ابن سينا: مشهور طبیب . فیلسوف اومتبحر عالم
(370-428هـ/980-1036م)
ابن سینا : د قرآنکریم حافظ ، د قرآن کریم مفسر ، محدث ، فقهي ، ادیب او
شاعر ، ریاضی دان ، موسیقی شناس ، فیلسوف ، ستوري پیژندونکی ، انجنیر ، بیولوژیست
، جیولوژیست ، او لوی ډاکتر، ټولنپوه ، سیکولوژست او روان شناس او بالآخره ، سیاست وال ...
ابوعلی حسین بن عبد الله بن سینا چې په الشیخ الرئیس سره هم مشهور
دی د صفر میاشت (370هـ 980م) کې د بخارا څیرمه په یوه کلی کې
وزږيد ، پلار یې عبدالله د اوسنی افغانستان د بلخ اوسیدونکی ؤ ، مور یې ستاره
نومیده جې د افشنه د کلی وه ، پلار یې عبدالله په ځوانۍ کې له خپل وطن څخه د
ساسانیانو پایتخت بخارا ته کډه شو ، کله
چې ابن سینا لا د پنځو کلونو ؤ له خپل پلار څخه یې چې یو عالم او فاضل شخص ؤ
قرآنکریم ، صرف او نحو ، حساب زده کول پیل کړل ، وروسته په مدرسه کې شامل شو ، په دوولس کلني کې یې قرآنکریم حفظ کړ ، د ادبیاتو، هندسي ، صرف اونحو
او نورو فقهې کتابونو زده کړه یې پیل کړه،
هغه د طبیعت ، نباتاتو ، او حیواناتو سره خاصه مینه درلوده ، له همغه ځوانی یې په
دي مینه کې هڅه کوله تر څو په صحراګانو او غرونو کې ډول ډول نباتات وپیژنی او
درملیز خواص یې معلوم کړي ،نوموړي له همدي وخته له طبابت سره هم مینه پیدا شوه
،کله چې هغه په همدي نوی ځواني کې په بخارا کې ژوند کاوه ، پلار یې د حکومت په منصبداری
مشغول ؤ نو ده ته د تعلیم او تحصیل ښه ضمینه مساعده وه ، .ویل کیږي چې پلار او
وروڼو یې د اسماعیلی مذهب سره علاقه درلوده ، خو هغه دا مذهب ونه مانه ، هغه لیکي (زه ددوی خبری اورم او پری پوهیږم
خو زما زړه یې نه منی)
ابن سینا لومړی فقه له
اسماعیل څخه تر لاسه کړه ، وروسته د فلسفی او منطقی علومو د زده کړي لپاره لپاره د عبدالله ناتلی سره دیره شو چې په المتفلسف سره مشهور ؤ ،هغه دومره ذکي او
هوښیار ؤ چې ډیر ځله به یې په خپلو ابتکارانه پلټنو خپل استاذ هم حیران کړ ، خو د
هغه څخه ولاړ ، بیا یې له ځانه د هغه
علم مطالعه یې پیل کړه او ډیري ستونزی یې پکښې ولیدی ، هغه وایی ( ددي علم په
مطالعه کې به ډیري شپی ویښ وم او ډیرې ورځی به مي پکښې مطالعه کوله ) هر کتاب به یې چې مونده هغه به مطالعه او څیړنه
پرې کوله . یوه ورځ د ارسطو د ما بعد الطبیعه کتاب لاس ته روغی ، هغه کتاب یې ولوست خو په مطلب یې پوه نه شو کتاب یې بیا بیا لوسته تر شلو ځلو پورې یې
مطالعه کړځینې خو لیکلی چې تر (۴۰) ځلو یې ولوست خو بیا هم پري پوه نه شو ، نو یوه ورځ د بخارا په ښار کې ګرځیده چې د
کتابونو یو پلورونکی یې ولید ، د هغه سره یو زوړ کتاب ؤ، هغه یې ورڅخه واخیست ،
کله یې چې په مطالعه پیل وکړ ، متوجه شو چې هغه د ابونصر فارابی لیکنه ، د ارسطو د مابعد الطبیعه د کتاب شرحه
ده .نو دي کتاب یې ستونزې ورته حل کړي .
ابن سینا به چې کله په کومه مسئله کې متحیر شو او د حل لاره به ترې ورکه شوه ،
نو هغه وایی : ( جومات ته به تلم راتلم ،
لمونځ به مي کولو ، او دعا به مي کوله ، تر دي چې پیچلی به راته اسانه شو ، او
بندي دروازی به راته خلاصې شوي ) بل ځای
وایی چې( شپې او ورځې به مي په ویښه تیرولي کله به راباندی دومره فشار راغی چې نور
به می توان نه ؤ ، هر څومره به چې خوب راباندی غلبه کوله ، بیا به مي هڅه کوله تر
څو ستونزی حل او بیرته به مي په لوستنه پیل وکړ)
نوموړي په داسي عصر کې
ژوند کاوه چې په سیمه کې د مختلفو حکومتونو واکمني وي ، عباسی خلافت هم د خپل
کمزورتیا په وروستی پړاو کې ؤ ، هره خوا سیاسي هرج او مرج ؤ ، تر دي چې د خلافت
مرکز بغداد هم تري په امان نه شو ، یو ځل خلافت د آل بویه د وکمنو تر نفوذ لاندی
شو وروسته سلجوقیانو دا تسلط خپل کړ . له همدی امله د هغه ژوند هم د سیاسي ستونزو
سره مخ ؤ او ډیر ځله به له یوه ځابه بل ته تښتیده ، کله به بندی او کله به وزیر ؤ
.
کله چې
ابو علی سینا (۱۸) کلن ؤ په بخارا دوهم نوح واکمن ؤ ، یوه ورځ د امیر سپایان ابوعلی ته راغلل او
هغه یې د امیر د معالجې لپاره وغوښت .. ابوعلی د امیر په ناروغتیا پوه شو او د هغه
درملنه یې پیل کړه ، خو د درملني په مهال یې له امیر غوښتنه وکړه چې د بخارا د
سلطنتی کتابتون څخه د استفادي اجازه ورکړي .نوح بن منصور هم اجازه ورکړه
دا مهال د بخارا کتابتون
یو لوی او په کتابونو ډک کتابتون ؤ چې ډیر نا یابه کتابونه به پکښې ساتل کیدل ،
ابن سینا د کتابتون په لیدلو ډیر خوښ شو، او خپل ټول وخت یې د همدې کتابتون څخه
استفادې ته ورکړ ، د هغه یو شاګرد وایی ، د نوموړي لپاره دری کاله په دې کتابتون کې یوه طلای دوره وه ،
هغه د فقهې په برخه کې خپله څیړنه ډیره پیاوړې وکړه ،د موسیقی ، ادبیاتو او نورو
علومو په برخه کې یې ډیرې څیړنې وکړې ، همدا شان یې د نجومیانو په نقشو کار وکړ .
نوموړی د څیړنو تر څنګ
په (۲۱) کلنی کې په لیکنه پیل وکړ ،هغه لومړی په (۱۰) جلده کې د (حاصل و محصول )
تر نوم لاندي یو کتاب ولیکه ، بیا یې د اخلاقو په هکله د (البر والاثم) یعني نیکې
او ګناه تر نوم لاندي بل کتاب ولیکه ، وروسته یې د فلسفې په علم کې د ( عروضی
حکمت) په نوم په (۲۱) جلدونو کې دریم کتاب تألیف کړ .
کله چې لا ابوعلی (۲۱)
کلن ؤ د بخاری په همدی کتابتون کې اور ولګید ، د اور وژني هڅو کومه فایده ونه کړه
، او ډیر کتابونه وسوځیدل ، په ښار کې د هغه مخالفینو آوازه خپره کړه چې دا کار
ابن سینا کړیدی ،دي آوازی په امیر هم اغیزه وکړه ، او نوموړی یې له کتابتون او
روغتون څخه منع کړ ، هغه په دي ډیر خوابدی شو او دخپل یوه ملګری ابو سهل مسیحي سره
په یوه نامعلوم لوری روان شو ، له یوې میاشتې
سفر وروسته د یوه سړي (منصور بن عراق) سره مخامخ شو ، هغه د خوارزم د پاچاهي یو نامتو شخص ؤ ، هغه ته یې خوارزم ته د تللو دعوت ورکړ .هغه مهال
خوارزم دربار ته د اسلامی نړی د هرې سیمې څخه علماء او پوهان بلل کیدل ، ځکه هلته یو عالم
وزیر ؤ هغه دا کار کاوه ، ابن سینا هم هلته ولاړ او د وزیر ابن مأمون د ښه راغلاست سره مخ شو ، د
خوارزمشاهانو د هغه مهال پایتخت د آمو( جیحون) د سیند په غاړه د ګرکامج ښار ؤ . ابن سینا نیژدې (۱۳) کاله په همدې ښار کې تیر
کړل ، په دي وخت کې یې ډیر کتابونه ولیکل ، همدا شان دلته په تدریس و تداوي او
لیکنه مشغول شو.
یوه ورځ ابن سینا خبر شو چې سلطان محمود غزنوي د
خوارزم حکومت ته لیک استولی چې ټول پوهان
او علماء باید غزني ته را واستوي ، په دي
سره نور علماء غزني ته ولاړل خو ابن
سینا قبول نه کړ ،او له دي ځایه له خپل
ملګري سهیل مسیحې سره وتښتید ، سلطان
محمود د هغه له دې کاره ډیر په قهر شو د هغه د نیولو لپاره یې د هغه ګڼ تصویرونه
خپاره او د نیولو امر یې د سوغاتونو په
اعلانولو وکړ .
ابن سینا لومړی د خپلې مور
د لیدو لپاره خراسان او د بخارا ښار ته ولاړ ، خو د دولت مامورین د هغه په
راګرځیدو خبر شول او هغه بیا مجبور شو چې وتښتی ، دا ځل یې تصمیم ونیو چې د خپل
ملګری سره اوسني ایران کې سلطان قابوس بن
وشمګیر ته ورشی ، ، په لاره کې یې ملګری هم
مړ شو، او هغه له ډیرو سختیو رورسته
ګرګان ته ورسید ، کله چې هلته ورسید خبر شو چې قابوس وژل شوی ، خو بیا هم
کله چې ښار ته ننوت د هغه د لور( زرین ګیس
)له لوری چې هغه هم یوه عالمه او فاضله ښځه وه ورته ښه راغلاست ووایه .
ابن سینا ګرګان (ایران) ته ورسید او د ابومحمد شیرازی سره دیره شو ،په همدې وخت
کې د یوه بل عالم ابو عبید الله جوزجاني سره اشنا شو او د عمر تر پایه یې هغه شاګرد او ورسره ملګری ؤ ، په همدي ځای کې
هغه جوزجاني ته ځینې مطالب ویل او هغه به لیکل ، په دي لړ کې یې د (زړه د ناروغیو
دواء) تر نوم لاندي رساله ولیکله ، او هغه ته د طب په برخه کې د یوه لوی کتاب دلیکلو فکر پیدا شو ، نو یې د طب په برخه کې د
(القانون) په نوم کتاب لیکنه پیل کړه ،
وروسته د( ری )ښار ته د آل بویه د پادشاه د زوی د تداوی لپاره ولاړ ، هلته د یوه روغتون
ریاست وروسپارل شو ، ورپسې د شمس الدوله په خدمت کې شامل شو د هغه خاص
ډاکتر شو او وروسته یې د وزارت په پوست وګماره ، هغه ډیر کالونه په همدان کې تیر
کړل ، او همدلته یې د قانون کتاب تکمیل کړ
او ګڼ شمیر نور کتابونه یې هم ولیکل ، د وزارت په څلورم کال یې پاچا ته
د عسکرو د ځیرې د کمولو یو قانون ولیکه چې
عسکرو ددې قانون په اساس شورش وکړ
، شمس الدوله هغه یوه بل ځای ته واستاوه او د عسکرو د آرامولو لپاره یې د هغه
قانون وسیځه ، ابن سینا په همدي تبعید کې
خپل مشهور کتاب (شفا) په فلسفه کې ولیکه ، چې د ارسطو د کتاب مثبت ټکې پکښې راټول
کړي ؤ ،بیا بیرته د وزارت چوکې ته ورغی ، په همدي وخت کې یې د ابورحیان البیروني
یو لیک تر لاسه کړ ، چې لس سوالونه و چې د دي په ځواب کې یې د الاجوبه په نوم کتاب
ولیکه
وروسته له ځینو نورو
سیاسي پیښو او سفرونو سره مخ شو ، په آخر کې یې یوکتاب د شرقی فلسفی په نوم ولیکه چې د الله تعالی د وجود اثبات یې
پکښې ثابت کړی ؤ ، دا کتاب د یوه وصیت نامی شکل درلود ، خو څه موده وروسته نوموړي ناروغ شو ، او ناروغی یې ډیره شوه تر دي چې په (۴۲۸) هجری کال په همدان کې وفات
شو ..
هغه ماته نه مننونکی شخص ؤ د هر چا سره به چې په مباحثه کې پاته راغی نو د
هغه علم په لور به یې مخه کړه ، تر هغه به نه تری را ګرځیده تر څو به یې پکښې پوره
علم نه ؤ حاصل کړی ، یوه ورځ یې د
(ابومنصور الجبایی) سره د عربی ژبی په قوانینوکې مباحثه وکړه تر دي وروسته یې په
دي علم کې پوره دری کاله مطالعه او پلټنه وکړه تر دي چې په ژبه کې لوړ مهارت ته
ورسید ، او په عربی ادب کې یې دری داسي قصیدې ولیکلي چې ناآشنا عربی قوانین او
لغتونه یې پکښې کارولی ؤ .
د المرصاد( تلسکوف ) او دوربینونو په علم یې پوره اته کاله مطالعه او څیړنه وکړه ،
تر دي چې د رصاد په علم کې یې د الانصاف
په نوم کتاب ولیکه .
د طب په برخه کې هغه د
انسان د بدن اناتومي ولیکله د امراضو ډولونه او دواګانې یې ورته ولیکلي د طب په
ډګر کې هغه اکتشافات وکول چې تر نن پوري پري د نړي طبي پوهان او علماء روان دي او د هغه په پله
پلونه ږدي ، د وینی دوران ، د وینې سره او سپین کرویات .. او ډیر داسی څیړني یې
لیکلي چې دلته یې شرحه کول ممکن ندي .
هغه شاګرد ابو عبید جوزجانی وایی:
: این بود آنچه
استادم از سرگذشت خود برایم حکایت کرد. چون من به خدمت او
پیوستم تا پایان حیات با او بودم. بسیار چیزها از او فرا گرفتم و بسیاری از
کتابهای او را تحریر کردم استادم پس از مدتی به ری رفت و به خدمت مجدالدوله از
فرمانروایان دیلمی درآمد و وی را که به بیماری سودا دچار شده بود درمان کرد و از
آنجا به قزوین و از قزوین به همدان رفت و مدتی دراز در این شهر ماند و در همین شهر
بود که استادم به وزارت شمسالدوله دیلمی فرمانروای همدان رسید. در همین اوقات
استادم کتاب قانون را نوشت و تالیف کتاب عظیم شفا را به خواهش من آغاز کرد. چون
شمس الدوله از جهان رفت و پسرش جانشین وی گردید استاد وزارت او را نپذیرفت و چندی
بعد به او اتهام بستند که با فرمانروای اصفهان مکاتبه دارد و به همین دلیل به
زندان گرفتار آمد ۴ ماه در زندان بسر
برد و در زندان ۳ کتاب به رشته تحریر
درآورد. پس از رهایی از زندان مدتی در همدان بود تا با جامه درویشان پنهانی از
همدان بیرون رفت و به سوی اصفهان رهسپار گردید. من و برادرش و دو تن دیگر با وی
همراه بودیم. پس از آنکه سختیهای بسیار کشیدیم به اصفهان در آمدیم. علاءالدوله
فرمانروای اصفهان استادم را به گرمی پذیرفت و مقدم او را بسیار گرامی داشت و در
سفر و حضر و به هنگام جنگ و صلح استاد را همراه و همنشین خود ساخت. استاد در این
شهر کتاب شفاء را تکمیل کرد و به سال ۴۲۸ در سفری
که به همراهی علاءالدوله به همدان میرفت، بیمار شد و در آن شهر در گذشت و به خاک
سپرده شد.او با روشهای متفکرانه بیماران را درمان می کرد
د ابن سینا لیکنې:
دا چې هغه مهال د لیکني
او علم ژبه عربی ژبه وه ، نو نوموړي زیاتره علمي لیکني په عربي ژبه لیکلي دی ، چې
وروسته دا لیکنې نورو ژبو ته هم ژباړل شویدي ، له نوموړي لسګونه کتابونه پاته دي و
چې شمیر یي د هغه د لیکنو په فهرست کې راغلی ، په دي فهرست کې (۱۳۱) حقیقی د هغه
کتابونه راغلی او (۱۱۱) نور هغه ته منسوب کتابونه راغلی دي د هغه له لیکنو څخه ځینې دادي:
كتاب المجموع په یوه جلد کې، كتاب الحاصل و المحصول په شل جلده کې ، كتاب البرّ و
الاثم، په دوو جلدونو کې، كتاب الشفاء، په (۱۸) جلده کې، كتاب القانون په طب کې په (۱۸) جلده کې ، كتاب الارصاد الكلیه، په یوه جلد کې، كتاب الانصاف،
په شل جلده کې ، كتاب النجاه، په دری جلده کې ، كتاب الهدایه،
په یوه جلد کې ، كتاب الاشارات،په یوه جلد کې، كتاب المختصر الاوسط، په یوه جلد کې، كتاب العلائى، په یوه جلد کې، كتاب القولنج په یوه جلد کې، كتاب لسان العرب د ژبي په برخه کې په (۱۰) جلده کې ، كتاب الادویة القلبیه،په یوه جلد کې ، كتاب الموجز، په یوه جلد کې، كتاب بعض الحكمة المشرقیه په یوه جلد کې ، كتاب
بیان ذوات الجهه، په یوه جلد کې، كتاب المعاد، په یوه جلد کې، كتاب المبدأ
و المعاد، په یوه جلد کې .
همدا شان د هغه رسالی :
رسالة القضاء و القدر، رسالة فى الآلة الرصدیه،
رسالة عرض قاطیغوریاس، رسالة المنطق بالشعر، قصائد فى العظة و الحكمه، رسالة فى
نعوت المواضع الجدلیه، رسالة فى اختصار اقلیدس، رسالة فى مختصر النبض په فارسی ژبه، رسالة فى الحدود، رسالة فى الاجرام السماویة،
كتاب الاشاره فى علم المنطق، كتاب اقسام الحكمه، كتاب النهایه، كتاب عهد چې ځان ته یې لیکلی دی ، كتاب حىّ بن
یقطان، كتاب فى انّ ابعاد الجسم ذاتیة له، كتاب خطب، كتاب عیون الحكمه، كتاب په دي چې روا نده چې یو شي دي جوهری او عرضی وي ، كتاب په دي کې چې د زید علم د عمر علم نشی کیدای ، رسائل اخوانیه
و سلطانیه او نور هغه رسایل چې د
هغه او نورو علماؤ تر منځ تبادله شویدی
د هغه ځینې کتابونه د
مسلک په توپیر سره :
فلسفه• شفا
• نجات • الاشارات والتنبیهات • حی بن یقظان
ریاضیات• زاویه
• اقلیدس • الارتماطیقی • علم هیئت • المجسطی
• جامع البدایع
طبعیت • ابطال
احکام النجوم • الاجرام العلویة واسباب البرق والرعد • فضا
• النبات والحیوان
طب • قانون
• الادویة القلبیه • دفع المضار الکلیه عن الابدان الانسانیه
• قولنج • سیاسة البدن وفضائل الشراب • تشریح الاعضا
• الفصد
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر