د ښوونکی ذهنی او عقلی صفتونه
۱:لوړ علم او پراخه معلومات
ښوونکی ته په کار دی چې په خپل
مضمون کی ښه معلومات او پراخه پوهه ولري ، د خپل مضمون په هکله دایمې مطالعه ولري
، د نویو معلوماتو د راټولولپاره تل هڅې او هاند کوي ، تل د اسلامی فرهنګ ، روانشناسۍ
او طرق تدریس د کتابونو مطالعه ولري.د خپل علم د پراخولو په لړ کې تل د نویو علومو
په زده کړه کې
هڅې ولري ، دنوموړی د مضمون په هکله تل لیکنې مطالعه کړي ، په دې هلکه لاندی
پاملرنې د توجه وړ دی
الف- کوم زده کوونکي چې د ښوونکي مضمون ته توجه
راګرځوي او د اهمیت په سترګه ورته ګوري ، نو باید چې ښوونکی هغه تشویق کړي، هغه ته دعلم بندې
دروازې پرانیسي
، د هغه سره د مضمون په فروعاتو او څانګو کې د زده کړې په
موخه مرسته وکړي ، د علم ناڅرګند مسایل ورته څرګند کړي د اختلاف ټکې او دلایل یې
وروښیی ، هغه ته د امیدونو روښانه لاره وښیې .
۲- لوړ او پراخه علم د د زده
کوونکو د استعدادونو په هڅونه ، مضمون ته د زده کوونکوپه جلب او توجه کې ډیر
رول لوبوي، هغه زده کوونکي چې د خپل استاذ سره مینه پیدا کړي دده مضمون ته مخ
راګرځوي ، خو مینه پدې پیدا کیږي چي استاذ زده کوونکو ته نوی معلومات راټول او بیا
یې دوی ته په مینه او رغبت سره تقدیم کړي، د هغوی د علمې معیار په اوچتولو کې
مرسته وکړي ، خو که چیرې ښوونکې یواځې د کتاب په مخ اکتفاء وکړي، او تکراري
موضوعات ورته وړاندې کوي، د ښوونکي تدریس د زده کوونکو د توجه وړ نه ګرځې د تدریس
په جریان کې زده کوونکی ستومانی ا و خستګي احساس کوي، یواځې د مضمون په حفظ اکتفا
کوي .
۳-هغه ښوونکی چی په خپل مضمون کې مهارت او پوهه
لري، په مضمون پورې تړلو موضوعاتو په هکله پراخ معلومات لري ، د هغه ښوونکي په
ټولنه او ښوونځۍ کې ډیر درناوی کیږي ، هغه د ښه شهرت څښتن وي ، خو دا هغه مهال
امکان لري چې ښوونکې د خپلې دندې سره مینه ولري ، د هغه په اهمیت ایمان او باور ولري، خپل مضمون په اړوند زیار وباسي ، د مضمون په
هکله هره لیکنه او کتاب مطالعه کړي، خو کوم چې د خپل مضمون سره مینه او علاقه نه لري ،
هغه په خپل مضمون کې ناکام او زده کوونکي ورته د شک په سترګه ګوری ، هغه ورته
خاین اومنافق ښکاري ،نو ښوونکي ته په کار دی چې داسې مضامین د تدریس لپاره غوره
کړي چې په تدریس کې لاس بری او مهارت پکښې ترلاسه کولای شي ، نومړي ته په کار دي
چې لوړي زده کړي پکښی وکړي ، ، دا غوره والی باید په ایماني مینه ولاړ وي ،او په
عملی کولو یې ځان ته د الله تعالی څخه د اجر تمه ولري .
نو ددې لپاره چې ښوونکی په پاسنیو صفاتو ښکلی
وي، ده ته ښایې چې لاندی ټکو ته ژوره
پاملرنه وکړي :
۱: ښوونکې باید خپل وخت بې ځایه
ضایع نه کړي، یواځۍ د ضرورت په اندازه د خوراک ، څښاک او خوب د کورنۍ او میلمنو د حقوقود اداء لپاره او یاهم د نفقې د پیداکولو
او ناروغی د حالاتو وخت ضایع کولای شي ، ځکه د مومن وخت د نوموړي د ژوند شیبې دي .
۲ : د علم او زده کړي لپاره
ښوونکی باید خاکسري او تواضع غوره کړي، د علم او تحصیل په حالولو کې حریص و اوسي ،
ځکه پوهه او حکمت د مومن ورک شوی مال دی ، هر ځای یې چې ومومي ، دلاسته راوړلوهځه
به یې کوي .
۳ - ددې لپاره چې ښوونکی ښوونکی فعال او هڅوونکی
وي ، د نړی له حالاتو به ځان خبروي، نو داچې ښوونکې پرله پسې
زده کړه وکړای شي ، لازمه ده چې لاندی مسایلو ته متوجه واوسي :
الف– پرله پسې مطالعه د یوې منظمې
نقشې او پلان له مخې تر سره کیدای شي، ، کیدای شي دا هدف د مجلو ، اخبارونو او
کتابونو له لاری تر لاسه کړي .
ب- ښوونکې ته په کار دي چې په فرهنګي او ثقافتي سمینارنو کې د خپلو
وړتیاوو او استعدادونو د ودې او پیاوړتیا
په موخه ګډون وکړي .
ج- د فرهنګي ، ثقافتي او علمي
ټولنو او موسساتو سره همکاري ولري ، د هغوی په پرګرامونو کې ګدون او فعاله ونډه واخلي، ترڅو د نړیوال
سیاست، علمي پرمختګونو او ټولنیزو چارو په اړوند معلومات تر لاسه کړي .
د- د علمي و فرهنګي ، او کلتوري
مرکزونو څخه لیدنه وکړي ، اود پوهې مراکز له نیژدې ووینې .
ه- په علمې او تخصصې برخو کې
پلتنه او مطالعه وکړي .
۶- د روزنې په برخه کې د پوهانو او مسلکې کسانو
د لیکنو او بحثونو دقیقه مطالعه وکړي .
ز- د تدریس څخه پرته د ښوونځئ په فرهنګي او ثقافتي پرګرامونو
کې فعال ګډون او ونډه ولري .
ح- د خپل مضمون د مسلکې علماو او پوهانو سره له نیژدې
اړیکې ولري ، د هغوی سره په مسایلو کې بحث او مناقشه وکړي
۲- سیاسي بصیرت (
ویښتیا )
د ښوونکې د ذهني او عقلي صفاتو په
لړ کې دوهم صفت سیاسي بصیرت دی ، دا په دې معنې چې ښوونکی به د هر هغه څه په هکله
درک او پوهه لري کوم چې د نوموړې لپاره یې درک کول حتمی دي ، هغه به د خپل دین په
هکله پوره معلومات لري، د خپلې مقدسې دندې په اهدافو به پوه وي ، ، د خپل عصر ستونزې ، نوښتونه او
تحولات به درک کولای شي ، د خپلې ټولنې له غوښتنو به خبر وي، ټولنې ته د متوجه
خطرونو او تهدیدونو څخه به خبرتیا لري ، د ټولنې څخه ددفاع په موخه به د ښوونې
اهمیت په نظر کې نیسي . د خپل تاریخ ، کلتور، او عرف څخه به معلومات لري، د وطن دښمنان او د هغوی
دسیسي به درک کولای شي ، او ددوی د نقشو په هکله به د ښوونې اهمیت له نظره نه
غورځوي .، ښوونکې به د هیواد دننه او بهر ، تر دې چې په ټوله نړۍکې . د سیاسي پیښو
، نوښتونو و او مسایلو په اړوند پوره معلومات لري، او هغه په لکه ورځنی ژوند داسې تعقیبوي،
د خپل هیواد او خپل دین د تاریخ ، او تمدن څخه به پوره آګاهي لري ، لکه چې ابن
حبان په یوه حدیث کې له رسول اکرم (ص) څخه په یوه روایت کې فرمایې : په عاقل سړې لازمه ده چې عقل یې مغلوب نه وي، لازمه ده چې د خپلې
زمانې په هکله پوره ویښتیا
ولري، خپل کارونه ښه سنبال کړي، او د خپلې ژبې ښه ساتنه وکړي .
سیاسي بصیرت ښوونکي ته له دې امله هم
لازم او ضروري دی
تر څو خپل زده کوونکي د ټولنې د فرهنګي، سیاسي او ټولنیزو خوځښتونو او د هغوی د کړنو څخه باخبره
وساتي، ، نو له دې امله لازمه ده ترڅو
ښوونکې لاندې ټکو ته متوجه واوسي :
۱- داچې په پاسیو مسایلو کې
پوره معلومات ولري ، نو ده ته ښایې ترڅو پراخه مطالعه او پلټنه ولري،
۲-د ډله ایزو وسایلو ، لکه
رادیو ، تلویزیون، اخبار او مجلو له لارې ورځنې مسایل تعقیب کړي او د پیښو څخه ځان
باخبره وساتي .
۳- د پیښو څخه د ښې خبرتیا په
موخه د پوهانو ، د نظر د خاوندانو ، محاضرو، بحثونو او څرګندونو ته غوږ ونیسي او
له هغوی پوښتنه ولري .
دا هغه لاری چارې دي چې ښوونکی پرې کولای شي خپل
سیاسی بصیرت پیاوړی کړي .
۳- اسلامی تفکر او
ایدیولوژي درلودل
د ښوونکې د ذهنی او عقلی صفاتو
په لړ کې دریم صفت اسلامی ایدیولوژی درلودل دي .،
اسلامي
ایدیولوژي درلودل په لاندې مواردو کې لازمي او لاسته راوړل یې
ممکن دي :
۱- د ښوونکي عقل به له خرافاتو ، وهمونو ، او نورو بې مورده خبرو
څخه چې د نوموړي او د ریښتینو حقایقو تر
منځ پرده واقع کیږي پاک او سوتره وي.
۲- . د نوموړي عقل به له سحر،
جادو، غیب ویلو ، څخه پاک او خالي وي ، او
دا کار به یو منکر ګڼي
چې له منځه وړل یې لازم دي .
۳-د فاسدو رواجونو ، بې بنسټه
داستانونو، او ړانده تقلید څخه به یې ذهن خالي وي کوم چې د نوموړي او صحیح ادراک تر منځ پرده واقع
کیږي .
۴- د هغه ړانده تقلید پیرو به
نه وي کوم چې ظالم او مغروره خلک یې له
خلکو غواړي تر څو یې په هرحال کې خلک خبره ومني او نه د هغو فاسدو خلکو چې غواړي
په خپلو کارونو خلک د فساد ولور ته راکش کړي .
۵- د ښوونکې ذهن به له دلیل او
شواهدو پرته له بد ګمانی او سوء ظن څخه پاک وی .
۶-د نفسانی غوښتنو تر تآثیر
لاندې به نه راځې ، تل به د عدل او انصاف ملاتړ وي .
۷- په بې ګټې او بې مورده مسایلو به
ځان نه مشغولوي، له هغو بحثونو او مناقشو به ډډه کوي کوم چې دده عقیدې او اخلاقو ته تاوان رسوي .
۸- ټول هغه څه به مني چې د قرانکریم
او نبوي احادیثو سره توافق لري ،کوم څه چې د اسلامي شریعت سره مخالف وي ، هغو ته
به په ذهن کې ځای نه ورکوي ، د لویدیځوال تمدن په وړاندې به داسلامي تمدن ننګه کوي
، د غربې تمدن څخه به هغه څه مني چې زموږ
د اسلامې ټولنې د ارزښنتونو سره برابر وي،
په هغو کې زموږ د مسلمان ملت ګټه نغښتې وي،
دا هغه ټکي وو چې یو مسلمان ښوونکي ته په کار دي تر څو یې ذهن پرې
ښکلی وساتي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر