۱۳۹۹ اسفند ۶, چهارشنبه

د انتقاد فرهنګ باید تقویه شی



 ..   لیکنه : محمدشفیق صادق


په ټولنه کي منتقدین او اصلاح غوښتونکي د ملت او ټولنې د بیداری او اصلاح غوښتنې غښتلې مټې دي ، ویښ ملتونه تل منتقدین پالی ،ستایی او شاباش ورته وایی . ځکه ددوی ویښ ضمیرونه دی چي ټولنه کې ویده ضمیرونه را بیداروي ټنبل ،بی کاره او غافل انسانانو ته انرژی ورکوی .

په پرمختللو ټولنو کي هیڅکله څوک کوم منتقد په پردي پالئ ،اجنټې او خیانت ته تورن کوي بلکه هڅه کوي خپل ځان جوړ کړي ، که کومه ټولنه کي انتقاد نه وي هغه ټولنه د زورواکې ، ظلم ، استبداد او (کمونزم) په لور روانیږي ..چي په هیڅ صورت کي د ټولنو په خیر نه وي . زموږ په ټولنه کي هم د منتقدینو وجود ، سره ددی چې د ځینو له نظریاتو او تصوراتو سره مخالف یم ، خو د هیواد او ټولنې په خیر یې ګڼم ، او هیله لرم چي کاش دا ډول منتقدین پرته له ویری او تعقیب ، ټاپی لګولو او تهمت کولو په ټولنه کي خپل انتقاد ته په پوره اخلاص دوام ورکړی . –

۱-  دا باید ومنو چې ریښتنې رباني علماء ، محدثین ، مفسرین او د دین دعوت کوونکي په دی ټولنه کي د دین ډیوي دی چي دا ټولنه پری روښانه ده ،دا د الله تعالی نعمت دی ، دا ډول علماء نه د حکومت نمایندګان دي ، نه د طالبانو او نه د نورو تنظیمونو او ډلو ،دا د ملت نماینده ګان دی ځکه دا ملت مسلمان ملت دی ، او د دا ډول علماؤ ملاتړ ، متابعت او ننګه د هر مسلمان مسؤلیت او دنده ده ، البته تر هغه چې په معروف امر کوی او په منکر امر ونه وکړي .

البته دا هم باید له یاده ونه باسو چې د انتقاد کولو آداب او د مقابل لوری حالت هم درک کړلای شو .

۲- ،زموږ د دین او زموږ د مذهب اساس دا دی چي په ټولنه کي یوازی انبیاء علیهم السلام له هر ډول ګناه او خطاء څخه معصوم ؤ ، د هغوی متابعت په پټو سترګو لازم او واجب دی ځکه هغوی په وحي رهبری کیدل ..نور ټول خلک ،که هغه هر څوک دی .. سهوه او خطاء کیدای شی او یو هم معصوم نه دی ، موږ اهل تشیع نه یو چې ځینې کسانو ته ، حجة الله ، معصوم من الله، منجې الله وایی او د پیغمرانو سره یی برابروي ..زموږ محترم امام (ابوحنیفه رحمة الله علیه) د وخت د اموی خلیفه د امر څخه سرغړونه وکړه او د هغه امر یی ونه مانه سره ددي چي د وخت خلیفه ؤ ځکه هغه دا خلیفه معصوم نه ګاڼه ،  د همدی مخالفت له امله امام بندي شو، ووهل شو او تر دې چې د ځینو روایتونو په اساس شهید شو .. د امام صاحب شاګردانو امام امحمد او امام ابویوسف رحمهم الله  په ډیرو فقهي مسائلو کې د خپل استاذ امام صاحب مخالفت کړی ، دا ځکه چي هغوی خپل استاذ معصوم نه ګانه   ، نو زموږ په ټولنه کي نه د حکومت چارواکي معصوم او له ګناه پاک دی ، نه د طالبانو چارواکي او نه د نورو تنظیمونو او ډلو مشران .زموږ خطاب عام دی .هر چاته دا توصیه کوو چي خپل مشران د تقدس مرحلی ته مه رسوی ،او دوی هم باید ځانونه د شیعه ګان د امامانو په شان معصوم او که هر ډول خطا پاک اعلان نه کړی ..

موږ پخوا کي د تنظیمونو مشران د تقدس مرحلی ته ورسول ، د هغوی په ملاتړ مو په خپلو کي جګړې سره وکړي ، زرګونو انسانان د تنظیمونو د مشرانو قربانی شول او دا ملت د بدبختی یوې لویی کندې ته ورټیل وهل شو ..همغه بس ؤ ، نور باید فکر وکوو او د دین اساسونه وپیژنو ..

کله چې صحابه ؤ به عمر (رض) ته ویل : اتق الله  ، له الله وویریږه ، ابوبکر صدیق (رض) ته به یی ویل چی له خدایه وویریږه او هغوی به ژړل .الله ته به په سجده پراته ؤ . حضرت عمر (رض) به خپلو ملګرو ته ویل : که پر تاسو کي څوک داسی پیدا نه شی چې ماته ووایی : له خدایه وویریږه نو په تاسو کي خیر نشته او که ما بیا ستاسو په نصیحت عمل ونه کړي په ما کي خیر نشته ..زموږ اسلامی فرهنګ ، لویه فقه ،او زرهاؤ مختلف کتابونه د انتقاد د فرهنګ په وجود کي لیکل شوی . هر امام او عالم لیکنه کړي ، نورو انتقاد پری کړی او هغه بیرته خپل ځواب ویلی ..نو مو اسلامی فرهنګ دومره غنی شوی چي په هیڅ برخه کي کمبود نه لرو ...

.ایا زموږ علماء ، مشران او رهبران تر هغوی نیکان دی؟ چي څوک انتقاد نشي پری کولای .. نو هر څوک د خطاء او غلطی څخه د راګرځولو په موخه باید تر انتقاد لاندی ونیول شی .او هغوی یې باید وزغمی ..همدا زموږ د دین تګلاره هم ده ، ای کاش موږ د منتقدینو انتقاد ته د زغم توان درلودلای     . زما خبره عامه ده زه هر چاته دا توصیه کوم چي ځانونه له معصومیت څخه را ټیټ کړی ، په خپلو خطاؤ اعتراف وکړي .اود نصیحت کوونکي نصیحت ته غوږ ونیسي .(الدین النصیحة).تر څو الله هم تری خوښ شی او مسلمان ملت یی هم تر شا ودریږي ..تر څو چي الله تری خوش نه شي ، او دا ملت راضی نه شی دوی او دا ملت به تل بدبخته وی او هیڅکله به هم څوک ور څخه راضی نه وی ...

چي الله در سره مل نه وي رحمانه که لښکری در سره وی یک تنها یی

زه په ټولنه کي د ځینوعامو منتقدینو له افکارو سره مخالف یم خو په دی خوښ یم چي ددی جرئت لری چی په چارواکو انتقاد وکړي چي ځینې یې اوس شهیدان شوی او ځینې لا ژوندی دی ..

 


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر