خو مخکینی معرفی یې سمه ده  د خوارزمي علمي ونډه

خوارزمي ډیری لیکنې لری .چې زیاتره په الجبر ، حساب ، مثلثاتو ، فلک او جغرافیه کې دي ،  چې له دي څخه یو هم د (الجبر والمقابله ) کتاب دی ، همدا شان د هغه دوهم کتاب (الجمع والتفريق في الحساب الهندي)  ، د ( رسم الربع المعمور) کتاب ، ( د تقویم البلدان ) کتاب ، د  ( العمل بالاسطرلاب) کتاب ، د ( ځمکې تصویر) کتاب ، همدا شان د (السند هند الصغیر) په نوم کتاب  یې مشهور کتابونه دي .

سره ددې چې نوموړی په ریاضیاتو، جغرافیه ، علم الفلک (فضا) د نقشي رسمولو علم  او فلسفه کې ډیرې لیکنې کړیدي ، خو هغه بیا الجبر او مثلثاتو د علم بنسټ ایښودونکي ګڼل کیږي ، هغه  د معادلاتو په حل کې خاص اسلوب درلود ، د هندی  حساب د جمع او تفریق کتاب یې  په (۸۲۵)  م کال  ولیکه . هغه  په ټول منځنی ختیځ او اروپا کې  د هندی ارقامو د خپرولو مؤسس ګڼل کیږي ..چې لاتیني ژبې ته په ( algorimi de numer indorum) ترجمه شو ، د ( Algoritmi) کلمه په لاتینې کې د الخوارزمي په معنی کاریدلې ده ،


نوموړی ډیرې څیړنې د فارسی او بابلی علم په رڼا کې په هندي ارقامو او یونانی ریاضیاتو کې تر سره کړي .

نوموړی د بطلیموس ویناوي  منظمې او تصحیح کړې ،د هغه د مهمو کتابونو څخه د (مځکې تصویر )مهم کتاب دی چې د سیمو نومونه د جغرافیی په شان پکښې لیکل شوي ، .همدا راز  یې ځینې تخنیکې وسایلو هم لیکنې کړي لکه  اسطرلاب او مزاوله ..

د ځمکې د ټاکلو او تحدید په برخه کې یې ډیرې هلي ځلې کړیدی ، او د نړی یوه نقشه یې خلیفه مأمون ته وکښله ، چې (۷۰) تنو جغرافیه پوهانو یې تر لاس لاندی  کار کاوه ..

په دوولسمه میلادي پیړي  کې  یې لیکنې  لاتیني ژبي ته د  ژباړو له لاری په اروپا کې خپرې شوي ، چې د ریاضیاتو په برخه کې  د پرمختګ لپاره یې لاره هواره کړه ،

الجبر: نوموړی  د الجبر او معادلو د علم مبتکر او بنسټ ایښودونکي ګڼل کیږي  ،هغه الجبر له حساب څخه بیل کړ ، په الجبر کې یې د لومړی درجه او دوهمه درجه معادلو لپاره فورمولونه وټاکل ..د الجبر په برخه کې یې لوی ابتکارات وکړل ، تر دې چي نن هم موږ په لسمو ټولګیو کې د محمد بن موسي د فورمول په مټو په الجبر کې کار کوو ، هغه په دي برخه کې ډیرې څیړنې وکړې ،نوموړی لومړی انسان ؤ چي په مجهول کمیت یې د الجزر نوم کیښود ..دا نوم یې د نبات له ریښو را اخیستی ، ځکه د نبات ریښې د جزر په نوم موجودې دی خو تر خاورو لاندې او مجهولې  دی .

هغه د صفر د استعمال نظام جوړ کړ ، (ول دیورانټ) وایی :دوی به د رقم په ځای کې کوچنی داېره کښله همدې دائرې ته به یې صفرا  یعنې ( خالي ) نوم ورکاوه ، چې له همدې څخه د انګلیسي (eipher) کلمه مشتق شویده ، او په لاتین کې د (sifr) کلمه (zephyrum) ته واوښته چې وروسته په (zero) اختصار شوه . نوموړی د (الکتاب المختصر فی حساب الجبر والمقابله )  کتاب په ریاضیاتو کې په (۸۳۰) میلادی کال ولیکه ،  دا کتاب لاتینې ژبې ته  د روبرت تچر په لاس په  (Liber   algabrae  at almucabala)  نوم وژباړل شو ،  همدا شان یوه نسخه یې په عربی ژبه د اوکسفورد په پوهنتون کې محفوظه پاته ده  ، چي په (۱۸۳۱) میلادی کال د اف روزین په لاس هم وژباړل شو ،  او یوه نسخه   لاتینې ژباړه یې هم په نوموړی پوهنتون کې محفوظه ده . د هغه الجبر د اوسني الجبر بنسټیز متن دي ، هغه په دي کتاب کې د معادلو د حل لپاره یوه هر اړخیزه څیړنه کړیده . او د ( حد او میزان ) لپاره یې اساسي حل لاری ټاکلي دې ... 


د حساب علم :

د خوارزمي دوهمه لاسته راوړنه د حساب علم دی ، د هغه د کتاب یونانی ژباړه تر اوسه پاته ده ، خو اصلی عربی متن او کتاب یې ورک دی ، چې کیدای شي دا کتاب په دولسم میلادی پیړې کې د ادیلار الباثی  په واسطه ژباړل شوي وي ،چې د هغه فلکي جدولونه یې په (۱۱۲۶) کال ژباړلي ؤ . 
خوارزمی  عربی ارقام د زاوییو په اساس ترتیب کړل ، لکه په لادی تصویر کې ، او دا په اصل کې عربی ارقام دی چې خوارزمي کشف کړی ، چې اوس ورته خلک  (انګلیسی) ارقام وایی ..


نوموړی  مخطوط  کتاب لیکلې عنوان نه درلود ،خو د دوو لومړیو کلمو ، Dixit algorizmi (یعنې خوارزمی داسي وایی)  څخه په ډاګه ښکاری چې  دا د خوارزمی د (هندی فن په خوارزمي حساب کې) کتاب دی چې په دي نوم  ژباړل شوی : Algoritmi de numero Indorum چې  ددي اصلی کتاب کیدای شي دا کتاب وي( الجمع والطرح وفقا للحساب الهندي)
خوارزمي هڅه وکړه تر څو عربی ارقام د هندي رقمونو د نظام په اساس  په پرمختللی ډول په هندي ریاضیاتو کې  لویدیځې نړي ته برابر کړي ، چې دی نظام ته (خوارزمي ) وویل شو ،
 د فلک علم : د السند هند په نوم کتاب چې نوموړي په فلکیاتو کې  په (۳۷) فصلونو کې لیکلي ، په دي کې فلکي حسابونه ، او تقویمونه  او نور حسابونه شته  چې  (۱۱۶) یوازی تقویمی جدولونه  ، نجومي او فلکي څیړنې د زاویی زیجونه  لری .   همدا شان په دي کتاب کې د لمر  ، سپوږمي ، او پنځو ستورو  چې په هغه وخت کې پیژندل شوي ؤ  حرکتونه او حالات څیړل شویدی   د همدي کتاب په لیکلو په اسلامی فلک کې بدلون راغې  چې تر نن پورې پری نور اسلامي  علوم هم ولیکل شول .








۱۳۹۵ اسفند ۱۱, چهارشنبه

پیاوړی مؤرخ او عالم (عبدالرحمن بن خلدون)



 پیاوړی مؤرخ او عالم عبدالرحمن بن خلدون



ژباړه او راټولونه : محمدشفیق صادق



 د ابن خلدون  او د هغه له کتاب (المقدمې )سره د تعلیم او تحصیل له مهاله آشنا وم ، بیا به  مې ډیر ځله  په کتابتون کې د ابن خلدون د المقدمې  کتاب را واخیست  پانې به مې واړولې  را واړولې ، خو د پیچلو جملو او فلسفی ویناوو له امله به مې بیرته به خپل ځای کیښود ،  د مطالعې شوق  مې هم ورسره نه ؤ او نه مې ورته ډیره اړتیا پیدا کیده ، خدای شته د فلسفی کتابونو او ویناؤ سره مې مینه او علاقه هم نه وه ، خو کله مې چې اوس د پوهنتونو په  درسي کتابونو کې  د یوناني فلاسفه ؤ د نظریاتو باران ولید چې ټول کتابونه یې تر خپل چتر لاندې راوستي ، په داسې ډول چې ته به وایی په دنیا نه بل فیلسوف او عالم تیر سوی او نه دانشمند ، ورسره  وینم چې د ابن خلدون غوندي عالم نوم هم کله  ناکله په حاشو کې لیدل کیږي  ، نو مې د ابن خلدون او نور اسلامی علماؤ کړنو او لیکنو ته  تلوسه ډیره شوه او پلټنه مې پیل کړه ،  خو چې  اوس ګورم  ابن خلدون ندی یو لوی بحر دی چې څپانده موجونه لری ،لوړي لری ژورې لری ، او داسې عالم دی چې دنیا ورته حیرانه ده .... نو زه یې دې ته اړ کړم چې د هغه په اړه یو څه ولیکم  تر څو د استاذانو او پوهانو ورته را پام کړم ، ای کاشکي چې زما اوس دومره وخت وای چې یوازی المقدمه مې ښه لوستلې وای ، او یا مې دومره توان وای چې پښتو ته مې ژباړلې وای !!! خو دا ټول اوس را څخه پاته دی ، کاشکې یو ځوان پیدا شي ، پښتو ژبې او په ټول کې علم ته د خدمت مټې را ونغاړي او دا المقدمه وژباړي ....
عبد الرحمن بن محمد بن خلدون الحضرمي  په  (۱۳۳۲ )میلادي کال  چې د (۷۳۳)  هجری سره برابر دی په تونس هیواد  کې زږیدلی او په   (۱۴۰۶) میلادي کال چې د  (۸۰۸) هجری سره برابر دی  په مصر کې وفات شویدی

     نوموړی په یوه علمي کورني کې زږیدلی  ، په ماشومتوب کې یې لومړنی زده کړې  له خپل پلار څخه تر لاسه کړي او قرآنکریم  یې حفظ کړ  وروسته د تونس  له علماؤ یې قرانکریم ، فقه ، تفسیر ، حدیث ، علم رجال، تاریخ، شعر پوهنه ، فلسفه او منطق تر لاسه کړل،  هغه  مسلمان  سیاست مدار ، ټولنپوه ، انسان شناس ،تاریخ لیکونکي ، فقیه ، او فیلسوف  ؤ .نیکونو یې ، په تونس او اندلس کې په حکومتي  او منصبونو کې کار کړی ؤ ، د علم خاوندان او د عزت کورنی وه ،  د اوومې  هجری پیړي په نیمایی کې یې کورنی له اندلس څخه په زور وایستل شوه  او تونس ته را کډه شول ، نوموړي  د خپل نسب په لړی کې لیکلی چې د (وایل بن حجر صحابی )له نسل څخه دی او نوموړی د یمن اوسیدونکی ؤ ، نوموړی زیات وخت په تونس ، المغرب او الجزایر کې تیر کړی ، د څو امیرانو په دربارونو کې یې په تونس او اندلس (اسپانیا) کې سیاسي کار کاوه ، د تحصیل د ترلاسه کولو لپاره تونس ، مراکش  ، الجزایر  او شمالی افریقا علمي مرکزونو  ته  یې سفرونه  درلودل،  په (۷۶۴) هجری کال اندلس (اسپانیا) ته ولاړ هلته یې په غرناطه (گرانادا)  کې د پنځم سلطان محمد سره ولیدل   او  له دوه کاله وروسته شمالي افریقا ته راستون شو ، چې هر هیواد ته  به تله د هغه هیواد د خلکو ، عاداتو، تاریخ او کړنو په هکله به یې څیړنه کوله ،   ، ځینې وایی چې په الجزایر کې یې د امیر سره مناسبات خراب او هلته څلور کاله زنداني شو ، خو ځینې نور وایی  نوموړي د ژوند دا مرحله د ډیرو ناخوالو او خفګانونو له امله په  اعتزال او ګوښه توب کې تیره کړه ، په دي مرحله کې یې   پلار وفات شو ، او ډیر نور شیوخ  یې دهغه طاعون مرض  له امله چې د نوموړی په ژوند کې په (۷۴۹) کال کې په لر او بر کې خپور ؤ  وفات شول  . نوموړی څلور کلونه له خلکو بیل او ګوښې  د خپل کتاب لیکلو ته وقف کړل  او هلته یې  په (۴۲) کلنی کې  د خپل تاریخي مشهور کتاب( العبر و دیوان المبتدا و الخبر فى ایام العرب و العجم و البربر و من عاصرهم من ذوى السلطان الاکبر) په لیکنو پیل وکړ ، د خپل کتاب  د (المقدمي) لومړی برخه  یي د الجزایر د (أولاد سلامه )په کلا کې ولیکله ، چې  همدا مقدمه ددې کتاب چې په (مقدمه ابن خلدون) سره مسما ده  نوموړی ته په نړیواله کچه شهرت ورکړ،وروسته یې  د تاریخ  د کتاب لیکنې ته مخه کړه ، چې نوموړی  ته یې لوی شهرت ور کړ .
 دا کتاب  په ایران کې  د محمد پروین گنابادى په لاس  فارسی ته ژباړل شوي خو تر اوسه یې په پښتو  کوم درک نشته.  همدا شان لسګونو نورو  ژبو ته هم ژباړل شوی  .
ابن خلدون له زندان او یا ګوښه توب وروسته تونس ته ولاړ ،نوموړي په تونس کې د (الزیتونه ) په پوهنتون ، په المغرب کې د (القرویین) په پوهنتون کې تدریس وکړ،  له هغه ځایه د کښتی په واسطه په (۷۸۴) هجری کال مصر ته ولاړ ، هلته د مصر د هغه مهال د واکمن الملک الظاهر سیف الدین له خوا  چې د ممالیکو له واکمنانو څخه ؤ د ازهر د پوهنتون د استاذ په صفت مقرر شو ، د ژوند په وروستیو کې په مصر کې  د ښه فقاهت او علمی لوړوالی له امله  د قضاوت په دنده  ور په غاړه شوه     ، هغه په مصر کې له څه مهال وروسته د حج په موخه مکې شریفی ته ولاړ ، له هغه ځایه شام ته ولاړ ،  ویل کیږې چې په دې سفر کې یې  په دمشق کې  له امیر تیمور ګورګانی ( تیمور لنګ) سره ولیدل او د هغه د توجه وړ وګرځيد ، خو بیرته قاهری ته ستون شو ، پاته ټول عمر یې هلته په قاهره کې پای ته ورساوه ، تر دي چې همغلته د ۷۶ کلونو په عمر د رمضان  د میاشتې په وروستیو کې په (۸۰۸) هجری قمری کال  وفات شو  او  د مصر په باب النصره کې خاورو ته وسپارل شو.
 .. ابن خلدون یو له هغو علماؤ څخه دی چې اسلامی تمدن پری ویاړي ، هغه د ټولنپوهنې لومړی مؤسس او هغه څوک ؤ چې ټولنپوهنه یې په اوسني بنسټ برابره کړه ، هغه په دې برخه  کې نادر او حیرانونکي نظریات  لری چې له ډلې څخه یې د  (عمران(مدنیت) د قوانینونظریات  ، د عصبیت(ټولینز تړون )  نظریي ، او )د  دولت د جوړولو د  اصولو ، پرمختګونو او د سقوط د عواملو  نظریات )  یادولای شو . چې په خپلو لیکنو کې یې څرګند کړیدی ..نوموړی په دې برخه کې د نورو لویدیځوالو پوهانو لکه  فرانسوی عالم (اوجست کونت) څخه څو پیړئ مخکې ؤ ،مؤرخینو د نوموړي له ډیرو لیکنو لکه : تاریخ ، حساب ، منطق ، ټولنپوهنه ..سیاست  یادونه کړیده ، خو تر ټولو مشهور کتاب یې د تاریخ په برخه کې د (العبر وديوان المبتدأ والخبر في أيام العرب والعجم والبربر ومن عاصرهم من ذوي السلطان الأكبر) کتاب دی ، نوموړی کتاب په (۷) ټوکه کې لیکل شوي چې لومړی ټوک یې  مقدمه ده ،چې اوس په (مقدمه ابن خلدون) سره  شهرت لری ..په دي مقدمه کې نوموړي په ډیرو موضوعاتو څیړنه کړیده له هغي جملې  څخه د جغرافیی په برخه کې د نوموړی نظریات ، د عمران یا (مدنیت)په هکله ، د فلک او کائناتو په هکله ، د انساني ټولني د حالاتو ، د انسانانو د طبیعت ، ددوی د بیلتون او جدایی نښې او لاملونه او داسي نور... دی


د نوموړی ددي لیکنې (المقدمی)  په  هکله لویدیځ والو پوهانو ډیر څه لیکلی دی چې د ځینو یادونه  به وکړم :
 آرنولد توینبی،  آمریکایى معاصر مؤرخ لیکی : ابن خلدون  چې  د تاریخ د فلسفی  د درک او ابداع په برخه کې کومه لیکنه (مقدمه )  او ابتکار کړی پرته له شکه په مختفلو عصرونو کې انسانی فکر نه دی ورته رسیدلی.
 جورج مارسیز لیکي : د ابن خلدون لیکنه د انساني فکر یو له ډیرو مهمو لاسته رواړنو څخه ده .
ایف کولاست وایی: ابن خلدون موږ ته تاریخ د یوه علم په صفت را وپيژنده ، او دا یو ښکلی عنصر دی چې په دي سره موږ کولای شو ووایو چې دا یوه عربي معجزه وه .
مکسیم ګورکې روسی مفکر  خپل  یوه ملګری اوچین ته په ۲۱ د سپتمبر ۱۹۱۲ کال  په یوه لیک کې لیکلی : په دي باید پوه شو چې ابن خلدون په (۱۴) میلادي پیړي کې د لومړي ځل لپاره د اقتصادي عواملو د اهمیت او د تولید سره یې علاقه کشف کړیده ، او دا یو حقیقی او هڅونکي خبر دی ، چې زموږ ملګری ( لینن) ورته خاصه توجه وکوله .
روجية ګارودي  یو عالم وایی :هغه چې د ټولنو د جوړښت او نوښتونو په څیړنه پورې اړه لری ، نو څومره چې په دې برخه کې پرمختګونه کیږي ، ددې پرمختګونو نښې د ابن خلدون په مخ کې لیدل کیږي . هغه عالم ، هنرمند ، د جګړې سړی ، فقیه ، او فیلسوف چې له څورلسمي میلادي پیړي  یې زموږ تړلی پرمختګ ته  په نړیوال نبوغ سره  حرکت ورکړ ...
 یو اروپایی  د ټولنپوهني یو عالم لودویچ ګمبلویچ (۱۸۳۸-۱۹۰۹) پورې یې ژوند کړي وایی:له اوجیست کونت څخه مخکې یو عادل عربی راغلی ، بلکه له فیکو څخه هم د مخه چې ایطالویان یې د یې د ټولنپوهني لومړی عالم ګڼې ، د ټولنې  ظاهری حالت یې په متوازن ډول سره څیړلی ، او په دې برخه کې یې ډیر ژور نظریات لیکلی چې دې لیکنو ته نن ورځ ټولنپوهنه وایی.
یو انګلیسی مؤرخ روبرت فلینت وایی: لکه چې موږ ابن خلدون ته د یوه تاریخ لیکونکي په توګه ګورو  ، نو ویلای شو چې کیدای شي تر نوموړي نور لوړ تاریخ لیکونکي خپله د عربو څخه هم وي و خو کله چې د هغه تاریخي  بنسټیزو نظریاتو ته ګورو نو په زغرده ویلای شو چې تر ده به پورته څوک په هيڅ وخت او هیڅ ځای کې نه وي تیر شوي .
 ایطالوی عالم استفانو کولوزیو وایی: په ټولو پیړیو کې د روان شناسی  د علماؤ او اثباتی فلسفی د نورو فلاسفه ؤ څخه مخکې به د حتمیت د مبدأ د تصور افتخار ابن خلدون ته ورګرځې .هغه عظیم الشانه عربی مفکر چې د ټولنیزعدالت او سیاسي اقتصاد اساسات یې  له کونسید ران ، مارکس ،او باکونین څخه پنځه پیړی د مخه کشف کړل
زه به د همدې مقدمي د ځینو برخو څخه په لنډه توګه یادونه وکړم ، البته دا به د مقدمي لنډیز نه ، بلکه د ځینو موضوعاتو یادونه وي :
ابن خلدون او جغرافیه
ابن خلدون د خپل کتاب (المقدمي ) د لومړی فصل  په دوهم باب کې  د نړی او ځمکې په هکله څرګندونې لری ، هغه  د ځمکې له کري پیل کوی او وایی چې ځمکه کروي شکل لری ، هغه د هغو خلکو نظر ردوي چې په دي عقیده دي چې اوبه د ځمکې په تل کې دي ، هغه وایی اوبه د ځمکې په مخ پرتې دی او وایی چې د ځمکې تل د کرې مرکز دی  او همدا مرکز د ځمکې ثقل جوړوي چې هر څه ورته را جزبوي ..
هغه  د ځمکې کره په څو برخو  ویشي او تر ټولو وسطه برخه یې د استواء کرښه بولې ، نوري برخې یې د اوسنې جدی او سرطان د کرښو په اساس بیلوی همدا راز دواړه قطبونه هم ټاکي ، همدا شان د ځمکې کره په (۳۶۰) درجو باندي ویشي او هره درجه بیا خپله اندازه لری ..
ددي تر څنګ د ځمکې مخ په اوو برخو ویشي او هري برخې ته خپل نوم ورکوي ، نوموړی دا برخې د اوسني افریقا ختیځې ، مرکزی او لویدیځې  ، د مدیترانی سمندر څنډې ، د اطلس بحر غاړې ، اروپا ، په ځانګرو بحثونو کې تشریح کوي  همدا راز منځنی خیتځ ، خراسان او منځنی اسیا او چین ، هند او روسیه ، په بیلو مبحثونو کې څیړي ، د هند سمندر ، فارس خلیج ، مدیترانی ، اطلس سمندر ، په برخه کې ښه تشریح ورکوی\
ددې تر څنګ د لویو سیندونو سرچینې او د اوبو مسیرونه ټاکې ، هغه تر ټولو په دي برخه کې د نیل ، فرات ، دجلې . جیحون (آمو) سیحون د سرچینو او پای ته رسیدلو په برخه کې خپل تحلیل لری ..
ورپسې د ځمکې د انسانانو د رنګونو برخه پیل کوی ، د هری سیمي د خلکو رنګ  ، ژبه او نژاد تشریح کوي  .

همدا شان غرونه او بیدیاوي هم د هغه په څیړنه کې نه پاته کیږي
 سره ددې چې هغه مهال نه څوک قطبینو ته تللی ؤ او نه یې د اوس غوندي له هوا څخه تصویرونه اخیستل شوی ؤ ، خو ابن خلدون د کروي درجاتو له نظره نظر ورکوي چې هلته د لمر وړانګې په مایل ډول لګیږي ، ورځ او شپه تر نورو سیمو لویه وي ، همدا شان وایی چې د هغو سیمو هوا ډیره یخه او کنګل ده  ددې برعکس بیا د استواء د خط سیمه ډیره ګرمه او توده ګڼې ځکه د لمر وړانګې یې مستقیمي لګیږي ..خلاصه دا چې شپږ پیړي مخکې ابن خلدون په هغه څه کې  څیړنه کوي چې په اروپا کې په همدي مهال او  د هغه له وفات وروسته  ګالیله یوازي د ځمکې د حرکت د نظریی  په جرم محاکمه او په اعدام محکوم کیږي ..
هغه په دي لیکنه کې په یوه بل کتاب ( نهضة المشتاق) د ادریسي په لیکنه حواله ورکوي ، او ادریسي دجغرافیی د علم یو عالم ؤ چې په دي برخه کې یې ډیر څه لیکلی ، دا کتاب هم د جغرافیی په علم کې لیکل شوی چې له نوموړي څخه ډیر مخکې ؤ .
د تاریخ علم
دا ښکاره خبره ده چې د ابن خلدون په شخصیت کې دوه مهمو عناصرو وجود درلود چې له نوموړی څخه یې ریښتنی مؤرخ جوړ کړ ،  چې هغه د څیړنې  نظري او عملي اړخونه  ؤ  ځکه  نوموړی د تاریخ پیښې او حادثی د نورو تاریخ لیکونکو غوندې یوازې  ظاهری ندی څیړلې   بلکه د پیښو او وقایعو په څیرنه کې د پیښو منځ  ته ننوتی ، هغه د خپلو سفرونو او عملی ژوند  په لړ کې  چې (۵۰) کاله یې ونیول ، له اندلس څخه تر شام پورې د خلکو او حکومتونو حالات له نیژدي وڅیړل،  په دې لړ کې دي نتیجې ته ورسید ، اوڅرګنده یې  کړه  چې تاریخي پیښې په تصادفی ډول  او د یوې نا څرګندې قوې په واسطه نه رامنځ ته کیږي . بلکه دا دې انساني ټولنو په منځ کې ځنې موجود عوامل دي چې تاریخې پیښې رامنځ ته کوي ..له همدې امله یې د خپلو تاریخې څیړنو په بهیر کې د تاریخ باطنی اساسي څیړنه پیل کړه  ، سره ددې چې تاریخ (که څه هم په ښکاره د هیوادونو د خلکوله ظاهري پیښو پرته نور څه ندي  ، خو په باطن کې د  پیښو دقیقه مطالعه ده ، د لاملونو  ژوره پلټنه ده او د  اسبابو او پیښو تر منځ تړاو ورکول دي ، له همدې امله نوموړی په دې کار سره د تاریخ د څیړنې لپاره د باطنی حرکت  د منهج اساس کیښود اوهره څیړنه یې  د بشری ژوند او حرکت  د پیښو سره وتړله  او دا  د تاریخ د علم ریښتینې بڼه ده ... هغه وایی : د تاریخي پیښو د حق او باطل د معلومولو لپاره تر ټولو ښه لاره داده چې د هغي ټولني تمدنی او ظاهری حالت ته وکتل شي ،  د هغې ټولنې خصوصیات ، او ځانګړني مطالعه کړل شي  چې څه ډول یې  تغیر او بدلون موندلی نو بیا کولای شو د پیښو په اړوند د مشاهدی له مخې سمه پریکړه وکړو .
ټولنپوهنه :
ابن خلدون د ټولنپوهني او بشری تمدن د علم بنسټ ایښودونکی ګنل کیږي هغه په خپل کتاب (المقدمه ) کې دي برخې ته خاصه پاملرنه کړي او ځانګړی باب  یې ورکړي ، هغه  لیکي :( دا ددي  لومړي کتاب د تألیف غرض دی ، دا په خپل ‌ځای کې یو ځانګړی علم دی ، چې موضوع یې بشری تمدن ، هستوګنه  او ټولنه ده ) په  څیړنه کې د ټولنې پرله پسې  پیښې ، تغیرات او ځانګړنی په ډاګه شویدي ، او همدا د ټولو علومو حال دی که هغه وضعي علوم دی او که عقلی ، په دي هم باید پوه شو چې په دی برخه کې څرګندونی  به نو ایجاده وی ، خلکو ته به نا اشنا او عجیبه  ښکاری ،(ځکه تر ده مخکې چا په دې اړوند لیکنه نه وه کړې) زه به په همدي برخه کې څیړنه کوم او د مسئلو منځ ته به ورځم ، دا به داسې وی لکه چې زه یو نوی علم رامنځ ته کوم او دا هم باور ولری چې په دي برخه کې می له هیچا هم اخذ ندی کړی ).
  په حقیقت کې ابن خلدون د تاریخ منهجي  او علمي څیړنې دې ته اړ کړ چې د ټولنپوهني علم رامنځ ته کړي او دا علم  دا راښيی چې ټولې ټولنیزې پیښې او پدیدې یو له بل سره تړلې دي ، د هری پیښې او پدیدې خپل خپل اسباب دی ، او دا  اسباب بیا د  را وروسته پیښو او پدیدو لپاره هم سبب کیدای شي ،له همدې امله هغه  ټولو پدیدو  ته که هغه  سیاسي وي که جغرافیایی که ټولنیزی ، اقتصادی ، او فرهنګې ..د بشری عمران (بشری مدنیت ) په مفهوم کتل ..په دې اړوند هغه وایی:(دا لیکنه د انساني ټولني  تصویر او  پوهاوي  دی چې هغې ته بیا د نړی ودانول او مدنیت ویل کیږي  او هغه څه  پکښې دی چې د دې مدنیت  طبیعي غوښتنه ده   لکه غرڅنتوب او کورنتوب، ټولنیزتړونونه او ځواکمني  او د بشریت یو په بل غلبی او سلطې  ، او هغه څه چې ددې مدنیت   څخه تر لاسه کیږي لکه  علومواو صنایعو ته لاس رسي  او نور داسي څه چې په طبعی ډول ددې عمران او مدنیت  څخه رامنځ ته کیږي ..).
نوموړی د داروین نظریه هم په سطحي ډول څیړلې بیا د  همدې پیښو او پدیدو څیړنه په  تفصیل سره د اسبابو او نتایجو سره تر سره کوي ، هغه د څیړنې په ترڅ کې دا هم وایی چې انسان په تنهایی له خپلو همجنسو پرته  نشي کولای چې یوازی ژوند وکړي وایی( انسانی ټولنه یو ضرورت دی ، انسان په طبیعیت کې مدنی طبع دی ، یعنې پرته له هغې ټولنی ژوند نشې کولای چې موږ ورته ښار او مدنیت  وایو او همدا د مدنیت او ښاریتوب معنی ده).
هغه په بشری ټولنه  د  چاپیریال په اغیزو هم خبری کوي او دا په ګوته کوي چې چاپیریال د ټولنو په وده ، پرمختګ او نورو اړخونو مستقیمې اغیزی لری ...
. ورپسې د مقدمي د کتاب دریم فصل د هیوادونو سیاسي چارو ته ځانګړی کوي هغه د هیوادونو پاچاهی ، خلافت ، د حکومتونو چاری ، مرتبې ، اسباب او عوامل ، ددې حکومتونو د عروج او سقوط عوامل ، تر څیړنې لاندې نیسې ، هغه د حکومتونو د ټینګښت او پیاوړتیا لوی لامل په عصبیت (ټولنیز تړون) کې وینې ، او د عصبیت کلمه د هغه په لیکنه کې دیره بارزه او ښکاره ده ، تر دي چې ځینو لیکونکو خو دا کلمه تر هغه پورې ځانګړې کړې ځکه ابن خلدون  دې کلمې ته دومره اهمیت ورکړی چې ټولې مهمې پیښې او بنسټیز تغیرات چې  په بدوی او یا ښاري  ژوند باندې اغیزی لری تر همدي عصبیت پوری تړلی ګڼې ، همدا یې د هیوادونو او مملکتونو د ژوند د اساسي محور بیرغ ګڼلی ، او دا خبره یې ښه په زور او زر څیړلې چې عصبیت   له پیدایښت څخه د بشریت یو فطری خاصیت دی ، د هغه په آند انسانیت د نسبي تولد  او قرابت له مخې  پیل شوی او دهغه   قوت او ضعف هم د هغه تر نسبي قوت او ضعف  پوري تړلی .. نوموړی همدا سلسله پرمخ بیایی   د هغه په وینا  کورنی ، قبیلې ، قبایلي تړونونه په دي برخه کې  رغنده رول لری او بیا دا موضوع بیرته تر ښاری توب او مدنیت پوري تړي ... مدنیتونه هم په همدی محور پرتله کوي او د هر یوه د قوت او ضعف عوامل له همدی عصبیت سره تړي...
بیا خبره له دي کوچنی دایري را وباسی او وایی چې د نسب د قوت درجه  د قبیلې سره د ولاء په اساس  پیاوړې کیږي ، چې دې ته قبیلوي قوت وایی ، له همدې نظره   ولاء او تړون  د هر یو لپاره د بل په وړاندې پیاوړتیا او قوت جوړوي  دا د نسبی تړاو ګټه ده ، هغه وایی : خو کله چې نسب مجهول وي او خلک نه پري پوهیږي ، نو تولنیز قوت او تړون هم له منځه ځې او کمزوری کیږي یعنې کله چې نسب واضح نه وي نو عصبیت هم کار نه ورکوي ، خو په بدوي مدنیت کې نسب ورکیدای نشي ، ځکه د بیدیا ستونځمن ژوند قبایل دې ته اړباسي تر څو غرڅنی او له نورو لیري ژوند غوره کړي او داسې چې نور ملتونه نه  غواړي ددوی سره ددوی د سخت ژوند  له امله ګډ او شریک ژوند وکړي  له همدې امله بدوي او صحرایی قبایل د خپلو نسبونو په حفاظت  او بیا په عصبیت (قومي قوت)ډیر ټینګار کوي خو کله چې ژوند تغیر ومومي ، او د ښارونو په پیوستون سره د ژوند سهولتونو ته مخه کړي ، نو ددي خلکو نسب به خامخا د زیاد اختلاط له امله له منځه  ځې او قبیلوي عصبیت (قومی ځواک) به یې هم کمزوری کیږي ، بیا د ښاریانو سره اختلاط کوي  او نسبونه خرابیږي په دي سره قبائلي او قومي ځواک  سره وپاشل شي ، او عصبیت هم  پیکه شي  ، او یوازي په صحرا او بیابانونو کې پاته شي ، په دي سره خلاصه لیکو چې قومي قوت (عصبیت) په بیدیایی مدنیت کې راپورته او په ښاري  مدنیت کې له منځه ځې .
کله چې ابن خلدون د عصبیت بنسټ ، وده او نمو ، او ضعف له موضوع خلاصیږي یوې بلې مهمي موضوع ته داخلیږي ،چې هغه (ریاست او حکمرانی ده ) چې د ښاري مدنیت څخه منځ ته راځي ، هغه په دې  نظر دی چې د بدوي مدنیت په مرحله کې ، خپله د یوې قبیلې په منځ کې  د کوچنیو پښو او خیلونو ترمنځ د مشرئ په سر  سیالي پیل کیږي ، ( ځکه هره پښه او خیل ، سره ددې چې دوی به د یوه پلار اولاده هم وي په خپله عصبیت باندې ویاړي ، او هره پښه ځان تر نورو پیاوړي ګڼې ،او غواړي چې په نورو حکومت وکړي  ) له همدي کبله ، د ریاست په سر ددي وړو پښو تر منځ سیالي پیل کیږي ، نو په طبعي ډول پیاوړي او قوي پښه او خیل به په نورو واکمن او ریاست به تر ګوتو کوي ، تر هغه چې بله قبیله یې له واکمنی لیری کړي ،او همدا د قبائیلی ریاست د واک او ځواک او مشرتوب لاره ده  .
 ابن خلدون په دې نظر دی چې همدا ریاست بیا تر څلورو نسلونو پوري دوام کوي چې یو یې بنسټ ایښودونکی ، دوهم یې روانونکی ، دریم یې تقلیدکوونکی او څلورم یې ورانونکی ګڼی ،نوموړی ددی هری مرحلی لپاره اسباب او لاملونه هم ذکر کوي ..په همدي سره د بیدیایی مدنیت خبره رانغاړی او په یوه بله مرحله چې هغه ښاري مدنیت دی را پیلوی ابن خلدون دا مرحله هم د تیری مرحلي په شان پیلوی او وایی چې ددي ټولو اساس همغه عصبیت دی چې په بدوي مدنیت کې یې مهم رول ادا کړی ، په دې ښاري مدنیت کې هم همغه تګلاره ده ، تر دي چې ځینې قومونه او ټولني د عصبیت په اساس د جګړو ډګر ته ننوزی او د کوچنیو ریاستونو په چپه کولو لوی ملک ته ځان رسوي چې دي ته بیا پاچا او ملک وایی ، او دا د یوې پاچاهي او ملک د جوړیدو لومړی مرحله ګڼې
همدې مرحلی ته په رسیدو سره کرار کرار ښاري مدنیت منځ ته راځي ، او نور حکومت په دي لټه کی کیږي چې څه ډول په خلکو کې خپل ځواک  پیاوړي او په ټولو (قومي جوړښتونو) ځان ومني ، نو دلته د نسب په بنست اعتماد او تکیه نه کوی بلکه په نویو اخلاقي  او ټولنیزو لاملونو ټینګار پیل شي ، چې ابن خلدون یې د (الخلال) په نوم یادوي ، او بیا دا دولت د خپل هغه عصبیت په خلاف ګامونه اخلی کوم چې نوموړی حکومت پری رامنځ ته شوي او ځان ته لوی عصبیت ټاکي ، او ټول عصبیتونه  په ځان کې راټولوي ، په دې سره د حکومت قاعده پراختیا مومي ، او پاچا تر پخوا ډیر پیاوړی او قوی کیږي  ، دا له دې امله چې پاچا ته د ډیرو خلکو او پرګنو مالیات راځې ، او د ښاري مدنیت د رامنځ ته کیدو له امله د مختلفو صنعتونو په رامنځ ته کیدو سره مالداره کیږي .

پاچا د خپل مملکت د پاوړتیا په موخه د عسکری قوت ایجاد ته  اړ کیږي ، چې دا به د هغه قبیلوي ځواک په ځای يو لوی له عصبیت څخه وتلی فوځ وي ، تر دي چې کیدای شي د همدي قومونو د ناولده خلکو څخه هم تشکیل شي ، له بلي خوا د قبایلو مشرانو ته د پیسو  او ځمکو په ورکړه سره د عوض په ډول  د قبایلو مشرانو ته هغه  سیاسي امتیاز ورکوي کوم چې پخوا یې له لاسه وتلی ؤ ، په دي ډول سره  په دې مرحله کې دا نوی دولت د قوت لوړ پوړ ته رسیږي ، بیا دریمه مرحله د اسراف او ضیاع پیل کیږي ، مالونه کرار کرار د زیات مصرف له امله  ضایع کیږي   ، ځینې په عیش او عشرت  مصرفیږي ، او ځینې بیا په فوځونو ، د حکومت په چارواکو او  هغومؤظفینو  چې حکومت ورته اړتیا لری ، نو په خلکو د زیاتو مالیاتو په لازمولو پیل کوي ، په دې سره زراعت شا تګ کوي ، تجارتی حرکتونه له کمزورتیا سره مخ کیږي ، صنعت کمیږي ، او بیکاری وده کوي ، او دا پاچاهي  د نهایت پیل ته داخلیږی ، یعني د زوړتیا مرحله ، چې دا پاچاهي به خامخا له منځه ځې او بل پاچا به بیا په همدی لاره روانیږي ...
 ابن خلدون دې مرحلی  ته پنځه  نورې مرحلي ټاکلی دی ( په زور سره  د واک ته رسیدني لومړی تحول ، په ممنانعو او مدافعو غلبه ، او د پخوانی حکومت له لاسه د هر څه تر لاسه کول او په واک کښیناستل ....
دوهمه مرحله  دا مرحله  په خپل اولس باندی داستبداد او ځان غوښتنې  مرحله ده  ، په دي مرحله کې واکمن ،د ځان لپاره د خلکو په جوړولو او د خپلو سړو په زیاتولو او د صنعت او پیسو په راټولو لګیا وي ، .....
دریمه مرحله د پاچاهی  لپاره د آرامی  ، ثمري او خوندونو دوره ده ، چې بشر په طبعي ډول ورته میلان لری په دي دوره کې حکومتونه د مال په زخیره کولو ، د ماڼیو په جوړولو ، د فاریکو او سیل ځایونو په پراخوالی ، د ښارونو په وده او پراختیا ، د تمثالونو او هیکلونو په لوړولو ، د نورو ملتونو د اشرافو په رابللو او ګرځولو ، کې تیروي ، ددې سره په دي مرحله کې د جاه او جلال ، عظمت او لوړوالی لپاره کار کیږي . د عسکرو د تنخواګانو ، په زیاتولو ، د جامې او یونیفورمونو په ترتیب مصارف لګوي ،  تر څو په جشنونو کې ښه ښکاره شي ، همدا د استبداد د پرمختګ وروستی مرحله او اوښتون وي. څلورمه مرحله د قناعت او مسالمت مرحله ده ، په دې دوره کې واکمن  د خپلو اسلافو په کړنو ویاړي ، د هغو تقلید کوي او د پخوانیو ساتنه کوي ، په دي فخر کوي چې پخوانیو یې داسې کارونه کړي ، دوی هم د هغو په تقلید ویاړي او له تقلید څخه سرغړونه جرم ورته ښکاري  او په پخوانیو کړنو ویاړي ..
پنځم  اوښتون  او مرحله ، دا اوښتون بیا د خوندونو ، ، اسراف او بربادلو مرحله ده  ، په دې مرحله کې واکمن د پخوانیو د راټولو کړو مالونو  په مصرفولو او بربادی لګیا کیږي، دوی دا پیسې او مالونه په شهواتو ، خوندونو ، تحفو او محفلونو ، په بدنامو ملګرو ، په بی اړتیا  درنو مصرفونو مصرفوي ، په دي نه پوهیږي چې له کومه راځې او په کومه ځې ...په دې سره دا حکومت هم کرار کرار د حرم په شان کمزوری کیږي تر دې چې په داسې مضمن مرض اخته شي چې بیا خپله د مرګ کندې ته راوخطا شي ..  
اقتصاد:
ابن خلدون چې د خپلې مقدمې په دوهم فصل کې کومې نتیجې ته رسیدلي هغه دا چې (د پرګنو د ژوندانه د چارو اختلاف  د دوی د  اقتصادي ژوند د څرنګوالی نتیجه ده ) ، همدې خبرې نوموړی دې ته اړ کړي چې د اقتصادي بنسټونو په اړوند څو مقالې ولیکې ، او همدا مقالی او څیړنې د نني اقتصاد د علم اصلی ټکې جوړوي ، لکه د د انتاج او تولید د لاروچارو څیړنه ، او د صحرایی ژوند څخه تمدني او ښاري ژوند ته د اوښتون مسئله ، یعنې د زراعت څخه صناعت او تجارت ته اوښتون ، هغه لیکي ( بزګری ، صنعت او تجارت د اقتصادي ژوند صبعي لاری دی ، خو زراعت په طبعي دول تر دا نورو وړاندې او مخکې ؤ ، او صنعت دوهم ځای ټاکي ، ځکه دا علمي او مرکب کار دي چې فکر کولو او تعمق ته اړتیا لری ، له همدي امله دا کار پرته له ښارونو په بل ځای کې  نه لیدل کیږي چې (ښاریتوب) د بدوي ژوند د پرمختګ دوهمه مرحله ده ).
ابن خلدون په صناعت باندې ډیر تینګار کوي او همدا د ښاریتوب د پرمختګ او قوت بنسټیز لامل ګڼې ( صناعت د مدنیت  د قوت او اوج ته رسیدو او کثرت سره وده مومي ، د  په ښارونو کې د صنعت  وده  اوقوت  د مدنیت  د قوت او راتلونکي اوږد مهاله ډاډ سره تړلی دی).
همدا شان د کارونو د ویش په هکله نوموړی وایی ( انسانی تنوع له انساني تعاون څخه پرته ممکنه نده ).او انسان چې هر څومره توانمند شي نشي کولای ټولې خپلې ستونزي په یوازی سر تر سره کړي
ابن خلدون د حکومت له لوری په بازار کې مداخله ښه نه کڼې او د هغې نتایج برعکس معرفی کوي
ابن خلدون ددی تر څنګ د ښوونې او روزنې ، اقتصاد ، چاپیریال ساتنې او زراعت په هکله هم  ګڼې څیړنې او نظریات لری ، نوموړي د سیاست په برخه کې مخ په وړاندي ځې او ګن موضوعات پکښې مطرح کوي ...
د  ابن خلدون لیکنې :
. ۱- د  العبر و دیوان المبتدا و الخبر فى ایام العرب و العجم و البربر و من عاصرهم من ذوى السلطان الاکبر(تر ټولو  مهم کتاب)
2. لباب المحصل فى اصول دین: د فخرالدین رازی د فلسفی او کلامي کتاب خلاصه 
3. تفسیر بوصری (چې له منځه تللی دی)
4. خلاصه‌ منطق(له منځه تللی دی)
5.  دعلم حساب  رساله ( له منځه تللی دی)
6.      په اصول فقه کې د ابن خطیب په شعر باندی شرحه ( دا هم له منځه تللی )
7. تعریف(د خپل ځان په همکله معلومات )
8. شفاء السائل(د تصوف رساله )