۱۳۹۷ دی ۱۷, دوشنبه

د ميراث ويش په اسلامي شريعت او لویديخو هيوادو کې



  ليکنه : محمدشفيق صادق
سره ددې چې په  لويديځو   هيوادونو کې  د رومن جرمن ،او کامن لا  حقوقي نظامونه تطبيق کيږي  او ټول هيوادونه په همدې دوو نظامونو کې سره ويشل شوي  ،خو د ميراث قوانين بیا د هر هيواد په قانوني سیستم کې بیل بیل احکام لری ، د بيلګې په توګه د امريکا متحده ايالات چې یو فدرالي هيواد دي ، ډیر ايالتونه یې د ميراث په برخه کې جلا جلا قوانين لري، ځکه هلته د وضعې قوانينو په اساس هر ايالت کولای شي ځان ته خپل ټاکلي قوانين ولری ، نو له دې امله موږ نشو کولای د اسلامي شريعت د ميراث قوانين د لويديځو هيوادونو د ميراث له قوانينو سره يو په يو پرتله کړو  ، 
ددې لپاره چې په لويديځو هيوادونو کې د ميراث له قوانينو په کلي ډول خبر او ځان پرې پوه کړو نو په لاندې ډول یې مهم ټکې شرحه کوم  :
۱-  په اسلامي هيوادونو کې د ميراث حق ،  د کورنيو حقوقو تابع دی  خو په لويديځو هيوادونو کې بیا د مالي حقوقو په برخه کې شامل دي
۲- په ټولو لويديځو هيوادونو کې وصيت ته تر بل هر وارث ترجيح ورکول کيږي .دا چې څوک په څومره برخه کې وصيت کولای شي په هيوادونو او نظامونو کې يو د بل سره توپیر لری.
۳- د ميراث اسباب په اسلامي شريعت کې په قرابت ،زوجيت ، ولاء کې محصور دي ،او په قرابت کې ، فروع ( اولادونه ) ،حواشي ( لمسيان) ، ذوی الارحام ( نورخپلوان) شامل دي ،ددوی برخې د قرابت د ليري والي او نيژدې والي له امله او د نارينه توب او ښځه توب له امله توپیر مومې ، او زوجيت هغه معتبر دی چې د صحيح نکاح په عقد سره رامنځ ته شوي وي .
خو  د لويديخو هيوادونو څخه  د بيلګې په توګه  ، په امريکایې قانون کې  قرابت د ميراث لپاره شرط نه دی ، موصی ته دا اختيار ورکول شوي چې هر چا ته یې چې زړه وشي ، هغه ته د ترکې په ورکړه وصيت وکړي .کولای شي ، په زوی نيولي ،  لقیط  ، ولد زنا  او پردې ته   د وارث په موجوديت کې  هم وصيت وکړي.
۳-   امريکايي قانون د  ميراث څخه دعمدي قاتل په منع  له اسلامي شریعت سره توافق لری ، خو ددين اختلاف بيا د ميراث مانع نشې کيدای  او د هر دين پیرو کولای شي  له ميت څخه  ميراث واخلي ،لاکن د دار اختلاف ( تابعيت) یو له هغو  منع کوونکو څخه دی چې  د مال د انتقال د منخنيوي په موخه پرې  ټينګار شوی دی .


۴- اسلامي شريعت په ترکه پورې د اړونده  حقوقو په برخه کې لومړی د مړي تکفين او تجهيز ، بیا یې پورونو،په دريمه برخه کې  مستحقو کسانو ته وصيت کولو ترتيب   ورکړی  ، خو په امريکایی قانون کې بيا تر هر څه د مخه د دولت د لګښتونو تصفيه لومړيتوب لری ..د ترکې او د وصيت د محکمې منډې او لګښتونه  یې دوهمه مضوع ده ، بیا د جنازې مصارف ، بیا د فدرالی او ولايتې محاکمو د ترکې ټکسونه او ماليي ،بيا  د مړي پورونه ، بيا وصيت  که موجود ؤ او که نه ؤ پاته مال  که (پاته شو) په ورثه ؤ ويشل کيږي .
۵- به اسلامي شريعت کې وارثان په اصحاب الفروضو، بیا عصباتو، او بیا په ذوي الارحامو ويشل شويدي ، که ونه موندل شول ، نو ترکه بيت المال ته سپارل کيږي چې له دي ډلې ځینې په هيځ صورت له ميراث څخه نه محروم کيږي لکه زوج او زوجه ، زامن او لورګانې ،پلار او مور ، ، ځينې بیا د ځینې نورو خپلوانو په موجوديت سره له ميراث څخه محجوب کيږي چې تفصيل یې مخکې بيان شو .
خو په امريکایی قانون کې لومړيتوب زوجيت ته ورکول شوي، چې یو له بل څخه ميراث اخلي  بيا یې که  اولادونه  درلودل ، نو هغوی هم ورسره ميراث اخلی ، که دا  وارثان موجود نه ؤ بیا ترکه پلاراو مور ته ، که هغوی نه ؤ وروڼو ته ، بیا اجدادو ته ، بیا ترونو ته ، که دا نه ؤ بیا د ولايت حکومت ته سپارل کيږي .
۶- په امريکايي قانون کې د زوی زوی د زوی په موجوديت کې ميراث اخلی ، او هلته د ښځې او نارينه برخې سره برابرې دي . خو د اسلامي شريعت سره د حمل او مفقود د ترکې په ساتلو کې توافق لری .
۷- په اسلامي شریعت کې وصيت کول په خاصو شرطونو سره جائز او مستحب دي ، هغه دا چې وصيت به غير وارث ته نه کوي . اونه به  له ثلث زيات  وي ، مګر دا چې ورثه ورسره توافق وکړي  خو په امريکايی قانون کې وصيت هر هغه چاته کولای شي چې زړه یې وغواړي .

 دا هغه اساسي مهم ټکي ؤ چې لويديځوال (خصوصا امريکايي) قوانين  یې له ځان سره لری ، خو دا چې يو مسلمان په دي مکلف دی تر څو په هره ټولنه کې چې اوسي تر څو د اسلامي قوانينو په اساس مال تر لاسه او مال یې وويشل شي  ځکه ميراث  یو  اجتهادي  امر نه دی ، بلکه دا د دين شعاير دي چې پريښودل یې په هيڅ صورت کې لازم نه دي ،ځکه ميراث د الله تعالی د حکم په اساس ويشل شوي ، نو په لويديځو هيوادونو کې په مسلمانانو لازم دي تر څو دا ټکي په پام کې ونيسي :

۱-  له وفات مخکې د خپل مالې حالت تصفيه وکړي ،له سود، قمار او غلا ډډه وکړي  ،  د خپل مال په هکله له وفات وروسته هم تصفيه وکړي ، پورونه یې مخکې اداء کړي ، په ثلث وصيت وکړي ، او خپل شرعې ورثه وټاکي ، هر هغه چاته چې په ميراث کې یې د اسلامي شريعت په اساس برخه وې هغو ته همداسې برخې په  وصيت سره وټاکې ،  تر څو امانتونه یې خپل اهل ته وسپارل شي  .
۲-همدا شان ددي په ځای چې ددوی مالونه د داسي خلکو لاس ته رسيږي چې له ده وروسته پری د اسلام په خلاف فعاليتونه کوي ، ښه داده چې په ژوند کې ( د مسلمانو وارثانو د نه موجوديت په صورت کې) خپل مال اسلامي مؤسساتو ته چې د خیر او ښيګڼې کارونه تر سره کوي ، او یا اسلامي کارونه پري کوی په وصيت سره وسپاري .






هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر