د بیمي پر قراردادونو
حاکم اصول
لیکنه او ترتیب : محمد شفیق صادق
کال : ۱۳۹۶
۱- د حسن نیت اصل : - د بیمي ټول
قرار دادونه ، تړونونه او روابط به د حسن نیت په اساس بنا وي ،
او دواړه اړخونه د حسن نیت په اساس باید معامله ولری :
- د بیمه کیدونکي(شخص) له لوری د حسن نیت مراعتول ، په دي اړوند بیمه کیدونکي باید په ډیر صداقت او اخلاص سره ټول هغه معلومات چې بیمه کوونکي(شرکت) یې غواړي تر څو یې رسک معلوم کړي ، او بیا یې بیمه کړي .
- د بیمه کوونکي(شرکت) له لوری حسن نیت :
، د همدي اصل په نظر کې نیولو سره بیمه
کوونکي هم مؤظف دی ، د بیمه کولو په مهال
په ډیره امانت داری او صداقت سره ټول معلومات له بیمه کیدونکي څخه تر لاسه کړي ،
دا چې بیمه کیدونکي نه پوهیږي کوم معلومات ورکړي ، او کوم لازم ندي ، نو بیمه
کوونکي ته ښایی چې ټول لازم معلومات را
ټول او بیا په ښه صداقت سره د هغه د بیمی رسک معلوم او مناسب مقدار بیمه لیک
ورته وټاکي.
۲- د جبران د خسارې اصل: د بیمي د عقد د تړون څخه موخه داده تر څو مناسب تأمین او د وارد شوي زیان مناسبه
جبیره ورته وشي په داسي ډول چې نوموړي هغه حالت ته وروګرځې کوم چې د زیان د اوښتلو
څخه مخکې حالت ؤ ، سره دد
ی چې بیمه
کیدونکي ته د ټول اوښتی زیان جبران ممکن ندی خو لږ تر لږه د هغه سره به د بیا په
پښو دریدو لپاره یوه مرسته شوې وي .ځکه بیمه
د خساری د جبران وسیله ده ، نه د بیمه کیدونکي لپاره د ګټې وسیله ، له بیمې څخه غیر مشروعه ګټه کیدای شي بیمه
کیدونکي د اصولو څخه خلاف ورزی ته وهځوي .
د زیان د
خساری د اصل د تطبیق لپاره بیمه کیدونکي باید لاندي ټکې ثابت کړي:
- د حادثی او پیښې پیښیدل ثابت کړي
- آیا پیښې نوموړې بیميه شوي مال ته تاوان رسولی دی او که نه ؟
- د دې پیښې او زیان ترمنځ د علیت رابطه شته او که یه ؟
- د پیښې په مهال د بیمي ارزښت او موجودیت ثابت کړي .
۳- د بیمه کوونکي د ګټې اصل: د بیمه کوونکي ( شرکت) د ګټې اصل :
دا تعامل دی چې خلک هغه مال بیمه کوي چې کوم چې سالم وي ، له همدي امله بیمه کوونکي باید د بیمي په
هکله ګټه کوونکي وي ، یعني د بیمه کړل شوي
شي سلامتیا د بیمه کوونکي په ګټه ده او زیان یې د بیمه کوونکي په زیان تمامیږي ،
نو هیڅکله نه غواړي ځان ته بی موجبه تاوان
ورسوي
۴- د ځای ناستي اصل :بیمه کوونکي د
دریم کس د زیان او خساری تاوان مني او هغه
زیان منلو ته چمتو دي کوم چې قبول کړل
یې دي او د پیښې د مسؤل شخص (
تاوان رسونکي) په وړاندې د بیمه کیدونکي
قایم مقام دی ، بیمه کوو نکي(شرکت) به له مسؤل شخص څخه د خپلي
خساري غوښتنه کوي خو بیمه کیدونکي
حق نه لری را ولاړ شي د خپل بیمه شوي مال تاوان له (تاوان رسونکي ) څخه وغواړي ځکه ، یو خل یې
تاوان له شرکت څخه تر لاسه کړیدی
.که چیرې
تاوان رسونکي شخص د بیمي د شرکت له لوری معاف شی ، نو زیان من شخص نشي کولای بیا
له تاوان رسونکي څخه د زیان غوښتنه وکړي
۵- د بیمي د تعدد اصل :د بیمي تعدد
په دي معني دی چې کیدای شي د یوه شي
لپاره څو د بیمي قرار دادونه وجود
ولری او د هر یوه سره بیل بیل قراداد ولری
، خو دا کار کیدای شي صحیح او یا باطل وي ، په هغه صورت کې به باصل وي چې :
۱- یو مال څو
ځایه بیمه شوي وی خو د (بیمه لیکونو) مجموعي ارزښت د اصل مال له ارزښت څخه زیات وي
.
۲- د ټولو
بیمه لیکونو څخه ګټه اخیستونکي یو شخص وي
۳- په ټولو
بیمه لیکونو کې بیمه شوي خطرونه یو شان سنجول شوي وي
نو که چیري
دا شرطونه پوره شول ، نو د بیمي د تعدد خبره له قانوني موانعو سره مخ کیږي ، ځکه
چې دلته بیمه کوونکي (شرکت) ته پرته له
موجبه ډیره ګټه رسیږي نو دا بیمه شرکت د قانوني پوښتنو لاندي راځې .
۶- د دریمګړي اصل :له دی کبله چې د بیمه کونکي او بیمه کیدونکي شخص تر منځ قرار داد به د حسن
نیت په اساس تر سره شوی وي ، لازمه داده چې خپ
ل پیښ شوي اخلافات به هم په دوستانه او مسالیمت آمیزه توګه یو دبل سره حل او فصل کوي ، د بیمي په قراردادونو کي دا اصل اضافه شوي ، او د دریمګړي خبره د ستونزو په حل کي مهمه خبره ده ، خو د دریمګړي شرط د بیمو په قراردادونو کي حتمي ندی ، او دواړه لوری یوازی د اختلاف د پیښیدو په صورت کې د اخلاف د حل په موخه دریمګړي ته هڅول شویدی .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر