د تاریخ هیره پاڼه
لیکنه : محمدشفیق
صادق
خوب نه ؤ خو خوب ته ورته حالت ؤ ، هیڅ تصور نه کېده چې نن دې زما په کلي داسې بدمرغه ناورین راشي، زه اوس هم نه پوهیږم چې زما کلیوال ولي او په کومه ګناه شین سترګو روسانو او وطني کمونستانو په وینو کې ولمبول؟ ددې کلي د ماشومانو ګناه څه وه؟ زما خو دا تمه نه وه چې نن دې زما د کلي تورسرې، ماشومان، سپین ږیدې او بوډاګان په وینو کې ولمبول شي …
هغه ورځ مې ښه په یاد ده ، د ۱۳۶۱ کال د ثور د میاشتې نهمه وه ، سهار ؤ د پسرلي ښکلي موسم ؤ د کلي چاپیره غرونو د شنو مرغو شین بخمل اغوستی ؤ، د پسرلې توتکیو او رنګارنګ مرغانو د ونو په شاخونو کې د خوښئ ترانې غږولې، ځینو توتکیو په پخوانیو خونو او کدانو کې د ځالیو د جوړولو پلټنه کوله، دمڼو ، ونو ګلانو په باغونو کې خنداوې کولې ، خوږ پسرلی، خوږ سهار، خوږه وږمه، خوږه هوا او ښکلی موسم ؤ.د کلي بزګران د خپلو ځمکو په لور روان ؤ، تنکیو زلمو د غرو لمنو ته خپلې مېږې او وري روان کړې ؤ. د خوښۍ او خوشحالۍ موسم ؤ، هیچا هم د کوم ناورین تمه نه درلوده . لمر هم خپلې مهربانه وړانګې د کلي په مخ خپرې کړې وې، غواګانې مې د کلا د باندې مال ځای کې وتړلې ، د کلي په مخ کې د جومات سره ولاړ وم ، چې ناڅاپه دوې هلیکوپترې د کابل له لوري را ورسیدې ، او د کلي په سر را و څرخیدې .. خلک وارخطا شول ، منډې رامنډې شوې ، هر چا اسمان ته کتل .. کور ته په منډه ولاړم، کور کې ماشومان او زنانه ؤ لا د چای دستخوان ته ناست ؤ ، غږ مې پرې وکړ : د کوره را ووځئ! چې د بمبارد طیاري راغلې ، نور بیرته په منډه راووتم . تر څو پوه شم څه خبر ده ؟د کلي د لوېې کلا په کورونو کې غوغا ګډه شوه، ښځو خپل ماشومان په غیږو کې نیولې ځینې سرتورې او ځينې پښې لوڅې د کلا لويې دروازې ته راووتې ،د محشر ورځ شوه ، هلیکوپتر الوتکو لا د کلي د پاسه په کرار پرواز کاوه ، خلک حیران دي چې څه خبره ده ؟ د کلی بمبارد نوبت دی او که د شورویانو قوه راغله؟ هغه کلونو کې روسانو د خپلو افغاني کمونستو په ملاتړ د وردګو د سیداباد ولسوالئ ټول کلي ، تر پراخ بمبارد او یرغل لاندې نیولی ؤ ، داسی فکر کیده چې روسانو د ټول شړلو پالیسي خپله کړې وه ،، هره ورځ به د یوه کلي د بمبارد نوبت ؤ ، نن نوبت موږ ته را رسیدلی ؤ او موږ له پخوا ورته په تمه ؤ ..
ګوډ امرالدین کاکا د خدای وبښې . د کلې په لویه
دروازه کې ودرېد ، په کږه لکڼه یې د
کلي ماشومان او ښځې له کلا څخه له وتلو را وګرځول .دده
خو اجل پوره نه ؤ خو د کلي خلک یې د بلا خولې ته ودرول، زه یې هم راوګرځولم (او
وړکیه!، مه وځه، کور ته ولاړ شه، تیارې نه وینې ؟) ما ، د ګوډ دده له واره ځان خلاص او په یوه ترپ مې د جومات مخ ته ځان
ورساوه،
هغه مهال زموږ د
کلي ځینې کورنئ د کلي د باندې په کوډې او
څیرمه کورونو کې اوسیدې ، خو ډیرې کورنی چې شمیر یې تر (۴۰) هم اوښتی ؤ په یوه لویه
نهه برجه کلا کې اوسیدل ، دا یوه
تاریخي کلا وه چې څو سوه کاله تاریخي قدامت یې درلود ، دې کلا تر دې دمه یوازې یوه دروازه
درلوده .
ځینو ځوان کلیوال په دې مشوره لګیا ؤ چې که د روسانو قوه یا یرغل وي ، څه باید وکړي؟ او کوم ځای ته پنا یوسې ، خو نورو کليوالو په وارخطایی خوندي ځایونو ته ځانونه رسول ، زه چې لا (۱۴) کلن وم ، د کلي د جومات ترڅنګ وياله کې لږ وړاندې ولاړم ، نور د کور خلک راڅخه هیر شول، ځینې ښځې او ماشومان بریالي شول چې د
ګوډ ده ده څخه راتیر او ځان جومات ته ورسوي او لسګونه په جومات کې را پنډ شوي ؤ ، (د خلکو عقیده داوه
چې په جومات بم نه لګیږي سره ددې چې د جومات دروازه د هلیکوپترې په راکټ لګیدلې
وه ، خو الحمد لله په جومات کې ټول خلک خوندي پاته شول .) چې ډیر زیات لا په دروازه کې بند پاته ؤ ، زه په ویاله کې ولاړ وم ، هلیکوپتر ته مې کتل چې د کلي په خوا را
روان شول ، لومړی
هلیکوپترې د کلي د پاسه دوه
بمونه راخوشي کړل،بمونو ته مې کتل چې دواړه د کلي
په دروازه او ددروازي د ښي څنګ د حاجې عبدالودود په برج ولګیدل، دوهمې هلیکوپتر هم دوه نور پری واچول ، نور نو د محشر ورځ پیل شوه ، غوغا شورماشور ، او چیغې شوې ، کلی په دودونو او دوړو
کې پت شو، شپږ نور ګن شیپ هلیکوپتر ګې د شیخ اباد په سیمه کې ګرځيدې ، راورسیدل او په کلي یې د راکټو او بمونو باران جوړ کړ، نور نو د الوتکو له
ماشیندارو، د بمونو له چاودنو، او د ماشومانواوښځو له فریادوو پرته څه نه تر غوږو کیدل.
پوره نیم ساعت دې هلیکوپترو بمبارد
وکړ، وروسته ، جیټ الوتکو ته وار ورسید ،
جیټ الوتکو خپل مرګوني ناپالم بمونه په څو وارو په کلي و ورول، د الوتکو د غږ په لږ کراریدو به
د کلي د ماشومانو او ښځو چیغي او فریادونه اوریدل کیدل چې د کلي په آسمان کې یې
انګازې کولې، خو جیټ الوتکو به په خپل زړه بوږنوونکي آواز سره دا چیغې خاموشه کړې
نور نه لمر ښکاریده ، نه کلی، په رڼا ورځ توره تیاره خپره شوه.
زه چې په یوه ویاله کې پروت وم مور،
خویندې، وروڼه مې په سترګو کې لیدل چې په وینو کې لیت پیت تر خاورو لاندې وي، سر
به مې راپورته کړ چې کلی وګورم ،خو توره تیاره وه له درده به مې ناري کړي: مورې! ……. د څنګ
ملګري به مې تر جامو کش کړم څه کوي هغوی خو ولاړل .. اوس په تا هم ځان تاوان دی؟ تر 45 دقیقو بمبارد وروسته د
الوتکو غږ ورک شو ، خو د دو آب آسمان لا تورو خاورو او د باروتو دودونو پوښلی ؤ، د
کلي لور ته مې منډې کړي ، لمر هم راښکاره شو ددوآب کلی مې ولید چې نور هغه کلی نه دی چې ما لیدلی ؤ، زما په سترګو کې زما د مور
تر خاورو لاندې څیره ولاړه وه ، نور مې څوک نه
لیدل ..هرې خوا ته د وژل شویو څارویو جسدونه،
هر لورته د ټپیانو فریادونه او ترخاورو لاندې
ماشومانو او ښځو ژړاګانې او نارې وي.
دکلې لویه کلا چې نهه برجونه یې
درلودل د خاورو سره خاورې وه، د کلې دروازي ښي اړخ برج لوټو دروازه بنده کړې وه
، دوه تنه ( شهید بهاؤ الدین او د شیخ اباد قیام الدین ) تر خاورو لاندې ؤ سرونه
یې ښکاریدل ، له خلکو یې د مرستې غوښتلو نارې وهلی ..کله چې له دروازې تیر شوم ، مور مې ولیده،
مخ یې په دودونو او دوړو پوښلی ؤ زما کشر ورور یې په غیږ کې او د هلکانو څخه يې
زما پوښتنه کوله، په هغې خوارکۍ دا ټول بمبارد په کور کې تیرؤ، د کور د څنګ دریو
خواوو ته په لویو بمونو ټول کورونه وران ؤ خو زما کورنۍ الحمد لله په یوه خونه کې
د مور تر ټکري لاندې ژوندي پاته وه ، ځان مې ورورساوه، سترکې مو یو په بل خوږې شوي
د نورو وروڼو او خویندو د ژوند ډاډ یې راکړ، بس همدومره راته بس ؤ ، ښکلې غوا او خوسندره مو درلوده ، د کلا د
باندې مو په مال ځای کې تړلی ؤ ، هغه را په یاد شول ، ورغلم ، غوا مو د دهشکې په
مرمي په ملا کې لکیدلې ، ملا یې ماته او
ټپې پرته وه ، سترګې یې راواړولې اوښکې یې له سترګو روانې وې ، ورنیژدې شوم ، لاس
مې پرې را تیر کړ ، خو څه مې په توان کې نه ؤ ، هر مال ځای ته به چې ورغلم د خلکو
غوایان او غواګانې به مړې یا زخمي پکښې
پرتې وې ..خلک یوازي د انسانانو په غم کې ؤ ، نور په دې کې شوم چې څه ډول ترخاورو لاندې ښځو او ماشومانو سره مرسته وکړم
چې لا تر دې دمه یې د ژوند فریادونه د خاورو له امبارونو راوتل …له نیژدې کلیو ګڼ خلک د مرستې لپاره راورسیدل ، هلی دلته خلک لاندې دې او هلته يې راوباسئ … د کلي له شا
اوخوا د شهیدانو او ټپیانو جنازې د کلي مخ ته راروانې وې، نور نه پسرلی ؤ نه
ګلونه، نه ښکلا وه، نه پسونه …. دا زما د کلي ناروین ؤ چې زما د ژوند په خاطرو کې
لا هم انګازي کوي او د هغو ماشومانو فریادونه اوس هم اورم چې تر خاورو لاندې ؤ او
له رسېدو وړاندې ټول په شهادت ورسېدل، هو د ۱۳۶۱ کال د ثور د میاشتې نهمه
دا د روسي
ښکیلاک تر چتر لاندې زما د وطن یوازې د
یوې ورځې داستان ؤ ،خو د هرې ورځې داستانونه همداسي ؤ ..روسانو په (۱۰) کلونو کې
پنځه میلیونه افغانان کډې کولو ته اړ ، او یو نیم میلیون افغانان یې له خپلو جامو سره په هدیرو کې خښ کړل
،چې د ډیرو قبرونه لا تر اوسه هم معلوم نه
دي ..
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر