۱۳۹۹ تیر ۱۷, سه‌شنبه

په وردګو کې د کمونستی نظام په خلاف د اولس د پاڅون څپه ،لومړی برخه : دجلګی ولسوالی د خلکو پاڅون





لومړی برخه : دجلګی د خلکو پاڅون (۱۳۵۸ کال جوزا او سرطان میاشتی)
د وردګو ولایت د دوولسیزو یادښتونو له کتاب څخه په استفادي : لیکوال محمد شفیق صادق
کمونستانو د خلکو په نیولو ، اعدامولو او خپلو ریفورمونو ته دوام ورکاوه ، په ۸ جوزا ۱۳۵۸کال د اسلامي غورځنګ د مشرانو د غلام محمد نیازي ، سیف الدین نصرتیار په ګډون د ۱۲۵ تنوافغانانو د اعدام خبر خپور شو ،
، زندانونه له خلکو ډک شول د زندانیانو د ژوندی خښولو کیسی په خلکو کي خوله په خوله روایت کیدي .، د شهیدانو کاروانونه ورځ تربله په زیاتیدو ؤ ، .. د خلقیانو جاسوسان او کمونیستی غړی هر کلې او کور کې د خلکو د خبرو په ټولولو بوخت ؤ تر څو یې حکومت به ورسوی سلګونه وردګ ځوانان له پوهنتونونو او کلیو زندانونو ته ټیل وهل شول.خلکو ورځ تر بلې له حکومته فاصله نیوله ،خو د ټول استبداد سره سره بیا هم خلکو یو د بل سره د پاڅونونو په هکله په پټه مشورې کولې ، سره ددې چې دا کار هم د سر په بیه تمامیده خو څومره چې حکومت له سختۍ څخه کار اخیست هغومره ورسره اولس مقاومت ته تیاریده ، ، نور خلک پاڅون ته تیار ؤ خو مشري په غاړه اخیستل او کار پیل کول ګران کار ؤ ، ځینې خلک د مهاجرو راتګ او راتلو ته سترګې په لاره ؤ ،تر دې دمه د هیواد په ډیرو ولایتونو کې د پاڅونونو خبرونه خپاره شوي ؤ ، په خوست ، پکتیا، کنړ، هرات ، او نورو سیمو کې پاڅونونو خلک امیدواره کول،په تیره بیا د هزاره جات پاڅون چې د وردګو په څنګ کې پرته سیمه ده خلکو ته نور هم زړه ورکړ ، سره ددې چې دا پاڅونونه ملي پاڅونونه ؤ چې کومه تنظیمي بڼه یې نه درلوده خو د اسلامي تحریک کسانو له دې حالته د خپل ځان په ګټه کار اخیست ، دا حالت د وردګو په ټوله سیمه کې یو شان روان ؤ د وردګو د ولایت په ګاونډ لوګر کې هم پاڅون شوی ؤ ،خروار او زنه خان کی خو عملا جګړه روانه وه ، برکی راچان هم د پاځون په لور ورګډ شو ،
د حکومت له خوا په وردګو کي د وسلې ویش:
حکومت چې حالات لیدل نو د قومونو په مسلح کولو یې غوښتل نور قومونه وټکوي او خپل واک تر یوې مودې اوږد کړي، دوی د هیواد په ځینو سیمو لکه پغمان ، شینوارو، ځاځیو ، خوست او ځینې نورو سیمو کې خلک د پاڅون کونکو په وړاندې مسلح کړل، نو په کابل کې د دولت طرفداره وردګ مشرانو د حالاتو څخه په ناخبرۍ دولت ته سلا ورکړه چې وردګو ته باید د هزاره جات د خلکو په وړاندې وسله ورکړل شي ، دوی تر دې وړاندې ځینې کسان په ملیشو کې جزب کړي ؤ ، هغوی ته یې کافي معاشونه او ډیر صلاحیتونه ورکړل ، حکومت له دوی څخه د مخالفینو په تعقیب او څار کې ښه کار اخیست ، داچې دا کسان په کلیو کې ښه بلد ؤ او ټول مخالفین یې ښه پیژندل نو دوی تر بل هر چا د مخالفینو په نیولو او ځپلو کې ښه کار ورکړ ،نوحکومت غوښتل چې ددې ملیشو د ښو کارنامو څخه په تجربه اخیستلو د وردګو ټول قوم د هزاره جات او نورو محلي مخالفینو په وړاندې مسلح او کار ترې واخلي ،تر دوی مخکي امان الله خان هم دا کار کړی ؤ دوی هم غوښتل د امان الله خان د حکومت په شان وردګ یو ځل بیا د قومونو سره وجنګوي خو دوی ناخبره ؤ چې وردګ بیا د چا د پاچا کولو لپاره د ملک له قومونو سره نوره دښمني نه غواړي ، نو یې د اسلحې د ویش لپاره په وردګو کې تبیلغات پیل کړل چې هزاره ګان غواړي په وردګو حمله وکړي، دوی د سنیانو حکومت نه مني، ...او داسی نور، د همدې هدف لپاره یې د تنګي د امیر کلا اوسیدونکی محمد غوث حکیمي چې هغه مهال په معارف وزارت کې د پلان ریس ؤ وردګو ته راواستاوه ، هغه په رسمې ډول د استعلام په بڼه له خلکو موافقه واخیسته خلکو هغه مهال د څو دلیلونو له مخې دا موافقه وکړه :۱- ځینې په رښتیا هم له هزاره ګانو ویریدل چې په دوی به حمله وکړي ، نو د خپلې د فاع په موخه یې اسلحه ضروري ګڼله ، ۲- ځینو بیا د اسلامي تحریک د کسانو په لمسون د راتلونکي پاڅون لپاره د تیاري په موخه اسلحه اخیستل مناسب ګڼل ۳- ځینو بیا د کمونست دولت په ملاتړ دا کار کاوه . بلآخره د ثور په ۲۸ نیټه ۱۴ موټره ټوپک او کارتوس چک ولسوالۍ او جلګې ته ورسیدل، ددې اسلحي څخه ۴ موټره جلګې ته د ثور په ۲۹ نیټه ورسیدل، او پاته نور په چک کې د توزیع لپاره پاته شول، د جوزا د میاشې په اوله اونۍ کې اسلحه توزیع شوه ، په دې سره په هزاره جات کې د خلکو خوابدي او اندیښنه زیاته شوه ، نو د جوزا په ۸ نیټه د جلګې مشرانو غونډه وکړه یو هیئت ته یې دنده وسپارله چې هزاره جات ته د ډاډ لپاره ولاړ شي، هغوی هم ورغلل او هزاره ګانو ته یې ډاډ ورکړ چې دا ټوپک به ددوی په خلاف استعمال نشي
د جلګې په علاقدارۍ کې د وسلې ویش او د اولس پاڅون :
د استاذ زیبر شفیقي د لیکنې له مخې( په جلګه کې یوه ګروپ کسانو د مرحوم الحاج عبدالصبور خان په مشری په بخشک کې او د مرحوم عبدالکبیر خان په مشری دوهم گروپ په منځنۍ جلګه کې فعالیت کاوه، وروسته په علاقدارۍ د عملیاتو پلان ونیول شو د جوزا (۱۴) نیټه په علاقدارۍ د برید ورځ وټاکل شوه ، ورسره د چک له مشرانو سره هم ارتباط ټینګ شو چې په دې شپه به دوی هم هلته حمله پیل کړي، د شپې په اتو بجو مجاهدین راوخوځیدل، او د شپې په لسو بجو یې د بسم الله خان په مشرۍ په علاقدارۍ حمله پیل کړه، مجاهدینو د حکومتي یوولس ډزو انکریزي ټوپکو خولې د لومړي ځل لپاره په کمونستانو را خلاصې کړې ، په علاقدارۍ له هر لوري برید پیل شو ، هلته د جلګې ټول خلک ښځې ،ماشومان او بوډاګان ، په بامونو ناست الله تعالی ته یې د مجاهدینو د بریاوو لپاره ددعا لاسونه نیولی ؤ ، د سهار لمر خاته سره وردګ ولسی مجاهدین د کمونستانو په مورچو وروختل ، تر غرمې ټول عسکر تسلیم او یا هم ووژل شول، او د ولسوالۍ پاته اسلحه هم په تش لاسو مجاهدینو وویشل شوه، د جلګې د علاقدارۍ د ساتنې په موخه د جوزا په ۲۰ نیټه شورا جوړه ، د شوری ریس عبدالکبیر خان، مرستیال یې ملک عصمت الله خان ، عمومی قماندان بسم الله خان ، او معاون یې عبد الصبور خان او د مالی چارو مشر معلم امان الله خان کوچی وټاکل شول . چې دې خلکو د ولسوالۍ د چاروتر څنګ په چک کې هم د مجاهدینومرسته پیل کړه ،او جلګې ته بیا تر ۱۳۵۹ کال پورې د حکومت لاس ونه رسید، په ۱۳۵۹ کال د روژې قوه تر جلګې هم ورسیده تر هغو وروسته بیا تر ۱۳۶۶کال پورې رژيم ونه توانید چې جلګې ته ځان ورسوي

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر