د چک په ولسوالۍ کې دوسلې ویش او د خلکو پاڅون: لیکنه : محمدشفیق صادق
د ۱۳۵۸ کال په رابره کیدو د چک ولسوالۍ په درو کې هم د پاڅون لپاره د خلکو تر منځ خبرې روانې وې، په خوات ، اله سنګ او بیک سمند کې مرحوم مدیر محمد شریف مرحوم ملک امیر خان ، حاجې مرحوم محمدظاهر، ملک موسی او ځینو نورو هلې ځلې کولې، په عربانو ، آبکزار، نیک پایقول کې د شهید محمد ولي خان. په مشری او د ملا محمد اشرف، عبدالاحمد خان ، ولسوال ابن یمین ، ملا احمد زی ملا ګلو جان او ځینو نورو په همکاری فعالیتونه درلودل، په بر خوات ، سیوکه او ګردن مسجد کې محمد قاسم آخند زاده ، مولوي عبد الحلیم او ځینو نورو فعالیت درلود ، دا ټول فعالیتونه په ملي بڼه پیل ؤ ، دا هلې ځلې سره یو ځای شوې، دوی په ټولو لومړی د حمل په ۱۵ نیټه په ولسوالۍ د حملې ورځ وټاکله بیا خبره وځنډیده ، خو کله چې د اسلحې د ویش خبر خپور شو، نو ټولې هڅې همدې خبرې ته معطل شوې،بلآخره د ثور په ۱۴ نیټه ۱۴ لارۍ ټوپک او مرمۍ چک ته راورسیدل، چې ۱۰ لارۍ په چک کې د ویش لپاره پاته نور جلګې ته واستول شول.
د جوزا په ۶ نیټه د ټوپکو ویش پیل شو ، پنځه ورځې دا ویش روان ؤ ، په شپږمه ورځ په ۱۲ نیټه خلقیانو ټینګار کاوه چې خلک باید همدا نن د هزاره جات په لور روان شي، دوی خلک کلابند او ځینې یې د هزاره جات په لور روان کړل، په دې حالت کې د اله سنګ شیریندل خان د حکومت په امر د خلکو مخې ته راغی او په لوډسپیکر کې یې د الله اکبر نعری وکړې، په دې سره په خلکو کې ګډوډي پیل شوه، خلکو د وسلو سره د تیښتې هڅې پیل کړې ، خلقیانو غوښتل په خلکو ډزې وکړي خو نورو خلکو ممانعت وکړ ، صبا ورځ خلقیانو ډیرې هڅې وکړې تر څو خلک تښتول شوې وسلې بیرته راوړي، دوی پراخ تبلیغات وکړل، خو ګټه یې ونه کړه ، په همدې حالت کې ملي مشرانو تصمیم ونیو چې د جلګې د خلکو سره په یوه شپه دوی هم په چک ولسوالئ یرغل وکړي، نو یې د جوزا (۱۵) نیټه د حملې لپاره وټاکله ، د چک له لر او بر څخه مجاهدین په ګروپونو کې ولسوالۍ ته رانیژدې کیدل، د شپې په ۳ بجو او ۱۵ د قیقو د سرپوښ د سیمې یوه مجاهد امیر خان په خپل ولجه کړي بړي ډوله ۱۱ ډزې ټوپک په ولسوالۍ لومړې فیر وکړ ، ورسره له هر لورې د مجاهدینو ډزې پیل شوې . د چک په ټوله ولسوالۍ کې د شپې ټول واړه او زاړه په بامونو او لوړو غونډیو ناست او الله تعالی ته یې د مجاهدینو د بریالیتوب دعاګانې کولې، د لمر دراختو سره سم د چک لومړنی شهید روشندل خان خپلې وینې الله ته نذرانه کړې، ورپسې اولیاء په تش لاس خپل ټټر د دښمن مرمیو ته سپر او شهید شو ، ټوله ورځ جګړه روانه وه ، د ورځې په جریان کې دوه ټانګونه د مرستې لپاره چک ته راورسیدل، خو د هغوی له رارسیدو مخکې مجاهدین د ولسوالۍ تعمیر ته رادننه شول، دوی سلاکوټ ونیو او پاته ټوپک یې په بې وسلې مجاهدینو وویشل، همدا شان د ولسوالۍ تعمیر ته یې اور ورته کړ ، د ټانګونو په رارسیدو مجاهدین له ولسوالۍ د بت غره او نورو سیمو ته په شا شول، خو د ولسوالۍ محاصرې دوام درلود .
د حکومت له لورې د مصالحې دهیئت استول
بلآخره دولت د ننواتې او مصالحې په شان ځینې مخور خلک د جوزا په ۱۸ نیټه چک ته واستول، دوی په پاسني تاریخ په اله سنګ بیا په ۲۱ تاریخ په شاه قلندر کې د مجاهدینو له مشرانو سره ولیدل، د پاڅون مشرانو مخور بیرته رخصت کړل او خبرې بریالی نشوې .
په چک ولسوالۍ د کمونست حکومت لومړى برید:
د هیئت له ناکامه ستنیدو وروسته د جوزا په ۲۲ نیټه ۲۵ عرادې ټانګونه او موټر چک ته راواستول شول، چې دوو هلیکوپترو یې ملاتړ کاوه ، مجاهدینو لومړی په شاه قلندر کې د ملک امیر خان (کوچي) په مشرۍ یوه ورځ د قوې سره مقابله وکړه ، خو قوه( دولتي ځواکونه) وتوانیده ځان لنګر ته او له هغه ځایه له ډیرو سختو جګړو وروسته د چک ولسوالۍ ته ورسوي. دوی د ولسوالۍ محاصره ماته کړه ، او له شا او خوا سیمو یې ګڼ کسان له کورونو راو ایستل او کابل ته یې بندیان بوتلل. بلآخره د جوزا په ۳۱ نیټه په ولسوالئ کې د ۴۵ تنو خلقیانو په پریښودلو له چک ولسوالۍ څخه کابل ته ستون شوه .
د چک په ولسوالۍ د مجاهدینو دوهم برید او د ولسوالۍ فتح
مجاهدینو بیا په سیمه کې خپل ګروپونه سره منظم کړل او د سرطان په (۵) نیټه یې یو ځل بیا په ولسوالۍ حمله وکړه ، له سختو جګړو وروسته هراتی ولسوال ووژل شو، او پاته خلقیان د سرطان په (۸) نیټه د غره له لارې د شپې د تیارې څخه په استفادې سیدآباد ته وتښتیدل ، او مجاهدینو د لومړي ځل لپاره د تکبیر په نعرو اسلامي بیرغ په ولسوالۍ ورپاوه .د ولسوالی له فتح وروسته د نوره خیلو په کل کې د ټولو مجاهدینو غونډه جوړه او د امنیت او مقابلې لپاره ترتیبات ونیول شول، دوی د سیمې د امنیت په موخه مشران هم وټاکل.
د نوره خیلو غونډه لاروانه وه چې د حسن بیک له غاښي او د جغتو د ګردن مسجد له لارې د ملیشې او قوې د راتلو اوازه خپره شوه ، مجاهدینو یې مخه ونیوه او په دواړو جبهو کې قوې سخته ماته وخوړه ، په ګردن مسجد کې مجاهدینو د الله داد خان په مشری د سرطان په (۱۰ ) نیټه قوه ماته کړه ،
د مهاجرو مجاهدینو رارسیدل او پڅون په تنظیمی بڼه بدلیدل :
په همدې ورځ د سرطان په (۱۰) نیټه د نرخ، جلریز، سیدآباد ، چک او نوروسیمو مهاجر مجاهدین چې شمیر یې (۷۰ـ۸۰ ) تنو ته رسیده او پخوا د خلقیانو د ظلمونو څخه د خلاصون په موخه مهاجر شوي ؤ سیمې ته راورسیدل ،دوی له پاکستان څخه په شریکه راروان شوي ؤ، سره ددې چې د وردګو پاڅون تنظیمي بڼه نه درلوده دا یو ملي قیام ؤ ، خو د پاکستان څخه راروان مجاهدین په ښکاره سره یوموټئ خو په باطن کې په ډلو سره ویشلې راروان ؤ ،(د استاذ محمد انور ولید په وینا : موږ په لاره دری ځلې عهد سره وکړ چې یو موټی به په سیمه کې د حکومت په خلاف مبارزه کوو خو داسې ونه شوه )، ددوی د رارسیدو سره سم د سیمې انقلابي پاڅون ورو ورو تنظیمي بڼه غوره او بلآخره په بیلو بیلو ډلو او جبهو سره وویشل شول .
ددوی د رارسیدو په مهال محترم زبیرشفیقي د وردګو حالات داسې ترسیم کوي :(شنیز او اونخي د انقلاب په څپو کې ځوښ خوړ ،خو لا ارام ؤ ،د چک او دایمیردادو تکبیرونو خو دنیا په شور ډکه کړې وه ،چګ او دایمیردادو هغه ټوپک چې دولت د هزاره ګانو سره د جګړې لپاره ورکړي ؤ بیرته په حکومت راوګرځول خو په سیدآباد اوجغتو کې دا پروسه نیمګړې پاته شوه ،چک لمبه لمبه ؤ ، یوه چیغه او فریاد ؤ یو تکبیر ؤ ، تابه ویل چې اسرافیلي شپیلئ پکښې پوه شویده ،دلته هغه چیغه اوچته شوه چې د اولسونو تقدیر او برخلیک ورسره بدلیږي ...اوس ددې نارې چوپول د هیچا په وس کې نه ؤ ....دا هغه وختونه ؤ چې وینې به تودې او سترګې به سرې شوې ټانګونو او الوتکو یې بیا هغه نیشه نشوای تښتولای ...) سیمې ته په رارسیدو ،یوه ډله مجاهدین د شهید انجنیر متین په مشری د ګوربت د غره په لور وخوځیدل ، له دې ډلې څخه یوه بله ډله چې مشري یې مولوي رفیع الله مؤذن کوله هم یو ځای شنیز درې ته راورسیدل چې بیا دې ګروپ د حرکت انقلاب اسلامي په نوم په ګوربت او آبدره کې مرکزونه جوړ کړل ،دوهمه ډله بیا له همدې لارې په ګردن مسجد کې د مجاهدینو سره یو ځای شول اود قوې سره جګړې ته ورورسیدل ، دوی د قوې له ماتې وروسته چک ته راغلل او د نورو مجاهدینو سره یې د چک په الي خاني کې په لویه غونډه کې ګډون وکړ ، په غونډه کې د ولسوالۍ د فعالولو په هکله بحثونه وشول، له بحثونو وروسته مسؤلین وټاکل شول، خو له بده مرغه د لومړي ځل لپاره مولوی زلمي د حرکت د تنظیم لپاره د بیلې ولسوالۍ پشنهاد وکړ چې بیا ومنل شو، خو همدا د اختلاف لپاره لومړی پیل ؤ .....
په چک ولسوالۍ د کمونست حکومت دریم یرغل:
د سرطان په (۱۶) نیټه د کابل له لارې خلقیانو یوه بله لویه قوه راواستوله، لومړۍ ورځ په شاه قلندر کې مجاهدینو سخته مقابله ورسره وکړه ، دوی وتوانیدل چې لنګر ته ځانونه ورسوي، په (۱۹) نیټه یې په بیک سمند حمله وکړه ،هلته د مدیر نیاز محمد ، حاجي غني اوسخي جان تر مشرۍ لاندې مجاهدینو ښه مقابله وکړه ، وروسته په (۲۰) نیټه مجاهدینو په ګلي کې د قوې مخه ونیوه ، دوی له بامونو په ټانګونو پترول را تش کړل چې دوه ټانګونه د اور لمبه شول، په دې جګړه کې ځینې مجاهدین هم شهیدان شول، بیا قوه چک ته ورسیده ، او د سیوکې تر غاښي مخکې ولاړه ، هلته هم د مجاهدینو له سخت مقاومت ورسته بیرته چک ته راوګرځیده ، قوه له (۷) ورځو جګړو وروسته د (۵۰۰) کسو په تلفات ورکولو او د (۳۰) تنو مجاهدینو له شهادت وروسته کابل ته ولاړه .
دریمه برخه هم لری
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر