۱۳۹۴ دی ۱۱, جمعه

زموږ اسلام همغه لومړنئ اسلام دى


    

هغه اسلام چي موږ ورته بلنه کوو  (دوهمه برخه )

لیکنه داکتر یوسف قرضاوی
  زموږ اسلام همغه لومړنئ اسلام دى

هغه اسلام چې موږ ورته بلنه كوو ، دلمر غوندې روښانه او ښكاره دى، دقرآن او سنتو اسلام ،ددې اسلام سرچينې او بنسټونه  رڼه او روښانه دي.

په اسلامي شريعت كې قطعي او ظني مــسايل شته، قطعي مسايل هغه دي چې داسلام بنسټ جوړوي ،ددې امت عبادت ، عقيدې ،اخلاقو ،آدابو، او عملي ژوند ته د فكري ډګر او عملي كړنلارې عينيت وربښي ،په ټوليزه توگه قطعي مسايل د اسلام ستنې او بنسټونه جوړوي ، ظني مسايل هم بې هوده ندي پريښودل شوي ، هغه هم د ځينو اصولو ، قواعدو او ظوابطو په واسطه كنترول شوي، هغه ته اصول او قواعد ټاكل شوي.

 مسلمانانو داسې علم رامنځ ته كړ چې بشر په متمدنو ټولنو كې هم نه وو ليدلئ ،  ددې علم دنده ده  تر څو د هغو مسايلو دلايل كره كړي ، كوم چې صريح نص پكښې راغلی  او يا ندى  راغلى ؛ چې دې علم ته د اصول فقه علم وايي .نو په اسلام كې  هيڅ حكم او امر پرته له  ساتونكي او څارونكي پاته ندى؛ او هر حكم محكم ، استوار او كره دى . نو هغه اسلام  چې موږ ورته بلنه كوو روښانه نښې ،ستنې ، بنسټونه او موخې لري.

موږ د بدعتونو ، نفساني غوښتنو له را دننه كيدو وړاندې همغه  لومړني  اسلام ته بلنه كوو...موږ له كمي او زياتي پرته پاك ، سپيڅلي او سوتره اسلام ته بلنه كوو، هغه اسلام چې ددې امت تر ټولو غوره او په دين پوهو خلكو (صحابه كرامو او تابعينو)منلئ ؤ. هغه كسان چې ددې دين په روح اومقصد پوه وو ، موږ هم د هغوی  دپوهې او فهم په رڼا كې خپله لاره مومو . او دا هم وايو : د حضرت محمد ( r)  پرته د بل هرچا وينا منل كيدای او رد كيدای شي.

موږ هغه اسلام ته بلنه كووچې په هغه كې دزمانې د ستونزو دحل لپاره فكر،څيړنه او اجتهاد تجديد كيدای شي.تړلې فضاء،بندی فكراو مذهبي تعصب ته بلنه نه كوو، دټولو فقهې مذاهبو څخه ګټه اخلو، خو دا په دې معنی نده چې موږ يواځې په همدې څلورو مذاهبوكې ايسار يو، بلكې ټولو مذاهبو ، دصحابه ؤ، او تا بعينو ، دسلګونو جيدو فقهاؤ  ويناؤ ته ارزښت وركوو، هغوی موږته ډير ارزښتمن ميراث پريښی، موږ كولای شو دهغه څخه ګټه واخلواو خپله تنده پرې ماته كړو.

دهغو په رڼا كې دژوند كولو او پرمختګ لاره ولټوو،اسلامي شريعت په څو تاريخي پيښو كې نه خلاصه كيږي، دې شريعت په لويو او متمدنو ملتونو حكومت كړی،دعربو له ټاپو وزمې را اوچت شو په هغو هيوادو ئې حكومت وكړ چې پيړۍ پرې ٌفارس او روم حكومت كړی ؤ،اسلام په ټولو تمدنونو فارس، روم، هند، چين او دمصر په فرعوني تمدن حكومت وكړ،دهر نوي تمدن سره په مخامخ كيدو به نه يوازې د ستونزو سره نه مخ كيده ،بلكه د هرې پيښې او خبرې لپاره يې په خپل وخت كې خپله فيصله او خبره درلوده ، دهرې ستونزې او خنډ لپاره يې د حل خپله لاره درلوده ، دالله تعالی په فضل همغه شريعت او قانون تر نن پورې پاته دى . موږ اوس هم كولاى شو د اوسني عصر ټولې ستونزې د صحيح اسلامي اجتهاد په رڼا كې ( چې د اصولو به پا بند وي او زموږ د سلفو د ميراث په واسطه به حق ته د رسيدو پلټنه كوي  او ځان به د قرآن او صحيحو احاديثو پابند او ملزم ګڼي ) حل او فصل كولای شو . لكن اجتهاد په بل نظر د زمانې حالاتو او ستونزو ته گوري.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر