۱۳۹۵ اسفند ۲۶, پنجشنبه

محمد بن موسی الخوارزمی


 محمد بن موسی الخوارزمی


 لیکنه : محمدشفیق صادق


نوم یې ابو عبدالله محمد بن موسی الخوارزمي دی ، چې په ابو جعفر سره هم مسمی شویدی ، نوموړی په ۱۶۴ هج  یا ۷۸۱ میلادی تولد شوی ، ویل کیږي چې ۲۳۲ هه او یا ۸۷۴ میلادی کې وفات شویدی ، ځینې لیکونکي لیکي  چې د نوموړی کورني د اوسني ازبکستان د خیوا له ښار څخه چې هغه مهال د خوارزم په نوم یادیده  بغداد ته کډه شوه  او هلته یې په زده کړه او تعلیم لاس پوري کړ ، خو  نوموړی هغه مهال  د علم او پوهې لوړ مقام تر لاسه کړ ، کله چې د ۸۱۳ کال څخه تر  ۸۳۳ میلادی کال پوري د بغداد په   دار الحکمه  پوهنتون  وګمارل شو  کوم چې د خلیفه مأمون په لاس ودانه شوه ، مأمون نوموړی په یوه مرحله کې د همدي کتابتون مشر وټاکه ، او هغه یې  د نورو ملتونو او هیوادونو د کتابونو په راټولو مکلف کړ ، خوارزمی  دا کتابونه راټول اوبیا یې وسپړل او په خپله یې په دي علومو کې زیات ابتکارات تر سره کړل ،  هغه  د ریاضیاتو ، فلکیاتو، تاریخ او نورو علومو په څیړنو  پیل وکړ ، او ډیر ګټور معلومات یې ولیکل ،  د ریاضیاتو په برخه کې لومړنی انسان دی چې لاسته راوړني یې اوس هم د نړی د خلکو لپاره ستونزی حلوي  .

طبری د نوموړی په هکله داسې لیکي :


محمد بن موسی الخوارزمی القطرابلی (هغه سیمه چې په بغداد کې پرته ده ).

نوموړی خپل کتاب (الجبر والمقابله ) په بسم الله سره پیل کوي ، ډیري نړیوال مطبوعات بیا هغه یو عرب معرفی کوي ، او ځینو بیا فارسی معرفی کړی خو مخکینی معرفی یې سمه ده  د خوارزمي علمي ونډه

خوارزمي ډیری لیکنې لری .چې زیاتره په الجبر ، حساب ، مثلثاتو ، فلک او جغرافیه کې دي ،  چې له دي څخه یو هم د (الجبر والمقابله ) کتاب دی ، همدا شان د هغه دوهم کتاب (الجمع والتفريق في الحساب الهندي)  ، د ( رسم الربع المعمور) کتاب ، ( د تقویم البلدان ) کتاب ، د  ( العمل بالاسطرلاب) کتاب ، د ( ځمکې تصویر) کتاب ، همدا شان د (السند هند الصغیر) په نوم کتاب  یې مشهور کتابونه دي .

سره ددې چې نوموړی په ریاضیاتو، جغرافیه ، علم الفلک (فضا) د نقشي رسمولو علم  او فلسفه کې ډیرې لیکنې کړیدي ، خو هغه بیا الجبر او مثلثاتو د علم بنسټ ایښودونکي ګڼل کیږي ، هغه  د معادلاتو په حل کې خاص اسلوب درلود ، د هندی  حساب د جمع او تفریق کتاب یې  په (۸۲۵)  م کال  ولیکه . هغه  په ټول منځنی ختیځ او اروپا کې  د هندی ارقامو د خپرولو مؤسس ګڼل کیږي ..چې لاتیني ژبې ته په ( algorimi de numer indorum) ترجمه شو ، د ( Algoritmi) کلمه په لاتینې کې د الخوارزمي په معنی کاریدلې ده ،


نوموړی ډیرې څیړنې د فارسی او بابلی علم په رڼا کې په هندي ارقامو او یونانی ریاضیاتو کې تر سره کړي .

نوموړی د بطلیموس ویناوي  منظمې او تصحیح کړې ،د هغه د مهمو کتابونو څخه د (مځکې تصویر )مهم کتاب دی چې د سیمو نومونه د جغرافیی په شان پکښې لیکل شوي ، .همدا راز  یې ځینې تخنیکې وسایلو هم لیکنې کړي لکه  اسطرلاب او مزاوله ..

د ځمکې د ټاکلو او تحدید په برخه کې یې ډیرې هلي ځلې کړیدی ، او د نړی یوه نقشه یې خلیفه مأمون ته وکښله ، چې (۷۰) تنو جغرافیه پوهانو یې تر لاس لاندی  کار کاوه ..

په دوولسمه میلادي پیړي  کې  یې لیکنې  لاتیني ژبي ته د  ژباړو له لاری په اروپا کې خپرې شوي ، چې د ریاضیاتو په برخه کې  د پرمختګ لپاره یې لاره هواره کړه ،

الجبر: نوموړی  د الجبر او معادلو د علم مبتکر او بنسټ ایښودونکي ګڼل کیږي  ،هغه الجبر له حساب څخه بیل کړ ، په الجبر کې یې د لومړی درجه او دوهمه درجه معادلو لپاره فورمولونه وټاکل ..د الجبر په برخه کې یې لوی ابتکارات وکړل ، تر دې چي نن هم موږ په لسمو ټولګیو کې د محمد بن موسي د فورمول په مټو په الجبر کې کار کوو ، هغه په دي برخه کې ډیرې څیړنې وکړې ،نوموړی لومړی انسان ؤ چي په مجهول کمیت یې د الجزر نوم کیښود ..دا نوم یې د نبات له ریښو را اخیستی ، ځکه د نبات ریښې د جزر په نوم موجودې دی خو تر خاورو لاندې او مجهولې  دی .

هغه د صفر د استعمال نظام جوړ کړ ، (ول دیورانټ) وایی :دوی به د رقم په ځای کې کوچنی داېره کښله همدې دائرې ته به یې صفرا  یعنې ( خالي ) نوم ورکاوه ، چې له همدې څخه د انګلیسي (eipher) کلمه مشتق شویده ، او په لاتین کې د (sifr) کلمه (zephyrum) ته واوښته چې وروسته په (zero) اختصار شوه . نوموړی د (الکتاب المختصر فی حساب الجبر والمقابله )  کتاب په ریاضیاتو کې په (۸۳۰) میلادی کال ولیکه ،  دا کتاب لاتینې ژبې ته  د روبرت تچر په لاس په  (Liber   algabrae  at almucabala)  نوم وژباړل شو ،  همدا شان یوه نسخه یې په عربی ژبه د اوکسفورد په پوهنتون کې محفوظه پاته ده  ، چي په (۱۸۳۱) میلادی کال د اف روزین په لاس هم وژباړل شو ،  او یوه نسخه   لاتینې ژباړه یې هم په نوموړی پوهنتون کې محفوظه ده . د هغه الجبر د اوسني الجبر بنسټیز متن دي ، هغه په دي کتاب کې د معادلو د حل لپاره یوه هر اړخیزه څیړنه کړیده . او د ( حد او میزان ) لپاره یې اساسي حل لاری ټاکلي دې ... 


د حساب علم :

د خوارزمي دوهمه لاسته راوړنه د حساب علم دی ، د هغه د کتاب یونانی ژباړه تر اوسه پاته ده ، خو اصلی عربی متن او کتاب یې ورک دی ، چې کیدای شي دا کتاب په دولسم میلادی پیړې کې د ادیلار الباثی  په واسطه ژباړل شوي وي ،چې د هغه فلکي جدولونه یې په (۱۱۲۶) کال ژباړلي ؤ . 
خوارزمی  عربی ارقام د زاوییو په اساس ترتیب کړل ، لکه په لادی تصویر کې ، او دا په اصل کې عربی ارقام دی چې خوارزمي کشف کړی ، چې اوس ورته خلک  (انګلیسی) ارقام وایی ..


نوموړی  مخطوط  کتاب لیکلې عنوان نه درلود ،خو د دوو لومړیو کلمو ، Dixit algorizmi (یعنې خوارزمی داسي وایی)  څخه په ډاګه ښکاری چې  دا د خوارزمی د (هندی فن په خوارزمي حساب کې) کتاب دی چې په دي نوم  ژباړل شوی : Algoritmi de numero Indorum چې  ددي اصلی کتاب کیدای شي دا کتاب وي( الجمع والطرح وفقا للحساب الهندي)
خوارزمي هڅه وکړه تر څو عربی ارقام د هندي رقمونو د نظام په اساس  په پرمختللی ډول په هندي ریاضیاتو کې  لویدیځې نړي ته برابر کړي ، چې دی نظام ته (خوارزمي ) وویل شو ،
 د فلک علم : د السند هند په نوم کتاب چې نوموړي په فلکیاتو کې  په (۳۷) فصلونو کې لیکلي ، په دي کې فلکي حسابونه ، او تقویمونه  او نور حسابونه شته  چې  (۱۱۶) یوازی تقویمی جدولونه  ، نجومي او فلکي څیړنې د زاویی زیجونه  لری .   همدا شان په دي کتاب کې د لمر  ، سپوږمي ، او پنځو ستورو  چې په هغه وخت کې پیژندل شوي ؤ  حرکتونه او حالات څیړل شویدی   د همدي کتاب په لیکلو په اسلامی فلک کې بدلون راغې  چې تر نن پورې پری نور اسلامي  علوم هم ولیکل شول .








۱ نظر: