۱۴۰۴ مرداد ۱, چهارشنبه

د حفیظ الله امین د واکمنۍ پر مهال په وردګو کې څه تېرېدل

 

لیکنه : محمدشفیق صادق

د روسانو له نظامي اشغال وړاندې د سیدآباد ولسوالی له مرکز پرته د وردګ ټولې ولسوالۍ د حکومت له واکه وتلې وې، یواځې د سيدآباد ولسوالۍ مرکز، چې د کابل کندهار د لويې لارې پر سر پرته ده، د حکومت په ولکه کې وه،  خو د ولسوالۍ له مقر بهر یې واک نه درلود. د تنګي په دره کې د حزب اسلامي او د حرکت انقلاب اسلامي ګوندونه واکمن وو، او په څنګ کې یې د جمعيت اسلامي یو کوچني ګروپ هم فعال و. په اونخي دره کې د انجنير متين په مشرۍ حزب اسلامي  حاکم و.  د شنيز په دره کې د حزب اسلامي او حرکت انقلاب  جبهې فعالې  وې.  دشیخ آباد او سيدآباد په سيمو کې د ورځې حکومت تګ راتگ درلود ، خو د شپی له خوا مجاهدینو واکمني چلوله .

د چک ولسوالۍ واک هم د حزب اسلامي، حرکت انقلاب اسلامي او جمعیت اسلامي د مجاهدينو سره وه. په جلګه، جغتو، نرخ او جلریز کې هم د مجاهدينو واک چلېدو. د بهسودو دوو ولسوالیو کې د اهل تشیع مجاهدینو اړونده ډلو واک درلود ،هلته خو د حکومت هېڅ لاس نه رسیده ، ځکه لاره یې د مجاهدینو په واک کې وه.

 حکومت په دې دوو کلونوکې په پوره زور او ځواک  هڅې وکړې څو له لاسه وتې سیمې بېرته تر حکومتي واک لاندې راولي او په دې پار یې په يادو سيمو پرله پسې یرغلونه وکړل. هان تر دې چې ( د پخوانیو مجاهدینو په وینا ) د اونخي درې ته يې د مشرقي او جنوبي  ولايتونو مليشه او اربکيان هم راوستل، خو له سختو ماتو وروسته  بېرته په شا شول. [1]

د حفیظ الله امین وژنه اوپر افغانستان  د شوروي اتحاد د سرو لښکرو یرغل

سره ددې چې حفیظ الله امین  شوروي اتحاد ته ډېر وفادار او حکومت یې لاس پوڅی و، چې هیڅکله یې مخالفت نه دی ورسره کړی، خو هغوی  یې له خپل سریو او د پرچمیانو سره په دښمنې ناراضه وو،  نو ځکه یې د له منځه وړلو بهانې ورته لټولې. شوروي اتحاد د هغه سره د دسمبر په (۵) نېټه تړون لاسلیک کړ چې هغوی کولای شي افغانستان ته خپلې نظامي مرستې را واستوي.  په دې ترتیب روسانو د خپلو سرو لښکرو په را استولو پیل وکړ. دوی په لومړی سر کې څو کنډکه د منځنۍ اسیا د هېوادونو فوځيان په افغاني لباس کې را واستول او په کابل کې ځای پر ځای شول. البته تر دې وخته هم امین د شوروي اتحاد په راتلو کوم اعتراض نه ؤ کړی. نوموړي په روسانو دومره باور درلود چې د کور آشپز یې هم روسي(تالیبوف) ټاکلی ؤ. نوموړي د روسانو په لارښوونه د خپل حکومت پر مهال د ارګ پر ځای د تاج بېک ماڼې غوره کړه. پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د بريد په لومړيو شېبو کې ولسمشر حفیظ الله امین د کابل تاج‌بېګ ماڼۍ د ننه په خپل استوګنځي کې د کابينې له یو شمېر غړو سره لومړی مسموم شو. ملګرو یې ژر تر ژره ډاکتران را وغوښتل. دا په داسې حال کې چې د یوه روسې عسکر، چې د ازبکستان هېواد څخه ؤ (رستم تورسولولوف)،  په وینا چې نوموړی ته د امین د وژني دستور ورکول شوي ؤ او هغوی د امر په انتظار ؤ، دوی انتظار ایست چې نوموړی په زهرو مړکیږي او که نه. خو هغه پرته له درملنې روغ پاتې شو. نو د ۱۳۵۸ کال د مرغومي میاشتې په (۶) نېټه  د روسانو د الفا بریرګرو ځواکونو د نیکولای بریلیف په قومانده د تاج بېک په ماڼې یرغل پیل کړ. امین دا وخت هم  ډاډه ؤ، چې روسان  یې د وژلو نیت نه لري. کله چې روسان را نږدې کېدل ، هغه ته خبر ورکړل شو چې روسان بد نیت لری. خو هغه نه منله. په پای کې روسانو پر ماڼۍ برید وکړ، (۴۵) دقیقي د امین د ساتوونکو او روسانو تر منځ جګړه روانه وه، کله چې کور ته وردننه شول، لور یې ورته وایی: ولي ډزې کوی! امین صاحب دلته دی. هغو هم نه پوهېدل چې دوی یې مرګ ته راغلي دي! خلق یانو روسانو ته د مور او پلار په سترګه کتل هېڅکله یې د بد نیت تمه نه ورڅخه درلوده خو دوی هغه مهال پوه شول چي په وینو کې یې لیت پیت کړل. په پایله کې د امین د کور د ننه د امین په شمول یې دوه زامن ووژل شول. دری لوڼې یی ټپیانې شوې، نوره ټوله کورنۍ یې زندان ته واچول شوه. د خلقي حکومت ځینو ک غړو بیا ویل چې امین ولي مقاومت کاوه. که مقاومت یې نه وای کړی، نه وژل کېدل. خو روسي عسکر  رستم  وایې: دوی ته یوازي د امین او هر ژوندي شي د وژلو امر شوی ؤ نه د نیولو! روسانو د امین جسد له  ماڼې د باندې په یوه نامعلومه کنده کې تر خاورو او خځلو لاندې کړ. د نوموړی واکمنی یې له دریو میاشتو او یوې ورځې وروسته پای ته ورسوله. بیا یې نه ګوندي غړو پوښتنه وکړه او نه خلقي ملګرو! ببرک کارمل له تاشکند یواعلامیه خپره کړه او امین یې د یوه سفاک ، ضد انقلاب او د امپریالیزم د ګوډاګي په القابو یاد کړ.  په دې ورځ د حفیظ الله د ملګرو څخه تر (۱۵۰۰) ډېر کسان ونیول شول او زندانونو ته واچول شول .هغه یې په دې تورن کړ چې د امریکا او حکمتیار سره یې اړیکې ټینګې کړې وي، نو ځکه ووژل شو. خو دا هر څه یوازي پلمه وه ځکه کارمل او ډلې یې  تر پایه کوم داسې سند وړاندې نه شوی کړای چې د امین په خیانت دلالت وکړي. کارمل خپله واکمنې  د روسي عسکرو په ملتیا پیل کړه او هېواد رسما د روسي نیواکګر په لاسونو شو .[2]

.ددې سره د ځمکې او هوا له لارو د روسانو د لښکرو راتګ پیل شو. روسانو  د هېواد د شمال څخه د حیرتانو شیرخان بندراو تورغونډۍ له بندرونو زرګونه ټانګونه، نظامي وسایط او لښکرې راوستل. د هېواد په مهمو سیمو او نظامي مرکزونو کې (۱۳۰،۰۰۰) عسکر چې سلګونه جنګي الوتکو او نورو درنو وسلو يې ملاتړ کاوه  ځای پر ځای کړل. د مرغومي میاشت د روسانو د ځای پر ځای کېدو میاشت وه.  د هېواد ټولې برخې یې تر خپل واک لاندې راوستې.

ببرک کارمل څوک ؤ 

ببرک کارمل د جنرل محمد حسین زوی په (۱۳۰۸) لمریز کال د کابل ولایت په بګرامیو کې زېږېدلی، سره ددې چې ځان پښتون ګڼې خو د کره اسناد په باور د نوموړی نیکه له هندي کشمیر څخه راغلی دی. د (۱۳۴۳) کال د خلق دېموکراتیک ګوند د لومړی کنګري له غړو څخه ؤ. د ظاهر شاه د حکومت پر مهال د پارلمان غړی شو او په ښکاره یې په لینن ( د کمونېستانو رهبر) درود ووایه. کله چې دېموکراتیک ګوند په دوو ډلو ووېشل شو نوموړی د پرچم  ډلې مشر شو. د سردار داؤد خان د حکومت پر مهال یې د روسانو سره کلکې اړیکې ټینګې کړي او د (KGB) غړی شو ،[3] کله چې په (۱۳۵۶)کال روسانو د خلق او پرچم ډلې سره متحدې کړې نوموړی بیا د کوند د عمومی منشي معاون شو .کله چې په ۱۳۵۷ کال کې خلق او پرچم ډلو د سردارداؤد پر ضد کودتا وکړه،  نوموړی د عمومی منشي  او صدراعظم معاون وټاکل شو، د تره کي حکومت دری میاشتي لا نه وي تېرې چې د خلقیانو او پرچمیانو ترمنځ ټکرونو زور واخیست. تره کی اړ شو چې د پرچم ډلې مشران بهرنیو هېوادونو ته واستوي، نو یې ببرک کارمل چکسلواکیا اوډاکټر نجیب ایران ته سفیران واستول . خو ډېر وخت نه ؤ تېر چې د امین په واکمنی کې بېرته راوغوښتل شول.، خو هغوی کابل ته له راتګ ډډه وکړه او د شوروي اتحاد کې غلي شو. کارمل د روسانو په امر د چکسلواکیا پولیسو پټ وساته، کله چې روسانو د حفیظ الله امین پر خلاف کودتا وکړه او هغه یې وواژه نو خپل وفادار ملګری ببرک کارمل یې یو ځای له سرو لښکرو سره  راوست.روسانو ددې لپاره چې د خلکو احساسات راکم کړي او وښیي چې دوی د نیواک لپاره نه، بلکې د افغانستان د خلکو د مرستې لپاره راغلي دي، اوبل دا چې  افغانستان د لوېدیځو حکومتو تر ګواښ لاندې دی او دوی د افغانستان ننګې او ژغورلو لپاره راغلي دي. ببرک  کارمل، چې عوامو به کارغل بللو، لاښوونه وکړه  چې په ځینو کړنو لاس پورې کړي. لومړی یې  د پلچرخي له زندانه  په زرګونو سیاسي بندیان چې د تره کي او امین د واکمنۍ پر مهال نیول شوي ول او له اعدامونو ژوندي پاته ؤ د مرغومي میاشتې په ۱۶ مه نېټه د استاذ سیاف په شمول خوشې کړل. البته ډېر نور لا همداسې په زندان کې پاتې شول. پاتې کسان  پرچمیانو ووژل شول او د ځینې خو تر نن پورې ترې تم شول.

 د ۱۳۵۹ کال د غويي میاشتې په لومړۍ نېټه یې د خلقیانو سور رنګه بیرغ  چې د روسانو بیرغ ته ورته ؤ بدل او نوی ، تور، سور ، زرغون رنګه بیرغ یې اعلان کړ ،[4]



[1] - قاضی محمد حسن اسلامی سره زما د ۱۳۸۸ کال مرکه ، همدا شان د استاذ سمیع خان ناصري سره زما د ۱۳۸۸ کال مرکه.

[2] -د BBC خبرنګار مرکه له روسي سرتېري تورسولوکوف سره چې  په سایت کې شته ده  توفان در افغانستان د ولیا خفسکی لیکنه ، اردو او سیاست د نبی عظیمي لیکنه ، د حفیظ الله امین د ښځې څرګندونې ..او نور انترنیتي پاڼې

فرهنګ محمدصدیق افغانستان په وروستیو پنځو پېړیو کې   د زیاتو معلومانو لپاره وګوري (۱۰۸۴-۱۰۸۵) مخونه

[3] -  سمسور افغان دویمه سقاوي ۲۰۰۱ کال چاپ (۴۶-۴۷) مخونه

[4] -د افغانستان تاریخ له راشده خلافته تر اسلامي امارته (۳۱۳) مخ – همدا شان  افغانستان په وروستیو پنځو پېړیو کې د محمد صدیق فرهنګ لیکنه

۱۴۰۳ بهمن ۱۷, چهارشنبه

له افغانستان څخه د سیدجمال الدین لیک

 

 لیکنه : محمدشفیق صادق

دا  یو ښکاره حقیقت او دردوونکي واقعیت دی چې د افغانستان د مشرانو ( واکمنو) مثال د یهودانو د مشرانو او مذهبیانو په شان دی ، ددوی پیروان او ترلاس لاندې خلک دوی ته د (اربابا من دون الله )(د خدایی د مقام) په سترګه ګورې او ډیر افغانان د همدوی څخه استفتاوې غواړې ، په ډیرو ناچیزو(عادي) مسائیلو (کارونو) کې له دوی د نصیحت غوښتنه کوي . دوی ته د هغه چا په سترګه ګورې چې هر څه یې په واک کې وي ،تر دې ور آخوا د مرګ او ژوند د مصدر، د الهي انعامونو، د عزت ، ذلت او ننګ مصدر یې هم ګڼې .دا مشران (واکمن) هم ځانونو ته د (انداد لله )( د الله سره دسیالانو) تصور لري ، دوی د خپلو باطلو منحرفو خواهشاتو او بی اهمیته افکارو او نظریاتو تابع دي ، ګورو چې په همدې لاره کې پریمانه مال مصرفوي او ملکیتونه تر لاسه کوي (والذین یتخذون اربابا من دون الله اولئک هم الخاسرون ) یعني څوک چې پرته له الله نور خدایان ونیسي دوی به زیان کاران وي . د هیواد د ځینو جاهلانو مثال مو ،هغوی چې  ځانونو ته علماء او څیړونکي وايي او فکر کوي د علم په لټه کې دي ( او خلک ورته علماء وايي) د شرابو او قمار  په شان دی ..که چیري ددې ( مشرانو ) په څرګندونو کې ځېني ګټې هم وي کله چې خبره تر لمانځه او اوداسه پورې تعلق لری ،خو ( ګناه  یې له ګټې زیاته وي ) ځکه دا خلک د خپلو خواهشاتو د پیروی  په اساس د دین په احکامو کې پراخه تعدیلات او تغیرات راولي ، دوی دومره جرئت هم کوي چې له ځانه نور احکام د خپلو شخصي غوښتنو په اساس رامنځ ته کوي ، بیا څوک چې ددوی له رایې او نظر څخه د مخالفې راېې د ورکولو جرئت کوي د کفر فتوی پرې لګوي  ، ومن لم یحکم بما انزل الله فاؤلائک هم الظالمون.یعنې : څوک چې په هغه څه حکم ونه کړي چې الله نازل کړي هغوی ظالمان دي .

په دې هیواد کې د فوځې قماندانانو،صاحب منصبانو او ملکي مامورینو مثال د قریشو د بتانو او تمثالونو په څیر دی ، دوی هیڅ انسان ته د مرګ او ژوند ورکولو واک نه لری ، دوی د ستونزو په حلولو کې هم کومه لازمه پوهه او ذکاوت نه لری ، د فتنو او جګړو  په مهال د تورې ایستلو جرئت اوشجاعت هم پکښې نشته .له همدې کبله دوی د ملنګانو په شان دي چې پرته له شخصي مصلحت څخه په نورهیڅ شي کې فکر نه کوي ، د هغې پیښې او وخت انتظار کوي چې دوی خپل اسونه د زور ورو په سیالئ کې وځغلوي ..

دوی د اکرام اوعطاء  خلک هم نه دي چې د خپلې دروازې مسکین ته یوه ګوله ډوډئ ورکړي ، له هغې خوږې ژبې هم محروم دي چې یوه مسافراو ناولده ته یوه نیکه خوږه خبره وکړي .دا خلک د فرعون او هامان سره په تکبر کې مشابه دي، د ابلیس سره د فتنو په راولاړولو کې ، ( هغه کسان چې په ځمکه کې فساد کوي ) او په خلکو خپل کبر چلوي (اولائک یلعنهم الله ویلعنهم اللاعنون) دا هغه خلک دي چې الله لعنت کړي او لعنت ویونکي پرې لعنت وايي[1] سید جمال الدین له افغانانو ډیر ناهیلي او خفه ولاړی ،هغه افغانانو ته ډیر امیدونه درلودل خو د هغه ناهيلې او د زړه د درد احساس له همدې لیکنې ښه په ډاکه کیږي

خو د لیکوال په نورو لیکونو کې اسلوب دا دې چې د لیک د خپریدو د نیټې تر څنګ یې ځای هم لیکي ، لاکن ددې لیک د خپیدو اصلي ځای او دا چې لیکوال له کومي منبع تر لاسه کړي ، درک نه لري ، په هر صورت دا د سید هغه لیک دی چې افغانان یې پکښې ټکولي ..

[1]

 

د جمال الدین د ځانګرو لیکونو څخه

ژباړه : محمدشفیق صادق

۱- کابل- ۱۸۶۸ د اکتوبر ۳۰ نیټه

(ان الله علیم بذات الصدور)

ددې لپاره ( دا لیکنه کوم ) ترڅو هغه کسان چې ماته تر خپل ځان هم ګران او محترم دي ( زما په حالت ) پوه شي چې څه راتلونکی دی ..



انګرایزان می د روسانو ملګری ګڼې ،مسلمانان فکر کوي چې زه عیسوي یم، سني مسلمانان راته د شیعه په سترګه ګوري ،ځینې د لویو څلورو خلیفه ګانو پیروان را باندې د وهابی ګمان کوی ،ځینې امامیه مذهب والا را ته د بابي ( بهایی) په سترګه ګوري ،موحدین مې د مادیګراؤ په ډله کې شماري ، بنسټ پاله مې د منحرفانو په منځ کې ،علماء می د تیاره فکرو جهالو په ډله کې شماري ،او مخلص مؤمنان می د سخت دریځو ملحدانو څخه ګڼي .

نه می کوم بت پرست ځان ته ورنیژدې کوي ،او نه مي مسلمان له خپلو همقطارانو څخه  شماري ،مسجد بی اهمیته کړم ، او معبد راوشړلم .. په یوه دایمي حیرانتیا کې  روان یم ،زه خو نه پوهیږم  چې د چا پلوی یم او د چا په خلاف جګړه کوم ؟..که د یوې ډلې پلوي پریږدي ،نو په بلې مخالفې ډلې تورن کول دې حتمي دي ، د انسانانو د یوې طایفي سره نیژیوالی ، د بلې مخالفی ډلې سره مخالفت درباندې لازموي ، د وتلو لاره ورکه ده او خلاصون مې نشته ،ملګري راباندي دریدلی او مقاومت راباندې سخت شوی .

د کابل په بالای حصار کې ناست یم ،لاسونه مي تړلي او پښې مي بندې دي ،دې ته په تمه یم چې یو څوک راشي او د غیبو پردې مي له سترګو لیرې کړي ، تر څو هغه مصیر ووینم چې دا شریر عالم یې راته په پلان کې لری ..

 دا لیکنه په ۱۳ د رجب ۱۲۸۵ هه چې د ۳۰ اکتوبر ۱۸۶۸ م   سره سمون لری د هیوادونو څخه د شړل شوي او په ښارونو کي د ناشناس جمال الدین الحسینی الاستانبولي په قلم ولیکل شوه .

۱۴۰۳ فروردین ۲۸, سه‌شنبه

امریکا او انګلیس ولي د اسرائیلو د یهودي دولت دفاع او ننګه خپله وجیبه ګڼي ؟ دوهمه برخه : مسیحیت ته لنډه کتنه

 

عیسویت د رومي امپراتوری رسمي او منل شوي دین جوړ شو .

محمد شفیق صادق

له ۲۴۵ کال وروسته چې رومي امپراتوري د مقتدرو رقیبانو په وړاندې له کړاوونو سره مخ وه ،نو رومي امپراتورانو هڅه پیل کړه چې داسې خدای ومومي څو یې په جګړو کې مرسته وکړي ، دکلتیانوس امپراتور د متراس  دین چې د رومیانو پخوانی دین ؤ رسمي دین اعلان کړ ، ددې دین عقاید د اوسني مسیحت عقایدو ته ډیر ورته ؤ  خو دا چې هغه ګټه ورته ونه رسوله ، بل خوا یې چې د عیسویانو کلکه عقیده ، او د واکمنو په مقابل کې مقاومت لیده نو یې دې دین ته میلان پیدا شو ، همغه ؤ چې کله قسطنطین یا کنستانتین امپراتور چې روم ته د جګړې لپاره روان ؤ د عیسویانو دین ددې لپاره ومانه تر څو په جګړه کې بریالی شي .

هغه په ۳۱۳ کال دا دین د روم د ټولې امپراتوری دین اعلان کړ  ، کله چې عیسویت رسمي دین شو نو ویره له منځه ولاړه ، سلګونه مسیحي اسقوفان راپورته او ګڼ عقاید راووتل ،په دې ډلو کې دو ډیرې مهمي ډلې وي چې یوه د (اریوس) ډله وه چې عیسي (ع) یې د خدای بنده او پیغمبر باله ، بله د اسکندريی د اسقف ( لومړی الکسندروس) ډله وه چې د بولس په عقیده یې عیسي (ع) د خدای زوی او خدای ګاڼه ، دا چې  داسکندریي په مدرسه کې د افلاطون فلسفه تدریس کیده او افلاطونی فلسفه په دریو خدایانو چې یو د بل سره تړلي وي عقده درلوده نو له هغې متأثره ؤ . ځینې نورو بیا د متراس  دین په پوښ کې عیسویت منلی ؤ او هغه د بت پرستی عقیده ورسره وه ، او لسګونه انجلونه رامیدان ته شول ..کله چې د روم امپراتور دا حالت ولد نو اعلان یې وکړ چې ټول اسقوفان دې نیقیه ښار ته راټول شي او خپل اختلافونه دې له منځه یوسې

په (۳۲۵) کال سلګونه اسقوفان چې ځینې یې (۲۰۴۸) او ځینې یې کم او زیات ګڼې را ټول شول لویه لانجه د پاسنیو اسقوفانو ترمنځ وه ، د لیکونکو په خبره له دي شمیر اسقوفانو (۷۰۰) تنه یې د آریوس طرفداران او (۳۱۴) تنه د اکندریی د کشیش په خوا ؤ ..کله چې د موحدینو عقیده د قسطنطین د پخوانی عقیدې سره په ټکر کې راتله او د نورو ورسره نیژدې وه ، نو یې د هغې ډلې نظر تایید کړ چې عیسي یې د خدای زوی باله ، همدا عقیده د پخوانی متراس دین ته نیژدي وه ،نو یې په ټولو په زور دا پریکړه امضاء کړه یوازي څو نورو امضاء نه کړه و هغوی یې بندیان او تبعید کړل


دوهمه پریکړه یې دا وه چې له سلګونو انجلونو څخه یې څلور انجلونه چې څلورو کسانو لیکلي ؤ تایید او نور وسوځول چې دا انجلونه عبارت دي له

د متی انجیل . د لوقا انجیل ، د مرقس انجیل او د یوحینا انجیل

خو د توحید عقیده له منځه ولاړه نه ، بلکه څو پیړی یې دوام وکړ .

پاته د نه وي چې په دې غونډه کې یوازی د عیسي (ع) په زوی توب پریکړه وشوه او دریم خدای روح القدوس معرفی نه شو چې هغه وروسته کلونو کي همداسي غوانډو کې خدای وګڼل شو>

د اخلافاتو د له منځه وړلو په موخه په قسطنطنیه کې دوهمه غونډه

د عیسوې پاپانو او اسقوفانو ترمنځ کلونه کلونه د عقیدې په سر ناندری روانې وي ټول په دې کې ورک شول چې آخر عیسي (ع) څوک دی؟ که عیسي (ع) خدای یا د خدای زوی وي نو د هغه مور بي بي مریم بیا څه مقام لری .له خدای سره یې تړاو څخه دي ،او هغوی چې د متراس پخواني دین او د افلاطوني فلسفی څخه متأثره ؤ هغوی  د دریم خدای  (روح القدوس) غوښتنه هم کوله  بلآخره دی لانجو پاپان مجبور کړل چې په (۳۸۱) میلادي کال په قسطنطنیه کې بله غوانډه جوړه کړي  چې ټول (۱۵۰) تنه ؤ ، له ډیرو ناندریو وروسته یې دریم خدای (روح القدوس ) هم وراضافه کړ او عملا د دریو خدایانو عقیده ومنل شوه چا چې اعتراض کاوه په هغوی د کفر تاپه ولګیده.

دا غونډې همداسې روانې وي خو دوی په داسي معما کې سره وتړل شول چې وتل ورته ګران شول هرې غوانډې ددی په ځای چې مشکل حل کړي نوی عقیدي به یې راوړاندې کړي او نوي دلي او مذهبونه پکښې راپورته شول . چې ددې ټولو غوانډو شیر (۲۲) ته ورسید .

په مسیحیت کې د شرقي او غربی کلیسا بیلتون

ارتودکسان


کاتولیک پاپ

اتمه غونډه چې په (۸۶۹) میلادي کال په روم کې جوړه شوه

په دي غونډه کې په دي بحث کیده چې روح القدوس خدای له کومه شو ؟منلی خو یې ؤ خو په دي نه پوهیدل چې د خدایی مقام یې څومره دی ؟ همدا ؤ چې n  روم او قسطنطنیی د اسقوفانو تر منځ پري اختلاف رامنځ ته شو ،او د اختلاف په نتیجه کې د قسطنطنې کلیسا ځان له روم څخه جلا کړ چې د وخت په تیریدو یې تر منځ ډیر نور اختلافونه او سختې جکړې رامنځ ته شوې ، د روم کلیسا دا بله له دین څخه په وتلو متهمه که او هغې دا بله ، په نتیجه کې شرقی کلیسا چې مرکز یې قسطنطنیه وه د ارتودکس د کلیسا په نوم ونومول شوه چې ترکیه ، روسیه ،سربستان او نورو شرقی هیوادو کې یې پیروان دي

دوهمه په روم کې د کاتولیک په نوم پاته شوه چې په لویدیځه اروپا یې خپل دباو چلاوه

د کلیسا دریم ویش د پروتستانت ډله

مارتین لوثر

د کاتولیک کلیسا په اروپا خپله ولکه داسې ټینګه کړې وه چې نه یې علم ته څوک پریښودل نه چا د اعتراض او خبرې حق درلود  پاپ د لوی خدای په ګدی ناست ؤ ،همدا دوره په اروپا د قرون وسطی دوره ده چې پاپانو هر څه په خلکو په زور منل او خلکو ته د هیڅ شي اجازه نه وه ،د باپانو واک دومره پراخ شو چې د ګناهونو د بښلو او د دوزخ د ورکولو واک یې واخیست  د جنت ټکټونه په پیسو خرڅیدل ..له دې پرته نور ډیر سخت قوانین رامنځ ته شول ، سلګونه علماء د علمي څیړنې او یا نظریی په جرم اعدام او یا ژوندې وسوځول شول .


گالیله چي کلیسا د علمي تجربي په جرم اعدام کړ

په دې وخت کې ځینې خلک راپاڅیدل او د اصلاحاتو غوښتنې یې پیل کړې ، لومړي اصلاح غوښتونکي سخت وځپل شول خو د اصلاح آواز خاموش نه شو .دوی په اندلس ، او شمالی افریقا کي د مسلمانانو تمدن لیده نو یې د هغوی په پیروی د پاپانو اصلاح کول غوښتل په دي لړ کې تر ټولو رسا غږ د مارتن لوثر ؤ نوموړی په (۱۴۸۲) کي وزږيد او د کلیسا په خلاف یې پاڅون پیل کړ ، په (۱۵۲۹) کال کلیسا یې په خلاف د کفر فتوا صاده کړه ، خو نوموړی مبارزه کوله ، د نوموړی سره په سویس کې (زونجلی) هم ملګری شو او په فرانسه کې د کلفن په نوم بل داعي هم اواز پورته کړ ، د دواړو د پیروانو ترمنځ سختي نیښتې وشوي ، د روم کلیسا هڅه کوله دا انقلاب وځپې ، خو هغوی مقاومت کاوه ، بلاخره اقلابیونو د د ځان لپاره د مستقلو کلیساګانو اعلان وکړ چې د روم پاپ به کار نه ورسره لری ، د دوی نوی مذهب په نوی فکر رامنځ ته شو ، او د روم له کلیسا یې ډیر عقاید بیل کړل ..دا چې دا کلیسا آزاده وه چې هر پاپ ځان ته مستقل نظر ولری ، نو د پروتستانت په نوم مشهوره شوه چې په شمالي اروپا او انکلیس کې یې دیر پیروان پیدا کړل ، خو تل د کاتولیک تر یرغلونو لاندې ؤ چې بیا د همدي یرغلونو له کبله ډیر اوسنی امریکا او کاناډا ته وتښتیدل او هلته یې نوی کار پیل کړ .

 خپلی منځي مذهبي جګړې


 نور بیا  وروساتی او دریمه برخه مهمه ده  چې د عنوان اصلی موخه پکښې ښکاره شي  

۱۴۰۲ آبان ۱۹, جمعه

د دوآب کلي تاریخي توره کلا


 

لیکنه محمدشفیق صادق

دا کلا  د سیداباد ولسوالي د تنګي د دوآب د لوی  کلي دجنوب لور ته د غره د پاسه   ودانه ده ، تیرو تاریخې او طبعې    پیښو ددې کلا جوړښت ته بدلون ورکړی له هغو لویواو پیاوړو   دیوالونو څخه  یې چې د احاطې بڼه لری یوازی یو لوی دیوال د جنوب لورته په لوړه  ودان پاته دی ،  د کلا د اوسیندې خونې ، معبدونه او نور ملحقات ځینې له منځه تللې او ځينې د خاورو تر انبارونو لاندې پاته دي ، د کلا اصلي خونې په دوو طبقو کې جوړې وي چې یوه یې لاندې او بله یې لږ لوړه ده ،زموږ مشران وایی چې په شاهي او د سردار داؤد خان په واکمنیو کې ځیني سیلانیان راتلل له دي سیمي یې لیدنه کوله ، خو هغه مهال چا جرئت نه درلود چې کیندني پکښې وکړې  ، خو د هیواد په څلویښت کلن ناورین کې ځینو هڅه کړې چې ددې کلا خونو ته ور دننه شی او ځینې کیندنې هم پکښې شویدي ، ویل کیږي ځينو په غلا اثار هم تری وړي دي  ، خو دا کلا دومره پیاوړې ده چې په اسانی څوک نشی کولای په بیل او کولنګ سره ورداخل شی ..


ددې کلا ځانګړتیا دا هم ده چې د کلا د ننه چینه وجود لری چې اوبه یې اوس لاندې د غره په ډډه کې راوزی ، که یې سمه پلټنه وشی نو کیدای شی معلومه شی چې دا اوبه له کومی بلې سیمې په پیپ کې را روانې دي ، یوه روځ دی کلا ته د اوسنئ چینې له خوا مخامخ په همدی سخته لاره ورختلم ، هغه مهال پسرلی ؤ او هری خواته د اوبو چینې روانې وي ، په همدي بغل کې می د اوبو شرار اوریده چې ځمکې لاندي  لکه کوم پیب کې چې راځې روانې  وی..  

دا چې زموږ د کلی د مشرانو او سپین ږیرو تر منځ ددې کلا د پخواني تاریخ په اړه مختلف روایتونه شته ځینې یې داسی ښار ګڼې چې د یوې سپئ د لوږي له امله غرق شوی ، او ځینې خو دلته د یوه ښامار د اوسیدلو خبری هم کوی ، دا کیسې په خپل ځای کې مهمې دي او باید ولیکل شی ، خو کوم تاریخې شواهد او اثار چې له نیژدی یې لیدلی شو دا ښیی چې دا د پخوانی بودایی او برهمی دین او دهغه وخت د مدنیت یو پاته شوی اثر او د اسلام د مخه زموږ د هیواد د هغه وخت د واکمنو د پاچاهی یو دیني او فوځې مرکز دی.

 دا چې ددې کلا څخه داسي اثار نه دی تر لاسه شوی چې د کلا تاریخ او د جوړښت وخت تری معلوم شي ، خو ددې کلا د جوړښت څرنګوالی د لوګر د سجاوند د تاریخي کلا او معبد سره تړاو لري،  داسې ښکاري چې دا  او هغه به د یوې زمانې او یوې پاچاهئ کلا ګانې وي  ، ما څو کلونه وړاندې د سجاوند له لویی کلا  څخه لیدنه وکړه ،د کلا په ټولو لوړو ژورو وګرځيدم ، د دواړو کلاګانو جوړښت او د معماری ډول کټ مټ یوډول  دی ، کومه معماري ، کومی خښتې او ډبری چې په کوم ډول په توره کلا کې کارول شویدي په  همغه ډول  د سجاوند په کلا کي هم کارول شويدي  ، (د یادولو وړ ده چې د توری کلا خښتې ډیري لویی جوړې شوې چې هره یوه یې زموږ له یو من څخه کمه نه ده ، طبعي خبره ده چې دا لويي خښتې لاندې په آباده ځمکه جوړې شویدې ، خو دا چې څه ډول هلته پورته شوی ، او تر اوسه څنګه کلکی پاته دی ، دا بله خبره ده ) ،هغه مهال د سجاوند د کلا ځینې سیمي لوټمارو کیندلې وي ، خونی یې په کمان ډول تر اوسه هم روغې وي او د یوې خونې اسمانې شین رنګ خو زه ډیر حیران کړم ،دا چې د سجاوند کلا په تاریخې اثارو کې ډیره ستایل شوي او ډیرې لرغوني لیکنې پري شوي ،ویل کیږي چې هغه کلا د بودایی، یا هندویی دین د پیروانو یو لوی معبد ؤ ، او ځينې خو یې اتش کده بولی چې د اوسني پاکستان او هند څخه به زیارت کوونکي ورته راتلل  ، کوم  څه چې د سجاوند د کلا په خاورو کې هري خواته ډیر تر سترګو کیږی سکاره او د خاورینو لوښو کودي دې چې هری خواته ښکاري ، د توری کلا هم همدا ډول داستان دی ، نو د اتش کدی خبره به درواغ نه وي،د توری کلا د موقعیت په هکله داسی تصور کیدای شی چې دا کلا د هغې زماني د واکدارانو له لوری یوه دفاعي چوڼې په ډول وانه شوې و چې  د لوګر او پکتیا په سیمه کې د اسلام له راتګ  وړاندې او وروسته  یې د دې سیمې ساتنه کوله ، د افغانستان او نړی تاریخ لیکونکي لیکي چې افغانستان ته  د اسلام له راتګ ډیر کلونه وروسته هم د کابل شاهانو بودایی حکومت په لوګر او پکتیا واکمن ؤ چې اصلی د عبادت ځای یې همدا سجاوند معبد ؤ  ،چې د تاریخې لیکنو په اساس  دامعبد د دريمې هجري پيړۍ تردوهم نيمايې پورې هم ودان ؤ چې د اسلامی لښکر د عمرو ليث صفارى  د کورنۍ له خوا د  استول شوى قوماندان "فردعان" په لاس  وران او بت خانه  یی د زابلستان ترفتحه کولو وروسته ونړوله ، نو کیدای شی توره کلا هم هغه مهال د همدی قماندان د لښکرو په واسطه ورانه شوی وي چې خپل ټول تاریخ یې په ګيډه کې د خاورو تر انبارونو لاندي پت ساتلی چې یوه ورځ به یې له سپړلو وروسته اصلی تاریخ معلوم شی .

دا چې دا کلا په اوسني عصر کې زموږ د سیمې خلکو ته څه ارزښت لری ، دومره لیکلی شم چې که زموږ خلک  ددي کلا ساتلو ، او ورسه څیرمه غره ونو او غوړښتیو ته ښه پاملرنه وکړي او په یوه کم مصرف سره دې کلا ته د موټر لاره جوړه شی نو ليری نه ده چې دا غر او کلا به زموږ د خلکو  لپاره د عایداتو لویه منبع شی او د سیمي څه چې د نړی سیلانیان به یې هم کتو ته راځې ، ددې غره د غوړښتیو ونې پخوا د نذر په شان خلکو ساتلې خو..په تاسف سره باید ووایم چې د غره دواړو خواوو ونې او غوړښتې د ځينو خلکو له خوا په ډیره بی پروایی د سون لپاره غلا کیږي ..

د پاکستان د سوات سیمه چې د پاکستان د سیاحت تر ټولو مهمه سیمه ده ، او د سیمي خلک د ټول کال عایدات د دوبی په څو میاشتو کې له سیلانیانو تر لاسه کوی ، یو وخت  زموږ د توری کلا له غره څخه ښکلې نه وه ، هلته اوس کټ مټ د توری کلا د غره په شان ، غره کي پاخه کورونه جوړی کړی ، او سیلانیان پکښې د رخصتی او میلی شپی ورځې تیروی ..

د همداسی ورځې په هیله چې د دواب نوم د سیاحت په کتاب کې ثبت شی

 

 

 

د تاریخ پوهانو ځینې لیکني دلته را اخلم ..

مسعودی سجاوند را از مربوطات تسوکویوتا یا غزنی میداند و یک از محلات ارزشمند تاریخی لوکرنا (لوگر) محسوب میګردد . بنابر گفته محمد عوفى يکى از دانشمندان دوره غورى این معبد را از قرن ششم تا قرن نهم میلادی با عظمت و جلال؛ پیروان خودرا داشته است و کابل شاهیان و رایان کابلی وبعدا یفتلی ها از پشتیبانان سرسخت این معبد بودند چنانچه در سکه های یفتلی نام سکاوند دیده میشود این سکه در حقیقت میرساند که شاهان یفتلی آتش پرست بوده و معبد زونا یا شونا را مورد تقدیس خویش قرار میدادند .محمد عوفى موقعيت لوگر را در لباب الالباب چنين مى نويسد: لهوکر موضعى به غزنين وسجاوند از مضافات لهوکر غزنين است.( 7) 

بنابر نوشته های مرحوم احمدعلی کهزاد معبد شونا سجاوند و معابد گندهارا به هم ارتباط نزدیک داشت و برهمنان هندویی این معبد را مورد احترام و نیایش خویش قرار میدادند . ناگزیز باید بنویسیم که آتش پرستان هندویی کشورمان ، روابط با آریایی هایی قلب افغانستان که سوریا و مهر و رودرا ، سوتری ومیترا را پرستش مینمودند و از آنها متاثر گردید ه بودند ؛ داشتند . 

بقرار ترتبیب البیرونی سومین پادشاه برهمن شاهی « کملـو» نام داشت که آنرا « کـلمو» هم تلفظ میکنند. از روی یکی از حکایات دلچسپ محمد عوفی در جوامع الحکایات معلوم میشود که مشارالیه معاصر زمان عمرو لیث صفاری (265-287 هجری) مساوی (879- 900 میلادی) میزیست و سلطنت میکرد. اگرچه مولف جوامع الحکایات او را درین وقت بصفت رای هندوستان یاد کرده ولی هنوز علاقه های ننگرهار و لغمان و تگو و نجرو پختیا (سمت جنوبی) تا حوالی نزدیک کابل جزء قلمرو او بود. این مساله از روی فتح « سکاوند» (لوگر) معلوم میشود زیرا محمد عوفی شرح میدهد که عمرولیث صفاری شخصی را بنام «فردعان» شحنهء زابلستان مقرر کرد و او با چهار هزار سوار آمده و سکاوند را گرفت و بتکدهء معروف آنرا که در اقصأ هند شهرت داشت ویران کرد. ( 8) 

سعید نفیسی در تعلیقات بر لباب الالباب می گوید: « سجاوند یا سگاوند اینک آبادی کوچکیست در ناحیۀ لوگر در خاک غزنین و در مشرق افغانستان ( 9) 

این معبد ، نیایش گران هندویی شونا را که به پرستش آفتاب معتقد بودند، به خود می کشاند . نکته ای دیگریکه این محل را مورد توجه جهانیان قرار داد کشف سکه های است که مربوط دوره کوشانی ویفتلی بوده که دربین دانشمندان به نام ( نگین شاهی یا تجین شاهی) شناخته شده است .واین عبارت از هیکل نیم تنه ای است که اسمای محلات افغانستان که به آن سکاوند گفته شده است اهمیت این معبد را برجسته میسازد.

ابوريحان البيرونی از سلسله برهمن شاهان کابل ياد کرده، و برهمن شاهان از روی عقيده برهمن يا هندو بودند و از هنددوان بومی و محلی کابل به شمار می رفتند. معابد زيادی در کابل و ماحول داشتند و معبد سکاوند يا سجاوند در لوگر يکی از آن معابد معروف آنها بود. آنان در اثر فتوحات غزنويان از کابل و لوگر و گرديز عقب نشستند و بالاخره در مجاورت اتک خود را استحکام بخشيده و مرکز جديدی به ميان آوردند. ( 10) 

 

 

.