۱۳۹۷ دی ۲۸, جمعه

ښوونګي ته زما دريمه ډالي


  د ښوونکی ذهنی او عقلی صفتونه
  
 ۱:لوړ علم او پراخه معلومات
ښوونکی ته په کار دی چې په خپل مضمون کی ښه معلومات او پراخه پوهه ولري ، د خپل مضمون په هکله دایمې مطالعه ولري ، د نویو معلوماتو د راټولولپاره تل هڅې او هاند کوي ، تل د اسلامی فرهنګ ، روانشناسۍ او طرق تدریس د کتابونو مطالعه ولري.د خپل علم د پراخولو په لړ کې تل د نویو علومو په زده کړه کې هڅې ولري ، دنوموړی د مضمون په هکله تل لیکنې مطالعه کړي ، په دې هلکه لاندی پاملرنې د توجه وړ دی
الف- کوم زده کوونکي چې د ښوونکي مضمون ته توجه راګرځوي او د اهمیت په سترګه ورته ګوري ، نو باید چې ښوونکی هغه تشویق کړي، هغه ته دعلم بندې دروازې پرانیسي ، د هغه سره د مضمون په  فروعاتو او څانګو کې د زده کړې په موخه مرسته وکړي ، د علم ناڅرګند مسایل ورته څرګند کړي د اختلاف ټکې او دلایل یې وروښیی ، هغه ته د امیدونو روښانه لاره وښیې .
۲- لوړ او پراخه علم د د زده کوونکو د استعدادونو په هڅونه ، مضمون ته د زده کوونکوپه جلب او توجه کې ډیر رول لوبوي، هغه زده کوونکي چې د خپل استاذ سره مینه پیدا کړي دده مضمون ته مخ راګرځوي ، خو مینه پدې پیدا کیږي چي استاذ زده کوونکو ته نوی معلومات راټول او بیا یې دوی ته په مینه او رغبت سره تقدیم کړي، د هغوی د علمې معیار په اوچتولو کې مرسته وکړي ، خو که چیرې ښوونکې یواځې د کتاب په مخ اکتفاء وکړي، او تکراري موضوعات ورته وړاندې کوي، د ښوونکي تدریس د زده کوونکو د توجه وړ نه ګرځې د تدریس په جریان کې زده کوونکی ستومانی ا و خستګي احساس کوي، یواځې د مضمون په حفظ اکتفا کوي .
 ۳-هغه ښوونکی چی په خپل مضمون کې مهارت او پوهه لري، په مضمون پورې تړلو موضوعاتو په هکله پراخ معلومات لري ، د هغه ښوونکي په ټولنه او ښوونځۍ کې ډیر درناوی کیږي ، هغه د ښه شهرت څښتن وي ، خو دا هغه مهال امکان لري چې ښوونکې د خپلې دندې سره مینه ولري ، د هغه په اهمیت ایمان او باور ولري،   خپل مضمون په اړوند زیار وباسي ، د مضمون په هکله هره لیکنه او کتاب مطالعه کړي، خو کوم چې د خپل مضمون سره مینه او علاقه نه لري ، هغه په خپل مضمون کې ناکام او زده کوونکي ورته د شک په سترګه ګوری ، هغه ورته خاین اومنافق ښکاري ،نو ښوونکي ته په کار دی چې داسې مضامین د تدریس لپاره غوره کړي چې په تدریس کې لاس بری او مهارت پکښې ترلاسه کولای شي ، نومړي ته په کار دي چې لوړي زده کړي پکښی وکړي ، ، دا غوره والی باید په ایماني مینه ولاړ وي ،او په عملی کولو یې ځان ته د الله تعالی څخه د اجر تمه ولري . 
 نو ددې لپاره چې ښوونکی په پاسنیو صفاتو ښکلی وي، ده ته ښایې چې  لاندی ټکو ته ژوره پاملرنه وکړي :
۱: ښوونکې باید خپل وخت بې ځایه ضایع نه کړي، یواځۍ د ضرورت په اندازه د خوراک ، څښاک او خوب د کورنۍ او  میلمنو د حقوقود اداء لپاره او یاهم د نفقې د پیداکولو او ناروغی د حالاتو وخت ضایع کولای شي ، ځکه د مومن وخت د نوموړي د ژوند شیبې دي .
۲ : د علم او زده کړي لپاره ښوونکی باید خاکسري او تواضع غوره کړي، د علم او تحصیل په حالولو کې حریص و اوسي ، ځکه پوهه او حکمت د مومن ورک شوی مال دی ، هر ځای یې چې ومومي ، دلاسته راوړلوهځه به یې کوي .
۳ -  ددې لپاره چې ښوونکی ښوونکی فعال او هڅوونکی وي  ، د نړی له  حالاتو به ځان خبروي، نو داچې ښوونکې پرله پسې زده کړه وکړای شي ، لازمه ده چې لاندی مسایلو ته متوجه واوسي :
الف– پرله پسې مطالعه د یوې منظمې نقشې او پلان له مخې تر سره کیدای شي، ، کیدای شي دا هدف د مجلو ، اخبارونو او کتابونو له لاری تر لاسه کړي .
ب- ښوونکې ته په کار دي چې په فرهنګي او ثقافتي سمینارنو کې د خپلو وړتیاوو او  استعدادونو د ودې او پیاوړتیا په موخه ګډون وکړي .
ج- د فرهنګي ، ثقافتي او علمي ټولنو او موسساتو سره همکاري ولري ، د هغوی په پرګرامونو کې ګدون او فعاله ونډه واخلي، ترڅو د نړیوال سیاست، علمي پرمختګونو او ټولنیزو چارو په اړوند معلومات تر لاسه کړي .
د- د علمي و فرهنګي ، او کلتوري مرکزونو څخه لیدنه وکړي ، اود پوهې مراکز له نیژدې ووینې .
ه- په علمې او تخصصې برخو کې پلتنه او مطالعه وکړي .
 ۶- د روزنې په برخه کې د پوهانو او مسلکې کسانو د لیکنو او بحثونو دقیقه مطالعه وکړي .
 ز- د تدریس څخه پرته د ښوونځئ په فرهنګي او ثقافتي پرګرامونو کې فعال ګډون او ونډه ولري .
 ح- د خپل مضمون د مسلکې علماو او پوهانو سره له نیژدې اړیکې ولري ، د هغوی سره په مسایلو کې بحث او مناقشه وکړي
 ۲- سیاسي بصیرت ( ویښتیا )
د ښوونکې د ذهني او عقلي صفاتو په لړ کې دوهم صفت سیاسي بصیرت دی ، دا په دې معنې چې ښوونکی به د هر هغه څه په هکله درک او پوهه لري کوم چې د نوموړې لپاره یې درک کول حتمی دي ، هغه به د خپل دین په هکله پوره معلومات لري، د خپلې مقدسې دندې په اهدافو به پوه وي ، ، د خپل عصر ستونزې ، نوښتونه او تحولات به درک کولای شي ، د خپلې ټولنې له غوښتنو به خبر وي، ټولنې ته د متوجه خطرونو او تهدیدونو څخه به خبرتیا لري ، د ټولنې څخه ددفاع په موخه به د ښوونې اهمیت په نظر کې نیسي . د خپل تاریخ ، کلتور، او عرف څخه به معلومات لري، د وطن دښمنان او د هغوی دسیسي به درک کولای شي ، او ددوی د نقشو په هکله به د ښوونې اهمیت له نظره نه غورځوي .، ښوونکې به د هیواد دننه او بهر ، تر دې چې په ټوله نړۍکې . د سیاسي پیښو ، نوښتونو و او مسایلو په اړوند پوره معلومات لري، او هغه په لکه ورځنی ژوند داسې تعقیبوي، د خپل هیواد او خپل دین د تاریخ ، او تمدن څخه به پوره آګاهي لري ، لکه چې ابن حبان په یوه حدیث کې له رسول اکرم (ص) څخه په یوه روایت کې فرمایې  :  په عاقل سړې لازمه ده  چې عقل یې مغلوب نه وي، لازمه ده چې د خپلې زمانې په هکله پوره ویښتیا ولري، خپل کارونه ښه سنبال کړي، او د خپلې ژبې ښه ساتنه وکړي .
سیاسي بصیرت ښوونکي ته له دې امله هم لازم او ضروري دی تر څو خپل زده کوونکي د ټولنې د فرهنګي، سیاسي او ټولنیزو  خوځښتونو او د هغوی د کړنو څخه باخبره وساتي،  ، نو له دې امله لازمه ده ترڅو ښوونکې لاندې ټکو ته متوجه واوسي :
۱- داچې په پاسیو مسایلو کې پوره معلومات ولري ، نو ده ته ښایې ترڅو پراخه مطالعه او پلټنه ولري،
۲-د ډله ایزو وسایلو ، لکه رادیو ، تلویزیون، اخبار او مجلو له لارې ورځنې مسایل تعقیب کړي او د پیښو څخه ځان باخبره وساتي .
۳- د پیښو څخه د ښې خبرتیا په موخه د پوهانو ، د نظر د خاوندانو ، محاضرو، بحثونو او څرګندونو ته غوږ ونیسي او له هغوی پوښتنه ولري  .
دا هغه لاری چارې دي چې ښوونکی پرې کولای شي خپل سیاسی بصیرت پیاوړی کړي .
۳- اسلامی تفکر او ایدیولوژي درلودل
د ښوونکې د ذهنی او عقلی صفاتو په لړ کې دریم صفت اسلامی ایدیولوژی درلودل دي .،  اسلامي ایدیولوژي درلودل په  لاندې مواردو کې لازمي او لاسته راوړل یې ممکن دي   :
۱- د ښوونکي عقل  به له خرافاتو ، وهمونو ، او نورو بې مورده خبرو څخه چې د نوموړي  او د ریښتینو حقایقو تر منځ پرده واقع کیږي   پاک او سوتره وي.
۲- . د نوموړي عقل به له سحر، جادو، غیب ویلو ، څخه پاک او خالي  وي ، او دا کار به یو منکر ګڼي چې له منځه وړل یې لازم دي .
۳-د فاسدو رواجونو ، بې بنسټه داستانونو، او ړانده تقلید څخه به یې ذهن خالي وي کوم چې د نوموړي او صحیح ادراک تر منځ پرده واقع کیږي .
۴- د هغه ړانده تقلید پیرو به نه وي کوم چې  ظالم او مغروره خلک یې له خلکو غواړي تر څو یې په هرحال کې خلک خبره ومني او نه د هغو فاسدو خلکو چې غواړي په خپلو کارونو خلک د فساد ولور ته راکش کړي .
۵- د ښوونکې ذهن به له دلیل او شواهدو پرته له بد ګمانی او سوء ظن څخه پاک وی .
۶-د نفسانی غوښتنو تر تآثیر لاندې به نه راځې ، تل به د عدل او انصاف ملاتړ وي .
۷- په بې ګټې او بې مورده مسایلو به ځان نه مشغولوي، له هغو بحثونو او مناقشو به ډډه کوي کوم چې دده  عقیدې او اخلاقو ته تاوان رسوي .
۸- ټول هغه څه به مني چې د قرانکریم او نبوي احادیثو سره توافق لري ،کوم څه چې د اسلامي شریعت سره مخالف وي ، هغو ته به په ذهن کې ځای نه ورکوي ، د لویدیځوال تمدن په وړاندې به داسلامي تمدن ننګه کوي ، د غربې تمدن څخه به هغه څه مني چې  زموږ د اسلامې ټولنې  د ارزښنتونو سره برابر وي، په هغو کې زموږ د مسلمان ملت ګټه نغښتې وي،  دا هغه ټکي وو چې یو مسلمان ښوونکي ته په کار دي تر څو یې ذهن پرې ښکلی وساتي .

۱۳۹۷ دی ۲۶, چهارشنبه

دښوونکې جسمې ( بدنې ) صفات


  :


۱ـ  نظافت او پاکوالی                         ليکنه :محمدشفيق صادق





ښوونکی باید د تدریس په مهال پاک سوتره او معطر وي  د ښې څیرې اوښه شکل څښتن وي ،  دزمانې اوعصر دغوښتنې سره سم ترټولومناسبې ښې او پاکې جامې واغوندی، په دې کار سره به دالله (ج) درضا غوښتونکی وي. په دی هکله رسول الله (ص) زمونږ لپاره تر ټولو ښه بیلګه ده، لکه چی مکهول دعایشې(رض) څخه روایت کوی او فرمایی :- درسول الله (ص) داصحابو (ملګرو ) څخه یوه ټولي په دروازه کی انتظار ایست. نو رسول الله(ص) ورغی ، هغه یې په کار ؤ(مخکې له وتلو ) په کور کې یو لوښی ؤ، اوبه پکې وې، نورسول الله(ص) په هغه اوبو کې (دآینې په شکل) کتل ویښتان او ږیره یې برا بروله.عایشه وایی:- ماورته وویل:- اي دالله (ج) رسوله ته هم داسی کار کوې؟ هغه وویل:ـ هو کله چی څوک خپلو وروڼو (ملګرو) ته وروځي نو ځان دې برابر کړی ځکه الله(ج) ښکلی دی او ښکلا خوښوي.
په طبقات ابن سعد کې یو روایت شوی : کله به چی یو هیت یا استاذی راغی، نو رسول الله (ص) به تر ټولو ښې جامې اغوستې، او اصحاب کراموته به یې هم دا امر کاوه.
۲:ــــ په صحیح مسلم کی دابن مسعود (رض)څخه روایت دی چې رسول الله (ص) وفرمایل:- دچا په زړه کې چې دمثقال ذره غوندې کبر وی جنت ته به داخل نشی، یوه سړی وویل:- یو سړی خوښوی چې جامې یې ښکلې وی ، پایزار یی ښکلی وی. نو آیا داهم کبر دی؟ نبی(ص) وفرمایل:- هغه ښکلا ده ، په تحقیق سره الله(ج)جمیل(ښکلی) دی، او ښکلا خوښوی، تکبر(لویی) ،ځان غره توب، دحق پټولو یا نه منلو او دخلکو سپکاوي ته وایی.
۳:-- په مسلم شریف کې دانس بن مالک (رض) څخه داسې روایت راغلی  هغه فرمایې: ماهیڅکله درسول الله (ص) له بوی څخه ښه عنبر ، مسک اونه بل ښه  شی بوی کړی دی. نو دهمدې نبوی احادیثو په رڼا کې مسلمانانوپوهانو  ښوونکو ته لازم بللي چې په لاندې آدابو مزین او ښکلی وی:
 الف:ښوونکی باید دخیرو ، چټلی څخه پاک وي. نوکان ئې اخیستې وي. اضافی او دلرې کولو وړ ویښتان ئې لرې کړي  وي، دبد بوی څخه ځان وژغوري، ږیره یې منظمه او ږمنځ شوې وي ، خپل ظاهری کرکټر او بڼه منظمه کړي، مناسبې جامې واغوندي ، ځکه چې زده کونکی همیشه دخپل ښوونکي جامو اوبڼې ته متوجې وي، نوکه چیرې دښوونکی بڼه اوجامې مناسبې نه وي دزده کوونکي په وړاندې به بې اهمیته او ضعیف ښکاره شي.
۲:د سینې پراخوالی:
د بدنې صفاتو په لړ کې د ښوونکو لپاره دوهم صفت د سینې پراخوالی او د تندي ورین والی دی، ښوونکی باید دورین تندي څښتن او بشاش وي د زده کوونکو سره په ورین تندې او خوشهاله خوله تعامل ولري، امام احمد له ابو درداء روایت کړی چې : مارسول الله (ص) د خبرو په مهال له تبسم پرته ندی لیدلی او په صحیح ابن حبان کې له ابی ذر (رض) روایت شوی چې رسول الله (ص) فرمایې : ستا تبسم  او موسکا ستا د ورور په وړاندی ستا لپاره صدقه ده
۳: فصاحت :د ژبې فصاحت یو له مهمو بدنې صفاتو څخه دی ، ښوونکی باید په خوږه او فصیحه ژبه خبرې وکړي، د ښه تعبیر او استدلال څښتن وي، د هر حالت لپاره بیل او ځانګړي حرکات اداء کړي، او خپل غږ ته تغیر ورکړي.
ابن جماعة په دې هکله په خپل کتاب کې لیکي( ښوونکې ته پکار دي چې خپل غږ د اړتیا څخه زیات اوچت نه کړي ، او نه هم دومره په تیټ غږ تدرس وکړي چې څوک یې اواز نشي اوریدلای  ) بهتره داده چې غږ یې د مجلس څخه بهر ته تجاوز ونه کړي، که په ټولګي کې داسې کسان وجود ولري چې د غوږونو ستونزه ولري ، بیا به د هغو د اوریدو په اندازه خبرې کوي . ګډې وډې  او په ډیره تیزۍ سره به خبرې نه کوي  ، کلمات به ېې بیل بیل او په ترتیب سره وي ترڅو پکښې اوریدونکی فکر وکړي ، کله چې یو درس ، یا موضوع یا هم کومه مهمه خبره پای ته ورسیږي ، نو ښوونکی باید لږ چپ شي تر څو زده کوونکو ته د سوال کولو موقع ورکړل شي.
۴:  صحت او سلامتیا :
د بدنې صفاتو په لړ کې صحت او سلامتیا د ښوونکې مهم صفت ګڼل کیږي . ښوونکی باید دداسی عیبونو او رنځونو څخه روغ وي چې د نوموړي په تدریس کې نیمګړتیا رامنځ ته کوي ، یا هم د زده کوونکو د ټوکو او مسخرو لامل وګرځې ، لکه د سترګو ډیر ضعیفوالی  چې د زده کوونکو او د تختې د نه لیدو لامل کیږي، یا هم د غوږونو کوڼوالی، یا دلاسونو او پښو شلوالی ، چې په دې سره به د ټولګې د کنترول څخه عاجز شي ، او د زده کوونکوستونزې به نشي حل کولای.


۱۳۹۷ دی ۱۷, دوشنبه

د ميراث ويش په اسلامي شريعت او لویديخو هيوادو کې



  ليکنه : محمدشفيق صادق
سره ددې چې په  لويديځو   هيوادونو کې  د رومن جرمن ،او کامن لا  حقوقي نظامونه تطبيق کيږي  او ټول هيوادونه په همدې دوو نظامونو کې سره ويشل شوي  ،خو د ميراث قوانين بیا د هر هيواد په قانوني سیستم کې بیل بیل احکام لری ، د بيلګې په توګه د امريکا متحده ايالات چې یو فدرالي هيواد دي ، ډیر ايالتونه یې د ميراث په برخه کې جلا جلا قوانين لري، ځکه هلته د وضعې قوانينو په اساس هر ايالت کولای شي ځان ته خپل ټاکلي قوانين ولری ، نو له دې امله موږ نشو کولای د اسلامي شريعت د ميراث قوانين د لويديځو هيوادونو د ميراث له قوانينو سره يو په يو پرتله کړو  ، 
ددې لپاره چې په لويديځو هيوادونو کې د ميراث له قوانينو په کلي ډول خبر او ځان پرې پوه کړو نو په لاندې ډول یې مهم ټکې شرحه کوم  :
۱-  په اسلامي هيوادونو کې د ميراث حق ،  د کورنيو حقوقو تابع دی  خو په لويديځو هيوادونو کې بیا د مالي حقوقو په برخه کې شامل دي
۲- په ټولو لويديځو هيوادونو کې وصيت ته تر بل هر وارث ترجيح ورکول کيږي .دا چې څوک په څومره برخه کې وصيت کولای شي په هيوادونو او نظامونو کې يو د بل سره توپیر لری.
۳- د ميراث اسباب په اسلامي شريعت کې په قرابت ،زوجيت ، ولاء کې محصور دي ،او په قرابت کې ، فروع ( اولادونه ) ،حواشي ( لمسيان) ، ذوی الارحام ( نورخپلوان) شامل دي ،ددوی برخې د قرابت د ليري والي او نيژدې والي له امله او د نارينه توب او ښځه توب له امله توپیر مومې ، او زوجيت هغه معتبر دی چې د صحيح نکاح په عقد سره رامنځ ته شوي وي .
خو  د لويديخو هيوادونو څخه  د بيلګې په توګه  ، په امريکایې قانون کې  قرابت د ميراث لپاره شرط نه دی ، موصی ته دا اختيار ورکول شوي چې هر چا ته یې چې زړه وشي ، هغه ته د ترکې په ورکړه وصيت وکړي .کولای شي ، په زوی نيولي ،  لقیط  ، ولد زنا  او پردې ته   د وارث په موجوديت کې  هم وصيت وکړي.
۳-   امريکايي قانون د  ميراث څخه دعمدي قاتل په منع  له اسلامي شریعت سره توافق لری ، خو ددين اختلاف بيا د ميراث مانع نشې کيدای  او د هر دين پیرو کولای شي  له ميت څخه  ميراث واخلي ،لاکن د دار اختلاف ( تابعيت) یو له هغو  منع کوونکو څخه دی چې  د مال د انتقال د منخنيوي په موخه پرې  ټينګار شوی دی .


۴- اسلامي شريعت په ترکه پورې د اړونده  حقوقو په برخه کې لومړی د مړي تکفين او تجهيز ، بیا یې پورونو،په دريمه برخه کې  مستحقو کسانو ته وصيت کولو ترتيب   ورکړی  ، خو په امريکایی قانون کې بيا تر هر څه د مخه د دولت د لګښتونو تصفيه لومړيتوب لری ..د ترکې او د وصيت د محکمې منډې او لګښتونه  یې دوهمه مضوع ده ، بیا د جنازې مصارف ، بیا د فدرالی او ولايتې محاکمو د ترکې ټکسونه او ماليي ،بيا  د مړي پورونه ، بيا وصيت  که موجود ؤ او که نه ؤ پاته مال  که (پاته شو) په ورثه ؤ ويشل کيږي .
۵- به اسلامي شريعت کې وارثان په اصحاب الفروضو، بیا عصباتو، او بیا په ذوي الارحامو ويشل شويدي ، که ونه موندل شول ، نو ترکه بيت المال ته سپارل کيږي چې له دي ډلې ځینې په هيځ صورت له ميراث څخه نه محروم کيږي لکه زوج او زوجه ، زامن او لورګانې ،پلار او مور ، ، ځينې بیا د ځینې نورو خپلوانو په موجوديت سره له ميراث څخه محجوب کيږي چې تفصيل یې مخکې بيان شو .
خو په امريکایی قانون کې لومړيتوب زوجيت ته ورکول شوي، چې یو له بل څخه ميراث اخلي  بيا یې که  اولادونه  درلودل ، نو هغوی هم ورسره ميراث اخلی ، که دا  وارثان موجود نه ؤ بیا ترکه پلاراو مور ته ، که هغوی نه ؤ وروڼو ته ، بیا اجدادو ته ، بیا ترونو ته ، که دا نه ؤ بیا د ولايت حکومت ته سپارل کيږي .
۶- په امريکايي قانون کې د زوی زوی د زوی په موجوديت کې ميراث اخلی ، او هلته د ښځې او نارينه برخې سره برابرې دي . خو د اسلامي شريعت سره د حمل او مفقود د ترکې په ساتلو کې توافق لری .
۷- په اسلامي شریعت کې وصيت کول په خاصو شرطونو سره جائز او مستحب دي ، هغه دا چې وصيت به غير وارث ته نه کوي . اونه به  له ثلث زيات  وي ، مګر دا چې ورثه ورسره توافق وکړي  خو په امريکايی قانون کې وصيت هر هغه چاته کولای شي چې زړه یې وغواړي .

 دا هغه اساسي مهم ټکي ؤ چې لويديځوال (خصوصا امريکايي) قوانين  یې له ځان سره لری ، خو دا چې يو مسلمان په دي مکلف دی تر څو په هره ټولنه کې چې اوسي تر څو د اسلامي قوانينو په اساس مال تر لاسه او مال یې وويشل شي  ځکه ميراث  یو  اجتهادي  امر نه دی ، بلکه دا د دين شعاير دي چې پريښودل یې په هيڅ صورت کې لازم نه دي ،ځکه ميراث د الله تعالی د حکم په اساس ويشل شوي ، نو په لويديځو هيوادونو کې په مسلمانانو لازم دي تر څو دا ټکي په پام کې ونيسي :

۱-  له وفات مخکې د خپل مالې حالت تصفيه وکړي ،له سود، قمار او غلا ډډه وکړي  ،  د خپل مال په هکله له وفات وروسته هم تصفيه وکړي ، پورونه یې مخکې اداء کړي ، په ثلث وصيت وکړي ، او خپل شرعې ورثه وټاکي ، هر هغه چاته چې په ميراث کې یې د اسلامي شريعت په اساس برخه وې هغو ته همداسې برخې په  وصيت سره وټاکې ،  تر څو امانتونه یې خپل اهل ته وسپارل شي  .
۲-همدا شان ددي په ځای چې ددوی مالونه د داسي خلکو لاس ته رسيږي چې له ده وروسته پری د اسلام په خلاف فعاليتونه کوي ، ښه داده چې په ژوند کې ( د مسلمانو وارثانو د نه موجوديت په صورت کې) خپل مال اسلامي مؤسساتو ته چې د خیر او ښيګڼې کارونه تر سره کوي ، او یا اسلامي کارونه پري کوی په وصيت سره وسپاري .