۱۴۰۱ خرداد ۱۶, دوشنبه

د علماؤ ترمنځ د روانو بحثونو په هکله څو خبری ..

 


مخکي تر دي چې اصلی موضوع ته راشم یوه خاطره راپه یاد شوه غواړم هغه درسره شریکه کړم :


یوه ورځ دشرعیاتو د پوهنځيو  د استاذانو ترمنځ په یوه مسئله ډیر تود بحث روان ؤ هر یوه خپل استدلال کاوه ، او مقابل لوری یې ځواب ورکاوه ،بحث اوږد شو ، اخر یوه استاذ  خبره پریښوده او یوه ټوکه یې پکښې وکړه ، ويل یې : په جنت کې به الله تعالی خپل ټول نعمتونه خپلو نیکو بندګانو ته ورکړي ،او الله تعالی به ورته ووايی چي نور څه غواړی ، نو ملایان به ورته ووایی چې يا الله تا خپل ټول نعمتونه موږ ته راکړی خو صرف یو خواهش لرو او هغه دا چي زموږ ملایانو ترمنځ یوه مناظره رامنځ ته کړه ...

دا می تر دی را یاده شوه چې علمي استدلال ، څیړنې ، نیوکې او نقدونه زموږ د دين او شریعت یوه ښکلا ده ،  د همدی بحثونو، استدلالونو او نقدونو له برکته ننی اسلامی نړی یو غني ، ګټور او په ځان بسیا دومره لوی کتابتون لری چې بشر په خپل ټول تاریخ کي ورته لاس رسی نه دی موندلی . تر دی چې مجتهد ته دوه اجرونه ټاکلی شوی ، یو د اجتهاد او بل صواب ته د رسیدلو ، او په خطا سره یې کومه ملامتی هم نشته، ځکه مجتهد یا د نن زماني لیکوال د خپل نیک نیت په اساس ثواب تر لاسه کوی ، او خطا خو د انساني جهد سره تړلی کار دی ، خامخا به مجتهد او لیکوال خطا کیږي ، سهوه کیږی ، خو بیا همدی شریعت نورو علماؤ ته د نقد او نیوکې واک ورکړی تر څو د لومړی لیکوال خطاګاني اصلاح کړي او هغه خپلي سهوی ته یی متوجه کړي ،ځکه په اسلامی شریعت کی( د اهل سنت والجماعت د عقيدی په اساس) یوازی د الله عزوجل  کلام او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سنت له نقد کولو منع دی ، په انسانانو کې یوازی پیغمبران دي چې معصوم دي او څوک پری د نقد حق نه لری ، ځکه هغوی د الله تعالی له لوری رهبری کيدل ، نو الله تعالی خپله هغوی انساني کړنو ته متوجه کول ..په انسانانو کې نور څوک معصوم نشته چې له سهوی او خطا پاک وي ، هرڅوک د خطاء او سهوی سره مخ کیدونکی دی ،  عالم ، مجتهد او لیکوال د خپل علم په اساس لیکنه کوي ، هغه ته وحی نه ده راغلی ، خو په همدی کار هم الله تعالی ورته ثواب ټاکلی دی .


 زما د لیکنې  اصلی موضوع  دا ده چې د څو ورځو راهيسې په رسنیو کې د علمي کدرونو ، او علماؤ ترمنځ په ځینو موضوعاتو ، لکه د نجونو تعلیم ،د حجاب څرنګوالی ، په دین کې د عصری تعلیم مقام ..او داسی نورو موضوعاتو تاوده بحثونه روان دی ، زه چې کله دا بحثونه ګورم ، نو ددې احساس کوم چې اوس زموږ علماء خپلی اصلی دندې او مسؤلیت ته راوګرځیدل، ددی بحثونو په لړ کې به نه یوازی علماء مجبور شی چې څیړني وکړي ، مطالعې وکړي ، او حقیقت ته ځان ورسوی ، بل خوا به په ټولنه کې د لوستو کسانو لپاره په دین باندي د پوهاوي ضمینه برابره شی ،  له څو ورځو را په دی خوا چې دا بحثونه راپورته شوی ، هغو کسانو چي له دینې مطالعی سره یی هیڅ علاقه نه درلوده  ، په دینې مطالعه پیل کړی ، اقلا همدا متضادي لیکنې لولی  ..او دا یوه ښه پیلامه وه ، خو ستونزه داده چي  زموږ د ځینو هیوادوالو علمی ظرفیت دومره ټيټ دی چې دي بحثونو ته د تربګنی ، پارت بازی او مقابلي په سترګه ګوری ، او دا نشي درک کولای چې دا ډول بحثونه زموږ د شریعت یوه برخه ده ، زموږ د مذهب دستر مشر او امام ( امام ابوحنیفه )رحمة الله علیه  سره یې خپلو شاګردانو استدلال کړی د هغه په نظرونو یې نقد کړی نو موږ خو د هغه پښو ته هم نه رسیږو ، دوهمه خبره داده چې په دی بحثونو په هکله  ډیر کم علمه ، او له شرعی علم څخه ناخبره کسان هم خپل نظرونه ورکړی ، چي دا کارله حق څخه تجاوز دی  ، دریمه ستونزه دا ده چې زموږ ځینې علمي کدرونه  ددی توان نه لری چې د مقابل لوری نقد او استدلال  وزغمی ، او قبول یې کړی ، هغه ته د خصومت په سترګه ګوری ، ځکه ځينو ته ځان له نقد څخه لوړ ښکاری او د ځان سپکاوی یی ګڼې ، خو د ټولو ستونزو سره سره زه بیا هم علمي بحثونو ، مناقشو او استدلال ته په نیک پال ګورم چې له یوې خوا به مو علماء مطالعي او څیړنې ته اړ شی ، علمي پانګه به مو زیاته شی ،  کیدای شی دا علمي بحثونه د رسنیو څخه د کتابونو منځ ته داخل شی ، او تر ټولو مهمه دا چې د پښتو ادب او پښتو ژبی د پیاوړتیا سبب به شی ، په ننی عصر کي د انترنټ د ننه تر ټولو لږ علمي مواد په پښتو ژبه داخل شوي ، کاش دا لیکني د فس بک په ځای په ویپ پاټو کې خپریدلی تر څو د اوږدي مودي لپاره د خلکو د لاس رسی وړ واي .  او هغوی چې په پښتو ژبه دین زده کول غواړی په اسانی به دین تر لاسه کړی

خو د اسلامی امارت چارواکو ته ښایی چې  د علماؤ ترمنځ د پلو نیولو په ځای هغوی ته د لا علمي بحثونو ضمینه برابره کړی ، هغوی وهڅوی چې په قوت استدلال وکړي او بیا  د هر عالم د ساتلو هڅه وکړی .


سلطام محمود غزنوی چې کله په غزني کې خپل واک ټینګ کړ نو لومړی کار یې چې وکړ هغه د علماؤ لپاره د علمي څیړنو د یوه لوی مرکز پرانیستل ؤ ، او امر یې وکړ چې په خراسان او ماوراء النهر کي چې څومره علماء دي ټول باید غزنی ته راشی او خپل علمي تحقیقات پیل کړی ، هغه په دی کار غزنی د علم په یوه لوی مرکز بدل کړ ، په دی لړ کي له هغو کسانو چي غزنی کې یې کار پیل کړ  یو هم  ابو ریحان البیرونی ؤ چي د همدی تحقیقاتی مرکز له برکته نن د نړی په سطحه یو دیني ، ساینسی او فضایی عالم پیژندل کیږي . بدبختانه چي ابن سینا تری وتښتید خو ټول فارس او خراسان یې پسې وکتل ، او پیدا یی نه کړ .

 

۱۴۰۱ فروردین ۱۸, پنجشنبه

د افغانستان روانې لوړی زده کړې د ننګونو او پرمختګونو ترمنځ

 


 

 دوهمه برخه                                                                              لیکنه محمدشفیق صادق

۶-استبدادي محیط

زده کړه او تعلیم هغه مهال مفید او ګټور وي چې د متعلم ، محصل لپاره ډاډه ، په زړه پوري ، مینه ناک او د متقابل احترام فضا موجوده وي ، استاذ د یوه مهربان پلار په شان له خپلو محصلینو او زده کوونکو سره چلند ولری ، استاذ د چراغ غوندي وسوزی ، نورو ته رڼا او علم ورکړي ، د استاذ مهرباني او اخلاص محصل علم ،او هڅې ته تشويق  کړي ، خو دلته بیا د ډیرو استاذانو او محصلینو  داستان بل ډول دی ، استاذ ځان ته  د استاذی د مقام په ځای د قاضي ، او څارنوال مقام  ټاکلی  ، دکتاتوري ، تنده رویه ،غورو او تکبر د ډیرو استاذانو ورځنی تعامل دی ،دلته نه  هغه مینه شته  ، او نه هغه اخلاص چې محصل ورته اړتیا لری، استاذ په دی لټه کې دی چې څنګه محصل  د ځان تابع کړي  ، محصل بیا په دی لټه کې دی چې څه ډول وکولای شی په مصنوعي احترام او جاپلوسی سره د استاذ مهرباني تر لاسه کړي تر څو وکولای شی په امتحان کې تري د بریالیتوب نمره واخلی ،په ښکاره خو یی لاس ورښکلوي ، خو په حقیقت کې بل حالت وي . د استاذ او محصل ترمنځ د پهلواني مسابقه ده. زیاتره محصلین د پوهنتون له فراغت وروسته یوازی د استاذانو د سخت چلند او چانسونو خاطری له ځان سره وړی ، داسی استاذان هم شته چې عیب ګڼې خپل محصل ته سلام واچوي او یا یی سلام علیک کړی ، په ټولګې کي  له استاذ څخه پوښتې  کول ، مناقشه کول ، او د استاذ غلطی راګرځول خو خامخا محصل ته په چانس تمامیږي ، نو زیاتره محصلین بیا له دې کړنو ډډه کوي . په داسی حال کې چې په نوره نړی کې بیا تعامل بل ډول دي ، هلته استاذ دی چې محصلین تری د زامنو په شان چاپیره وي ، همدا علت دی چې زموږ  کدورنه علمي وده  نه کوي .د همدی دکتاتوری نظام له امله ، د محصلینو سره ډیری پوښتنې لاینحله او بی ځوابه پاته وي ، تر دې چې د ځينو لوړتیا هم همدلته خاموشه کړي او د لوړو زده کړو څخه څه چې د پوهنتون له دروازې یې ښه نه راځې ...

۷- میخانیکې زده کړې

د پوهنتون دوره د عملی کارونو ،تجاربو ، نوښتونو  او اختراعګانو دوره ده ، په نوره نړی کې په همدی دوره کې اختراعات تر سره کیږي او نوی اکتشافات کيږي ، د ځینو پوهنځیو زیات درسی بهیر  باید په لابراتوار ، مزرعه ،عملی ساحه ، شفاخانه او فابریکه کي  سرته ورسیږي  ، دوی باید عملی زده کړې وکړی ، خو په تأسف سره  دلته بیا تر هر څه په میخانکي زده کړو ټینګار کیږي ، کتاب او د استاذ چوپتر د استاذ او محصل ترمنځ د اړیکې یوازیني  وسیله ده  . ځېنې  پوهنتونونه   د عملی کارونو لپاره  ، د کار ساحه نه لری او ځینې بیا د کمزوری اداری سیستم له امله یوازی په ټولګي بسنه کوي ، ډیری پوهنځي چې باید په ورکشاپ او لابراتوار کي کار وکړي ، نه لابراتوار لری او نه ورکشاپ ، که یې لری د کمزوری منجمنت له امله یې دروازی د محصلینو په مخ تړلې  وي ، او یا استاذ خپله د عملی کار وړتیا نه لری ،د تعلیم تربیي د پوهنځيو ډیر داسی محصلین مي ولیدل چې د کیمیا او فزیک له څانکو فارغ شوی و، خو په څلورو کلونو کي یې یوه روځ هم نه لابراتوار لیدلی ؤ او نه ورکشاپ ، د زراعت د پوهنځیو فارغین ،  د هیواد ډیر مشهور  زراعتې بوټې نه پیژنی  .کیدای شی د غنمو او اوربشو توپیر ونه شي کولای ، ځکه دوی زراعت یوازی په ټولګې کې زده کړي، د انجنیری څخه فارغ محصلین  په عملی ساحه کې د یوې نقشي د کښلو توان نه لری  ، نو څنکه به زموږ تخنیک او عملی وړتیا لوړه شی ؟

همدا حالت د اجتماعي پوهنځیو هم  دی ، د پښتو اودري له ادبیاتو فارغین د یوې کوچنی مقالی د لیکلو توان نه لری ، باور وکړی د جغرافیی د پوهنځي د فارغینو څخه می د استاذی لپاره امتحان اخیست د نقشي د څلورو خواوو په ښودولو قادر نه ؤ ، د ډیرو مشهورو هیوادونو موقعیت یې نه شوای ښودلای .. دې ځوانانو ته د هیواد راتلونکي په تمه دی.

۸- کمزوری لیکنې او مونوګرافونه :

د پوهنتون څخه د فراغت سند د یوې لیکنې ، مونوګراف ، پروژی  په تکمیل چې د لارښود استاذ تر څار لاندې باید کار پري وکړي ،ورکول کیږي . د پوهنتون نصاب باید  د نظری زده کړو پرځای په عملی زده کړو متمرکز وي ، پروژې ، ليکنې ،عملي کارونه باید د لومړي ټولګې څخه محصلینو ته ورکول شی ، محصل د څلورکلنې دورې تر پایه د اړوند مسلک د ټول کتابتون سره آشنا شي ،د څیړنې ، لیکنې او مقالي لاره یې ښه وهلې وي ، د فراغت په مهال وکولای شی خپله پروژه یا مونوګراف په موفقانه ډول پرته له ستونزو ، د پوهنتون په سویه ترتيب کړای شی ، البته دا هر څه هغه وخت ممکن دي چې د پوهنتون ، پوهنځې او دیپارتنمت اداري ورته منظم پلان ولری او استاذان د همدی کارونو په عملی کولو مکلف کړی ، که اداره دا کار ونه کړي ، زیاتره استاذان بیا ځانونه نه تکلیف کوی ،یوازی د چوپترونو د ورقو په اړولو ځانونه مکلف ګڼې ..نو ډیر له پوهنتون څخه فارغین د فراغت په مهال د مونوګراف او رسالي د لیکلو توان نه لری ، په څو وروستیو کلونو کې خو د مونوګراف په بیه اخیستل ، کاپي کول او استعاره په لوی کاربار بدل شوي ؤ ،  هغه کسان چې د اخیستلو توان لری ، ښه دی په پیسو یې اخلی خو نور چې دا توان نه لری ، کلونه یې مونوګرافونه پاته وي .

کوم کسان چې د مونوګراف د لیکلو توان ولری ،هغوی ته له یوې خوا د رهنما استاذ له خوا سمه رهنمایی نه کیږي ، محصل بیچاره لارښود استاذ په عذرونو او زاریو هم نشي موندلای ،که یی ومومي  سمه لارښوونه نه ورته کوی ، دلته بیا همغه دکتاتورانه تصور ورته پیدا شی چې زه باید همدلته له محصل کوچ وباسم ، په نتیجه کې محصل کمزوری موګراف ،یا رساله ولیکي چې په هیڅ صورت د یوه پوهنتوني فارغ لپاره  د مونوګراف نوم نشو ورکولای .

په داسی حال کې چي په نورو ډیرو هیوادونو کې دا رساله یو علمي منل شوی اثر وي چې کتابتونونه ورڅخه ګټه اخلی ، او فارغ ته د نورو لیکنو دروازي پرانیستل شی .

همدا علت دی چې موږ د کتاب لیکلو په برخه کې دومره وروسته پاته یو چې له مجبوریت څخه خپله علمي تشه د ایراني ، عربي ، انګلیسی یا اردو څخه په ژباړو ډکوو ...

 نور بیا ...

 

 

 

 

 

 

 

 

 

۱۴۰۱ فروردین ۱۶, سه‌شنبه

د افغانستان روانې لوړی زده کړې د ننګونو او پرمختګونو ترمنځ

 

                               محمدشفیق صادق



 لومړی برخه

 تر هر څه مخکې باید دا ومنو چې بی سوادي ، بی علمي او کم علمي نه د پرمختګ لاره ده  او نه د نورو د غلامی او احتیاج څخه د خلاصون ، بی علمه ، بی سواده ، او کم علمه انسانان په ننی نړی کې له غلامی ، احتیاج اوذلت  ځان نشی ژغورلای ، څوک  چې څه درکوي ، نو څو برابره  به درڅخه غواړي ،له همدې امله په علم او تخنیک سنبال ملتونه نن د بی علمه او کم علمه ملتونو په اوږو سپاره دي ، چې پرته له علمي پرمختګونو به یې له اوږو راکوز نه کړی ، که له یوې اوږي یې را کوز کړي ، مجبور دي په بله اوږه یې بیرته په خپله سپاره کړي .. همدا د بی علمه ټولنو ورځنی ژوند دی ..

 بل خوا لوړې  او پوهنتونې زده کړې د هیوادونو د علمي پرمختګونو او لاسته راوړنو بنسټ جوړوي ،  د نړی نني  پرمختګونه ،  اختراعات ، علمي ، ساینسي او کلتوری لاسته راوړنې   د همدي پوهنتوني زده کړو او تخصصې هڅو نتیجه ده ، که نن څوک په هوا ګرځې ، یا په ځمکه زور لری ، د همدي لوړو زده کړو او علمي پرمختګونو نتیجه ده ، له همدې امله نړیوال  ورته خاصه پاملرنه کوي ، تر دې چې د تخصصې کدرونو او علمې ککریو په راجلب کولو او غلاکولو  ، د مخالف لوری په ترور کولو کې د تجارت تر ډګره رسیدلی .د نړی پوهنتوني زده کړي نن ورځ له وړکتونه او ابتدایی دورې د عباقره ، ځیرکو ،بااستعداده زده کوونکو په انتخاب ، پیل کیږي ،چې دا زده کوونکې د ابتدایی او لیسې په دورو کې تر خاص اهتمام لاندې روزل کیږي تر څو تری نابغه او مخترعین جوړ کړي . په نني نړی کې د لیسانس زده کړو ته  د لوړو زده کړو د پیلامې په بڼه کڼل کیږي ، چې محصلین ورته د ابتدایه زده کړو په څیر ګوری ، تر څو د پاته لوړو زده کړو بنسټ پری جوړ کړي .

زموږ هیواد کې پوهنتونې زده کړې د ظاهرشاه د حکومت په مهال د کابل د پوهنتون په پیل سره راپیل شوي ،چې په ابتدا کې یې ښې علمي  لاسته راوړنې درلودي  ، د څلويښت کلن روان  ناورین په  لوړو ژورو کې  د شاتګونو تر څنګ مو ځینې لاسته راوړنې هم درلودې ،د پوهنتونونو د شمیر تر څنګ د پوهنځيو زیاتوالی ، د علمي کدرونو  تخصصې وده ،د ځوان نسل پراخه لوالتیا او د کتاب د بازار تودوالی د همدي لاسته راوړنو نمونه ده ، دا باید ومنو چې  په  تیرو شلو کلونو کې د زده کړو د کیفتي او کمیتي  بډاینې لپاره ډیرې هڅې وشوي ، خو متأسفانه چې دا هڅې د  ځینو  شخصې ، سلیقوي ، ایدیولوژیکې  غوښتنو او اداری کمزورتیاؤ  له امله د خنډونو او ننګونو سره مخ وې  چې  د تمې سره سم یې  وده ونه کړه ، برعکس په ځینو مواردو کې یې د ځوان نسل د غلطې روزني لامل شوي.

دا خبره هم باید ومنو چې د هیواد په اکاډیمیک سنګر کې ډیرو په هیواد او دین  مینو استاذانو خپله دنده په ښه شان  تر سره کړي ، او داسی کدرونه هم لرو چې ، ددوی هڅې ، مینه او احساس ددې وطن د بچیانو لپاره د لاری مشالونه دي ، خو ددي تر څنګ دې ډګر د ځینو ننګونو ، مداخلو ،مغزمینځلو پرګرامونو او نورو کمزورتیاؤ  له امله د ډیرو ستونزو په درلودلو مطلوب پړاونه ونه وهل او په ډیرو ځایونو کې خو د شاتګ لامل هم شول ،چې زه به ددې ننګونو څو مثالونه په لاندې ډول ذکر کړم :

۱- د ښوونځې (ابتدایه،لیسه) دورې د پوهنتونې زده کړو لپاره اساسی بنسټونه دي ، دا زده کړې هغه ځوانان په ښه شان تر سره کولای شي چې په ښوونځې کې یې اساس پوخ کړی وي ،  د ثانوي (لیسې) دورې نصاب یې په مکمل ډول اخیستی او عملي کړی  وي  ، خو زموږ د هیواد (۷۰) فیصده د (۱۲) ټولګېو  فارغینو د ښوونځې د  دورې د کمزوری تعلیم ، تربیی ،او منجمنټ له امله هغه وړتیا نه درلوده چې د یوه محصل څخه په پوهنتوني دوره کې تمه کیږي . ددی لامل دا ؤ چې :

۱- دتیرې دورې  په لومړيو (۱۵) کلونو کې د کانکور د کیمټې د لوی فساد په نتیجه کې ، د پیسو او رشوت په ورکولو ګڼ کمزوری او بی علمه ځوانان داسې پوهنځيو ته بریالي کیدل چې وړتیا یې نه درلوده ،دي کسانو  چې زیاتره د حکومتې چارواکو او بډایه کورنیو څخه ؤ د پیسو په ورکولو ځانونه مهمو پوهنځیو ته رسول ،هلته به هم د روابطو ،پیسو او نورو لارو په واسطه  د پوهنتون څخه د فراغت سندونه تر لاسه کول  ،  برعکس ،بااستعداده او وړ زده کوونکې به له دی چانس څخه محروم پاته ، خو کیمټې ته د استاذ خموش په راتلو  تر ډیره ددې فساد مخه ونیول شوه .

۲- قومې او سیمه ایزو تعصباتو هم د ناپوهه محصلینو په بریالیتوب  کې هم مهم رول درلود ،په ځینو ولایتونو کې خو  د کانکور کمیټې او د اړوند پوهنتون ادارې په لوی لاس نقل او بی نظمی ته لاره هواروله تر څو د هغې  سیمې ، ولایت او ژبی ځوانان په ګڼ شمیر کې پوهنتونونو ته لار ومومي  او  له نورو قومونو يی انډول کم رانشی  . زه خپله دداسې صحنو شاهد یم چې  د پوهنتون له ریاست څخه بیا د کانکور تر څارونکو ټول په دې لټه کې ؤ چې د امتحان صحنه کې درغلې وکړي .داسی ښوونځې هم ؤ چې د کانکور په امتحان کې به یې اتیا سلنه زده کوونکي طب ته بریالی شوی ؤ په داسی حال کې چې د همدې ښوونځي د تیر کال نتایج به شل فیصده هم بریا نه درلوده .

ب :د پوهنتون د ننه تدریسې  او ادارې ستونزی :

۱-د کمزورو استاذانو ګمارنه :

۱-په تأسف سره  په هیواد کې د فساد  پراخه څپه  اکاډیمیک مرکزونه هم تر چتر لاندې راوستل ، پوهنتونونو  ته د ځینو کمزورو استاذانو په راتلو هیواد د اکاډیمیک ناورین سره مخ کړ ، د قومي ، لسانی ، سمتي او قرابتي فساد په نتیجه کې  ډیر وړ استاذان چې د تقرر حق یې درلود ، له خپل حق څخه محروم  ، په ځای به یې  داسی کسان دی مقام ته رسیدل چې د ثانوی دوری داستاذی اهلیت یی هم نه درلود ،زه داسی ډیر کسان پیژنم چې د همدی فساد قربانی شوی په ځای ېې د قوم او سیمې په اساس  کمزوری کسان ټاکل شوې چې د کمزورو محصلینو په فراغت کې یې مستقیم اثر درلود .

۲ -  همدی کمزور استاذانو  محصلین هم ځان غوندې ټنبل او بی مسؤلیته روزل ، ددوی سره په یوه خوله خندا به یې وړیا  نمری ورکولی او ځینو به چې خندا نه ورسره کوله په دوهم او دریم چانس کې به هم ناکام ؤ ، داسی استاذان هم پیژنم چې یوازی د سیمي په اساس یې محصلینو ته نمری ورکولی .

۳- د استعماری افکارو د ترویج  لپاره ځینو  بی مفکوري استاذانو ته د سیمینارونو ،بورسونو او چکرونو په ورکولو مختلف افکار ورکول کیدل ، تر څو استاذان بیا همغه افکار د تمدن ، پرمختګ ، او ترقی په نوم کټ مټ په محصلینو عملی کړی .، ددې استاذانو هر مثال به د لویدیځ  د قرون وسطی په څو محدودو فلاسفه ؤ ارسطو ، سقراط ، افلاطون ..او  د فرانسی په انقلاب  راڅرخیده  ، اروپا ورته جنت او اسلامی نړی ورته جهنم ښکاریده ، چې په ښکاره به یې اسلام تر نیوکي لاندې نیوه ، د مسلمانو فلاسفه ؤ لکه البیرونی  ، ابن سینا ، فارابی ، ابن خلدون ..څخه  به خبر هم نه ؤ  .

۴- اختلاط

پوهنتونې دوره د ځوانې د جوش او مستی دوره ده ، په دې دوره کې ځوانان او پیغلې د خپل مخالف جنس په لټولو او نیژدې کولو کې هڅې کوي .لازمه خو دا وه چې دواړه جنسونه د اسلامی  او افغانی کلتور په اساس سره پیل او هر جنس ته د زده کړو لازم محیط برابر شوی وای ، تر څو یې فکر په مقابل جنس کې د پاته کیدو  په ځای په زده کړه منحصر شوي وای ، خو متأسفانه ، بی جلبه اختلاط ددي لامل ؤ چې ډیري نجوني د بی لاری ځوانانو له خوا د ځوروني سره مخ وي او ډیرو کورنیو خو نه غوښتل په داسی بی حیا  ماحول کې خپل اولاد ووینې .

۵-نصاب

د هر هیواد د پوهنتون او معارف نصاب د هغه هیواد د کلتور ،دین او عنعناتو تر څنګ په منل شوو علمي پانګو ولاړ وي ، هر هیواد هڅه کوي داسی نصاب جوړ کړي چې  د خپل منل شوی کلتور په مراعات  ،د هیواد د غوښتنو او اړتیاؤ په پوره کولو د نړی له لوړو علمې معیارونو سره برابر وي .

په دې برخه کې هم زموږ د هیواد  اکاډیمیک سیستم د نورو له افکارو متأثره ؤ ، د خپل کلتور د منلو په ځای  هڅه کیده چې د نړی له کلچر سره ځان برابر کړی ، د پتلون او دریشی اغوستل د یونیفارم په نوم  په ډیرو پوهنتونونو کې جبری او لازمي خبره وه ، په ځینو کې خو لا د ګیری  او ملی جامو خبره د تمسخر تر بریده رسیده ، د نجونو لپاره  ټاکلی لباس اعلان شوي نه ؤ ، هڅه داسی وه چې نجونې په داسی لباس کې راشی چې وطنی او اسلامی رنګ او بوی ونه لری ، تر څو وکولای شی افغانه محصله د خپل کلتور څخه راوباسی ، البته دې حالت  د هیواد په سطحه توپیر درلود ، په پښتون میشته سیمو کې چې  لږ نجوني پوهنتون ته تللې  هڅه کیده د حجاب په مراعات کولو نجونی تشویق کړي تر څو پوهنتون ته ورشی .البته په دی مبارزه کې د اسلامی فکر لرونکي استاذان او مسلمان متدین ځوانان د ستایلو وړ دی ، ددوی هڅې وي چې په  پوهنتونې فضا د سیکولرستی افکارو څادر خور نه شو .

۲-تر ډیرو کلونو خو په زیاتره پوهنځيو کې ټاکل شوی درسی کتابونو شتون نه درلود ، ځینو استاذانو به د پخوانیو استاذانو له زړو چوپترو استفاده کوله او ځینو به خپل لیکلي مواد په محصلینو زده کول ، په وروستیو کې بیا ځینې کتابونه چې ځینو استاذانو د خپلې رتبې  د ترلاسه کولو لپاره لیکلي ؤ  په محصلینو لازمی شول ، محصلین به مجبور ؤ ټاکلی کتابونه له  ټاکلو کتابتونونو  په بیه واخلی ، دی کتابونو محصلینوسره د معلوماتو په برخه کې مرسته وکړه ،خو په تأسف سره چې په پښتو ژبه لیکل شوي  کتابونه د غلطی ژباړې او غلطې لیکنې له امله دومره په محصلینو درانه ؤ چې مجبور ؤ هغه پخوانی چوپترونه او یا ددې کتابونو اصلي مراجع را پیدا کړی ،زیاتره وخت به خپله استاذ هم نه پوهیدوه چې د کتاب د متن مطلب څه دی؟

۳- په وروستیو کې دا دود شو چې د هرې علمي  لیکنې  تاریخي سیر او تاریخي ریښې راوباسی ، تر څو معلومه شی په پخوا زمانو کې په دی اړوند کوم چا څه لیکلي یا ویلي او که نه ؟  دا موضوع په خپله ځای کې  په زړه پوري ده  ، خو تر شا معما دا وه چې کوم تاریخې اسناد د اعتبار او لاسته راوړڼې وړ کڼل کیږي ؟ تر کومه تاریخه او تر کومه لیکواله باید دا لیکنه رسیدلی وي ؟ نو ښه لیکنه هغه وه چې تاریخي سیر یې اروپا او قبل المیلاد د یونان فلاسفه ؤ ته ورسیږي  ،د اسلامی تمدن ، فکر او فلاسفه ؤ کردار په دې برخه نه د توجه وړ ؤ  او نه  یې د لیکنې ارزښت زیاتولی شوای ، برعکس داسی لیکنی چې په اسلامی  تاریخي سیر ولاړې وي ، کم اهمیته او ځینې استاذانو ته  خو د منلو هم نه وي ،ددې تصور په پلي کولو هڅه دا وه  چې زموږ محصل ، باید ومني چې پخوا هم اروپا وه ، چې تمدن یې رامنځ ته کړی ، اوس هم اروپا ده چې موږ ورته اړ یو، او راتلونکي کي هم باید اروپا ومنو ، حال دا چې دا تصور د ستعمار یو تپل شوي تصور دي چې په اسلامی او دوهمه نړی په پټو سترګو منل شوی .

نور بیا ..

 

 

۱۴۰۰ بهمن ۱۱, دوشنبه

د اوکراین ستونزه د تفاهم او د جګړې ترمنځ

 






لیکوال محمدشفیق صادق

اوکراین چې  په ختیځ کې اروپا  پروت هیواد دی د پخوانې شوروي اتحاد د جمهوریتونو یو جمهوریت ؤ ، چې د شوروی اتحاد له ورانیدو وروسته په ۱۹۹۱  میلادي کال  د خپلواک جمهوریت په توګه په نړیواله سطحه ومنل شو، دا جمهوریت چې د روسیې د فدراسیون او د ناتو د ټلوالې د هیوادونو تر منځ د حائل بڼه لری ، د ۱۹۹۴ میلادي کال  را پدی خوا د لویدیځ او روسیی ترمنځ د ناندریو او د خپلولو میدان ګرځیدلی ، دواړو لویو هڅه کړې تر څو خپل  پلوی د اوکراین ریاست ته پورته کړي ، د انتخاباتو په ترځ کې روس پلوي جمهور ريس  ویکتور یانوکویچ ماته وخوړه او روسیی ته په تیښته بریالی شو په ځای  لویدیځ پلوی الکساندر تورچینف موقت جمهور ريس شو ، د نوموړي  واک ته په رسیدو په (۲۰۱۴) کال روسانو په کریمیا او ختیځ اوکراین یرغل وکړ او دا سیمې یې له اوکراین څخه  ونیوې ،ورسره د اوکراین په ختیځ کې د څو کلونو راپدی خوا سړه او توده جګړه روانه ده ،  د اوکراین لویدیځ پلوه مشران  غواړي   د ناتو په بلاک کې ددې هیواد په  غړیتوب سره ځان د لویدیځ په  عسکرو د روسانو له نورو یرغلونو وساتې ، بل خوا روسان په دي ویره کې دی که اوکرانیان د ناتو غړیتوب تر لاسه کړي ، نو له یوې خوا به ددوی تر څار لاندي اوکراین چې پخوا د شوروي برخه او ګڼ روسان پکښې ژوند کوي له واکه ووزی ،بل خوا به  ناتو ددوی پولو ته ورورسیږي ، دا په داسی حال کې چې روسان په ځانګړې ډول (پوتین) غواړي د پخوانې شوروي اتحاد  د امپراتوری سیمه تر خپل کنترول لاندی وساتې او چاته اجازه ورنه کړې چې ددي امپراتوری ماتې برخې په خپلو کې سره پیوسته کړي ، له همدې امله یې د پخواني شوروی اتحاد د څو  مستقلو جمهوریتونو سره په مختلفو نومونو څو داسې تړونونه لاسلیک کړي چې تل به یې تر څار او واک لاندي ساتي چې ښکاره بیلګه یې په تاجکستان کې پراته عسکر او د قزاقستان د پاڅونونو ځپل دي .خو د اروپایې برخې جمهوریتونه بیا په دې ویره کې دي چې که د روسانو اوسنی تهاجمي او بی باکانه سیاست روان وي ، نو دوی به هم په زور یا رضا تر خپل پخوانی چتر لاندی راولی ، له همدي امله اوکراین په شا ډبوي او (شاباش ورته ټینګ شه موږ درسره یو) سیاست په مخ وړي

روسانو ولی په دي وخت کې د اوکراین موضوع را دبره کړه ؟

د افغانستان څخه د امریکایانو او (ناتو) تیښته روسانو ته ښه فرصت په لاس ورکړ چې په همدې وخت کې  د اوکراین موضوع یو اړخ ته کړي  ، دوی په دې باور دي چې  لویدیځ په افغانستان او منځنې ختیځ کې د اوږدي جګړې او ماتې وروسته د بلي  جګړي لپاره  اراده او لیوالتیا نه لری ، دا ددي کبله چې دوی په ډیر زحمت  د افغانستان له جکړې  خپل ځواکونه د ډیرو (شرمونو په منلو)  را وایستل ،او دی جګړې نه یوازی امریکا ته په مالی برخه کي دروند زیان ورساوه بلکه په نظامي ډګر کی یی هم معنویات له لاسه ورکړی ، له بلی خوا په نړیواله کچه دا باور دی چې  د امریکا اوسنی جمهور ريس (بایدن) د تیرو دریو لسیزو د  واکمنو په پرتله  تهاجمي تصور نه لری ، هڅه کوی پخواني ټپونه ملحم کړي ، نو روسان فکر کوی چې  که امریکا د روسانو په وړاندې دمقابلې اراده  ونه  لری ، نور لویدیځ وال او اورپایان خو  په هیڅ صورت نه غواړي په اروپا کې  د یوې بلې جګړې لمبې پورته شی  همدا لامل دي چې ټوله ناتو یوازی د یرغل په وړاندې د دفاع او بندیزونو خبره کوی .

د نړی اوسني حالت او د دواړو ټلوالو هڅې

مخکې له دی چې دا پوښتنه ځواب کړل شی ، اوسنی نړیوال حالت ته به سر ورښکاره کړو تر څو موږ (افغانستان) پکښې خپل موقف درک کړای شو، د شوروي اتحاد په له منځه تللو نړی د لویدیځ په لاس کې   ولویده ، دوی پکښې  نوی دښمنان او دوستان د خپلو ګټو په اساس رامنځ ته کړل ، د تروریزم په نوم جګړه یي په اسلامي نړی وتپله او ګڼ اسلامی هیوادونه یې  پري وځپل . خو د روسانو په بیا را دبره کیدو  نړی په چټکې د دوه قطبی توب لور ته روانه ده ، یوې خواته د روسانو او چینایانو په مشری  ټلواله  چې د شانګهای تړون ځینې هیوادونه ، شمالی کوریا او ایران  ورسره سر ښوروي را دبره کیدونکې ده ، بل خوا ته ناتو، اروپایان او ورسره یی نړوال ملګری دي چې د روسانو د بیا را دبره کیدو د خطر زنګونه کړنګوي .. دا خطر اوس په اوکراین کې له نظریی څخه عمل ته را وتلی  ، نو کیدای شی دا دوه ټلوالی په راتلونکې کي د لویو پیښو لامل او د نوري نړی ترمنځ د لویو سیالو لامل شی .

له څو کلونو راپدی خوا روسانو او چینایانو هڅې پیل کړی تر څو په نړی کې نوی ملګری ،  د پښو ځایونه او له لاسه وتلی سیمي بیا  ومومي ، روسانو عملا په سوریه ،لیبیا ، تاجکستان ، ارمینیا ،اذربایجان او ځينو افریقایی هیوادونو کي ځواکونه ځای په ځای کړي او هلته یی پخې اډی جوړې کړیدی ، بل خوا چینایان هم د خپلو اقتصادي او عمراني پروژو  په پلي کولو توانیدلي  د نړی لر او بر ته ځان ورسوي ،همدا اوس منځنی ختیځ او د افریقا لویه وچه د لویدیځ او چین ترمنځ د مسابقي ډګر دی ، همدا شان چین غواړی د همدي موقع څخه په ګټه اخیستنه د تایوان جلا شوې سیمه (هیواد) بیرته له خپلي خاورې سره ونښلوي او دا لانچه هم پای ته ورسوي ، شمالی کوریا خو هره ورځ د توغندیو په توغولو جنوبی ملګری ته توري بریښوي .همدا اوس داسی خبرونه خپاره شوي چې روس، چین او ایران به ګډ بحری تمرینونه تر سره کوی چې دا په خپله د یوې ټلوالی او راتلونکو لوبو لپاره د تیاری معنی لری .

خو ځینې نور هیوادونه  شته چې په ښکاره  د یوی او بلي ډلې  ملاتړ کوي خو خپلوملی  ګټو ته لومړیتوب ورکوی او د  دواړو ټلوالو له اختلافاتو خپله ګټه اخلی چې په دی برخه کي ترکیه او هند یې ښه مثالونه دی ، دا هیوادونه د خپل رغنده سیاست په لرلو توانیدلی چې د دواړو  ډلو څخه په ګټنه اخیستنه ، خپل مستقل سیاست ولری ، سره ددې چې هند له پخوا څخه  د بی طرفه هیوادونو په ډله کې خپل رول لوبولی خو ترکیي د دوولسیزو راپدي خوا د خپلو ګټو په بنیاد خپله تګلاره ددواړو ډلو په منځ کې روانه ساتلي چې همدا یی د بریالیتوب لامل دی.

په اوسنی نړی کې زموږ موقعیت


زموږ هیواد چې تازه د اشغال څخه د استقلال ډګر ته داخل شوی ، د خپل استراتیژیکي موقعیت په درلودلو د دواړو ټلوالو د توجه وړ دی،  موږ د نړی په ډیره حساسه نقطه کې ژوند کوو  دا نقطه   د اقتصادی او سیاسي اړخه د نړی د بام  او د اسیا د زړه بڼه لری ، له دی ځایه د نړی لویی تجارتی  ځمکني او  هوایی لاری تیریږي  ، روسیي او چین ته د نیژدی والی او د خطر د کمولو له امله ډیر مهم دی او لویدیځ ته،په اسیا کي د زړه د لاسه راوړلو او په سیمه د څار لرلو له امله ډیر مهم دی ، که د لویدیځ لاس له دی سیمي لنډ شی نو په دی سیمه کي له پاکستان پرته نور ملګری نه ورته پاته کیږي چې هغه هیواد هم د لویو ستونزو په منځ کې مجبور دی د تل په شان  دوه مخی سیاست غوره کړي ، نو لویدیځوال مجبور دی چې یا  د  تاوانونو په منلو او په خپلو اصولو   په سترګي پټولو  زموږ دهیواد  له نوی نظام سره دوستانه اړیکي وپالی او یا مو یو ځل بیا ، د روس او چین په خلاف د نویو جګړو ډګر ته ورټیل وهي    تر څو هغه هیوادونه ناآرمه وساتي .خو په هیڅ صورت نشی زغملای چې افغانستان د روسيی په ټلواله کې شامل شی .

نو  زموږ د هیواد چارواکو ته دا ښه فرصت دی چې د ملی ګټو په نظر کې نیولو سره تر هرڅه مخکې کورني اختلافات او تربګنی هواري کړي ، پس له څلورو لسیزو اړ دوړ وروسته چې )ملت یې د نشنلستی تصوراتو بدبویه ډنډ ته ورخطا کړې( ، د ملی توب ، ملت پالنې او همغږي خواته هیواد روان کړي  تر څو چاته د لاس وهني فرصت برابر نه شی ، په دوهم پړاو کې د دواړو ټلوالو سره د خپلو ملی منافعو په اساس داسی اړیکې وپالی چې  یو هم د دښمني احساس ونه کړي ، او ملی ګټو ته په نړیوالو انډولونو کي لومړیتوب ورکړي ، د داسی ملګرو هیوادونو  په لټه کې اوسی چې د استعماری تصور په خلاف د همکاری روحیه ورسره وی او هغه هیوادونه ځان را رانیژدی کړي چې زموږ سره مشترکات ولری او زموږ حاکمیت او استقلال ته درناوی وکړی .

د اوکراین د تودی او سړي جکړي په ترځ کې د کاملا بی طرفه او مسالمت امیز سیاست غوره  وکړی او د هیڅ ډلي په پلوی نه په  سیاسی او نه  په نظامي ډګر کي همکاری وکړي په دی سره به موږ توانیدلی ؤ چې د په خپلو پښو دریدلو لپاره ګړندی ګامونه اوچت کړو 

ایا په اوکراین کې به  روس او لویدیځ سره ونښلی ؟


ددې پوښتنې ځوابول ځکه ګران دی چې په سیمه کي حالات ورځ تر بلې بدلون مومي او وړاندوینه ګرانه ده ، خو حالاتو ته په کتو ویلای شو چې د روسیی او لویدیځ ترمنځ د یوې لوېې جګړي  درامنځ ته کیدلو احتمال ډیر کمزوری دی . له یوې خوا لویدیځوال د جګړي سره علاقه نه لری ، بل خوا روسان هم پوهیږي چې د جګړې په صورت کي به دوی هم لوی زیان وویني ، او په روسیه کې به هم د پوتین په خلاف د خلکو غږونه پورته شی . نو  دوه احتماله وجود لری :۱- کیدای شی لویدیخوال د روسیی سره په دیپلوماتیکولارو چارو داسی ټکې ته ورسیږي چې روسان له یرغل څخه لاس په سر او ناتو په اوکراین کې له مداخلی لاس په سر شي ، او داسی یو نظام هلته راشی چې دواړو لوریو ته د حايل او مانع بنه ولری ، ځکه روسانو هم داغوښتنه کړي چې ناتو باید په لیکلي ډول موږ ته ډاډ راکړي چې اوکراین په ناتو کې نه روګډوی  ، که داسی ونه شی نو روسان مجبور دي د خپلو روس پلوه ملګرو په واسطه د اوکراین په دننه کي داسی یوه جګړه را منځ ته کړي چې ملاتړ به يې روسان کوي خو جګړه به داخلی بڼه لری ، تر څو د اوکراین لویدیځ پلوه ولسمشر خپله د ناتو څخه د لیری والی اعلان وکړي  دریم احتمال د روسانو یو چټک برید دی چې د  تیرو   احتمالاتو د ناکامی  په صورت کې به روسان (لکه په کریمیا ) یرغل کوي او د څو ساعتونو په ترځ کې به خپل ټانکونه د اوکراین لویدیځ سرحد ته رسوی او لوبی ته به د پای ټکی ږدی ، خو دا کار د ډیرو نورو ستونزو لامل کیدی شی .

۱- لویدیځوال په اوکراین د ننه  ځواکونه لری ،  دوی مجبور دی د خپلو ځواکونو او د روسانو د پرمختګ په وړاندي مقابله وکړي

2- لویدیځوال په دي بوهیږي چې د روسانو موخه یوازی اوکراین نه دی که نن اوکراین ونیسي ، سبا به د رومانیا او بلغاریا غوښتنه کوی، بله ورځ به د اوستینیا او لیتوانیا ..نو دوی مجبور دی د روسانو مخه ونیسي

۳- د روسانو غوښتنه منل به د لویدیځ لپاره له افغانستان وروسته دوهمه ماته وي چې روسان به نور هم زړو او په براخه لاسوهنو لاس پوری کړي ، نو دي ستونزو ته په کتو ګرانه به وي چې روسان یوه اړخیزه جګړه پیل کړي او یا لویدځوال له خپلو غوښتنورا په شا شي

داسی احتمال شته چې را تلونکي دوشنبه د امنیت شوری کي امریکا دا ستونزه مطرح کړي ، خو که روسان پوه شی چې د لته ددې خبری مطرح کول یی په تاوان دي نو د ویتو له حق څخه به ګټه واخلی او اجازه به ورنه کړي چې په خلاف یې په امنیت شوری کې کوم پریکړه لیک پاس شي ، امریکایان هم په دي پوه دي خو، کیدای شي امنیت شوری روسانو د عدم مداخلی توصیه وکړي او د مزاکراتو میز ته یی راوبولی .

د جګړې په ډګر کې به(چې زه یی احتمال کم وینم) دواړه لوری لوی تاوان وکړي چې جبران به یی سخت وي .

۱۴۰۰ بهمن ۷, پنجشنبه

اخوان‌المسلمين د کومې ډلې نوم دی؟

 





اخوان‌المسلمين

هر سياسي خوځښت ته اړينه ده چې له خپلو پخوانيو تجربو ګټه واخلي او په راتلونکي کې د ورته رامنځته کېدونو ستونزو او خنډونو پر وړاندې له هغو تجربو او درسونو ګټه پورته کړي. په دې وروستيو کې په مصر کې روانو پېښو او د اخوان‌المسلمين د جګپوړو غړو د اعدام حکمونو ته په کتو به ښه وی چې د اخوان په اړه نور مالومات تر لاسه کړو. د دوی اوسنی حالت د پخوانيو څو حالتونو کټ، مټ انځور دی.

پېژندنه: اخوان‌المسلمین د سترو معاصرو اسلامي غورځنګونو له ډلې دی کوم چې تر اوسه رامنځته شوي دي. د اخوان‌المسلمین شعار د ریښتیني او داسې اسلام لورته ورګرزیدل دي چې د قرآن او سنتو پر بنسټ ولاړ وي او اسلامي شریعت پر ټولو وګړو پلی شي. دا خوځښت د بې‌دینۍ او سیکولریزم د سیلاب پر وړاندې په ټولو عربي او اسلامي سیمو کې ولاړ دی او د مخنیوي لپاره ېې هڅې کوي.

پنځیدنه او نومیالي:

ددې غورځنګ پنځوونکی او رامنځته کوونکی شیخ حسن البنأ (۱۹۰۴-۱۹۴۹ز) دی. نوموړی د مصر په یوه کلي کې وزیږید او په یوه دینداره او عالمه کورنۍ کې لوی شو چې د دې پالنې اغیز د هغه په ټول ژوند کې څرګند وو. په مسجد او کور کې د دیني زده کړو تر څنګ ېې په دولتي ښوونځیو کې هم زده کړې وکړې او په ۱۹۲۷ زیږدیز کال د قاهرې له دارالعلوم څخه فارغ شو. له دې وروسته د اسماعیلیه په یوه مدرسه کې د ښوونکي په توګه وګمارل شو او هلته ېې د خلکو تر منځ خپلې دینې هڅې پیل کړې. نوموړي به تر ډیره په قهوه خونو او د سویز کانال په کارکوونکو کې تبلیغ کاوه.

د ۱۹۲۸ز کال په اپریل کې ېې د اخوان المسلین بنسټ کیښود او په ۱۹۳۲ز کال قاهرې ته د نوموړي په لیږدیدو خوځښت هم همالته ولیږدید. په همدې کال د اخوان المسلین اونیزه هم له چاپه راووته او مدیر ېې استاد محب الدین خطیب (۱۸۸۶-۱۹۶۹ز) وټاکل شو. له دې وروسته په ۱۹۳۸ز کال (النذیر) او په ۱۹۴۸ز کال (الشهاب) هم خپرونې پیل کړې چې وروسته بیا یو پر بل پسې د اخوان ډیرې مجلې او جریدې خپرې شوې.



حسن البنأ

په ۱۹۴۱ ز کال کې د دې خوځښت د مؤسسو له منځه لومړنی سل کسیزه پلاوی جوړ شو چې غړي ېې پخپله د حسن البنا له خوا ټاکل شوي وو.

اخوان المسلین په ۱۹۴۸ز کال د فلسطین په جګړه کې ګډون وکړ او د خپلو خاصو ځواکونو سره ېې په جګړو کې برخه اخسته، دا پیښه استاد کامل شریف په خپل کتاب (الاخوان المسلمین فی حرب فلسطین) کې په تفصیل سره بیان کړې ده.

د ۱۹۴۸ز  په نومبر کې د مصر د وخت لومړي وزیر، محمود فهمي نقراشي پریکړه وکړه چې له مخې ېې د اخوان المسلمین ګوند منحل اعلان شو؛ نوموتي کسان ېې ونیول شول او ټولې پانګې ېې کنګل شوې.

د همدې کال په دسمبر کې محمود فهمي ووژل شو او اخوان المسلین د هغه د وژنې په تور تورن شو. د محمود فهمي نقراشي په جنازه کې ګډون کوونکو اعلان وکړ چې د حسن البنا سر باید د نقراشي د سر په بدل کې پرې کړل شي. هماغه وو چې د ۱۹۴۹ ز کال په فبروري کې حسن البنا هم ترور شو.

په ۱۹۵۰ز کال نحاس د مصر لومړی وزیر شو. په همدې مهال د مصر د دولت غونډې وپتیله چې له دې وروسته د اخوان المسلمین له ګوند څخه ټول خنډونه لرې کړي او د هغه د انحلال حکم شنډ اعلان شو.

په ۱۹۵۰ز کال استاد حسن الهضیبي (۱۸۹۱-۱۹۷۳ز) د اخوان المسلمین د لارښود په توګه وټاکل شو. نوموړی د مصر له لویو قاضیانو څخه یو وو او څو ځله زنداني شوی هم وو. په ۱۹۴۵ ز کال ېې د اعدام پریکړه وشوه خو لږ وروسته دا پریکړه له اعدام څخه د عمر تر پایه پر بند بدله شوه، خو په ۱۹۷۱ز کال د وروستي ځل لپاره له بند څخه خلاص شو.

د ۱۹۵۱ ز کال په اکتوبر کې د مصر او بریتانیا د اړیکو په ټینګیدلو اخوان المسلمین د سویز کانال په څنډو کې د انګریزانو پر وړاندې په اورپکو بریدنو لاس پورې کړ چي له دي بریدونو څخه استاد کامل شریف په خپل کتاب (المقاومة السریة فی قناة السویس) کې یادونه کړې ده.

د ۱۹۵۲ ز کال د جولای په ۲۳ نیټه مصري افسرانو د اخوان المسلمین په ملاتړ او د محمد نجیب انقلابي په مخکښۍ د اوښتون هڅه وکړه او بریالي شول، خو اخوان المسلیمن تر بریا وروسته په حکومت کې ګډون ونه کړ ځکه افسرانو له انقلاب وروسته اسلامي حکومت نه غوښت. جمال عبدالناصر د اخوان دا کړنه یو رنګ چل ول وګڼله او د اخوان المسلمین او افسرانو تر منځ شخړې رامنځته شوې چې په پایله کې ېې په ۱۹۵۴ز کال حکومت د اخوانیانو د نیولو امر وکړ او زرګونه کسان ېې له هیواده شړلو ته اړ کړل. حکومت په دې پلمه چې ګواکي اخوانیانو د اسکندرېې د المنشیه په میدان کې د جمال عبدالناصر د وژلو پلان درلود؛ د دې خوځښت شپږ تنه مخکښان لکه عبدالقادر عوده، محمد فرغلی، یوسف طلعت، هنداوي دویر، ابراهیم لطیف او عبدالطیف په دار وځړول.

محمد بديع – د اخوان اوسنی مشر

په ۱۹۶۵-۱۹۶۶ زیږدیزو کلونو کې یو ځل بیا د حکومت او اخوان تر منځ اړیکې ترینګلې شوې او حکومت یو ځل بیا ددې غورځنګ د مخکښانو په شړلو، نیولو او ځړولو لاس پورې کړ. دا ځل هم درې کسه وځړول شول چې په لاندې ډول دي:

۱- سید قطب (۱۹۰۶-۱۹۰۶۶ز): له حسن البنأ وروسته د اخوان المسلمین دوهم مفکر ګڼل کیږي. همدا شان نوموړی د اسلامي ایدیولوژۍ (تفکر) د نوي مخکښ په توګه پیژندل شوی دی. نوموړی په ۱۹۵۴ زیږدیز کال بندي شو او له لس کاله بند وروسته په ۱۹۶۴ ز کال کې د مصر د ولسمشر، عبدالسلام عارف په سپارښتنه خوشې شو خو لږ وخت وروسته بیرته ونیول شو او د اعدام له سزا سره مخ شو.

نوموړي څو ادبي او د اسلامي تفکر کتابونه لیکلي دي چې ځینې يې دا دي: (العدالة الاجتماعیة فی الاسلام، خصائص التصور الاسلامي ومقوماته فی ظلال القرآن، معالم فی الطریق) او داسې نور.

۲- یوسف هواش

۳- عبدالفتاح اسماعیل

د اخوان المسلمین غورځنګ د عبدالناصر د وفات تر مهاله (۱۹۷۰/۰۹/۲۸ز) خپلې هڅې په پټه توګه پر مخ وړلې خو د انورالسادات د واکمنۍ پر مهال د اخوان غړي ورو، ورو له بند څخه خلاص شول.

له هضیبي وروسته تلمساني (۱۹۰۴-۱۹۸۶ ز) د خوځښت لارښود وټاکل شو. د نوموړي په مشرۍ د اخوان المسلمین مشرتابه ډلې د خپلو ټولو هغو پانګو غوښتنه وکړه چې د عبدالناصر په وخت کې کنګل شوې وې. همدا شان هغه د خپلو ټولو حقونو د ورسپارلو غوښتونکی شو. نوموړي د اخوان غړي او مخکښان وهڅول تر څو له حکومت سره له شخړو ډډه وکړي؛ خپل کار او بلنه په آرامۍ او حکمت مخ ته بوزي او له توندلاریتوب او حکومت پر وړاندې له دریدلو څخه ډډه وکړي.

له استاد تلمسـاني وروسته محمد حامد ابو نصر ددې خوځښت لارښود وټاکل شو او هغه هم د تلمساني پر پله روان شو او د هغه له تګلارې ېې ګټه پورته کړه.

د اخوان المسلمین ځینې نومیالي له مصر څخه د باندې هم څرګند شول چې له هغو څخه ځینې ېې دا دي:

۱شیخ محمد محمود الصواف چې په عراق کې د اخوان المسلمین لارښود او بنسټ ایښودونکی وو. نوموړي ډیر کتابونه لیکلي او په ۱۹۵۹ ز کال کې له عراق څخه مکې ته له لیږدیدنې وروسته ېې په افریقا کې ېې د اسلام په خپراوي کې لویه ونډه درلوده.

۲- دوکتور مصطفی السباعي (۱۹۱۵-۱۹۶۴ ز) په سوریه کې د اخوان لومړنی او لوی لارښود وو. نوموړي په ۱۹۴۹ز کال کې د مصر له الازهر څخه د شرعیاتو په څانګه کې دوکتورا تر لاسه کړه. هغه په ۱۹۴۹ز کې د فلسطین پر لور د اخوانیانو د ډلو لارښوونه پر غاړه لرله. هغه په ۱۹۴۹ز کې د دمشق د وکیل په توګه خپل ځان نوماند کړ. نوموړی یو غوره خطیب او ویناوال وو او په ۱۹۵۴ز کې ېې په دمشق کې د شرعیاتو پوهنځی پرانیست او په خپله د هغې لومړنی ریيس وو. نوموړي یو شمیر کتابونه هم لیکلي چې ځینې ېې دا دي: (السنة ومکانتها فی تشریع الاسلامي، المرأة بین الفقه والقانون، قانون الاحوال الشخصیة) او داسې نور.

۳- د ۱۹۴۵ز کال د نومبر په ۱۹ د اخوان المسلمین ګوند بنسټ په اردن کې کیښودل شو او عبدالطیف ابو قوره ېې د لارښود په توګه وټاکل شو. په ۱۹۴۸ز کال کې له اردن څخه د فلسطین په لور د اخوان المسلمین ډلې د نوموړي په مشرۍ واستول شوې.

په ۱۹۵۳/۱۱/۲۶ز کال کې استاد محمد عبدالرحمن چې په ۱۹۱۹ز کې زیږیدلی دی؛ په اردن کې د اخوان المسلمین عام کتونکی وټاکل شو او تر اوسه دا چاره پر مخ بیايي. نوموړی د دریو علمي بریلیکونو لرونکی دی.


محمد مرسي، د مصر وروستی ګوښه شوی اخوان ولسمشر

ګروهه او افکار:

له اسلام څخه د اخوان المسلمین اخیستنه په دې ډول ده: اسلام هر اړ خیز دین دی او په یوه اړخ پورې تړلی نه دی.

اخوان المسلمین هڅه کوي تر څو د خپل کار سیمه پراخه کړي او د اخوان یون نړیوال او عالمي شي. حسن البنأ دا غورځنګ په دې ډول راپیژني: اخوان المسلمین د سلفي بلنې، سني کړنلارې، د صوفیت ریښتینولۍ، سیاسي ډول، زیارکښه ډلې، علمي او کلتوري تړون، اقتصادي ګډون او ټولنیزې مفکورې څه جوړ شوی دی.

نوموړی یو ځل بیا د اخوان المسلمین په اړه وايي: د اخوان المسلمین شعار او نښې په لاندې ډول دي:

۱- د اختلاف له ټکو لرېوالی

۲- مشرانو ته له بدو ویناوو څخه ډډه کول

۳- له ګوند بازي او ډلبازي څخه لریوالی

۴- ځان جوړونې او ګام پر ګام پرمختګ ته په کلکه پاملرنه کول

۵- پر نظري اړخ د عملي اړخ غوراوی

۶- د ځوانانو لورته ډیره پاملرنه

۷- په کلیو او ښارونو کې د بلنې ګړندیتوب

د نوموړي په وینا د اخوان ځانګړنې په لاندې ډول دي:

  • بلنه رباني ده ځکه زموږ د موخو د څرخیدو بنسټ، الله (ج) ته د خلکو  نژدې کیدل دي.
  • بلنه نړیواله او ټولیزه ده؛ ځکه دا بلنه د ټولو وګړو لپاره ده او د بلنې پر وړاندې ټول کسان یو د بل وروڼه بلل کیږي. ټول د یوه پلار، یوه نسب، او یوه اصل درلودونکي دي. لوړوالی ېې یوازې په پرهیزګاری او هغه خیر او ښیګنې دی چې ټولنې ته رسیږي.
  • دا یوه اسلامي بلنه ده ځکه د اسلام لورته بلنه ورکوي.

د نوموړي په وینا له یوه ریښتینې ورور څخه د غوښتنې پړاوونه په دې ډول دي:

۱- د خپل ځان جوړونه تر څو ځواکمن بدن، ښه تلن لار، روڼ اند او روغه ګروهه ولري، عبادت ېې سم، او په دنده کې توانمن وي.

۲- د مسلمانې کورنۍ جوړونه او اصلاح تر څو د کورنۍ غړي وهڅول شي چې د خپل ژوند په ټولو برخو کې اسلامي کړنلاره پلې کړې او د هغه د مفکورې درناوی وکړي.

۳- د خیر ښیګنې د چارو په تر سره کولو، له بدیو او منکراتو سره د مقابلې له لارې، سمې لارې ته د ټولنې لارښوونه.

۴- د پردیو کفارو له هر ډول سیاسي، اقتصادي او روحي ولکې څخه د وطن د خپلواکۍ لپاره هڅې.

۵- د حکومت سمونه تر څو په ریښتینې توګه د یو اسلامي حکومت څرګندويي وکړي.

۶- د اسلامي هیوادونو په خپلواکه کیدلو سره، اسلامي امت ته د حکومتي پلازمینو بیرته سپارل تر څو په دې سره ېې لوړتیا او درنښت بیرته تر لاسه شي.

۷- د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسلامي بلنې د خپراوي لور ته د ټولو وګړو بلنه تر څو نور د فتنې لمن ټوله شي او دین ټول د خدای لپاره شي، (ویابی الله الا ان یتم نوره) او الله د خپل نور بشپړوونکی دی.



د اخوان‌المسلمين نښان

استاد حسن البنا د بلنې پړاوونه په درې برخو ویشي:

۱- پیژندنه.                                ۲- جوړونه.                                         ۳- ترسره کول.

استاد بنا په خپل کتاب (رسالة التعالیم) کې وايي:

زموږ سره د منلو (بیعت) لپاره لس بنسټیز ټکي دي چې په لاندې ډول دي:

پوهه، اخلاص، عمل، جهاد، قرباني، ثبات، بلنه، یوازیتوب، ورورولي او باور. له دې وروسته ېې پر دې ټکو ځانګړې رڼا اچولې او بیا وايي: ریښتینی وروره! دا ستا د دعوت او مفکورې لنډیز دی او کولای شې چې دا ټولې خبرې په پنځو ټکو کې رالندې کړې: موخه مو الله دی، لارښود مو محمد دی، قانون مو قرآن دی، لاره مو جهاد دی او هیله مو شهادت دی. همدا رنګه کولی شې باندنۍ کړنې په نورو پنځو ټکو کې راونغاړې: پاکي او ساده ګي، د قرآن کریم تلاوت، لمونځ، نظامي توب او اخلاق.

استاد سید قطب په خپل کتاب (خصائص التصور الاسلامي و مقوماته) کې له اسلام څخه خپل او د اخوان المسلمین پوهیدنه څرګنده کړې او وايي: د اسلامي انځور ځانګړنې د لاندې ټکو پر بنسټ ولاړې دي: رباني والی، ثابت قدمي، ګډون، منځلاریتوب، مثبت والی، ریښتینولي او توحید. له دې وروسته استاد پورتني ټکي په ځانګړو برخو کې روښانه کړي او د هغو د معنی په اړه ېې څرګندونې کړې دي.


سید قطب

د اخوان المسلین نښه (سمبول) دوې یو پر بل پرتې تورې دي چې د دواړو تر منځ قرآن کریم شتون لري او د (واعدو، حق، قوة او حریة) ټکي ورکې ځای شوي دي.

فکري او ګروهیزې ریښې:

اخوان المسلمین د دوو سرچینو یعنې قرآن او سنت لورته د ورګرزیدو لپاره د اړتیا او دلیل د پلټنې په هڅه کې دی او د توحید کلمې ته د رسیدنې لپاره له هر ډول شرک څخه پر لریوالې ټینګار کوي چې دا ټول ېې له سلفي بلنې څخه اخستې دي.

د اخوان المسلین بلنه د شیخ محمد بن عبدالوهاب، سنوسي او سید رشید رضا له بلنو څخه اغیزمنه شوې ده او دا بلنه تر ډیره د شیخ ابن تیمیه (مړینه ۱۳۲۸ز) د ښوونو د خپراوي لړۍ ده چې هغه بیا د احمد بن حنبل رحمه الله له مدرسې څخه اخستل شوې وه.

اخوان المسلمین له صوفیت څخه هم ځینې داسې توکي لکه د باورونو روغوالی، له هر ډول بدلاریتوب، کوږلاریتوب، سپکاوي او بیوزلۍ څخه لریوالی او هغه څه چې د نفس په پاکوالي او روزنه پورې اړه لري او روح د کمال لوړو پوړیو ته رسوي، را اخیستې دي، هماغه رنګ لکه کوم چې د اسلام د لومړیو وختونو صوفیان وو.

حسن البنا د خپلې بلنې په لړ کې ځینې پخواني او همدا شان د وخت له غوښتنې سره سم نوي توکي لکه د هغو افکارو پر وړاندې دریدنه او ټنیګار چې په ټولو سیمو کې او تر ډیره په مصر کې د خپریدو په حال کې وو، ځای پر ځای کړي دي.

د خپریدا او اغیز سیمې:

دا خوځښت د مصر له اسماعیلیه سیمې پیل شو او له هغه ځایه قاهرې ته ولیږدید. تر دې وروسته د مصر ډیرو کلیو او ښارونو ته ورسید. د څلویښتمې لسیزي په پای کې په مصر کې د اخوان ډلې ۳۰۰۰ څانګې درلودې چې د اخوان ډیر غړي پکې ځای پر ځای شوي وو.

دا خوځښت له مصر څخه نورې عربي نړۍ ته خپور شو او په سوریه، فلسطين، اردن، لبنان، عراق، یمن، سودن او نورو کې ېې د پام وړ ځای وموند. او اوس د نړۍ په ډیرو سیمو کې پیروان او مینه وال لري.

سرچينه:

معاصر مذاهب او اديان

ژباړه: محمود سعيد – 2011