ایا د ککریو له موزیم څخه خبر یاست ؟
ددی موزیم چی ډیر لا تری خبرنه دی داستان اوس نوی ټپ دی .
راشی دلته یی داستان واورئ
ژباړه : محمدشفیق صادق
په ۱۸۳۰ کال ، چی اروپایی استعمارګرانو د نړی
لر او بر تر خپل استعمار لاندی راوستلی ؤ فرانسی الجزایر د زرګونو فوځیانو په مټ
اشغال کړ ،او هلته یې خپله استعماری دوره پیل کړه ، سره ددي چي د هغه وخت حکومت او
نظام ونه شوای کولای د استعمار په وړاندي مقابله وکړي خو د الجزایر اولس خپله توره
تر ملا کړه او د یوې پیړي لپاره یې د استعمار په وړاندي مقابله وکړه ..
استعمار یوه نیمه پیړي په دی هیواد واکمن ؤ
،په دی لړ کي یی ټول هغه څه وکړل چي د الجزایر د خلکو هویت بدل کړی او د هیواد د
تل لپاره د فرانسی خاوره شی ، هلته عربی ژبه چي د اولس رسمی ژبه وه کرار کرار په
فرانسوي بدله شوه .ښوونه او تعلیم په فرانسوي ژبه شو ، دین له حکومت او تعلیم څخه
وایستل شو ..رسمی دندی اوکارونه هغه چاته ورکول کیدل چي فرانسوي ژبه یې زده او
خبری پری وکړای شي .. هر هغه څوک چي د استعمار سره یې مخالف کاوه ،هغه د تروریست
په نوم وژل کیدل او یا د ابدی مرګ کمپونو ته چي په صحرا کی یې د زندانونو په ډول
جوړ کړی ؤ استول ...
ځینو الجزایریانو ورسره حکومت کی کار کاوه ،
فوځ کي شامل شول او د استعمار تر واک لاندی یې دندی درلودی خو ځینو بیا ورسره
مقابله کوله ..دا مقابله ډیره اوږده وه ، فرانسوی استعمارګرانو په مجاهیدنو هیڅ
رحم نه کاوه ، کلی به یې په یو مخ تباه کول او وژل ..چې په دی قتل عامونو کي د
۱۸۴۵ کال قتل عامونه او د (عطاشه ) قتل عام چي په ۱۸۴۹ کال د جنرال هیروبین په لاس تر سره شو د
الجزایر په تاریخ کي ډیر مهم دي
تر ټولو لوی جنایت چي فرانسویانو د الجزایر د خلکو په وړاندی وکړ هغه دا چي د مقاومت او جهاد مشران به چي په شهادت ورسیدل سرونه به یې تری غوڅول او بیا به یې فرانسی ته وړل تر څو یې د مړو په موزیم کي کیږدی ،،دا کار دوی د عام اولس له سترګو پټ کاوه په دی لړ کي له ۱۸۳۰ کال څخه بیا تر ۱۹۶۰ کال پوری د (۱۷۰) کلونو لپاره د فرانسی د (۲۴) چینل د راپور له مخي (۲۴) زره ککری ساتل کیدي ..چې له دی جملی د (۵۰۰) قماندانانو او مشهورو مجاهدینو ککری دی ..
سره ددي چې د الجزایر خلکو په (۱۹۵۴) کال د
اشغال په خلاف لوی انقلاب پیل کړ چي تر (۱۹۶۲) پوری یې تر یومیلون ډیر خلک ووژل
شول خو بلاخره فرانسه مجبوره شوه د الجزایر استقلال ومنی خو
د عسکرو له استلو وروسته یې واک په فرانسه کی داسی روزل شوو کسانو ته وسپاره چې د فرانسویانو څخه ډیر
په خپل اولس ظالم ؤ
د ککریو د موزیم خبره له استقلال وروسته هم چا نه راپورته کوله ..او همداسی پټه روانه وه بلاخره په (۲۰۱۱) کال په فرانسه کي یوه الجزایری ( فرید بالقاضی) ددی موزیم څخه پرده پورته کړه او الجزایری عام اولس یې خبر کړ چي ددوي د غازیانو د ککریو څخه فرانسی موزیم جوړ کړيدی .
خبره رسوا شوه د الجزایر حکومت هم مجبور شو د اولس د غوښتنو په اساس فرانسی ته خواست وکړي چي ددوی ککری بیرته ورواستوی خو فرانسویانو نه منله ...بالاخره په ۲۰۱۷ کال کله چي ماکرون (اوسی صدراعظم ) د الجزایر څخه لیدنه کوله نو یې وعده وکړه چي ککری به بیرته واستوی ..له دی وعدی وروسته د الجزایر حکومت له فرانسی رسمی غوښتنه وکړه چي ککری ورواستوی ..دا دي سږ کال الجزایر یان وتوانیدل د خپلو مجاهدینو د (۲۴ ) مشرانو ککری تر لاسه او په رسمی بڼه یې خاورو ته وسپاری ...
دد ککریو موضوع اوس د الجزایری اولس د زړه ټپ دی چي هر یو پری خبری کوي ..دی تر څنګ بل جنایت چي فرانسی هلته کړی او د اولس له سترګو پټ ساتل شوی ؤ هغه د الجزایر په صحرا کي د فرانسی اتومی ازمیښتونه ؤ ،فرانسی خپل اتومی ازمیشتونه په الجزایر کی تر سره کړل چي د هغي سیمي زرګونه خلک یی ووژل او تر اوسه هم په سیمه کي خلک مړه کږي همدا ډول دوی د خپلو اتومی بټیو فاضله مواد هم په الجزایر کي تر خاورو لاندې کړیدي چي دا د پیړیو لپاره د دی اولس لپاره بل ګواښ دی خو سیکولر ګوډاګیانو چي په فرانسه یې حکومت کاوه د استقلال څخه بیا تر دی دمه هر څه له اولس پټ ساتلی ؤ .
.خو اوس د فرانسی نوی حکومت خوله پرانیسته ؛
او د الجزایر ولسمشر اعلان وکړ چی فرانسویانو له (۱۸۳۰) څخه تر (۱۹۶۲) پوری د دی
هیواد نیم خلک وژلی دی ،او کیدای شی تر (۵) نیم میلونه هم زیات وی ..
پاته د نه وی چی فرانسی د الجزایر خلک په
لومړی او دوهم نړیوال جنګ چی هم په خپله ګټه
استعمال کړل او ددی هیواد ( ۱۳۸) زره عسکر چی د استعمار تر واک لاندی یې ژوند کاوه
جګړي ته واستول
اوس له دی ککریو څخه تیره پنجشنبه د ځينو مشرانو ججری او جسدونه الجزایر ته را رسیدلی وی او
دلته به دفن شی
https://arabnn.org/Section_247/
https://www.alarabiya.net/ar/north-
https://alahrarnews.net/51319/
https://al-ain.com/article/algeria-restoration-skulls-france-recovery
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر