۱۳۹۷ تیر ۲۷, چهارشنبه

د جنګې جرمونو نړیواله محکمه International Criminal Court



لیکنه : محمد شفیق صادق

  د تأسیس وخت  او موخه  :د دوو نړیوالو جکړو په ترڅ کې چې څومره انساني ټولنې ته تاوان ورسید ،په میلونونه ښځې ، ماشومان، او عام خلک د جګړه مارو هیوادونو په لاس وکړیدل ، او ووژل شول ، لوټ او ژوندی ورک شول ، نو نړیواله غوښتنه دا وه چې  ددې کړیدلو خلکو د ځورونکو او تباه کوونکو څخه باید  پوښتنه وشي او محاکمه کړل شي ، له همدي امله دیوې نړیوالې جنایی محکمې د جوړیدلو غوښتنې راپورته شوې  ، بلآخره   په پڼځوسیزه لسیزه کې د ملګرو ملتونو ټولنې خپلې ټاکلې کمیټې  ته دنده وسپارله  تر څو د جنایی محکمې د نظام لپاره دوه مسودې ترتیب کړي ، خو د لویدیځ عسکري پیمان ( ناتو) چې مشری یې امریکا کوله ، او ختیځ تړون ( وارسا) چې مشري یې پخواني شوروي اتحاد کوله   تر منځ د سیاسې کشمکشونو او ناندریو  له امله دا مسوده د ډیرو کلونو لپاره  چې د ساړه جنګ مرحله یې بولې  وځنډیده  او کمیټه ونه توانیده چې دا مسوده ترتیب کړي ، بلاخره  د نوییمې لسیزي په وروستیو کې چې کله د شوروي اتحاد  امپراتوري له منځه ولاړه  ، دا موضوع  یو ځل بیا مطرح او ځینو هیوادونو د ملګرو ملتونو عمومې اجلاس  ته  محکمې د جوړښت  پشنهاد وړاندې کړ په نتیجه کې د ۱۹۹۸ کال د جولای د میاشتې په (۱۷) نيټه  په ایطالیا کې  په نوموړي موضوع رایه اچونه وشوه  ، چې (۱۲۰) هیوادونو موافقه رایه ،  (۲۱) هیوادونو ممتنع رایه  او اوو هیوادونو هریوه (: أمريكا، فلسطين،چين، عراق، قطر، ليبيا،  يمن) مخالفه رایه ورکړه ، او ددې محکمې د جوړښت لپاره یې اساس وټاکه .

او د( ۲۰۰۲ )کال د جولای د میاشتي په لومړی نیټه  د روم د میثاق په اساس  نوموړې محکمه رسما تأسیس شوه .
د محکمې مقر :
ددی محکمي مقر د هالند د هیواد په لاهای کې دی خو کولای شي په نورو ځایونو کې هم  خپلې جلسې تر سره کړي  .
  دا محکمه یوازی  هغو جرایمو ته د رسیدګې حق لری د غړو هیوادونو  د غړیتوب له لاسلیک وروسته ، د هغه هیواد د اوسیدونکو او یا د نورو خلکو له لوری په غړي هیواد کې تر سره شوي وي  په دي شرط چې د هغه هیواد محاکم یې د تعقیب توان ونه لری  او محکمه هغه مهال  په غیر عضو هیوادوو کې جرایمو ته رسیدګي کوی چي د ملګرو ملتونو د امنیت شوری او یا هم خپله هغه هیواد یې غوښتنه وکړي

له بده مرغه د نړی لوی هغه هیوادونه چې د بشری حقونو په پراخ نقض تورن دي په دې محکمه کې غړیتوب نه لری ،چې له هغو څخه یو هم د امریکا متحده ایالات او اسرائیل دي.
 د روم د اجلاس د غونډې په مهال  د امریکا هیواد غوښتنه وکړه چې دا محکمه  به د امنیت شوری  تر لاس لاندی فعالیت کوي ، ځکه نوموړی هیواد  هلته د ویتو حق لری ، خو د روم د اجلاس غړو هیوادونو دا غوښتنه رد کړه ، او د مستقلي څارنوالی د تأسیس غوښتنه یې وکړه ، او یوازی د امنیت شوري ته یې دومره واک ورکړ چې کولای شي   د ۱۲ میاشتو د ننه  هغه قضیې همدې محکمې ته وړاندې کړې چې د امن او صلحې په راوستو کې مرسته کوي  او دوو هیوادونو تر منځ د صلحې لامل کیږي.
سره ددې هم د امریکا پخوانی جمهور ريس بیل کلنتون په ۲۰۰۰ میلادي کال د روم د میثاق د  تړون لاسلیک  ته زړه ښه کړ ، خو له هغه وروسته بل جمهور رئیس (زوی جورج بوش )په ۲۰۰۱ کال هغه امضاء باطله وګڼله اوله عضویت څخه خارج شو .
د ۲۰۱۳ کال تر فبروری پورې (۱۲۲) هیوادونه ددې محکمې غړیتوب تر لاسه کړی ؤ چې د اروپا او جنوبی امریکا تقریبا ټول هیوادونه ،او د افریقا نیمایی هیوادونه  د استرالیا ، نیوزلند ،او کاناډا سره  ددې محکمې غړي دي ، له آسیا څخه یوازی ، مغولستان ، افغانستان ، تاجکستان، اردن ، کمبودیا ،او ختیځ تیمور یې غړیتوب لری .نورو څلویښتو هیوادونو د روم اساسنامه امضاء کړي خو تر اوسه یې د خپلو قانوني مجلسونو په تصویب نده رسولې  ، ایران په ۲۰۰۲ کې اساسنامه امضاء کړي خو په مجلس کې نده تصویب شوې ،خو د ۲۰۱۶ کال تر مارچ پورې دا هیوادونه (۱۲۴) ته ورسیدل ،  چې (۳۱) نورو هم اساسنامه امضاء کړي لاکن په خپلو مجالسو کې یې نده تصویب کړې ، هغو مهمو هیوادونو چې د امنیت شوري دایمي غړي هم دي لکه امریکا،چین ، روسي دا پیمان  ندی امضاء کړي او هند بیا ددې محکمې یو له منتقدینو څخه دی چې دا پیمان یې ندی امضاء کړې
د محکمي په اړه انتقادونه :
ډیری هیوادونه غواړي چې د تروریزم او مخدره موادو د قاچاق جرمونه دې هم ددې محکمي د کار په فهرست کې شامل شي ، خو ندي توانیدلي چې د تروریزم د تعریف په هکله یوې پریکړي ته  ورسیږي   او همدا ډول د مخدره موادو موضوع  ، هند بیا په دې ټکې اصرار کوې چې د هستوي او ګڼ وژنې د وسلو استعمالونکي دې هم په دې محکمه کې محاکمه کړل شي ، خو دا هڅې کوم ځای ته ونه رسیدې ، او هند هغه مهال خفګان ښکاره کړ چې د رم په اساسنامه کې په داګه ولیکل شول چې د ډله ایزی وژنې د وسلو استعمال جنګې جنایت نه ګڼل کيږي چې دا بین المللې ټولني ته په ښکاره یو اخطار دی. همدا شان چین هم وایی چې د جنګې جنایتونو تعریف  د بین المللي حقوقو د عرفی تعریف څخه ډیر پراخ دی
د اسرائیلو له جنایتونو څخه د امریکا ملاتړ او د محاکمې څخه خلاصون ددې محکمې کارونه نور هم کمزوري کړیدي.
ځینې هیوادونه بیا ددې محکمې څخه خپل سیاسې اهداف تر لاسه کوي ، او خپل هغه سیاسي مخالفین چې دوی ورته لاس رسي نه لری د محکمي په واسطه تورن او محاکمه کوي ، ځینو هیوادونو ، د سودان په مشر عمر بشیر د فشار رواړلو په نیت د امنیت شوری ته وړاندیز وکړ چې عمر بشیر په دارفور کي د جنایتونو له امله ونیول شي او محاکمه شي ، محکمې هم دا پریکړه اعلان او د هغه د نیولو اقدام یې وکړ ، خو ونه توانیدل چې هغه ونیسي ، خو کله چې د سودان روابط له امریکا او اروپا سره سم شول ، د محکمي پریکړه پاته شوه او بیا یې چا غوښتنه ونه کړه .
دا محکمه څلور ارکان لری :
۱-د ریاست دفتر ( د دیوان اداری مسؤل)
۲-د  قضا شعبات : دا دیوان دری شعبې لري :
۱-تحقیقات ۲-محاکمه ۳-تجدید نظر
۳-د  څارنوالی مستقل دفتر :دا دفتر جنګې جرایمو ته د رسیدنې د تحقیقاتو مسؤلیت په غاړه لری
۴- دثبت دفتر :دا دفتر د غیر قضایی اداري او خدماتي برخو مسؤلیت په غاړه لری
افغانستان هم د نړیوالې محکمي غړیتوب په ۱۳۸۲کال د ثور په ۱۱ نیټه تر لاسه کړ، او د زمانی صلاحیت له مخې د جزا نړیواله محکمه کولای شي له همدي نیټې وروسته هغو  جرایمو ته دسیدګې وکړي چې د افغانستان د ننه د چا له لوری  هغو تر سره شوی وي.
د ۲۰۱۷ کال په نوامبر کې د نړیوالې محکمي سازمان له خپلو قاضیانو وغوښتل چې تر څو په افغانستان کې د جنګې جنایتونو د تورونو په هکله خپله رسمي پلټنه پیل کړي او په دي پلټنه کې د ټولو هغو کسانو په اړه تحقیق وکړي چې د میثاق له امضاء وروسته یې په افغانستان کې جرمونه تر سره کړي چې په دې لړ کې د افغانستان د حکومت غړي ، طالبان او امریکایی ځواکونه او د سی ای ای غړی شامل دي





۱۳۹۷ تیر ۱۲, سه‌شنبه

د تمدن د اسمان ځلانده ستوری (ابو ریحان البیروني)(غزنوي)




ژباړه او راټولونه : محمدشفیق صادق   ۱۲-۴-۱۳۹۷

دا علمي ستوری د خپل نبوغ ، هڅانده طبیعیت  او لوړ استعداد په لرلو د سیمې د هیوادونو تر منځ د ځان ګڼلو په سیالی بدل شوي ، سره ددي چې په پخواني خوازرم ، اوسني ازبکستان کې زږیدلی او په غزنی کې دفن دی ، خو ایرانیان یې ( د خپل تحریفې سیاست له مخې ) په ډیره سپین سترګې ایرانی ګڼی ، هندوستان کې هم خلک ورته د سندي په نوم ګوری  او ازبکستان خو اوس د میرزیوف له واکمنی وروسته د مقبری د ترمیم پلان لری ، خو اصلا زما د غزني  اوسیدونکي او همدلته دفن دی راځی چې لنډه بیوګرافی یی ولولو :
ابو ریحان محمد بن احمد خوارزمي
   البیروني  د اسلامي ختیځ یو لوی او پیاوړی عالم  ؤ چې په  (۳۶۲) هجری قمری کال  د ذی الحجې د میاشتې په (۱۲) نیټه چې د سپتامبر د (۴) نیټې د ۹۷۳ میلادي سره سمون لری   د خوارزم د کاث په کلې چې د اورال د بحیری په څنګ کې پروت دی او اوس د ( کارا کلپا کساکایا) په نوم یادیږي وزږید  .
په زلمیتوب کې د مشهور ریاضی پوه او ستوري پیژندونکي ابونصر منصور  سره یې زده کړې پیل کړي . هغه په (۱۷) کلنی کې علمی څیړنې پیل کړې ، په  همدي عمرپه (۳۷۹) کال یې د لمر د ارتفاع په اساس  د کاث د ښار جغرافیایی عرض محاسبه کړ ، هغه په (۲۲) کلنی کې  د نقشه کشی ( Cartography) د علم کتاب ولیکه ، په دی کتاب کې یې د نقشي کښلو اصول ، او طریقې شرحه کړې ، د نیمې کرې نقشه یې د کاغذ په مخ وکښله ،او په ګڼو نقشو  یی کار وکړ .
د څورلسمې پیړې په وروستیو کې د ختیځې اسلامي نړی حالات متغیر شول ، ځینې حکومتونه او امپراتوری له منځه ولاړي او نوی کرښې ترسیم شوي ، هغه سیمه چي البیروني پکښې اوسیده  د سامانیانو تر واک لاندې وه ، لویدیځ لورته د خزر له بحیری بیا د فارس تر خلیجه د آل بویه د کورنی واکمنی وه ، په همدي وخت کې یوه بله امپراتوری د غزنویانو په نوم په اوسني افغانستان کې رامنځ ته شوه چې مرکز یې د غزني ښار ؤ ، همدی غزنویانو د البیرونی  ژوند ته نوی رنګ ورکړ .
کله چې د خوارزم حالات بدل شول ، نو البیرونی ( ری) ته ولاړ او هلته د ژوند د کړاوونو سره سره اوسیده ، هلته د یوه بل لوی ستوری پیژندونکی عالم خجندی سره اشنا شو د هغه سره یې د ستورو په پیژندلو کې علمي څیړنې پیل کړې ،  نوموړي عالم د فضایی څیړنو یوه لویه آله چې د لمر د حرکت او ستورو مسیر به یې  پکښې کاته خپله جوړه کړې او د غره د پاسه یې نصب کړی وه ،تر څو د لمر د نصف النهار عبور له نیژدې مشاهده کړي ، نوموړي  د (۳۸۴) هجری قمری کال د جمادی الاولی په (۴-۵) نیټو د دوبي انقلاب ولید ، او په همدې کال یې د ذی الحجې  د میاشتې په (۸-۹) نیټو د ژمي انقلاب هم  ولید نو یې د بروج د دایرې میلان او د (ری) د ښار جغرافیایی عرض وکښه  خو دقیق نه ؤ .
نو خجندي د خپلی (السد س) (sextant) دستګاه  او د لمر د ارتفاع اندازه له البیرونې سره شریک کړل ، نوموړی ورسره  دا موضوع مناقشه او وڅیړله. ،  د خپلې څیړنې پایلې یې به یوه لویه مقاله کې د ( تحدید النهایات الاماکن) په نوم خپره او د خجندې د دستګاه په هکله یې نوی نظریات او تصورات وړاندې کړل . هغه د خجندي خطاګانې ډیرې دقیقې په ګوته کړې.کله چې خجندي په (۳۸۹) هجری کال وفات شو نو البیرونی لا د (۳۸۴-۳۸۶) کلونو ترمنځ هلته په ری کې  پاته ؤ  ، وروسته د خزر بحیری تر څنګ ګیلان ته تللی ، د هغه ځای وکمن  ابن رستم ته یې یو کتاب  هم تقدیم کړی .
نوموړی په (۳۸۹) کال خپل بل کتاب (  “الآثار الباقية عن القرون الخالية” ) ( Chronology) سلطان قابوس ته تقدیم کړ چې په همدي کتاب کې یې د خپلو مخکینیو (اوو) لیکنو یادونه هم کړیده چې  لومړی کتاب یې د اعشاری دستګاه په اړه ، دوهم د اسطرلاب ، دریم د نجومي لیدنو ، دوه کتابونه د تاریخ په اړه ، دری نور په نورو علومو پوري اړه لری .
البیروني د ۳۹۴ هجري کال په لومړیو کې له ګرګان څخه خوارزم ته ولاړ او څه وخت له ابن سینا او نورو علماؤ سره د علی بن مامون خوارزمشاهي په دربار کې په بحثونو او مناقشو تیر کړ .مأمونیان چې د خوارزمشاهانو د سلسلې یوه کړی وه ،د ادب او علم سره یې ډیره مینه درلوده ، د هغه په دربار کې د علم او پوهې خوښوونکي وزیر ابوالحسن احمد بن محمد سهیلي ډیر مهم شخصیت ؤ او د هغه له لاری علم او ادب هلته څپانده شو  ، هغه وتوانید چې د علم ، ادب ،اکتشافاتو او اختراعاتو لپاره ښه فضا برابره کړي،
په کال (۴۰۸) هجری قمری  کال سلطان محمود غزنوی د خوارزم په سیمه یرغل وکړ او خوارزمشاهان له منځه ولاړل   ،نوموړي  دا سیمه تر خپل کنترول لاندې راوسته او البیروني او ابو نصر منصور او نور علماء یې غزني ته راوستل ، دلته په غزني کې یې د دوي د څیړنو لپاره ښه مناسب علمي خای وټاکه او دوی یې په علمی څیړنو وګمارل . البیروني  په (۴۰۹) هجری کال کابل ته ولاړ او له هغه ځایه یې د خپلو څیړنو کار کاوه ، نوموړي په کابل کې د ستورو د لید یوه دستګاه جوړه کړه او د کابل د شمال له سیمې یې په (۴۰۹) کال د ذی القعدی په (۲۹) نیټه د لمر نیوني یوه صحنه مشاهده او علمي تجربه یې پري وکړه  ، هغه د محمود تر واکمني لاندې د (۴۰۸) څخه تر (۴۱۰) پورې ګڼې مشاهدي درلودې ،او  وتوانید په ډیر دقیق ډول ددي سیمې جغرافیایی عرض وګاږې .
په کال (۴۱۲) هجری قمری سلطان محمود د هند د فتح په نیت یو لښکر واستاوه ، البیروني هم د موقع څخه په ګټه اخیستنه له دی لښکر سره هند ته ولاړ ، او د محمود لښکر تر (۴۱۶) پوري د هند تر اقیانوس پورې ورسید ، سره ددې چې  د هند خلکو غزنویان تیري کوونکې  ګنل  خو  د دې سره سره  هم په هند کې یې  د خلکو ترمنځ لوړ مقام او  د احترام ځای وګاټه.
البیروني په شمالی هند کې خپلې څیړنې پیل کړي  ، هغه د پنجاب او کشمیر ته څیرمه د یوولسو ښارونو څخه لیدنه وکړي او ددي ښارونو جغرافیایی موقعیت  یی تثبیت کړي .ددي تر څنګ ،وتوانید د هند هیواد او خلکو په اړه  یو کتاب د (  “تحقيق ما للهند من مقولة مقبولة في العقل أو مرذولة .)(  india)   په نوم ولیکې ،  هغه په دي کتاب کې د هند د خلکو دین ، فلسفه ، طبقاتي نظام ، آداب ، رواجونه ، د ازواج طریقې شرحه کړي ، هغه په هند کې د هندي ارقامو او عددونو مطالعه هم وکړه ، ددي څخه علاوه یی  په دي کتاب کې د ستوروپیژندني او هندي کال نامې یادونه هم کړیده او ګڼ نور موضوعات یې پکښې ولیکل .
البیروني وتوانید د هغې سیمې د خلکو  ژبه زده کړي او د دوي ادبیات د هغوی په ژبه مطالعه کړې ،  څو متنونه یې له سنسکریت ژبي څخه عربي ژبې ته وژباړل ، هغه یوه بله رساله یی  په هند کې د ریاضیاتو او ستوري پیژندنې ابعاد ولیکل .. او ګڼ نور علوم  لکه طب ، فلسفه ، ادبیات دین مذهب  یې په هند کې په غور سره وڅیړل .. همدا رنګه نوموړي په هند کې له سنسکریت ژبي څخه و عربي ژبي ته د نجوم ، او ریاضیاتو یو کتاب هم وژباړه چې د (زیج سند هند) نوم یې پري کښیښود .
له څه وخت ورویته بیرته  غزني ته ولاړ  او هلته د عمر تر پایه پاته شو ، نوموړي  د عمر ( ۳۲) کلونه  د سلطان محمود ، سلطان مسعود او سلطان مودود په دربار کې تیر کړل په پای کې په (۴۴۰) هجری قمری کال د رجب په (۴) نیټه  چې د ۱۳-دسمبر۱۰۴۸ میلادي  سره سمون لری په غزني کې  وفات  او همدلته دفن شو .
د البیروني لیکنې د کندي له قوله :
الکندي لیکې : البیروی (۱۴۶) لیکلي اثرونه لیکلي دی ، چې ټول مجموعا (۱۳۰۰۰) صفحې کیږي .
هغه لیکې :البیروني د طبعیت د لید وړ پدیدو د څیړنې ، او د انسان د وجود د مطالعې سره دیره مینه درلوده ، د علومو تر منځ د انالیز د ریاضې ډیر علاقمند ؤ او په دي برخه کې دښه استعداد څښتن ؤ .
سیوري(  Shadows) :
دا د البیروني یواثر  دی چې په (۴۱۱) هجری کال یې لیکلی . په دي لیکنه کې البیروني د سیورو عربی اصطلاحات ، او تصویرونه ، نوی او غیر عادي پدیدي ،تصویرونه ( gnomonics) د تانجانت تاریخچه او د متقاطع تابع ګانو په برخه لیکنې کړیدي.
دا کتاب د هغو مقالو شرحه هم کوی چې البیروني لیکلي دي ، چې دا مقالي عبارت دي له : عملی او نظری حساب  د ډلو پایله ، ترکیبي انالیز ، دریم قانون ، ګنګ عددونه ، د خارج قسمت نظریه ، و د الجبری مفاهیمو تعریف ، د الجبری معادلو د حل لاری چاری او هغه مسایل چې یوازي په خط کش او پرکار نه حل کیږي . مخروطی منحنی ګانې ، د فضا اندازه کیدل ، د ګنجنکاری تصویر ، مثلثات ،  په صفحه باندې د سینوس قانون ، د کروي مثلثاتو حل او داسې نور .
البیروني  د ځمکې د فاصلو او د جغرافیی په برخه کې هم ګڼې لیکنې لري ، هغه د ځمکې د فاصلې د اندازه کولو  لاری چاري او د ځمکې په مخ فاصلې د مثلث بندي له مخې معلومولې ، هغه وتوانید  د ځمکې شعاع چې ۲۳۰ قبل المیلاد کې (اراتوستنس)( ۶۳۱۴۰۰۶)  کیلومتره اندازه کړي وه    (۶۳۳۹۰۰.۶) کیلومتره  اندازه کړه ، چې دا اندازه تر لسمي پیړي پوري په لویدیځو هیوادو کې نه وه تر لاسه شوې . د قانون مسعودي کتاب یی  ( Masudic canon)چې تر ټولو مشهور کتاب دی ،   په هغو جدولونو شامل دی چې د شپږ سوه سیمو مشخصات پکښې لیکل شویدي ،  ددي تولو سیمو په برخه کې یی پوره معلومات درلودل .البته داسې ویل کيږي چې نوموړي دا ټول ندی اندازه کړي بلکه ځینې یې د هغو مشابهو جدولونو څخه تر لاسه کړي چې خوارزمي او بطلیموس لیکلي ؤ ، او هغه دي نتیجې ته رسیږي چې هغه رقمونه چې خوارزمي وړاندي کړي ډیر دقیق دي.
هغه د زمان (وخت ) په برخه کې هم یوه رساله لیکلي ، او څو رسالې یې د اسطرلاب په برخه کې لیکلې دی او د ماشیني تقویم په شرحه او لیکنه یې کار کړی ، هغه د نور د سرعت په هکله جالب موضوعات بیان کړیدي ، او دا یې لیکلي چې د نور سرعت له غږ څخه ډیر تیز دی ، هغه د شیري د لاری د کهکشان څخه د ( سحابی ستورو د طبیعت د بی شمیره اجزاؤ مجموعې ) په نوم یادونه  کړیده.
هیدو استاتنیک د فزیک د علم یوه موضوع ده چې البیروني پري بحث  کړیدی ، او د خاصو اوزانو دقیقه  اندازه یې کړیده ،هغه د سروزرو ، سربو ، نقری ، برونزو . مسو  ، اوسپنې ، او قلعې تر منځ نسبتونه ولیکل او د هر  معدني عنصر په اړه یې پوره معلومات ورکړل .چې دا د جیولوژی به برخه کې د هغه تر ټولو مخکیني معلوما ت دي.
هغه په دیر دقیق ډول  د کرې په مخ د طول البلد او عرض البلد کرښې وکښلې او په دی هکله یې زیات معلومات خپاره کړل. د لمر په محور د ځمکې د راګرځیدو نظریه شپږ پیړی مخکې له کوپرنیک او گالیله  څخه یی په ډیر دقیق ډول وڅیړله  .د ځمکې د مسطح والي په هکله یې  یوه قاعده جوړه کړه ، یعنې د کري له مخ څخه یې خطونه او نقشې د کاغذ صفحې ته رانقل کړې ، او په عکس سره ، چې د جغرافیی  نقشو د رسمولو کار یې اسانه کړ.
د البیروني سره نور ډیر پوهان به بحثونو او مناقشو لګیاؤ هغه له ډیر وړاندي له خپل استاذ ابونصر منصور سره همکاری کوله ، او هر یوه به له بله غوښتل چې یو خاص کار په غاړه واخلی ، تر څو یې کار په دي ډول د تآیید وړ وګرځې .
 البیرونې به  د سیالي په ډول له ابن سینا سره مباحثې کولې ، او د هغه سره به یې په مختلفو موضوعاتو کې لیکنې تبادله کولې . ( د ابو علی سینا (۱۸) هغه رسالي شته چې د البیروني په ځواب کې یې لیکلې دي . دا لیکنې  د ستوری پیژندلو ،  فزیک ، فلسفه ، نور او تودخه .. باندې را څرخي .
البیروني د سجزی سره هم  د لیک له لارې په اړیکه کې  ؤ ، او هغه لیکونه شته چې البیروني سجزی ته استولې ؤ .
ددي شخص په اړه چې څومره خبره وشی بیا هم کمه ده ، سره ددې چې د هغه  لیکنو یو په پنځمه برخه پاته دي خو بیا هم کله چې د هغه لیکنې مطالعه کیږي نو د هغه لوړوالی پکښې له ورایه شکاری .
البیروني یو له هغو کسانو څخه ؤ چې بی شمیره ساینسي تجربی یې وکړي . البیروني لومړنی عالم ؤ چې د نجوم د علم تل ته ورداخل شو ډیري تجربي یې په جزیاتو سره تر سره کړې.

George Sarton جورج سارتن:- ( ۱۹۶۵م -۱۸۸۴م ) د ساینس د تاریخ پلار چې  د ساینس تاریخ یې تدوین او تنظیم کړی ، په دي عقیده ؤ چې البیروني د اسلامي نړی یو تر تولو لوی ساینس دان ؤ او د هغه زمانه یې د ساینسي علومو د ودي او پرمختګ تر ټولو شه زمانه ګڼلې ده .
Abdelhamid I. Sabra ( سابرا):- د ساینس د تاریخ په برخه متقاعد پروفیسور چې د تخصص ریشته یې  د (رڼا علم ) یا د نور فزیک دی او د   ( متحده ایالاتو)  د ویرجنیا  ایالت  د  الکساندریای د پوهنتون څخه یې تر لاسه کړې ، په دي عقیده دی چې البیرونی د ساینس په تاریخ کې د ټولې نړی وتلی شخص دی .
  نوموړي د ساینسي تجربو تر څنګ د معدنونو څیړنه او تشریح هم وکوله ، هغه یو ښه سوسیالوژست او یو ښه روان شناس هم ؤ .
George  د سپوږمې د کرې اتشپشان د (البیروني) په نوم مسمی کړ.
د منځني ختیځ پیژندې ګڼو علماؤ پري ډیر بحثونه کړیدی ، او د ایران یوه ژباړونکې اکبرصیرفی په (۱۳۲۱) کال  د اثارباقیه کتاب و پارسي ته وژباړه  او خپور کړ ، همدا شان منوچهر صدوقی سها    د ( ما للهند) کتاب هم پارسې ته ژباړلی او د مقدمي او ګڼو حاشیو سره یې  په ۱۳۶۲ شمسی  کال په تهران کې خپور کړی .او په نولسمه پیړی کې کارل مارکس  د سرمایی په کتاب  د انګلیس د استعمار په برخه کې هند د خلکو په اړه  د بحث  لپاره  د همدی ما للهند د کتاب څخه استفاده کړیده .
د ایران د فرهنګ وزارت په (۱۳۲۴) ش کال د ابوریحان ژوند پاڼه د (دهخدا) په قلم ولیکله او چاپ شوه .
په هند کې هم د  نومړي ( ما للهند ) کتاب اردو ژبي ته وژباړل شو او په دووجلدونو کې چاپ شو
همدا شان سیدحسن (برنی) د نومړی ژوند پاڼه په ډیر دقیق ډول لیکلي او خپره کړې خو ځینو علماؤ د همدوی په شمول د نوموړي د اوسیدو او زوکړې ځاي د ځینو متنونو له مخې په خطا سره د هند  (سند) لیکلی دی .
د ۱۹۸۶ میلادي کال د اګست په (۸) نیټه  دوه ستورو پیژندونکو "اریک الست" و "ویولتا ایوانوا" د بلغارستان په رصد خانه کې د ( PN4) په نوم  یوه نوي  کوچنی سیاره کشف کړه چې د البیروني د ساینسي خدمتونو په بدل کې یې په   9936 Al-Biruni مسمی کړه ، دا سیاره په هرو5.39کلونو کې یو ځل د لمر په شا اوخوا را ګرځې ..
نوموړي  د ژوند په پای کې په  عربی ، پارسی ، سانسکریت ، یونانی ، سریاني ، لاتین او د سیمي په ژبو  ښه پوره تسلط درلود
د اوس لپاره د تاشکند فني او تخنیکې پوهنتون هم د هغه په نوم مسمي دی ، او زموږ د هیواد په کاپیسا  ولایت کې  يو پوهنتون د البیروني په نوم شته . په تآسف سره چې په افغانستان کې د علماؤ قدر او قیمت نشته ، په تیره بیا د اسلامي تمدن علماؤ خو د هیریدو په حال کې دي  له همدي امله د نوموړي عالم مقبره هم  ورانه او د له منځه تللو  په حال کې ده ، چې خوشبختانه  څه موده وړاندې  د ازبکستان د هیواد یو هیئت له نوموړي مقبری لیدنه وکړه او د بیا رغوني وعده یې وکړه .





۱۳۹۷ خرداد ۱۶, چهارشنبه

مهاجرینو ته د اروپا اوجرمنی اړتیا او اندیښنې


 مهاجرینو ته د اروپا  اوجرمنی  اړتیا  او اندیښنې    
 لیکنه : محمد شفیق صادق ، د عربی منابعو په استناد
  سره ددې چې دا لیکنه  د دوه کاله مخکې  احصاییو استناد کوي خو د اورپا د روان بهیر داستان دی چې  اوږده سلسله لری او  د  را روانو  کلونو خبره ده .
د یوروستات  د شمیرو له مخې د اروپایی ټولنې  د  نفوسو شمیر د( ۲۰۱۴ )کال څخه د (۲۰۱۵ )میلادی تر پیله د (۵۰۶،۸)  میلیونو څخه (۵۰۸،۱) میلیونو ته لوړ شو ، یعنې (۰،۲۵) فیصده  وده یې درلوده ، او دا  وده د نورو ټولنو په پرتله ډیره کمزوې شمیره ده ،  چې له دي شمیري  لویه برخه (۹۰۰)  زره یې  یوازي مهاجرین  جوړوي .یعنې که چیري له دي شمیري مهاجرین وایستل شي ، نو یوازی (۴۰۰) زره به اصلی اروپایان پاته شي  یعنې(۰،۰۷) فیصده  چې دا  د اقتصاد پوهانو په آند د نفوسو  یو ریښتینې بهران دی چې خطرناکې  اقتصادی او د ودې پایلې لری .او شمیري دا ښیی چې  اروپایانو  د اصلې اوسیدونکو د شاته تګ لوی ګراف ثبت کړی چې په دي ګراف کې لومړني هیواد چې ددې ستونزې سره لاس او ګریوان دی د آلمان ( جرمن ) هیواد دي چې په اروپايی هیوادونو کې د لوی اقتصاد خاوند هم دی .
په المان کې د شمیرو له مخې په (۲۰۱۴) میلادي کال (۷۱۰) زره نوی ماشومان زږیدلې خو ېه مقابل کې بیا (۸۷۰) زره تنه مړه شوي ،  دا شمیره دا ښيی چې په دي هیواد کې هر کال (۱۶۰) زره تنه کمیږي خو د عمومې شمیرو له مخې چې د هیواد د نفوسو په اساس اعلان شوي ، وایی چې د همدې دوو کلونو ترمنځ  ددي هیواد نفوس له (۸۰،۷) میلیونو څځه (۸۱،۱) میلیون ته لوړ شوی چې په حقیقت کې دا زیاتولی  یوازي د مهجرینو دی چې شمیري یې (۵۶۰) زرو تنو ته رسیږي . آلمان ښه پوهیږي چې  د نفوسو روان کمښت به آلمان  د اقتصاد په ټولو برخو کې او  د تولید له لوی زیان سره  مخ کړي  وده به شاتګ وکړي او غوښتنې به لوړې شي  ، د اقتصادي  مخې به د مالیې ورکونکو په مقابل کې د متقاعدینو شمیر لوړ شي ، یعنې مصرف به تر عاید لوړ شي ، او موجوده مالیه (چې د اروپایانو د اقتصاد لوی مصدر دی) به ونه شی کولای چې د هیواد اقتصادي اړتیا پوره کړي،  بله لویه ستونزه  په هیواد کې د ځوانانو په تناسب د زړو او سپین ږیرو  لوړ ګراف دی ، چې نه یوازی آلمان بلکه ټوله اروپا کې په اندیښمنه کړې ،  تر دې چې ځینې لیکونکې خو اروپا ته د زړو  ځمکه وایی ، له  همدې امله آلمان  پرته له دي چې خپله اقتصادي او د نفوسو د کمښت ستونزه په مهاجرینو حل کړي ، بله لاره نه لری  ، له همدې امله یې په لوی شمیرکې د مهاجرینو  میشتولو ته زړه ښه کړي  او داچې په المان کې د ځوانانو د بی کاری  کچه یوازی (۸) فیصده ښيی ، اساسي علت یې هم د ځوانانو  کمښت او نوری اقتصادي  عوامل دي ، په داسې حال کې چې د سپین ږیرو شمیر له ځوانانو  څو چنده زیات دی .  
آلمان او د مهاجرینو ورتګ

 په اوسني وخت کې په المان کې (۸،۱) میلیون  تنه مهاجرین اوسیږي  چې له دي شمیری څخه (۱،۵) میلیونه ترکان دی ،چې تر ټولو لوی توکم دی ، ورپسې  (۲۱۰) زره تنه د شمالی افریقا  عربان دی ، چې دوهمه لویه برخه ده ، ورپسې د سوريی ، عراق ، افغانستان  خلک دی چې دا شمیری به په روانو کلونو کې نوري هم لوړي شي ، لاکن برطانیه بیا د المان په نسبت ددې ستونزي سره مخ نده ،په (۲۰۱۴) کال هلته د اصلی برطانویانو د نویو زږیدلو ماشومانو شمیر (۷۷۶) زره ؤ چې په مقابل کې یې (۵۷۰) وفات شوي ؤ  فرانسه لا تر دی هم ښه  ده  له همدې کبله دا دواړه هیوادونه د مهاجرینو د قبلولو په وړاندي تر المان لږ لیوالتیا لری ، یوازی د خپلو نفوسو د کمبود په تناسب مهاجرین مني .
ددی هیوادونو په تناسب بیا یونان ، پرتګال ، هسپانیه ، بلغاریا او رومانیا نسبتا ښه حالت لری ، خو دا هیوادونه مهاجرین ددي امله نه مني چې خپلې اقتصادي ستونزي پرې حل کړي ، بلکه د کارګري طبقې په استولو  غواړي چې خپل جامد اقتصادي حالت وغوړوي .
له همدي امله د مهاجرینو د قبلولو موضوع او شمیری هم د همدي هیوادونو د هر یوه تر اقتصادي غوښتنو او د نفوسو تر ترکیب پورې اړه لری .
له بلې خو د مهاجرینو لوی بهیر د اصلی اوسیدونکو د غصې او غضب لامل هم ګرځیدلی ،  اصلی اوسیدونکي  د کارونو د کمښت ، د کاریګرو د مزد د کموالی او د ثقامتی او دینې اندیښنو له امله د حکمتونو د پالیسو په وړاندي غبرګون ښيی ،  چې په مقابل کې یې حکومتونه بیا د قبلولو د تقسیم اوقات په جوړلو ، او د موانعو په ایجاد او کله هم د ځینو مهاجرو په اخراج  ، د پولو په تړلو د مذهبی آزدیو په کنترول او په ځینو هیوادونو کې د مذهبی سیکولزم په جبری کولو  د خلکو غوښتنو ته  مثبت ځواب وایی  تر څو وکولای شي له یوه لوری خپله لویه ستونزه چې عام اولسونه ورته ډیر پام نه کوي حل او له بلې خوا د اولس له سخت غبرګون څخه ځانونه خلاص کړي  او خپله سیکولو ثافتي ټولنه هم د مهاجرینو د دینې انتماؤ په لرلو سره د هغوی له نفوذ څخه وژغوری.
په اصل کې د ینې او ثقافتی ستونزه یو له هغو جدی ګواښوونو څخه ده چې اروپایی اوسیدنکې یې اندیښمن کړی ، هلته د اصلی اروپایانو مسلمانیدل  ، د کلیساګانو په ودانیو د جوماتونو جوړیدل ،هر اروپایی ته لویه اندیښنه ده ، خو دي اندیښنې ته یې د لویو پلانونو په جوړلو  تر ډیره د حل لاری لټولې ، چې د بیلګې په توکه به ځو ټکو ته ایشاره وکړم
اروپایی حکومتونه هڅه کوی د مسلمانانو په ورتلود هغوی به تصوراتو ، افکارو او د ژوندانه په حالت کې په تغیر را وستلو ځان  د هغو له اغیزو  وژغوری ، ددي تغیراتو لپاره لومړی هر مسلمان باندي دا لازمه ده چې د ژبې په کورسونو کې زده کړي وکړی ، او هلته  ورته د ژبي د زده کړي تر څنګ  اروپا یی کلتور او ثقافت په ښودلو ، د اسلامي په هکله هم د شک او تردید تصور ورکول کیږي  د سیکولر ،آتیک او بی دینه ډلو او وطنوالو سره یې آشنا کوي ، دوی ته په  میلمستونونو کې د عیاشي ، او فحشا  او نورو  ناروا کړنو لپاره د هر ډول آسانتیاوو برابرول هم یوه لاره ده تر څو وکولای شي د مسلمان په فکر او ایمانی قوت کې تغیر راولی  همدا شان په  نوموړو هیوادونو کې د اسلام ضد پراخ کمپاینونه ، چې د حکومتونو په ملاتړ یې ځینې ښی اړخې ګوندونه او ډلي په لاره اچوي مسلمان ته یو ډول روحې ویره پیدا کوی تر څو ونه شی کولای خپل دینې  تړاو ته په ښه شان دوام ورکړي او د وخت په تیریدو سره نوموړی مسلمانان په اروپایی ټولنه کې زوب او په اروپا کې د یوه ښه مزدور کار په توکه ژوند کوی
 مهاhttp://www.aljazeera.net/App_Themes/SharedImages/top-page.gifجره ښځه  د ډیرو اولادونو د زیږدون توان لری
په اروپا کې داسي ګمانونه هم شته چې عربی او د منځینې ختیځ د ښځو د تولد توان د اروپایی ښځې په پرتله  ډیر لوړ دی ، دا له یوې خوا رښتنی حقیقت دی ، له بلي خوا د مسلمان په حق کې لوی افراط  ، مثلا په فرانسه کې داسې ګمان دی چې د فرانسوې اصلی ښځې د زیږدون  توان (۱،۸) دی په داسي حال کې چې د عربی مهاجرې توان (۸،۱) دی  ، دې له مبالغې ډکې شمیری د فرانسې په اولس کې د مسلمانانو د زیادت په اړه سختې اندیښنې را ولاړې کړیدي ،چې کیدای شي د فرانسي په ځمکه په څو راتلونکو کلونو کې د مسلمانانو شمیر دومره زیات شی چې لومړی دین به وشمیرل شي ، نو د فرانسی حکومت یې دې ته اړ کړی چې د زیاتوالی د مخنوی په موخه په مسلمانو کورنیو اقتصادي   او د پالني او صحت مالیاتي فشار وارد کړي تر څو مسلمانان ونه شي کولای د مالیاتو د توان  څخه ووزی او د ماشومانو په زیږدون کې کموالی راولی  او دا حالت د فرانسوي اصلی اوسیدونکو په وړاندي داسې نه دی.
همدې خبری عرب او مسلمان مهاجرین د سختو کړاوونو سره مخ کړی  ، په تیره بیا په اقتصادی برخه کې ،  او همدا حالت په ټوله اروپا کې روان دي ، خو ریښتنې احصایی بیا  بل ډول دی ، کومه احصایه چې نړوال بانک خپره کړې په هغو کې  یوازي د نړی لاندې شپږ هیوادونه   په نښه شوې چې هره میرمن هلته په اوسط ډول شپږ اولادونه زیږوي ،چې هغه هیوادونه عبارت دی له مالی ، بورندی ، انګولا ، صومالیا ، نجیریا ، چاد څخه ، خو د عربی مسلمانې  مهاجري ښځې د تولد مقیاس په اوسط ډول (۲.۸) دی چې دا مقیاس په خپل اصلی هیوادو کې یې هم دی ، لکه المغرب ، مصر و سوریه ، الجزایر او داسې نورو کې ، او د فرانسوي اصلی ښځې دا مقیاس بیا (۱.۸) طفل دی .سره ددې چې مهاجره مسلمانه ښخه چې کومه مرسته تر لاسه کوي له فرانسوي ښځې  ډیره کمه ده ، همدا لاملونه دی چې اروپایی هیوادونه په دورانې ډول یو لوی شمیر مهاجرو ته اړتیا مومي  تر څو خپله تشه پرې ډکه کړي.

۱۳۹۷ خرداد ۷, دوشنبه

رسول الله (ص) به له خپلې کورنی سره څه ډول چلند کاوه .

رسول الله (ص) به له خپلې کورنی سره څه ډول چلند کاوه .


د رسول الله (ص) تعامل له خپلې کورني سره ډیر نیک او خوښوونکی ؤ ،  هیڅ داسې روایت نشته چې هغه (ص) به  د خپلو ښځو او اولادونو سره د تاوتریخوالی  له لاری تآدیبي چلند کړی وي  .قالت عائشة - رضي الله عنها -: "كان رسول الله - صلى الله عليه وسلم - إذا خَلا في بيتِه أليَنَ الناس بسَّامًا ضَحاكًا، وقالت: ما ضرَب رسول الله - صلى الله عليه وسلم - امرأة له ولا خادِمًا قط"؛ رواه النسائي . عایشه (رض) فرمایی: رسول الله  (ص) به چې کله کور ته راغی ، نو تر ټولو به نرم ؤ ، مسکي او خندونکی ، او هیڅ کله یې هم له کومه ښځه او نه کوم خادم وهلی  ،تر دي چې له خادمانو سره به یې هم ډیر نیګ چلند کاوه ،  حضرت انس (رض) فرمایی : ما د رسول الله (ص) لس کاله خدمت وکړ ، قسم په الله چې ماته یې د اف قدری هم ندی ویلی ،او نه یې دا راته ویلی چې دا کار د ولی وکړ او دا کار د ولی ونه کړ .دا حدیث مسلم شریف روایت کړیدی
 نوموړی په دې هکله یو مثال او نمونه ؤ هغه (ص) به چې کله هم له کومې میرمنې غلطی ولیده نو پرته له دې چې له ترخه چلنده کار واخلی ، هغه به یې په ډیره پسته خبره متوجه کوله ،په یوه حدیث کې راځې چې عایشه (رض) یې روایت کوی چې  : صفیه (رض) په طعام پخولو کې ډیره ماهره وه ، یوه ورځ یې رسول الله (ص) ته ډوډی پخه کړه ، په داسي حال کې چې هغه زما کره ؤ ، نو زه یې ورسره کرم چې دوډی وخورو ..نو له غیرته  لاسونه وریږدیدل ،او لوښی راڅخه مات شو، خو پری پښیمانه شوم ، رسول الله (ص) ته مې وویل : ای د الله رسوله : ددي کار کفاره راباندې څه ده ؟ هغه (ص) راته وویل : د هغه لوښې په شان بل لوښی او د هغه طعام په شان بل طعام
قالت عائشة: "ما رأيتُ صانعة طعام مثل صفية، صنعَت لرسول الله - صلى الله عليه وسلم - طعامًا وهو في بيتي فأخَذني أَفْكَل - بوزن أحمد: الرعدة والقُشَعْريرة - فارتعدتُ مِن شدَّة الغيرة، فكسرتُ الإناء ثم ندمتُ، فقلت: يا رسول الله ما كفارة ما صنعتُ؟ قال: ((إناء مثل إناء، وطعام مثل طعام))؛ رواه أبو داود والنسائي،  
هغه (ص) به له خپلو ازواجو سره ټوکې او خوش طبعي کوله ،داسې هم پیښه شوې چې د خپلې بی بی عایشې (رض) سره یې د منډې سیالی کوله ، او دا سیالی دوه ځله تر سره شوې . قد كان رسول الله - صلى الله عليه وسلم - يَمزح معهنَّ ويَنزِل إلى درجات عقولهنَّ في الأعمال والأخلاق، حتى روى أبو داود والنسائي من السنن الكبرى، وابن ماجة في حديث عائشة بسند صحيح أنه - صلى الله عليه وسلم - كان يُسابِق عائشة في العدْو، فسبَقتْه يومًا وسبَقها في بعض الأيام، فقال - عليه السلام -: ((هذه بتلك))
 یوه ورځ  د اختر په ورځو کې د حبشي څخه ځینې خلک راغلی ؤ او لوبي یې کولې چې خلک پرې راټول ؤ نو هغه (ص) بی بی عایشې  هم ددې لوبو تماشې ته تر خپل شا ودروله تر څو د لوبې تماشه وکړي، وفي الصحيحَين وغيرهما عن عائشة - رضي الله عنها - قالت: "رأيت رسول الله - صلى الله عليه وسلم - يَستُرني برِدائه وأنا أنظر إلى الحبَشة يَلعبون في المسجد، حتى أكون أنا الذي أسأمه"، ولأحمَد عنها أن الحبَشة كانوا يلعبون عند رسول الله - صلى الله عليه وسلم - في يوم عيدٍ، قالت: فاطَّلعتُ مِن فوق عاتقِه فطأطأ لي منكبَيه، فجعلتُ أنظر إليهم مِن فوق عاتقِه حتى شَبعتُ وانصَرفتُ.
هغه (ص) به له خپلو ازواجو سره مشوره کوله ، کله چې د حدیبیې په  صلحه کې مسلمانان د رسول الله (ص) په پریکړه ناخوښې شول  او د رسول الله (ص) د امر په خلاف یې نه غوښتل چې  ځانونه له احرام څخه وباسې ،  ویښتان کم کړي ، او قربانی حلالې کړي ، نو رسول الله (ص) ته د هغه میرمني ام سلمه (رض) مشوره ورکړه چې ولاړ شه د خلکو په مخکې  خپل سر کل کړه ، او ځان له احرام څخه وبا سه ، بیا دوی هم خپله دا کار کوي ، چې همداسی وشول او هغه ستونزه پای ته ورسیده
هغه (ص) به هڅه کوله چې د له خپلو ازواجو سره د کور په  کارونو کې مرسته وکړي ،له  بي بي عایشه (رض)  څخه چې کله د هغه (ص) د کورني ژوند په هکله پوښتنه وشوه ، نو هغې  (رض)  وفرمایل : هغه به د خپلي کورني په کارونو کې تر هغه وخته اخته ؤ تر څو به چې د لمانځه وخت نه ؤ را رسیدلی ، کله به چې د لمانځه وخت شو نو جومات ته به ولاړ. وسُئلت عما كان النبيُّ - صلى الله عليه وسلم - يصنَع في أهلِه، قالت: "كان في مِهنَة أهلِه فإذا حضَرت الصلاة قام إلى الصلاة"؛ رواه البخاري.
 هغه (ص) به د ټولو ازواجو سره په ډیر دقیق ډول د مساوات  او عدالت په  اساس  تعامل کاوه او د ټولو خوښې او سعادت به یې غوښت ،هره یوه به یې هڅوله چې خپل عبادت او دیانت کې هڅه وکوي ، د ستونزو په مهال به یې د صبر او تحمل درس ورکاوه ، د خوښې لاری به یې ورته برابرولې  ، د ژوند او آخرت به کارونو کې به یې ورسره شریکولې ،
داسې نده پیښه شوې چې د یوې حق یې بلې ته ورکړي وي او د یوې څخه بلې ته یې ډیر وخت ورکړي وي ، سره ددې چې شمیر به یې  زیات ؤ خو هرې یوې به د خوښي احساس کاوه ، او هره یوه به په دې خوښه وه چې رسول الله (ص) دې د هغې سره تل پاته ژوند ولری ،داسی نده پیښه چې  کومه یوه دې چاته شکایت  ترې وکړی او یا دې ناراضه وي .
رسول الله (ص) به دوی په هغو نومونو یاودلې چې دوی ته به هغه نومونه ډیر ګران او خوښ ؤ ، داسې روایتوه هم شته چې رسول الله (ص) به خپلو ازواجو ته په خپل لاس  طعام ورکاوه ، له همدې امله د یو سړي طعام ورکول خپلې ښځې ته په خپل لاس سره عبادت ګڼل شوي ،. همدا شان هغه به د خپل ځان سره ډیر پام کاوه ، تل به یې ځان په ښه عطرونو معطر ساته تر ځو یې زوجې د خوښي احساس وکړي او د بدن بوی ته به یې دیر پام ؤ ،او نور هغه نظافت چې د ښځې او خاوند ترمنځ د محبت او خوښی لامل کړځې هغه (ص) به د ټولو ازواجو سره په ډیر دقیق ډول د مساوات  او عدالت په  اساس  تعامل کاوه او د ټولو خوښې او سعادت به یې غوښت ،هره یوه به یې هځوله چې خپل عبادت او دیانت کې هڅه وکوي ، د ستونزو په مهال به یې د صبر او تحمل درس ورکاوه ، د خوښې لاری به یې ورښودلې ، د ژوند او آخرت به کارونو کې به یې ورسره شریکولې ،
داسې نده پیښه شوې چې د یوې حق یې بلې ته ورکړي وي او د یوې څخه بلې ته یې ډیر وخت ورکړي وي ، سره ددې چې شمیر به یې  زیات ؤ خو هرې یوې به د خوښي احساس کاوه ، او هره یوه به په دې خوښه وه چې رسول الله (ص) دې د هغې سره تل پاته ژوند ولری ،داسی نده پیښه چې  کومه یوه دې چاته تری شکایت وکړی او یا دې ناراضه وي ،
رسول الله (ص) به دوی په هغو نومونو یاودلې چې دوی ته به هغه نومونه ډیر ګران او خوښ ؤ ، داسې روایتوه هم شته چې رسول الله (ص) به خپلو ازواجو ته په خپل لاس  طعام ورکاوه ، له همدې امله د یو سړي طعام ورکول خپلې ښځې ته په خپل لاس سره عبادت ګڼل شوي ،. همدا شان هغه به د خپل ځان سره ډیر پام کاوه ، تل به یې ځان په ښه عطرونو معطر ساته تر ځو یې زوجې د خوښي احساس وکړي او د بدن بوی ته به یې دیر پام ؤ ،او نور هغه نظافت چې د ښځې او خاوند ترمنځ د محبت او خوښی لامل کړځې .
رسول الله (ص) به مسلمانان هم د ښځو سره نیکی ته هڅول ، او ویل به یې: په تاسو کې بهتره هغه څوک دی چې د خپل اهل ( ښځو) سره بهتره وي ، او زه په تاسو کې له خپل اهل( ښځو) سره  په چلند کې تر ټولو بهتره یم
عنها  ( عایشه)- رضي الله عنه - قالت: قال رسول الله - صلى الله عليه وسلم – ((خيركم خيركم لأهله، وأنا خيركم لأهلي، ما أكرمَ النساء إلا كريم، ولا أهانَهنَّ إلا لئيم))؛ رواه ابن عساكر بهذه الزيادة، ورواه ابن حبان في صحيحِه بحَذفِها
همدا شان هغه به د خپل ځان سره ډیر پام کاوه ، تل به یې ځان په ښه عطرونو معطر ساته تر ځو یې زوجې د خوښي احساس وکړي او د بدن بوی ته به یې دیر پام ؤ ،او هغه نظافت چې د ښځې او خاوند ترمنځ د محبت او خوښی لامل کړځې  له ټولو هغو کارونو به ډیر لیرې ګرځیده چې د کورني ژوند د خرابی لامل کیږی ، مینه او محبت له منځه وړي ، هغه به د ښځو خاص زیورات هیڅکله هم نه اغوستل ، هغه (ص) به له خپلو ازواجو سره مینه کوله او د مینې کارونه به یې کول ،  د ښځو لپاره به یې حلال مال مصرفاوه ، ددوی سره به یې خندل او ټوکې به یې ورسره کولې  ، دا چې نوموړی د ازواجو تر منځ داسې نوبت اچولی ؤ چې هره ورځ به یې د یوې زوجې په خونه کې تیره وله ، خو هره ورځ به یې  ټولې زوجې د هغې بي بي خونې ته را غوښتې  په کومه کې به چې د هغه (ص) نوبت ؤ ، او په شریکه به یې ډوډئ سره خوړله  ، کله به یې  دماخوستن له لمانځه وروسته   ټولې ښځې هغې خونې ته راغوښتې چې هلته به یې نوبت ؤ ، نو به یې د تربیت تر څنګ ورسره د خوښی او خوشهالی پرګرام جوړاوه ، رسول الله (ص) به تر ټولو نارینه ؤ  خپلو ازواجو ته ډیر وفاداره ؤ ، په تیره بیا کومه وفا  یې چې د خپلي لومړنې بی بی خدیجې (رض) سره درلوده ، بی بی عایشه یې په احساساتو راوسته چې د هغې مړې ښځې ولې دومره صفت کوي

د رسول الله (ص) سره هم د خپلو زوجاتو بی کچې مینه : أم حبيبة رملة بنت أبى سفيان ـ رضي الله عنها ـ.د مکې د سردار ( ابو سفیان ) لور وه ، هغه د شرک په وخت کې د  خپلې لور کره چې د رسول الله (ص) ښځه وه ورغې ، په خونه کې د رسول الله (ص) توشکه پرته وه ، هغه غوښتل چې په دې توشکه کښینې ، خو مخکې له کښیناستلو ام حبیبې هغه توشکه ورڅخه پورته کړه او ابو سفیان په غولي کښیناستلو ته اړ شو ، د خپلې لور له دې کاره یې پوښتنه وکړه چې ولې دې دا کار وکړ ، هغې ورته وویل : دا د رسول الله (ص) توشکه ده ، او ته یو مشرک ، نو زه نه غواړم چې یو مشرک د رسول الله (ص) په توشکه کښینې .

عدل :هغه د خپلو زوجاتو ترمنځ داسې عدالت قایم کړي ؤ چې د سختې ناروغتیا په حالت کې به یې هم ددوی ترمنځ د نوبت خبره نه هیروله ،د هغې  کونډې ښځې سره به یې دری ورځې ددې لپاره تیرولې تر څو یې غم او خفګان په خوښی بدل شي . دا چې هغه (ص) به  عدالت باندې دومره تینګار کاوه چې الله تعالی به باربار وته فرمایل چې الله تعالی مو په هغو اعمالو نه نیسې چې عدل کول پکښې تاسو ته ممکن نه وي ، لکه د یوې تنې سره زیات مینه کول ، او یوې ته تر نورو زیات میلان درلودل ، او هغه (ص) به تل له الله تعالی غوښتنه کوله چې  د عدل په تر سره کولو کې توفیق ورکړې ،
رسول الله (ص) به تل د خپلو زوجاتو مثبتو ټکو ته ، ددوي نیکیو او ښکلا ته  پام کاوه ، او د هغوی په سهوؤ ، او خطاګانو به یې سترګې پټولې ، کله به چې کومې زوجې ورسره مباحثه کوله او یا به یې خبره ورسره تیزه کړه ، نو هغه (ص) به صبر پرې کاوه او په وړاندې به یې له احسان او نیکې څخه کار اخیست ، هغه (ص) به د زوجاتو سره دومره مینه کوله چې کله به کومې یوې د کاسې د کوم ځای څخه ډوډئ خوړله ، هغه (ص) به هم ترې خوړله ، تر څو یې د زوجې په زړه کې نوموړې ته مینه پیدا شي ،  د هغوې خفګان به یې نه شوای تحمل کولای ، په یوا روایت کې راځې چې صفیه (رض)  یې په یوه سفر  ملګرې وه او هغه یې  په داسې حال کې ولیده چې ژاړي ، نو رسول الله (ص) ورغې او د ژړا پوښتنه یې ورڅخه وکړه ، نو هغې ورته ددې شکایت وکړ چې په یوه اوښ سپره کړې چې ډیر کرار او ورو ورو ځې ، نو رسول الله (ص) هغه دلاسا کوله او د هغې سره یې مینه کوله تر دې چې د مخ اوښکې يې په خپل لاس وروچې کولې ،
په یوه بل روایت کې راځې چې انس (رض) روایت کړی .وایی: موږ مدینې ته له خیبر څخه بیرته راروان ؤ رسول الله (ص) مې ولید چې د خپل اوښ څنګ ته ناست ؤ رسول الله ( ص) یې خپل زنګون ایښی ؤ او صفیی (رض) یې خپله پښه د هغه په زنګانه ایښې وه  تر څو اوښ ته پورته شي ..هغه (ص) دا عمل د ټول لښکر په مخکې کاوه او په دي یې کوم عیب نه ګانه . فعن أنس قال: "خرجنا إلى المدينة -قادمين من خيبر- فرأيت النبي صلى الله عليه وآله وسلم يجلس عند بعيره، فيضع ركبته وتضع صفية رجلها على ركبتيه حتى تركب البعير"، فلم يخجل الحبيب صلى الله عليه وآله وسلم من أن يرى جنوده هذا المشهد وهو يظهر الحب والمودة لزوجته السيدة صفيه. دا چې هغه (ص) به  عدالت باندې دومره تینګار کاوه چې الله تعالی به باربار وته فرمایل چې الله تعالی مو په هغو اعمالو نه نیسې چې عدل کول پکښې تاسو ته ممکن نه وي ، لکه د یوې تنې سره زیات مینه کول ، او یوې ته تر نورو زیات میلان درلودل ، او هغه (ص) به تل له الله تعالی غوښتنه کوله چې  د عدل په تر سره کولو کې توفیق ورکړې ،
رسول الله (ص) به تل د خپلو زوجاتو مثبتو ټکو ته ، ددوي نیکیو او ښکلا ته  پام کاوه ، او د هغوی په سهوؤ ، او خطاګانو به یې سترګې پټولې ، کله به چې کومې زوجې ورسره مباحثه کوله او یا به یې خبره ورسره تیزه کړه ، نو هغه (ص) به صبر پرې کاوه او په وړاندې به یې له احسان او نیکې څخه کار اخیست ، هغه (ص) به د زوجاتو سره دومره مینه کوله چې کله به کومې یوې د کاسې د کوم ځای څخه ډوډئ خوړله ، هغه (ص) به هم ترې خوړله ، تر څو یې د زوجې په زړه کې نوموړې ته مینه پیدا شي ،  د هغوې خفګان به یې نه شوای تحمل کولای ، په یوا روایت کې راځې چې صفیه (رض)  یې په یوه سفر  ملګرې وه او هغه یې  په داسې حال کې ولیده چې ژاړي ، نو رسول الله (ص) ورغې او د ژړا پوښتنه یې ورڅخه وکړه ، نو هغې ورته ددې شکایت وکړ چې په یوه اوښ سپره کړې چې ډیر کرار او ورو ورو ځې ، نو رسول الله (ص) هغه دلاسا کوله او د هغې سره یې مینه کوله تر دې چې د مخ اوښکې يې په خپل لاس وروچې کولې .