۱۴۰۱ دی ۲۷, سه‌شنبه

دیندارۍ ته اړتیا دوکتور یوسف القرضاوی (رح)

 

 ژباړه ( صادق تنګی وال)

 په دی برخه کی به لاندی موضوعات در شره شریک شی 

۱- ددین معنی او دین ته د اړتیا ساحی 

عثمان عثمان :  محترم دوکتور صاحب! مخکې تر دې چې د دین د اړتیا په هکله خبرې وکړو  غواړم پوه شم   د هغه  دین مفهوم  څه دی  کوم  چې موږ اړتیا  ورته لرو ؟

  یوسف القرضاوي : بسم الله الرحمن الرحیم ، الحمد لله  والصلاة السلام  علی سیدنا وامامنا واسوتنا وحبیبنا ومعلمنا رسول الله وعلی آله وصحبه ومن اتبع هداه وبعد :

 دین  په هغه  غیبي  اوچت قوت او قدرت احساس او شعور پیدا کول دی کوم  چې د هر روان قدرت له پاسه قدرت لري  ، او هیڅ مادي اسباب او  مادي طاقتونه نشي کولای په هغه واک ومومي ، دا په مجموع کې د دین  تعریف  دی ، له دې  وروسته بیا ادیان په دوو برخو ویشل کیږي :  چې یوې برخې ته سماوي ادیان وایې او بلې ته وثنې (بودایې) ادیان  ، تردې چې وثني ادیان هم ددین په مفهوم کې شامل دي ... خو موږ  مسلمانان عقیده لرو چې د دین منبع  وحې  ده   ، آدم (ع) چې د ټول بشر پلار دی  هغه  ته اسماء وروښودل شول ، هغه ته دین وښودل شو ،  هغه خپلو زامنو ته له همدې لارې دین وښود  ، له همدې امله موږ عقیده لرو چې  د دین بنسټ  وحې جوړوي  نه  بت پرستې،  د ټولنپوهنې د عالم  دورکایم   او نورو په خلاف ..... موږ عقیده لرو چې خلک ټول یو امت ؤ  ، بیا کله چې دوی د الله  لاره ورکه کړه  او منحرف شول  الله تعالی انبیاء ورته راواستول  ، تر څو هغوی ته زېرئ ورکړي او د الله له عذابه یې وویروي  ، دا ددین  اصل دی ، الله تعالی  انسان  داسې خلق کړی چې په فطري ډول  دین ته اړتیا لري ، دا سی ځواک ته  محتاج دی  چې د اړتیا په مهال  هغه ته پناه وروړي ، یوې کلکې  کلا ته چې  هلته  پنا یوسي ، په تیره بیا د ستونځو په مهال ،  ووایې چې ای ربه !  له دی امله دین  ته اړتیا ده او همدا دین د وجود جوهر دی ،  پرته  له دې ژوند معنی نه لري  ، لکه یو تن چې  د بحر موجونو  اخیستی وی ، مرګ ورسره چنې وهي ، د غرقیدو په حال کې وي ، یوې بیړۍ او تختې ته اړتیا لري تو څو پرې نجات ومومي ، خو هغه دا بیړۍ نشي موندای ، نو دین همدا د نجات بیړۍ ده .

عثمان عثمان : الله تعالی فرمایې ( ان الدین عندالله الاسلام )  ددې معنی څه ده ؟

 یوسف قرضاوي :خلک په مختلفو ادیانوکې سره ویشل شوي ، چا بودایې ادیان غوره کړي ، څوک د نورو څیزونو عبادت کوي  ، څوک د غوایې عبادت کوي ، په پخواني مصر کې به خلکو د خوسندر عبادت کاوه د هغه نوم هم  ابیس ؤ  ، اوس هم په هند کې د غوا عبادت کوي ، داسې کسان هم ؤ چې د ونو عبادت یې کاوه ، د غرونو ،د سیندونو ، نو ځینو به د قوت د سنبول عبادت کاوه ،  چا به د نعمت د سنبول عبادت کاوه  ، دوی به د غوا عبادت د شیدو د ورکولو له امله کاوه  ، یوه به د سیند عبادت له دې امله کاوه چې اوبه ورکوي ( و جعلنا من الماء کل شیء حی )  ، خو دا چې ولی دوی د غوا عبادت کوي د ګامیشې عبادت یې ونه کړ ، د غوایې  یې ولې ونه کړ ، دا د انسانانو خرا فات دي  چې ډیر بحث ته اړتیا نه شته . ..    خلک په مختلفو لارو ګمراهان شوي  ، دوی د غیر الله عبارت  پیل کړی  ، نو ځکه الله تعالی ورته انبیاء او رسولان راواستول ، ددی لپاره نه چې دوی ته د خدای په وجود دلیل راوړي ، ځکه دا قضیه هغه مهال مطرح نه وه ،  د تاریخ په اوږدو کې د الحاد خبره ډیره کمه وه ، چې هیڅ وزن یې نه درلود ، هلته د شرک ، بت پرستئ او د عبادت غیر الله خبره مطرح وه  ، چې تر اوسه هم مطرح ده ، زموږ په اوسني عصر کې  ډیر لوی ادیان چې له اسلام ، عیسویت ، او یهودیت هم زیات پیروان لري  هغه  وثنیت ( بت پرستي ) ده ، په آسیا او افریقا کې زرګونه میلونه انسانان  همدا عقیده لري ، نو شرک او بت پرستي ، د ډیر پخوا څخه بشر ګمراه کړي ، له همدې امله د پیغمبرانو دنده وه تر څو  خپل قوم ته ووایې : چې ای زما قومه ! د یوه  الله عبادت وکړي ! د څه لپاره د ډیرو خدایانو عبادت کوئ  ، دا د غیر الله عبادت ؤ چې خلک یې ګمراهان کړل  او له صراط المستقیم څخه یې وګرځول .

عثمان عثمان :محترم دوکتور صاحب! تاسو وویل چې دین د ژوند جوهر دی  ، له بلې خوا دین ته اړتیا هم لیدل کیږي نو آیا   مطلق دین ته اړتیا ده ؟

  یوسف القرضاوي : نه نه ! صحیح او حق دین ته !  موږ وویل چې  په نورو ادیانو کې   تحریف راغلی  ، خو قرآنکریم   د مکې بت پرسته  کفارو ته هم( ددین خطاب  کوي ) اوفرمایې: (قل یاایها الکافرون لا اعبد ما تعبدون ) ووایه( ای محمده ) ای کافرانو  ! موږ د هغه څه عبادت نه کوو کوم چې تاسو یې کوئ  . د همدې سورت په آخر کې بیا فرمایې : ( لکم دینکم ولی دین )  تاسو ته مو خپل دین او ماته خپل دین ،. قرآن ددوی وثني دین ته هم ددین خطاب کوي  لکه چې اهل کتابو ته  فرمایې( ای اهل کتابو  په دین کې مو افراط مه کوئ )  . الله تعالی فرمایې: (  ومن یبتغ غیر الاسلام دینا فلن یقبل منه )  څوک چې له اسلام پرته بل دین غوره کړي ، هیڅ به ونه منل شي  ، نو با طلو ادیانو ته هم ددین خطاب شوی دی  ، خو له خلکو د حق دین د غوره کولو غوښتنه شویده  ، له همدې امله په دې وروستي آیت کې راځې (  ان الدین عند الله الاسلام )  ، الله ته غوره او منل شوی دین د اسلام دین دی . دا  یو دین دی ، یواځې د محمد (ص) دین ندی  بلکه د ټولو انبیاؤ دین دی ، د نوح ، ابراهیم ، هود ، صالح ،  شعیب، موسی علیهم السلام  دین دی ، دوی ټول مسلمانان ؤ  او اسلام ته یې بلنه کوله  ، لکه چې فرمایل یې: ( ربنا افرغ علینا صبرآً و توفنا مسلمین )   خدایه موږ ته صبر را په برخه کړي او مسلمانان مو مړه کړي ،  بل ځای په سورت نوح کې راځي ( و امرت ان اکون من المسلمین ) ماته امر شوی تر څو د مسلمانانو له ډلې وم .

 نوح (ع) به ویل :  ( و امرت ان اکون من المسلمین ) ماته امر شوی تر څو د مسلمانانو له ډلې وم .

 په بل آیت کې فرمایې( البقرة – ۱۳۲) نو دوی ټول مسلمانان ؤ  ، او همدا دین الله تعالی ته منل شوی دین دی

 د اسلام معنی خاص  الله ته تسلیمیدل دي ، نه به بشر ته غاړه ږدي ، نه کاهن ته او نه بل مخلوق ته  ،یواځې الله ته به مخ ګرځوي ، د اسلام ددین ښوونه به د  هغه پیغمبر څخه ترلاسه کوي کوم چې  دوی ته را استول شوی ، نو ددین اصل  د غیر الله له بندګۍ د انسان ازادول دي ترڅو د یوه الله بنده جوړ شي ، هغه په هر حالت کې د الله بنده وي ، په  ژوند کې  ،د هغه مرګ ،  د هغه روغتیا ، ناروغتیا ، د هغه خوب ، ویښه ،  هغه به په هر حالت کې د الله  د اوامرو تابعدار وي  د هغه د قدرت او ارادې .... . هغه بندګې چې ارزښت لري ، هغه چې پرې امتحان کیږي ، هغه چې پرې ازمیښت کیږي . هغه چې ثواب پرې ورکول کیږي ، هغه چې مجازات ورته ورکول کیږي ، هغه اختیاري بندګي ده  ، انسان باید په خپل اختیار د الله تعالی بنده شي  ، له همدې امله الله تعالی انسان ته شریعت نازل کړی ترڅوانسان له  هوا او هوسه  را وباسي ،  د هوی او شیطان له بندګۍ  ،تر دې چې ورته وایې (واحذرهم ان یفتنوک عن بعض ما انزل الله الیک )     ددوی د خواهشاتو پیروي مه کوه  ترې وویریږه چې.... ( الجاثیه  ۱۸)  نو د شریعت دنده  د نفسانې خواهشاتو له بنده ګۍ د انسان ایستل  دې ترڅو داسې کس ترې جوړ شي چې د الله تعالی د اوامرو قبلونکی او د نواهییو څخه مخ اړونکی وي ، په خپل فکر، سلوک ، عبادت، حرکت، کې د الله تعالی د  قانون  او امر منونکی وي ، د هغه د ژوند کاروان د الله تعالی د لارښوونو او اوامرو په بنسټ  روان وي .

دین ته عقلي او فطري اړتیا

 عثمان عثمان محترم دوکتور صاحب!  یو له ضروریاتو  ددین څخه دادی چې د انسان هغو لویو پوښتنو ته ځواب ووایې کوم چې ورسره مخ کیږي ،  نو پو ښتنه داده چې دین د انسان عقلي اړتیا  څه ډول پوره کوي ؟

  یوسف القرضاوي مخکې له دې چې :  دین اړتیا وګڼو ، یو ضرورت دی  ،  د اصولو دعلم   مسلمانو علماؤ  مصلحتونه په دریو برخو ویشلي ،  یو ضروریات دي ، بل ډول یې حاجات ( اړتیاوي ) دی  دریم ډول یې تحسینات دي ، نو دین یواځې حاجت ندی ، بلکه دا  ضرورت دی ،  دین د عقل ضرورت دی ، د فطرت ضرورت دی ، د ژبې ضرورت دی ، د نفس ضرورت دی ، د ټولنیز ژوند ضرورت دی ، نو تر ټولو د مخه د عقل ضرورت دی ، ځکه  حتمې ده چې انسان ددې کایناتو په اړوند پوښتنه وکړي ، څرنګه جوړ شوي ؟ له کومه شوی ؟ او انسان په خپله له خپل نفس څخه پوښتنه کوي  چا خلق کړ ؟  او همدا ډول نور...ولی پیدا شوی یم ؟  کله چې زما خالق شته نو ولې یې پیدا کړی یم ؟ آیا  زه کوم رسالت هم لرم ؟ هغه رسالت او دنده کومه ده ؟ ، له همدې امله انسان   تل فکر کوي چې دې سوالونو ته ځواب ومومي  هغه داچې : له کومه ؟  کوم ځای ته ؟  او ولی ؟ .......لکه چې الله تعالی په دې هکله فرمایې( ام خلقوا من غیر شیءٍ ام هم الخالقون  ، ام خلقوا السماوات والارض ....)( الطور ۳۵-۳۶)    

دا انسان تل  په تردد کې وی ،  هغه انکار نشي کولای چې  یو شی دې  په خپله پیدا شي   ، دا د اسبابو او عللو له قانون سرغړونه ده  ، ځکه هر علت معلول ته اړتیا لري ، او هر سبب ، مسبب  باید ولري  ، هر متحرک باید محرک ولري  ، هر موجود ، موجد باید ولري ، نو لازمه ده تر څو دا ډول پوښتنو ته ځواب وویل شي  ، له کومه راغلم او چیرته به ځم ؟ وروسته له دې چې  شپیته کاله ، اویا کاله ژوند وکړم  بیا چیرته ځم ؟ مړکیږم ، ښه نو چې مړ شوي آیا  دا مرګ ستا د کارپای دی ؟ ایا دا ژوند یواځې څو ورځې  او څو نفسونه ؤ چې ودې ایستل ؟ آیا مرګ د یوه بل ژوند لپاره  د یوه بل سفر لپاره پیلامه نده؟  لکه   عمر بن عبد العزیز (رح) چې فرمایې : ( تاسو د ابد لپاره پیدا شوی یاست ، یواځې له یوه کوره بل کور ته ګډه کوئ ) همدا ډول یو شاعر وایې (  مرګ ندی مګر یو سفر، یواځې د فانې کور څخه مو باقي کور ته وړي )

 نو انسان ته په کار ده چې پوه شي   له کومه راغلی یم ؟ چیرته به ځم ؟ او ولی ؟  دا لازمه ده چې پوه شي ، آیا  دده په ژوندي کیدو کې کوم هدف شته ؟ په خپله دنده کې چې اداء یې کړي  ؟ په دې کې ډیر توپیر دی چې یو انسان ژوند کوي او پوهیژي چې  ده لره یوه دنده  او رسالت دی ، هغه باید اداء کړي ، د هغه انسان سره چې  د خپل ژوند په هدف نه پوهیږي  ، او نه ېې په خوند پوه وي  .  تردې چې ملحدان او بې دینان  ، که  ملحدان هم  نه وي   تل په شک کې وي ،  هیڅکله یې یقین نه راځي ،   نو دا ډول خلک د ژوند معنی نشي احساس کولای  ، نه یې په خوند پوهیږي  ، همدا د هغو زرګونو او لس ګونو زرو  انتحاریان او هغو نفسي  ناروغانو لامل دی چې د اروپا او امریکا  په روغتونونو کې پراته دي  ، نو دین دلته اهمیت لري ،  دا چې انسان پوه شی  چې څوک دی ؟  هغه یو مخلوق دی ، غیر مخلوق ندی ،  هغه یو هدفمند موجود دی ، بې هدفه ندی ،  داسی ندی لکه نور شیان چې  هدف نلري ، دده سر نوشت داسې ندی لکه د نورو حیوناتو  په شان .  

عثمان عثمان:  محترم دوکتور صاحب !ځینې  کسان وایې چې ځینې ادیان او فلسفې .د همدې سوالونو موازي ځوابونه وړاندې کوي او ددې په شان نور سوالونه مطرح کوي ، نو آیا دا فلسفې او ادیان، سماوي ادیانو ته ګواښ ندي ؟

  یوسف القرضاوي: ټولې وضعي فلسفې او ایډیولوژیګانې چې بشر اختراع کړې  ، چې ډېره مشهوره  یې د مارکسیزم فلسفه ده  ځکه  دهمدې فلسفې په بنسټ ټولنې جوړې شوې ،  همداشان ً او ګست نونت  چې یو مشهور  وضعي فیلسوف ؤ  ، او هغه د دریو مرحلو د فلسفې  بنسټ ایښی  وایې: ادیان   د لومړی ځل  لپاره په دینې برخه کې په  ځینو غیبې او کاهني  نظریاتو را منځ ته شول ، وروسته بیا ددین مرحله پای ته ورسیده  ، او ځای یې  میتا فیزیکې فلسفې ونیو  ، وروسته دا مرحله هم پای ته ورسیده  ، ورپسې د وضعې فلسفې  مرحله راغله  چې په حس ، تجربه او مشاهده استواره وه ....هغه نظر ورکوي چې د تاریخ مرحلې پای ته رسیدلې  .... همدا نظریه  دوکتور شیخ  محمد عبد الله دراز  په خپل کتاب ( الدین ، بحوث ممهده لدراسة تاریخ الادیان )  کې تر بحث لاندې نیولې  ، همدا شان زموږ استاذ دوکتور محمد البهي په خپل کتاب ( الفکر الاسلامي الحدیث ) کې  مناقشه کړې ، . ..دوکتور دراز څرګندوی چې دې نظریې ټول تاریخ په یوه مرحله کې خلاصه کړی ، ... هغه څرګندوي :  دین او فلسفه تل یو ځای سره موجود ؤ ، ځینې کسانو په فلسفه عقیده درلوده ، او ځینو په وضعي  او علمي قوانینو ، ځینو بیا دین ته عقیده درلوده  ،  تردې چې دری واړه  په یوه انسان کې هم موجود کیدای شي ،  کله  په  کامل دینې  غیبې تفکر  فکر کوي  کله هم په عقلي تفکر ، کله هم د فلسفې په بنسټ د اشیاؤ په  رازونو کې فکر کوي ، د کایناتو په رازونو کې  ، کله هم د تجربې په اساس استوار حسي فکر کوي  ...... شیخ دراز په خپلو خبرو کې وایې : ډیرۍ د همدې  کسانو څخه چې ددین مخالفت یې کړي  لکه سبنسر چې  د اوښتون مشهور فیلسوف ؤ  ، او تردې چې استاذ رشیدي فکار وایې  : مارکس د ژوند په وروستیو کې  ددین په  هکله مثبت  نظریات درلودل ، د اسلام په اړوند، تردې چې اسلام یې ستایلی   ، خو سیکولرستان او ددین دښمنان  د فلسفې د تاریخ  دا خبره نه ښکاره کوي او هغه پټوي  ، ځکه هغه ددوی قوت ته زیا ن رسوي

 عثمان عثمان: محترم دوکتور صاحب !  ځينې دینداره خلک شته چې  دینداري یې  پرته له دې چې  فکر پکښې وکړي  په میراثي ډول منلی  ،  او ځینې مشایخ له خپلو پیروانو  یواځې   امتثال  او اقتدا غواړي   ، دوی په یوه او بل شکل  دین ته  عقلي اړتیا معطل کوي ؟

  یوسف القرضاوي:په اسلام کې دا ډول څه نشته ، عقلي اړخ د اسلام اساسي اړخ دی  ، ځکه اسلام وایې : ( قل هذه سبیلي  ادع الی الله علی بصیرة )  ووایه  !دا زما  لاره ده ، زه په بصیرت سره  الله ته بلنه کوم  …. همدا شان   فرمایې :  ( افلا یعقلون ) ( افلا تتفکرون )یو ساعت فکر کول تر  یوه کال عبارت غوره دي ، الله تعالی  ددوی  د  ذکر کولو ، فکر کولو  په سبب صفت کوي  ، همدوی د الله تعالی دوستان دي  دوی ته د جنتونو او نورو  نعمتونو وعدې ورکول شوې  ، اسلام جاهلانه دیندارې غندې  ، زموږ ایمان به په عقل استوار وي  ، لکه چې فرمایې : ( قل هاتو برهانکم )  ، همدا ډول اسلام بت پرستانو او منکرانو ته خطاب کوي چې دلیل مو راوړی ، همدا شان یهودو او نصاراؤ ته وایې : ( …. قل هاتو برهانکم ان کنتم صادقین )  ووایه راوړئ دلیل مو که چیري ریښتیني یاست  ، د هرچا سره په دلیل مجادله کوي   ، قرآنکریم د آسماني کتابونو له منځه یواځینی کتاب دی چې  دا ډول سلګونه  الفاظ کاروي ،زما یو کتاب چې نوم یې ( العقل والعلم فې القرآن ) دی  په هغه کې مې واضح کړي چې څرنګه قرآن علمي تفکر را منځ ته کړ ، هغه تفکر چې نه ګمان مني ، نه هوس بازي او نه هم ړوند تقلید  ( انا وجدنا آباءنا  علی امة وانا علی آثارهم  مهتدون ) موږ خپل  پلرونه ..                                  بل ځای فرمایې : ( انا اطعنا سادتنا  وکبراءنا  فاضلونا السبیلا )

 نو لازمه ده چې عقل په کار واچوو . ما مخکې هم ویلی ؤ چې  زموږ دین علم دی ، او علم مو دین دی .  ځینو مسلمانو مجتهدو علماؤ  ویلي  چې د مقلد ایمان قبول ندی ، لکه چې په یوه منظومه ( جوهرة التوحید ) کې ، چې موږ به د ازهر په ثانوي دوره کې تدریس کوله ویل شوي : ( هر څوک چې په توحید کې تقلید کوي له تردیده به خالي نه وي )  نو لازمه ده چې په دلیل سره مؤ من وي ، .... لازمه ده چې په دې پوه  شي چې ولی یې ایمان راوړی ، ولی مسلمان شوی ، ولی یې په محمد (ص) ایمان راوړی ،  ولی په قرآن .. ولی د الله تعالی په ربوبیت ، د اسلام په دین ، او د محمد په نبوت او رسالت راضي دی .

عثمان عثمان: محترم دوکتور صاحب! الله تعالی فرمایې : ( وما خلقت الجن والانس الی لیعبدون )  ما پیریان او انسانان ندی پیدا کړي مګر د عبادت لپاره ،  نو آیا د ژوند څخه هدف  یوازي همدا عبادت دی ؟

     یوسف القرضاوي: : عبادت  خاصه او عامه معنی لري  ،  زیاتره خلک ترې همدا خاصه معنی چې عبارت له لمانځه ،روژې او... څخه دی اخلي  ،  خو عبادت لکه څنګه چې شیخ الاسلام بن تیمیه لیکلي ،  عبارت له هر هغه عمل څخه دی چې د الله تعالی د خوښئ او رضایت لامل ګرځې ،  که هغه خبرې وي ،  عمل وي ، اخلاق وي  ، نو عبادت یواځې تعبدي شعایرو ته ندی ځانګړی شوی   ، ښه عمل کول عبادت دی ، د اولاد ښه روزنه عبادت ده ،  د خپلې زوجې ښه پالنه عبادت ده ، د ګاونډي سره نیکې کول عبادت دي ،  همدا شان د پلار او مور سره  نیکې کول ، صله رحمې ساتل  ... دا ټول عبادات دي . ... همدا راز د ځمکې آبادي ،( هوانشاء کم   من الارض و استعمرکم فیها )   په ځمکه د الله لپاره  خلافت  قایمول ،  ( اني جاعل فې الارض خلیفه ) (البقره ۳۰)  دا ټول د عبادت په معنی کې دا خل دي  ، د عبادت معنی دا نه ده چې تسبیح را واخلي سبحان الله سبحن الله  وایې ، د جومات په کونج کې کښینې  ، نورخلک تاته صدقه او خیرات  درکوي  دا ریښتنی اسلام ندی .....

عثمان عثمان :د امتثال په هکله څه وایې ؟

 یوسف القرضاوي : ما  مخکې سوال کې غوښتل چې ووایم ، ځینې خلک وایې چې اسلام یواځې تعظیم او د بل په اراده کې ځان اچول دی  ، یعنی د شیخ تعظیم به کوي او د هغه امر به مني  ، اګر که غلط هم ووايې  ، تر دې چې وایې : چاچې شیخ ته ولی ؟ وویل ، بریالی به نشي ،  نه داسې نده ،  صحابه کرامو به د رسول الله (ص) سره په ځینو موضوعاتو کې مناقشه کوله  ، کله به یې اعتراض هم پرې کاوه   ، عمر (رض)  ورته وویل : یارسول الله آیا تا ابوهریره ته ویلي ؤ چې ولاړ شه په خلکو کې اعلان وکړه  چا چې لا اله الا الله وویل  جنت ته داخل شو ؟  هغه ورته وویل هو ! هغه ورته وویل نه ! خلک پریږده چې عمل وکړي  ، که دا خبره واوري نو په همدې کلمه به بسنه وکړي اوعمل کول به ترک کړي ، هغه (ص) ابوهریره ته وویل : پریږده چې خلک عمل وکړي  . د بدر په غزا کې صحابه کرامو رسول الله (ص) ته  وویل : آیا دا ځای چې تا غوره کړ ، دا  الله تعالی تاته پرې امر کړي ، او که دا ستا تکتیک اونظردی ؟ رسول الله (ص) وویل دا زما تکتیک او نظر دی ، هغوی ورته وویل نو چې داسي ده  ښه داده چې دا وکړو او هغه ..... اسلام د یهودو اونصاراؤ کار ته ګوته نیولې  لکه په سورت توبه کې چې فرمایې : ( اتخذو ا  احبارهم ورهبانهم اربابا من دون الله  والمسیح ابن مریم )  دوی پرته له الله  خپل احبار او راهبان په خدایې نیولي ... 

 ابن هاتم د جاهلیت په مهال نصراني ؤ ، هغه د رسول الله (ص) ددې خبرې په هکله وویل : یارسول الله موږ خو د هغوی  عبادت نه کاوه !  رسول الله (ص) ورته وویل : آیا هغوی تاسو ته  حرام نه حلالول  او تاسو هم هغه  حلال نه ګڼل ، او  حلال نه حرامول او تاسو هم هغه  حرام نه ګڼل ؟  ابن  هاتم ورته وویل : هو همداسې وه ! نو رسول الله (ص) ورته وویل : همدا ددوی عبادت ګڼل کیږي  ، مطلق پیروي  ، اګر که حلال  حرام کړي او حرام حلال کړي ، دا صحیح ندي  لازمه ده چې هر څوک په دې اړوند  خپل دریځ ولري ، مطلق قاطعیت  په دین کې  نشته ، که شیخ په یو څه امر کوی نو ته ووایه  چې ولې ؟   اسلام  نه غواړي چې ته د  شیخ په وړاندې  خپل عقل  وتړې ،  اګر که ته له هغه څخه  په ادب او احترام زده کړه کوې ،او دا طبعي خبره ده ، خو دا ستا حق دی چې ته هغه ته نه او ولی؟ ووایې ، د هغه سره مناقشه وکړي ،اسلام مسلمان ته همدا ډول روزنه ورکوي ،عقلي روزنه ،مسلمان ته په کار ده ترڅو د عقل له اړخه ،دروح له اړخه، د جسم له اړخه ، او د سیاست له اړخه روزل شوی وي  ، دهغه ټول اړخونه روزل شوي وي  .

 عثمان عثمان  : محترم دوکتور صاحب ! عبادت یوازې  او ځانګړې د نفس فطري اړتیا ده  او که فرهنګې اړتیا  هم ده چې په زده کړه او  تقلید ترلاسه کیږي ؟

 یوسف القرضاوي :  دین او عبادت ته انسان  فطري اړتیا  لري  دا په تعلیم پورې اړه نه لري ،  زموږ په فکري میراث کې  یو اندلسي فیلسوف  چې نوم یې ابن طفیل دی  د فلسفې په تاریخ کې چې نوم یې ( حی ابن یقظان ) دی  یوه مشهوره  خیالي قصه راوړي ، هغه د یو چا په هکله قصه کوي چې  ، کله له موره په یوه صحرا کې  تولد شوي ، نو مور یې لږه موده شیدې ورکړې ، وروسته یې مور وفات شوي ، له وفات وروسته یوه وزه راغلې او هغه ته یې تر هغه شودې ورکړې تر څو چې لوی شوی ، هغه  د تجربې په اساس زده کړه کړې ، وروسته هغه وزه مړه شوې ، نوموړی د هغه د مرګ په هکله  فکر کاوه ، دا مرګ څه شئ دی ؟ ... مطلب داچې نوموړې پرته له دې چې زده کړه وکړي د فکر کولو  له لارې زده کړه کړې ، په دې پوه شوی چې الله تعالی شته ، هر څه الله تعالی پیدا کړي  ... نوموړي دا هر څه د فطرت له لارې ترلاسه کړي  ، خو طبعاً  د فرهنګ او زده کړې له لارې زیات څه تر لاسه کوي  ، هغه زیاته پوهه او علم لاس ته راوړي ،  نو له همدې امله اسلام لارښوونه کوي چې هر مسلمان باید علم تر لاسه کړي ، او علم یې په هر نارینه مسلمان او مسلمانه ښځه فرض کړي ، او  دا لارښوونه کوي ترڅو په دین کې پوهه تر لاسه کړي ، رسول الله (ص) فرمایې : چاته چې الله تعالی د خیر اراده وکړي  په دین کې پوهه ورکوي ، او همدا په هر انسان لازم دي 

 دیندارۍ ته روحي او نفسي اړتیا 

 عثمان عثمان : : محترم دوکتور صاحب :   ، انس ورور وایې :  زه باور لرم چې انسان  دیندارۍ ته اړتیا لري ، ځکه  هغه پوهیږي   ددې  کایناتو په وړاندې  ضعیف او کمزوری دی ، هغه یوه   تل پاته   او لوړ طاقت ته اړتیا لري  ترڅو د ستونځو په مهال هغه ته پناه یوسي  ؟

 یوسف القرضاوي :   دا  خپله د انسان د کمزورتیا څخه سرچینه  اخلي   ، لکه چې الله تعالی فرمایې ( و خلق الانسان ضعیفا)  انسان ضعیف او کمزوری  پیدا شوی ، خو همدا ضعیف انسان بیا  کله کله  جابر او ظالم جوړ شي  ، کله بیا  په نورو  مستکبر شي  ، کله هم ځان ته مغروره شي  ، بیا په بله مرحله کې چې ستونځې  ورته مخ شي  خپل فطرت ته راوګرځې  ، لکه چې  قرآنکریم د جاهلیت  د زمانې له خلکو او مشریکینو  حکایت کوي ، کله چې موجونه پرې  راوګرځې  ، بادونه یې راګیر کړي  ، او مرګ ورته رانیژدې شي  ، بیا په همدې حالت کې الله ورپه زړه شي او وایې : یاربه  ! الله  ته په اخلاص لاسونه اوچتوي ، په دې حالت کې  نه وایې چې  یا هبل ، یا لات ، یا عزا  ، د هغو بتانو نومونه نه اخلي چې د هغو عبادت به یې کاوه ،   الله ته سوالونه کوي  ،نو د ستونځو په حالت کې خپل سلیم  فطرت ته راوګرځې ، هغه ته عذر او زارۍ کوي  ،نو کله چې هغه الله ته په همدې حالت کې هم په اخلاص  ددعا لاسونه اوچتوي ، الله تعالی هم د هغه دا دعا مني  ، ځکه چې کله هم څوک الله ته په اخلاص  د دعا لاسونه اوچت کړي ، الله د هغه دعا مني  هغه په همدې حالت کې د بت پرستئ   څخه  خپل سلیم فطرت ته راوګرځې .

  عثمان عثمان : اوس به دیندارۍ ته د  نفسي او روحي اړتیا په  هکله خبرې وکړو  ، نبی کریم (ص) به چې کله هم  د ستونځې سره مخ شو نو لمونځ به یې کاوه ، نو د مصیبتونو او  ابتلاګانو په وړاندې  د روحې شفا په ډول ، په خاص ډول د لمانځه  او په عام ډول د نورو عبادتونو اهمیت  څه دی ؟

یوسف القرضاوي : لمونځ الله تعالی ته زارۍ کول دي ،  د الله په وړاندې  عاجزې ښودل دي ، هغه ته پنا وړل دي  تردې چې نبی (ص) په یوه قدسي حدیث کې فرمایې : (  لمونځ زما او زما د بنده تر منځ  دوه برخې ویشل شوی ، زما د بنده برخه د هغه غوښتنه ده ، کله چې زما بنده وایې : الحمد لله رب العالمین  نو الله تعالی وایې  زما بنده زما حمد ووایه ، او کله چې  ووایې  الرحمن الرحیم ، نو الله ووایې  : زما بنده زما ثنا  ووییله ،  لکه چې ووایې مالک یوم الدین  ،نو الله تعالی وایې  : زما بنده زما ستاینه وکړه ، کله چې ووایې ایاک نعبد  ، الله وایې : دا زما او زما د بنده تر منځ ده  ، کله چې ووایې  اهدنا الصراط المستقیم   ،نو الله تعالی وایې دا زما د بنده برخه ده او زما دبنده  برخه هغه ده چې سوال وکړي ) . نو لمونځ  دالله تعالی او بنده تر منځ مناجات دی  . یو غربي فیلسوف  چې نوم یې الکسیس کاریل دی ، نوموړی سره ددې چې د کایناتو یو لوی عالم دی  ،یو کتاب  د ( الانسان ذلک المجهول ) په نوم هم لري  ، نوموړی له هغو کسانو څخه دی چې په ساینس کې یې د نوبل جایزه اخیستې ، نوموړی د لمانځه په هکله یو کتاب لري ، په کتاب کې یې  ویلي چې  لمونځ د انسان د اړتیاؤ څخه یوه اړتیا ده  ، هغه په خپله هغه مهال  ددې احساس کوي کله چې  هغه دنیا مشغول کړي  ، او د دنیا په ستونځو کې غرق شې ، په مادیاتو کې ... نو د خپل نفس سره محاسبه کوي ، خپل  نفس  ویني ،  په دې لمانځه  کې  د هغه د نفس ډاډ ینه او تسکین دی  ، نو له همدې امله قرآن لمونځ  د ژوند په جګړه کې مرستندوې کڼلی  او  فرمایې: ( یا ایها الذین آمنوا استعینوا بالصبر والصلاة  ان الله مع الصابرین )  ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی په لمانځه او صبر مرسته وغواړئ  ، په تحقیق الله تعالی له صابرانو سره دی .

صبر اخلاقي طاقت دی  ، او لمونځ روحې پیاوړتیا ده ،له همدې امله ، چې کله به رسول الله (ص) له ستونځې سره مخ  شو ، لمانځه ته به یې مراجعه وکړه ، هغه به بلال ته وویل : ای بلاله  موږ ته ( په لمانځه ) ډاډ راکړه  ، کله به چې د لمانځه وخت راورسید ،نو بلال ته به یې وویل:  ای بلاله  په لمانځه خوښي راپه برخه کړه ! ځینې کسان چې کله  لمونځ کوي ، نو ورسره تنګ شي او وایې راځې له لمانځه  ځان بیغمه کړو ، خو نبې (ص) به په لمانځه راحت او خوښې ترلاسه کوله  ، له همدې امله نبی (ص) فرمایې ( جعلت قرة عینې فی الصلاة )

 نو لمونځ د انسان روحي  او نفسي اړتیا ده ، لمونځ کوونکی په تکرار سره هره ورځ د قرآن آیتونه تلاوت کوي ، لکه څنګه چې دری ځلې ډوډۍ خوري  او د بدن اړتیا پرې پوره کوي ، همدا شان په لمانځه سره پنځّه وخته روحي اړتیا پوره کوي  ، الله تعالی فرمایې ( واقم الصلاة طرفی النهار وزلفا من اللیل  ان الحسنات یذهبن السیآت  ذلک ذکری للذاکرین )  هود ـ ۱۱۴)

عثمان عثمان :  له لیدونکو څخه عبد السلام ملا سعید له عراق څخه وایې  : محترم دوکتور صاحب!  د د یندارۍ  ظاهري بڼه چې اوس په اسلامي نړۍ کې ګورو  آیا دا ریښتنې دینداري ده ؟ یعنې ځینې مسلمانان داسې څرکندوي چې ګواکې  مسلمانان دي  ، دوی عبادت هم کوي ، لمونځ هم کوي  خو  په نورو افعالو کې  بیا د هغه دیندارې نیمګړې وي ؟

 عثمان عثمان :  د عراق څخه د عبد السلام ملا سعید ورور څخه مننه !  محترم دوکتور صاحب! دا ورور وایې چې ځینې مسلمانان  په شکل او عمل کې د دینداری بڼه لري ، خو په نورو خاصو کارونو کې لکه ټولنیز روابط ، تجارتي روابطو ، او اقتصادي مسایلو کې د هغه  د  کار د ظاهري یندارۍ  سره  ټکر لري  ، یعنی د هغه عمل  د ښکاره  شکل او ظاهر سره مخالفت لري  ؟

  یوسف القرضاوي :  اسلام ظاهري شکل او بڼې ته اهمیت نه ورکوي ، ممکن چې ته  پګړۍ وتړې ، اوږده ږیره پریږدې ، او ښې جامې واغوندې ، تسبیح په لاس ولري ، دا او هغه کوي ، دا کارونه  په اسلام کې ارزښت نه لري  ، الله تعالی ستاسو  صورتونو او جسمونو ته نه ګوري ، هغه ستاسو اعمالو او زړونو ته ګوري  ، کوم څه چې مهم دي هغه د انسان سلوک دي ، او همدا د مسلمان د ایمان په سلامتئ دلالت کوي  ، نو انسان په عمل سره اندازه کیږي نه په یواځې خبرو ( کبر مقتآً عند الله ان تقولو ما لاتعلمون )   الله تعالی  ته دا  لویه ګناه ده چې  څه وایي په هغو عمل نه کوئ . ، زما په نظر دا مهمه ده چې پرهیزګاره اوسي ، دا هم ښه نه بولم چې لمونځ کوي خو ورسره د خلکو حق هم خوری ،  یو تن د لمانځه لپاره جومات ته ځي خو د والدینو عاق وي ، خپلوي قطع کوي ،  ګاونډي ته زیان رسوي ، په معامله کې د حرامواو حلالو فکر نه کوي ، که تاجر وي ، په ناهقه د خلکو مال خوري  ، د احتکار پروا نه ساتي ، د خپلې ګټې په فکر کې وي ،  په درواغو قسمونه خوري ،  موږ ته سلوک مهم دي ، له همدې امله پیغمبر (ص) فرمایې:  الایمان بضع وسبعون شعبة اعلاها لااله الا الله وادناها اماطة الاذی عن الطریق والحیاء شعبة من  شعب الایمان )  ایمان څو اویا  برخې دی ، غوره برخه یې لااله الا الله ویل دي او ادنا برخه یې له لارې د مضر شي لیری کول دی  ، او حیاء دایمان له برخو یوه برخه ده .

نو دایمان دا برخې  څه دي ، قرآن چې موږ ته د ایمان یادونه کوي ، په  اخلاقو او عمل کې یې مجسم کوي ، الله تعالی فرمایې (  قد افلح المؤمنون ......المؤمنون آیت ۱-۵)  په تحقیق بریالي شول  مؤ منان ، هغه کسان چې  په لمانځه کې عاجزې ( خشوع ) کوي ، هغه کسان چې له بیهوده کارونو ( لغو) مخ اړوي ، هغه کسان چې زکات ورکوي ،هغه کسان چې دخپلو عورتونه ساتونکي دي .  همدا شان فرمایې( والذین هم لاماناتهم و عهدهم راعون )  هغوی چې د خپلو امانتونو او وعدو رعایت کوي ... دا ډول ایمان په  اخلاقو او عمل کې مجسم کوي  ترڅویې خلک وویني  ، دا مجرد شعار او ظاهري بڼه نده تر څو خلکو ته ښکاره شي .

عثمان عثمان:محترم دوکتور صاحب! محترم ورور ایوبې به راواخلو ،هغه وایې چې د ستونځو  ډیروالی  د نفس په غاړه پیټی درنوي ، کله هم د راتلونکی څخه ویره ورته پیدا کیږي ، کله هم  د روزۍ ویره ، کله د زامنو ویره ، کله هم د زړښت ویره او کله د لوڼو د راتلونکي ویره ، څه ډول امکان لري چې دینداري مو مطلوب  ریښتنی ډاډ ته ورسوي ؟

  یوسف القرضاوي:  ددې ستونځې د حل لارې چارې ما په خپل کتاب ( الایمان والحیاة ) کې ذکر کړې ،  ما ویلي چې ایمان  د فرد لپاره د سعادت بنسټ دی  ، فرد خو تل غواړي چې سعادت تر لاسه کړي ، خو دا سعادت له ایمان پرته ممکن ندی  ، د اسعادت  نه وسایل دي نه قصرونه دي ، نه فرشونه  دي اونه پیسې ، نه قدرت ، نه  دنده ، نه بل  داډول شئ ،  سعادت له نفس څخه سرچینه اخلي ، نو دا  نفس رضا او قناعت  ته اړتیا لري  تر څو ډاډ تر لاسه کړي ، قرآنکریم فرمایې( الذین آمنوا ولم یلبسوا ایمانهم بظلم اولائک لهم الأمن   وهم المهتدون )  هغو کسانو چې ایمان راوړئ بیایې خپل ایمان په ظلم ندی پوښلئ  ، دوی ته ډاډ دی  او همدوی لاره موندونکي دي  .

 ځینې علماؤ ویلي چې  الله تعالی خوښې او راحت  په یقین او رضا کې ځای کړې ،   غم او خفګان یې په غوسه او شک کې ځای کړی ،  نو له همدې امله که دا کسان ریښتیني مؤمنان وای نو دوی  ته به  هیڅکله هم  ناامیدي ، تشویش ،  او ویره نه وه لویدلې ،   په حقیقت کې کافران دی چې دوی ته دراتلونکي څخه ویره وي ، د راتلونکي  زړښت څخه ، د ناروغتیا څخه ، د اولاد څخه ،  د هرڅه څخه په ویره کې وي .  مؤمن د  هری بلې  ویرې د دروازې  بندونکی دی  پرته له ویرې د الله تعالی څخه  ، په همدې ډول په امن او ډاډ کې ژوند تیروي  ، هغه کسان چې ایمان لري   ( رضی الله عنهم ورضو عنه )  الله تعالی له دوی راضي وي ، او دوی له الله تعالی . نو دا کسان هیڅکله هم نا امیدې نه کوی  ، ځکه ( ... لاییئس من روح الله الا القوم الکافرون )   له کافرانو  پرته بل څوک  له الله  نه نا امیده کیږي  ....  نفسي امراض  ددې زمانې د آفتونو څخه یو  آفت دی ، اندیښنې،  تشویش ،  د نا امیدی احساس ، د  بې کاری اندیښنې ،د تاوان اندیښنې،  .... یوتن چې نوم یې ( هنري لینګ ) دی هغه یو روحې ډاکتر دی ، نوموړي یو کتاب د (  العودة الی الایمان ) په نوم لیکلی ، هغه تر دې مخکې مرتد ؤ چې وروسته یې  د ناروغانو د علاج له لارې  ایمان راوړی   ، نوموړي لیدل چې  څنګه مؤمنان د قوي شخصیت څښتنان دي  ، دوی هيڅ ستونځه نه پرشا کوي ،  نه انتحار کوي ،  خو غیر مؤمنان بیا ضایع خلک دي  ،نو ایمان ته راوګرځید او دا کتاب یې ولیکه .

عثمان عثمان: محترم دوکتور صاحب ! دا موضوع زیات بحث ته اړتیا لر ي  زموږ وخت پای ته ورسید  ستاسو او له لیدونکو څخه مننه !   

۱۴۰۱ خرداد ۱۶, دوشنبه

د علماؤ ترمنځ د روانو بحثونو په هکله څو خبری ..

 


مخکي تر دي چې اصلی موضوع ته راشم یوه خاطره راپه یاد شوه غواړم هغه درسره شریکه کړم :


یوه ورځ دشرعیاتو د پوهنځيو  د استاذانو ترمنځ په یوه مسئله ډیر تود بحث روان ؤ هر یوه خپل استدلال کاوه ، او مقابل لوری یې ځواب ورکاوه ،بحث اوږد شو ، اخر یوه استاذ  خبره پریښوده او یوه ټوکه یې پکښې وکړه ، ويل یې : په جنت کې به الله تعالی خپل ټول نعمتونه خپلو نیکو بندګانو ته ورکړي ،او الله تعالی به ورته ووايی چي نور څه غواړی ، نو ملایان به ورته ووایی چې يا الله تا خپل ټول نعمتونه موږ ته راکړی خو صرف یو خواهش لرو او هغه دا چي زموږ ملایانو ترمنځ یوه مناظره رامنځ ته کړه ...

دا می تر دی را یاده شوه چې علمي استدلال ، څیړنې ، نیوکې او نقدونه زموږ د دين او شریعت یوه ښکلا ده ،  د همدی بحثونو، استدلالونو او نقدونو له برکته ننی اسلامی نړی یو غني ، ګټور او په ځان بسیا دومره لوی کتابتون لری چې بشر په خپل ټول تاریخ کي ورته لاس رسی نه دی موندلی . تر دی چې مجتهد ته دوه اجرونه ټاکلی شوی ، یو د اجتهاد او بل صواب ته د رسیدلو ، او په خطا سره یې کومه ملامتی هم نشته، ځکه مجتهد یا د نن زماني لیکوال د خپل نیک نیت په اساس ثواب تر لاسه کوی ، او خطا خو د انساني جهد سره تړلی کار دی ، خامخا به مجتهد او لیکوال خطا کیږي ، سهوه کیږی ، خو بیا همدی شریعت نورو علماؤ ته د نقد او نیوکې واک ورکړی تر څو د لومړی لیکوال خطاګاني اصلاح کړي او هغه خپلي سهوی ته یی متوجه کړي ،ځکه په اسلامی شریعت کی( د اهل سنت والجماعت د عقيدی په اساس) یوازی د الله عزوجل  کلام او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سنت له نقد کولو منع دی ، په انسانانو کې یوازی پیغمبران دي چې معصوم دي او څوک پری د نقد حق نه لری ، ځکه هغوی د الله تعالی له لوری رهبری کيدل ، نو الله تعالی خپله هغوی انساني کړنو ته متوجه کول ..په انسانانو کې نور څوک معصوم نشته چې له سهوی او خطا پاک وي ، هرڅوک د خطاء او سهوی سره مخ کیدونکی دی ،  عالم ، مجتهد او لیکوال د خپل علم په اساس لیکنه کوي ، هغه ته وحی نه ده راغلی ، خو په همدی کار هم الله تعالی ورته ثواب ټاکلی دی .


 زما د لیکنې  اصلی موضوع  دا ده چې د څو ورځو راهيسې په رسنیو کې د علمي کدرونو ، او علماؤ ترمنځ په ځینو موضوعاتو ، لکه د نجونو تعلیم ،د حجاب څرنګوالی ، په دین کې د عصری تعلیم مقام ..او داسی نورو موضوعاتو تاوده بحثونه روان دی ، زه چې کله دا بحثونه ګورم ، نو ددې احساس کوم چې اوس زموږ علماء خپلی اصلی دندې او مسؤلیت ته راوګرځیدل، ددی بحثونو په لړ کې به نه یوازی علماء مجبور شی چې څیړني وکړي ، مطالعې وکړي ، او حقیقت ته ځان ورسوی ، بل خوا به په ټولنه کې د لوستو کسانو لپاره په دین باندي د پوهاوي ضمینه برابره شی ،  له څو ورځو را په دی خوا چې دا بحثونه راپورته شوی ، هغو کسانو چي له دینې مطالعی سره یی هیڅ علاقه نه درلوده  ، په دینې مطالعه پیل کړی ، اقلا همدا متضادي لیکنې لولی  ..او دا یوه ښه پیلامه وه ، خو ستونزه داده چي  زموږ د ځینو هیوادوالو علمی ظرفیت دومره ټيټ دی چې دي بحثونو ته د تربګنی ، پارت بازی او مقابلي په سترګه ګوری ، او دا نشي درک کولای چې دا ډول بحثونه زموږ د شریعت یوه برخه ده ، زموږ د مذهب دستر مشر او امام ( امام ابوحنیفه )رحمة الله علیه  سره یې خپلو شاګردانو استدلال کړی د هغه په نظرونو یې نقد کړی نو موږ خو د هغه پښو ته هم نه رسیږو ، دوهمه خبره داده چې په دی بحثونو په هکله  ډیر کم علمه ، او له شرعی علم څخه ناخبره کسان هم خپل نظرونه ورکړی ، چي دا کارله حق څخه تجاوز دی  ، دریمه ستونزه دا ده چې زموږ ځینې علمي کدرونه  ددی توان نه لری چې د مقابل لوری نقد او استدلال  وزغمی ، او قبول یې کړی ، هغه ته د خصومت په سترګه ګوری ، ځکه ځينو ته ځان له نقد څخه لوړ ښکاری او د ځان سپکاوی یی ګڼې ، خو د ټولو ستونزو سره سره زه بیا هم علمي بحثونو ، مناقشو او استدلال ته په نیک پال ګورم چې له یوې خوا به مو علماء مطالعي او څیړنې ته اړ شی ، علمي پانګه به مو زیاته شی ،  کیدای شی دا علمي بحثونه د رسنیو څخه د کتابونو منځ ته داخل شی ، او تر ټولو مهمه دا چې د پښتو ادب او پښتو ژبی د پیاوړتیا سبب به شی ، په ننی عصر کي د انترنټ د ننه تر ټولو لږ علمي مواد په پښتو ژبه داخل شوي ، کاش دا لیکني د فس بک په ځای په ویپ پاټو کې خپریدلی تر څو د اوږدي مودي لپاره د خلکو د لاس رسی وړ واي .  او هغوی چې په پښتو ژبه دین زده کول غواړی په اسانی به دین تر لاسه کړی

خو د اسلامی امارت چارواکو ته ښایی چې  د علماؤ ترمنځ د پلو نیولو په ځای هغوی ته د لا علمي بحثونو ضمینه برابره کړی ، هغوی وهڅوی چې په قوت استدلال وکړي او بیا  د هر عالم د ساتلو هڅه وکړی .


سلطام محمود غزنوی چې کله په غزني کې خپل واک ټینګ کړ نو لومړی کار یې چې وکړ هغه د علماؤ لپاره د علمي څیړنو د یوه لوی مرکز پرانیستل ؤ ، او امر یې وکړ چې په خراسان او ماوراء النهر کي چې څومره علماء دي ټول باید غزنی ته راشی او خپل علمي تحقیقات پیل کړی ، هغه په دی کار غزنی د علم په یوه لوی مرکز بدل کړ ، په دی لړ کي له هغو کسانو چي غزنی کې یې کار پیل کړ  یو هم  ابو ریحان البیرونی ؤ چي د همدی تحقیقاتی مرکز له برکته نن د نړی په سطحه یو دیني ، ساینسی او فضایی عالم پیژندل کیږي . بدبختانه چي ابن سینا تری وتښتید خو ټول فارس او خراسان یې پسې وکتل ، او پیدا یی نه کړ .

 

۱۴۰۱ فروردین ۱۸, پنجشنبه

د افغانستان روانې لوړی زده کړې د ننګونو او پرمختګونو ترمنځ

 


 

 دوهمه برخه                                                                              لیکنه محمدشفیق صادق

۶-استبدادي محیط

زده کړه او تعلیم هغه مهال مفید او ګټور وي چې د متعلم ، محصل لپاره ډاډه ، په زړه پوري ، مینه ناک او د متقابل احترام فضا موجوده وي ، استاذ د یوه مهربان پلار په شان له خپلو محصلینو او زده کوونکو سره چلند ولری ، استاذ د چراغ غوندي وسوزی ، نورو ته رڼا او علم ورکړي ، د استاذ مهرباني او اخلاص محصل علم ،او هڅې ته تشويق  کړي ، خو دلته بیا د ډیرو استاذانو او محصلینو  داستان بل ډول دی ، استاذ ځان ته  د استاذی د مقام په ځای د قاضي ، او څارنوال مقام  ټاکلی  ، دکتاتوري ، تنده رویه ،غورو او تکبر د ډیرو استاذانو ورځنی تعامل دی ،دلته نه  هغه مینه شته  ، او نه هغه اخلاص چې محصل ورته اړتیا لری، استاذ په دی لټه کې دی چې څنګه محصل  د ځان تابع کړي  ، محصل بیا په دی لټه کې دی چې څه ډول وکولای شی په مصنوعي احترام او جاپلوسی سره د استاذ مهرباني تر لاسه کړي تر څو وکولای شی په امتحان کې تري د بریالیتوب نمره واخلی ،په ښکاره خو یی لاس ورښکلوي ، خو په حقیقت کې بل حالت وي . د استاذ او محصل ترمنځ د پهلواني مسابقه ده. زیاتره محصلین د پوهنتون له فراغت وروسته یوازی د استاذانو د سخت چلند او چانسونو خاطری له ځان سره وړی ، داسی استاذان هم شته چې عیب ګڼې خپل محصل ته سلام واچوي او یا یی سلام علیک کړی ، په ټولګې کي  له استاذ څخه پوښتې  کول ، مناقشه کول ، او د استاذ غلطی راګرځول خو خامخا محصل ته په چانس تمامیږي ، نو زیاتره محصلین بیا له دې کړنو ډډه کوي . په داسی حال کې چې په نوره نړی کې بیا تعامل بل ډول دي ، هلته استاذ دی چې محصلین تری د زامنو په شان چاپیره وي ، همدا علت دی چې زموږ  کدورنه علمي وده  نه کوي .د همدی دکتاتوری نظام له امله ، د محصلینو سره ډیری پوښتنې لاینحله او بی ځوابه پاته وي ، تر دې چې د ځينو لوړتیا هم همدلته خاموشه کړي او د لوړو زده کړو څخه څه چې د پوهنتون له دروازې یې ښه نه راځې ...

۷- میخانیکې زده کړې

د پوهنتون دوره د عملی کارونو ،تجاربو ، نوښتونو  او اختراعګانو دوره ده ، په نوره نړی کې په همدی دوره کې اختراعات تر سره کیږي او نوی اکتشافات کيږي ، د ځینو پوهنځیو زیات درسی بهیر  باید په لابراتوار ، مزرعه ،عملی ساحه ، شفاخانه او فابریکه کي  سرته ورسیږي  ، دوی باید عملی زده کړې وکړی ، خو په تأسف سره  دلته بیا تر هر څه په میخانکي زده کړو ټینګار کیږي ، کتاب او د استاذ چوپتر د استاذ او محصل ترمنځ د اړیکې یوازیني  وسیله ده  . ځېنې  پوهنتونونه   د عملی کارونو لپاره  ، د کار ساحه نه لری او ځینې بیا د کمزوری اداری سیستم له امله یوازی په ټولګي بسنه کوي ، ډیری پوهنځي چې باید په ورکشاپ او لابراتوار کي کار وکړي ، نه لابراتوار لری او نه ورکشاپ ، که یې لری د کمزوری منجمنت له امله یې دروازی د محصلینو په مخ تړلې  وي ، او یا استاذ خپله د عملی کار وړتیا نه لری ،د تعلیم تربیي د پوهنځيو ډیر داسی محصلین مي ولیدل چې د کیمیا او فزیک له څانکو فارغ شوی و، خو په څلورو کلونو کي یې یوه روځ هم نه لابراتوار لیدلی ؤ او نه ورکشاپ ، د زراعت د پوهنځیو فارغین ،  د هیواد ډیر مشهور  زراعتې بوټې نه پیژنی  .کیدای شی د غنمو او اوربشو توپیر ونه شي کولای ، ځکه دوی زراعت یوازی په ټولګې کې زده کړي، د انجنیری څخه فارغ محصلین  په عملی ساحه کې د یوې نقشي د کښلو توان نه لری  ، نو څنکه به زموږ تخنیک او عملی وړتیا لوړه شی ؟

همدا حالت د اجتماعي پوهنځیو هم  دی ، د پښتو اودري له ادبیاتو فارغین د یوې کوچنی مقالی د لیکلو توان نه لری ، باور وکړی د جغرافیی د پوهنځي د فارغینو څخه می د استاذی لپاره امتحان اخیست د نقشي د څلورو خواوو په ښودولو قادر نه ؤ ، د ډیرو مشهورو هیوادونو موقعیت یې نه شوای ښودلای .. دې ځوانانو ته د هیواد راتلونکي په تمه دی.

۸- کمزوری لیکنې او مونوګرافونه :

د پوهنتون څخه د فراغت سند د یوې لیکنې ، مونوګراف ، پروژی  په تکمیل چې د لارښود استاذ تر څار لاندې باید کار پري وکړي ،ورکول کیږي . د پوهنتون نصاب باید  د نظری زده کړو پرځای په عملی زده کړو متمرکز وي ، پروژې ، ليکنې ،عملي کارونه باید د لومړي ټولګې څخه محصلینو ته ورکول شی ، محصل د څلورکلنې دورې تر پایه د اړوند مسلک د ټول کتابتون سره آشنا شي ،د څیړنې ، لیکنې او مقالي لاره یې ښه وهلې وي ، د فراغت په مهال وکولای شی خپله پروژه یا مونوګراف په موفقانه ډول پرته له ستونزو ، د پوهنتون په سویه ترتيب کړای شی ، البته دا هر څه هغه وخت ممکن دي چې د پوهنتون ، پوهنځې او دیپارتنمت اداري ورته منظم پلان ولری او استاذان د همدی کارونو په عملی کولو مکلف کړی ، که اداره دا کار ونه کړي ، زیاتره استاذان بیا ځانونه نه تکلیف کوی ،یوازی د چوپترونو د ورقو په اړولو ځانونه مکلف ګڼې ..نو ډیر له پوهنتون څخه فارغین د فراغت په مهال د مونوګراف او رسالي د لیکلو توان نه لری ، په څو وروستیو کلونو کې خو د مونوګراف په بیه اخیستل ، کاپي کول او استعاره په لوی کاربار بدل شوي ؤ ،  هغه کسان چې د اخیستلو توان لری ، ښه دی په پیسو یې اخلی خو نور چې دا توان نه لری ، کلونه یې مونوګرافونه پاته وي .

کوم کسان چې د مونوګراف د لیکلو توان ولری ،هغوی ته له یوې خوا د رهنما استاذ له خوا سمه رهنمایی نه کیږي ، محصل بیچاره لارښود استاذ په عذرونو او زاریو هم نشي موندلای ،که یی ومومي  سمه لارښوونه نه ورته کوی ، دلته بیا همغه دکتاتورانه تصور ورته پیدا شی چې زه باید همدلته له محصل کوچ وباسم ، په نتیجه کې محصل کمزوری موګراف ،یا رساله ولیکي چې په هیڅ صورت د یوه پوهنتوني فارغ لپاره  د مونوګراف نوم نشو ورکولای .

په داسی حال کې چي په نورو ډیرو هیوادونو کې دا رساله یو علمي منل شوی اثر وي چې کتابتونونه ورڅخه ګټه اخلی ، او فارغ ته د نورو لیکنو دروازي پرانیستل شی .

همدا علت دی چې موږ د کتاب لیکلو په برخه کې دومره وروسته پاته یو چې له مجبوریت څخه خپله علمي تشه د ایراني ، عربي ، انګلیسی یا اردو څخه په ژباړو ډکوو ...

 نور بیا ...

 

 

 

 

 

 

 

 

 

۱۴۰۱ فروردین ۱۶, سه‌شنبه

د افغانستان روانې لوړی زده کړې د ننګونو او پرمختګونو ترمنځ

 

                               محمدشفیق صادق



 لومړی برخه

 تر هر څه مخکې باید دا ومنو چې بی سوادي ، بی علمي او کم علمي نه د پرمختګ لاره ده  او نه د نورو د غلامی او احتیاج څخه د خلاصون ، بی علمه ، بی سواده ، او کم علمه انسانان په ننی نړی کې له غلامی ، احتیاج اوذلت  ځان نشی ژغورلای ، څوک  چې څه درکوي ، نو څو برابره  به درڅخه غواړي ،له همدې امله په علم او تخنیک سنبال ملتونه نن د بی علمه او کم علمه ملتونو په اوږو سپاره دي ، چې پرته له علمي پرمختګونو به یې له اوږو راکوز نه کړی ، که له یوې اوږي یې را کوز کړي ، مجبور دي په بله اوږه یې بیرته په خپله سپاره کړي .. همدا د بی علمه ټولنو ورځنی ژوند دی ..

 بل خوا لوړې  او پوهنتونې زده کړې د هیوادونو د علمي پرمختګونو او لاسته راوړنو بنسټ جوړوي ،  د نړی نني  پرمختګونه ،  اختراعات ، علمي ، ساینسي او کلتوری لاسته راوړنې   د همدي پوهنتوني زده کړو او تخصصې هڅو نتیجه ده ، که نن څوک په هوا ګرځې ، یا په ځمکه زور لری ، د همدي لوړو زده کړو او علمي پرمختګونو نتیجه ده ، له همدې امله نړیوال  ورته خاصه پاملرنه کوي ، تر دې چې د تخصصې کدرونو او علمې ککریو په راجلب کولو او غلاکولو  ، د مخالف لوری په ترور کولو کې د تجارت تر ډګره رسیدلی .د نړی پوهنتوني زده کړي نن ورځ له وړکتونه او ابتدایی دورې د عباقره ، ځیرکو ،بااستعداده زده کوونکو په انتخاب ، پیل کیږي ،چې دا زده کوونکې د ابتدایی او لیسې په دورو کې تر خاص اهتمام لاندې روزل کیږي تر څو تری نابغه او مخترعین جوړ کړي . په نني نړی کې د لیسانس زده کړو ته  د لوړو زده کړو د پیلامې په بڼه کڼل کیږي ، چې محصلین ورته د ابتدایه زده کړو په څیر ګوری ، تر څو د پاته لوړو زده کړو بنسټ پری جوړ کړي .

زموږ هیواد کې پوهنتونې زده کړې د ظاهرشاه د حکومت په مهال د کابل د پوهنتون په پیل سره راپیل شوي ،چې په ابتدا کې یې ښې علمي  لاسته راوړنې درلودي  ، د څلويښت کلن روان  ناورین په  لوړو ژورو کې  د شاتګونو تر څنګ مو ځینې لاسته راوړنې هم درلودې ،د پوهنتونونو د شمیر تر څنګ د پوهنځيو زیاتوالی ، د علمي کدرونو  تخصصې وده ،د ځوان نسل پراخه لوالتیا او د کتاب د بازار تودوالی د همدي لاسته راوړنو نمونه ده ، دا باید ومنو چې  په  تیرو شلو کلونو کې د زده کړو د کیفتي او کمیتي  بډاینې لپاره ډیرې هڅې وشوي ، خو متأسفانه چې دا هڅې د  ځینو  شخصې ، سلیقوي ، ایدیولوژیکې  غوښتنو او اداری کمزورتیاؤ  له امله د خنډونو او ننګونو سره مخ وې  چې  د تمې سره سم یې  وده ونه کړه ، برعکس په ځینو مواردو کې یې د ځوان نسل د غلطې روزني لامل شوي.

دا خبره هم باید ومنو چې د هیواد په اکاډیمیک سنګر کې ډیرو په هیواد او دین  مینو استاذانو خپله دنده په ښه شان  تر سره کړي ، او داسی کدرونه هم لرو چې ، ددوی هڅې ، مینه او احساس ددې وطن د بچیانو لپاره د لاری مشالونه دي ، خو ددي تر څنګ دې ډګر د ځینو ننګونو ، مداخلو ،مغزمینځلو پرګرامونو او نورو کمزورتیاؤ  له امله د ډیرو ستونزو په درلودلو مطلوب پړاونه ونه وهل او په ډیرو ځایونو کې خو د شاتګ لامل هم شول ،چې زه به ددې ننګونو څو مثالونه په لاندې ډول ذکر کړم :

۱- د ښوونځې (ابتدایه،لیسه) دورې د پوهنتونې زده کړو لپاره اساسی بنسټونه دي ، دا زده کړې هغه ځوانان په ښه شان تر سره کولای شي چې په ښوونځې کې یې اساس پوخ کړی وي ،  د ثانوي (لیسې) دورې نصاب یې په مکمل ډول اخیستی او عملي کړی  وي  ، خو زموږ د هیواد (۷۰) فیصده د (۱۲) ټولګېو  فارغینو د ښوونځې د  دورې د کمزوری تعلیم ، تربیی ،او منجمنټ له امله هغه وړتیا نه درلوده چې د یوه محصل څخه په پوهنتوني دوره کې تمه کیږي . ددی لامل دا ؤ چې :

۱- دتیرې دورې  په لومړيو (۱۵) کلونو کې د کانکور د کیمټې د لوی فساد په نتیجه کې ، د پیسو او رشوت په ورکولو ګڼ کمزوری او بی علمه ځوانان داسې پوهنځيو ته بریالي کیدل چې وړتیا یې نه درلوده ،دي کسانو  چې زیاتره د حکومتې چارواکو او بډایه کورنیو څخه ؤ د پیسو په ورکولو ځانونه مهمو پوهنځیو ته رسول ،هلته به هم د روابطو ،پیسو او نورو لارو په واسطه  د پوهنتون څخه د فراغت سندونه تر لاسه کول  ،  برعکس ،بااستعداده او وړ زده کوونکې به له دی چانس څخه محروم پاته ، خو کیمټې ته د استاذ خموش په راتلو  تر ډیره ددې فساد مخه ونیول شوه .

۲- قومې او سیمه ایزو تعصباتو هم د ناپوهه محصلینو په بریالیتوب  کې هم مهم رول درلود ،په ځینو ولایتونو کې خو  د کانکور کمیټې او د اړوند پوهنتون ادارې په لوی لاس نقل او بی نظمی ته لاره هواروله تر څو د هغې  سیمې ، ولایت او ژبی ځوانان په ګڼ شمیر کې پوهنتونونو ته لار ومومي  او  له نورو قومونو يی انډول کم رانشی  . زه خپله دداسې صحنو شاهد یم چې  د پوهنتون له ریاست څخه بیا د کانکور تر څارونکو ټول په دې لټه کې ؤ چې د امتحان صحنه کې درغلې وکړي .داسی ښوونځې هم ؤ چې د کانکور په امتحان کې به یې اتیا سلنه زده کوونکي طب ته بریالی شوی ؤ په داسی حال کې چې د همدې ښوونځي د تیر کال نتایج به شل فیصده هم بریا نه درلوده .

ب :د پوهنتون د ننه تدریسې  او ادارې ستونزی :

۱-د کمزورو استاذانو ګمارنه :

۱-په تأسف سره  په هیواد کې د فساد  پراخه څپه  اکاډیمیک مرکزونه هم تر چتر لاندې راوستل ، پوهنتونونو  ته د ځینو کمزورو استاذانو په راتلو هیواد د اکاډیمیک ناورین سره مخ کړ ، د قومي ، لسانی ، سمتي او قرابتي فساد په نتیجه کې  ډیر وړ استاذان چې د تقرر حق یې درلود ، له خپل حق څخه محروم  ، په ځای به یې  داسی کسان دی مقام ته رسیدل چې د ثانوی دوری داستاذی اهلیت یی هم نه درلود ،زه داسی ډیر کسان پیژنم چې د همدی فساد قربانی شوی په ځای ېې د قوم او سیمې په اساس  کمزوری کسان ټاکل شوې چې د کمزورو محصلینو په فراغت کې یې مستقیم اثر درلود .

۲ -  همدی کمزور استاذانو  محصلین هم ځان غوندې ټنبل او بی مسؤلیته روزل ، ددوی سره په یوه خوله خندا به یې وړیا  نمری ورکولی او ځینو به چې خندا نه ورسره کوله په دوهم او دریم چانس کې به هم ناکام ؤ ، داسی استاذان هم پیژنم چې یوازی د سیمي په اساس یې محصلینو ته نمری ورکولی .

۳- د استعماری افکارو د ترویج  لپاره ځینو  بی مفکوري استاذانو ته د سیمینارونو ،بورسونو او چکرونو په ورکولو مختلف افکار ورکول کیدل ، تر څو استاذان بیا همغه افکار د تمدن ، پرمختګ ، او ترقی په نوم کټ مټ په محصلینو عملی کړی .، ددې استاذانو هر مثال به د لویدیځ  د قرون وسطی په څو محدودو فلاسفه ؤ ارسطو ، سقراط ، افلاطون ..او  د فرانسی په انقلاب  راڅرخیده  ، اروپا ورته جنت او اسلامی نړی ورته جهنم ښکاریده ، چې په ښکاره به یې اسلام تر نیوکي لاندې نیوه ، د مسلمانو فلاسفه ؤ لکه البیرونی  ، ابن سینا ، فارابی ، ابن خلدون ..څخه  به خبر هم نه ؤ  .

۴- اختلاط

پوهنتونې دوره د ځوانې د جوش او مستی دوره ده ، په دې دوره کې ځوانان او پیغلې د خپل مخالف جنس په لټولو او نیژدې کولو کې هڅې کوي .لازمه خو دا وه چې دواړه جنسونه د اسلامی  او افغانی کلتور په اساس سره پیل او هر جنس ته د زده کړو لازم محیط برابر شوی وای ، تر څو یې فکر په مقابل جنس کې د پاته کیدو  په ځای په زده کړه منحصر شوي وای ، خو متأسفانه ، بی جلبه اختلاط ددي لامل ؤ چې ډیري نجوني د بی لاری ځوانانو له خوا د ځوروني سره مخ وي او ډیرو کورنیو خو نه غوښتل په داسی بی حیا  ماحول کې خپل اولاد ووینې .

۵-نصاب

د هر هیواد د پوهنتون او معارف نصاب د هغه هیواد د کلتور ،دین او عنعناتو تر څنګ په منل شوو علمي پانګو ولاړ وي ، هر هیواد هڅه کوي داسی نصاب جوړ کړي چې  د خپل منل شوی کلتور په مراعات  ،د هیواد د غوښتنو او اړتیاؤ په پوره کولو د نړی له لوړو علمې معیارونو سره برابر وي .

په دې برخه کې هم زموږ د هیواد  اکاډیمیک سیستم د نورو له افکارو متأثره ؤ ، د خپل کلتور د منلو په ځای  هڅه کیده چې د نړی له کلچر سره ځان برابر کړی ، د پتلون او دریشی اغوستل د یونیفارم په نوم  په ډیرو پوهنتونونو کې جبری او لازمي خبره وه ، په ځینو کې خو لا د ګیری  او ملی جامو خبره د تمسخر تر بریده رسیده ، د نجونو لپاره  ټاکلی لباس اعلان شوي نه ؤ ، هڅه داسی وه چې نجونې په داسی لباس کې راشی چې وطنی او اسلامی رنګ او بوی ونه لری ، تر څو وکولای شی افغانه محصله د خپل کلتور څخه راوباسی ، البته دې حالت  د هیواد په سطحه توپیر درلود ، په پښتون میشته سیمو کې چې  لږ نجوني پوهنتون ته تللې  هڅه کیده د حجاب په مراعات کولو نجونی تشویق کړي تر څو پوهنتون ته ورشی .البته په دی مبارزه کې د اسلامی فکر لرونکي استاذان او مسلمان متدین ځوانان د ستایلو وړ دی ، ددوی هڅې وي چې په  پوهنتونې فضا د سیکولرستی افکارو څادر خور نه شو .

۲-تر ډیرو کلونو خو په زیاتره پوهنځيو کې ټاکل شوی درسی کتابونو شتون نه درلود ، ځینو استاذانو به د پخوانیو استاذانو له زړو چوپترو استفاده کوله او ځینو به خپل لیکلي مواد په محصلینو زده کول ، په وروستیو کې بیا ځینې کتابونه چې ځینو استاذانو د خپلې رتبې  د ترلاسه کولو لپاره لیکلي ؤ  په محصلینو لازمی شول ، محصلین به مجبور ؤ ټاکلی کتابونه له  ټاکلو کتابتونونو  په بیه واخلی ، دی کتابونو محصلینوسره د معلوماتو په برخه کې مرسته وکړه ،خو په تأسف سره چې په پښتو ژبه لیکل شوي  کتابونه د غلطی ژباړې او غلطې لیکنې له امله دومره په محصلینو درانه ؤ چې مجبور ؤ هغه پخوانی چوپترونه او یا ددې کتابونو اصلي مراجع را پیدا کړی ،زیاتره وخت به خپله استاذ هم نه پوهیدوه چې د کتاب د متن مطلب څه دی؟

۳- په وروستیو کې دا دود شو چې د هرې علمي  لیکنې  تاریخي سیر او تاریخي ریښې راوباسی ، تر څو معلومه شی په پخوا زمانو کې په دی اړوند کوم چا څه لیکلي یا ویلي او که نه ؟  دا موضوع په خپله ځای کې  په زړه پوري ده  ، خو تر شا معما دا وه چې کوم تاریخې اسناد د اعتبار او لاسته راوړڼې وړ کڼل کیږي ؟ تر کومه تاریخه او تر کومه لیکواله باید دا لیکنه رسیدلی وي ؟ نو ښه لیکنه هغه وه چې تاریخي سیر یې اروپا او قبل المیلاد د یونان فلاسفه ؤ ته ورسیږي  ،د اسلامی تمدن ، فکر او فلاسفه ؤ کردار په دې برخه نه د توجه وړ ؤ  او نه  یې د لیکنې ارزښت زیاتولی شوای ، برعکس داسی لیکنی چې په اسلامی  تاریخي سیر ولاړې وي ، کم اهمیته او ځینې استاذانو ته  خو د منلو هم نه وي ،ددې تصور په پلي کولو هڅه دا وه  چې زموږ محصل ، باید ومني چې پخوا هم اروپا وه ، چې تمدن یې رامنځ ته کړی ، اوس هم اروپا ده چې موږ ورته اړ یو، او راتلونکي کي هم باید اروپا ومنو ، حال دا چې دا تصور د ستعمار یو تپل شوي تصور دي چې په اسلامی او دوهمه نړی په پټو سترګو منل شوی .

نور بیا ..

 

 

۱۴۰۰ اسفند ۲۹, یکشنبه

پاکستانی پښتنانه د پښتون ملت پالو د سندان او پنجابي سیاست والو د چکش ترمنځ

 

 



لیکنه :  محمد شفیق صادق  

د پاکستان په جوړښت کې پښتون قوم  د ځمکې  ، سیمې  ،نفوسو  په اساس غوښن ځای لری  ، ددې هیواد  اقتصاد  د اوبو ، ګازو ، بريښنا ، زراعتي محصولاتو ، کانونو او معادنو له اړخه د پښتنو له سیمي  تغذیه کیږي او همدا سیمه یې د ژوند  اصلي شریانونه جوړوی   . خو په سیاسي ، فرهنګې او فوځې برخو کې بیا د پښتون سره د مور میری چلند  روان دی ،هلته سیاست ، اقتصاد ، قانون ، فرهنګ، فوځې استخباراتي اړيکې  ،د پنجاب د سیاست په لومو تړل شوي چې تل پکښې پښتون  د خپل دسترخوان ډوډی د هغوی په ایجازه ترلاسه کوي . پاکستانی فوځې او نظامی سیاستوال د لویو سرمایه دارانو په ملاتړ د پنجابی استعمار په ډول ، د نړی د نورو (امپریالیستي) هیوادونو په شان د پښتون قوم له طبعې زیرمو او الهي سوغات  په پنجاب کې ځانونو ته ماڼي جوړوي ، او د هغوی خپله ډوډی بیرته په دوی پلوری ، نن ورځ د پاکستان په منځ کې پښتون قوم تر ټولو خوار ، محتاج ، بی تعلیمه  په بدیو او مصیبتونو کې ګیر قوم دی ،نه  چا ورته د کار کولو ضمینه برابره کړي او نه ورته د ښه باکیفیته تعلیم ،په لکونو پښتانه مجبور دي د یوې ګولې ډوډي د موندلو په موخه په پنجاب ، سند او عربی نړی کې خپل ژوند د نورو په خدمت کې وکاروي  ، په فرهنګې برخه کې حالت لا تر دي ډیر غمجن دی  له بده مرغه  د پاکستاني ملت پالني تر شعار لاندي ، د پښتون ملت پاله مشرانو په حضور ، او تايید  کې  دا قوم  د خپل هویت د بایللو  په درشل کې د پښتو د مرګ سره لاس او ګریوان دی ، پاکستاني سیاستوال هڅه کوي  خپل  فرهنګ او کلتور داسی په پښتنو او نورو قومونو وتپی چې نور کلتورونه او ژبي ورسره  تر خاوری لاندي  کړي  . هلته  چې یوازی  انګریزی او اردو ژبی د هیواد رسمی ژبي دي ، او همدا ژبی د وړکتون څخه  بیا تر پوهنتون پوری د نصاب  ، تدریس ، قانون ،سیاست مطبوعاتو  رسمی ژبي دي ، سره ددې چې  پښتون قوم ددي هیواد دوهم لوی قوم دی، چې پښتو  ژبه  یی ملی هویت او افغانیت یې تاریخ جوړوي ،خو په تأسف سره دا قوم د پاکستاني سیاست د زوب کولو په پالیسې کي د زوب کیدو په حالت کې دی ، پنجاب او سیند ته څیرمه  د پښتنو لوی ښارونه او  قبايل نن په پښتو خبری نشې کولای  ، په پاته  پښتون میشته سیمو کې  یوازی د مدرسو ملایان او  ډیر لږ لوستي خلک په پښتو لیک لوست کولای شي ، نور پښتون ملت یوازی د ګوډې ماتې پښتو په ویلو  ځانونو ته پښتانه وايی .زما په یاد دي چې په ټول خيبر پښتونخوا کې یوازی یوه پښتو ورځپاڼه  ( وحدت) خپریده چې د هغو لوستونکي هم افغانان ؤ ځکه هلته نور پښتون د پښتو لیک دود سره نا اشنا دی ، د پاکستان په ټولو پښتون میشته سیمو کې د هر دوکان ، کارخاني ، ښوونځې  لاری .. او هر څه د سرلوحه په انګریزی یا اردو لیکل شوی ، ځمکه  او  اسمان اردو کاروی ..یوازی ځای ځای به په ځینو یوالونو د پښتو توری وګوری چې د مورنې ژبې په ورځ ځینو ملت پالو لیکلي وي ( تعلیم په مورنی ژبه غواړو ).

د تعجب خبره خو داده چې د پاکستان له جوړښت تر مخه په انګریزی هندوستان کې چې اوسني پاکستان یې برخه وه ، ډیری پښتو کتابونه له اوسني پاکستان څخه افغانستان ته راتلل ، او هلته یې هم  ګڼ لوستونکي درلودل ، خو له کله چې پاکستان جوړ شوي بیا د پښتون قوم د ژبی له منځه وړلو پالیسي د هغو پښتون پالو  ګوندونو په امضاء او ملاتړ روانه ده چې نن ورته نشنلست یا ملت پال وایی .


د پاکستان د دووایالتونو (خيبر پښتونخوا او بلوچستان) په حکومتونونو کې همدا ملت پال ګوندونه تل د لومړی خبری  ونډه لری  او ډیر ځله خو د ایالتي حکومتونو د واک په ګدی همدوی ناست وي ،دوی د  پښتنو به ننګولو  ځانونه  واک ته رسوی ،او د پښتون قوم د حقوقو په نارو ، ځانونه تر پارلمان او ریاستونوهم  ورسوی ، خو له بده مرغه د سیاسي جوړجاړیو په انډوخر کې چې د جمهوری نظامونو ناولی شکل دی  ،واک ته له رسیدو او یا ګډون وروسته نور د پښتون حقوق د دوی د مالی او سیاسي فساد په سیند کې لاهو، یوازی د خپلو خپلوانو، کورنیو او ملګرو په چاغولو او د جیبونو په ډکولو کې خلاصه شي ، نور همدا ملت پال او پښتون پال : نوابان ، خانان اوسرمایه داران شی  چې ټوله هڅه یې  د خوارو او بی وزله پښتنو ځمکې  تر خپلو ګونډو لاندې کول وي ، همدا اوس  هلته د پښتون په نامه تجاران  ، پښتون سیاستوال او د پښتون  ملت پاله ګوندونو مشران  تر ټولو شتمن خلک دی چې زیاتې  سرمایی او پراخه ځمکې یی د پښتون په زبیښلو  د نوابی او خانی په نیغه شمله  له نورو خوارو پښتنو تر ګونډو ګړی چې اصلی  څښنتان یې د دوی لپاره مزدوری کوی ..

دا ګوندونه  چې  د جمهوریت د درواغجنې ډرامی په کارخانه کې پاخه شوي ،او د انګریزی امپریالیزم په  ډوډي رالوی شوي  د خپل نفوذ او واک د ساتلو په موخه  په  مسلمان پښتون قوم  د (روس) او (امریکا) د ایډیولوژیو له تپلو هم ډډه نه کوی  ، یو مهال یې د روسانو د خوشهاله کولو او پیسو ګټلو  په موخه  د کمونزم  سري جامې په تن کولي او ځوان نسل ته به یې د الحاد مفکوری ورکولې ،،بل وخت یې بیا ګټې په لویدیځ کې خوندی شوي اوس  لګیا دي د  جمهوریت په پلمه د لویدیځ د خوښې ګډاګانې او سندرې وایی .د ترورزم  ، افراطیت او بنسټ پالني هغه شعارونه چې لویدیځ یې د خپل استعمار لپاره کاروي ، دوی هم کټ مټ ورسره بدرګه کوي .

نیوکي کوونکې تل له دوی پوښتنه کوي چې د دوی د سیاست په ټول دوران کې   پرته له  سرمایی ټولولو ، ځمکو اخیستلو ، پښتون غلام کولو ، خپل دوستان او خپلوان لوړلو ،  نور کوم خدمت کړی دی ؟ پښتو ژبه چې ، د ورکیدو په درشل کي  دوی  ورته کوم کار کړی ؟ د پښتون د سواد ، علمي لوړیتا او اقتصاد په برخه کي  یی کوم کار کړی ؟ زه په دی باور لرم چې همدا پښتون ملت پاله مشران او ددوی زامن او اولادونه اوس هم کورونو کې په انګریزی او اردو خبری کوي ، یو یې هم پښتو لیک لوست نشی کولای .. نو دوی بیا ولی د خلکو د غولو لپاره د درواغو ډرامې جوړوي ؟

زما په یاد دي چې څو کلونه وړاندې افغاني سیکولرانو چې د همدي پاکستاني ملت پالو سره  خوږي اړیکې  لری ،یو کمپاین په لاره اچولی ؤ چې د پښتو ژبي لیک دود باید لاتینې ته واړول شي ، دوی خو په دی هم خوښ نه دی چې پښتو لیک دود د همدا ډول پاته وي ، ځکه دوی فکر کوي چې دا لیک دود د عربی ژبي سره تړاو لری ،او عربی ژبه ددوی په اند د استعمار ژبه ده ،  هغه وخت ما لیدل چې زرګونه په اصتلاح پښتون ملت پالو دا پالیسې په چکچکو بدرګه کوله ، دا چې تخت یې چپه شو که نه خامخا به زموږ  افغان ملت پالو  د ترکې اتاترکیانو په شان  پښتو هم په لاتیني بدله  کړې وای ، نو له پاکستاني پښتون پالو له دي زیاته تمه کیدای شي ؟

تر ټولو بده یې لا دا چې کله افغانستان د  روسانو له لوری اشغال شو همدا ملت پاله پښتانه یې تر شا ولاړ ؤ او د افغانستان د اشغال په تائيد  کې یې روسانو ته چکچکې  کولې   د هغو میلیونونو افغاني پښتنو څخه هم نه شرمیدل چې د ددوی په سوزونکو دښتو کې په خیمو کې پراته ؤ او هغوی ته به یې د پیغور په ډول د( تښتیدلو) نوم ورکاوه ، او بیا  د امریکا د اشغال په مهال یی د امریکایی استعمار  سره اوږه په اوږه د هغو خلکو په خلاف تبلیغات کول کوم چې د امریکا په مخالفت يې وسله راپورته کړي وه ..

نن  پاکستان کې پښتون ملت د همدی ملت پالو او پنجابی ښکیلاک د میچني د دوو پلونو ترمنځ ژوند کوی دوی یوه خواخوږي او ریښتني پښتون ته اړتیا لری  چې  دردونه  یې په ريښتیا سره دوا ،  او حقیقي ازادی ته یی ورسوي .