پیاوړی مؤرخ او عالم عبدالرحمن بن خلدون
ژباړه او راټولونه : محمدشفیق صادق
د ابن خلدون او د هغه له کتاب (المقدمې )سره د تعلیم او
تحصیل له مهاله آشنا وم ، بیا به مې ډیر
ځله په کتابتون کې د ابن خلدون د المقدمې کتاب را واخیست پانې به مې واړولې را واړولې ، خو د پیچلو جملو او فلسفی ویناوو له
امله به مې بیرته به خپل ځای کیښود ، د
مطالعې شوق مې هم ورسره نه ؤ او نه مې
ورته ډیره اړتیا پیدا کیده ، خدای شته د فلسفی کتابونو او ویناؤ سره مې مینه او
علاقه هم نه وه ، خو کله مې چې اوس د پوهنتونو په درسي کتابونو کې د یوناني فلاسفه ؤ د نظریاتو باران ولید چې ټول
کتابونه یې تر خپل چتر لاندې راوستي ، په داسې ډول چې ته به وایی په دنیا نه بل
فیلسوف او عالم تیر سوی او نه دانشمند ، ورسره
وینم چې د ابن خلدون غوندي عالم نوم هم کله ناکله په حاشو کې لیدل کیږي ، نو مې د ابن خلدون او نور اسلامی علماؤ کړنو
او لیکنو ته تلوسه ډیره شوه او پلټنه مې
پیل کړه ، خو چې اوس ګورم
ابن خلدون ندی یو لوی بحر دی چې څپانده موجونه لری ،لوړي لری ژورې لری ، او
داسې عالم دی چې دنیا ورته حیرانه ده .... نو زه یې دې ته اړ کړم چې د هغه په اړه
یو څه ولیکم تر څو د استاذانو او پوهانو
ورته را پام کړم ، ای کاشکي چې زما اوس دومره وخت وای چې یوازی المقدمه مې ښه
لوستلې وای ، او یا مې دومره توان وای چې پښتو ته مې ژباړلې وای !!! خو دا ټول اوس
را څخه پاته دی ، کاشکې یو ځوان پیدا شي ، پښتو ژبې او په ټول کې علم ته د خدمت
مټې را ونغاړي او دا المقدمه وژباړي ....
عبد الرحمن بن
محمد بن خلدون الحضرمي په (۱۳۳۲ )میلادي کال چې د (۷۳۳)
هجری سره برابر دی په تونس هیواد
کې زږیدلی او په (۱۴۰۶) میلادي
کال چې د (۸۰۸) هجری سره برابر دی په مصر کې وفات شویدی
نوموړی په یوه علمي کورني
کې زږیدلی ، په ماشومتوب کې یې لومړنی زده
کړې له خپل پلار څخه تر لاسه کړي او
قرآنکریم یې حفظ کړ وروسته د تونس
له علماؤ یې قرانکریم ، فقه ، تفسیر ، حدیث ، علم رجال، تاریخ، شعر پوهنه ، فلسفه او منطق تر لاسه کړل، هغه
مسلمان سیاست مدار ، ټولنپوه ،
انسان شناس ،تاریخ لیکونکي ، فقیه ، او فیلسوف
ؤ .نیکونو یې ، په تونس او اندلس کې په حکومتي او منصبونو کې کار کړی ؤ ، د علم خاوندان او د
عزت کورنی وه ، د اوومې هجری پیړي په نیمایی کې یې کورنی له اندلس څخه په زور وایستل
شوه او تونس ته را کډه شول ، نوموړي د خپل نسب په لړی کې لیکلی چې د (وایل بن حجر
صحابی )له نسل څخه دی او نوموړی د یمن اوسیدونکی ؤ ، نوموړی زیات وخت په تونس ،
المغرب او الجزایر کې تیر کړی ، د څو امیرانو په دربارونو کې یې په تونس او اندلس
(اسپانیا) کې سیاسي کار کاوه ، د تحصیل د ترلاسه کولو لپاره تونس ، مراکش ، الجزایر
او شمالی افریقا علمي مرکزونو
ته یې سفرونه درلودل،
په (۷۶۴) هجری کال اندلس (اسپانیا) ته ولاړ هلته یې په غرناطه (گرانادا) کې د پنځم سلطان محمد سره ولیدل او له
دوه کاله وروسته شمالي افریقا ته راستون شو ، چې هر هیواد ته به تله د هغه هیواد د خلکو ، عاداتو، تاریخ او
کړنو په هکله به یې څیړنه کوله ، ، ځینې
وایی چې په الجزایر کې یې د امیر سره مناسبات خراب او هلته څلور کاله زنداني شو ،
خو ځینې نور وایی نوموړي د ژوند دا مرحله
د ډیرو ناخوالو او خفګانونو له امله په
اعتزال او ګوښه توب کې تیره کړه ، په دي مرحله کې یې پلار وفات شو ، او ډیر نور شیوخ یې دهغه طاعون مرض له امله چې د نوموړی په ژوند کې په (۷۴۹) کال
کې په لر او بر کې خپور ؤ وفات شول . نوموړی څلور کلونه له خلکو بیل او ګوښې د خپل کتاب لیکلو ته وقف کړل او هلته یې
په (۴۲) کلنی کې د خپل تاریخي
مشهور کتاب( العبر و دیوان المبتدا و الخبر فى ایام العرب و العجم و البربر و من عاصرهم من
ذوى السلطان الاکبر) په لیکنو پیل وکړ ، د خپل کتاب د (المقدمي) لومړی
برخه یي د الجزایر د (أولاد سلامه )په کلا
کې ولیکله ، چې همدا مقدمه ددې کتاب چې په
(مقدمه ابن خلدون) سره مسما ده نوموړی ته
په نړیواله کچه شهرت ورکړ،وروسته یې د
تاریخ د کتاب لیکنې ته مخه کړه ، چې
نوموړی ته یې لوی شهرت ور کړ .
دا کتاب په ایران کې
د محمد پروین گنابادى په لاس فارسی ته ژباړل شوي خو تر
اوسه یې په پښتو کوم درک نشته. همدا شان لسګونو نورو ژبو ته هم ژباړل شوی .
ابن خلدون له زندان او یا ګوښه توب وروسته تونس ته ولاړ ،نوموړي په تونس کې
د (الزیتونه ) په پوهنتون ، په المغرب کې د (القرویین) په پوهنتون کې تدریس
وکړ، له هغه ځایه د کښتی په واسطه په
(۷۸۴) هجری کال مصر ته ولاړ ، هلته د مصر د هغه مهال د واکمن الملک الظاهر سیف الدین له خوا چې د ممالیکو له واکمنانو څخه ؤ د ازهر د پوهنتون د استاذ په صفت مقرر شو ،
د ژوند په وروستیو کې په مصر کې د ښه
فقاهت او علمی لوړوالی له امله د قضاوت په
دنده ور په غاړه شوه ، هغه په مصر کې له څه مهال وروسته د حج په
موخه مکې شریفی ته ولاړ ، له هغه ځایه شام ته ولاړ ، ویل کیږې چې په دې سفر کې یې په دمشق کې
له امیر تیمور ګورګانی ( تیمور لنګ) سره ولیدل او د هغه د توجه وړ وګرځيد ،
خو بیرته قاهری ته ستون شو ، پاته ټول عمر یې هلته په قاهره کې پای ته ورساوه ، تر
دي چې همغلته د ۷۶ کلونو په عمر د رمضان د
میاشتې په وروستیو کې په (۸۰۸) هجری قمری کال
وفات شو او د مصر په باب النصره کې خاورو ته وسپارل شو.
.. ابن خلدون یو له هغو علماؤ څخه
دی چې اسلامی تمدن پری ویاړي ، هغه د ټولنپوهنې لومړی مؤسس او هغه څوک ؤ چې
ټولنپوهنه یې په اوسني بنسټ برابره کړه ، هغه په دې برخه کې نادر او حیرانونکي نظریات لری چې له ډلې څخه یې د (عمران(مدنیت) د قوانینونظریات ، د عصبیت(ټولینز تړون ) نظریي ، او )د دولت د جوړولو د اصولو ، پرمختګونو او د سقوط د عواملو نظریات )
یادولای شو . چې په خپلو لیکنو کې یې څرګند کړیدی ..نوموړی په دې برخه کې د
نورو لویدیځوالو پوهانو لکه فرانسوی عالم
(اوجست کونت) څخه څو پیړئ مخکې ؤ ،مؤرخینو د نوموړي له ډیرو لیکنو لکه : تاریخ ،
حساب ، منطق ، ټولنپوهنه ..سیاست یادونه
کړیده ، خو تر ټولو مشهور کتاب یې د تاریخ په برخه کې د (العبر وديوان
المبتدأ والخبر في أيام العرب والعجم والبربر ومن عاصرهم من ذوي السلطان الأكبر) کتاب دی ، نوموړی کتاب په (۷)
ټوکه کې لیکل شوي چې لومړی ټوک یې مقدمه
ده ،چې اوس په (مقدمه ابن خلدون) سره شهرت
لری ..په دي مقدمه کې نوموړي په ډیرو موضوعاتو څیړنه کړیده له هغي جملې څخه د جغرافیی په برخه کې د نوموړی نظریات ، د
عمران یا (مدنیت)په هکله ، د فلک او کائناتو په هکله ، د انساني ټولني د حالاتو ،
د انسانانو د طبیعت ، ددوی د بیلتون او جدایی نښې او لاملونه او داسي نور... دی
د نوموړی ددي لیکنې (المقدمی) په هکله لویدیځ والو پوهانو ډیر څه لیکلی دی چې د ځینو یادونه به وکړم :
د نوموړی ددي لیکنې (المقدمی) په هکله لویدیځ والو پوهانو ډیر څه لیکلی دی چې د ځینو یادونه به وکړم :
آرنولد توینبی،
آمریکایى معاصر مؤرخ لیکی :
ابن خلدون چې د تاریخ د فلسفی د درک او ابداع په برخه کې کومه لیکنه (مقدمه
) او ابتکار کړی پرته له شکه په مختفلو
عصرونو کې انسانی فکر نه دی ورته رسیدلی.
جورج مارسیز لیکي : د ابن خلدون
لیکنه د انساني فکر یو له ډیرو مهمو لاسته رواړنو څخه ده .
ایف کولاست وایی: ابن خلدون موږ ته تاریخ د یوه علم په صفت را وپيژنده ، او
دا یو ښکلی عنصر دی چې په دي سره موږ کولای شو ووایو چې دا یوه عربي معجزه وه .
مکسیم ګورکې روسی مفکر خپل یوه ملګری اوچین ته په ۲۱ د سپتمبر ۱۹۱۲
کال په یوه لیک کې لیکلی : په دي باید پوه
شو چې ابن خلدون په (۱۴) میلادي پیړي کې د لومړي ځل لپاره د اقتصادي عواملو د
اهمیت او د تولید سره یې علاقه کشف کړیده ، او دا یو حقیقی او هڅونکي خبر دی ، چې
زموږ ملګری ( لینن) ورته خاصه توجه وکوله .
روجية ګارودي یو عالم وایی :هغه چې د ټولنو د
جوړښت او نوښتونو په څیړنه پورې اړه لری ، نو څومره چې په دې برخه کې پرمختګونه
کیږي ، ددې پرمختګونو نښې د ابن خلدون په مخ کې لیدل کیږي . هغه عالم ، هنرمند ، د
جګړې سړی ، فقیه ، او فیلسوف چې له څورلسمي میلادي پیړي یې زموږ تړلی پرمختګ ته په نړیوال نبوغ سره حرکت ورکړ ...
یو اروپایی
د ټولنپوهني یو عالم لودویچ ګمبلویچ (۱۸۳۸-۱۹۰۹) پورې یې ژوند کړي وایی:له
اوجیست کونت څخه مخکې یو عادل عربی راغلی ، بلکه له فیکو څخه هم د مخه چې
ایطالویان یې د یې د ټولنپوهني لومړی عالم ګڼې ، د ټولنې ظاهری حالت یې په متوازن ډول سره څیړلی ، او په
دې برخه کې یې ډیر ژور نظریات لیکلی چې دې لیکنو ته نن ورځ ټولنپوهنه وایی.
یو انګلیسی مؤرخ
روبرت فلینت وایی: لکه چې موږ ابن خلدون ته د یوه تاریخ لیکونکي په توګه ګورو ، نو ویلای شو چې کیدای شي تر نوموړي نور لوړ
تاریخ لیکونکي خپله د عربو څخه هم وي و خو کله چې د هغه تاریخي بنسټیزو نظریاتو ته ګورو نو په زغرده ویلای شو
چې تر ده به پورته څوک په هيڅ وخت او هیڅ ځای کې نه وي تیر شوي .
ایطالوی عالم استفانو کولوزیو وایی: په ټولو
پیړیو کې د روان شناسی د علماؤ او اثباتی
فلسفی د نورو فلاسفه ؤ څخه مخکې به د حتمیت د مبدأ د تصور افتخار ابن خلدون ته
ورګرځې .هغه عظیم الشانه عربی مفکر چې د ټولنیزعدالت او سیاسي اقتصاد اساسات
یې له کونسید ران ، مارکس ،او باکونین څخه
پنځه پیړی د مخه کشف کړل
زه به د همدې مقدمي د ځینو برخو څخه په لنډه توګه یادونه وکړم ، البته دا
به د مقدمي لنډیز نه ، بلکه د ځینو موضوعاتو یادونه وي :
ابن خلدون او جغرافیه
ابن خلدون د خپل کتاب (المقدمي ) د لومړی فصل په دوهم باب کې د نړی او ځمکې په هکله څرګندونې لری ، هغه د ځمکې له کري پیل کوی او وایی چې ځمکه کروي شکل
لری ، هغه د هغو خلکو نظر ردوي چې په دي عقیده دي چې اوبه د ځمکې په تل کې دي ،
هغه وایی اوبه د ځمکې په مخ پرتې دی او وایی چې د ځمکې تل د کرې مرکز دی او همدا مرکز د ځمکې ثقل جوړوي چې هر څه ورته
را جزبوي ..
هغه د ځمکې کره
په څو برخو ویشي او تر ټولو وسطه برخه یې
د استواء کرښه بولې ، نوري برخې یې د اوسنې جدی او سرطان د کرښو په اساس بیلوی
همدا راز دواړه قطبونه هم ټاکي ، همدا شان د ځمکې کره په (۳۶۰) درجو باندي ویشي او
هره درجه بیا خپله اندازه لری ..
ددي تر څنګ د ځمکې مخ په اوو برخو ویشي او هري برخې ته
خپل نوم ورکوي ، نوموړی دا برخې د اوسني افریقا ختیځې ، مرکزی او لویدیځې ، د مدیترانی سمندر څنډې ، د اطلس بحر غاړې ،
اروپا ، په ځانګرو بحثونو کې تشریح کوي
همدا راز منځنی خیتځ ، خراسان او منځنی اسیا او چین ، هند او روسیه ، په
بیلو مبحثونو کې څیړي ، د هند سمندر ، فارس خلیج ، مدیترانی ، اطلس سمندر ، په
برخه کې ښه تشریح ورکوی\
ددې تر څنګ د لویو سیندونو سرچینې او د اوبو مسیرونه
ټاکې ، هغه تر ټولو په دي برخه کې د نیل ، فرات ، دجلې . جیحون (آمو) سیحون د
سرچینو او پای ته رسیدلو په برخه کې خپل تحلیل لری ..
ورپسې د ځمکې د انسانانو د رنګونو برخه پیل کوی ، د هری
سیمي د خلکو رنګ ، ژبه او نژاد تشریح
کوي .
همدا شان غرونه او بیدیاوي هم د هغه په څیړنه کې نه پاته
کیږي
سره
ددې چې هغه مهال نه څوک قطبینو ته تللی ؤ او نه یې د اوس غوندي له هوا څخه
تصویرونه اخیستل شوی ؤ ، خو ابن خلدون د کروي درجاتو له نظره نظر ورکوي چې هلته د
لمر وړانګې په مایل ډول لګیږي ، ورځ او شپه تر نورو سیمو لویه وي ، همدا شان وایی
چې د هغو سیمو هوا ډیره یخه او کنګل ده
ددې برعکس بیا د استواء د خط سیمه ډیره ګرمه او توده ګڼې ځکه د لمر وړانګې
یې مستقیمي لګیږي ..خلاصه دا چې شپږ پیړي مخکې ابن خلدون په هغه څه کې څیړنه کوي چې په اروپا کې په همدي مهال او د هغه له وفات وروسته ګالیله یوازي د ځمکې د حرکت د نظریی په جرم محاکمه او په اعدام محکوم کیږي ..
هغه په دي لیکنه کې په یوه بل کتاب ( نهضة المشتاق) د
ادریسي په لیکنه حواله ورکوي ، او ادریسي دجغرافیی د علم یو عالم ؤ چې په دي برخه
کې یې ډیر څه لیکلی ، دا کتاب هم د جغرافیی په علم کې لیکل شوی چې له نوموړي څخه
ډیر مخکې ؤ .
د تاریخ علم
دا ښکاره خبره ده چې د ابن خلدون په شخصیت کې دوه مهمو عناصرو وجود درلود
چې له نوموړی څخه یې ریښتنی مؤرخ جوړ کړ ،
چې هغه د څیړنې نظري او عملي
اړخونه ؤ
ځکه نوموړی د تاریخ پیښې او حادثی
د نورو تاریخ لیکونکو غوندې یوازې ظاهری
ندی څیړلې بلکه د پیښو او وقایعو په
څیرنه کې د پیښو منځ ته ننوتی ، هغه د
خپلو سفرونو او عملی ژوند په لړ کې چې (۵۰) کاله یې ونیول ، له اندلس څخه تر شام
پورې د خلکو او حکومتونو حالات له نیژدي وڅیړل،
په دې لړ کې دي نتیجې ته ورسید ، اوڅرګنده یې کړه چې
تاریخي پیښې په تصادفی ډول او د یوې نا
څرګندې قوې په واسطه نه رامنځ ته کیږي . بلکه دا دې انساني ټولنو په منځ کې ځنې
موجود عوامل دي چې تاریخې پیښې رامنځ ته کوي ..له همدې امله یې د خپلو تاریخې
څیړنو په بهیر کې د تاریخ باطنی اساسي څیړنه پیل کړه ، سره ددې چې تاریخ (که څه هم په ښکاره د
هیوادونو د خلکوله ظاهري پیښو پرته نور څه ندي ، خو په باطن کې د پیښو دقیقه مطالعه ده ، د
لاملونو ژوره پلټنه ده او د اسبابو او پیښو تر منځ تړاو ورکول دي ، له همدې
امله نوموړی په دې کار سره د تاریخ د څیړنې لپاره د باطنی حرکت د منهج اساس کیښود اوهره څیړنه یې د بشری ژوند او حرکت د پیښو سره وتړله او دا
د تاریخ د علم ریښتینې بڼه ده ... هغه وایی : د تاریخي پیښو د حق او باطل د
معلومولو لپاره تر ټولو ښه لاره داده چې د هغي ټولني تمدنی او ظاهری حالت ته وکتل
شي ، د هغې ټولنې خصوصیات ، او ځانګړني
مطالعه کړل شي چې څه ډول یې تغیر او بدلون موندلی نو بیا کولای شو د پیښو
په اړوند د مشاهدی له مخې سمه پریکړه وکړو .
ټولنپوهنه :
ابن خلدون د ټولنپوهني او بشری تمدن د علم بنسټ ایښودونکی ګنل کیږي هغه په
خپل کتاب (المقدمه ) کې دي برخې ته خاصه پاملرنه کړي او ځانګړی باب یې ورکړي ، هغه
لیکي :( دا ددي لومړي کتاب د تألیف
غرض دی ، دا په خپل ځای کې یو ځانګړی علم دی ، چې موضوع یې بشری تمدن ، هستوګنه او ټولنه ده ) په څیړنه کې د ټولنې پرله پسې پیښې ، تغیرات او ځانګړنی په ډاګه شویدي ، او
همدا د ټولو علومو حال دی که هغه وضعي علوم دی او که عقلی ، په دي هم باید پوه شو
چې په دی برخه کې څرګندونی به نو ایجاده
وی ، خلکو ته به نا اشنا او عجیبه ښکاری
،(ځکه تر ده مخکې چا په دې اړوند لیکنه نه وه کړې) زه به په همدي برخه کې څیړنه
کوم او د مسئلو منځ ته به ورځم ، دا به داسې وی لکه چې زه یو نوی علم رامنځ ته کوم
او دا هم باور ولری چې په دي برخه کې می له هیچا هم اخذ ندی کړی ).
په حقیقت کې ابن خلدون د تاریخ منهجي او علمي څیړنې دې ته اړ کړ چې د ټولنپوهني علم رامنځ ته کړي او دا علم دا راښيی چې ټولې ټولنیزې پیښې او پدیدې یو له بل سره تړلې دي ، د هری پیښې او پدیدې خپل خپل اسباب دی ، او دا اسباب بیا د را وروسته پیښو او پدیدو لپاره هم سبب کیدای شي ،له همدې امله هغه ټولو پدیدو ته که هغه سیاسي وي که جغرافیایی که ټولنیزی ، اقتصادی ، او فرهنګې ..د بشری عمران (بشری مدنیت ) په مفهوم کتل ..په دې اړوند هغه وایی:(دا لیکنه د انساني ټولني تصویر او پوهاوي دی چې هغې ته بیا د نړی ودانول او مدنیت ویل کیږي او هغه څه پکښې دی چې د دې مدنیت طبیعي غوښتنه ده لکه غرڅنتوب او کورنتوب، ټولنیزتړونونه او ځواکمني او د بشریت یو په بل غلبی او سلطې ، او هغه څه چې ددې مدنیت څخه تر لاسه کیږي لکه علومواو صنایعو ته لاس رسي او نور داسي څه چې په طبعی ډول ددې عمران او مدنیت څخه رامنځ ته کیږي ..).
په حقیقت کې ابن خلدون د تاریخ منهجي او علمي څیړنې دې ته اړ کړ چې د ټولنپوهني علم رامنځ ته کړي او دا علم دا راښيی چې ټولې ټولنیزې پیښې او پدیدې یو له بل سره تړلې دي ، د هری پیښې او پدیدې خپل خپل اسباب دی ، او دا اسباب بیا د را وروسته پیښو او پدیدو لپاره هم سبب کیدای شي ،له همدې امله هغه ټولو پدیدو ته که هغه سیاسي وي که جغرافیایی که ټولنیزی ، اقتصادی ، او فرهنګې ..د بشری عمران (بشری مدنیت ) په مفهوم کتل ..په دې اړوند هغه وایی:(دا لیکنه د انساني ټولني تصویر او پوهاوي دی چې هغې ته بیا د نړی ودانول او مدنیت ویل کیږي او هغه څه پکښې دی چې د دې مدنیت طبیعي غوښتنه ده لکه غرڅنتوب او کورنتوب، ټولنیزتړونونه او ځواکمني او د بشریت یو په بل غلبی او سلطې ، او هغه څه چې ددې مدنیت څخه تر لاسه کیږي لکه علومواو صنایعو ته لاس رسي او نور داسي څه چې په طبعی ډول ددې عمران او مدنیت څخه رامنځ ته کیږي ..).
نوموړی د داروین نظریه هم په سطحي ډول څیړلې بیا د همدې پیښو او پدیدو څیړنه په تفصیل سره د اسبابو او نتایجو سره تر سره کوي ،
هغه د څیړنې په ترڅ کې دا هم وایی چې انسان په تنهایی له خپلو همجنسو پرته نشي کولای چې یوازی ژوند وکړي وایی( انسانی
ټولنه یو ضرورت دی ، انسان په طبیعیت کې مدنی طبع دی ، یعنې پرته له هغې ټولنی
ژوند نشې کولای چې موږ ورته ښار او مدنیت
وایو او همدا د مدنیت او ښاریتوب معنی ده).
هغه په بشری ټولنه د چاپیریال په اغیزو هم خبری کوي او دا په ګوته
کوي چې چاپیریال د ټولنو په وده ، پرمختګ او نورو اړخونو مستقیمې اغیزی لری ...
. ورپسې د مقدمي د کتاب دریم فصل د
هیوادونو سیاسي چارو ته ځانګړی کوي هغه د هیوادونو پاچاهی ، خلافت ، د حکومتونو
چاری ، مرتبې ، اسباب او عوامل ، ددې حکومتونو د عروج او سقوط عوامل ، تر څیړنې
لاندې نیسې ، هغه د حکومتونو د ټینګښت او پیاوړتیا لوی لامل په عصبیت (ټولنیز
تړون) کې وینې ، او د عصبیت کلمه د هغه په لیکنه کې دیره بارزه او ښکاره ده ، تر
دي چې ځینو لیکونکو خو دا کلمه تر هغه پورې ځانګړې کړې ځکه ابن خلدون دې کلمې ته دومره اهمیت ورکړی چې ټولې مهمې
پیښې او بنسټیز تغیرات چې په بدوی او یا
ښاري ژوند باندې اغیزی لری تر همدي عصبیت
پوری تړلی ګڼې ، همدا یې د هیوادونو او مملکتونو د ژوند د اساسي محور بیرغ ګڼلی ،
او دا خبره یې ښه په زور او زر څیړلې چې عصبیت له پیدایښت څخه د بشریت یو فطری خاصیت دی ، د
هغه په آند انسانیت د نسبي تولد او قرابت
له مخې پیل شوی او دهغه قوت او ضعف هم د هغه تر نسبي قوت او ضعف پوري تړلی .. نوموړی همدا سلسله پرمخ
بیایی د هغه په وینا کورنی ، قبیلې ، قبایلي تړونونه په دي برخه
کې رغنده رول لری او بیا دا موضوع بیرته
تر ښاری توب او مدنیت پوري تړي ... مدنیتونه هم په همدی محور پرتله کوي او د هر
یوه د قوت او ضعف عوامل له همدی عصبیت سره تړي...
بیا خبره له دي کوچنی دایري را وباسی او وایی چې د نسب د قوت درجه د قبیلې سره د ولاء په اساس پیاوړې کیږي ، چې دې ته قبیلوي قوت وایی ، له
همدې نظره ولاء او تړون
د هر یو لپاره د بل په وړاندې پیاوړتیا او قوت جوړوي دا د نسبی تړاو ګټه ده ، هغه وایی : خو کله چې
نسب مجهول وي او خلک نه پري پوهیږي ، نو تولنیز قوت او تړون هم له منځه ځې او
کمزوری کیږي یعنې کله چې نسب واضح نه وي نو عصبیت هم کار نه ورکوي ، خو په بدوي
مدنیت کې نسب ورکیدای نشي ، ځکه د بیدیا ستونځمن ژوند قبایل دې ته اړباسي تر څو
غرڅنی او له نورو لیري ژوند غوره کړي او داسې چې نور ملتونه نه غواړي ددوی سره ددوی د سخت ژوند له امله ګډ او شریک ژوند وکړي له همدې امله بدوي او صحرایی قبایل د خپلو
نسبونو په حفاظت او بیا په عصبیت (قومي
قوت)ډیر ټینګار کوي خو کله چې ژوند تغیر ومومي ، او د ښارونو په پیوستون سره د
ژوند سهولتونو ته مخه کړي ، نو ددي خلکو نسب به خامخا د زیاد اختلاط له امله له
منځه ځې او قبیلوي عصبیت (قومی ځواک) به
یې هم کمزوری کیږي ، بیا د ښاریانو سره اختلاط کوي او نسبونه خرابیږي په دي سره قبائلي او قومي
ځواک سره وپاشل شي ، او عصبیت هم پیکه شي
، او یوازي په صحرا او بیابانونو کې پاته شي ، په دي سره خلاصه لیکو چې
قومي قوت (عصبیت) په بیدیایی مدنیت کې راپورته او په ښاري مدنیت کې له منځه ځې .
کله چې ابن خلدون د عصبیت بنسټ ، وده او نمو ، او ضعف له موضوع خلاصیږي یوې بلې مهمي موضوع ته داخلیږي ،چې هغه (ریاست او حکمرانی ده ) چې د ښاري مدنیت څخه منځ ته راځي ، هغه په دې نظر دی چې د بدوي مدنیت په مرحله کې ، خپله د یوې قبیلې په منځ کې د کوچنیو پښو او خیلونو ترمنځ د مشرئ په سر سیالي پیل کیږي ، ( ځکه هره پښه او خیل ، سره ددې چې دوی به د یوه پلار اولاده هم وي په خپله عصبیت باندې ویاړي ، او هره پښه ځان تر نورو پیاوړي ګڼې ،او غواړي چې په نورو حکومت وکړي ) له همدي کبله ، د ریاست په سر ددي وړو پښو تر منځ سیالي پیل کیږي ، نو په طبعي ډول پیاوړي او قوي پښه او خیل به په نورو واکمن او ریاست به تر ګوتو کوي ، تر هغه چې بله قبیله یې له واکمنی لیری کړي ،او همدا د قبائیلی ریاست د واک او ځواک او مشرتوب لاره ده .
کله چې ابن خلدون د عصبیت بنسټ ، وده او نمو ، او ضعف له موضوع خلاصیږي یوې بلې مهمي موضوع ته داخلیږي ،چې هغه (ریاست او حکمرانی ده ) چې د ښاري مدنیت څخه منځ ته راځي ، هغه په دې نظر دی چې د بدوي مدنیت په مرحله کې ، خپله د یوې قبیلې په منځ کې د کوچنیو پښو او خیلونو ترمنځ د مشرئ په سر سیالي پیل کیږي ، ( ځکه هره پښه او خیل ، سره ددې چې دوی به د یوه پلار اولاده هم وي په خپله عصبیت باندې ویاړي ، او هره پښه ځان تر نورو پیاوړي ګڼې ،او غواړي چې په نورو حکومت وکړي ) له همدي کبله ، د ریاست په سر ددي وړو پښو تر منځ سیالي پیل کیږي ، نو په طبعي ډول پیاوړي او قوي پښه او خیل به په نورو واکمن او ریاست به تر ګوتو کوي ، تر هغه چې بله قبیله یې له واکمنی لیری کړي ،او همدا د قبائیلی ریاست د واک او ځواک او مشرتوب لاره ده .
ابن خلدون په دې نظر دی چې همدا
ریاست بیا تر څلورو نسلونو پوري دوام کوي چې یو یې بنسټ ایښودونکی ، دوهم یې
روانونکی ، دریم یې تقلیدکوونکی او څلورم یې ورانونکی ګڼی ،نوموړی ددی هری مرحلی
لپاره اسباب او لاملونه هم ذکر کوي ..په همدي سره د بیدیایی مدنیت خبره رانغاړی او
په یوه بله مرحله چې هغه ښاري مدنیت دی را پیلوی ابن خلدون دا مرحله هم د تیری
مرحلي په شان پیلوی او وایی چې ددي ټولو اساس همغه عصبیت دی چې په بدوي مدنیت کې
یې مهم رول ادا کړی ، په دې ښاري مدنیت کې هم همغه تګلاره ده ، تر دي چې ځینې
قومونه او ټولني د عصبیت په اساس د جګړو ډګر ته ننوزی او د کوچنیو ریاستونو په چپه
کولو لوی ملک ته ځان رسوي چې دي ته بیا پاچا او ملک وایی ، او دا د یوې پاچاهي او
ملک د جوړیدو لومړی مرحله ګڼې
همدې مرحلی ته په رسیدو سره کرار کرار ښاري مدنیت منځ ته راځي ، او نور
حکومت په دي لټه کی کیږي چې څه ډول په خلکو کې خپل ځواک پیاوړي او په ټولو (قومي جوړښتونو) ځان ومني ،
نو دلته د نسب په بنست اعتماد او تکیه نه کوی بلکه په نویو اخلاقي او ټولنیزو لاملونو ټینګار پیل شي ، چې ابن
خلدون یې د (الخلال) په نوم یادوي ، او بیا دا دولت د خپل هغه عصبیت په خلاف
ګامونه اخلی کوم چې نوموړی حکومت پری رامنځ ته شوي او ځان ته لوی عصبیت ټاکي ، او
ټول عصبیتونه په ځان کې راټولوي ، په دې
سره د حکومت قاعده پراختیا مومي ، او پاچا تر پخوا ډیر پیاوړی او قوی کیږي ، دا له دې امله چې پاچا ته د ډیرو خلکو او
پرګنو مالیات راځې ، او د ښاري مدنیت د رامنځ ته کیدو له امله د مختلفو صنعتونو په
رامنځ ته کیدو سره مالداره کیږي .
پاچا د خپل مملکت د پاوړتیا په موخه د عسکری قوت ایجاد ته اړ کیږي ، چې دا به د هغه قبیلوي ځواک په ځای
يو لوی له عصبیت څخه وتلی فوځ وي ، تر دي چې کیدای شي د همدي قومونو د ناولده خلکو
څخه هم تشکیل شي ، له بلي خوا د قبایلو مشرانو ته د پیسو او ځمکو په ورکړه سره د عوض په ډول د قبایلو مشرانو ته هغه سیاسي امتیاز ورکوي کوم چې پخوا یې له لاسه
وتلی ؤ ، په دي ډول سره په دې مرحله کې دا
نوی دولت د قوت لوړ پوړ ته رسیږي ، بیا دریمه مرحله د اسراف او ضیاع پیل کیږي ،
مالونه کرار کرار د زیات مصرف له امله ضایع کیږي
، ځینې په عیش او عشرت مصرفیږي ،
او ځینې بیا په فوځونو ، د حکومت په چارواکو او
هغومؤظفینو چې حکومت ورته اړتیا
لری ، نو په خلکو د زیاتو مالیاتو په لازمولو پیل کوي ، په دې سره زراعت شا تګ کوي
، تجارتی حرکتونه له کمزورتیا سره مخ کیږي ، صنعت کمیږي ، او بیکاری وده کوي ، او
دا پاچاهي د نهایت پیل ته داخلیږی ، یعني
د زوړتیا مرحله ، چې دا پاچاهي به خامخا له منځه ځې او بل پاچا به بیا په همدی
لاره روانیږي ...
ابن خلدون دې مرحلی ته پنځه
نورې مرحلي ټاکلی دی ( په زور سره
د واک ته رسیدني لومړی تحول ، په ممنانعو او مدافعو غلبه ، او د پخوانی
حکومت له لاسه د هر څه تر لاسه کول او په واک کښیناستل ....
دوهمه مرحله دا مرحله په خپل اولس باندی داستبداد او ځان غوښتنې مرحله ده
، په دي مرحله کې واکمن ،د ځان لپاره د خلکو په جوړولو او د خپلو سړو په
زیاتولو او د صنعت او پیسو په راټولو لګیا وي ، .....
دریمه مرحله د پاچاهی لپاره د
آرامی ، ثمري او خوندونو دوره ده ، چې بشر
په طبعي ډول ورته میلان لری په دي دوره کې حکومتونه د مال په زخیره کولو ، د ماڼیو
په جوړولو ، د فاریکو او سیل ځایونو په پراخوالی ، د ښارونو په وده او پراختیا ، د
تمثالونو او هیکلونو په لوړولو ، د نورو ملتونو د اشرافو په رابللو او ګرځولو ، کې
تیروي ، ددې سره په دي مرحله کې د جاه او جلال ، عظمت او لوړوالی لپاره کار کیږي .
د عسکرو د تنخواګانو ، په زیاتولو ، د جامې او یونیفورمونو په ترتیب مصارف لګوي ، تر څو په جشنونو کې ښه ښکاره شي ، همدا د
استبداد د پرمختګ وروستی مرحله او اوښتون وي. څلورمه مرحله د قناعت او مسالمت
مرحله ده ، په دې دوره کې واکمن د خپلو
اسلافو په کړنو ویاړي ، د هغو تقلید کوي او د پخوانیو ساتنه کوي ، په دي فخر کوي
چې پخوانیو یې داسې کارونه کړي ، دوی هم د هغو په تقلید ویاړي او له تقلید څخه
سرغړونه جرم ورته ښکاري او په پخوانیو
کړنو ویاړي ..
پنځم اوښتون او مرحله ، دا اوښتون بیا د خوندونو ، ، اسراف
او بربادلو مرحله ده ، په دې مرحله کې
واکمن د پخوانیو د راټولو کړو مالونو په
مصرفولو او بربادی لګیا کیږي، دوی دا پیسې او مالونه په شهواتو ، خوندونو ، تحفو
او محفلونو ، په بدنامو ملګرو ، په بی اړتیا
درنو مصرفونو مصرفوي ، په دي نه پوهیږي چې له کومه راځې او په کومه ځې
...په دې سره دا حکومت هم کرار کرار د حرم په شان کمزوری کیږي تر دې چې په داسې
مضمن مرض اخته شي چې بیا خپله د مرګ کندې ته راوخطا شي ..
اقتصاد:
ابن خلدون چې د خپلې مقدمې په دوهم فصل کې کومې نتیجې ته رسیدلي هغه دا چې (د پرګنو د
ژوندانه د چارو اختلاف د دوی د اقتصادي ژوند د څرنګوالی نتیجه ده ) ، همدې
خبرې نوموړی دې ته اړ کړي چې د اقتصادي بنسټونو په اړوند څو مقالې ولیکې ، او همدا
مقالی او څیړنې د نني اقتصاد د علم اصلی ټکې جوړوي ، لکه د د انتاج او تولید د
لاروچارو څیړنه ، او د صحرایی ژوند څخه تمدني او ښاري ژوند ته د اوښتون مسئله ،
یعنې د زراعت څخه صناعت او تجارت ته اوښتون ، هغه لیکي ( بزګری ، صنعت او تجارت د
اقتصادي ژوند صبعي لاری دی ، خو زراعت په طبعي دول تر دا نورو وړاندې او مخکې ؤ ،
او صنعت دوهم ځای ټاکي ، ځکه دا علمي او مرکب کار دي چې فکر کولو او تعمق ته اړتیا
لری ، له همدي امله دا کار پرته له ښارونو په بل ځای کې نه لیدل کیږي چې (ښاریتوب) د بدوي ژوند د
پرمختګ دوهمه مرحله ده ).
ابن خلدون په صناعت باندې ډیر
تینګار کوي او همدا د ښاریتوب د پرمختګ او قوت بنسټیز لامل ګڼې ( صناعت د
مدنیت د قوت او اوج ته رسیدو او کثرت سره وده مومي ، د په ښارونو کې د
صنعت وده
اوقوت د مدنیت د قوت او راتلونکي اوږد مهاله ډاډ سره تړلی
دی).
همدا شان د کارونو د ویش په هکله
نوموړی وایی ( انسانی تنوع له انساني تعاون څخه پرته ممکنه نده ).او انسان چې هر
څومره توانمند شي نشي کولای ټولې خپلې ستونزي په یوازی سر تر سره کړي
ابن خلدون د حکومت له لوری په
بازار کې مداخله ښه نه کڼې او د هغې نتایج برعکس معرفی کوي
ابن خلدون ددی تر څنګ د ښوونې او
روزنې ، اقتصاد ، چاپیریال ساتنې او زراعت په هکله هم ګڼې څیړنې او نظریات لری ، نوموړي د سیاست په
برخه کې مخ په وړاندي ځې او ګن موضوعات پکښې مطرح کوي ...
د ابن خلدون لیکنې :
. ۱- د العبر و دیوان المبتدا و الخبر فى ایام العرب و العجم و البربر و من عاصرهم من
ذوى السلطان الاکبر(تر ټولو مهم کتاب)
2. لباب المحصل فى اصول دین: د فخرالدین رازی د فلسفی او کلامي کتاب خلاصه
3. تفسیر بوصری (چې له منځه تللی دی)
4. خلاصه منطق(له منځه تللی دی)
5. دعلم حساب رساله ( له منځه تللی دی)
6. په اصول فقه کې د ابن خطیب په شعر باندی شرحه ( دا هم له منځه تللی )
7. تعریف(د خپل ځان په همکله معلومات )
8. شفاء السائل(د تصوف رساله )
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر