:
۱ـ نظافت او پاکوالی ليکنه :محمدشفيق صادق
ښوونکی باید د تدریس په مهال
پاک سوتره او معطر وي د ښې څیرې اوښه شکل
څښتن وي ، دزمانې اوعصر دغوښتنې سره سم ترټولومناسبې ښې
او پاکې جامې واغوندی، په دې کار سره به دالله (ج) درضا غوښتونکی وي. په دی هکله
رسول الله (ص) زمونږ لپاره تر ټولو ښه بیلګه ده، لکه چی مکهول دعایشې(رض) څخه
روایت کوی او فرمایی :- درسول الله (ص) داصحابو (ملګرو ) څخه یوه ټولي په دروازه کی
انتظار ایست. نو رسول الله(ص) ورغی ، هغه یې په کار ؤ(مخکې له وتلو ) په کور کې یو
لوښی ؤ، اوبه پکې وې، نورسول الله(ص) په هغه اوبو کې (دآینې په شکل) کتل ویښتان او
ږیره یې برا بروله.عایشه وایی:- ماورته وویل:- اي دالله (ج) رسوله ته هم داسی کار
کوې؟ هغه وویل:ـ هو کله چی څوک خپلو وروڼو (ملګرو) ته وروځي نو ځان دې برابر کړی
ځکه الله(ج) ښکلی دی او ښکلا خوښوي.
په طبقات ابن سعد کې یو روایت
شوی : کله به چی یو هیت یا استاذی راغی، نو رسول الله (ص) به تر ټولو ښې جامې اغوستې،
او اصحاب کراموته به یې هم دا امر کاوه.
۲:ــــ په صحیح مسلم کی دابن مسعود
(رض)څخه روایت دی چې رسول الله (ص) وفرمایل:- دچا په زړه کې چې دمثقال ذره غوندې
کبر وی جنت ته به داخل نشی، یوه سړی وویل:- یو سړی خوښوی چې جامې یې ښکلې وی ،
پایزار یی ښکلی وی. نو آیا داهم کبر دی؟ نبی(ص) وفرمایل:- هغه ښکلا ده ، په تحقیق
سره الله(ج)جمیل(ښکلی) دی، او ښکلا خوښوی، تکبر(لویی) ،ځان غره توب، دحق پټولو یا
نه منلو او دخلکو سپکاوي ته وایی.
۳:-- په مسلم شریف کې دانس بن
مالک (رض) څخه داسې روایت راغلی هغه
فرمایې: ماهیڅکله درسول الله (ص) له بوی څخه ښه عنبر ، مسک اونه بل ښه شی بوی کړی دی. نو دهمدې نبوی احادیثو په رڼا کې
مسلمانانوپوهانو ښوونکو ته لازم بللي چې
په لاندې آدابو مزین او ښکلی وی:
الف:ښوونکی باید دخیرو ، چټلی څخه پاک وي. نوکان
ئې اخیستې وي. اضافی او دلرې کولو وړ ویښتان ئې لرې کړي وي، دبد بوی څخه ځان وژغوري، ږیره یې منظمه او ږمنځ شوې وي
، خپل ظاهری کرکټر او بڼه منظمه کړي، مناسبې جامې واغوندي ، ځکه چې زده کونکی
همیشه دخپل ښوونکي جامو اوبڼې ته متوجې وي، نوکه چیرې دښوونکی بڼه اوجامې مناسبې
نه وي دزده کوونکي په وړاندې به بې اهمیته او ضعیف ښکاره شي.
۲:د سینې پراخوالی:
د بدنې صفاتو په لړ کې د ښوونکو
لپاره دوهم صفت د سینې پراخوالی او د تندي ورین والی دی، ښوونکی باید دورین تندي څښتن
او بشاش وي د زده کوونکو سره په ورین تندې او خوشهاله خوله تعامل ولري، امام احمد
له ابو درداء روایت کړی چې : مارسول الله (ص) د خبرو په مهال له تبسم پرته ندی
لیدلی او په صحیح ابن حبان کې له ابی ذر (رض) روایت شوی چې رسول الله (ص) فرمایې : ستا
تبسم او موسکا ستا د ورور په وړاندی ستا
لپاره صدقه ده
۳: فصاحت :د ژبې فصاحت یو له مهمو
بدنې صفاتو څخه دی ، ښوونکی باید په خوږه او فصیحه ژبه خبرې وکړي، د ښه تعبیر او
استدلال څښتن وي، د هر حالت لپاره بیل او ځانګړي حرکات اداء کړي، او خپل غږ ته
تغیر ورکړي.
ابن جماعة په دې هکله په خپل
کتاب کې لیکي( ښوونکې ته پکار دي چې خپل غږ د اړتیا څخه زیات اوچت نه کړي ، او نه
هم دومره په تیټ غږ تدرس وکړي چې څوک یې اواز نشي اوریدلای ) بهتره داده چې غږ یې د مجلس څخه بهر ته تجاوز
ونه کړي، که په ټولګي
کې داسې کسان وجود ولري چې د غوږونو ستونزه ولري ، بیا به د هغو د اوریدو
په اندازه خبرې کوي . ګډې وډې او په ډیره
تیزۍ سره به خبرې نه کوي ، کلمات به
ېې بیل بیل او په ترتیب سره وي ترڅو پکښې اوریدونکی فکر وکړي ، کله چې یو درس ، یا
موضوع یا هم کومه مهمه خبره پای ته ورسیږي ، نو ښوونکی باید لږ چپ شي تر څو زده
کوونکو ته د سوال کولو موقع ورکړل شي.
۴: صحت او سلامتیا :
د بدنې صفاتو په لړ کې صحت او
سلامتیا د ښوونکې مهم صفت ګڼل کیږي . ښوونکی باید دداسی عیبونو او رنځونو څخه روغ
وي چې د نوموړي په تدریس کې نیمګړتیا رامنځ ته کوي ، یا هم د زده کوونکو د ټوکو او
مسخرو لامل وګرځې ، لکه د سترګو ډیر ضعیفوالی چې د زده کوونکو او د تختې د نه لیدو لامل
کیږي، یا هم د غوږونو کوڼوالی، یا دلاسونو او پښو شلوالی ، چې په دې سره به د
ټولګې د کنترول څخه عاجز شي ، او د زده کوونکوستونزې به نشي حل کولای.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر